د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دپزپرېکړي ډیموکراسۍ یوبل جرم !

احمد،محمود
12.09.2009

دپزپرېکړي ډیموکراسۍ یوبل جرم !
www.toorabora.com
ليکونکي سيدسعيد
دتوري بوړي څخه په مننه
په دې وروستیوکي رسنیودکابل ادارې دعدلیې چارودوزیرسروردانش له قوله خبرورکړچي :دبلخ پوهنتون دژورنالیزم دپوهنځي محصل پرویزکامبخش دکرزي دیوخاص فرمان په اساس له بنده خوشي کړل سو اواوس له افغانستان څخه بهرکوم خوندي ځای ته انتقال سوی دی .
پرویزکامبخش څه باندي دوه کاله وړاندي وروسته له هغه دچارواکوله خواونیول سو،چي داسلام دسپېڅلي دین داحکامواوپه هغوکي یې و ښځوته دورکړل سووحقونوپه  اړه یوه  توهین امیزه ګمراه کونکې مقاله لیکلې اوبیایې پر خلګووېشلې وه؛چي په جرم یې  دبلخ دابتدائیه محکمې له خواداعدام په سزامحکوم کړل سو اووروسته یې بیاپه کابل کي دستري محکمې له لوري داعدام سزاو شل کاله حبس ته راکښته سوه .
دکامبخش نیول کیدودکابل ادارې پرضدپه نړیواله کچه خوراپراخ غبرګونونه راوپاورل اودټولومدني ــ بشري ټولنواونړیوالو سازمانونوله خوادکامبخش نیول دبیان دازادۍ سره مخالفت اودډیموکراسۍ داصولوخلاف یوعمل وبلل سواوټولوپه یوه خوله دکابل څخه دهغه دفوري خوشي کیدوغوښتنه وکړه .په داسي حال کي چي په اصطلاح دکابل دمنتخب اسلامي !!جمهوریت دستري محکمې اوعدلیې وزارت په رسمي دیوانونوکي دنوموړی دوسیه ثبت اودیومجرم شخص په توګه پيژندل سوی ‌‌‌ؤ؛خونړیوالودوستانویې بلاقید وشرطه البته دبیان ازادۍ ته په احترام !!دهغه دایله کیدوغوښتني په بیابیاتکرارولې چي ؛بالاخره په دې وروستیوکي  دکرزي دیومحرم فرمان له مخي معاف اوله زندانه ازادکړل سو.
دبې سرحده خبریالانودټولني عمومي منشي ژان فرانسواجولیارډپه یوه خپره سوې اعلامیه کي دکامبخش پرخوشي کیدوخوښي څرګنده کړې اوویلي یې چي :کامبخش تردووکالوبندوروسته ایله اوس خپل ژوندله سره پیل کړ.دغه رازپه اعلامیه کي  دټولوهغوکسانوچي په افغانستان کي یې دبیان دازادۍ دفاع کړې ستاینه سوې اودکامبخش په خوشي کیدوکي یې دهغوي دهڅومننه کړې ده .
بله خوادملګروملتونودکډوالوادارې ویلي چي کامبخش یې په افغانستان کي دیوبهرني سفارت په همکارۍ  دافغانستان څخه ونوي ډهلي ته رسولی اوپه راتلونکي کي به کوم اروپایې هیوادته ستون سي .
دکامبخش ارتدادپه افغانستان کي دغربي ډیموکراسۍ لومړۍ ډالۍ نه ده اوښایې وروستۍ یې هم ونه اوسي .ځکه تردې وړاندي علي نسب محقق،عبدالرحمن مرتد،دپیمان ورځپاڼي چلونکي او...هم دورته جرمونوڅخه نه تنهابري سول ،بلکي په خورالوړولوړو اعزازونو ونازول سو ل آن له زندانه سیده اروپاته والوتل اوپه صلیبي پلازمېنه واټیکان یې جګپوړي کششیان ګلونه په لاس راتلوته انتظاروواو دورسیدوسره سم یې داتلولۍ مډالونه پرسینه وروټومبل .
