نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ټول افغان دبحثونو ليکونکي څوک دي؟
Sangar Watan
15.09.2009
د ټول افغان دبحثونو ليکونکي څوک دي؟
پداسی حال کی چه په انترنت کی اکثربحث کونکي مستعار نوم استعمالوي،خو
بيا هم دهر ليکوال دليک دطرز نه دهغه شخص دليکنو هدف پيژندل کيدای شي٠
يوه ډله هيواد وال دپښتو ژبي دژوندۍ ساتلو په خاطر زيار باسي او مختلف
موضوعات په ليکه کوي٠زه پخپل نوبت دی ډلې ته کورودانی وايم او هيله
لرم چه خپله همکاري لا زياته کړي٠لوی خدای (ج)مواجرونه په نصيب کړه٠
دويه ډله غواړي نورونيازمندو هيوادوالو ته اسلامي تعليم ورزده کړي،دا هم
يوخير خواهانه عمل دی چه ليکونکو ته ئی برياوي او اجرونه غواړم٠
دريمه ډله دخپل زړه خبری،چه په عادي ډول ئی نشي څرګندولی،په ليکه کوي٠
څلورمه ډله مشخص سياسي اهداف لري،ديوه ګوند يا تنظيم له خوا موظف
شوي چه د X په خلاف او دY په طرفدارۍ ليکنی وکړي٠
دا ډله ترټولو خطرناکه ډله ده،داځکه چه داسی خلک دخپل سياسي هدف
دلاس ته راړو په خاطر،شپه اوورځ لګياه دی دځان په نفع او دنورو په تاوان
ليکنی کوي٠دوی کله هم تور ته سپين اويا سپين ته تور وايي او په خپله
وينايا ليکنۍ کلک ولاړ وي٠
ديری نوری ډلي به هم موجودې وي،خوپنځمه ډله هغه کسان دي چه دو ته
دښکنځلو،شيطانت او منافقت قهرمانان ويلي شو٠دداسي خلکو ليکنی ياخو
صرف بدرد ويل وي او يا هم،ځيني بي کيفيته او بيمعني شيان ليکي چه
خدای (ج) دي وداسي انسانانو ته هدايت ورکړي٠
باتور
15.09.2009
سنګر وطن محترم ته!
وروره خبري دي بلکل پر ځای دي، ليکن که د غموض له پردې څخه يوه خاشه بهر راوتلی وای او يو څو نومونه دي ياد کړي وای، نو لا خوند به يې کړی وو .
په درنښت
عادل عادل
15.09.2009
سلامونه
[quote:c91bbe1633]څلورمه ډله مشخص سياسي اهداف لري،ديوه ګوند يا تنظيم له خوا موظف
شوي چه د X په خلاف او دY په طرفدارۍ ليکنی وکړي٠
دا ډله ترټولو [color=red:c91bbe1633]خطرناکه[/color:c91bbe1633] ډله ده،داځکه چه داسی خلک دخپل سياسي هدف
دلاس ته راړو په خاطر،شپه اوورځ لګياه دی دځان په نفع او دنورو په تاوان
ليکنی کوي٠دوی کله هم تور ته سپين اويا سپين ته تور وايي او په خپله
وينايا ليکنۍ کلک ولاړ وي٠[/quote:c91bbe1633]
سنګر صیب ښه تفکیک مو کړی، خو دا څلورمه کتګوري مو ګونګه پرې ایښې.
لکه څنګه چې حقیقت دئ ټول افغان یوازینئ هغه هجره ده چې د بحث په فورمونو کې یې د دردیدلو او بې وسه افغانانو د زړونو بړاس وزي او د زړه خواله پکې کوي.
هیله ده چې تاسو به د خپل نوي اکتشاف له مخې ددغې خطرناکې کتګورئ خطرونه مونږ ټولو ته ښکاره کړئ.
Ghairat
15.09.2009
سنګر خان، عادل خان اوباتور خانه ښې چارې !
که مطلب مودبحثفوروم لیکونکي وي اوبیا هم سیاسي لیکونکي خطرناک بولئ نو دا مو راته تیروتنه ښکاري او دا هم سمه نه بریښي چې سیاسي لیکونکي تاسې حتمأ د کوم ګوند په غړیتوب تورن کړئ .ګوندونه چې څومره ډیر دي همغومره نیمګړي او بي کفایته هم دي ،نو دا یوه ډېرــ پېښنده خبره ده چې سړی له سیاست سره مینه ولري ،خو ګوندنه خوښوي، نو سیاسي لیکنې باید سره ږیره نه وي چې لیکونکي د ګوندي ملا شاګل په توګه وپورې وتړل شي !
