نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د پاکستان اوامریکا ګډه پوځي سیاست په افغانستان کې
Ghairat
16.09.2009
[color=blue:756db202b1]د پاکستان اوامریکا پوځي سیاست په افغانستان کې سره ګډ او یوډول دی[/color:756db202b1]
[color=yellow:756db202b1]نن درېنۍ د سپتمبر په ۱۵ بی بی سي د پښتو په ماښامنۍ خپرونه کې ریپوټ ورکړچې[/color:756db202b1]
[color=red:756db202b1]
امریکا په عراق کې خپلې پاتې وسلې پاکستان ته ورکوي، په داسې حال کې چې افغان ملي پوځ ورته خورا ډیره اړتیا لري،
نو ځکه دې سکالوپه افغانستان کې ډیرې پوښتنې راپورته کړې دي . نو ګرانو لوستونکو تاسې په دې اړه څه اندځلنه لرئ.؟؟؟[/color:756db202b1]
و.افغان
16.09.2009
سلام عليکم
پرته له شکه چې پاکستان د امرېکې وفادار دوست دی، او امريکه خپل وفادار دوست
هيڅکله خفه کولای نشي، افسوس د مظلومو مسلمانو پښتنو په حال چې هم په بره
کې او هم په لره کې د دې شيطاني ځواکونو له خوا دل کيږي.
غيرت صاحب: که د پورتنۍ خبرې مأخذ وليکئ نو مهرباني به مو وي.
په درنښت
عادل عادل
16.09.2009
سلامونه
[quote:3d750574c8]امریکا په عراق کې خپلې پاتې وسلې پاکستان ته ورکوي، په داسې حال کې چې افغان ملي پوځ ورته خورا ډیره اړتیا لري، نو ځکه دې سکالوپه افغانستان کې ډیرې پوښتنې راپورته کړې دي . تاسې په دې اړه څه اندځل لرئ.؟؟؟[/quote:3d750574c8]
د وهاج صیب ورته سوال زما هم دئ چې دا د چا قول، نظریه او لیکنه ده او ماخذ لري کنه؟
په هر حال په دغه لیکنه کې د افغان ملي فوځ ؟ ټکئ یاد شوئ، اوس تاسو ووایئ چې دا کوم منطق دی چې لاسپوڅي ډالري غله د ملي فوځ په نوم تعریف شوي او ورسره بیا پاکستان ته ددوی د وسلو ورکول د افغانستان په اړه ددوی ګډه (مضره) پالیسي بلل شوي؟
ددې لیکنې نه داسې اخیستنه کیژي چې دغه وسلې باید افغاني لاسپوڅو ته په واک کې ورکړل شي تر څو د لرو پښتنو پر ځای د برو پښتنو عام وژنه او ځپل د پورتنئ څیړنې مطابق الویت ومومي.
غیرت صیب تاسو یې لږ واضح کړئ او ووایئ چې تاسو د ملي-ولسواکئ یا دیموکراسئ د مدافع په توګه په افغانستان کې د افغان ملي فوځ په نوم څه پیژنئ او یا یې هم تسلیموئ؟
هیله ده چې په یوه ټکي (بلې یا نه) کې خپل ځواب ووایئ.
..Ahmadzai
16.09.2009
[quote:89123bd421]امریکا په عراق کې خپلې پاتې وسلې پاکستان ته ورکوي، په داسې حال کې چې افغان ملي پوځ ورته خورا ډیره اړتیا لري، نو ځکه دې سکالوپه افغانستان کې ډیرې پوښتنې راپورته کړې دي . تاسې په دې اړه څه اندځل لرئ.؟؟؟[/quote:89123bd421]
غيرت صاحب دا دې لا کوم غیرت پر افغانانو کړی ، ملي اردو څوک دي
د ملي اردو تنخا څوک ورکوي.
وهاج صاحب هم لکه ړوند پسې روان ده ، او د غیرت صاحب تسلي کوي، چې خیر رښتیا هم دا یې بد کړي، پاکستان خو ږمونږ دوښمن ده ولې تقویه سي، باید دغه وسلې افغانانو ته ورکړی سوې وای تر څو یې د هیواد ښه محافظت کړي وای
زه خو وایم که دغه وسلې یې طالبانو ته ورکړې وی ډیر به ښه وو.
و.افغان
16.09.2009
[quote:b381ea27e4="jalal ahmadzai"][quote:b381ea27e4]امریکا په عراق کې خپلې پاتې وسلې پاکستان ته ورکوي، په داسې حال کې چې افغان ملي پوځ ورته خورا ډیره اړتیا لري، نو ځکه دې سکالوپه افغانستان کې ډیرې پوښتنې راپورته کړې دي . تاسې په دې اړه څه اندځل لرئ.؟؟؟[/quote:b381ea27e4]
غيرت صاحب دا دې لا کوم غیرت پر افغانانو کړی ، ملي اردو څوک دي
د ملي اردو تنخا څوک ورکوي.
