د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دجنګي جنيتکارانو او بې ناموسانو يو بل چل ٠

pattang
16.09.2009

وروڼو!
ډېر ملګري دلته له ديموکراسي او انتخاباتوڅخه خبرې کوي ، په انساني
اوحقوقي لحاظ دغه وروڼه حق او حقيقت وايې خو دافغانستان په اوسني حالت کې
داسې يو شی د ی لکه خره ته چې سړی خاګينه ورکوې :
داسې مالو ميږي چې کرزي ګټلې وي ، خو که کرزي غبن کړی وي نو عبدالله هم
ملا ئکه نده هغه به هم کړی وي .
درايو د اکسريت په لحاظ کرزی بايد اولسمشر شي خو ګورۍ اول ايران نېغه
مداخله وکړه او ويې ويل : ګډ حکومت دې جوړ شي ،ګورۍ چې داسې يوه لاس
وهنه ډېره تېز نظره، دزغملو وړ نده اوافغان اولس ته په سپکو ستر ګو کتل دي
يواځې دوؤ س به يې زغمي٠
له بلې خوا دعبدالله پنجيانو د شمشېر بازي غږ پورته که ، که چېرې عبدالله په
دولت کې ور ګډ نشي او واک ددوی په خوښه تقسيم نشي نو دوی به بيا د شمشېر
بازي اړ او دوړ جوړکړي٠
دغه ټول ګواښونه او غوږ وهني ددې لپاره چې اولس په ډار کې واچوي او دنورو
اولسونه او نړۍ والو کتونکيو په سترګو کې خاورې ور واچوي٠
غر بي صليبي اشغالګر اوس څه رول لوبوي :
دوی وايې چې ا/4 د رايو ناقصې ښکاري او لا سوهنه پکښې شوې ده نو فلهذا
ټول انتخابات نا قص دي نو ددې لپاره چې اړ او دوړ جوړنشي افغاني کار به وکړو
يانې په انتخاباتو به ډبره کېږدو لکه په اوله پلا بيا د ايتنيکي دولت جوړشي
''ابۍ مړه تبه شکېدلې '' چې ټول ارامه شي٠
داسې مسخرګي ته تاريخ خاندي او هغوی چې انتخاباتو ته تللي وو او خپلې رايې
يې ور کړې وې يايې خوشې يې خپل وختونه ضايع کړي او يابه يې څو دالر ګټلي
وي٠

زما په اند خو دا ټول د cia او پنجيانو مخکښې سنجول شوی کار او د ګډو
پخوانويوژمنو اوږدول دي او بس څرنګ چې دوی خپلې ژمنې پټې ساتي نو
په انتخاباتو يې نړۍ او دافغان اولس غلط که او په حقيقت کې بېرته هغه خپل
پخواني ځای ته لاړل ٠
خدای پاک دې طالبان موفق کړي چې اولس له بې ناموسي ، استعمار او غلا مي
خلا ص کړي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more