نوکامبخش خو  ښایې ډېرژردواټیکان په قلمروکي راکښته اودلویولویوکاردینالانوله لوري په هرکلي بدرګه سي اوبیا دپاپ اعظم سره یوځای دعشاء رباني په شانداره مراسموکي مسیح (ع)ته دغوښواووینونذرانې اوتحفې وړاندي کړي ترڅوګناهونه یې توي اوصفاسپیني کوتري سي !!هودوی اونورغولیدلي به په هیڅ صورت هم دسریع الحساب څښتن جل جلاله دبې مثله شفاف حساب څخه خلاصون ونه مومي چیري چي دمثقال ذرة په اندازه درغلي امکان نه لري هرچاته دخپلواعمالوپوره پوره جزااوسزاورکول کیږي .
ډیموکراسي هم یوه عجبه معماده ځکه له یوې خوایې دپیاده کولواوعامولوپه خاطرپه زرهاووسپاهیان سرونه بایلي اوملیونونه نورله تېغه تېروي .خوله بلي خوابیادډیموکراسۍ ګروهمن دهغې دترویج اوخپریدوپه خاطرتروهلوټکولووروسته دزندان دتوروتمبوشاته غورځوي ؛چي روښانه بېلګې یې د«ډیموکراسۍ دتمثیل په ورځ » یعني داګست په ۲۰مه نړیوالوولیدلې چي دبیان دازادۍ په ګناه په لسهاووژورنالیستان تروهلوټکولووروسته بندیان سول .
اودپام وړلاداچي ،پرون یې دبیان دازادۍ په پلمه داسلام اوافغانیت دښمن عبدالرحمن خوشي کړ؛خودبي بي سي خبریال عبدالصمدروحاني یې بیادډیموکراسۍ دهمدې اصل (دبیان ازادۍ )دپېروي په جرم دژوندله شتمنۍ یې بې برخي کړ.دغه رازدکاناډایې ټلویزیون خبریال جاویداحمداعظمي یې دبیان دازادۍ په ګناه یوکال بندي اوبیایې په شهادت ورساوه ؛خوددین اووطن یاغي کامبخش یې دبیان ازادۍ ته په احترام معاف اوازادکړ.ښایې نورنودکابل مذهبي تفریطیون دکابل رژیم پوري داسلامي دکلمې دتړلوکستاخي تکرارنه کړي ځکه چي دستري محکمې پرېکړي یې دډیموکراسۍ دغړانده اورتاب نسي راوړلای اودسترګوپه یوه رپ کي یې هرڅه ور ویلوی اومحوه کوي .
خوږولوستونکوتاسي ته بهتره معلومه ده چي صلیبي ټروریستي ټلوالي پرافغانستان نه یوازي پوځي یرغل کړي دی ،بلکي سربېره پردې یې عقیدوي اوفرهنګي یرغل خوراداندېښنې وړدی ؛ځکه چي پوځي تېری دمادي اسبابوپه مټ تریوې محدودي زمانې پوري پایښت کولای سي ؛خوبرعکس عقیدوي اوفکري استعمارترپېړیوپېړیوخپله بقاساتلای سي .دبېلګې په توګه لسیزي وړاندي دوارساجنازه خاورته وسپارل سوه ؛خودکمونیزم مفکوره اودمارکسیسزم فلسفه اوس هم په نړۍ کي په دولتي اوولسي کچه ژوندۍ ده.
نوبنأپه ګران هیوادافغانستان کي دصلیبي اشغالګرانوپرضدبایدپه هرمحاذکي مقابله وکړل سي .مخصوصاعلماءکرام اودرانه قلموال بایددې ټکي ته ډېرځیرواوسي اووخت پروخت بایددخپلوویناوواولیکنوله لاري بیچاره هیوادوال په ځانګړي ډول ځوان کهول دصلیبي يرغلګرانودتوطیواودبیان دازادۍ په نوم یې دتنصري اوتبشري ګمراه کونکوسازمانونواوټولنوله ناوړه عزایموڅخه خبرکړي او دژغورني اودفاع لاري چاري ورته په ګوته اوروښانه کړي .
په همدې هیله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more