وهاج صاحب هم لکه ړوند پسې روان ده ، او د غیرت صاحب تسلي کوي، چې خیر رښتیا هم دا یې بد کړي، پاکستان خو ږمونږ دوښمن ده ولې تقویه سي، باید دغه وسلې افغانانو ته ورکړی سوې وای تر څو یې د هیواد ښه محافظت کړي وای
زه خو وایم که دغه وسلې یې طالبانو ته ورکړې وی ډیر به ښه وو.[/quote:b381ea27e4]
ډاکټر صاحب: پورتنۍ تفسير دې په ما یواځې بد ګماني ده، او بس.
زه په يوه صورت کې افغانۍ اردو ته د وسلې ورکولو ملاتړ کوم، چې امريکا نوره
وتلو ته مجبوره وي، او طالبانو او دولت سره سوله کړي وي، زه بيا ددې طرفدار نه
يم چې اردو او پوليس دې له منځه لاړ شي. (لکه څنګه چې د ډاکټر فاروق اعظم طرحه وه).
طالبانو خو نه مخکې اردو او پوليس جوړ کړي وو، آشر وو، او نه به يې وروسته جوړ
کړي، او نه به يې پاکستان دې کار ته پريږدي.
د حقيقت او واقع نه تېښته خپل ځان ته د زيان رسولو معنی لري او بس.
په درنښت
عادل عادل
16.09.2009
سلامونه
دروند وهاج صیب
نظر دې سم دی خو خامي لري !!
تاسو به پدې کې هیڅ تردید نه لرئ چې زمونږ ملي اردو د منځه ولاړه، نو اوس تاسو ووایاست چې دا بیرته کله، څنګه او چا جوړه کړه چې تاسو یې اوس د تقویې طرفدار یاست ؟
تاسو په د [color=white:4fd6919e15]طالبان د ولس دوهم نوم دی [/color:4fd6919e15]په بحث کې په بار بار ندي فرمایلي چې هغه څوک چې د یرغلګرو مخکې او وروسته ځي او د هغوی محافظت کوي زندیق دي او وینه یې هدر ده؟؟
ایا دداسې پلورل شویو زنادیقو سره سوله شونې ده؟؟؟
ایا پدې ډول ملي اردو کې ددې غیرت او شیمه وینې چې یرغلګر دې وتلو ته مجبور کړي؟
ایا د تیرو اتو کلونو په اږدو کې یې کومه مثبته کارنامه وړاندې کړې ده؟
ایا دغه ملي اردو هماغه د شمالي ټلوالې لنډغر خره نه دي چې امریکایانو پرې نوې کتې ایښې دي ؟
و.افغان
16.09.2009
محترم عادل صاحب:
ما داسې نه دي ويلي چې طالبان تسليم شي، بلکه ويلي مي دي چې طالبان سوله
وکړي، سوله او تسليمېدل فرق لري، دکرزي سوله مې مطلب نه ده.
نو د طالبانو له سولې سره لنډغر خپله تښتي، اوس هم چې لا طالبان نشته ، په تېښته
دي، او چې يو وار مو خپله محکمه ولرله، او خپل اساسي قانون، نو لنډغر خپله نه
ټينګيږي.
زه د افغانۍ اردو او پوليس له اساسه، بنياده، او قاعدې څخه دفاع کوم، نه په اوسنۍ
اردو کې له شته لنډغرو نه.
بله دا چې ځما مخکینۍ خبرې په مرتزقه افغاني ځواکونو په کلي توګه راڅرخي (چې
ځينو منطقو کې ورته سوله ساتي وايي، او له امني شرکتونو سره کار کوي)، او
همدارنګه د ملي اردو په ځينو قطعاتو، نور زه هغوی ته مسلمانان وايم، او د صلحې
امکان ورسره وينم، هغوی ته کافر ويل داسلام او دوطن د دښمنانو خبرې دي.
په درنښت
Ghairat
16.09.2009
شل پوښتنې یوځواب :
دغه جمله دبي بي سي له بیګاني رپوټ له خولې ده ، زما جمله نه ده :
[color=red:968ab511b7]امریکا په عراق کې خپلې پاتې وسلې پاکستان ته ورکوي، په داسې حال کې چې افغان ملي پوځ ورته خورا ډیره اړتیا لري....[/color:968ab511b7]
د افغان ملي پوځ اصطلاح نه له بي بي سي څخه اونه له وطني مطبوعاتوڅخه ویستلی شئ، اوکوم چې زما نظر دی،هغه ما
د افغاني اردوپه اړه مخکې څرګند کړی چې د امریکا اجیره ده ، نه ملي !
