د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دکندوزله قصابې ورسته دمنادي وژنه ؟

زبير ساپى
14.09.2009

دکندوزله المناکې اوسترې بشري فاجعې ورسته چې تیره اونۍ دبهرنیو وحشیانوپه توسط ترسره اوترڅوورځوانکار، سکوت اوددغې پیښې د قربانیانودشمیرې دلږښوولوله شرمیدلې هڅې ورسته ، چې خبره لکه لمرغوندې روښانه وګرځیده اونورامریکایی اوایتلافي وحشیانوته دانکارټولې دروازې بندې وبريښیدې ، نوپه یوبل جنایت یې هم لاس پورې کړ، چې هغه دیوافغان خبریال (سلطان احمدمنادی ) په مرموزشکل وژنه اوتروروو
سلطان احمدمنادی ، چې دنیویارک ټایمز، دخبریال (استیفن فرل)همکاروواوتیره اوونۍ دکندوزولایت هغه ځای ته تللي ووچې دطالبانوله لوري ، دبهرنیوقواوودوه دتیلوتانکرونه تښتول شوي وو اورسته امریکایی الوتکودسیمې په ملکې خلکودبماری په نتیجه کې یونیم سل ولسي وګړي شهیدان کړي وو
، دوی بیرته دستنیدوپه مهال درسنیوپه وینادطالبانوله لوري یرغمل اووتښتول شول ، چې بیاورسته دبرتانوي خاصوقواووپه مرسته دنیویارک ټایمزدخبریالانوځای دقیق ، برتانوی استیفن فرل، ژوندی راخوشی ، ولې همکاراوافغان خبریال (منادی)یی په هغه ځای کې مړپیداشو!
استیفن فرل، وايی چې دی نه پوهیږي ، چې دده افغان همکارچاووژاه اودی په دې خبره لاهم شکمن ده چې برتانوي خاص کنډک په کندوزکې له کومې خواراپیداشو، ځکه چې مخکې تردې ده ته معلومه وه چې په کندوزکې یوه لویشت هم داسې سیمه نه وه چې هلته دې برتانوي قواوې فوځي ماموریت ولري
فرل ،وايي ، چې کله سلطان احمدمنادی له ناڅرګندلوري وویشتل شو، سمدلاسه دوه دقیقې ورسته برتانوي عسکرراپیداشول ، ده ته یی وویل چې له خونې رابهراوموټرته وخیږي
په همدې باب د کابل ادارې ، دکندوزوالي ، انجنرعمروايي: دی ، نه پوهیږي ، چې افغان خبریال څنګه مړاوبرتانوي ملګری يي ژوندی راووت ، دده په وینافکرکوي چې که خارجیانودغه ناهماهنګ عملیات نه وايي ترسره کړي ، ښایی دغه مرموزه پیښه اوقتل نه واي رامنځته شوای
دافغان خبریال منادي، دوژنې په اړه ، دااودیته ورته نورحقایق ، څیړنې اووجوهات ټول داپه ډاګه کوي چې دنوموړي دقتل شاته ارومرو، داشغالګروقواوولاس موجوداودادوی دي ، چې دغسې ، مرموزې وژنې ترسره کوي اوفکرکوي ، چې خلک به یی دپړې ګوته خامخاطالبانوته نیسي ، ځکه چې دوی ، دوه ورځې وړاندې طالبانوله ځان سره تښتولي وو
دسلطان احمد، دوژنې په اړه طالبان وایی ، چې دوی ، په هیڅ ډول دنوموړي په وژنه کې لاس نلري ، ځکه چې افغان خبریال ، په هغه ستیج کې نه وو، چې دوی یې په مرګ اوتهدیدبهرنیان کوم جوړجاړي اویاتبادلې ته اماده ، کړي وای ، طالبان داهم وایی ، چې منادی وژنه خاص ددې لپاره وه ، چې له یوې خواپه عام ولس اودژورنالیستانوپه منځ کې دطالبانوپه اړه کرکه اومخالفت رامنځته کړي اوله بل پلوه عام ذهنیت دکندوزله لویی قصابې بل لوري ته دڅه وخت لپاره واړوي
دحیرانتیا، ځای دادی ، چې په افغانستان کې داشغالګروقواوو، دهرجرم اوجنایت دتوجیه اوپټولوپه خاطردکابل ادارې له رسمي ګوډاګیانوپرته ، په افغانستان درسنیوپه ګدی هم یوشمیرداسې بهرني ځیره خواره شته ، چې په پټوسترګوقضاوت کوي اودبهرنیوقواوو، هرامراومصلحت ته لارې اوګودرې برابروي اولنډپه لنډګواښ کوي چې دوی به دطالبانوترڅوورځوپورې خبرونه اوپیښې نه خپروي ، ځکه چې خارجي قواوي وايي افغان خبریال طالبانووژلی!
