د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ډيموكراسۍ ډنډوره غږونكو كړه وړه او پايلي

shahid
08.09.2009

د ډيموكراسۍ ډنډوره غږونكو كړه وړه او پايلي

دا د انځوريز البم نوم دى چى د امريكايانو د B52 تر چتر لاندى هيواد ته
راغلى ډيموكراتانو كړو وړو انځورونه د پښتو لنډيو سره يوځاى
پكى راټول كړى شوى ، د البم لومړى مخ په دى ډول دى:

[img:c228733294]http://www.yadawfaryad.com/adil_watanmal/anzorona_filmona/anzorona/anzoriz_elbam/anzoriz_elbem_jpg/anzoriz_elbam_ghelaf_1.jpg[/img:c228733294]

د البم له منځ څخه يوه پاڼه ستاسى د لوست لپاره:

[img:c228733294]http://www.yadawfaryad.com/adil_watanmal/anzorona_filmona/anzorona/anzoriz_elbam/anzoriz_elbem_jpg/anzoriz_elbam_1.jpg[/img:c228733294]

د ټول البم كتلو لپاره لاندى لينك باندى كليك وكړۍ:

http://www.yadawfaryad.com/adil_watanmal/anzorona_filmona/anzorona/anzoriz_elbam/anzoriz_elbam.htm


Ghairat
11.09.2009

تر ټولو   ملالۍ جويا ډيره خوشاله ښکاري ، د کرزي د حکومت پر ضد  اړخ له کبله  طالبانو  زغمله ، خو که اوس هيواد ته راستنه 
 او دوی ته په لاس ورشي، د توري سره د زناکارۍ  له امله به پرې  داعدام حکم پلی کړي ، خو يوه ستونزه به بيا هم ولري چې
د څلورو نېک عمله مسلمان شاهدانو دنشتوالي له کبله به يې  چيرې په عمري بند کې ژوندۍ وساتي ؟؟؟؟
  


pattang
11.09.2009

غيرت صيب داحقيقت ندی چې ملالۍ طالبانو زغمله ، ملالۍ عقيدوي چپه
بې دينه او بې مذهبه شعله (روا) وه اوده٠ ملالی خو په امريکا کې ده ، زه د خپل
تور کوني او تور لېنګي يار مبارکي ورته وايم ارمان د ې ښه وخيځې، خو زمونږ
اسلامي او پښتني کلتور دې د ديموکراسي په شعارونو نه را مرداره وي ٠
وروره په کابل کې  چې احوال يې په تېاروکوڅو او دخرابات په منډه يې کې
وګورې د برلين د ژويو د ګاډي د ستېشن محيط به درته ښه مالوم شي .
دادي د ملالۍ جويا ( جويا وه خو هغه ده خپل جويا يې لونګين يې پېداکړی ) خبري
دهغې له وېب پاڼې څخه :

Your show of solidarity and support gives me more power and )determination to fight the enemies of democracy and humanity in my devastated Afghanistan. You can give me a helping hand by providing moral support and your generous donations so that I can continue and expand my work for the benefit of the desperate and sorrowful [color=brown:72a3dd61a8]women of Afghanistan٠٠٠٠ [/color:72a3dd61a8])
که ديموکرسي داسي وي چې هغه سر پټې د افغاني کلتور معصومه ښکارېدونکې
نجلی په غربي امکاناتو کې په څو مياشتو کې ازاده غربي نجلۍ ترې جوړه شي
نو نالت دې پر دې ديموکراسي وي ٠
غيرت صيب ته هميشه دېموکراسي نارې وهې خو پر دې نه يې خبر چې خلک له
دېموکراسي څه کټې او دکومي خوا ګټې ترې اخلي ?
پرېږ ده خدای پاک د طالبان موفق او بر يالي کړي چې اسلامي او پښتني اخلاق
بېرته په پښو ودروي٠ ديموکراسي بايد زمونږ د دين او پښتو، خپله په زانګو
زنګېدلې لور وي او نه په پردۍ پوله کې پيداشوی  ارمونی چې نه يې پلار مالوم
وي نه يې مور٠