پاتې شوه د عراق وسله پاکستان ته ورکول زمونږ د ملي ګټو پر ضد انتاګونیزم دی، اوکابل چې نن سبا ځان تورې ماڼۍ ته
د اسلام اباد بن ګڼي، ولې پریږدي چې واشنګټن يې تر ده زیات دوسلو په قیمتي ګاڼو نور هم ونازوي ؟؟؟
دلیکنې د عنوان هدف څرګند دی چې اصلآ پاکستان نه غواړي چې بهرنیان د شورویانوغوندې افغانستان ته په سیمه کې
یوه بی جوړې ځواکمنه اردوجوړه کړي، بلکې تل دې محدوده وساتي! دنجیب د اردوړنګول نواز شریف دخپلې شورا
په وړاندې خپله ملي اتلولي بلله، نوورونو، د افغان اردو ضعیف ساتل د طالب له موجودیت پرته هم د پاکستان د ټولګړي
سیاست موخه او مخ دی،( داد طالب ) غور یې لا بل دي!
تاسو ونه لیدل چې پاکستان لا طالبان هم دیوې ملي اردوجوړولوته نه پریښودل ؟؟
نو امریکا به څنګه د یوې ځواکمنې افغاني اردوجوړولو ته پريږدي ؟؟
[color=red:968ab511b7]خوعجیبه داده چې پاکستان نوموړې وسله د لرو پښتنو طالبانود نابودۍ له پاره
غوښتې ، خوهغوی ستاسودویر ټیکۍ نه ، بلکې د اتڼ سبب دی ؟؟؟؟؟[/color:968ab511b7]
باتور
16.09.2009
اقتباس:
[color=darkred:bb00e115d5]خوعجیبه داده چې پاکستان نوموړې وسله د لرو پښتنو طالبانود نابودۍ له پاره غوښتې ، خوهغوی ستاسودویر ټیکۍ نه ، بلکې د اتڼ سبب دی ؟؟؟؟؟[/color:bb00e115d5]
غيرته وروره !
غوښتني دلته د پاکستان نه بلکه د امريکايانو دي . . هغوی چي څه وغواړي پلي کوي يې، د پاکستان حکومت زموږ د ګوډاګي حکومت په شان صرف د يوه اجير مامور په شان د هغوی امرونه په احترامانه توګه اجرا کوي .
پاته سوه په عراق کي د پاتيو وسلو خبره . . امريکا غواړي چي د جنګ لمن په غيرمستقيمه توګه تر هند اوچين پوري وغځوي، دې هدف ته د رسېدو لپاره بايد خپله نظامي هډه پراخه کي او ډېر تجهيزات ورته په يوه او بله بهانه ورورسوي.
د افغانستان چرســـــملي اردو يې په زړو روسي کلاشينکوفونو سمباله کړي او صرف د خپلو قرارګاوو د امنيت د ساتلو وظيفه يې په لاس کي ورکړي .
[color=white:bb00e115d5]هغه پښتون چي د نورو پښتنو په وژنه خوشحالېږي او يا به اتڼونه پرې کوي، هغه به يا په ډالرو خرڅ سوی وي او يا به د کوم پست ستمي زوم وي . [/color:bb00e115d5]
په درنښت
..Ahmadzai
16.09.2009
[quote:b434720293]ډاکټر صاحب: پورتنۍ تفسير دې په ما یواځې بد ګماني ده، او بس. [/quote:b434720293]
وهاج صاحب بښنه غواړم ، زه پر تا بد ګومان نه ووم، بلکې زما لهجه به لږ څه تیزه وه هغه هم د روژې زور به وو، زما مطلب دا وو چې تا به د غیرت صاحب خبرو ته ښه پام نه وي کړی، هغه په پوره هوش دغه وسلې ملي آجیر فوځ ته غواړي، او ملي فوځ ده ته ملي فوځ ښکاري، خو حقیقت دا ده چې ملي فوځ ملي فوځ نه ده ، بلکې دا د امریکایانو محلي فوځ ده چې صرف او صرف امریکا او نورو صلیبیانو ته خدمت کوي، او آفغانان وژني، د کفارو ډله یې لویه کړې.
او پاکستان خو زمونږ ازلي دوښمن ده، پاکستان آتوم هم لري، پاکستان به نورې معاملې هم کوي، نو مونږ به د لاسپوڅو ننګه کوه، دغه لاسپوڅي والله که د هیچا بچیان هم یی، او والله که مونږ ته پاکستان راڅملوي، نه بل څوک ، دوۍ صرف د آفغان ( پښتون) دوښمنان دي او بس.
