نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دجنرال نوې ارزونې ته دواشنټن سوړغبرګون
خان جان
12.09.2009
دجنرال نوې ارزونې ته دواشنټن سوړغبرګون
www.toorabora.com
دتوره بوړه ويب پاڼې څخه په مننه
کله چي دبوش اودهغه ټيم جګړيزه پاليسي په افغانستان کي له ماتې سره مخ شوه نوپه امريکاکي دننه په ځانګړي ډول سپينه ماڼۍ کي دانظرپرپراخېدوشوچي دافغانستان په اړه بايدنوې پاليسي وړاندي شي اوباما چي کله دټولټاکنودګټلوپه موخه انتخاباتي هلې ځلې کولې نوويل به يې زه به سپينې ماڼۍ ته له يوې نوې طرحې اوپاليسۍ سره ورځم دبوش هغه زړه تګلاره چي له امله يې دامريکاحيثيت ته په نړيواله کچه هراړخيز زيان ورسېدبه لرې کړم اويوه داسي پاليسي به غوره کړم چي نړۍ اوامريکاته دمنلووړوي خوکله چي نوموړي دسپينې ماڼۍ په انګړکي پښه کېښوده بلکه ترهغه وړاندي يې لادبوش دناکامې پاليسۍ زړه سورناترپخواپه زيات شورزمزمه کړه دواک ګدۍ ته تررسېدوده دسيمې په اړه خپله راتلوونکې تګلاره اعلان کړه اوویې ويل چي دافغانستان ستونزه دډېروځواکونوپه مېشتېدوحل کېدای شي هماغه ووچي دې سيمې ته يې د۲۱ زرو نويوصليبي عسکرودرالېږلوپرېکړه وکړه،عسکرپلي کړای شول دهيوادپه لروبرکي دپړانګ دپنجې،خنجراو نوورونومونوعمليات اعلان شول په رسنیوکي دنوې تګلارې پرمؤثريت هره ورځ دسيمې اونړۍ دپوځي او ملکي کارپوهانونظرونه وړاندي کېدل،شننې خپرېدې اوداسي جوتېده چي ددې پاليسۍ ترعملي کېدو مياشت يادوې وروسته به دافغانستان په اوسنۍ وضعه کي په پراخه کچه بدلون راشي،امنيت به رامنځته شي،دخلکواقتصادي حالت به وده وکړي اودټولټاکنوپه ترسره کېدوبه افغانان ديوداسي حکومت څښتنان شي چي هم په داخل کي قانوني اعتبارلري اوهم به يې نړيواله ټولنه ترشاولاړه وي،خوداخوبونه هغه وخت بې مانااوبې تعبیره شول چي مجاهدينوپه هرګام کي داوبامانوې پاليسي نه يوازي ناکامه کړه بلکه ټول لوېدیځوال يې دې اعتراف ته مجبورکړل چي داوبامانوې پاليسي بې ګټې،غيرمؤثره اوناکامه ده .
دځواکونوپه ډېرېدوچي کله يرغلګرله سختوځاني اومالي زيانونوسره مخ شول،يوازي دجون،جولای او اګست په مياشتوکي ددوئ له رپوټونوسره سم په هره مياشت کي په لږتفاوت تراويازيات يرغلګرووژل شول اومالي خساره ترپخواپه څوچنده ډېره شوه نوټول لوېديځ له يوه ډول ويرجن حالت سره مخ شول اوپه انګلستان اوامريکاکي ددې پوځي ماموريت په دوومياشتوکي له ۷۰ فيصده په امریکاکي ۴۸ اوپه انګلستان کي ۳۵ ته راټيټ شو.
دې حالت ته په پام سپينې ماڼۍ دخپلوقواووپخوانی لوی قومندان تبديل اوپرځای يې دعراق په جګړوکي تجربه درلودوونکی خوني جنرال سټینلي مک کريسټل مقررکړدسپينې ماڼۍ له خوانوموړي ته دنده وسپارل شوه چي دافغانستان وضعيت له نژدې وجاجوي په دې اړه له بهرنيواوکوورنيوپه اصطلاح کارپوهانوسره خبرې وکړي اوبيايې دامريکاحکومت ته وړاندي کړي ده هم ترڅواونيوارزونووروسته خپل چمتوکړی رپوټ اوباما،نووروپوځي چارواکواودناټونوي سرمنشي اندرفوع راسموسن ته وړاندي کړ. که څه هم چي پردې رپوټ يوه نيمه اونۍ اوښتې خونه هم ناټواونه امريکارسنيوته ددې رپوټ بشپړجزئيات وړاندي کړي خودمطبوعاتولاس ته ځيني جزئيات په لاس وررغلي اوپه هغوکي مک کريسټل افغانستان ته دنوورولسواوڅلوېښتوزروترمنځ عسکرودلېږلوغوښتنه کړې،مګرواشنټن په دې اړه دومره سوړدريځ خپل کړی چي تر اوسه اوباماپه دې اړه هيڅ هم نه دي ويلي،خوهمدانن دامريکاداولسي جرګې مشرې ميرمن نانسي پلوسي وويل چي په کانګريس کي افغانستان ته دنويوعسکرودلېږلوپه اړه ملاتړډېرکم دی اوکېدای شي دجنرال دا غوښتنه ردشي . بل لوورته دامنيت نړيوالې شورادافغانستان داوسنۍ وضعې په اړه يوڅېړنيزراپورخپرکړی اوويلي يې دي چي دافغانستان په ۹۷ فيصده خاوره کي طالبان پراخ فعاليت اونفوذلري،کومې ټولټاکنې چي ترسره شوې دافغانستان پروضعيت يې ناوړه اغېزه کړې اوان ددغوټاکنومشروعيت يې ترپوښتنې لاندي راوستی اوويلي يې دي چي افغانانوپه پيل کي لاداهسي يوه ډرامه بلله اودکوم پرمختګ تمه يې ترې نه درلوده .
دااودې ته ورته په سلګونوڅيړنې،رپوټونه اوتحقيقات دي چي دافغانستان اوسنی حالت دلوېديځ په زيان او ضمناًدمجاهدينوپه ګټه بولي .
دې څرګندونواوپرمختګونوته په پام ويلای شوچي ان شاء الله نوورغرب دافغانستان په مسئله کي له ماتې پرته هيڅ نه ويني اولرې نه ده چي په لنډوخت کي خپل شکست ومني اوافغانستان نووريوه داسي سيمه وګڼي چي ان دوئ يې په اړه اوريدلي هم نه وو. په همدې هيله