نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ډاکټر عبدالله عبدالله پلان شوې کابینه
Lotfollah
14.09.2009
د ډاكټر عبدالله عبدالله پلان شوې کابینه :
http://www.weesa.net/?p=12961
عطامحمد نور، سنچاركى، صديق الله توحيدي، رحمن اوغلي، حفيظ منصور، شكيبا، فهيم دشتي، ريګستانى، احمد بهزاد او نور يې وزيران دي
كابل- د ولسمشر يو تن مخكښ كانديد ډاكټر عبدالله عبدالله ، چې پر خپل بري ډاډه و، يوه ۲۶ كسيزه كابينه جوړه كړې ده، چې ډېرى نوې ، بې تجربې او يو شمېر ناندره ييزې څېرې پكې دي.
د ډاكټر عبدالله د انتخاباتي مركز د يوه غړي په وينا، چې له نومښودنې ډډه كوي، هغه پر دې ډاډه و، چې ټاكنې به ګټي او د افغانستان د ولسمشر په توګه به لوړه كوي، خو په ټاكنو كې د هغه ناكامۍ دغه هيلې له خاورو سره برابرې كړې. د سرچينې په وينا، عبدالله د شلو ولايتونو لپاره نوي واليان هم ټاكلي وو.
د هغه د كابينې غړي دغه كسان دي:
١-نورالحق علومي د ملي دفاع وزير
٢-سيد حسين انوري د کورنيو چارو وزير
٣-سيد اسحاق ګيلاني د بهرنيو چارو وزير
٤-عطامحمد نور د محلي ارګانونو وزير
٥-جنرال داود داود د ملي امنيت وزير
٦-فاضل سنچارکى د لوړو زده کړو وزير
٧ -رحمن اوغلي د اوبو او برېښنا وزير
٨- مصطفي مستور د ماليې وزير
٩- صديق الله توحيدي د كډوالو وزير
١٠ -راز محمد دليلي د سرحدونو وزير
١١-عبدالحفيظ منصور د اطلاعاتو او کلتور وزير
١٢-واقف حکيمي د حج او اوقافو وزير
١٣-بريالى ارسلايي د کرنې او مالدارۍ وزير
١٤-شکيبا هاشمي د ښځوچارو وزيره
١٥ - فهيم دشتي د ځوانانو وزير
١٦- ډاکټر گلاب علي د عامې روغيتا وزير
١٧- ستار مراد د کليو د پراختيا وزير
١٨- ريګستانى د عدليې وزير
١٩- نجيبه شريف د پوهنې وزيره
٢٠ - داود سلطانزوى د ترانسپورت او هوايي چلند وزير
٢١- تاج محمد وردګ د کانو او صنايعو وزير
٢٢- محمد نعيم فراهي د تجارت وزير
٢٣- انجينير عاصم د مخابراتو وزير
٢٤- ملالۍ اسحق زۍ د کار او ټولنيزو چارو وزيره
٢٥- احمد بهزاد د ملي اقتصاد وزير
٢٦- د استاد رباني يو زوى د پارلمان او اداره امور وزير