د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

..Ahmadzai
06.09.2009

http://www.tawhed.ws/r?i=jmk3sy3s

http://www.tawhed.ws/r?i=ge03gnu4

الجامية د ننۍ زمانې د مرجئو يوه طائفة ده, چې د مدینې منورې څخه شروع سوې ، او اوس انتشار کې ده، عمومي فکر یې سلاطینو ته چاپړوسي او د مجاهدینو په مورد ضد او نقیض خبرې، تبلیغات او تهمتونه.
خدای د نکوي چې وهاج صاحب د دوۍ د فکر تابع وي، او انشاءالله نه به وي، خو چون دی هلته ده، نو که د سترګو لیدلی حال لږ ووایي، خاصتاٌ چې د دغې طایفې مشران نن سبا په پوهنتونو کې لوړې چوکۍ لري.
د نن زمانې منحرفو فرقو څخه یو مخلوط جوړ سوی، لږ یوې فرقې، لږ بلې نه، لږ سم، لږ کوږ، خو څومره چې مطلب او مراد او د وخت تقاضا وي هغومره یې هغه خواته مخه کړې
پورتني لینک کې لږ ذکر سوی.
په درنښت


ابو جرير
06.09.2009

[quote:42d388e06b]http://www.tawhed.ws/r?i=jmk3sy3s

http://www.tawhed.ws/r?i=ge03gnu4

الجامية د ننۍ زمانې د مرجئو يوه طائفة ده, چې د مدینې منورې څخه شروع سوې ، او اوس انتشار کې ده، عمومي فکر یې سلاطینو ته چاپړوسي او د مجاهدینو په مورد ضد او نقیض خبرې، تبلیغات او تهمتونه.
خدای د نکوي چې وهاج صاحب د دوۍ د فکر تابع وي، او انشاءالله نه به وي، خو چون دی هلته ده، نو که د سترګو لیدلی حال لږ ووایي، خاصتاٌ چې د دغې طایفې مشران نن سبا په پوهنتونو کې لوړې چوکۍ لري.
د نن زمانې منحرفو فرقو څخه یو مخلوط جوړ سوی، لږ یوې فرقې، لږ بلې نه، لږ سم، لږ کوږ، خو څومره چې مطلب او مراد او د وخت تقاضا وي هغومره یې هغه خواته مخه کړې
پورتني لینک کې لږ ذکر سوی.
په درنښت[/quote:42d388e06b]

ښاغلى جلال احمدزى صاحب دكار لينكونه دې وركړي دي، دجماعة المدينة، يا جماعة الجامية په اړه يې په زړه پوري ليكنې كړي دي، يقينا چې نن ورځ ددغې ډلې افكار ډير په درز كې دخلكو ترمينځ خپريږي، زه به دهمدې لينك نه په استفادې دجامية ډلې دافكارو څو نورې نمونې دلته رانقل كړم ګوندې لوستونكوته ددغې خطرناكې ډلې له مخه ښه پسې پرده پورته شي.

جاميه ورته ځكه وايي چې شيخ محمد أمان الجامي رحمه الله ته يې نسبت كوي، او مداخلة هم ورته وايي چې شيخ ربيع المدخلي رحمه الله ته يې نسبت كوي، ددې ډلې ځينې کسانو په دغو علماوو سره خپل هدف ته درسيدو په خاطر ناسته پاسته كوله، خو په حقيقت كې دغه دواړه علماء ددغسې افكارو نه بري دي.
دوى ځان ته جماعة المدينة هم وايي، مدينې منورې ته ځان منسوبوي.

په 1991م كال دكويټ له ازادۍ وروسته دغه ډله په ځينو عربي دولتونو كې راپيدا شوه، او يو لړ نوې افكار او نظريې يې راوويستې چې دټولو په سر كې له جهاد سره مخالفت او دښمني ده.

دوى وايي نهي عن المنكر ترهغه جواز نه لري ترڅو چې امير اجازه نه وي كړي، او حاكم كه هرڅوك وي، او كه دهر قانون په بنا حاكم شوى وي، او كه هرڅومره دشريعت مخالف كارونه كوي، زمونږ ولي الأمر دى او درسول الله صلى الله عليه وسلم په څير په مونږ اطاعت واجب دى.

ددې ډلې افكار لكه دبريښنا په څير په خلكو كې سرايت كوي، لامل يې دادی چې ترشا يې دحكومتي كړيو پوره پوره لاس دى او ملاتړ يې كوي.