[quote:b434720293]بله دا چې ځما مخکینۍ خبرې په مرتزقه افغاني ځواکونو په کلي توګه راڅرخي (چې
ځينو منطقو کې ورته سوله ساتي وايي، او له امني شرکتونو سره کار کوي)، او
همدارنګه د ملي اردو په ځينو قطعاتو، نور زه هغوی ته مسلمانان وايم، [/quote:b434720293]
که خبره مرتزقوو پورې محدوده وي، نو ملي فوځ او هغه شرکتونه او نورې ملیشې ټول له یوې منبع څخه تنخا آخلي ، او جنګ کې برخه اخلي، که نن څوک یوه قطعه کې وي چې پرته له جنګ څخه نور کارونه ترسره کوي، خوسبا یې بیا جنګ ته ولي،او که جنګ ونکړي خولوجیستیک خدموتونه خو خامخا ترسره کوي، او د دولت دبدبه مخکې بیاي، نو که تکلیف نه وي نو په کوم وجوهاتو ته کولی سې چې دغه خلک د مرتدینو له جملې څخه وباسې او مسلمان ورته وایې؟
ایا دوۍ د بعضې نواقض الِاسلام مرتکب نه دي؟
ګرانه که وخت نه لرې، پروا نلري، ځکه چې د ډیر مصروفیت عذر دې مخکې وړاندې کړی وو، او که لرې یې نه لږ رڼا پرې واچوه، او بحث نه درسره اوږدوم.
په درنښت
عادل عادل
17.09.2009
سلامونه
دروند غیرت صیب
په څنډه کې روان یې خو د لارې منځ ته نه رالویژې، په راکاږلو سره د لارې بلې څنډې ته ټوپ وهې.
ملي اردو ته ځکه ملي نه وایې چې بیا به دې څوک ملي ولسواکي تر سوال لاندې یوسي.
[quote:917dbcfdda]..............بهرنیان د شورویانوغوندې افغانستان ته په سیمه کې
یوه بی جوړې ځواکمنه اردوجوړه کړي، بلکې تل دې محدوده وساتي! دنجیب د اردوړنګول نواز شریف دخپلې شورا
په وړاندې خپله ملي اتلولي بلله، نوورونو، د افغان اردو ضعیف ساتل د طالب له موجودیت پرته هم د پاکستان د ټولګړي
سیاست موخه او مخ دی،( داد طالب ) غور یې لا بل دي! ..............[/quote:917dbcfdda]
[quote:917dbcfdda]تاسو ونه لیدل چې پاکستان لا طالبان هم دیوې ملي اردوجوړولوته نه پریښودل ؟؟
نو امریکا به څنګه د یوې ځواکمنې افغاني اردوجوړولو ته پريږدي ؟؟ [/quote:917dbcfdda]
دا ځل مو د لارې بلې څنډې ته ټوپ کړي دي او هغه څه دې کښلي چې د ملي ارودو په اړه ستا نظر نفی کوي.
تاسو مګر د روسانو فوځي حضور د یرغل په توګه نه تسلیموئ؟
د روسانو په لاس جوړه شوې لاسپوڅې اردو د افغان وژنې نه پرته بل څه کارنامه درلوده؟
ایا خاین نجیب د څو قومي فرقو او غونډونو نه پرته د ملي اردو په نوم په ملي روحیه ولاړه موجوده اردو په میراث پرې ایښې؟؟
مونږ او تاسو هسې ګپ روه یو، د نواز شریف په خبرو پسې ځو، پداسې حال کې چې د ملي اردو ملي ماهیت یرغلګرو روسانو تباه کړ، ملي ګټو او دین ته ژمن عسکري شخصیتونه یې په اول سر کې په شهادت ورسول او یا یې زنداني کړل.
روسان هم یرغلګر وو، او امریکایان هم یرغلګر دي.
د روسانو په لاس جوړه اردو هم لاسپوڅې وه او د موجودو یرغلګرو په لاس جوړه اردو هم لاسپوڅې ده.
فرقونه یې دادي چې امریکایان غواړي د روسانو د تجربو نه په استفادې سره نوئ ابتکار ولري، مثالونه یې د روسانو د پالیسئ خلاف د مهرو نه بدلول او د فوځ نه تقویه کول دي.
روسانو د خپلو خرڅ او پالیسیو د دقیق تطبیق لپاره لاسپوڅي یو پر بل بدلول رابدلول او حتی وژل به یې چې په دې کار سره د ولس د پاڅون پروسه د تدریج نه په سرعت واوښته، او همدارنګه د لاسپوڅي فوځ د نظامي تقویې پایله هم ورته ډیره ترخه ځکه شوه چې د اجرتي عسکرو اسلحې د مجاهدینو په لاس کې ولویدې.
