نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دافغانانووژنه جرم نه دی!!!
احمد،محمود
16.09.2009
دافغانانووژنه جرم نه دی!!!
دتوره بوړه ويپ پاڼې څخه په مننه
www.toorabora.com
ليکوال : مولوي غفور پيروز
په کومه ورځ چي صليبي يرغلګروپرافغانستان ناروايرغل کړی،دلته يې په لکونوځله جرمونه کړي اولايې کوي خودوئ هيڅکله نه مجرمين دي اونه چاجرم پرې ثابت کړی،حقيقت دادی چي دوئ ته نړيوالوبرأت ورکړی څه چي خوښه وي هغه دي کوي،هيڅ داسي قانون نه شته چي صليبي داړه ماران تر قانوني تعقيب لاندي ونيسي،دوئ هم له حقوقي،هم له بشري،هم له اقتصادي اوهم له پوځي قوانينو لوړدي،په نړۍ کي هيڅ داسي ملت نه شته چي ددوئ پرکړنونيوکه اواعتراض وکړي که څوک داکار کوي هغه تررويست دی،ويراچوونکی دی،دژوندحق نه لري اوبايدووژل شي . په تېره بيامسلمانان هغوئ خوپه هيڅ ډول ددې وړنه دي چي دنړۍ پرمخ ازادژوندوکړي،شريعت عملي کړي اويوداسي نظام را منځ ته کړي چي دغرب پرځای دمسلمانانوګټوته وفاداروي . دهمدې اصولوپه رڼاکي دامريکادوحشي پوځ لوی درستيزاميرالبحرمايک مولين هغوکسانوته برأت ورکړچي دفراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ پرملکي وګړويې له هرډول نړيوالوبشري،حقوقي اوانساني حقوقوبرخلاف بمونه غورزولي، هغوئ يې په خپلوکوورونوکي پرداسي مهال وژلي چي هلته جګړه پای ته رسېدلې وه اومجاهدین له دې سيمې تللي وو. راځئ! لږددې سيمې اصل ماهيت ته متوجې شواووګوروچي ددې پيښې اصل حقيقت څه دی؟.
دبالابلوک په کومه سيمه کي چي داپېښه رامنځته شوه هلته دوه واړه کلي پراته دي،داسيمه داسي ده چي مجاهدين ډېرتګ راتګ نه ورته کوي،په همدې ورځ يوڅه مجاهدين دغوکليوته ورغلي ووله ځايي خلکوسره يې ديوشي په اړه خبرې کولې،په همدې منځ کي حکومتي چارواکوته خبرورغلی وو چي دې سيمې ته طالبان راغلي دي هغوئ قوه برابره کړې وه څوپرمجاهدينوناڅاپي بريدوکړي مګر مجاهدين هم دهغوئ په تياريوخبرشوي اوپه لاره کي يې هغوئ ته کمين نيولی ووداجيري ادارې پرسونل په دې نه ووخبرچي دوئ ته بهرکمين نيول شوی،له دې کبله ډېرپه ډاډدکلي پرلوورروان ووخودلارې په اوږدوکي مجاهدينوپرې بريدوکړ،ګڼ اجيرسرتيري ووژل شول،دوولس موټريې تخريب اوګڼ کسان يې ژوبل شول،تردې پيښې وروسته هغوئ بهرنيوځواکونواودملي اردواجيرو عسکروته خبرورکړکله چي هغوئ راغلل دبهرنيوځواکونوپرموټردماين چادونه وشوه اوموټريې تخريب شودې اړدوړتر مازيګره دوام درلوددمازيګرپه راتلودبهرنيانوالوتکې راوغوښتې دالوتکوتر راتلووړاندي مجاهدينوسيمه خوشي کړې وه اوهلته نه ووبايديادونه وکړم چي داجګړه په کلي کي دننه نه وه بلکه له کلي دباندي پرلويه لارترسره شوه،ځکه نودبهرنيانواوګوډاګيانوداادعابې بنسټه ده چي مجاهدينودخلکوله کوورونوپردوئ ډزې کړې وې اودوئ دخپلې دفاع لپاره هلته دالوتکوپه مټ بمونه غورزولي وو،دپيښې اصل جريان هماغه دی چي مابيان کړخويرغلګراوګوډاګيان هڅه کوي چي دپيښې اصل حقيقت له خلکوپټ وساتي،څوخلک له حقائقوناخبره پاتي شي اوديرغلګروپه وړاندي يې نوورحساسيت راونه پاريږي په هرحال کوم وخت چي پرسيمه الوتکوبمباري کوله هلته په شمېريومجاهدهم نه وواوزه په قسم سره وايم چي په دې بمبارۍ کي هيڅ مجاهدهم نه دی شهيدشوی، يوازي دجګړې پر مهال دوه نفرمجاهدین ژوبل شوي وو. دجګړې نړيوال اوطبعي قوانين دادي چي په کوم ځای کي بې ګناه وګړي مېشت وي اوجنګيالي دهغوئ له منځه پرغليم ډزې کوي نومقابل لووری داحق نه لري چي پرهغه ځای دهواله لارې بمباري وکړي،بلکه دوئ مکلف دي چي ددښمن دلټون لپاره هغې سيمې ته پلی پوځ ولېږي،هغه سيمه محاصره کړي اودغليم دموندلولپاره لاس په لستوڼي جګړه وکړي،ترټولومهمه خبره داده چي په اوس مهال