دوى وايي چې، نن ورځ جهاد نشته، ټول خپلسري جنګونه دي او نه امير شته او نه امام، داوسنيو هيوادونو حاكم كه دهر مذهب او هر دين خاوند وي اطاعت يې لكه دپيغمبر واجب دى، نصيحت يا امر بالمعروف او نهي عن المنكر كه ترسره كيږي بايد په پټه ترسره شي، خلك ټول ناپوهه او جاهل پرته له دوى نه.
دا هغه ډله ده چې دتاريخ په اوږدو دمنافقينو په نامه پيژندل كيږي. ددوى او هغو قاديانيانو ترمينځ هيڅ فرق نشته چې له انګريزانو سره يې جهاد ناروا باله ځکه اولياء الأمور دي، ددوى او دهغو سيكورستانو او علمانيانو ترمينځ هيڅ توپير نشته چې دين له سياسته جدا كوي او امربالمروف، جهاد، او دعوت ملغى اعلانوي.

دغه ډله نن ورځ الله تعالى رسوا كړې دي، دوى داسلامي امت په مظلوم حالت باندې صرف دليكچرونو، كانفرانسونو، او انجمنونو له لارې نظر وركوي او تبصرې پرې كوي.

دوى وايي په خپل كور كينه او له فتنو ځان ساته"، "نن ورځ جهاد نشته ټول دچوكۍ په سر جنګونه روان دي"، "دطالبانو ايديالوجي تكفيري ده، دوى خوارجو ته پنا وركوي"، "دطالبانو شعار ګونګ دى مونږ دګونګ شعار لاندې جهاد نه كوو ځكه نه پوهيږو ولې جهاد كوو؟"، "دوى بايد ښكاره امير ولري نو هله به مونږ په جهاد لاس پورې كوو"، "دا كوم هرج او مرج چې روان دى ټوله فتنه ده شرعي جهاد ورته نه شي ويل كيدى"، "طالبان خوارجو ته پنا وركوي نو كه هرڅه ورپيښيږي دوى پوه شه او كار يې"، "دجهاد فتوى هرڅوك په خپل سر نه شي وركولى بايد دفتوى لپاره يو ځانګړی كميسون فتوى وركړی"، "دكفارو الوتكو ته هوايي زمينه برابرول له هغوى سره مرسته نه شميرل كيږي او مونږ داسې كوم هيواد نه پيژنو چې له امريكا سره همكاري كوي".

دغه ډله تل زيار وباسي چې داسلامي امت كمزورې نقطې راوباسې، دهغوى ستونزې، ټپونه، او ويرجن حالت په شدومد بيانوي، او بيا يې همداسې پريږدي او دوى ترې کډه وكړي.

دافغانستان دمسلمانانو ټوك ټوك حالت بيان كړي او بياخلكو ته ووايي چې غوره داده چې بايد ديو اسلامي جماعت يا ټولګي پورې ځان وتړئ، داسې ټولګی يادوي چې نه به يې چا رنګ ليدلى وي، به بوى، او نه خوند.

همدارنګه ددوى وايي: طالبان ځکه شرعي حكومت نه دى چې ملل متحد يې په رسميت نه پيژني، له طالبانو سره جنګ له يهودو او نصاراوو سره ترجنګه زيات فرضيت لري، كه اسامه يې امريكا ته سپارلى واى امريكا به په افغانستان حمله نه واى كړې، او داسې نور..

ددوى دغه ادعا چې په افغانستان كې نن ورځ جګړې ته جهاد نه ويل كيږي چورلټه ناسمه ده، داسلامي نړۍ كره علماوو كرامو له طالبانو سره دمرستې او له هغوى سره اوږه په اوږه دورريدو په وجوب فتوى وركړې ده،او ويلي يې دي چې طالبان په حقه دي، ددعو علماوو نومونه دادى:

الشيخ حمود العقلاء الشعيبي ، الشيخ عبد الرحمن البراك ، الشيخ عبد الرحمن الغريان ، الشيخ عبد الله السعد ، الشيخ ناصر بن سليمان العمر ، بيان من علماء السودان ، بيان من علماء اليمن ، بيان من علماء لبنان ، بيان من علماء الأردن ، الشيخ سليمان بن فهد العودة ، الشيخ سفر الحوالي ، الشيخ رياض المسيرميري ، الشيخ عبد الله بن عمر الدميجي ، الشيخ بشر بن فهد آل بشر ، الشيخ د.مهدي قاضي ، الشيخ عبد الله بن محمد العثمان ، الشيخ عايض القرني ، الشيخ ناصر الفهد ، الشيخ الشريف الفعر .

نو ددغو علماوو له فتوى نه وروسته دجاميه ډلې او اتباع يې دچا فتوى او اجازې ته منتظر دي چې له طالبانو سره څنګ په څنګ په مقدس جهاد كې برخه واخلي؟!!.

زمونږ ډيری ليكوالان، او لوستي هيوادوال ددغې ډلې دافكارو تراغيز لاندې لاندې راغلي، نو پورته ددغې ډلې ځينې افكار رانقل شول ترڅو هغه خلك وپيژنو چې غواړي دمسلمانانو اذهان مغشوش كړي، او مغز يې له جهادي جذبې، او له كفارو سره ددښمنۍ نه پريمينځي.