. [quote:72a3dd61a8="Ghairat"]تر ټولو   ملالۍ جويا ډيره خوشاله ښکاري ، د کرزي د حکومت پر ضد  اړخ له کبله  طالبانو  زغمله ، خو که اوس هيواد ته راستنه 
 او دوی ته په لاس ورشي، د توري سره د زناکارۍ  له امله به پرې  داعدام حکم پلی کړي ، خو يوه ستونزه به بيا هم ولري چې
د څلورو نېک عمله مسلمان شاهدانو دنشتوالي له کبله به يې  چيرې په عمري بند کې ژوندۍ وساتي ؟؟؟؟
  [/quote:72a3dd61a8]


ډاکټر څپاند
12.09.2009

محترم غيرت صيب،

[quote:42ffc368eb]تر ټولو ملالۍ جويا ډيره خوشاله ښکاري ، د کرزي د حکومت پر ضد اړخ له کبله طالبانو زغمله ، خو که اوس هيواد ته راستنه
او دوی ته په لاس ورشي، د توري سره د زناکارۍ له امله به پرې داعدام حکم پلی کړي ، خو يوه ستونزه به بيا هم ولري چې
د څلورو نېک عمله مسلمان شاهدانو دنشتوالي له کبله به يې چيرې په عمري بند کې ژوندۍ وساتي ؟؟؟؟
[/quote:42ffc368eb]_________________

ملالې که څومره بده هم شي،دابه مناسبه نوي چه هغه زناکاره وبلل شي٠
ځکه چه هغه يوه افغانه نجلۍ ده٠ددی تورپوټکي سره ددي عکس يا فوتو
په هيڅ ډول پدی دلالت نشي کولې چه ګواکي هغه ب دملالۍ لنډه وي٠
کيدی شي ددی هلک دشهرت او بالعکس دملالۍ دشهرت نه داستفادي په خاطر
دا عکس اخيستل شوی وي٠او داهم امکان لري چه نوموړی فوتو جعلي وي٠


Ghairat
12.09.2009

ښاغلو ثبات خان اوپتنګ خان او درنو لوستونکو !
تاسې باید دهیواد راتلونکی په پام کې ونیسئ ،چې د تجزيې له ګواښ سره مخامخ نشي ، اصلي ټکی چې هیواد پرې له تجزیې
ژغورل کیږي ملي ولسواکي ده ،چې لیبرال دموکراتان لکه ملالۍ جویا يې له یوې خوا اواسلامستان لکه طالببان اواخوانان يې له بلې خوا نفې کوي،
حال داچې د شپېتموکلونو په لسیزه کې ملي ولسواکۍ له له لیبرالیزم پرته د اسلام دسپېڅلي دین په ساتنه اوپالنه ټینګار کاوه
بې له دې چې بنسټپالي اوافراط ته په کې ځای ورکړي !
وروستي ۴۵ کاله ښيي چې له ملي او او اسلام پالونکې دموکراسۍ پرته افغان قومونه نور ګډ ژوند سره نشي کولای شي
او دزور له لارې هیواد د تجزيې له ګواښ څخه نشي بچ کیدلی، نود سوله ییز ګډ ژوندانه اصول او اساس اوس ملي ولسواکي ده
اود متل په حکم وروري به کووحساب تر منځه ، زمونږوروري ملي اواسلامي ده خو حساب اودګډ ژوند اص او پرنسیپ يې غیر لیبراله
ملي دموکراسۍ ده ،ځکه چې لیبرالیزم هم د بهرنیانو په زور رواندی او بنسټپالنه هم د ظالب یا ګلبدیناونورو زورواکو زور لازموي!
خو زور چلونه که آن داسلام په نامه هم وي ملي وحدت له منځه وړي ، نو
په دې ټکي باید ټول لوستونکي ښه غور وکړي او
خپل نظرونه پرې ورکړي چې آیا له ملي ولسواکۍ پرته افغانستان له تجزيې څخه ژغورل کیدای شي؟؟؟؟؟


..Ahmadzai
12.09.2009

یوه ورځ مې ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي څخه واوریدل
چې افغانستان کې اوس مهال پرته له دیکتاتوري څخه بل هیڅ نظام د کامیابیدو نه ده.
ځکه چې خلک سم ندي ، او پرته له زور څخه بل شی دوۍ نه سي سمولی، ترڅو بل نسل ولسواکۍ باندې پوه او درناوي ورته وکړي.