امریکایانو د روسانو خلاف تر اوسه یو لاسپوڅئ کښینولئ دی، داسې مهره چې هر ډول حرامزادګي او مداریتوب یې پکار اچولئ دئ، په ورته وخت کې یې مختلف خلک غولولي، .....ملتپالان او شعلیان، امپریالیستان او کمونستان، منحرف اخوانیان او پیران، حضرتان، غله او قاچاقبران، ............. همدا سبب دئ چې د ولس فاصله نیول او مقاومت په ډیره بطي توګه سره شکل ونیو، او تر اوسه هم داسې خوشباوره افغانان شته چې لا مږه یې نه بولي!
همدا ډول امریکایان نه غواړي د روسانو په شان، خپل نظامي وسایل خپلو لاسپوڅو ته وسپاري، ځکه چې دوی یې د ډالرو په زور اخستي، نه د مفکورې او عقیدې په بنا، نو کله چې هم ډالر پرې قطع شي نو په همغه ورځ به ددوی وسایل په تور بازار کې پلورل کیژي او نهایتا به ددوی او په سیمه کې ددوی د حشرګړو (پاکستان) پر ضد په کار وړل کیژي .............
و.افغان
18.09.2009
[quote:8245af5ef0="jalal ahmadzai"][quote:8245af5ef0]ډاکټر صاحب: پورتنۍ تفسير دې په ما یواځې بد ګماني ده، او بس. [/quote:8245af5ef0]
وهاج صاحب بښنه غواړم ، زه پر تا بد ګومان نه ووم، بلکې زما لهجه به لږ څه تیزه وه هغه هم د روژې زور به وو، زما مطلب دا وو چې تا به د غیرت صاحب خبرو ته ښه پام نه وي کړی، هغه په پوره هوش دغه وسلې ملي آجیر فوځ ته غواړي، او ملي فوځ ده ته ملي فوځ ښکاري، خو حقیقت دا ده چې ملي فوځ ملي فوځ نه ده ، بلکې دا د امریکایانو محلي فوځ ده چې صرف او صرف امریکا او نورو صلیبیانو ته خدمت کوي، او آفغانان وژني، د کفارو ډله یې لویه کړې.
او پاکستان خو زمونږ ازلي دوښمن ده، پاکستان آتوم هم لري، پاکستان به نورې معاملې هم کوي، نو مونږ به د لاسپوڅو ننګه کوه، دغه لاسپوڅي والله که د هیچا بچیان هم یی، او والله که مونږ ته پاکستان راڅملوي، نه بل څوک ، دوۍ صرف د آفغان ( پښتون) دوښمنان دي او بس.
[quote:8245af5ef0]بله دا چې ځما مخکینۍ خبرې په مرتزقه افغاني ځواکونو په کلي توګه راڅرخي (چې
ځينو منطقو کې ورته سوله ساتي وايي، او له امني شرکتونو سره کار کوي)، او
همدارنګه د ملي اردو په ځينو قطعاتو، نور زه هغوی ته مسلمانان وايم، [/quote:8245af5ef0]
که خبره مرتزقوو پورې محدوده وي، نو ملي فوځ او هغه شرکتونه او نورې ملیشې ټول له یوې منبع څخه تنخا آخلي ، او جنګ کې برخه اخلي، که نن څوک یوه قطعه کې وي چې پرته له جنګ څخه نور کارونه ترسره کوي، خوسبا یې بیا جنګ ته ولي،او که جنګ ونکړي خولوجیستیک خدموتونه خو خامخا ترسره کوي، او د دولت دبدبه مخکې بیاي، نو که تکلیف نه وي نو په کوم وجوهاتو ته کولی سې چې دغه خلک د مرتدینو له جملې څخه وباسې او مسلمان ورته وایې؟
ایا دوۍ د بعضې نواقض الِاسلام مرتکب نه دي؟
ګرانه که وخت نه لرې، پروا نلري، ځکه چې د ډیر مصروفیت عذر دې مخکې وړاندې کړی وو، او که لرې یې نه لږ رڼا پرې واچوه، او بحث نه درسره اوږدوم.
په درنښت[/quote:8245af5ef0]
ډاکتر احمدزی صاحب:
وخت خو رښتيا هم چې نلرم، خو د څو بحثخونو د چلونکي په حيث لزاما په منډه لنډه
ليکنه په ليکه کوم.
