د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

..Ahmadzai
01.09.2009

بيا هم
السلام عليكم

وهاج صاحب

ما کله ویلي چې د طالبانو امارت یو په تول پوره خلافت ده، یا مې ویلي چې امیر المومنین حفظه الله من شر حساده، د اسلامي خلیفه حیثیت په اوس مهال کې لري.
ولې دومره احساساتي سوې، او بیا دې ملا عمر او طالبانو پسې ډانګ راواخیست.
وهاج صاحب د ملا عمر د پښو ګرد او ستا دغه ټوله جامعه والله که سره برابر کړم،
ملا عمر مجاهد د یوې مجاهدې اسلامي ډلې امیر ده چې ننۍ زمانه کې مثیل نلري
، نه په قریشو او نه ټولو عربو او عجمو کې.
ملاصاحب به د ټولو مسلمانانو خلیفه نه وي، خو یقیناٌ دا ومنه چې خلافت به د همدې سپیڅلی جهاد ثمره وي، اوچې کله د خدای تعالی دین علو پیدا کړ، نو خلیفه به هم ټاکل کیږي، چې دی به وي که بل څوک، هغه ساعت هغه مسلات، خو اوس زمونږ امیر ده، ولا امیر لکم.

[quote:05d239acb6]مطلب دا چې اسلامي خلافت سراسري اسلامي نړۍ کې ديو چتر لاندې دټولو
مسلمانانو دراټوليدلو په معنا دی، نه چې يواځې په افغانستان کې يې طالبان
اعلان کړي، او هر مفسد، او مجرم، هلته داسلام په نوم ورشي، او امان پیدا
کړي، سره له دې چې مخکې يې هم جرمونه کړي وي، او لا جرمونه ته ادامه ورکوي،
او دمليونونو مسلمانانو ژوند په خطره کې اچوي.
[/quote:05d239acb6]
وروره دغه د هر مفسد او مجرم خبرې ستا خپلې دي، او دغه ستا عقیدوي او عقدوي او مذهبي تشخیص لپاره کافي دي.
نور دغه بحث بله خوا لاړ ، زما همدور بس ده.


و.افغان
01.09.2009

[quote:bad52f9258]بيا هم
السلام عليكم

وهاج صاحب

ما کله ویلي چې د طالبانو امارت یو په تول پوره خلافت ده، یا مې ویلي چې امیر المومنین حفظه الله من شر حساده، د اسلامي خلیفه حیثیت په اوس مهال کې لري.
ولې دومره احساساتي سوې، او بیا دې ملا عمر او طالبانو پسې ډانګ راواخیست.
وهاج صاحب د ملا عمر د پښو ګرد او ستا دغه ټوله جامعه والله که سره برابر کړم،
ملا عمر مجاهد د یوې مجاهدې اسلامي ډلې امیر ده چې ننۍ زمانه کې مثیل نلري
، نه په قریشو او نه ټولو عربو او عجمو کې.[/quote:bad52f9258]
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

خلافت خلافت وي، په تول او بې توله په کې نه وي، که تاسو ورته خلافت نه ويلي،
نو هغوی ورته ابوبکري او عمري خلافت ويلو، دضرب مؤمن پیرانو به خپل مريدان
په همدغو خبرو نشه ساتل.
خو بس ، نور مونږ په حقيقت سترګي نشو پټولې، ‌آينده بايد دتير په څير نه وي، او
په افکارو او ذهنيتونو کې پوره مثبت بدلون بايد راشي.
دمشر ملا صاحب خبره دی هسي چيټې دلته مطرح کړیده، ته يې له جامعې سره
نه برابروي، او زه وايم چې دپاک مسلمان مجاهد په سنګر کې يو شپه تيرول له
دنيا او ما فيها څخه بهتر دي، او هيله مو ده، اميد لرو چې مشر ملا صاحب ددغه
رنګ مجاهدينو په قتار کې وي، ان شاء الله.
خو ددې معنا دا نه ده، چې هغه معصوم دی، خطا نه ترې کیږي، زه مشر ملا صاحب
ته ديوه ډیر عظيم شخص په نظر ګورم، او په ډير تعظيم او احترام ورته قائل یم،
خو په هغو خلکو لعنت وایم، چې ده ته يې غلطې مشوري ورکولې.

[quote:bad52f9258]ملاصاحب به د ټولو مسلمانانو خلیفه نه وي، خو یقیناٌ دا ومنه چې خلافت به د همدې سپیڅلی جهاد ثمره وي، اوچې کله د خدای تعالی دین علو پیدا کړ، نو خلیفه به هم ټاکل کیږي، چې دی به وي که بل څوک، هغه ساعت هغه مسلات، خو اوس زمونږ امیر ده، ولا امیر لکم.[/quote:bad52f9258]

داسې په وچ خوړ که درحم سيلاب الله جل جلاله وبهوي، نو دا خو به يوه لويه معجزه
وي، او زمونږ ټولو مسلمانانو ته به دفرحت او خوشالۍ بارانونه وي، خو
دمسلمانانو اوسنۍ حالت له هره اړخه ددې جوګه نه دی، چې داسې معجزې يې
په نصيب شي، خو له یاده مه باسئ، چې دا نړۍ په يوه ټاکل شوي نظام چلیږي،
هر څه لپاره الله جل جلاله خپل اسباب ټاکلي دي، له اسبابو پرته توکل کول، توکل
نه دی، بلکه حماقت دی، نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي: اعقلها وتوکل.

[quote:bad52f9258]
[quote:bad52f9258]مطلب دا چې اسلامي خلافت سراسري اسلامي نړۍ کې ديو چتر لاندې دټولو
مسلمانانو دراټوليدلو په معنا دی، نه چې يواځې په افغانستان کې يې طالبان
اعلان کړي، او هر مفسد، او مجرم، هلته داسلام په نوم ورشي، او امان پیدا
کړي، سره له دې چې مخکې يې هم جرمونه کړي وي، او لا جرمونه ته ادامه ورکوي،
او دمليونونو مسلمانانو ژوند په خطره کې اچوي.
[/quote:bad52f9258]
وروره دغه د هر مفسد او مجرم خبرې ستا خپلې دي، او دغه ستا عقیدوي او عقدوي او مذهبي تشخیص لپاره کافي دي.
نور دغه بحث بله خوا لاړ ، زما همدور بس ده.[/quote:bad52f9258][/quote]

سکالو خو تاسو جناب له پيله دقرشيت له شرط څخه خروج او هر ج مرج ته کش
کړه، خو خير پروا نه کوي، ټول امامت پورې اړين مسائل دي، زه چې يو چا ته مجرم
وايم، په دليل يې وايم،
طالب حکومت يو اسلامي دولت وو، خو مجرمينو ته يې پناه ورکول يوه لويه غلطي
وه، خير لږ له شرعي سوچ څخه کار واخلئ، او فکر وکړئ، چې هغه خلکو چې
په افغانستان کې پناه اخيستې وه، په کوم کتاب په کوم سنت، په کوم دين هغوی
ته جایز وو، چې په اکثره اسلامي هيوادونو کې ، او په غير اسلامي هيوادونو
کې لکه تنزانيا، دار السلام، بريطانيا، او بالآخره په امريکا کې غیر شرعي
ظالم عمليات ترسره کړي.
بيا له افغاني ميګروفون څخه ټولې نړۍ ته سينه ډبوي، چې دا کار ما کړی دی،
آیا دا کار خپل دملا صاحب په دولت خروج نه دی؟
آیا ټول طالبان تر اوسه دعوا نه لري، چې دی کار ورسره دوی شريک نه وو؟
آیا طالبانو په دغه مهال دامريکا سره داړیکو دښه کيدو منډې ترړې نه وهلي، کومه
خبره چې ددې ښودنه کوي، چې طالبانو دامريکا سره نه دجنګ اعلان کړی وو، او نه
دجنګ پروګرام درلود.
آيآ طالبانو منډې ترړې نه وهلي ، چې دولت يې په ملګرو ملتونو کې رسمي غړۍ
شي؟
آیا له دی هر څه وروسته دطالبان ددغو مجرمينو څخه دحمايت په وړاندې مسئوليت
په غاړه نه لري؟؟
سره له دې چې امريکايي يرغل په افغانستان يو ظالم، جابر، او غير قانوني يرغل
وو، خو آیا دغو مجرمينو ورته لاره هواره نه کړه؟؟؟

راځئ چې خپل ګريوان کې فکر وکړو، که چيرته مونږ داسې پاور يا ځواک لرلای
لکه امريکا يې چې لري، او يوه لرې پروت يو غير مسلم کمزوري دولت کې يوه
ډله مجرمين دي، چې هر ځای ځمونږ مصالحو ته ستونځې جوړوي، حتا زمونږ په
دولت خونړي بريدونه هم کوي، او دهغه کمزوري غير مسلم دولت له خوا حمايه
کیږي؟؟
تاسو ځواب راکړئ، چې داسې حال کې به بيا ځمونږ دريځ څه وي؟؟
امريکايان چې کافر دي، زمونږ په دين ايمان نه لري، نو مونږ يې هغو معاهدو او
قوانينو ته راکش کوو، چې هغوی پرې لاسليک کړی دی، ددغو معاهدو او قوانينو
له مخې دامريکا بريد يو غير قانوني او يو غير اخلاقي بريد دی، خو څنګه چې
قوانين پرته له زوره نشي عملي کیدای، نو خپل مسلح مقاومت به هم ادامه ورکوو،
تر څو دښمن خپل وطن څخه وتلو ته مجبور کړو، په دې چې مقاومت ځمونږه ایماني
فريضه او مقدسه وجيبه ده، او هيچا ته اجازه ورنکړو چې دبيا لپاره ځمونږ هيواد
دداسې بلاګانو خولو ته ورسم کړي، چې نحن في غنی عنها.

مسلمانان نن صبا دضعف حالت کې دي، مسلمانان ډیر څه ته ضرورت لري، چې
انجام يې کړي، تر څو ددې جوګه شي، چې له دښمن سره ډغره ووهي، دمليونهاوو
مسلمانانو په ژوند مخاطره کول، (يعنی ژوند يې په خطر کې اچول) ډیر لوی جرم
دی، چې سزا به يې دالله جل جلاله په وړاندې ډیره لویه وي.

په درنښت


و.افغان
01.09.2009

دا هم در سره وګورئ، خامخا به حس کړئ، چې خبرې مې له حقيقت څخه پرته بل
څه نه دي، او نه ځانته ځما افکار دي، بلکه نور ډیر پوهه او هوښيار خلک راسره
په کې شريک دي، يا زه ورسره په کې شريک یم.

[img:2b03241869]http://www.aawsat.com/2008/03/15/images/news1.462717.jpg[/img:2b03241869]
http://www.aawsat.com/details.asp?section=4&issueno=10700&article=462717&search=%E6%DF%ED%E1%20%C3%CD%E3%CF%20%E3%CA%E6%DF%E1&state=true

http://www.aawsat.com/details.asp?section=1&issueno=10700&article=462766&search=%E6%DF%ED%E1%20%C3%CD%E3%CF%20%E3%CA%E6%DF%E1&state=true

http://www.aawsat.com/details.asp?section=4&issueno=10701&article=462807&search=%DA%C8%CF%20%C7%E1%D3%E1%C7%E3%20%D6%DA%ED%DD&state=true

http://www.alwatanvoice.com/arabic/content-22712.html

په درنښت


..Ahmadzai
01.09.2009

[quote:3cfa4fc841]په کوم کتاب په کوم سنت، په کوم دين هغوی
ته جایز وو، چې په اکثره اسلامي هيوادونو کې ، او په غير اسلامي هيوادونو
کې لکه تنزانيا، دار السلام، بريطانيا، او بالآخره په امريکا کې غیر شرعي
ظالم عمليات ترسره کړي.[/quote:3cfa4fc841]

وهاج صاحب پام کوه ، ډیر تیز روان یې، دا شرعي مسلې دي ، هسې نه چې د مجاهدینو د غوښو خوړو باندې عادت سې،.
که زه سل دلیله درته ووایم او مشر ملا صاحب هم درته له خپل موقف څخه دفاع وکړي، خو والله که قانع سې، ځکه چې دلته د وطن غم اخیستی یې او شرعي ضوابطو او اصولو ته شا کوې ، ځکه چې په منطقي ګټې نه تمامیږي .
نو کله چې دوه ډلې داسې مرحلې ته ورسیږي چې نور د توافق څخه مایوسه سي، او له دغه اختلاف څخه ډیر لوی شر منځ ته راځي او ډیر لوی ظلم واقع کیږي، نو بیا بله لاره هم سته او هغه د مباهلې لاره (المباهله)، نو دلته خبره خدای ته رجوع کوي او فصل به ېې هغه کوي.
خو زما نصیحت درته دا ده چې له دغو مجاهدینو قاعدې ماعدې نه لرې ګرځه ډیر یې مه یادوه ، او نن سبا زمونږ هیواد کې چندانې رسوخ هم نلري، او مونږ خپل مجاهدین لرو،مشر هم لرو او نیم واک هم لرو،د دغه بیچاره ګانو په مورد کې ژبه لږ ساته، هسې نه ازار دې ونوهي، او په دې خو زه والله سې یقین لرم،چې که ته دومره پوهه ولرې چې دغه معضله تفکیک او تحلیل کړې، هیله ده خفه نسې، نو باید علی الاقل خپل مازغه ارامه ساتل به ګټور وي من الخوض فیها، هسې نه چې ازار دې ونه وهي ، ځکه چې د تیروتنې او ناسم تحلیل امکان هم سته.
په درنښت


و.افغان
01.09.2009

[quote:e8b50e876f] وهاج صاحب پام کوه ، ډیر تیز روان یې، دا شرعي مسلې دي ، هسې نه چې د مجاهدینو د غوښو خوړو باندې عادت سې،.
که زه سل دلیله درته ووایم او مشر ملا صاحب هم درته له خپل موقف څخه دفاع وکړي، خو والله که قانع سې، ځکه چې دلته د وطن غم اخیستی یې او شرعي ضوابطو او اصولو ته شا کوې ، ځکه چې په منطقي ګټې نه تمامیږي .
نو کله چې دوه ډلې داسې مرحلې ته ورسیږي چې نور د توافق څخه مایوسه سي، او له دغه اختلاف څخه ډیر لوی شر منځ ته راځي او ډیر لوی ظلم واقع کیږي، نو بیا بله لاره هم سته او هغه د مباهلې لاره (المباهله)، نو دلته خبره خدای ته رجوع کوي او فصل به ېې هغه کوي.[/quote:e8b50e876f]

بالكل سمه ده چې شرعي مسائل دي، له شريعت له مخې درې کاله مخکې په همدې
فوروم کې پرې غږيدلې یم، او اوس هم پرې غږيږم.
که چیرته زما په خبرو کې تاسو څه شرعي محذور ښکاري، نو واضح يې کړئ, مونږ
به یې له یوه بله زده کوو.