بل : سیاست په په ټولنیز عملي ژوند کې ، فلسفه په تیوریکي ژوند کې اوتصوف په دیني ژوند کې سره ورته دریځ لري : د ټولګړو، ژورو او ټولګټو (عام المنفعه) پایلو پسې هڅه کوي،په فلسفه کې د حقیقت له غمه، په تصوف کې د آخرت له غمه او په سیاست کې د دنیا (ټول ولس)له غمه ! دغسې سیاسي اشخاص په یوه ډله یوسمت یا یو اتنیک کې نه ځاییږي او پراخه افغان شموله طرحې مخ ته کول غواړي!
نوکه دغسې اشخاص دځینو خطرناکو، غرضدارو، پره دارو ، بد ژبو او سپکخولو سره مخ کیږي او د خپل درنښت او حفاظت له پآره لیکنې په بې ریا توګه په یوۀ مستعار نامه کوي، نه یواځې ښه کار اومسلم حق یې دي،بلکې تر څوچې قلم دټولنې په خیر خوځوي، سخت دویاړ وړ به هم وي!
فعتبرو یا اولی لابصار !
Re: د ټول افغان دبحثونو ليکونکي څوک دي؟
pattang
15.09.2009
[quote:6a0771c2e0]د ټول افغان دبحثونو ليکونکي څوک دي؟[/quote:6a0771c2e0]
انډيواله دا پورته کرښه د ې يو مخيزه نده ، لکه دشيطان څو مخونه لري :
د ټول افغان ليکو نکي :
پښتانه ، تا جک او اوزبک دي ,......
بېکاره،مړزباز ، .......،. دي
ښځې او نا رينه........ دي
...........................................................................
[quote:6a0771c2e0]پداسی حال کی چه په انترنت کی اکثربحث کونکي مستعار نوم استعمالوي،خو بيا هم دهر ليکوال دليک دطرز نه دهغه شخص دليکنو هدف پيژندل کيدای شي٠[/quote:6a0771c2e0]
انډيواله دفوروم کلتور مستعار دی ٠
[quote:6a0771c2e0]يوه ډله هيواد وال دپښتو ژبي دژوندۍ ساتلو په خاطر زيار باسي او مختلف موضوعات په ليکه کوي٠زه پخپل نوبت دی ډلې ته کورودانی وايم او هيله
لرم چه خپله همکاري لا زياته کړي٠لوی خدای (ج)مواجرونه په نصيب کړه٠[/quote:6a0771c2e0]
هو کور يې ودان ژوندی ساتل کيږي خو په دفتر کې مونږ د نورو ژبو غلا مان يو
او څوک زمونږ ژبې ته حق نه راکو ي٠
[quote:6a0771c2e0]دويه ډله غواړي نورونيازمندو هيوادوالو ته اسلامي تعليم ورزده کړي،دا هم يوخير خواهانه عمل دی چه ليکونکو ته ئی برياوي او اجرونه غواړم٠[/quote:6a0771c2e0]
هودا کارخو په پېړويو، يېړويو شوی دی خو اوس اشغالګر غواړي چې بازاري
ښځه ترې جوړه کړي٠
[quote:6a0771c2e0]دريمه ډله دخپل زړه خبری،چه په عادي ډول ئی نشي څرګندولی،په ليکه کوي٠[/quote:6a0771c2e0]
په عادي ډول يې زه چېرې وکړم خو که خرزی دووس مې وليد په مخ به يې ور تف کړم٠
[quote:6a0771c2e0]څلورمه ډله مشخص سياسي اهداف لري،ديوه ګوند يا تنظيم له خوا موظف شوي چه د X په خلاف او دY په طرفدارۍ ليکنی وکړي
دا ډله ترټولو خطرناکه ډله ده،داځکه چه داسی خلک دخپل سياسي هدف
دلاس ته راړو په خاطر،شپه اوورځ لګياه دی دځان په نفع او دنورو په تاوان
ليکنی کوي٠دوی کله هم تور ته سپين اويا سپين ته تور وايي او په خپله
وينايا ليکنۍ کلک ولاړ وي٠
[/quote:6a0771c2e0]٠
هو دا خو د ژوند او سياست کلتور دی چې يو به يوه ته ښه او بل ته بد وايې .