نو زما په فکر اول باید خلک رام سي، او بیا په تدریجي ډول واک کې شریک کړای سي.
کنه ننۍ دیمکراسۍ یې ښه مثال ده، ټول غله لوټمار او موقپرسته او قاتلان او خاینینو پرته نور څوک ځای پکې پیدا کولی نسي.
زمونږ د ولس آخلاق خرابه سوي
په درنښت


Ghairat
12.09.2009

له دیکتاتورۍ څخه د اشرف غني موخه ددموکراسۍ نفې کول نه دي، بلکې دهغه هدف قاطعیت او له موضوعاتوسره کلک او پریکنده برخورددی، پارلماني ټاکې ، انتخاباتي حکومت اود ولسمشرۍ ټاکڼې يې کله هم نه دې رد کړي!


ډاکټر څپاند
12.09.2009

غيرت صيب،
مهرباني وکړۍ او دليبرال دموکراسۍ او ملي دموکراسي توپير په ساده
الفاظو وليکي،او هم ووياست چه ملالۍ ته ولی ليبرال دموکرات ويل کیږي؟
دملي دموکرات مثال؟

ډيره مننه،


..Ahmadzai
12.09.2009

[quote:f247154269]له دیکتاتورۍ څخه د اشرف غني موخه ددموکراسۍ نفې کول نه دي، بلکې دهغه هدف قاطعیت او له موضوعاتوسره کلک او پریکنده برخورددی[/quote:f247154269]
تحلیل دې سم ده.
خو د ده مطلب دا وو ، چې ډیر سرونه په جرمونو کې پاخه سول او لیا ازاد ګرځي، بایددغه سرونه وریبل سي، ترڅو خلک اعتماد پیدا کړي، او مجرم په پایلې پوه سي، او بل څوک جرآت ونکړي.
دې کې د وچ زور استعمالول هم مطرح وو، اګر که څه دیموکراتیک اصول هم تر پښو لاندې سي.


عادل عادل
13.09.2009

سلامونه

ثبات صیب

ستا تحلیل ته نه پوهیژم د خوشباورئ نوم ورکړو که د بې پروایئ او بې بندوبارئ؟

راوا واله ټولې لکه د خریمو په شان خولې خوځوي، نهایت بې شرمه او سپکې ښځې دي، افغانی پت او کلتور ددوی نه بیزاره دي.

یو وخت دغو خریمو په پیښور کې مظاهره وکړه، یو اوږد خرګاډئ (پلټفارم ) یې یونیورسټي روډ باندې روان کړئ و او سپک سپور شعارونه یې ورکول، کله چې تمبوانو ته راورسیدل نو د نژدې جومات نه د ګوتو په شمیر څو تنکي طالبان پرې راتویې شول، داسې یې پلنې کړې لکه سپئ.

سیاف ته مرګ زر ځله ښه و، نه د جویا خریمې سره دده لفظي او بوتلي برخورد!!!

ښاغلئ غیرت صیب !

خدای مو ښاد لره، د وطن د تجزیې عملي مخنیوئ خو د نویمو کلونو نه بیا تر اوسه پورې هغه چا وکړ او کوي یې چې نوم یې طالبان دي، خو تاسو یې نه تنها منلو ته تیار نه یاست بلکه ای-اس-آی ته یې ژمن یو غیر ولسي حرکت بولئ.

که ستاسو خیالي او مجازي تیوري سمه وي نو مهرباني وکړئ عملي عناصر یې په ګوته کړئ.