دا به ډیر سطحي فکر وي، چې مونږه داسامه کړنې افغانستان ته دامريکايانو
دراتګ يواځینۍ لامل وبولو.
اصلا امريکايانو دشوروي له سقوط وروسته دافغانستان دښکيل کولو په فکر کې
وه، دشوروي او افغان جګړه په غیر مستقيم ډول امريکې کنټرولوله، خو دمفسدين
في الأرض کړنو افغانستان ته دامريکايانو راتګ آسان کړ، له 130 دولتونو څخه
زيات امريکايي تحالف کې ورنوتل، په دې کې هغه دولتونه هم دي، چې دامريکا
سره په ښکاره ددښمنۍ دعوا لري، لکه ايران، سوريا، لیبیا، او شمالي کوريا....

له دې هر څه سره امريکايانو دا حق نه لره، چې دافغانستان برحال حاکم رژيم (طالب
حکومت) ته سقوط ورکړي، هغه وخت دملګرو ملتونو عمومي منشي کوفي عنان
امريکايانو ته په دې خبره تصريح وکړه، خو امریکا ته یو وار دسرو زرو چانس
برابر شوی وو، هغې له دغه چانس څخه دمنځنۍ آسيا دتيلو، ګازو، يورانيمو، او
نورو ثرواتو دلاس ته راوړلو لپاره کار واخيست.

طالبانو دمفسدين في الأرض، تکفيريانو، او غدارانو دکړنو مسئوليت په غاړه ضرور لره، ځکه چې هغوی ته یې پناه ورکړی وه، البته دطالبانو دحکومت له منځه وړل، له
افغان سره دجګړه کولو په معنا وو.
دافغان ځمکې د ښکيلولو په معنا وو، نو ځکه خو په هر افغان اوس واجب او لازم دي، چې دخپلې وسعې تر بريده له خپلې خاورې دفاع وکړي،
دښکيلاګ ختمولو لپاره پوره پوره مقابله وکړي، زما سر
دې ددين او وطن لپاره دهر مخلص مجاهد مسلمان افغان دپښو له ګرده قربان وي.

زما ياديږي، چې کله د۱۱ سبتمبر حادثه وشوه، ديو څو ملګرو سره يو ځای دمکې
معظمې په لور روان وو، په يوه هوټل کې دډوډۍ لپاره ښکته شو، ګورو چې
دټلويزيون په پرده ثانيه په ثانيه دا عبارت ښکاره کیږي، أمريکا تحت النار،
او ورسره الوتکې په برجونو لګيږي، او مونږ له خوشالۍ من من غوښې اخلو،
خو ددې خوشالۍ زور مونږ نه وو ليدلی، دامريکا سره زمونږ ډیر نفرت، او ددغې
حادثې په وجه خوشالۍ زمونږ سترګي له تعقل څخه پټې کړې وې.

خو کله چې تندر ځمونږ په سر راپريوت، ځمونږ دخوشالۍ احساسات يې تار په تار
کړل، دلته ځمونږ لپاه دجدي فکر کولو او تعقل لاره پرانيستل شوه، چې شريعت کې دا
کار څومره جواز لري؟

څومره سوچ مو چې په کې وواهه، نو دشريعت يو نص هم ددې کار اجازه نه راکوله،
خو رباني پوهه، تکړه، دينداره، تقواداره، له علم څخه برخمند عالمانو له مونږ څخه
ډير مخکې دغې نتيجې ته رسيدلي وو، داسلامي نړۍ له تکړه، معتمد، او برجسته
علماوو څخه يوه عالم هم ددغه اجرامي کار څخه ننګه ونه کړه.
نو آیا دغه ټول علما ناپوهه يا خائنين دي؟؟؟
لکه القاعده چې دعوا لري.
سره له دې چې القاعده په خپل منځ يو معروف عالم هم نه لري، مشران يې يا طبي
ډاکټران، او يا اينجنران، ددی لپاره چې دافغانستان دناروغانو دتداوۍ غم وکړي،
يا ورته لارې سړکونه جوړ کړي، هغوی لا پسې په لویو لویو غمونو واړول.

په دې صورت کې طالب حکومت بايد خپل مسئوليت ادا کړی وای، يا همدغو
ښاغلو ته دومره سترګې پکار وی، چې دطالب مشر ددومره نهايت احترام له مخې
یې دزرګونو افغانانو دقربانیدو په ځای خپل ځان قربانۍ ته ورکړی وای.

[quote:e8b50e876f]خو زما نصیحت درته دا ده چې له دغو مجاهدینو قاعدې ماعدې نه لرې ګرځه ډیر یې مه یادوه ، او نن سبا زمونږ هیواد کې چندانې رسوخ هم نلري، او مونږ خپل مجاهدین لرو،مشر هم لرو او نیم واک هم لرو،د دغه بیچاره ګانو په مورد کې ژبه لږ ساته، هسې نه ازار دې ونوهي، او په دې خو زه والله سې یقین لرم،چې که ته دومره پوهه ولرې چې دغه معضله تفکیک او تحلیل کړې، هیله ده خفه نسې، نو باید علی الاقل خپل مازغه ارامه ساتل به ګټور وي من الخوض فیها، هسې نه چې ازار دې ونه وهي ، ځکه چې د تیروتنې او ناسم تحلیل امکان هم سته.
په درنښت[/quote:e8b50e876f]

له دې به نور څه غټ آزار وي احمدزی صاحب،
چې غټ پټ دولت يې ځمونږ چپه کړ، ځمونږ علما، او تنکې تنکې طلاب العلم يې
دمرګ کومي ته ورکړ، په بیګناه افغانانو يې ددنيا زندانونه ډک کړل، او چې نور
به څه کیږي، الله جل جلاله ته معلومه ده.

په درنښت


عادل عادل
02.09.2009

سلامونه

محترم وهاج صیب

زه یقین لرم چې تاسو به خامخا په پیښور کې د هجرت ګرمې او سختې ورځې شپې تیرې کړې وي، نو دا راته ووایئ چې هغه وخت مو هم عرب مجاهدین د مجرم او خاین په نوم پیژندل؟

ایا ستاسو عیني شواهد دومره په اسانئ بدلیدای او یا د منځه تلای شي؟؟

هیله ده چې خپله خبره به دې بیرته واخلې او خدای پاک ته تایب شې.


و.افغان
02.09.2009

[quote:fbdbec0418="عادل عادل"]سلامونه

محترم وهاج صیب

زه یقین لرم چې تاسو به خامخا په پیښور کې د هجرت ګرمې او سختې ورځې شپې تیرې کړې وي، نو دا راته ووایئ چې هغه وخت مو هم عرب مجاهدین د مجرم او خاین په نوم پیژندل؟

ایا ستاسو عیني شواهد دومره په اسانئ بدلیدای او یا د منځه تلای شي؟؟

هیله ده چې خپله خبره به دې بیرته واخلې او خدای پاک ته تایب شې.[/quote:fbdbec0418]

محترم عادل صاحب:
که چیرته تاسو زما په موخه پوه شوي وئ، نو دغه پوښتنې به مو نه کولې، او نه به
مو دتوبې ويستلو غوښتنه کوله.
زه هر هغه مجاهد عرب ته په ډیر احترام، توقير، تعظيم، او تقدير قائل یم، چې
دافغانستان په جهاد کې يې برخه واخيسته، دجهاد په دوران کې يې زمونږ
په تعليم او تربيې اهتمام کړی دی، زما 90٪ کې استاذان عرب مجاهد وو،
زه له هغوی سره ډیره مينه لرم، ډیر احترام يې کوم، ځینې یې شهيدان شول، او
چې څوک يې ژوندې تيت پرک دي، الله جل جلاله دی هر ځای کې ښه لري.
همدارنګه زه ټولو هغو عرب مجاهدينو ته درناوۍ لرم، چې په افغانستان کې
یې جهاد وکړ، خپلو دولتونو ته نشو تلای، نو په افغانستان کې يې ديو افغان
وګړي په حیث يو مسالمت آمیزه ژوند ځانته غوره کړ.

زه مجرم، او غدار هغه عرب ته وايم، چې له جهاد و روسته يې افغانستان خپل
مرکز ګرځولی وو، بلکه خپل اعلامي مګروفون يې ګرځولې وو، او له دی ځای
څخه يې په ټوله اسلامي نړۍ او نورې کفري نړۍ کې غير اسلامي اجرامي اعمال
ترسره کول، او په افغانستان کې يې بيا ددې کارونو پړه په غاړه اخيسته، دا
هغه خلک دي، چې نه علم لري، نه په منځ کې علما لري، بلکه دجاهلو، ناپوهانو
ډکې ډلګۍ وې، چې هر چیرته یې شر او فساد رامنځ ته کاوه، ما دی باره کې پوره
بحث لیکلی دی، په نويیمو کلونو کې ددوی داجرامونو پوره لست راسره پروت
دی.
خاين او غدار ورته په دی وایم، چې زمونږ مشر ملاصاحب او طالب حرکت هغوی
ته دا اجازه نه ورکوله، او نه ورسره په دی کار کې شريک وو، خو دوی چې دبيعت
دعوی کوله، له دی بیعت څخه دګټې اخيستلو له لارې دا غداري کوله چې
افغانستان او طالب حکومت ته یې لانجې او ستونځې ځیږولې.
ځائنين او غداران ورته په دی وايم چې داسلامي امت لويو لويو رباني علماوو
ته دا خلک کافر او خائن وايې، او ځانونه دجنت ټکټ خرڅوونکي بولي،
درحاليکه دوی کې وتلې کس يا دګاړو انجينر وي، يا دسړکونو جوړولو ټيکدار
وي، او يا دانساني کولمو ډاکټر وي.

له دغو خلکو پرته زه هر مجاهد عرب سره دزړه له تله مينه لرم، لکه عبد الله عزام،
دعبد الله عزام زوم عبد الله أنس بوجمعة، او ډیر داسې نور، عبد الله أنس په دوی
کې دهغو پوهو کسانو له جملې څخه وو چې دافغاني جهاد تر ختميدو وروسته
په دغو اجرامونو کې يې برخه وانخيسته، هغه د (ولادة الأفغان العرب) کتاب
وګوره، چې دعرب مجاهدينو باره کې يې ليکلی دی، نو درته جوته به شي، چې
دغو ځینو مفسدينو لکه ظواهري وغيره حتی په افغان ضد روس جهاد کې هم برخه
نه ده اخيستې، او له خپلې مجرمې ډلې سره يو ځای دافغانستان دجهاد په اواخرو
کې داجرام، تفکيري فکر، او نورې ګندګۍ لپاره راغلي دي.
همدغه خلک وو، چې ددوی له لاسه شيخ جميل الرحمن هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دا خلک لکه څنګه چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي: یدعون أهل الکفر،
ویقاتلون أهل الاسلام.
أهل الکفر به پريږدي، او اهل اسلام به وژني.
خو په ظاهر داهل الکفر سره دمقابلې ادعاوې کوي، پرته له شر او فساد څخه له
دوی نور څه نه کیږي.
تاسو د (ولادة الأفغان العرب) دکتاب لوستلو بلنه درکوم، کوم چې دعبد الله
عزام زوم عبد الله أنس بوجمعه لیکلی دی، نوموړۍ دعبد الله عزام له مرګ څخه
وروسته دڅه لږ وخت لپاره دمکتب الخدمات رئيس وو.

اوس مو نظر راسره شريک کړئ، چې زما خبرې څومره صحي او څومره غلطې دي؟؟؟

په درنښت


..Ahmadzai
02.09.2009

السلام عليكم

[quote:5c5ca4fb0f]أهل الکفر به پريږدي، او اهل اسلام به وژني. [/quote:5c5ca4fb0f]

محض افترا ده
حديث نه, بلكې ستا اخیستنه نا سالمه ده، حدیث د خوارجو باره کې راغلی،
دا خلک نه د خوارج مذهب لري، او نه ېې لاره غوره کړې، او که پر امریکا او اعوانه خروج کونکي خوارج وي، نو هلم جرا.

[quote:5c5ca4fb0f]مشر ملاصاحب او طالب حرکت هغوی
ته دا اجازه نه ورکوله، او نه ورسره په دی کار کې شريک وو، [/quote:5c5ca4fb0f]
ملا صاحب اوس هم ورسره ملګری ده.
نو ته دلته د ملا صاحب په صداقت او اخلاص کې او عقیده باندې ېې د شک مرموزې اشارې کوې خو په صراحت نه سې ویلې چې ملا او ملګري علما ېې جاهلان دې، بلکګې د خوارجو ملګري دي، او اصل کې ملا صاحب هم یو خارجي ده.
خدای دې درته هدایت وکړي.


و.افغان
02.09.2009

[quote:05858513d2="jalal ahmadzai"]السلام عليكم

[quote:05858513d2]أهل الکفر به پريږدي، او اهل اسلام به وژني. [/quote:05858513d2]

محض افترا ده
حديث نه, بلكې ستا اخیستنه نا سالمه ده، حدیث د خوارجو باره کې راغلی،
دا خلک نه د خوارج مذهب لري، او نه ېې لاره غوره کړې، او که پر امریکا او اعوانه خروج کونکي خوارج وي، نو هلم جرا.

[quote:05858513d2]مشر ملاصاحب او طالب حرکت هغوی
ته دا اجازه نه ورکوله، او نه ورسره په دی کار کې شريک وو، [/quote:05858513d2]
ملا صاحب اوس هم ورسره ملګری ده.
نو ته دلته د ملا صاحب په صداقت او اخلاص کې او عقیده باندې ېې د شک مرموزې اشارې کوې خو په صراحت نه سې ویلې چې ملا او ملګري علما ېې جاهلان دې، بلکګې د خوارجو ملګري دي، او اصل کې ملا صاحب هم یو خارجي ده.
خدای دې درته هدایت وکړي.[/quote:05858513d2]

دروند ډاکټر احمدزی صاحب:

ستاسو دا غلط استنتاج چې نه دمنطوق سره مطابقت لري، او نه له مفهوم سره،
يواځې او يواځې ستاسو دخپل سوچ او طرز فکر محصول دی، نو هيله ده چې ما ته يې منسوب نه کړئ،
زما دغه دوهمه خبره چې تاسو اقتباس کړې ده، دمولوي عبد السلام ضعيف او
مولوي وکيل احمد متوکل دخبرو نچوړ او خلاصه ده،چې پورتنو لينکونو کې خپرې
شوي دي.
او حقیقت سره هم تطابق لري.
دا چې تاسو ترې بل ډول دمنطوق او مفهوم دواړو مخالف استنتاج راباسئ، نو دا
مو دخپل ذهن محصول دی، او له ما څخه مخکې ښاغلي مولوی عبد السلام ضعيف
او مولوی وکيل احمد متوکل ته منسوبیږي.

دطالب او دالقاعدې تر منځ چې څوک تفکيک نشي کولای، نو په سياست کې ورته
خبرې کول حرام دي، (حرام په دی معنا چې له سياست څخه دی لرې ګرځي).