خطر ناک ندي ، سياست او ازادې خبرې چې دخلکو دعنعناتو او دين په خلاف
نوي دهر چا حق دی او تکامل پکښې راځي٠
[quote:6a0771c2e0]ديری نوری ډلي به هم موجودې وي،خوپنځمه ډله هغه کسان دي چه دو ته
دښکنځلو،شيطانت او منافقت قهرمانان ويلي شو٠دداسي خلکو ليکنی ياخو
صرف بدرد ويل وي او يا هم،ځيني بي کيفيته او بيمعني شيان ليکي چه
خدای (ج) دي وداسي انسانانو ته هدايت ورکړي٠[/quote:6a0771c2e0]
انډيواله ستا دليکنې هدف څه شی دی ? داپورته چې تا ليکلي دي ايا دايې
هدف ندی ?
==> عنون او ليکنه دې بې مانا دي ځکه چې دانسانانو سياسي درځ ،سياسي
لاره او روحيې يو له بله سره فرق لري او داديوې سياسي لار ې او تحليل
دپخېدو يواځېنۍ لاره ده٠
په سياست کې له نورو سره داسې ژوند کول لکه ښځه او مېړه دنا کامۍ او
پرځېدو سبب ګرزي ٠
Sangar Watan
15.09.2009
[quote:75531b593f]څلورمه ډله مشخص سياسي اهداف لري،ديوه ګوند يا تنظيم له خوا موظف
شوي چه د X په خلاف او دY په طرفدارۍ ليکنی وکړي٠
دا ډله ترټولو خطرناکه ډله ده،داځکه چه داسی خلک دخپل سياسي هدف
دلاس ته راړو په خاطر،شپه اوورځ لګياه دی دځان په نفع او دنورو په تاوان
ليکنی کوي٠دوی کله هم تور ته سپين اويا سپين ته تور وايي او په خپله
وينايا ليکنۍ کلک ولاړ وي٠[/quote:75531b593f]
غيرت صيب سلامونه،
دا پورتنی متن،دهغه ليکونکوپه هکله صدق نکوي چه عمومي سياسي بحثونه
کوي،منطق لري،منطق مني او دمقابل جانب پر حیثيت تعرض نکوي٠
بلکه،که متن دوباره ولولۍ،دا به در ته جوته شي داسي کسان څوک دي؟
لکه چه ماعرض کړي ،داسي کسان کله ناکله لمر په دوه ګوتو پټوي٠
ښاغلی باطور اوښاغلی پتنګ هم پښتو ته خدمت کوي او هم دزړه بړاس کاږي٠
پتنګ صيب،
دليکنې هدف دادی چه که يو نوی لوستونکی ودی سايټ ته مراجع کوي،دابه ښه
وي چه ددی سايټ دليکوالو په هکله يو عمومي مالومات ولري٠
که تاسو دټول افغان لمړي مخ ته توجه وکړي،دا به در ته بربنډه شي چه
چه پدی ورځوکی اکثريت ليکنې دکزي په نفع ليکه کيږي٠[/quote]
Sangar Watan
15.09.2009
محترم پتنګ صيب،
پدي ليکنه کې چه دهيوادوال دسايټ نه کاپي شوې،ځوان ليکوال دخپل زړه
اوزما اوستا دزړه بړاس ايستلی دی،مګر زما په اند،ليکونکی دجنجال په
اصلي سبب تماس يا اړيکه نده نيولې،اوهغه داچه کرزی او عطانور دواړه
دانګريز،رسۍ په غاړه سپيان دي٠هرڅه چه وائی يا کوي ئی،هغه دغربي
مشاورينو اواشغالګرو دارادي او رضا سره سمون کوي٠مګرځوان ليکونکی
دی ته ندی متوجه شوی،اوهم دده ليکنه په شمال کی دميشته قومونو دوحدت
په ګټه ندی٠
[quote:7b67f8d057]
کريم الله سدوزی
دعطامحمدنور څرګندونې او د دربار د غلام بچه ګانو نه غبرګون
د چهار شنبه په ورځ د د سپتامبر په نهمه نېټه د احمدشاه مسعود د تلین په پلمه یوه پرتمینه غونډه په مزارشریف کې د عطامحمدنور لخوا رابلل شوې وه.