ډاکټر څپاند
13.09.2009

محترم عادل صيب ,

تاسوندي ويلي چې دملالۍ په هکله ځما نظر څرنګه او ولې ناوړه وه؟


pattang
13.09.2009

غيرت صيب سلا مونه !
دلاندې کرښې : =>

[color=brown:bb824aa61e]خپل نظرونه پرې ورکړي چې آیا له ملي ولسواکۍ پرته افغانستان له تجزيې څخه ژغورل کیدای شي؟؟؟؟؟[/color:bb824aa61e]
په هکله :
دتجزيې خبرې د څو وارې تکرارکړې دي خو دا دې نده واضح کړې چې څوک به يې
وېشې ، حقوقي ، تاريخي او رواجي اړخونه به يې څرنګه وي??٠
افغا نستان څوک نشي تجزيه کولی ، که ايتنيکي تجاران او جنايتکاران ورک شي
نو دافغانستان اولسونه په خپلو منځو کې هېڅ کوم پرابلم يو له بل سره نلري اوپه
سلګونو کلنو دوی يو ځای ژوند سره کړی دی ٠
زمونږ يواځېنی پرابلم اشغالګر او ايتنيکي تجاران دي خو که صليبي اشغالګر
ورک شي نو دغه ظالمان او دميليتونو تجاران يواځې دغلې زامن دوه ورځې هم
طاقت نشي کولی ٠
دافغانستان تجزيه داقليتونو په نقص او دپښتنو په ګټه ده اودا ځکه چې په واحد
افغانستان کې خو دپښتون هروخت سياسي، کلتوري اواقتصادي کډه دخره په
شااودملنګي کچکول په غاړه وو او دی، خو زما داکرښه د دې مانا نه ورکوي چې
زه دتجزيې پلوي کوم او يا مې دهغې پلان په جېب کې دی٠
خدای دپښتانه هو ښيار کړي٠


Ghairat
13.09.2009

[quote:d1c0ccede7]په واحد افغانستان کې خو دپښتون هروخت سياسي، کلتوري اواقتصادي کډه دخره په شااودملنګي کچکول په غاړه وو او دی،[/quote:d1c0ccede7]
سیاسي،اقتصادي، کلتوري ،پوځي اوژیو پولیتیکي يرغلونه ټول پښتون
ته متوجه دي ، له پښتون پرته نور ټوله سیمه تر نړیوال قدرتونو پورې یوهم ددغه هیواد د سلامتۍ او بشپړتیا غوښتونکی نه دی،نود ثبات د لږې ګډوډۍ سره ایران ، پاکستان او هر شمالي ګاونډی دې هیواد ته د لیوه دونډې په سترګه ګوري او ټول پر شا ډبونکي قدرتونه هم لري او ورته وايي پلاره نیسه یې!
د یوهیواد وېش په حقوقي ، تاريخي او رواجي اړخونونه، بلکې په وچ زور ترسره کیږي ،نو په هغه حالت کې چې نور ورونه قومونه د بیلتون لاره ونیسي باقي پاتې پښتون به چې یوځل مخکې ترې هم د خپل پښتون او خپل وطن درې سترې برخې بیلې شوي ( سوهیلي، مرکزي اومحکوم پښتونستان ) دغه ویش هم په زور تحمیل شوي او دغه بیړا قوم پرې پوه شوی هم نه دی ، خدای مکړه د ځانته آزاد پاتې کیدوتوان به هم نور ونه لري اوله کښته پښتنو سره به دکومخلافت په پلمه دوی هم په پردۍخيټه کې مدغم اوهضم شي او په خپل ماشوانه غرور کې چې خان صیب به ورته وايي غرق اوله منځه لاړ شي!

ددې ټولوبدبختیو مخه د ورونوقومونو سره د ورورۍ برابرۍ اود[color=red:d1c0ccede7] ملي ولسواکۍ [/color:d1c0ccede7]په بنسټ ولاړې ملي ټولنې په جوړولو سره نیول کیدای شي کوم کار چې د طالبانو له لاسه هډو پوره کېدای نشي!

[color=yellow:d1c0ccede7]پریږده پښتانه او ملي ورونه سره ورونه شي
.................................................................. ورک دې د لادن او پنجابیانوتور مخونه شي![/color:d1c0ccede7]


..Ahmadzai
13.09.2009

السلام عليكم

[quote:32311b21c7]ددې ټولوبدبختیو مخه د ورونوقومونو سره د ورورۍ برابرۍ اود ملي ولسواکۍ په بنسټ ولاړې ملي ټولنې په جوړولو سره نیول کیدای شي کوم کار چې د طالبانو له لاسه هډو پوره کېدای نشي![/quote:32311b21c7]

د كرزي له لاسه خو به پوره وي.
ته خو ډیر کمزوری او مذبذب او تسلیم سړی یې،


pattang
13.09.2009

غيرت صيب !
ما مخکې ديوه تيزن سړي تېر شوی حقيقت دلته ليکلی تکرار وم يې نه ٠
(مونږ په يوه سړي باندې نا حقه دتيزن نوم ايښی وو )
وروره چې ندې خو ښېږي نو ولې دتيزن نومونه ( لادن او تور لېنګی ) پر دې
مظلومو پښتنو ږدي چې هم يې هيواد اشغال دی او هم پکښې وژل کېږي٠
په هراړخ يې چې اړ وي بې طالبه امکان نلري ٠

