د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د منادي د قاتلينو د پټولو يوه لاره د طالبانو د خبرونو نه خپرول دي

زبير ساپى
12.09.2009

http://larawbar.net/detail.php?id=13267&date=2009-09-12
زه ډير خواشينی يم چي يو بل افغان ژورناليست د خپلي سپېڅلي دندی د پلي کولو بلهاري شو. خو په دې خبره هم خواشنی يم چي زموږ د هېواد ژورنالستانو ولی د خپل ملګری شهيد منادې ارمان تر پښو لاندې کړ . منادی د دې لپاره ومړ چي رښتيا بربنډ ، د پيښو بنسټ لڅ او د پيښو رښتيني حالت د خپلو خلکو تر غوږونو ورسوې. خو دا دی له بده مرغه د هغه ملګري د هغه سره د وفاداری په نوم د هغه د ارمانونو سره دښمنی کوي.

زما په ذهن کي خو دا پوښتنه پيدا کيږي چي د طالبانو د خبرونو نه خپرول د چا سره دوستي او د چا سره دښمني ده؟ زما په پام خو دا دشهيد منادی د ارمانو نو سره دښمني او د هغه د قاتلينو سره دوستي ده! هغه کسان به رښتني خبرونه د چا څخه واوری ، چي د منادی د قاتلينو د پيژندلو تلوسه لري؟ که زموږ ژورنالستان دا فکر کوي چي د طالبانو د خبرونو د نه خپرولو په نوم به طالبان د منادې د قاتلانو په توګه هېوادوالو او نړيوالو ته معرفي او وروپيژني ، زما په اند دارښتيا موندني لپاره مناسبه پريکړه نه ده. د دې ډول پريکړي به څوک ګټه واخلی؟ څرګنده ده چي ګټه اخيستونکي د شهېد منادې قاتلان دي. او زه فکر کوم چي که دا قاتلان طالبان وي او که بهرنيان ، د دواړو لپاره به دا ګټوره وي چي افغانان خبر نه شي او دا مړينه هم د نورو پخوانيو په څير هيره او تيره شي.

زه د لويه سره دا ناروا ګڼم چي ژورنالستان دي د خبرونو د نه خپرولو پريکړه وکړي.دا د ژورناليزم د اصولو سرغړونه او د اولس سره جفا ده ، که ژورنالستان په دې باور دي چي د منادی قاتلان طالبان دي ، بيانو تر ټولو ښه خبره دا ده چي د هر طالب خوله ولټوی او د هر طالب سره مرکه وکړي اوپه پای کي دا ومومي چي د منادي قاتل څوک دی؟او دا پړه د منادي پر قاتلينو ثابته کړي ، په دې به له يوې خوا د هغه شهيد قاتلين څرګند شوي وي او له بلي خوا به نور د ژورنالستانو د ژوند سره لوبي په دې اسانی نه کيږي او هر يو به دا ډار لري چي که د ژورنالست سره ظلم او تيری کيږي ، بيا به د نورو ژورنالستانو له خوا څيړل کيږي او په پای کي به د قاتل څرک لګيږي او خلک به يې د سزاورکولوغوښتنه کوي . او که پټه خوله پاتي شي ، دا به هغه قاتل د خلکو د سترګو پټ او د سزا ورکولو څخه به په امن کي وستل شي .

درنو ژورنالستانو د اولس هيله دا ده چي ستاسو دنده د پيښو په وړاندي عصبانيت او احتاج نه بلکي د پيښو څخه په رښتينې توګه د خلکو خبرول دي . په درنښت

د شهيد منادي اود نورو شهيدو ژورنالستانو ارواح دي الله ( ج) فردوس جنت ته وليږي

امين يارب العالمين
د بابوزي په قلم


..Ahmadzai
12.09.2009

السلام عليكم

سلطان منادی یو متعصب پنشیری وو، چې د طالبان سرسخته مخالف وو.


..Ahmadzai
12.09.2009

ده خپله سزا د خپلو ملګرو په لاس ولیده،نور ژورنالستان دې د ده له مرګ څخه عبرت واخلي.