په هر حال نه غواړم چې بحث د مطروح سرليک څخه ليرې لاړ شي، او محض فقهي موضوع ترې جوړه شي، ستاسې له خوا
په طرحه شوو سوالونو مې مخکې هم بحث کړی دی، بيا هم که غواړئ چې بحث
وغځوئ، نو د اسلام فوروم کې يې مطرح کړئ، که موقع مساعده شوه،
په اسلام فوروم کې به پرې بحث وکړو.
خو دومره وايم چې د مرتزقه وو او ملي اردو ځمکه او آسمان فرق سره لري،
مرتزقه ددې آيت لاندې داخليږي:
ذلک بأنهم استحبوا الحياة الدنيا علی الآخرة وأن الله لا يهدي القوم الکافرين.
مرتزقه وو ځانونه د ښکيلاګرو لپاره د پيسو په مقابل کې سپر ګرځولی دی،
مرتزقه له پيسو پرته بل هيڅ سپيڅلی هدف نه لري، حتا چې د طالبانو سره د دښمنۍ
او سابقه تضاد عقيده هم نلري، بس يواځې له ډالرو څخه ځان قربانوي.
البته ملي اردو يو ځانته جهاز دی، ديوه افغاني حکومت تابع دی، ددغه افغاني
حکومت له امريکايانو سره د مصالحو تقاطع ده، په داخل د حکومت کې مسلمانان
دي، خو هغه مسلمانان چې مخکې هم د طالبانو مخالف وو، او اوس يې هم مخالف
دي، کلونه کلونه يې سره جګړې کړي دي، داسې خلک هم په کې شته چې له مجبورۍ
نه کابل کې ناست دي، داسې مجاهدې څېرې هم په کې شته چې د بي بي سي له
لارې څخه ورته اخطار ورکړ شوی وو، چې که لاسونو ته مو راغلی نو انجام به مو د
ډاکټر نجيب په شان وي.
ددې دا معنا نه ده چې دا کار هغوی ته شرعا جايز دی، شرعا خو داده چې د کافر د
راتلو په وخت کې بايد يو سيف وي په مسلمانانو، نه دوه سيفه، چې يو داخلي او
بل خارجي وي،سنن أبي داود م ت محمد محيي الدين/4 - (ج 2 / ص 515)
" لن يجمع الله على هذه الأمة سيفين سيفا منها وسيفا من عدوها " .
قال الشيخ الألباني : صحيح
دا صحي ده چې لوی فرعون اوس ځمونږ خپل افغانان ځمونږ په وړاندې په ډېر چل او
هنر کاروي، خو ځمونږ دغه افغانان دا کار ددې لپاره نه کوي، چې يا يې کفر خوښ
دی، يا له ښکيلاګ سره مينه لري، نو که د ښکيلاګرو په وړاندې مقاومت مونږ ته
مشروع وي، نو د هغه چا سره جګړه هم مشروع ده چې د ښکيلاګرو سره څنګ په څنګ راځي، او په مقاومت حملې کوي، نو دلته دا مهم مقصود ځمونږ لاسته راغی،
نو د مسلمان تکفير ته څه اړتيا پاتې کيږي، دغه تکفير ډېر وخيم عواقب لري، ددې
تکفير له وجود سره به ځمونږ قضيه هيڅکله هم حل نشي، او نوره به هم پيچيده کيږي.
په هر حال، دا لومړنی جنګ نه دی، چې اسلامي امت ته پېښيږي، اندلس هم مونږ
همداسې له لاسه ورکړ، اندلس کې په وروستيو کې ملوک الطوائفي جوړې شوې،
أمراء الحرب را منځ ته شو، کله به يوې مسلمانې ډلې د بلې مسلمانې ډلې د ځپلو
لپاره نصاری په غيږ کې نيول، او کله بلې ډلې، تر څو چې اندلس له منځه ولاړ،
خو د وخت علماوو په هغوی د کفر ټاپې نه دي لګولي.
راځو: د انګريز اوږد استعمار په اوږدو کې هم داسې صورتونه را منځ ته شوي دي،
لکه اوس چې په افغانستان دی، خو علماوو د خپل وطن عسکر نه دي کافر کړي،
مصر يې يو مثال دی، او داسې نور ډېر مثالونه شته دي.
د افغانستان د ملي اردو يا پوليسو په هکله تر اوسه د اسلامي نړی يو معتبر عالم
هم د هغوی د کفر فتوا نه ده ورکړې، او نه به يې ورکړي، پرته له القاعدې او
تکفيريانو چې هغوی له دې لارې خپل سياسي اهداف مخ په وړاندې بوځي.
په درنښت
http://www.facebook.com/photo.php?pid=30335797&l=803cf3b0df&id=1209171848
صديق اکرمان
18.09.2009
وهاج صاحب!