د ۱۱ سبتمبر دحادثې دپيښې تاوان او پړه مړو او غني عربو دولتونو پر غاړه وانخيست، نو
آیا دا غواړئ، چې غریب، مسکين، فقير، ګوډ، مات، او ديرش کلن جنګ ځپلي افغانستان
ته يې ور پر غاړه کړئ؟؟؟؟؟
خبر ياستئ، چې ددی زور به بیا له چا ووځي؟
عاقل انسان هغومره پنډ يا بار اوچتوي، دڅومره چې توان لري، ددغه بار پورته کول
ځمونږ له توانه ډیره لیرې خبر ده، که جګړه ختمه هم شي، نو دغه بار به مو تر لسګونه
بلکه سلګونه کلونه ملاوې را ماتوي.

پاتې دخوارجو خبره نو:
پخواني خوارج تر دوی ډیر ښه خلک وو، دا نوي ماډل خوارج خو ډیر بیغیرته دي،
پخواني خوارجو کې دروغ، چالاکي، غداري، له شاه وهل، خيانت، او نور خباثتونه
نه وو موجود، بلکه دغو څیزونو ته بې کفر ويلی، په سپين میدان به جنګيدل، خو
دنن خوارج دروغ هم وايې، غدر هم کوي، چالاکي هم، له شاه وهل يې هم زده دي، خيانت هم کوي، عهد او پیمان هم نه لري، نږدې مثال یې اوس په سعودي کې
دوزیر داخله په مرستيال محمد بن نايف باندې حمله وه، داسې ګنده حمله چې تاريخ
کې هيڅ ساری نه لري، سره له دی چې له حملې مخکې يې محمد بن نایف ته دځان
له خوا پوره امن او امان ورکړی وو، ښه يې ډاډه کړې وو، چې يواځې دتوبې ويستلو
لپاره ستا ملاقات ته درځم، خو بيا يې وروسته څومره غداري وکړه.
زه دغه هلک نه ملامتوم، چې عمر به يې کم وو، علم به یې هم نه لرلو، خو لعنت
دخوارجو په هغه مشرانو چې ځوانان په داسې ډول تربيه کوي، او له خپلو سياسي
او اقتصادي اهدافو لپاره ترې کار اخلي.

افغان دی خدای پاک له دغو صفتونو وساتي، مشر ملا صاحب او غوڅ اکثريت طالبان
یې له دغو ټولو صفتونو پاک
دي، افغانان مخامخ جګړه کوي، تاريخ يې ټولو ته معلوم دی، افغان نه ترهګر دی،
او نه دشا له خوا څوک په غدر سره په خنجر وهي.
مه پريږدئ چې دغه دبیغیرتۍ صفات په افغانانو کې خپاره شي.
افغان امریکی ته امریکا پسې نه دی ورغلی، او نه اروپا ته بريطانيانو پسې، دا
چې هغوی سرکشي وکړه، او ځینو غدارنو یې راتلو ته لار هواره کړه، نو افغانان
دخپل خصلت له مخې ښه په نره له خپل ټاټوبي څخه دفاع کوي، اوس يې هم کوي،
بيا به یې هم کوي، په نره به یې کوي، خو دبیغیرتی، دشاه له خوا دوهلو، او غدارۍ
ثقافت به هيڅکله دافغان په وينه کې ورګډ نه شي.

په درنښت


رښتینی
02.09.2009

ټولو ګډونوالو او محترمو هر یوډاکټر صیب احمد زۍ
او ماستر صیب وهاج صافۍ سلامونه می ومنۍ !

زه وایم چی په امارت کی دقرشیت د شرط موضوع خو تقریبا پای ته ورسیده
او پرته له دی چی لوستوال مو کومی متفقی نتیجی ته رسولی وی اوس مو نو
چدالقاعدی په اړه داسی خبری پیل کړی چی دا خبری سولیدلی او خولو وهلی دی
او که خپه کیږۍ نه نو یوډول بیخونده ناندرۍ هم ورته ویلی شو
وهاج صیب یوڅل مخکی هم دا بحث پیل کړی و اونیمګړی پاته و

زه وایم که له دی بحث نه تیر شۍ او هغه د قرشیت د شرط موضوع یوی
سالمی نتیجه ته ورسوۍ نوښه به نه وی ؟
کاش تاسو دواړو په هغه بحث
کی په خپلو اودمقابل لوری په دلاﺉلو به دی نیت بیا سوچ کړی وی چی
حق روښانه شی او بیا پرته له نفسی معاملی دحق پلوی وشی او دموضوع
پایله په متفقه سره لوستوالوته په لاس ورکړۍ نودا به ډیره دخوند خبره
وی او له دی اوږده بحث نه به مو کوچ ترلاسه کړی وی

خدای دی وکړی چی زما پهخبرو خوابدی نشۍ ان ارید الا الاصلاح ما استطعت
الله موبریالی لره


و.افغان
02.09.2009

محترم او زړه ته رانږدې حامد صاحب:
خبرې مو په ګل بدلې، سکالو زما له اړخه بل خوا نه ده تللې، البته دجانب مقابل
اعتراض ته مې ځواب ویلی دی، کوم چې له موضوع لږ څه ليري وو، او بل اړخ ته
یې سوق کړو.

خو یوه پوښتنه دا راته پيدا کیږي، چې تاسو ولې غواړئ چې په داسې موضوعاتو
سترګې پټې شي، کومې چې دا دڅو کلونو جنګ جګړو اصلي محور جوړوي.

زه پوهيږم، چې تاسو ويريږئ، چې په ځینو مسائلو کې اختلاف درأيو په اختلاف
القلوب بدل نشي، خو تر څو به داسې محوري موضوعګانو څخه لري ګرځو؟، او
ځوانان به مو کله په يوه لار او کله په بله لار درومي.

باور وکړه چې دلشکرې طيبې دشيطانانو دملا تير همدې افغانانو او پښتنو ځوانانو
جوړوه، او رهبري يې تورمخو پنجابو کوله.

داسې ستونځې ډیرې دي، نور مو زړه راوپړڅيږي، څه وکړو.

آخر به دافغان ځوان سر ته عقل کله راځي.
په سوډانيانو کې دومره عقل وو چې آن په 1996 کال کې یې دغه دشر منبع له سوډان
څخه وشاړه، سوډان کې اسلامي دولت دی، او له سوډاني اخوانيانو په انقلاب تر
اوسه چليږي، يواځینۍ اسلامي هيواد دې چې اقتصادي سيستم يې اسلامي دی.

زه پوهیږم چې الکفر ملة واحدة، کافر دولتونه په هيڅ توګه سوډان نه پريږدي،
او نه يې لوريږي، چې اسلامي اقتصاد داشتراکي اقتصاد له سقوط څخه وروسته
درأسمالي اقتصاد مقابلې ته راووځي، ځکه خو
ورته رنګا رنګ دوسيي لټوي، خو داسې نه ورته برابريږي، لکه افغانستان
ته چې برابر شو.

سوډان له خپلې سياسي پوهي څخه په ګټې اخيستنې سره خپلې دتيلو زيرمي له
امريکايانو له لاسه وويستې، او دچينايانو
په لاس کې یې ورکړې، دامن نړیوالې کميټه کې ترې چين هر وخت دفاع کوي، او دا
وعده هم ورکوي، چې هر کله که ضرورت پيښيږي، نو دويټو حق به هم وکاروي.

دامريکي اقتصادي کولمه چې چين پورې تړل شوي ده، نو دچين له ويرې له سوډان
سره داسې معامله نشي کولای لکه دافغانستان سره يې چې وکړه.
زه به دصدام په توبه څه وکړم، دهغه توبه دهغه شخص پورې تړلی خبره ده، دهغه او
دهغه درب تر منځ معامله ده، خو کړنو يې خليج ته امريکا راوسته، او
القاعدې کړنو افغانستان ته دتاريخ تر ټولو لوي غرب تحالف راووست.

په درنښت

په درنښت

په درنښت


..Ahmadzai
02.09.2009

السلام عليكم
د سعودي سياست ته مو مه راباسه ته ښه پوهیږې.
دا ښه خبره نده.

[quote:381875031b]دا چې تاسو ترې بل ډول دمنطوق او مفهوم دواړو مخالف استنتاج راباسئ، نو دا
مو دخپل ذهن محصول دی، [/quote:381875031b]
زما ذهن دا هم راته وایي، چې ښاغلیه فکر او طرز دې بلکل د مرجئو فکر ته ورته ده, له ډیرو څه سترګې پټوې، او تساهل کوې.
ملا صاحب چې هغو خلکو سره ملګری ده او ده سره د هغو بیعت ېې منلی، نو د دوۍ په مذهب به هم ناخبره نه وي.
ولې ځان نه ترې بیلوي، او که بیل ېې نکړي، نو ستا په نظر دی دخوارجو ملګری او همکار ده، او هغوۍ ته پنا ورکوي او د مبارزې میدان کې یې شریک کړي، نو په جرمونو کې ورسره شریک ده، ایا داسې څوک نسته چې ورته ووایی چې ملا صاحب دغه د خوارجو له څنګه لیرې سه ، دا ښه کار نده، او دغه خلک د اسلام له حلقې وتلي خلک دي؟

او یا خو هم تـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه ملا صاحب ته د یولوی جاهل او مغفل په سترګه ګورې.
ته چا ته ژمن یې؟
ستا امیر څوک ده؟
ستا موالاة چا ته ده؟

د الولا والبرا په مورد دې نظر څه ده؟

مونږ سره ټولو شاوخوا مسلمانو دولتونو تر خپل حد خیانت وکړو، ایا دغه خیانت د بښلو وړ ده؟
اماراتو عسکر راولیږل، زابل کې شغالان شغالان کیږي، نورو ورته اډې ورکړې، له هغه ځایه پراوزونه کوي مونږ بمباردوي، چا ورته خرچه برابره کړه، څوک ورته جاسوسي کوي، څوک ورسره پټې سیاسي ژمنې لري، څوک ورسره برملا په میدان کې ولاړ دي.
دا ټول زمونږ په قتلولو کې شریک ،مجرم او مسول دي، که دنیا کې جواب ونه وایی خو اخرت خو سته.
ایا سیاسي مصلحت چا ته دا جواز ورکولی سي چې افغانان د خپل شخصي ګټو لپاره قربان کړي، اوکافر قاتل سره یا د خوف او یا د طمعې له وجهې همکار سي، هغه قاتل سره چې ځان د عصر فرعون بولي؟
د طالبانو جنګیالي د امارت په هدایت هره ورځ استشهادي حملې ترسره کوي، ایا دا غدر ده ؟ او طالبان غداران دي ؟ایا دا ناځواني او بیغرتي ده؟ ایا جواز نلري؟
بې منطقه ګړیږې.
په درنښت


و.افغان
03.09.2009

[quote:bd4291aac0]السلام عليكم
د سعودي سياست ته مو مه راباسه ته ښه پوهیږې.
دا ښه خبره نده.[/quote:bd4291aac0]

زما زړه ته رانږدې احمدزی صاحب :
ښه په طبيعت خبرې کوه، هيڅ اړخ ته مو نه باسم، ځما ورور يې، ضرور نه ده چې
زه ستا نظر ته درواوړم، يا ته زما نظر ته.
خو خبرې به منطقي اصولي شرعي کوو، بحثونه به نه سره خرابوو، له يوې موضوع
چې نه يو خلاص شوي،بله به نه په کې راچوو.
ما مخکې هم درته ليکلي وو، چې زمونږ موخه دا نه ده، چې يو بل پړ کړو، بلکه
موخه مو موضوعي بحث دی، ځکه خو بې دليله تهمت لګول کمزوري ده.
او هيله کوم چې ددې کوښښ مه کوئ، چې زما دخبرو غلط تفسير لوستونکو ته
وړاندې کړئ، يا دی خپل فهم زما په نظر راوولئ، که غواړئ ځما خبره دلوستونکو
مخې ته کيږئ، اقتباس يې کړئ، دتحريف کوښښ يې دبحث داصولو مخالف کار دی.

[quote:bd4291aac0]زما ذهن دا هم راته وایي، چې ښاغلیه فکر او طرز دې بلکل د مرجئو فکر ته ورته ده, له ډیرو څه سترګې پټوې، او تساهل کوې.[/quote:bd4291aac0]
دا بحث به وروسته کوو، خو دا مې درباندې قرض شو، چې دغه کرښه به دې
لوستونکو ته ضرور روښانه کوې، او په دليل سره، تساهل او تشدد به همالته
معلومیږي، چې دارجاء تعريف وکړې، او په دلائلو په اثبات ورسوې، هو دا مې
درباندې قرض ده.

[quote:bd4291aac0]ملا صاحب چې هغو خلکو سره ملګری ده او ده سره د هغو بیعت ېې منلی، نو د دوۍ په مذهب به هم ناخبره نه وي.
ولې ځان نه ترې بیلوي، او که بیل ېې نکړي، نو ستا په نظر دی دخوارجو ملګری او همکار ده، او هغوۍ ته پنا ورکوي او د مبارزې میدان کې یې شریک کړي، نو په جرمونو کې ورسره شریک ده، ایا داسې څوک نسته چې ورته ووایی چې ملا صاحب دغه د خوارجو له څنګه لیرې سه ، دا ښه کار نده، او دغه خلک د اسلام له حلقې وتلي خلک دي؟[/quote:bd4291aac0]

ملا صاحب څه مقدسه فرښته نه ده، يو لوی عالم نه دی، له خطا خالي نه دی، مونږ
يې دجهاد او مقاومت احترام ضرور کوو، خو ښه په ښکاره ورته وايو، چې غلط
دې غلط دی، ما چې دملا صاحب کومې خطا ته ګوته نيولې وه، هغې خطا ته په
تفصيلي ډول وکيل احمد متوکل په خپلې پورتنۍ مرکه ګوته نيولې ده، همدارنګه
ورته ملا عبد السلام ضعيف اشاره کړیده.
ته کوښښ مه کوه چې دګمراهانو په ګمراهۍ کې ملا صاحب ورشريک کړې.
ملا صاحب دافغانستان دټولو علماوو مشوره په ځمکه وويشته، هغوی ټولو ورته
وویل: چې دغه ميلمه په مونږ دروند دی، مونږ يې نشو سمبالولی، خو ملا صاحب
لکه څنګه چې وکيل احمد متوکل ويل، داسې فکر يې کاوه چې دامريکا په شان
يو لوی ځواکمن دولت به دافغانستان په شان په وړوکي کمزوري دولت حمله ونه
کړي، خو عقل او سياست دا تقاضا کوي چې امريکا لپاره دغه دسرو زرو چانس
وو، ځواکمن تل خپل ځواک په کمزور امتحانوي، نه په ځواکمنو.