په دغه ناسته کې د بلخ والي عطامحمد نور له اوره ډکه وینا واوروله او د اوږدو څرګندونو په لړ کې حامدکرزی وګواښووه چې ګنې دولت د دې وس نلري چې د شمال د خلکو د اعتراضونو او لارینونو مخه ونیسي... پوښتنه پیدا کیږي چې د دربار غوړه ماران او د کرزي غلام بچه ګان چې د سلاکارانو په نوم ترې راتاودي ولې په دې تړاو نه څه لیکي او نه څه وایي؟ ښایي د دې لامل دا وي چې د کرزي پلویانو او د درباریانو په ټولټاکنو کې هرومرو درغلي کړې ده... ځکه چې وایي ؛خاین خایف است.؛ یا دا چې د دربار غلام بچه ګان پدې اند دي چې ځه خو موږ یې ګټو بیا به ورسره ګورو...ولې دوئ دا له یاده اېستلې ده چې کرزی یو ډارن او یو غولوونکی انسان دی چې پرته له خپلې چوکۍ او شخصي ګټې نه بل هېڅ شی نه ګوري ځان ګوري او خپل مقام. او که چېرې ملي ګټې ورته د پام وړ وای همدغه عطامحمد نور د کرزي صاحب والي په ډاګه دا ونه وېل چې د افغانستان حکومت باید د ډیورند کرښه په رسمیت وپېژني؟! په ډېرې بې شرمۍ یې وویل او په ډېرې بې شرمۍ ورته کرزي کتلې. دا لا څه کړې چې همدغه کرزی وو چې نوموړي ته یې د وزیرمحمداکبرخان مډال ورکړ.
دا د دربار غلام بچه ګانو په سر کې هیواد مل ولې ورته دا سلا ورنکړه چې دا د نستوړي مار به یوه ورځ تا چیچي... د یادونې بله خبره خو دا ده چې نوموړی له یوې خوا د عبداله د کمپاین ډبره په سینه وهله او له بلې خوا د کرزي د حکومت والي وو. یا خو بادار او غلام بچه ګان پدې اند وو چې ته پرېږده دی څه کوي؟ او یا ښایي درباریانو فکر کړی وي چې په موږ یې څه موږ خو غېر له هغې په پنډو پنډو معاشونه اخلو...کرزی پوه شه او والي یې... موږ ګوره او ملي ګټې... موږ د بانجان نه د خان نوکر یو,,,[/quote:7b67f8d057]
مختار
16.09.2009
سنګروطنه !
تاسو خو د ليکوالانو دا څلور ګټه ګوری په ګوته کړي او وروستی مو خطرناکه بللې ده ، خو دا مو نده جوته کړې چي يره تاسو پخپله په کومه ډله کي ياست؟
په همدې څلورمه کي خو به نه ياست ؟!
داسي مالوميږي چي تاسو هم څلور پنځه مستعار نومونه ځانته غوره کړي او خپل پيغامونه خپروې !!
په درناوي
Sangar Watan
17.09.2009
[quote:537ee72f01]داسي مالوميږي چي تاسو هم څلور پنځه مستعار نومونه ځانته غوره کړي او خپل پيغامونه خپروې !![/quote:537ee72f01]
ګوره مخ تاره چه نور پخپله ايينه يا هنداره کی ګوری٠
که ته پدی متيقين ئی چه زه په ٤ يا ٥ نومونو ليکنې کوم،نودا دوه سببه لرلی
شي،يو داچه ته هم په بل نامه ددي سايټ دټيکدار په حيث ،دسايټ محرمې
څانګی ته لاس رسی لری او پدی پوهيړي چه څوک، :roll: څوک دی
اويا هم تکړه فالبين ئی٠
داستا هميشنې عادت دی چه دموضوع پر ځای دهغه په ليکونو نيوکې کوئ٠
تکړه شه ،يو څو په زړه پورې مطالب وليکه چه هم پښتو ته خدمت شي او دخپل هدف لپاره فعال پاته شې،پوه شوی!
larghonay laraway
26.09.2009
سلامونه!