دغه دوه مخې رسنی، خوتل دطالبانودماتې ، نفرت زیږولواوپه اړه یی دمنفي پروپیګنډې خپرونې کوي اوپه تیرواتوکلونوکې یي ، یوه فوځي پیښه هم په سالمه اوکټ مټ ډوله خوره نکړه ، بلکې همیشه يې دسراوبیخ مهم ټکي کاټ اوخبريې لنډاوبوچ پری ایښی دی، دغه رسنی ، چې دیوخبریال دوژنې له امله چې هغه هم په زوراوزیرثابته ده چې دنورویوشمیرخبریالانوپه څیراشغالګروله تیغه تیرکړی،دوی ولې دیوه افغاني احاس له مخې دکندوزدلويي پیښې په باب چې له یونیم سلوتنوزیات ولسی خلک پکې ووژل شول ، دنیمې ورځې لپاره ګواښ ونکړ چې داشغالګروخبرونه به نه خپروي ، خوښکاري داچې دپردې ترشانورڅه دي اوډالردومره کارنده اوساحرانه دي چې تور، سپین اوسپین توروي !
همدغوحقایقوته په پام ویلای شو، چې نن په افغانستان کى دادومره تلويزيونونه، راديوگانى، مجلى او اخبارونه دڅه لپاره پکار اچول شوى، هرڅوک پدى پوهيږى چى له نیمايي زیات يي په جاسوسى کمپنيو او موسساتو پورى تړلى دى دنوى او ځوان نسل دبى لارى کولو مختلفى طريقى پکى کارول کيږي، ترڅو د افغانى کلتور او غيرت پرځاى غربى کلتور ترويج او پراختياورکړى داسلامى ارزښتونو په نسبت ئې دبى پروائې په مرض مبتلا او د اسلام په هکله يوبى تفاوته شى ور څخه جوړ شى.
امريکا او له هغوى سره ولاړ يرغلگر قوتونه په ډاگه دواقعى اومتعهدو مسلمانانو په خلاف په خپله ظالمانه جگړه بوخت دى اواوس خو دخپلو ماتو او ناکاميو په ليونتوب اخته، هر مسلمان او افغان دښمن ورته ښکارى انسان څه چى په خپل سيورى هم ډزونه کوى.
طبعى ده چى دښمنان به زمونږ په خلاف له هرى وسيلى څخه کار اخلى خپلو وحشيانه بريدونو، کليو او کورونو بمبارته به ادامه ورکوى دوړو او زړو په وژلو به صرفه نکوى، ناروا تبليغات به په هغه اندازه سره چى وس ئې وشى سرته رسوى.
خپلى ناروا هڅى يوازى په تبليغاتى وسايلو پورى محدودى نه ساتي بلکې په کليو او بانډو کى دخپلو غلامانو پواسطه مختلفى او بيلابيلى دسيسى ډنډوره کوى ترڅو که وکولاى شى دمجاهدينو اوعامه ولس ترمنځ درز اولرى والى را پيدا کړى او مجاهدين دخپلو دسيسو پکارولو سره په خپلو کى سره بدگومانه او په ناوړو پيښو سره واوړوى.
نن چى د اسلام دښمنان په سنگر کې له ماتى سره مخامخ دى دوژل شوو عسکرو تابوتونو بهير ور روان دى، داشغال گرو هيوادونو په واکمنو لار او گودر ورک کړى، خپله توجه او اميدئې خپلو سياسى مانورو او استخباراتى فعاليتونو ته را اړولى له مخکى نه لازيات دمسئلى پدى اړخ کار کوى او دلاسته راوړنى نتايج يې څارى.


..Ahmadzai
14.09.2009

ډیر ښه
افرین


صديق اکرمان
14.09.2009

ښاغلو السلام عليکم
زما په نظر غوره خو دا وه چي ژرنالستان يو وار معلومه کړي واي چي منادي چا وژلي.بيا يي قضاوت کړى واى چي څوک ګرم دي.ځکه صرف منادي نه دي چي وژل کيږي.د په نيږدي وختونو کښي جاويد ،عبدالصمد روحاني او داسي نور ژرنالستان هم په شهادت ورسول شول.زما په فکر غربيان ددي لپاره هم يو اداره لري چي ژرنالستان وڅاري کوم چي ددوي د خوښي خبرونه نه خپروي هغه په شهادت رسوي.او څوک چي ددوي د خوښي خپرونه خپروي هغه ازادي ګرځي هيڅوک هم څه نه ورته وايي.ستاسو به ياد وي جاويد جوجو د ملي امنيت په ديرش متري کښي په موترو کښي سپرو قاتلانو وواژه.ايا دا امکان لري؟چي قاتلان دي د ملي امنيت د رياست له ديرش متري څخه وتښتي.په دي قتلونو کښي کرزي ګوډاګي اداره هم له اشغالګرو سره پوره پوره همکاري کوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more