[color=brown:e52177c067]پریږده پښتانه او ملي ورونه سره ورونه شي
.................................................................. ورک دې د لادن او پنجابیانوتور مخونه شي![/color:e52177c067]


Ghairat
13.09.2009

[quote:aaede00615="pattang"]غيرت صيب !
ما مخکې ديوه تيزن سړي تېر شوی حقيقت دلته ليکلی تکرار وم يې نه ٠
(مونږ په يوه سړي باندې نا حقه دتيزن نوم ايښی وو )
وروره چې ندې خو ښېږي نو ولې دتيزن نومونه ( لادن او تور لېنګی ) پر دې
مظلومو پښتنو ږدي چې هم يې هيواد اشغال دی او هم پکښې وژل کېږي٠
په هراړخ يې چې اړ وي بې طالبه امکان نلري ٠

[color=brown:aaede00615]پریږده پښتانه او ملي ورونه سره ورونه شي
.................................................................. ورک دې د لادن او پنجابیانوتور مخونه شي![/color:aaede00615][/quote:aaede00615]
پتنګ خانه تراوسه پورې خو په هره خبره ښه سم پوهېدې ، هېڅکله دې زما خبره اړولې هم نده، خودا ځل څه چل دی (؟؟؟) چې فکر کوې
تورلېنګي اوتور مخي پنجابيانو ته نه وايم طالبانوته يې وايم ؟؟؟
او ﻻدن اسامه ته نه ،بلکې طالبانوته يې وايم ؟؟؟
اياهير مو کړل چې ماخو دا هم ليکلي و:
[quote:aaede00615]د ثبات د لږې ګډوډۍ سره ایران ، پاکستان او هر شمالي ګاونډی دې هیواد ته د لیوه دونډې په سترګه ګوري[/quote:aaede00615] اوتر ټولو زيات بيا پاکستان دي چې زمونږوطن يې نيم هم هضم کړی او هم دا نور بيا د هغه په شان هضمولي شي ، ايا هغه ترلينګيز پنجابيان نه دي ؟!
او داڅنګه کيداي شي او څنګه يې تصور کولي شئ چې نورافغان قومونه دې دپښتنو سره ورورئ ته رابلل کيږي او طالبان نه ؟؟؟ ايا طالبان پښتانه او افغانان نه دي څۀ ؟؟؟ دادافغاني وررولۍچغې مونږ چاته وهو؟ دا خوموږ تر ټولومخکې طالبانوته وهو اوددوي له ګډون پرته يوکارهم په افغانستان کې سم نه بولم، ايا زه ﻻدن اوپنجابيان افغاني ورر ولۍته رابولم ؟؟؟
هو دا سمه خبره ده :
[quote:aaede00615]په هراړخ يې چې اړ وي بې طالبه امکان نلري [/quote:aaede00615]
خو دا په دې معنی نه ده چې :
[color=red:aaede00615]په هراړخ يې چې اړ وي بې د طالب له دېکتې امکان نلري [/color:aaede00615]
دېکته ه به د ګډ ژوند اصول او قوانين ټولوته ورکوي اوهغه اصول به د ملي ژنداوورورۍ اصول وي اوبس !
دجلال احمدځي ورر په ځواب کې همدومره وايم :
د کرزي نوم چا ياد کړي ؟
نه افراداو نه ډلې مطرح دي ، بلکې اصول اودهغې منل مطرح دي او افراد ډلې او ټپلې هغومره او په هغه اندازه سره په مثبت او منفي توګه مطرح کيږي چې څومره اړين اصول مراعاتوي او څومره يې نقضوي، له دی څخه خو وروره نه کرزې اونه ملاعمر مستثنی کېدی شي !