القاعده څه در کړي چي هر وخت يي غوښي خوري.تاريخ به دا ثابته کړي چي القاعده څوک دي.هغه اوس هم هلته اوږي تږي په غرونو کښي ګرځي.هر وخت په ډرون يا نورو حملو کښي شهيدانيږي.او ته عربانو کښي ښه اسوده اوسي .ته يو ورځ په دي روزه کښي او دي ګرمي کښي په غرونو کښي تيره کړه.بيا قضاوت وکړه.ته هر وار القاعده يادوي.القاعده ٩٩ فيصده د خداى د لاري رښتنې مجاهدين دي.او يو فيصد د سعودي کورنيو چارو مربوط جاسوسان دي.چي هر وخت دا کوشش کوي چي القاعده بدنامه کړي.او د القاعده د د نفوذ په سعودي کښي مخنيوي وکړي.اوس هم د القاعده په سلګونو غړې په بندي خانو کښي د تکليف ژوند تيروي.خداى دي نه کړي چي ته د الجامعه د شيخانو د خبرو تر تاثير لاندي راغلي يي.هغه خو وايي چي اوس وخت کښي بيخي جهاد نشته.
Ghairat
18.09.2009
عادل عادل صیب لیکي :
[quote:6cd6607bcc]همدا ډول امریکایان نه غواړي د روسانو په شان، خپل نظامي وسایل خپلو لاسپوڅو ته وسپاري، ........ نو کله چې هم ډالر پرې قطع شي نو په همغه ورځ به ددوی وسایل په تور بازار کې پلورل کیژي او نهایتا به ددوی [color=red:6cd6607bcc]او په سیمه کې ددوی د حشرګړو (پاکستان) پر ضد په کار وړل کیژي .............[/color:6cd6607bcc][/quote:6cd6607bcc]
پوښتنه :
د پاکستان پر ضدبه دغه وسله بیا څوک کاروي؟ آیا مطلب مو ترې یواځې لرپښتانه طالبان دي ؟؟؟؟
بر طالب به دا سهوه ونه کړي چې لږتر لږه د لر طالب سره د مرستې له پاره یوټس په کوزه پښتونخوا کې هم اخواته پر پاکستاني ملیشو وکړي ؟
کوز طالبان خوله دوی سره آن تر مزاره پورې د دوستم اوامریکا پر ضد وجنګیدل ،
ووژل شول، ټپي او بندیان شول ، بر طالب ولې له هغوی سره د پاکي ملیشو پر ضد
نه ځان خوځوي نه خوله ؟؟؟؟
دوی خو به له نوموړوملېشو سره حشر ګړي نه وي،که څنګه ؟؟؟؟
عادل صیب نورې انجړې خبرې مو صافول او بیا ځوابول ډیر تفصیلات غواړي ، چې په دې روژې دقیمتي وخت په نیولوبه ونه ارزي،نو لنډه به يې ګز وګام کړو :
[quote:6cd6607bcc]ملي اردو ته ځکه ملي نه وایې چې بیا به دې څوک ملي ولسواکي تر سوال لاندې یوسي. [/quote:6cd6607bcc]
دا خوستاسې اټکل دی، ولې که سم وخیژي نو نوهم کفر نه دی او یو روا اصول ته ګوته نیسي !
[quote:6cd6607bcc]تاسو مګر د روسانو فوځي حضور د یرغل په توګه نه تسلیموئ؟ [/quote:6cd6607bcc]
دا خو پوښتنه ده، خوولې په دې فکر راځې ،زما په لیکنه کې دې ته منطقي اړتیا نه لیدل کیږي او طبیعي ده د شوروي یرغل یرغل و او د یرغل په توګه تر هر چا پدې فوروم کې ما زیات غندلی دی و، دا غندنه باید ستاسو له پامه هم پټه نه وي پاتې شوې!
[quote:6cd6607bcc]د روسانو په لاس جوړه شوې لاسپوڅې اردو د افغان وژنې نه پرته بل څه کارنامه درلوده؟ [/quote:6cd6607bcc]
د روسانوتر شتون تر پایه پورې نوموړې اردوهم ښکېل وه نو ملي یې نشو بللی، کهڅه هم روحیه يې ملي یاتل شوې وه ، خو د روسانوپه وتلو سره يې فونکشن تغیر وخوړ، ملي شوه او د ملي سولې دسیاست په ساتندوي ځواک بدله او د ملي آزادۍ د تامینولواو بشپړولو له پاره د ملګروملتود پلان د پلي کولو ژمندوی قوه او له دې کبله د پاکستان په سترګوکې اغزی اغزی شوه !
هو، د نجیب راپرځول دشوروي (یلڅین ) د لاڅپوڅو له خوا دا هم ثابته کړه چې د ملګروملتو له خوا د افغانستان دملي سولې بری د شوروي له پآره هم نه یواځې د سترګوکې اغزی بلکې د .... موږی و!