له تاسو څخه غوښتنه کوم چې آیا په نوييمو کلونو کې او په 2001 کې چې کومې
حادثې دغو خلکو رامنځ ته کړې، څه شرعي جواز لري؟
داسلامي نړۍ کوم يوه مشهور، تکړه، او پيژندل شوي عالم هغوی ته فتوا وکړی
وه، يا دهغوی دعملونو تأييد کولو؟
او که فکر کوئ، چې دغه علما ټول خائنين، غداران، کافر، مرجئه او منافق وو، او
يواځې دغه مجرمان صحي مسلمانان وو، لکه دغه مجرمان چې يې عقیده لري؟

هيله لرم چې ديوې خبرې بعينه ځواب راکړئ.

[quote:bd4291aac0]او یا خو هم تـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه ملا صاحب ته د یولوی جاهل او مغفل په سترګه ګورې.[/quote:bd4291aac0]

ملا صاحب ته زه ديوه غيرتي قائد په سترګه ګورم، خو ديوه معصوم پیغمبر په
سترګه نه، دا چې تاسو ورته جاهل يا مغفل وايئ، نو دا هم ستاسو خپل سوچ دی.

[quote:bd4291aac0]ته چا ته ژمن یې؟[/quote:bd4291aac0]
زه خپل دين ته ژمن يم.

[quote:bd4291aac0]ستا امیر څوک ده؟[/quote:bd4291aac0]
که شرعي خليفه یادوې، نو نه یې لرم، او هيڅ يو مسلمان نن سبا شرعي خليفه نلري،
هو، هر دولت کې چې قانوني اوسيږم، نو هغه دولت قوانينو ته ضرور احترام کوم.
او که احترام يې نشم کولای، نو غدر نه کوم، له هغه دولت څخه پښې سپکوم.

[quote:bd4291aac0]
ستا موالاة چا ته ده؟[/quote:bd4291aac0]
له اسلام او مسلمانانو سره.

[quote:bd4291aac0]د الولا والبرا په مورد دې نظر څه ده؟[/quote:bd4291aac0]
عقيده پرته له الولاء او براء نه صحي کیږي، دعقيدې دصحت لپاره دوه شرطه
اړين دي:
الایمان بالله
الکفر بالطاغوت.
خو ددې دوه اصلونو په اړه مې دې خدای دمجرمينو او قتله وو له ګمراه تفسير څخه
وساتي.

[quote:bd4291aac0]مونږ سره ټولو شاوخوا مسلمانو دولتونو تر خپل حد خیانت وکړو، ایا دغه خیانت د بښلو وړ ده؟[/quote:bd4291aac0]

نه هيڅ دبخښلو وړ نه دي، نو دپيغمبر صلی الله علیه وسلم سيرت ته وروګرځه، ددې
هر څه ځواب به په کې ضرور پيدا کړې.
دپيغمبر صلی الله علیه وسلم ژوند او دهغه دولت په دوه مرحلو تير شوې دی:
چې يوې مرحلې ته : الاستضعاف وايې، او بلې ته الاستقواء، څوک چې ددې دوه
مرحلو تفکيک نشي کولای، نو هغه به ضرور مسلمانانو ته هر وخت سردردۍ
جوړوي.

[quote:bd4291aac0]اماراتو عسکر راولیږل، زابل کې شغالان شغالان کیږي، نورو ورته اډې ورکړې، له هغه ځایه پراوزونه کوي مونږ بمباردوي، چا ورته خرچه برابره کړه، څوک ورته جاسوسي کوي، څوک ورسره پټې سیاسي ژمنې لري، څوک ورسره برملا په میدان کې ولاړ دي.
دا ټول زمونږ په قتلولو کې شریک ،مجرم او مسول دي، که دنیا کې جواب ونه وایی خو اخرت خو سته.[/quote:bd4291aac0]

ولې نه دي مسئول، ښه کلک مسئول دي، خومونږ هم دخپلې وينې دتويولو مسئول
او مسببین يو، او چې تر څو مو سرته عقل نه وي راغلی، نوکله به روس، کله امريکا
کله چین، او کله ايران به مو په اوږو سپور وي، دپاکستان له شر څخه خو هيڅکله
نه يو خلاص شوي.

[quote:bd4291aac0]ایا سیاسي مصلحت چا ته دا جواز ورکولی سي چې افغانان د خپل شخصي ګټو لپاره قربان کړي، اوکافر قاتل سره یا د خوف او یا د طمعې له وجهې همکار سي، هغه قاتل سره چې ځان د عصر فرعون بولي؟[/quote:bd4291aac0]
هيڅ سياسي مصلحت چاته دا جواز نه ورکوي چې افغانان دخپلو شخصي ګټو څخه
قربان کړي، خو فکر دی وي،
چې دسياسي مصلحت والا په جواز او نه جواز پسې نه ګرځي، پوښتنه له خپل افغان
څخه وکړه، چې تر کومه حده يې کوښښ کړی چې ځان دپرديو ګټو له قربانيدو څخه
وساتي.
تر هر چا لومړۍ او وروستۍ مسئول خپله افغان دی، دا دنيا ده، ځنګل دی، دلته
څوک دچا چيغي نه اوري، کافر به یې دې واوري خو مسلمان یې نشي اوريدلې،
دلته حالات داسي دي، چې ستا او ستا دمسلمان ورور تر منځ ډير فاصلي ایجاد
شوي دي، نو هوښيارتيا ستا داده،چې ځان دبلا خوله کې ورنکړې، او که نه
مسئوليت دې تر خپلې غاړې دی.

[quote:bd4291aac0]
د طالبانو جنګیالي د امارت په هدایت هره ورځ استشهادي حملې ترسره کوي، ایا دا غدر ده ؟ او طالبان غداران دي ؟ایا دا ناځواني او بیغرتي ده؟ ایا جواز نلري؟
بې منطقه ګړیږې.[/quote:bd4291aac0]په درنښت

الله جل جلاله دی طبيعت ښه کړه، چې په خبرو دې صحي سر خلاص شي، اوس مونږ
دجګړې مرحله کې يو، په خپل وطن کې جنګیږو، له خپل وطن څخه دفاع کوو، دلته
دا هيڅکله غدر نه دی، بلکه دښکيلاګ په وړاندې جهاد دی.
ما چې دکوم غدر يادونه کړې وه نو په صريحو او واضحو الفاظو دهغو عربو مجرمينو کړنو ته ګوته نيولې وه، چې له جنګ څخه مخکې يې افغانستان خپل
اعلامي او عسکري مرکز اعلان کړی وو، او په اسلامي نړۍ او غربي نړۍ کې یې
عمليات ترسره کول، او بیا په افغانستان کې يې پړه په غاړه اخيسته، ويديويې
کيسټې يې ډکولې، او ټلفزيونونې ته يې ورکولې.
چيغې يې وهلې، چې ايټم مو لاسته راوړی، لاپې يې وهلې چې په اوروپا او امريکا
کې به دا او هغه کوو.
خو اوس چې تندر ځمونږ په سر راپريوت، تباه مونږ ه شو، وطن زمونږ ښکيل شو،
دغربي دښمن سره لاس او ګريوان شو، نو ددغو مجرمينو هغه لاپې شاپې اوس
څه شوې؟
ددوی له لاسه همدومره کيدل چې دافغانستان په ضد يو تاريخي غربي تحالف
جوړ کړي، چې دګډونکوونکو هيوادنو شميره په کې له 130 دولتونو اوښته،
نو ښاغليه:
زما په خبرو کې کوم ځای غلط دی، چې په ډیر جبر او فشار يې يوې خوا ته او بلې
خوا کش کوې؟؟؟؟؟

[color=white:bd4291aac0]
په آخر کې يوه خبره درته کوم، هيله ده چې هغه دکنداريانو خبر سر دې پرې خلاص
شي:

ته چې له کوم کنکشن څخه دفاع کوې، هغه کنکشن دداسې کنکشن امتداد دی، چې
ته يې دخپل اسلام او خپل وطن دښمن بولې، او همدغه ستا دښمن کنکشن ستا
ددوست کنکشن رهبري کوي، او پرته ددغه کنکش له رهبرۍ او کومک څخه ستا
دوست کنکشن ژوند نشي کولای، ځکه چې ستا ددوست کنکشن ټول تارونه په
دقيقه توګه ستا ددښمن کنکشن په لاس کې دي، خبره ټوله زما او ستا وژلو ته جوړه
ده، هغوی نه غواړي چې يوه زره تکليف هم ورته ورسیږي، خو ما او تا کبش فدا
وړاندې کوي، زمونږ دقربانيانو میوې بل څوک خوري.
په مظاهرو غوليدل دهوښيارو کار نه دی، خبره په رموزو کې ځکه کوم چې ښه سوچ
پرې وکړې.[/color:bd4291aac0]
په درنښت


عادل عادل
03.09.2009

سلامونه

الله پاک وکړي چې روژه به ښه پالئ

وهاج صیب !

لومړئ:

تاسو وایئ چې دغه ستاسو په اصطلاح اجرامي ډله رباني علماوو ته کافر وایي، که مهرباني وکړئ د ځنو رباني علماوونومونه وړاندې کړئ، تر څو ښکاره شي چې ایا شیخ یوسف القرضاوي هم ستا په نظر رباني عالم دئ کنه؟ که وي نو تر اوسه خو چا د ده په اړه هیڅ ډول تقبیحي څرګندونه او یا تکفیري ټاپه نه ده لګولې.

دوهم:

تاسو وایئ چې دنوموړې ډلې په منځ کې علما نشته، مشران یې د سړک ټیکه داران او یا د کولمو ډاکټران دي، تاسو به د افرادو د عقیدې او تګلارې مخالف وئ خو دلته مو ددوی په خاطر دوه مهم علمي مسلکونه طبابت او انجنیري دواړه په تمسخر سره یاد کړي دي. دا ستاسو په څه شي دلالت کوي؟؟؟

دریم:

تاسو فقط او فقط هغه اسلامي اقدار، اشخاص او پیښې تسلیموئ چې نن پرې خاورې اوښتې دي، او د تاریځ په بڼه زما او ستا مخې ته پراته دي، تاسو ددغو اقدارو په نقش قدم ژوندي او فعال مثالونه اصلا منئ نه، د رامنځته کیدو امکانات یې محال بولئ، تاسو د شهید عبدالله عزام درناوئ کوئ، شهید لارویان یې خپل استادان معرفي کوئ، خو دا مو هیره ده چې ددغه شهداوو او ستا په اصطلاح اجرامي ډلې په منځ کې فرق او حایل صرف مرګ او تورې خاورې دي کنه دوی خو د یوه فکر، یوه مکتب، یوې سلیقې او یوه مسیر ورته یوشان وروڼه خلک وو او دي.

که دا نن فرض کړو چې حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه راژوندئ شي (چې اصلا امکان نلري) نو ایا د ټولې اسلامي نړئ پر مخ به د افغانستان د غرونو پرته بل د پناه او استوګنې ځای ومومي؟ ایا زمونږ خوږ نبي صلی الله علیه و سلم او راشده خلفا به په ورته سرنوشت مبتلا نشي؟؟؟

څلورم:

رابه شو ستاسو نیوکو او د مشر ملاصیب موقف ته:

فضل الله المجاهدین علی القاعدین اجرا عظیما
فضل الله المجاهدین علی القاعدین درجة

هيله ده چي تفسیر او ژباړه به یې تاسو وکړئ.

خدای مو لمونځ او تراویح دواړه قبول کړه، آمین
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=blue:7954029dd4]یاده دې وي چې پخوا به د مسلمانانو مغز شویي د کریملن او شوروي اتحاد په پوهنتونونو کې سرته رسیدله خو نن سبا هغه ماشینونه د درباري رباني علماوو ؟؟؟ په لاس کاپي، کالیبره او د نړئ په ځنو اسلامي تعلیمي مراکزو کې ترې کار اخیستل کیژي. منبر، محراب او اسلامي ټولنې ته ځنې داسې رباني ؟ موډرن اشخاص وړاندې کوي چې شعار یې الاسلام وعقیده الوسطیة ولاعتدال !!!! دی.

دا وسطیه آخر دي څه ؟؟؟؟

خدای پاک وکړي چې مونږ او تاسو به د پورتني لابراتوار محصول نه یاستو او نه به خدای مکړه کنکشن :wink: ورسره لرو.[/color:7954029dd4]


و.افغان
03.09.2009

[quote:0f0e2ae471]تاسو وایئ چې دغه ستاسو په اصطلاح اجرامي ډله رباني علماوو ته کافر وایي، که مهرباني وکړئ د ځنو رباني علماوونومونه وړاندې کړئ، تر څو ښکاره شي چې ایا شیخ یوسف القرضاوي هم ستا په نظر رباني عالم دئ کنه؟ که وي نو تر اوسه خو چا د ده په اړه هیڅ ډول تقبیحي څرګندونه او یا تکفیري ټاپه نه ده لګولې.[/quote:0f0e2ae471]

عادل صاحب: سلام علیکم
شيخ يوسف القرضاوي داسلامي نړۍ دعلماوو داتحاديې مشر دی، يو لوی عالم
دی، په اسلامي نړۍ کې دپام وړ ثقل لري، دډير ثاقب نظر او وسيع فکر خاوند دی
شيخ يوسف القرضاوي هم له دوی څخه نه دی خلاص، ځکه چې شيخ يوسف
القرضاوي دالقاعدې اجرامي کارونو ته اجرام وايې، او دا يې يو مثال دشيخ
يوسف القرضاوي له خپل ويبپاڼې څخه:
http://www.islamonline.net/servlet/Satellite?c=ArticleA_C&cid=1189959216811&pagename=Zone-Arabic-News%2FNWALayout

دالقاعدې والا په خپل ویبپاڼه کې شيخ يوسف القرضاوي پسې يوه بې ادبه قصيده
لیکلې ده، چې شيخ يې په کې له ايمان څخه ويستلی دی، زه يې تاسو ته دلته
رانقلوم:
http://www.tawhed.ws/r?i=xzegwpd8