کي داشوني نه ده چي له دومره پرمختګ سره سره دي هوايي ځواک دومره ستره غلطي وکړي چي ړونديې هم نه شي کولای اوس خوهوايي ځواک په داسي وسائلوسمبال دی چي خپل هدف په ډېردقيق ډول په نښه اوله منځه وړلای شي که احياناًتېروتنه کيږي نوهغه به ډېره جزي،نادره اوخوراسپکه وي که تاسوپه دې اړه له پوځي کارپوهانوپوښتنه وکړئ نوهغوئ به هيڅکله دادرسره ونه مني چي د تخنيک اوټيکنالوژۍ له دومره پرمختګ سره سره دي هوايي ځواک اوبيادامريکاهوايي پوځ چي ځان په نړۍ کي بې سياله ځواک ګڼي اوداسي دعوې کوي چي موږاهداف ډېرپه دقيق ډول ترسره کوواو دغلطۍ هيڅ امکان نه شته،هغه دي دومره لويه اودرنه تېروتنه وکړي چي ړانده يې هم نه شي کولای ، دوئ به هرومروتاسوته وايي چي داتېروتنه نه بلکه قصدي اوعمدي عمل دی خودامريکالوی درستيز تردې هم وړاندي ځي اووايي چي دانه تېروتنه ده اونه جرم بلکه دايوپرځای اوسم کاردی ځکه نوهغه کسان بايدله قانوني تعقيبه بري شي چي داکاريې ترسره کړی دی . دبوش اداره خولاښه وه تېروتنه خو يې منله مګراوبامانه تېروتنه منی اونه جرم بلکه وايي زه چي څه کوم ښه کوم،دافغانانووژنه نه جرم دی نه جنايت که موږدوئ په عامه توګه ووژنونه يوازي داچي داښه کاردی بلکه موږددوئ په ټول وژنه او نسلي قتل مکلف يو،دوئ حق نه لري چي ژوندي پاتي شي يادي زموږحلقه بګوش غلامان شي اويادي همداسي پيښوته چمتوشي درېيمه پکي نه شته،داسي لاره خپله کړئ لکه کرزي اودهغه نوورو چارواکوچي خپله کړې ده،پام چي امريکايي پوځي ته په کاږه نظرونه ګورئ سترګې به موله بيخه وباسوکه تاسووژل کېږئ زموږپرې څه؟ .
امريکايان اصلاًمسلمانان په تېره افغانان خپل مرېيان ګڼي ، دوئ فکرکوي چي ددې وګړووژنه ښه اوپرځای کاردی څوک چي داکارکوي هغه مجرم نه دی،ځکه ددوئ دمرګ اوژوندددوئ په لاس کي دی خودلوی الله جل جلاله په مرسته به ددوئ داټول خوبونه له خاوروسره خاوري شي،يوه ورځ به دا يرغلګرهم په ټيټ سرزموږله خاورې په توورمخ تووراوباماته سرټيتي ووروان وي موږبه دخپل هرشهيدماشوم،مېرمنې،ځوان اوبوډاغچ ترې اخيستی وي،نړۍ به ددوئ له شره خوندي وي اوله دوئ سره مل ملي خائنان،مجرمان اومفسدين به په ژړوسترګواوځوړندسردافغانانودعدالت په محکمه کي ولاړوي چي دځان سپينولوهيڅ دليل به ورسره نه وي . دهيوادهغه وګړي چي همدااوس په عملي يافکري ډول ددې روان صليبي يرغل ملاتړکوي،لارې ور ښيي اودپاتي کېدوحق ورکوي په هرډول جرم اوجنايت کي دصليبيانوپه څېرککړاوښکېل دي، دپارلمان دغړيوهغه قانوني لايحه څه شوه ،ستاسواساسي قانون څه شو؟ دوستان موولي بې ګناه ملکي خلک وژني اوبياداهم وايي چي داجرم نه دی موږسم چلندکړی اوپه خپلوڅېړنوکي موهيڅ داسي څه نه دي موندلي چي زموږدپوځيانوجرم ثابت کړي . تاسوچيرته ليدلي چي جنايتکاراومجرم خپل ځان مجرم اوجاني ګڼي؟ هرڅوک چي يوناوړه کاروکړي دجوازلپاره يې دلائل لري . بس دافغانانووينه په همدې سره وبهول شوه چي دوئ مجرمان نه دي نوورخيرخيريت دی دوئ زموږدوستان دي،دلته دبيا رغونې اوډيموکراسۍ دپلي کولولپاره راغلي دي دوئ چي هرڅه کوي ازاددي دبشرحقوق همدې ته وايي؟ لږخوفکروکړئ اياوجدان،ضميراواحساس لرئ؟ اسلام،افغانيت اوغيرت پېژنئ؟ که عملاًله دوئ سره ټکرنه شئ کولای نودومره خووکړئ چي په دې ناولې،کرغېړنه اودبل په لاس پوځي اداره کي خوکارمه کوئ په دې ملي خيانت اوشرمناک جنايت کي ونډه مه اخلئ خوفکرکوم ددوئ وجدانونه ددې آيت مصداق دي :
((خَتَمَ اللّهُ عَلَى قُلُوبِهمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عظِيمٌ))
(البقره : ۷)
همداوجه ده چي داکسان نه حق مني،نه حق اوري،نه يې ويني اوکه دالله جل جلاله رضاوه له سترې تاريخي رسوايي سره به مخ شي .
ان شاء الله تعالی