زما په نظر په دې موضوع بحث اوږدول د وخت ضايع كول دي ځكه، په مستعار نامه ليكنې په نړۍ كې يو لرغونى دود دى چې ګڼ لاملونه لري. دا نو د ليكوال كار دى چې ولې خپلې ليكنې په مستعار نامه كوي خو په اوسنيو بريښنايي خپرونو كې هم اكثره يې بحث فورمونه لري چې هر څوك په كې ازادانه ليكنې كولى شي. ټول افغان دې زنده باد وي چې پښتنو ته يې دا لاره هواره كړې چې خپل اند، نظر، نقد، غوښتنه، پوښتنه او ګرويږنه په ازاده توګه مطرح كړي. نور نو د دې خبرو چېړل چې څوك په داسې فورمونو كې ليكل كوي، ولې يې كوي او څنګه يې كوي؟ دا بې ځايه پوښتنې دي ځكه يو ليكوال خپل مستعار نوم يا د ليكنې لامل بحث ته نه وړاندې كوي بلكې خپل فكر او نظر وړاندې كوي او پر همغې بايد بحث وشي.
مننه
تېر اختر مو مبارك شه
Sangar Watan
10.11.2009
[color=yellow:576936c68a]هلکه خبر نه یئ؟[/color:576936c68a]
[color=white:576936c68a]نه وله بيا څه خبره ده؟ [/color:576936c68a]
[color=yellow:576936c68a]جانګليه بيا يو نوی سړی په سايت کی را پيدا شوی ![/color:576936c68a]
[color=white:576936c68a]ښه،داسي ده،نو دليکنو رنګ یي څنګه در ښکاره شو؟[/color:576936c68a]
[color=yellow:576936c68a]هاهاها،ليکنې يي رنګارګ وې :shock: [/color:576936c68a][color=white:576936c68a]،نه هلکه زيړګليه،ځما مطلب دادی چه
دغټ غټ غږيږي اوکه څنګه؟[/color:576936c68a]
[color=orange:576936c68a]جانګليه،ته خوښه پوی ئی چه ځما مازغه ددی ناولي سياسي بحثونو په هکله
هيڅ کار نکوي٠[/color:576936c68a]
[color=white:576936c68a]زيړګليه نو څه دی وکړه؟[/color:576936c68a]
[color=yellow:576936c68a]ياره جانګليه،داشپږ کاله دی ځما سره تير شوه او زه
دې ونه پيژندم؟٠[/color:576936c68a]
[color=white:576936c68a]ښه مې خپل زړه پري خالي کړ،داسي شيان ورته په ليکه کړه
چه هډو به بيا ددی جرات ونکړي چه دبحث فورم ته راشي٠[/color:576936c68a][color=yellow:576936c68a]والکه زيړ ګليه ولی دې داسې وکړه؟ کيدی شي چه نوموړی زموږ دوست او
همنظره وي؟[/color:576936c68a]
[color=white:576936c68a]جانګليه،ته خوله سره په ګپ شپ نه پوهيږې،ما در ته له اوله وويل چه ځما سر
پدی سياسي خبرو نه خلاصيږي٠[/color:576936c68a][color=red:576936c68a]
هلکه جانګليه،ته خو په هيڅ هم نه ئی خبر،هر سړی چه ودې سايټ ته نوی
راداخل شي،نوځما ليکنې به بيا څوک ولولي؟ زه ددی سايټ اصلي اجاره دار
يم اوهيڅوک به ځما دمخې خڼډ نشي،پوی شوې؟؟[/color:576936c68a][color=orange:576936c68a]نو چه دی سر پي نه خلاصيږي،ځمانه به دی مشوره اخيستې وه ،[/color:576936c68a][color=white:576936c68a]
زيړګليه ته خو زورور سړی ئی،مګر کيدی شي چه ددی نوی ليکونکي په وجه
زموږ دسايټ دليکنو مضمون اوګتې نورې هم زياتې شي ![/color:576936c68a]
[color=yellow:576936c68a]جانګله اشنا،چه داسې ده نو ته ئي پخپله وګوره چه څه ئی په ليکه کړي٠[/color:576936c68a]
مړه زيړګله،زموږ خو بجلې نشته او په تيارهکی ناست يم :( [/color]ل[color=yellow:576936c68a]مګر تا ونه ويل چه هغه څه په ليکه کړی ول چه تا له واره ورته په ښکنځلو
شروع وکړه؟[/color:576936c68a]
[color=white:576936c68a]
مړه،زه پري پوي نشوم،خو داسي راته پته ولږيده چه دده ليکنې دکرزي،طالب،
روس،امريکي٠پاکستان،هنداو سعودي خلاف :o يا په ګټه وی :oops[/color:576936c68a]:
نوربيا