دقصيدې يا غزل عنوان دی
النظم الحاوي لفضائحِ القرضاوي

أَحسِبْتَ رأيكَ كفَّةَ الميزانِ أمْ كنتَ فردًا ما لهُ من ثاني
متعجرفًا تُفتي بجهلٍ قِسْتَهُ بالعُجْبِ بعدَ غَوَايةِ الشيطانِ
أهلَ الجزيرةِ دَقِّقوا لقناتِكُمْ وتخيَّروا الفقهاءَ بالإتقانِ
بعضُ المشايخِ غرَّكُم عُنوانُهمْ من قالَ كلُّ الأمرِ في العنوانِ؟
هذا التهاونُ في غطاءِ "وَيَسِّروا" دينٌ جديدٌ ليسَ في الأديانِ
إن الجزيرةَ قد أتى في أمرِها لا ينبغي في أرضِها دِينانِ
ما أنتَ قرضاويُّ إلا بدعةٌ "لم ينْتَطحْ في أمرِها عَنزانِ"
ستظلُّ في وَحْلِ التكبُّرِ خائضًا "حتى تشيبَ مفارقُ الغِربانِ"
ما أنتَ مجتهدًا ولستَ بصائرٍ حتى يصيرَ البحرُ في ثَهْلانِ
دعوى التمَجْهُدِ قد رماكَ غُرورُها في رِبقةِ الإفتاءِ بالبُهتانِ
حتى يقالُ "سماحةُ الدكتورِ" لم يمنعكَ جهلٌ فيكَ من رَوَغانِ
الكلُّ يُؤخذُ من فصولِ كلامِهِ والبعضُ يُتركُ خشيةَ النُقصانِ
إلا في كلامَ الهاشميِّ محمدٍ فاللهُ أمَّنهُ من الطغيانِ
هذا ابنُ عباسٍ يقولُ برفعهِ وجَهلتَ أنتَ روايةَ الطبراني
صعَّرْتَ خدَّكَ بل ثَنَيْتَ معاندًا عِطفًا لرفضِ الحقِّ والإذعانِ
وهربتَ من وجهِ المناظرِ واجفًا بجفاءِ كِبْرٍ، بل بكبرِ جبانِ
أمُفرِّطٌ حينًا وحينًا مُفْرِطٌ هذا وهذا كيفَ يجتمعانِ
حبُّ الظهورِ رماكَ في بحرِ الهوى فرميتَ غيرَكَ في الهوى الفتَّانِ
فِتَنًا على فتنٍ زرعتَ وقدْ غدا منها الحليمُ يصيرُ كالحيرانِ
ساويتَ نفسكَ بالنبي ولم تخفْ ربَّ العبادِ وحفرةَ النيرانِ
جوَّزتَ أن يُخطى اجتهادُ محمدٍ في الشرعِ، هذا غايةُ البُطلانِ
أوليسَ عندكَ من حياءٍ باقيًا كي تَرْعوي، إذ لستَ ذا إيمانِ
عمرٌ بزعمكَ كانَ سَنَّ ضريبةً ضُرِبتْ عليكَ مذلَّةُ الخُسرانِ
أحللتَ بيعَ المُسكراتِ لكافرٍ في غُربةٍ من غربةِ الوُجدانِ
وقليلَ خنزيرٍ تقولُ بحلِّهِ إن مازَجَتْهُ بقيّةُ اللُّحمانِ
وهو افتراءٌ ما أُحِلَّ وما أتى في شُرعةٍ تهدي بني الإنسانِ
ونسيتَ قاعدةً بقولِ نبيِّنا إن الحرامَ محرَّمُ الأثمانِ
... ...

إن قيلَ يومًا من مُحلِلُ حرمةٍ؟ فإليكَ سوفَ يُشيرُ كلُّ بَنانِ
مُتفيهقٌ أعمى تدورُ لِحاظُهُ وعَجِبْتُ مِن أعمى لهُ عينانِ
واللهِ لو صدقَ المنافقُ قالَها "حبُّ الدولارِ وجمعُهُ أعماني"
فاتعبْ بفَتْشٍ للقَرِيْضِ ولن ترى إلا فصيحًا مُفحِمًا ببياني
قَلِّبْ بطونَ المكتباتِ مُحقِقًا حتى تعيشَ بحسرةِ الأحزانِ
واسهرْ على الكلماتِ وابحثْ جاهدًا قاموسَ نقدٍ مرهَقَ الأجفانِ
صفرًا تعودُ ومع حُنَينٍ خُفُّهُ ذيلاً تَجُرُّ مُضعضَعَ الأركانِ
يا من بنيتَ على الغرورِ مطامعًا خابَ البناءُ بنهجِهِ والباني
والنفسُ كم منَّيتَها بترفعٍ ضيَّعْتَ عُمْرَكَ في بعيدِ أماني
ما كانَ ضرَّكَ لو أنبتَ إلى الهدى بشهادةِ الإخلاصِ للديَّانِ
دنياكَ راحلةٌ فخلِّ حبالَهَا ونعيمُها ـ إن كنتَ تعلمُ ـ فاني
والمالُ يذهبُ حِلُّهُ وحرامُهُ والجسمُ يُصبحُ أُكلةَ الديدانِ
لا تحسبنَّ الجاهَ أمسى شُهرةً فَلَرُبَّ خَطْبٍ ليسَ في الحُسبانِ
ارجعْ إلى الإيمانِ واعقدْ توبةً إن الذنوبَ تزولُ بالغُفران.
ــــــــــــــــــــــــــــ
هو شيخ القرضاوي ددوی په نیز ځکه مسلمان نه دی، چې هغه ددغو مجرمينو اجرام
ته اجرام وايې، او هر څوک چې ددغو مجرمينو بدو کړنو ته بد ووايې، نو ضرور
به دهغوی دپليتو ټاپو، او پليتو بريدونو لاندې راځي.
عادل صاحب: دغه قصيده کې لږ سوچ وکړه، چې دغو جاهلانو ددغه ستر عالم څومره
سپکاوې کړی دی، ددغه ستر عالم خبره دوی هغه وخت هم ونه منله کله چې دوی
دطالبانو ملایان ديته وهڅول، چې دبودا بوتان والوځوي، ځمونږ مولايان دايمان او
عقيدوي مسئلو کې ډیر کمزوري دي، ددې تکفيريانو دم ورباندې ډیر ژر تأثیر کوي
شيخ يوسف القرضاوي ديوې مهمې ډلې علماوو سره يو ځای افغانستان ته ولاړ،
او هغوی ته يې وويل، چې ددې بودا له الوځولو تیر شئ، له خير څخه يې تاوان زيات
دی، خو دوی متعالمينو دهغه خبره ونه منله، آن تر دې چې يوه راټوپ کړ، او ويې
ويل: ملا صاحب راټينګ يې نه کړم؟ (يعنې په وچ زور ترې دبودا دالوځولو فتوا
وانخلم؟؟) نو هغه ملا صاحب چې هوښيار ورته ويې ويل: دلته خو به يې راټينګ
کړې خو چې له افغانستان څخه ووت، نو بيا به يې څوک راټينګوي؟؟

[quote:0f0e2ae471]دوهم:

تاسو وایئ چې دنوموړې ډلې په منځ کې علما نشته، مشران یې د سړک ټیکه داران او یا د کولمو ډاکټران دي، تاسو به د افرادو د عقیدې او تګلارې مخالف وئ خو دلته مو ددوی په خاطر دوه مهم علمي مسلکونه طبابت او انجنیري دواړه په تمسخر سره یاد کړي دي. دا ستاسو په څه شي دلالت کوي؟؟؟[/quote:0f0e2ae471]

ما دهيڅ مسلک سپکاوئ نه دی کړی، اسلام تخصص ته قائل دی، أنتم أعلم
بأمور دنياکم، لکه څنګه چې يوه ملا ته نه دي پکار چې دطبابت په تخصص کې
خبرې وکړي، همدارنګه دسړکونو ټيکدرانو ته نه دی پکار چې شرعي فتوی
ورکړي، دسړکونو ټيکدرانو ته پکار وو، چې دجنګ ځپلي افغانستان ورانې
ودانۍ يې ودانې کړی وای، او دکولمو ډاکټر ته يې پکار چې ګڼ شمير افغاني
مريضانو ته يې علاج او تداوي برابره کړي وای، خو چې دا ښه يې له لاسه نه کيدل
نو دښامار خوله کې خو به يې نه ورکول، آخر مونږ افغانانو څه ګناه کړیده؟؟

[quote:0f0e2ae471]دریم:
تاسو فقط او فقط هغه اسلامي اقدار، اشخاص او پیښې تسلیموئ چې نن پرې خاورې اوښتې دي، او د تاریځ په بڼه زما او ستا مخې ته پراته دي، تاسو ددغو اقدارو په نقش قدم ژوندي او فعال مثالونه اصلا منئ نه، د رامنځته کیدو امکانات یې محال بولئ، تاسو د شهید عبدالله عزام درناوئ کوئ، شهید لارویان یې خپل استادان معرفي کوئ، خو دا مو هیره ده چې ددغه شهداوو او ستا په اصطلاح اجرامي ډلې په منځ کې فرق او حایل صرف مرګ او تورې خاورې دي کنه دوی خو د یوه فکر، یوه مکتب، یوې سلیقې او یوه مسیر ورته یوشان وروڼه خلک وو او دي.[/quote:0f0e2ae471]

نه داسې نه ده، ډیر مخلص مجاهدين اوس هم ژوندي دي، دخپلو ټولنو دښمنان نه دي
په خپلو ټولنو ورګډ شول، او هر اړخيزې اصلاح لپاره کار کوي، زه يې اوس هم
پيژنم، دصحي عقيدې والا دي، اجرامي کارونو کې يې برخه وانخيسته.

[quote:0f0e2ae471]که دا نن فرض کړو چې حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه راژوندئ شي (چې اصلا امکان نلري) نو ایا د ټولې اسلامي نړئ پر مخ به د افغانستان د غرونو پرته بل د پناه او استوګنې ځای ومومي؟ ایا زمونږ خوږ نبي صلی الله علیه و سلم او راشده خلفا به په ورته سرنوشت مبتلا نشي؟؟؟[/quote:0f0e2ae471]

دا فرضيه مو بيخي غلطه ده، عمر رضي الله عنه ډير لوی شخصيت تېر شوې دی،
دعمر رضي الله عنه راتګ که فرض کیږي، نو ورسره ورسره دفقهاوو او علماوو
صحابه وو راتګ هم بايد فرض ونيول شي، نن وخت له تېر وخت څخه بدل دی.
علي رضي الله عنه ته يوه ورځ چا وويل: چې دا ته څنګه سړی يې، دابوبکر او عمر
رضي الله عنهما وخت کې هيڅ مشاکل نه وو، او ستا په وخت ستونځې ډېرې
زياتې دي، نو هغه ورته وفرمايل: دابو بکر او عمر رعيت ځما غوندې خلک وو،
او ځما رعيت ستاسو غوندې خلک دي.

[quote:0f0e2ae471]څلورم:
رابه شو ستاسو نیوکو او د مشر ملاصیب موقف ته:

فضل الله المجاهدین علی القاعدین اجرا عظیما
فضل الله المجاهدین علی القاعدین درجة

هيله ده چي تفسیر او ژباړه به یې تاسو وکړئ.[/quote:0f0e2ae471]

دا تفضل تاسو وکړئ، يا أيها الذين آمنوا ادخلوا في السلم کافة.
اسلام کې پوره پوره داخل شئ.

[quote:0f0e2ae471]یاده دې وي چې پخوا به د مسلمانانو مغز شویي د کریملن او شوروي اتحاد په پوهنتونونو کې سرته رسیدله خو نن سبا هغه ماشینونه د درباري رباني علماوو ؟؟؟ په لاس کاپي، کالیبره او د نړئ په ځنو اسلامي تعلیمي مراکزو کې ترې کار اخیستل کیژي. منبر، محراب او اسلامي ټولنې ته ځنې داسې رباني ؟ موډرن اشخاص وړاندې کوي چې شعار یې الاسلام وعقیده الوسطیة ولاعتدال !!!! دی.

دا وسطیه آخر دي څه ؟؟؟؟

خدای پاک وکړي چې مونږ او تاسو به د پورتني لابراتوار محصول نه یاستو او نه به خدای مکړه کنکشن :wink: ورسره لرو[/quote:0f0e2ae471]

اسلام يو اسلام دی، ان الدين عند الله الاسلام، دمعتدل او متطرف اسلام په نوم
هيڅ څه وجود نه لري، هر څوک چې داسلام له واضحې مستقيمې لارې کوږ ځي، نو
ګمراه دی.
دغه اتهامات مو هسې بې معنا خبرې دي، که بحث غواړئ، نو جدي علمي بحث
وکړئ، او په تفصيل سره مدلل ځوابونه وړاندې کړئ.
پاتې وسطيت نو هغه داهل السنة والجماعة عقيده ده، قرآن پرې دلالت کوي، او
دسنت نبوي ډير صحيحه احاديث پرې هم دلالت کوي، هو که ستاسو ترې بل مقصد
وي، نو هغه ستاسو فهم پورې اړه لري.

په درنښت


ابو جرير
03.09.2009

وهاج ګله

دمنبر التوحيد والجهاد په هكله نه پوهيږم چې دا دې دالقاعدې مجاهدينو رسمي ويبپاڼه اعلان شوي وي، خو په هر حال تاسو چې بار بار واياست چې زه مشر ملا صاحب (يعنې امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد) ته دپيغمبرۍ په درجه نه شم قائل كيدلى، نو هيله ده چې دشيخ يوسف القرضاوي په هكله هم ورته دريځ خپل کړې.

[quote:b44935adbe]نه داسې نه ده، ډیر مخلص مجاهدين اوس هم ژوندي دي، دخپلو ټولنو دښمنان نه دي په خپلو ټولنو ورګډ شول، او هر اړخيزې اصلاح لپاره کار کوي، زه يې اوس هم پيژنم، دصحي عقيدې والا دي، اجرامي کارونو کې يې برخه وانخيسته[/quote:b44935adbe]

دهغه کس، چې دا دنده وركړل شوي وي چې دخلكو په زړونو كې داسلامي جهادي شخصيتونو او حركتونو مينه او محبت وټکوي، ستره علامه او نخښه دا وي چې په تيوريك ډول اوپه عامه توګه ددغوشخصيتونو او حركتونو ستاينه او ننګه كوي، خو په عملي ميدان كې هيڅ داسې جهادي شخصيت او حركت يې له نيوكو او انتقادونو خلاص نه وي چې داسلام ددښمنانو دسترګو اغزى وي، او داسلام دښمنان صرف او صرف همدوى دځان لپاره ګواښ بولي. او په دې ترتيب سره عوام په شش و پنج کې اچوي.

[quote:b44935adbe]دا فرضيه مو بيخي غلطه ده، عمر رضي الله عنه ډير لوی شخصيت تېر شوې دی،
دعمر رضي الله عنه راتګ که فرض کیږي، نو ورسره ورسره دفقهاوو او علماوو
صحابه وو راتګ هم بايد فرض ونيول شي، نن وخت له تېر وخت څخه بدل دی.
علي رضي الله عنه ته يوه ورځ چا وويل: چې دا ته څنګه سړی يې، دابوبکر او عمر
رضي الله عنهما وخت کې هيڅ مشاکل نه وو، او ستا په وخت ستونځې ډېرې
زياتې دي، نو هغه ورته وفرمايل: دابو بکر او عمر رعيت ځما غوندې خلک وو،
او ځما رعيت ستاسو غوندې خلک دي.[/quote:b44935adbe]

ځان دې تير كړی دى.