په ګران هيواد افغانستان كې ديو سوچه اسلامي نظام دبيا راتلو په تكل.


..Ahmadzai
08.09.2009

السلام عليكم

[quote:d89a8e5dff] خو په حقيقت كې دغه دواړه علماء ددغسې افكارو نه بري دي. [/quote:d89a8e5dff]

که خپه کیږې نه
خو د دغه فکر او مدرسې مؤسسين همدغه دواړه دي.
محمد امان الجامي یو حبشي وو، چې د مدخلي استاذ وو، او دواړه په الجامعه الاسلامیه مدینه منوره کې استاذان تیر سوي، محمد امان د ژبې په سرطان مبتلا او بیا وفات سو، او ربیع المدخلي دحدیث برخه کې استاذ او بیا تقاعد، او وروسته تعاقدي بیا راوستل سو او د حدیث د لوړو زده کړو مشر مقرر سو، بیا مکې ته لاړ اوس ترې نه یم خبر،
یو بل محمد بن هادي المدخلي نومیږي چې کیدای سي د مخکیني ورور وي، دا هم جامعه کې استاذ وو، خو د مجاهدین مقابل کې له تیر دواړو ډیر سخت او شدید وو.
دوي د سعودي عربو عوامواو علماوو کې رسوخ او ښه صیت نلري،ورسره لوی علماوو لکه ابن باز او ابن عثیمین او نورو ډیرې مناصحې کړي، او ردونه پرې کړي.
خو رسوخ او اثر یې په خپلو شاګردانواو اجنبیانو او کمزورو خلکو کې زیات ده.
خلک ځانونه ترې ساتي ځکه چې پاس سلاطینو سره ډیرې قوي ارتباطات لري، هم ضرر او هم خیر رسولی سي، نو څوک چې ترې ډاریږي ورنه ځان ساتي،او څوک چې ترې تمه لري، نو دوي ورته ډیر تسهیلات برابرولی سي.
اصلاٌ دغه خلک ډیر کمزوري وو، خو حکومت ورته ډیر قوت ورکړی، داصل او فصل له نګاه نه ډیر محدودو او کمزورو ټولګیو سره
تړاو لري

نجد کې ډیر کم اتباع لري، او دلته خلک د جاسوسانو په سترګه ورته ګوري
،
او داسې خطاب ورته کوي:

هم خوارج مارقون علی الدعاة والمجاهدین ومرجئة زنادقه مع الطواغیت

او یا هم ورته : ادعیا السلفیه الجدد وایي.
د دوۍ لوی کار الجرح والتعدیل ده، ښه ورت ځیر سه ، نو هر وخت د خلکو او ډلو په جرحه کې اخته وي، او ډیر په اسانه یو څوک یا یوه ډله تجریح کولی سي، او د ضال کافر ، مبتدع، خارجي،اشعري او او ....او په نامو نومولی سي.
په تعلیمي مراکزو کې خپل چرګوړي ځیږوي اوځایوي، او حکومتونه یې هرکلي کوي.
په درنښت


احمد جعفر
22.12.2009

السلام عليكم ورحمت الله وبركاته
از موضوعی که اختیار شده است خوشحال شدم اما آنچه را باید متوجه ان بود این است که نباید در هنگام نوشتن در این موضوع کسانی را در اذهان خویش مجسم بسازیم که در بستره تاریخ ما به ارجا متهم شده اند ویا اینکه شمه از ارجا در ان ها دیده شده بود به گونه مثال امام بزرگوار ابو حنیفه رحمه الله وکسانی دیگری که خدمات شایسته را انجام داده اند با انکه به ارجا متهم شده اند به گونه مثال کتاب السنه که نوشته امام عبدالله پسر امام احمد بن حنبل رحمهم الله فصلی را به انتقاد از امام ابوحنیفه رحمه الله اختصاص داده است که در ان روایاتی را می یابیم که نشاندهنده عقیده ارجا است که امام رحمه الله به ان متهم گردیده است
من می گویم که بدون شک که سلف رحمهم الله علیه مرجیه شوریدند و در زمینه کتابهای را نوشتند اما انچه را که باید دانست این است که ارجا در ان زمان از قالب نظری اش بیرون نشد به گونه مثال جصاص رحمه الله که از فقهای نام اور احناف است در مورد خروج علیه حاکم مسلمان اما ظالم رای این است که این خروج مشروع است بلکه امام ابوحنیفه را رای براین بود حتی ابن حجر رحمه الله می نویسد که (مذهب السیف فی السلف قدیم )
پس این های که امروز از نظام کفری حاکم بر ما صحبت می کنند واین نظام ها را اسلامی مید انند و سخنان بی بنیاد این وان را نقل می نمایند در حقیقت اولیای طاغوت اند وبلاعمه اند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more