نوکه نجیب له افغان اردو سره له قدرته نه وای را پرځول شوی ، له مجاهدینو سره یوځای یوبراخبنسټه ملي حکومت د کوم ملي شخصیت په مشرۍ رامنځته کېده چې نه به د روسیې،نه امریکا او نه پاکستان ګوډاګی به و او په دې توګه په له هغهد راوروسته ناورینونو او ګوډاګي حکومتونو لړۍ تر ننورځې پورې نه وای رامنځته شوې !
[color=blue:6cd6607bcc]نو ددغسې پروسي ساتندوی ملي پوځي ځواک ته موله شک پرته په ویاړ سره ملي پوځ ویلی شو او بس![/color:6cd6607bcc]
هو، د شورویانوله وتلو[color=red:6cd6607bcc]وروسته[/color:6cd6607bcc] [color=blue:6cd6607bcc]د ملګروملتوپه مرسته دنجیب د ملي پخلاینې سیاست ټول ملت ته د منلووړ و، په کومکې چې د کمونستانوواکمني هم لهمنځه تلله اود یهرنۍ لاسوهنوهم مخه نیول کیدله [/color:6cd6607bcc]
[quote:6cd6607bcc]
ایا ... نجیب د څو قومي فرقو او غونډونو نه پرته د ملي اردو په نوم په ملي روحیه ولاړه موجوده اردو په میراث پرې ایښې؟؟ [/quote:6cd6607bcc]
هو،خو هغه لکه چې روښانه شوه لومړی شمالي ټلوالې آو بیاISI د نواز شریف په امر منحل کړه!
ځکه خو دنجیب اعدام ته هم د طالبانو دومره بیړه نه وه لکه څومره چې ISI ورته سیاسی تلوار درلود!
عادل عادل
19.09.2009
سلامونه
غیرت صیب یو سوال؟
د ملي اردو زیربنا او بنسټ د پوځي لوړو زده کړو مراکز تشکیلوي، اوس تاسو ووایاست چې د کابل حربي پوهنتون چې د افغانستان لپاره د ملا د تیر ارزښت لري، چا، کله او ولې منحل کړ؟؟؟
دغه کار نه کمونست نجیب وکړ، نه روسانو، نه مجاهدینو او طالبانو، بلکه د کرزي د ولسواکئ ؟؟؟ په وخت کې ستا د مفکورې د سپانسرانو په امر د روان یرغل په لومړیو وختونو کې سرته ورسید.
اوس تاسو ووایاست چې د افغانستان د ملي اردو اساسي نړونکي څوک دي ؟؟؟؟
دوی غواړي پولیس وروزي، پولیس به د ددوه درې میاشتو ټریننګ په دوران کې څنګه وکولای شي په ملي روحیه سمبال شي؟؟؟
Ghairat
29.09.2009
عادل خان ته سلامونهٔ !
امریکایانو د انګلیس په مرسته دپاکستان سره منلې ده چې نه به ملي اوردو ، نه درنده وسله او الوتکې اونه د ملي پوځ دروزنې له پآره ملي تاسیساتو ته وده ورکوي، صرف د جګړې د مطلوب دوام له پآره به امریکا دېخواته حکومتي او ISI هغې خواته طالب ځواکونه سره جنګوي او پوڅي جګړه به ګرمه ساتي،څو کله چې امریکايي پوځونه وځي قدرت به د پخوا پشان د طالبانو پواسطه پاکستان ته سپاري ! دا یوه سل په سلوکې کنترول شوې جګړه ده، چې د زیاتوالی،کموالی، پرمختګ او پشا تګ او په هرویلې توګه Navigation يې مکمل د امریکا په لاس اود پاکستان په لکۍ پورې تړلی دی!
[color=blue:7d8244ddd7]نومنم چې په ملي ځانګړنه کې نه یوه ښه ده نه بله، دوی دې وخوري بوتر بله [/color:7d8244ddd7]
ولې طالبان کولی شي په هره شېبه کې پهخپل غیور ملت ډډه ولګوي او همدا اوس ځان د ISI له طوق لعنت څخه په تلسټيزه توګه خلاص کړي، خو ددې هیله نشته چې د انګلو ـ امریکا ګوډاګی رژیم دې کله هم د امریکا په وړاندې په خپل ولس اوخپل ملت تکیه وکړي !
هو، له ISI څخه د طالبانو آزادي ډیره سخت او پېچلی کار دی،خو ناشوني نه دي، خو له انګلوامریکايي بادار څخه د کابل رزیم خلاصون ناشونی کار دی!