ډاکټر څپاند
12.09.2009

سلامونه،
دهرانسان وژل يودردونکی اودکرکې وړ عمل دی٠هرهغه څوک چه دارنګه شوم
ګړه دملاتړ وړ ګڼي،په واقعيت کی داسلام دمقدس دين له اساساتو نه بيخبر
دی٠
زموږ په هيواد کی چه د ليک لوست کچه ډيره ټيټه ده،دهر باسواد،تحيل کرده
اوخاصتا دټکړه ژورناليستانو مرګ ژوبله،يوه ستره مادي اومعنوي ضايعه
شمېرل کيږي٠
په اوسنيوجنګي شرايطو کي ژورناليستان،په خاص ډول ډير پياوړي رسالت
لري٠داژورنالستان دي چه دهيواد دحال احوال په هکله هيوادوالو اونړېوالوته
خبرونه رسوي٠
په غربي نړۍ کی سياست،دموکراسي او په واقعيت کي دهرې پديدي
معرفي دژورنالستانو له لاری سرته رسي٠دمثال په توګه،که غربيان وغواړي
چه کرزی لري کړي،ژورنالستانو ته وظيفه ورکوي چه ودی شي، هماغه دی
چه ژورناليستان به دانتخاباتو تقلب کاري په واضح او عامه فهمو الفاظو
منعکس کړي،او که نه، نو داوس پشان به وائی چه په انتخاباتو کی بينظمي
موجوده وه،دکرزي،عبدالله او بشردوست په ګټه ددرغليو اوازې شته ،
مګر دا دانتخاباتودبيطرفه کميسيون وظيفه ده چه درغلۍ وڅيړي٠
يوزيات شمير خلک پدې عقيده دي چه BBC يوه بيطرفه نشراتي موسسه
ده،مګر زماپه اند،BBC هغه زيرکه،هوشياره او مفتنه دستګاه ده چه دانګريز
دسياسي ،اجتماعي او اقتصادي اهدافو دپلي کولو لپاره په ډير مهارت
اوزرنګي سره،دډيرو تکړه اوباستعداده ژورناليستانو په لرلو سره کار کوي٠
ددی ژورناليستانو معاش دغرب په ستندرد،تر هر چه زيات دی٠
که په غربي نړی کی د يوه متوسط ډاکتر معاش لس زره وي،ديوه متوسط 
ژونالست معاش پنځوس زره تخمينيداي شي٠

اوس غواړم اصلي خبرې ته راشم او هغه داچه،هرهغه څوک چه خپل استعداد
خرڅ کړي،او دپيسو په مقابل کی بل چاته خدمت وکړي،هغه به دخپل ژوند
سره لوبې کوي٠


..Ahmadzai
12.09.2009

[quote:518010aadb]اوس غواړم اصلي خبرې ته راشم او هغه داچه،هرهغه څوک چه خپل استعداد
خرڅ کړي،او دپيسو په مقابل کی بل چاته خدمت وکړي،هغه به دخپل ژوند
سره لوبې کوي٠[/quote:518010aadb]
سمه خبره دې کړې.
منادي پنشیري هم همداسې کول.
ده خپل تعصب د واقع په حیث وړاندې کاوو، او طالبانو ته یې د پنشیر له خوا کتل او غربي نړۍ ته یې هم له همدغه منظور خدمت کاوو.


صديق اکرمان
12.09.2009

ښاغلي زبير،ثابت او احمدزي صاحب!
السلام عليکم!
تاسو په دي اړه هيڅ نظر ورنکړ.چي منادي چا وژلي.ځکه دا څنګه امکان لري چي خارجي وژغورل شي او افغانى ووژل شي.په راپورنو کښي راغلي چي بهرنيو ځواکونو دا منلي چي منادي دوي ته نيږدي وو.خو کاشکي داسي څوک واى چي دده په جسد لګيدلي مرمي يي يو وار کتلي واي چي د برطانوي وسلو مرمي دي او که دکلاشنکونو.انشا الله دا حقيقت به هم ژر څرګند شي چي منادي چا وژليي (برطانوي اشغالګرانو او که طالبانو)او احمد زي صاحب مونږ کښي به ډير وروڼه منادي نه پيژني تاسو که د هغه په اړه نور معلومات لري هيله ده راسره شريک يي کړي.ما نن ويب پاڼي پسي وکتلي دده د ژوند په اړه مي کومه ليکنه نه کړه پيدا.صرف دومره خبر شوم چي د طالبانو سر سخت مخالف پنشيرى وو او تازه له اروپا راغلى وو.