[quote:b44935adbe]آن تر دې چې يوه راټوپ کړ، او ويې
ويل: ملا صاحب راټينګ يې نه کړم؟ (يعنې په وچ زور ترې دبودا دالوځولو فتوا
وانخلم؟؟) نو هغه ملا صاحب چې هوښيار ورته ويې ويل: دلته خو به يې راټينګ
کړې خو چې له افغانستان څخه ووت، نو بيا به يې څوک راټينګوي؟؟ [/quote:b44935adbe]

ته خو نام خدا تعليم يافته هم يې بيا هم داسې بې بنسټه افواهات رانقلوې چې هيڅ حقيقت ونه لري.

په ګران هيواد افغانستان كې دصليبي اشغال دشرميدلې ماتې په هيله او ديو سوچه اسلامي نظام دبيا راتلو په تكل


..Ahmadzai
04.09.2009

[quote:313da9051c]ځمونږ مولايان دايمان او
عقيدوي مسئلو کې ډیر کمزوري دي، [/quote:313da9051c]

دې کې به نور څه ووایم

[quote:313da9051c]چې دسياسي مصلحت والا په جواز او نه جواز پسې نه ګرځي، [/quote:313da9051c]
کیدای سي دغه سیاست والا داسې سیاسي قدمونه هم واخلي، چې بلکل صریح کفر وشمارل سي، ځکه چې دوۍ خو آصلاٌ جواز او نا جواز پسې نه ګرځي، نوڅوک چې د واکمن په حیث د یو ملت په سرنوشت داسې سیاسي قدمونه اخلي چې هغه د اسلام او مسلمانانو بیخ باسې، نو بیا به د اِرجاء له مخه کافر نه وي او واجب الخروج علیه نه وي، او که صرف کرزی واجب الخروج علیه ده، او یا هم صرف د پاکستان حکومت باندې خروج روا ده، ځکه چې مسله قومیت ته راګرځي، د پاکستاني طالبانو خاصتاٌ دمحسود ډلې خروج څرنګه توجیهوۍ..

بیا راځه چې په نورو ملکونو دې وګرځوم:

[color=darkred:313da9051c]مصر[/color:313da9051c]: قانون يې وضعي انګریزي، مشر بې لارې، اجتماعي حالت: فحش او فحشاء، رسمي فاحشخانې، شراب خانې،ږیرې پرېښودل منعې ده، سود ازاد د قانون تر حمایت لاندې، لنډه دا چې هرڅه لکه چې غرب کې وي هاغسې دي، ایا دې ته اسلام وایي، او حسني مبارک مسلمان ده، باید خروج پرې ونسي، خیر خلک دې وضعي انګریزي محاکمو ته درناوي کوي او فیصلې دې مني.
مصر د اسرایلو سره یو ځای یې پر فلسطینیانو حصار لږولی، د حماس په ډلې,
د مصرملګرتيا تل كافرو سره وي د مسلمانانو په ضد ده.
د مسلمانانو ټکولو کې اوږد تاریخ لري.

[color=red:313da9051c]لیبیا[/color:313da9051c]: قانون وضعي ایتالوي، مشر یې بیخي بې لارې ده، د قران په عوض خپل شین کتاب لري، او هغه قانون او اساس بولي، داسې هم خبر یم چې قران ېې تحریف کړی.
اجتماعي حالت لکه مصر، دملایانو او دیندارانو وژل رټل، بندي کول، د قذافي ګارډ له ښځو جوړ ده، دي یو ډیر لوی فاحش سړی ده، لیبیا کې هم اقتصادي سستم کې سود عام ده او قانون یې حمایت کوي، لنډه دا چې د اسلام نوم څه چې بوۍ ېې هم نسته. خو ستا په نظر خروج پرې جایز نده ، ځکه چې فتنه منځ ته راځي او مسلمانې وینې تویږي.

[color=darkred:313da9051c]الجزایر[/color:313da9051c]: قانون وضعي فرنسوي، مشر بې لارې، اجتماعي حالت فحش او فحشا او لکه مصر، کله چې مسلمانانو انتخابات وګټل ، دوۍ ونه منله او فوج یې پردغو، بیچارګانو رامارچ که څه یې مړه ، څه بندیان او څه یې تیښتې ته مجبور کړل، او کفارو هم د حکومت مرستې ته رامنډه کړه.

[color=green:313da9051c]تونس[/color:313da9051c]: قانون کفري، فحش او فحشا اوج ته رسیدلې، سلمان العوده وایی ، کله چې زه تونس ته لاړم ، نو حیران هلته سوم چې د سهار اذان مې د تونس ښار کې واوریده، نور نو تاسې فکر وکړي، زما یو انډیوال تونس ته په رسمي سفر تللی وو، هغه ویل چې پر تونسیانو عرب او عجم خیژي، اسلام غیرت هیڅ سته نه او که وي د لیدو نده.
دلته هم خروج روا نده؟

[color=darkred:313da9051c]المغرب[/color:313da9051c]: د علوي شیعګانو پاچاهي، قانون وضعي، او اجتماعي حالت لکه تونس، اقتصادي معاملې کفري ،د دیني عالمانو او نیکو خلکو ټکول ، او بې لارې نازول، د مغرب د مخکینۍ پاچا یو نیژدې دوست د استخباراتو ریس یا مشر وو، هغه به پیغلې له پوهنتونو ، لارو، او بازار نه اوچتولې، د حکومت او استخباراتو په زور ، سترګې به ېې پرې وتړلې او بیا به ېې خپلو مخصوصو ځایو ته بوتلې او هلته به یې د تهدید لاندې، زنا ته مجبورې کړې، او فیلمونه به یې ترې ډکول، فیلمونو کې به د ده او ملګرو مخونه پټ وو، دغه فیلمونه به بیا بین المللي بازار کې خرڅیدل، له دغه تجارت څخه ېې په لسګونو میلیونه ډالر تر لاسه کړي وو، خو په [color=red:313da9051c]زرګونه[/color:313da9051c] نجونې او میرمنې هم بې پته کړې وې، تر څو رسوا سو، پاچا له ډیره شرمه اول د اعدام امر پرې وکړ، او کله چې موضوع سړه سوه ، نو حکم هم تخفیف سو او اوس به ازاد وي،

[color=red:313da9051c]سوریا[/color:313da9051c]: د نصیري شیعګانو پاچاهي، قانون يې وضعي کفري ده، د فحش مرکز ده اکثر د خلیج لنډغر هلته ځانونه تشوي ، ځکه چې ارزاني ده, اقتصاد يې كفري ربوي ده، دعلماؤ او مولایانو ټکول وژل، روس سره نیژدې آړیکې لري.

[color=darkred:313da9051c]
اردن[/color:313da9051c]: د اشرافو پاچاهي، یعني د قریشو څه چې د [color=darkred:313da9051c]هاشمیانو[/color:313da9051c] پاچاهۍ ده، ښه په ثبوت رسیدلي آشراف او سیدان دي، نو وهاج صاحب راځه چې ملک عبدالله بن الحسین خلیفه کړو.
قانون وضعي انګریزي، فحش او فحشا نسبةٌ له نورو کمه ده، سود او نور غیراسلامي کارونه عام دي د قانون تر چت لاندې،
اردن عالم اسلام سره یو اوږد تاریخ د غدر او خیانت لري
له پیل څخه دغه کورنۍ د انګریزو امریکا او یهودو جاسوسان پاتې سوي.

[color=red:313da9051c]کویت، [/color:313da9051c]لنډه به يې کړم د امریکا یو ایالت ده، او بلکې بیروش یې ده.

[color=darkred:313da9051c]بحرین[/color:313da9051c]: قانون وضعي ، اقتصاد غیر اسلامي، سود ازاد ،د فحش او فحشا مرکز ده، د دنیادهر ملک فاحشې پکې پيداکیږي، او ازادنه خپل مرکزونه لري، پکې د امریکا فوځي اډې هم سته، او بلکل امريكا ته تابع ده.

[color=red:313da9051c]قطر[/color:313da9051c]: قانون وضعي، سود ازاد، فحشا په ډیره کمه کچه ده
د امریکا ترټولو لوې فوځي اډې قطر کې دي، مرکز یې هم هلته ده، د قرضاوي تر څنګه موقعیت لري. او کله چې یو ځوان پرې حمله وکړه نو قرضاوي ویل چې دا کار مسلمان نه کوي ، دا د کافرو کار ده، خو عراق او افغانستان کې یې جایز ویني، قرضاوي د قطري نشنلتي لورینې قرض ښه ادا کوي، او قطر ته د ده فتواوې بل شانتې دي
قطر الجزیره تلفزیون خپروي

[color=darkred:313da9051c]امارات[/color:313da9051c]: د دنیا هرقوم اماراتو کې سته ، قانون وضعي، او سود او نور غیر اسلامي اقتصادي معاملې ښې ګرمې دي،
د دنیا د هر قوم فاحشې اماراتو کې شتون لري، او د ډاکترانو د معاینې لاندې، تر څو عرب په ایډز اخته نسي. زمونږ پارسیوانې هم پکې سته
د اماراتو عسکر په زابل کې شتون لري او کله کله جنګ کې هم برخه اخلي،
اماراتو کې هم امریکایي فوځي اډې شتون لري،له هغه او د هغه له [color=darkred:313da9051c]څنګ[/color:313da9051c] دولتونو څخه د امريكا جنګي الوتكې پروازونه کوي او په افغانستان باندې بمبارد کوي ، یا هم کروز راغوزاروي

[color=red:313da9051c]عمان[/color:313da9051c] : لکه مخکینی
[color=darkred:313da9051c]یمن[/color:313da9051c]: قانون وضعي او سود او نورې معاملې برملا ، د امریکا غلام،

وروره د هاغه مهم عربي دولتونه دي چې د القاعدې سره په لانجه دي،ته یې پکې خوښ که او بیا راته ووایه چې پر کوم یو یې خروج نا روا ده او ولې.
او څنګه په پاکستاني حکومت روا ده، اختلاف څه ده.

په درنښت


..Ahmadzai
04.09.2009

[quote:4cce96848b]
په آخر کې يوه خبره درته کوم، هيله ده چې هغه دکنداريانو خبر سر دې پرې خلاص
شي:

ته چې له کوم کنکشن څخه دفاع کوې، هغه کنکشن دداسې کنکشن امتداد دی، چې
ته يې دخپل اسلام او خپل وطن دښمن بولې، او همدغه ستا دښمن کنکشن ستا
ددوست کنکشن رهبري کوي، او پرته ددغه کنکش له رهبرۍ او کومک څخه ستا
دوست کنکشن ژوند نشي کولای، ځکه چې ستا ددوست کنکشن ټول تارونه په
دقيقه توګه ستا ددښمن کنکشن په لاس کې دي، خبره ټوله زما او ستا وژلو ته جوړه
ده، هغوی نه غواړي چې يوه زره تکليف هم ورته ورسیږي، خو ما او تا کبش فدا
وړاندې کوي، زمونږ دقربانيانو میوې بل څوک خوري.
په مظاهرو غوليدل دهوښيارو کار نه دی، خبره په رموزو کې ځکه کوم چې ښه سوچ
پرې وکړې.
[/quote:4cce96848b]

ډير سوچ مې پرې وكه.
كنيكشنونه دې سم ندي تشخيص كړي, او دا دې ډيره زړه خبره تكرار كړې.
وهاج صاحب عربي دنيا كي مونږ 30 كاله تير كړل, په خوۍ بوۍ او رازو باندې یې ډير ښه پوهيږو,ډير وسيع ارتباطات لرو, د ټولو حلقو سره پېژنو , راسره كلي, كور , مكتب , او كوڅه كې لوي سول, طبعاً هره خوا او هر مسلك كې تيت سول, تنها د جامعې او مدينې محيط نده, نور د شاوخوا عربي ممالكو په حال هم خبر يو, ډيرو ته مې سفر كړی, وروره كوم


و.افغان
20.09.2009

[quote:9231f9b8c0="jalal ahmadzai"]http://www.tawhed.ws/r?i=jmk3sy3s

http://www.tawhed.ws/r?i=ge03gnu4

الجامية د ننۍ زمانې د مرجئو يوه طائفة ده, چې د مدینې منورې څخه شروع سوې ، او اوس انتشار کې ده، عمومي فکر یې سلاطینو ته چاپړوسي او د مجاهدینو په مورد ضد او نقیض خبرې، تبلیغات او تهمتونه.
خدای د نکوي چې وهاج صاحب د دوۍ د فکر تابع وي، او انشاءالله نه به وي، خو چون دی هلته ده، نو که د سترګو لیدلی حال لږ ووایي، خاصتاٌ چې د دغې طایفې مشران نن سبا په پوهنتونو کې لوړې چوکۍ لري.
د نن زمانې منحرفو فرقو څخه یو مخلوط جوړ سوی، لږ یوې فرقې، لږ بلې نه، لږ سم، لږ کوږ، خو څومره چې مطلب او مراد او د وخت تقاضا وي هغومره یې هغه خواته مخه کړې
پورتني لینک کې لږ ذکر سوی.
په درنښت[/quote:9231f9b8c0]

درنو وروڼو:
د زړه له کومي تاسو ټولو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

محترم ډاکټر صاحب:
لومړی خو بايد لوستونکو ته واضحه کړم، چې د القاعدة ډله ځانونه سلفيان بولي،
لوستونکي بايد سلفيان وپيژني.
سلفيت: هغه منهج، طريقې، يا تګلارې ته وايې؛ په کومه چې ځمونږ اسلاف صحابه
کرام ، تابعين او اتباع التابعين او تبع الاتباع او مشهورو امامانو تګ کړی دی.
طبعا دا د قرآن او حديث لاره ده.
امام مالک رحمة الله عليه فرمايي: لا يصلح حال آخر هذه الأمة الا بما صلح به أولها.
یعنې ددې محمدي آمت د وروستيو زمانو دخلکو حال يواځې په هغه څه سره جوړيږي او
صحي کيږي، په کوم څه سره چې د ددې محمدي امت د لومړنيو خلکو حال جوړ
شوی وو.

