نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دمیدان وردګ ولایت والي دخواخوږۍ پیغام!
عادل عادل
09.09.2009
شاهدالله شاهد
09.09.2009 09:21
په ډيره خواشینۍ سره مو په کابل کې د تیرې شپې د ړندو توغندیو د توغولو له امله د د دریو تنو دشهادت او دوه تنو دټپي کیدو خبر ترلاسه کړه
انا لله و انا اله راجعیون
دهېواد دسولې او ثبات دښمنانو په خپل دغه کرغیړن عمل سره یوځل بیا وښودله چې دوۍ هیڅ اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن نه دي ، بلکې دوۍ دغه خوار ملت د وژلو او لمنځه وړلو په موخه مټې رانغاړلي دي، دسولې دښمنانو دخپلو شومو موخو په خاطر د روژې په مبارکه میاشت کې په خپلو ړندو او بې مانا قضاوتونو په موخه دکابل ښار په عام ولس باندې په توره شپه توغندي وتوغول چې له امله دمیدان وردګ ولایت دیو اوسیدونکي په کور کې ولګیده چې له امله یې دکورمالک،میرمن او کوچنیۍ لور په داسې حال کې چې په خواږه خوب ویده وو په شهادت ورسول، او دوه تنه نور ټپیان شول، موږ دغه کرغیړن عمل نه یوازې دا چې غندو ،بلکې د داډول نورو پیښو د مخنوی غوښته کوو ، ټپیا نو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوو او شهیدانو ته دفردوس جنت په موخه د لوی خدای ج په دربار کې لاسونه لپه کوو او د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته دجمیل صبر غوښتنه کوو.
ومن الله التوفیق
محمد حلیم فدایي
دمیدان وردګ ولایت والي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=darkred:5841ee3176]ما ویل که ښاغلي والي صیب به د انساني خواخوږئ له مخې د کندز د بې ګناه شهیدانو په اړه خوله پرانیستې وي؟؟؟[/color:5841ee3176]
ایا د ښاغلي والي صیب نه د ورته خواخوږئ د اعلان تمه پر ځای ده؟؟
ابو جرير
09.09.2009
عادل صيب ماهم دعنوان په ليدو ورته ګومان وكړ،
دوالي صيب دادارې ولسمشر ته هم دداسې پيښو په وړاندې دغبرګون اجازه نشته پاتې خو لا والي صيب شو، ولسمشر چې هم كله دورته عاموژنو، اونارواوو په وړاندې د ولس دغولونې لپاره كله ناكله عكس العمل ښوولى دنوموړي دخواخوږۍ پيغام دامريكاسفارت پاس كړي وي او بيا ورباندې ولسمشر خوله وښوروي.
عادل صيب دورته خواخوږۍ تمه له هغه چانه كيدى شي چې دولس په درد دردمنيږي، دهيواد اصيل بچی وي، هركله چې يو څوک داشغالګرو ترڅنګ ولاړ وي او له ځانه يې دهغوى لپار سپر جوړ کړى وي نو په داسې حالت كې به داشغالګرو په ظلمونو او نارواوو نيوكه وكړى شي؟؟، او كه ويې کړي هم ددوى دغه كار به څه، معنى ولري؟؟