عادل عادل
13.09.2009

سلامونه

زه چې دې مبهمو او مشکوکو وژنو ته ګورم نو د دوه کتګوریو خلکو سرنوشت د ډیر تشویش وړ دی:

1- بې شمیره ترجمانان
2- بې توله ژورنالستان

خدای دې دواړو ته د نجات لارې چارې وروښیي، آمین

اوس یو بل موډ هم راوتلئ، هغه دا چې طرف به د طالبانو د لاسه وژل شوئ وي، خو دوستان به یې د نیکنامئ په خاطر په یرغلګرو تپي.


صديق اکرمان
13.09.2009

ښاغلي عادل صاحب!
تاودنه سلامونه
ښاغلي زه ستا په مطلب سم نه شوم پوه تا ليکلي وو:
[code:1:e162441096]اوس یو بل موډ هم راوتلئ، هغه دا چې طرف به د طالبانو د لاسه وژل شوئ وي، خو دوستان به یې د نیکنامئ په خاطر په یرغلګرو تپي.[/code:1:e162441096]
په دي خبره خو ټوله نړى خبره شوه چي منادي چا وواژه.هغه خارجي خبريال چي خوشي شو هغه نيويارک ټايمز ته وويل چي منادي هغه ځاى ورغي کوم ځاى کښي چي برطانوي ځواکونو مورچي نيولي وي.ځان يي په انګليسي ژبه معرفي کړ .چي سمدستي د مرميو باران ور باندي جوړ شوي. لاندي د پښتون مل صاحب ليکنه وګوره چي په لر او بر ويب پاڼه کښي خپره شوي.ښاغلي زه نه طالب يم نه يم نه له طالبانو سره اړيکي لرم او له تير سياست سره يي هم مخالف يم.خو اوس چي څومره احترام مجاهد طالبانو ته لرم په افغانستان کښي بلي کومي ډلي ته دغومره احترام نه لرم.تيره ورځ مي يوه ويب پاڼه کښي ليکنه وليدله چي طالبان او د حزب کسان يي سره پرتله کړي وو اخير کښي يي ويلي وو واي طالبان چوکي ددين لپاره غواړي چي ددين خدمت باندي وکړي.او د حزب اسلامي کسان اسلام د قدرت لپاره استعمالوي.
مونږ هغه کسان نه يو چي په دروغو د طالبانو دفاع وکړو. تاسو فرمايلي چي [color=blue:e162441096]طرف به د طالبانو د لاسه وژل شوئ وي، خو دوستان به یې د نیکنامئ په خاطر په یرغلګرو تپي [/color:e162441096]هيله ده خفه نشي څه وخت وروسته به حقيقت څرګند شي چي منادي چا ووژاه.
[color=olive:e162441096]دايي هم تاسو او دا هم د پښتون مل صاحب ليکنه:[/color:e162441096]
[color=yellow:e162441096]خبریال چا مړ کړ او زور يې تر چا خیژي[/color:e162441096]

تېره اونۍ یو انګریز خبریال او د هغه افغان ملګری کندز ولایت ته ولاړل ویل کیږي چې هدف يې د کندز د خونړۍ پيښې څېړنه او ورباندي رپوټ برابرول وو، ویل کیږي چې دغه خبریالان هلته دسیمه ایزو طالبانو له لوري ونیول سول. معلومه نسوه چې دغه خبریالان ولې طالبانو وتښتول او د هغوي د خلاصو په اړه يې کومې غوښتنې لرلي.

په هرحال د خبریالانو د تښتونې خبر پر رسنیو خپور سو او طالبانو ومنله چې خبریالان له دوي سره دي

خبریالان تښتول سوي ول خو د نړیوالو پام په کندز کې د یوسل او پنځوسو ملکیانو د وژني پر لور وو او د خبریالانو لورته چندان پام نه کیده تر څو یوه ورځ دا خبر راغی چې د خبریالانو د خلاصون په موخه بهرنیانو عملیات وکړل بهرني یې خوشي سو خو افغان هغه وژل سویدی ، بهرني خبریال چې انګریز وو له نیویارک ټایمز سره کار کاوه او افغان خبریال چې سلطان منادي نومېدی د پنجشیر د ولسوالۍ اوسیدونکی وو چې پدې وروستیو کې له جرمني څخه افغانستان ته راغلي وو