سلفيت په دې معنا سره يوه پاکه ، صافه، اسلامي پرمختللې مدرسه ده، چې تقليد
او جمود نه مني، او د هرې زمانې د چلينجونو سره مقابله کولای شي.
د اسلامي نړۍ د تاريخ په اوږدو کې الله جل جلاله په لسګونه او سلګونه متجدد
علماء پيدا کړي دي، چې خلکو ته يې تجديد د دين کړی دی، البته نوۍ مذهب يې
منځ ته نه دی راوړۍ، د اشخاصو د تقديس او د هغوی د جامد تقليد رد يې په ډېره
کلکه سره کړی دی، او ابداع (نه ابتداع) ته يې همېشه لارې خلاصې کړي دي.
سلفيت يواځنۍ مدرسه ده، چې کولای شي د اوسنيو تحدياتو او چلنجونو په کلکه
مقابله وکړي، او اسلامي نړۍ ته ترقي او پرمختګ وروبخښي.
سلفيت هغه مترقي فکر دی، چې د اسلامي ضوابطو په موجوديت کې مسلمانانو ته
فکري آفاق پر انيځي، د ترقۍ او پرمختګ لپاره لازم وسعت ورعطا کوي.
سلفيت د الله له بندګۍ څخه پرته بل هر قسم بندګي ردوي، او د متخلفو افکارو لپاره
کامله دوا ده.
سلفيت يو متجدد اسلامي منهج يا تګلاره ده، کوم ګوند نه دی، سلفيت د دين مفاد
او د عامو مسلمانانو مفاد پر هر څه اوچت ګڼي، او د اخوانيت په شان د ګونديتوب
په تنګه فضا کې راګېر فکر نه دی.
سلفيت نن صبا کولی شي چې د دومره علمي پرمختګونو سره د هر سوال ځواب
ووايي؟
پوښتنه داده چې سلفي منهج ولې کاميابيږي؟ او نور منهجونه ناکاميږي؟
ددې ځواب ډېر آسان دی، ځکه چې سلفيت ددين اصلي مصادر په قرآن او حديث کې
منحصر کوي، او الله جل جلاله د قرآن او احاديث صحيحه وو ذمه وهلې ده، چې د هر
زمان او هر مکان لپاره صالح دي، البته د اشخاصو، احزابو، ګوندونو، ډلو، او نورو
خلکو د خبرو د دوام صحت ذمه يې نه ده وهلې.
په دې معنا چې قرآن او حديث چې د اسلامي دين اصلي مصادر ګڼل کيږي، د هر
زمان او مکان لپاره صالح دی، البته د ډېرو جيدو علماوو فتواګانې او مذهبونه
او مذهبي آراء به يو وخت د څه وخت لپاره مناسبې وې، البته وروسته نه دي، ځکه
چې هغه آراء او مذهبي نظريې هغه تقديس نه لري، کوم چې قرآن او حديث لري.
سلفيت نن صبا په ډېر قوي انتشار کې خوريږي، ځکه چې د هرې پوښتنې ځواب په
کې موندل کيږي.
دا پورتنۍ تفصيل د سلفيت په اړه وو، چې د يوه اصيل منهج او تګلارې په توګه
تاسو ته وړاندې کړای شو.

راځو هغو فکري تياراتو او ځواکونو ته چې سلفيت ته منتسبيږي، نو پکار ده چې
دغه تيارات او فکري نيروګانې په پورته اصولي خبرو وتلل شي، پرته له دې سلفيت
ته منسوب مختلف تيارات کله سره متعاون شکل خپلوي، او کله د تضاد شکل
نيسي، خو چا ته چې اصول معلوم وي، نو د تضاد په حالت کې يې الله حق ته رسوي.

القاعدة او تکفيريان هم ځان سلفيت ته منسوبوي، خو چې دا خبره څومره حقيقت لري
په لاندينې توضيحاتو کې به يې پته ولګيږي.

سلفيت ته منسوب تيارات په اسلامي نړۍ کې زما له مطالعې سره سم تقريبا اتو ته
رسيږي، البته دلته ګوندونه مراد نه دي، دلته فکري تيار يا ځواک مراد دی، دغه
فکري تيارات سره په اکثره کې د تعاون شکل نيسي، د دوی اهتمامات سره بدل
دي، يعنې د ځينو اهتمامات په عقيده ډېر زيات وي، د ځينو نورو په فقهي مسائلو
ځينې په سياست کې لږې ګوتې وهي، ځينو ورته ځانونه وقف کړي دي،
خو القاعده او تکفيريانو له دغو اوو ډلو څخه بهر اتمه ډله يا اتم تيار دی، چې ځان
سلفيت ته منسوبوي، او د ځان څخه د دفاع په خاطر کله کله ټوله پړه په اولني تيار
اچوي، (چې وروسته يې ذکر راځي) ګواګې چې خلکو ته ووايي، چې يواځې دا
لمړنی تيار ځمونږ مخالف دی، او نور ټول خلک ځمونږ سره جوړ دي، خو حقيقت
دادی، چې اووه واړه سلفي تيارات د القاعدې د مفکورې سره تضاد لري، بلکه
دهغوی په ضد بيانونه ورکوي، او د القاعدې په فکري طرز باندې وخت په وخت
نيوکې کوي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سلفيت ته منسوب تيارات:

۱- لومړنئ تيار چې خلک ورته (جامي) يا مدخلي تيار وايي، ډاکټر احمدزي صاحب
ورته اشاره کړې، او زه يې پر هغو ورتپلی یم.
ددغه تيار والا اګر چې ځانته مدخليان او جاميان نه وايي، خو خلک يې په دغه نوم
يادوي، چې مشران يې ډاکټر ربيع المدخلي او أمان جامي ياديږي، دا تيار خپلې
ځانګړتياوې لري، دوی په سياست کې هيڅ قسم خبرې نه کوي، او که بل کوم څوک
چې دين ته منسوب وي، او په سياست کې وغږيږي، نو د دوی ورسره جوړه نه وي،
دوی په منځ کې يو متل ډېر مشهور دی: من السياسة ترک السياسة: يعنې سياست دا
دی چې سياست هډو ګوتې ونه وهې.
دوی انتخاباتو کې داخلېدل محرم ګڼي، دوی هر قسم حاکم ته د طاعت قايل دي،
فقط چې مسلمان وي، دوی يې طاعت واجب ګڼي، او دغه طاعت عبادت ګڼي، تر
دې چې ددغې ډلې څخه ځما يو استاذ سره کلکه مناقشه هم راغلې ده، هغه ما ته ويل
چې کرزی واجب الطاعة دی، ځکه چې مسلمان دی، تاسو ته جګړه ناروا ده، په دوی
کې ځينې داسې خلک هم وو، چې هغه وخت يې ويلي وو: چې د طالبانو حکومت
شرعي حکومت نه دی، ځکه چې ملګرو ملتونو پرې اعتراف نه دی کړی، داسې
خلک هم په کې شته چې امريکايي مسلمانانو عسکرو ته يې ترغيب ورکړی وو، چې
په افغانستان کې د طالبانو مشرک او بدعتي حکومت له منځه يوسي، او دوی
ورسره ملګري دي.
البته دوی د صحيح عقيدی لپاره ډېر کار کړی دی، او لا کوي يې، دوی د شرک ډېره
کله مقابله کوي، په عقيده کې پوه استاذان له دوی نه دي.
اصلا زما په خپل تحليل باندې ددې تيار پېدا کېدل د خليج په جګړه کې د يوه بل
تيار د راپورته کېدو په وړاندې عکس العمل وو، زه هيڅ دلچسپي نه لرم، چې ددې
خلکو په داخلي اختلافاتو کې خپل وخت ضايع کړم، نه مې دا دلچسبي مخکې لرلې
ده، او نه يې اوس لرم، خپلو ملګرو ته هم وايم، چې د دوی د داخلي اختلافاتو ځان
لرې وساتي، حکومت په مناسبو فرصوتونو کې له همدې تيار او د دې مقابل تيار
څخه استفاده کوي،
دا مدخلي تيار په درس او تدريس کې ډېر مخکې دی، په علميت کې هم مخکې دی،
البته محدود دي، او اواز يې هم په اسلامي نړۍ کې دومره تأثير نه لري، په ادارې کارونو نه پوهيږي، د ادارې کارونو لپاره حکومت د يوه بل تيار څخه
استفاده کوي، چې د دوی مقابل دی، او په درېمه نوعه کې يې تفصيل راځي.

زه د دې کلک مخالف يم چې دا رنګه فکري تيارات او د دوی اختلافات افغانستان
يا بل مملکت ته مستورد شي، دا د دوی اختلافات دي، بايد هم دلته پاتې شي،
په سعودي او کويټ کې حکومتونه شاهي دي، دا اختلافات به دلته زيب کوي، البته
په نورو وطنونو کې هيڅ معنا نه لري.
د افغانستان لپاره زه د يوه مستقل سلفي تيار قائل يم، چې کتاب الله او سنت په لاس
کې کلک ونيسي، او د شرکونو، بدعتونو، جهالتونو ، او فکري تخلفونو مقابله
وکړي، البته په ځينو مسائلو کې او تبادل د خبراتو او تجربو کې د تعاون مخه نه نيسم.

۲ - دويم فکرې تيار چې کولای شو، د مشايخو تيار ورته ووايم، دا تيار له لويو لويو
علماوو او مشايخو څخه جوړ دی، چې د هغوی خبرې ټولې اسلامې نړۍ ته د قبول
وړ دي، دوی وسيع نظر لري، په فقهي مسائلو او فتوا ګانو کې ډېر کار کوي،
په اسلامي عقيده کې هم ډېر ښه ښه قيمتي کتابونه او آثار يې ليکلي دي، دوی
د بيځايه تشددونو لارې ردوي، په هره ناحيه کې د ژورې دعوي اصلاح غوښتونکي
دي، د دوی څخه ځينې انتخاباتو ته د داخليدو لپاره د جواز فتوا هم ورکوي، خو
هغه وخت چې مسلمانانو ته په کې فايده وي، دوی دفتوا لپاره ځواکمنه فقه لري (فقه الفتوی) .
البته څنګه چې دوی په شرعي مسائلو ډېر مشغول دي، نو په روان سياستونو کې
چندانې ګوتې نه وهي، ځانونه پرې نه مشغولوي، ددې تيار ځينې مشهورې څيرې
لکه شيخ ابن باز، ابن عثيمين، او الشيخ الألباني رحمة الله عليهم أجمعين دي.

۳ - درېم فکري تيار هغه سلفي تيار دی، چې انتخاباتي او ديموکراتي حکومتونو
کې د اشتراک د جواز فتواګانې ورکوي، بلکه کتابونه يې پرې ليکلي دي، په
سياست فعلي ميدان کې لوبيږي، سياسي تنظيمونه هم لري، د سياسي قواعدو
تنظير او تأصيل او تقعيد هم کوي، په تفصيلاتو کې يې ورننوځي، او د مختلفو
سياسي پوښتنو ځوابونه کوي.
په دغه ډله کې کولای شو، چې د کويټ عبد الرحمن عبد الخالق، او عبد الرزاق
الشايجي او حامد العلي ياد کړو، همدارنګه د سوډان د جماعة أنصار السنة ډله
ياده کړو، همدارنګه د الجزائر علي بالحاج هم په کې شامليږي، دې ډلې د سلفيانو
سياسي علمي ډله ويلی شو.
د دویمې او دريمې ډلې تر منځ د پام وړ خواخوږي شته، خو لومړنۍ ډله له دې ډلې
سره په بده دي، لومړنی ډله پرې هميشه اخته وي، او ردونه پرې کوي، او دوی يې
ځوابونه کوي.

۴ - څلورم فکري سلفي تيار والا هغه خلک دي، چې د جماعة الاخوان المسلمين
کې داخل دي، يعنې د اخوانيانو سلفيان دي، اصل کې خو اخوانيان يو خليط دی،
په خپل منځ کې هر ښه او بد راټولوي، حتا چې صوفيان، فنکاران، د غلطو عقيدو
والا خلک هم په منځ کې ورسره وي، نو سلفيان هم په کې شته، مثال يې د يمن
شيخ عبد المجيد زنداني دی، د اردن شيخ عمر الأشقراو د سوډان عصام البشير.

ګلوبايزيشن (عولمه) او ټکنالوجۍ دې ډلې سره ډېره مرسته وکړه، چې په اخوانيانو
کې خپل نفوذ زیات کړي، ځکه چې د اسلامي علم انتشار او ورته د رسېدو آسان
ارزان او ډېرو وسائلو د علم نشر ته لاره هواره نو اخوانيان هم د دوی د تأثير لاندې
راغلل، البته په سياسي مواقفو کې عموما دوی د اخوانيانو د تنظيم له پرېکړې
څخه ځانونه نه ليري کوي، کولای شو چې د سلفي اخوانيانو نوم ورته ورکړو.

۵ - پنځم سلفي فکري تيار چې اوسمهال ډېر واسع الانتشار دی، تأثير يې هم زيات
دی، فکري او حرکي نشاط يې هم ډېر قوي دی، د ټکنالوجۍ د خدماتو او اعلام څخه
ډېره استفاده کوي، دوی د نورو اسلامي تياراتو سره هم اړيکي لري، حتا چې د غير
اسلامي تياراتو سره هم اړيکي لري، په دې معنا چې هغوی پورې خپل آواز ورسولی
شي، ددې تيار مشري تقريبا شيخ محمد سرور زين العابدين او د هغه ملګري کوي،
له لندن څخه د البيان په نوم يوه مجله هم لري، دوی د اوسني نظامونو د شرعيت يا
قانونيت په اړه مثبت نظر نه لري، البته دوی تکفير ته بلنه نه ورکوي، او نه د اوسنيو
نظامونو په وړاندې د وسلې اوچتولو جواز ورکوي، او نه پرې د انقلابونو فتوا ورکوي.
دوی د غربي اعلام څخه هم با خبره دي، د ديموکراسۍ په اړه دوی طولاني څيړنې
لري، دوی په سروريانو مشهور دي.
لومړنۍ فکري تيار دوی ته اخوانيان وايي، البته دوی ځانونه سلفيان ګڼي.

۶ - شپږم سلفي تيار هغه دی چې د نظري جهاد والا فکري تيار ورته ویلی شو، دوی
د جهادي مسئلو تنظير او تقعيد او تأصيل کوي، د جهادي مسئلو په مختلفو
تفصيلاتو باندې غږيږي، دوی په عموم ډول سره په داسلامي دولتونو کې د شته
نظامونو کلک مخالف دي، دوی عموما په ټولو رد کوي، البته عينا څوک نه
تکفيروي، او نه فعلا په کوم انقلاب کې دوی برخه اخيستې ده، البته د دوی څخه
ځنې خلک د خپلو حکومتونو له اړخه د انقلاب په کوښښونو متهم دي، چې له دوی
څخه مهم خلک د سيدقطب ورور محمد قطب دی، شيخ عبد المجيد الشاذلي دی،
شيخ غازي التوبه ، او داسې نور دي.

۷ - اوم سلفي فکري تيار، چې د عملي جهاد سلفي تيار ورته ویلی شو، دا تيار دوه ډوله
دی:
اول: هغه فکري جهادي سلفي تيار چې د کفارو سره يې په جهاد کې د پام وړ فعلي
ونډه اخيستې ده، د افغانستان په جهاد کې هم دوی شرکت کړی وو، په بوسنيه کې
هم جنګيدلي دي، نور جهادي سنګرونه يې هم تاوده ساتلي دي، خو البته د تکفير
مفکوره نه لري، په دی معنا چې له جهاد څخه وروسته په خپلو ټولنو ورګډ شوي
دي، او خاص او عام خلک يې نه دي کافر کړي، د خپلو دولتونو په وړاندې يې مسلح
جنګ نه دی پیل کړی، ددې مثالونه ډېر زيات دی، چې يو ښکاره مثال يې عبد الله
أنس بوجمعه د عبد الله عزام زوم وړاندې کولای شو.