[color=white:e162441096]په نیویارک ټایمز کي د انګریز خبریال له خولي راغلي وو چې کله برتانوي پوځیانو ددوي د خلاصون لپاره سیمي ته راغلل او له طالبانو سره ونښتل نو موږ له هغې کوټې چې پکښي بند وو راووتلو او د یو دیوال شاته هغه لور ته روان سو چیري چې بهرنیو عسکرو مورچل نیولی وو کله چې هغه ځای ته ورسیدو نو منادي مخکي وو او له دیوال څخه واوښت لاسونه یې پورته کړل او په انګریزي ژبه يې ځان معرفي کړ چې له همدې سره ورباندي د مرمیو باران سو او ووژل سو. [/color:e162441096]

کله چې د سلطان منادي د وژنې خبرونه خپاره سول نو په کوردننه او بهر کي دغه وژنه وغندل سوه او د تېر په څېر ددې پيښي د پلټنې غوښتنه هم وسوه، خو له دې کار څخه ځینو کړیو ناوړه ګټه واخیسته، خبره ښکاره ده چې منادي انګریزانو وژلی وو خو د خبریالانو د ټولنې په نوم یوې ډلې داسي اعلان وکړ چې تر دریو ورځو پوري به د طالبانو خبرونه نه خپروي ، دا په کوم قانون؟ په کوم دلیل؟ په کوم ثبوت؟ .

ګران لوستونکي پوهیږي چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې ډیر شمېر خبریالان ووژل سول ، روحاني ، جاوید، نقشبندي، هاشمزاده او نور او همدارنګه لسګونه خبریالان وډبول سول او تهدید سول خو چا يې پوښتنه وکړه ؟ اصلي خبره داده چې روحاني هاشمزاده جاوید او نور پښتانه ول او د پوښتنې څوک يې نه درلود خو منادي د پنجشیر ولسوالۍ اوسیدونکی دی او پدې توګه موقع پرستان غواړي د منادي له وژني څخه هم سیاسی ګټه واخلي له بده مرغه چې ځیني نوري ادارې هم په شعوري یا غیر شعوري ډول د هغوي سره دغه خبره تاییدوي

موږ یو عادت لرو نه پوهیږم ښه عادت دی که بدعادت ؟ دا فیصله تاسو وکړي خو عادت مو دادي چې د زورور خوا نیسو د غالب پر طرف یو د کمزوري او مغلوب که پر حق وي هم غم نه وي راسره، منادي طالبانو نه دی وژلی بلکه ثبوتونه سته چي هغه انګریزانو وژلی خو موږ د یو ډېر غلط فکر پر اساس پرېکړه کوو چې د طالبانو خبرونه د دریو ورځو لپاره تحریموو، په څه خاطر ؟ ځکه انګریزان زورور دي او طالبان کمزوري .

زه طالب نه یم او د منادي په وژنه هم د یو خبریال او افغان په حیث خفه یم خو موږ باید حقایق د خواخوږۍ تر پرده لاندي پټ نکړو.

په کندز کې څه ناڅه سل ملکي وګړي ووژل سول، په فراه کي همدومره ووژل سول او په ... کي هره ورځ کې تر سلګونو ډير بې ګناه افغانان وژل کیږي او همدارنګه بهرنیان په لسګونو نوري دغسي ناکردې کوي چې هیڅ د زغملو وړ ندي خو نه پوهیږم چې دغه د ملت په درد دردمن ژورنالستان ولي د هغوي خبرونه نه تحریموي؟

زما پوښتنه له هغو ښاغلو څخه چې د منادي په وژنه يې د طالبانو خبرونه تحریم کړل داده چې: منادي وواژه چا او زور يې له چا څخه خیژي؟؟؟

د منادي ، هاشمزاده، جاوید ، روحاني او ... د ارواح د خوښۍ په هیله
بسم الله پښتون مل – کلات
http://larawbar.net/article.php?id=13306&date=2009-09-13


عادل عادل
15.09.2009

سلامونه

ښاغلی صدیق اکرمان صیب

زما خبره عامه ده، منادي خو دده ناجي انګریزي دوستانو وواژه.

د لوګر د وژل شوي پخواني والي کورنئ او نژدې دوستان وایي چې نوموړئ د امریکایانو په اشاره ووژل شو! ځکه چې مجاهد؟ و او امریکایانو نشو زغملای ؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more