دويم: د عملي جهاد دویم فکري تيار هغه وو، چې دوی په مصري زندانونو کې د
د حکومتونو او په حکومتونو کې د کارکنانو د تکفير مفکوره څښلې وه، د دوی
دا مفکوره د هغو شکنجو او تعذيب عکس العمل وو چې دوی ته د خپلو حکومتونو
له خوا د انقلاب په تهمت ورکول کېده.
دوی دا مفکوره افغانستان له ځان سره راوړه، دا مفکوره له مصر څخه پرته د شمالي
افريقا په نورو دولتونو کې هم موجوده وه، دوی افغانستان د ځان لپاره مناسب ځای
وګڼلو، ډېرو يې جهاد کې دومره شرکت نه دی کړی څومره چې دوی د تکفير په مسئله
باندې د پېښور په ميلمستونونو کې ټينګار کاوه، او غوښتل يې چې خپلو تنکيو
ځوانانو ته يې تدريس کړي.
دا تيار د اسلامي نړۍ د مختلفونو دولتونو مشران او وروسره معاونين او
کارکوونکي کافر بولي، او نورو ته هم بلنه ورکوي، چې د وسلې په زور يې له منځه
يوسي، دوی هر نظام په نوم نوم سره اخلي او کافروي يې.
مصري تکفيريانو په خپل فکر باندې د خليج شبابان هم تربيه کړل، او څنګه چې
فرصت دوی د افغانستان ښه مساعد وو، دوی له افغانستان څخه خپل مرکز
جوړ کړ، او د خپلو دولتونو په حکومتونو او خلکو يې حملې پيل کړې.

دا فکري تيار او د دې فکري تيار کارونه دپورتنيو اوو فکري تياراتو يو تيار ته هم
د قبول وړ نه دي، هغوی ټول له دوی څخه بيزاري اعلانوي.
هو د دې امکان ډېر شته چې په عمومې ډول سره په مختلفو ټولنو تنکي کم عمره
ځوانان د دوی له افکارو څخه متأثر شي، او دوی په خپل لاس کې لکه آله ولوبوي.
دا چې دوی پړه يواځې په لومړني تيار وراچوي، نو دا د دوی چالاکي ده، لومړنی
تيار يواځې په دوی عمومي ردونه کوي، او دا نور ټول فکري تيارات په دوی باندې
تفصيلي ردونه کوي.

د وروستي تکفيري تيار زور له افغان جهاد څخه وروسته ډېر زيات شو، د دوی
مشري شيخ عمر عبد الرحمن (چې اوس امريکا کې بندي دی) استاذ محمد المقرئ
استاذ طلعت فؤاد او نور کوي.
همدارنګه په دې تيار کې الجماعة الاسلامية په مصر کې هم داخله ده، او ورسره دکتور عبد القادر عبد العزیز، او دکتور أيمن الظواهري ، ابو محمد المقدسي،
شيخ ابو قتادة عمر أبو عمر، استاذ محمدالرحال، أبو مصعب السوري، هم داخل
دي.
دکتور ايمن الظواهري په دوی کې ډېر پورته لاړ، او دجماعة الجهاد المصرية ډلې
يوه څانګه يې له ځانه سره بيله کړه، او هغې بلې څانګې خپل برائت او بيزاري د
ايمن الظواهرې او د هغه له څانګې څخه ښکاره کړه.

خلاصه داده چې د القاعدة او ورسره د تکفيريانو مختلفې ډلې او د هغوی غير
اسلامي کړنې د ټول عالم اسلامي د سلفي تياراتو له خوا مردوديږي، او هغوی ټولو
ته قابل قبول نه دي.

په درنښت


..Ahmadzai
20.09.2009

وهاج صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

خو يوه خبره چې ډیره ضروري ده، هغه باره کې دې څه ونه ویلې، او هغه دا چې آسامه بن لادن کومې مدرسې یا (ډلې) پورې تړلی او ولې؟
هیله ده چې لږ یې په تفصیل سره ووایې او دلیل سره.
په درنښت


و.افغان
21.09.2009

[quote:17d7473c30="jalal ahmadzai"]وهاج صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

خو يوه خبره چې ډیره ضروري ده، هغه باره کې دې څه ونه ویلې، او هغه دا چې آسامه بن لادن کومې مدرسې یا (ډلې) پورې تړلی او ولې؟
هیله ده چې لږ یې په تفصیل سره ووایې او دلیل سره.
په درنښت[/quote:17d7473c30]

محترم ډاکټر احمدزی صاحب:
نه غواړم چې د بن لادن په سوانحو او د عمر په تفصيلاتو وغږېږم، ليکن د هغه
شخصيت په خاطر يو څو لنډې خبرې لرم.
بن لادن د ادارې په علم کې تخصص لري، د خپل پلار په شان مقاول وو، تجارت يې
کاوه، د صالحو خلکو سره ناسته پاسته درلوده، البته طالب العلم نه وو، له اسلام څخه
دهغه د معلوماتو مثال داسې دی، لکه تبليغي چې په تبليغ څلور مياشتې يا کال تېر
کړي، او په وزن برابرې اسلامي خبرې زده کړي.
په نوموړي کې د دين مينه وه، د جهاد سره يې محبت وو، دی پاکستان ته د اولو
راتلو د عبد الله عزام خوا ته ورغی، او هلته به شيخ عبد الله عزام سره وو، د عبد الله
عزام نه دی ډېر متأثر شوی دی، ډېر څه يې ترې زده کړي دي، دی ډېر کم عمره او کم
تجربې وو، کله چې د جهاد په وروستيو کلونو کې أيمن الظواهري پاکستان ته راغی
نو له هغه سره يې ملاقات وشو، يو له بل سره دلچسپي واخيسته، او دوی ورو ورو
د عبد الله عزام د نظارت نه لرې کېدل، تر څو چې عبد الله عزام شهيد شو، ايمن
الظواهري دی په پوره واک کې واخيست، ځکه چې هغه يو تعليم يافته، پوخ عمره،
تجربه کار سړی وو، د يو مصري جهادي ګوندي مشري يې هم په غاړه لرله، او په مصر کې د يو څو عملياتو څخه وروسته دی مصر ته مطلوب وو، دی له مصر څخه
راتښتېدلی وو.

دلته د خليج جګړه پېښه شوه، صدام دې اوس الله جل جلاله وبخښې، ان شاء الله په
ايمان به مړ وي، له هغه يو غټ حماقت وشو، چې په کويټ يې حمله وکړه، او کويټ
پسې د سعودي نمبر وو، هغه وخت د سعودي د فاعي ځواک بيخي کمزوری وو،
هغوی د دنيا په مخ د څلورم قوي ځواک (عراق) مقابله نشوه کولای، هلته روسيه
هم په ځان اخته وه، امريکا په مجلس الأمن کې سينه ډبوله، چې أنا لها، ملک فهد
يو ډېر سياسي معقوله فيصله وکړه، چې د امريکې څخه يې په رسمي قانوني توګه
د ملګرو ملتونو او مجلس الأمن تر چتر لاندې د کومک غوښتنه وکړه، زه خپلځاني
دغې حکيمې سياسي معقولې فيصلې ته ډېر احترام کوم.
که د ملک فهد پر ځای له مونږ تاسې څخه يو کس وای، او لږه سياسي پوهه يې
لرلی، نو همغه رنګ تصرف به يې کړی وو.

ځکه چې عراق کولای شو په ډېر لږ وخت کې سعودي لاندې کړي، نو بيا که سعودي
غوښتل او نه غوښتل امريکا پرته له کوم تړونه، پرته له کوم قانونه، پرته له کوم
نظمه، پرته له کومې مشترکې جنګي پاليسۍ راتله، او دې ضرر ډېر زيات وو،
دسعودي شاوخوا ډېرو عربي دولتونو له عراق سره د مختلفو لاملونو له مخې ملاتړ
ښکاره کاوه، او عراق کې يو کمونست ګوند حاکم وو، چې د هغوی راتلو سره به
دومره را منځ ته شوی وای، چې وصف به يې کېده.

دلته اسامه په دې باندې خفه شو، له علماوو سره يې مشورې وکړې، علماوو
حکومت د دغه کومک غوښتنې اجازه ورکړه، او له اسامه يې وغوښتل، چې ځان
آرام کړي، ځينو شيخانو چې د دې کار په کلکه معارضه کوله، ونيول شو، بنديان
شول، البته وروسته له هغوی ځينو پرته له کوم فشاره په دې اعتراف وکړ، چې مونږ په غلطه وو.

اسامه فکر
کاوه چې د اسلامي ځواکونو له خوا کېدلی شي چې عراق تم شي، خو حقيقت داسې
نه وو.
کويټ او سعودي له مستۍ نه دلته امريکايان نه دي راوستي، هغوی ته هغه وخت
بل کوم مخرج په سترګو نه ورته.
ددې يو دليل دادی چې د خليج له جګړې څخه مخکې امريکې د کويټ څخه يو وړه
جزيره غوښتې وه، چې هغوی ته يې په کرايه ورکړي، کويټ ډېر په کلکه سره د هغوی
غوښتنه رد کړه، خو وروسته حالات داسې برابر شول، چې د صدام حسين د حماقت
له وجهې هر څه امريکا ته مجانا په لاس کې پرېوتل.

بن لادن له دغه مخالفت سره له سعودي ووت، دلته د ده او د ايمن الظواهري چې د اتم
تيار رمز او رأس ګڼل کيږي، د دواړو اړيکې سره نورې هم کلکې شولې، نور تاسو
يې په خپلو سترګو ګورئ، نو به د دغو اړيکو څه ته ضرورت وي؟؟

لنډه دا چې اسامه د ظواهري له لاسه ګډ وډ شو.
دا خو ظاهري خبرې دي، چې ځمونږ نظر ته راځي، او په خپلو سترګو يې وينو.
پاتې د کواليسو خبرې نو د هغې نه الله جل جلاله ښه خبر دی:
خو يوه خبره بايد وکړم:
چې څوک دې هم عربو ته په سپکه نه ګوري، امريکا که په دې وياړ کوي، چې د ځينو
دولتونو سياسي نظامونه بدلوي، انقلابونه رامنځ ته کوي،
نو عربان په خپل ځواک او قوت د ټولې نړۍ نظام بدلوي، په ټوله نړۍ کې انقلاب
رامنځ ته کوي.
نه ګورئ چې دوه قطبي نظام يې په يو قطبي بدل کړ، او په څو کلونو کې به ګورئ
چې يو قطبي نظام د مختلفو قطبونو په نظام بدل کړي.
خو په دغه انقلابونو او نظام بدلولو کې زمونږ او تاسې غوندې ساده مسلمانان دل
کيږي، او تباه کيږي.
هغه د پښتو ژبې شعر را په ياد شو چې وايي:

خانان به بيا سره خانان شي.
په کې به توی شي د رامبېل چامبېل ګلونه.

دا افغانانو لپاره دا لوی وياړ بس دی، چې وطن يې د امپراطوريو لپاره قبرستان
دی، ځينې امپراطورۍ شل ټوټې کړي، او ځينې پنځوس ټوټې کړي، او ځان ورسره
زر ټوټې کړي، خو د غه د امپراطوريو ټوټې کول هم ورسره نوره نړی نه مني، چې دغه
وياړ د افغان لپاره رښتينی وي، او د هغوی د ا احترام سبب شي.

په درنښت


..Ahmadzai
21.09.2009

السلام عليكمورحمة الله وبركاته

[quote:f65a9a3983]معقوله فيصله وکړه، چې د امريکې څخه يې په رسمي قانوني توګه
د ملګرو ملتونو او مجلس الأمن تر چتر لاندې د کومک غوښتنه وکړه،[color=darkred:f65a9a3983] زه خپلځاني
دغې حکيمې سياسي معقولې فيصلې ته ډېر احترام کوم[/color:f65a9a3983].[/quote:f65a9a3983]

درنو وروڼو، د وهاج صاحب خوارۍ د قدر وړ دي، خو څرنګه چې پوهیږۍ دا د ده خپل شخصي اجتهاد ده، او اجتهاد هر کله د تیروتنو احتمال لري.
زما په نظر وهاج صاحب ډیر تیروتلی، د ده تاریخی مطالعة د دې منطقې باره کې ډیره کمزورې ده او معلومات صرف له یوه طرفه جمع کوي او د هغو په بنا خپل اجتهاد او نظر مبني کوي، او ده ته ۱۰۰٪ صحیح ښکاري، یا هم له نورو خبرو خبر نده یا هم ځان نه پرې خبروي، او د کوم چا ډیر کلک تآثیر لاندې راغلی.
له هغو وروڼو هیله کوم چې د جواب جوګه وي، زما په ځای دې د دغو خبرو جواب ورکړي.
په درنښت


..Ahmadzai
21.09.2009

[quote:454d93114b]خو يوه خبره بايد وکړم:
چې څوک دې هم عربو ته په سپکه نه ګوري، امريکا که په دې وياړ کوي، چې د ځينو
دولتونو سياسي نظامونه بدلوي، انقلابونه رامنځ ته کوي،
نو عربان په خپل ځواک او قوت د ټولې نړۍ نظام بدلوي، په ټوله نړۍ کې انقلاب
رامنځ ته کوي.
نه ګورئ چې دوه قطبي نظام يې په يو قطبي بدل کړ، او په څو کلونو کې به ګورئ
چې يو قطبي نظام د مختلفو قطبونو په نظام بدل کړي.[/quote:454d93114b]

خدای دې افغانان لري، عرب خپله ډوډۍ هم نه سي پخولی، فلسطین دې ازاد کړي
ډیر متاثر یې، ډیر خوشباور یې
په درنښت


و.افغان
21.09.2009

[quote:17787e6f87="jalal ahmadzai"][quote:17787e6f87]خو يوه خبره بايد وکړم:
چې څوک دې هم عربو ته په سپکه نه ګوري، امريکا که په دې وياړ کوي، چې د ځينو
دولتونو سياسي نظامونه بدلوي، انقلابونه رامنځ ته کوي،
نو عربان په خپل ځواک او قوت د ټولې نړۍ نظام بدلوي، په ټوله نړۍ کې انقلاب
رامنځ ته کوي.
نه ګورئ چې دوه قطبي نظام يې په يو قطبي بدل کړ، او په څو کلونو کې به ګورئ
چې يو قطبي نظام د مختلفو قطبونو په نظام بدل کړي.[/quote:17787e6f87]

خدای دې افغانان لري، عرب خپله ډوډۍ هم نه سي پخولی، فلسطین دې ازاد کړي
ډیر متاثر یې، ډیر خوشباور یې
په درنښت[/quote:17787e6f87]

څنګه چې ته وايې ډاکټر صاحب، هماغسې صحيح ده، خو زما د خبرو په مطلب
لا نه يې رسېدلی.

په درنښت


عادل عادل
23.09.2009

د پاڼوګر اشنا چیچل دي
چې نه رغیژي دا ناسور ناسور زخمونه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more