pattang
13.09.2009

غيرت صيب ستا خبرې زه اوس هم منم خو په خاصو شرائطو کې اول بايد ميدان پاک شي او دغه کار يواځې طالب کولی شي ٠ دطالب تړل په القاعدې او isi پورې دزغملو وړ ندی ، ډېر پښتانه پرې ځوريږي او لاسپوڅی دولت پرې خوشاليږي ٠
لاسپوڅی دولت دپښتنوهرحق خوري که عام خلک لکه په قندوز کې قتل شي
نو دا دکرزي خائن دولت له اشغالګرو نه هغې خواته غلط شمير ورکوي اوسترګې
پرې پټوي ٠ (څومره چې ته يې زه به هم يم ، هر امر دې منم خو که ته نه يې نو زهم
ورکېږم ).
زه پښتون قام غواړم نه سياست ، که يې اولسواکي غوښته ، که يې ديکتاتوري
او که اسلامي امارت زه ور پسې روان يم٠

[quote:56e93a296c="Ghairat"][quote:56e93a296c="pattang"]غيرت صيب !
ما مخکې ديوه تيزن سړي تېر شوی حقيقت دلته ليکلی تکرار وم يې نه ٠
(مونږ په يوه سړي باندې نا حقه دتيزن نوم ايښی وو )
وروره چې ندې خو ښېږي نو ولې دتيزن نومونه ( لادن او تور لېنګی ) پر دې
مظلومو پښتنو ږدي چې هم يې هيواد اشغال دی او هم پکښې وژل کېږي٠
په هراړخ يې چې اړ وي بې طالبه امکان نلري ٠

[color=brown:56e93a296c]پریږده پښتانه او ملي ورونه سره ورونه شي
.................................................................. ورک دې د لادن او پنجابیانوتور مخونه شي![/color:56e93a296c][/quote:56e93a296c]
پتنګ خانه تراوسه پورې خو په هره خبره ښه سم پوهېدې ، هېڅکله دې زما خبره اړولې هم نده، خودا ځل څه چل دی (؟؟؟) چې فکر کوې
تورلېنګي اوتور مخي پنجابيانو ته نه وايم طالبانوته يې وايم ؟؟؟
او ﻻدن اسامه ته نه ،بلکې طالبانوته يې وايم ؟؟؟
اياهير مو کړل چې ماخو دا هم ليکلي و:
[quote:56e93a296c]د ثبات د لږې ګډوډۍ سره ایران ، پاکستان او هر شمالي ګاونډی دې هیواد ته د لیوه دونډې په سترګه ګوري[/quote:56e93a296c] اوتر ټولو زيات بيا پاکستان دي چې زمونږوطن يې نيم هم هضم کړی او هم دا نور بيا د هغه په شان هضمولي شي ، ايا هغه ترلينګيز پنجابيان نه دي ؟!
او داڅنګه کيداي شي او څنګه يې تصور کولي شئ چې نورافغان قومونه دې دپښتنو سره ورورئ ته رابلل کيږي او طالبان نه ؟؟؟ ايا طالبان پښتانه او افغانان نه دي څۀ ؟؟؟ دادافغاني وررولۍچغې مونږ چاته وهو؟ دا خوموږ تر ټولومخکې طالبانوته وهو اوددوي له ګډون پرته يوکارهم په افغانستان کې سم نه بولم، ايا زه ﻻدن اوپنجابيان افغاني ورر ولۍته رابولم ؟؟؟
هو دا سمه خبره ده :
[quote:56e93a296c]په هراړخ يې چې اړ وي بې طالبه امکان نلري [/quote:56e93a296c]
خو دا په دې معنی نه ده چې :
[color=red:56e93a296c]په هراړخ يې چې اړ وي بې د طالب له دېکتې امکان نلري [/color:56e93a296c]
دېکته ه به د ګډ ژوند اصول او قوانين ټولوته ورکوي اوهغه اصول به د ملي ژنداوورورۍ اصول وي اوبس !
دجلال احمدځي ورر په ځواب کې همدومره وايم :
د کرزي نوم چا ياد کړي ؟
نه افراداو نه ډلې مطرح دي ، بلکې اصول اودهغې منل مطرح دي او افراد ډلې او ټپلې هغومره او په هغه اندازه سره په مثبت او منفي توګه مطرح کيږي چې څومره اړين اصول مراعاتوي او څومره يې نقضوي، له دی څخه خو وروره نه کرزې اونه ملاعمر مستثنی کېدی شي ![/quote:56e93a296c]


Ghairat
14.09.2009

دروند ورور پتنګ خان اوټولو درنوورونو!
پتنګ خان لیکي
[quote:16816381e6]زه پښتون قام غواړم نه سياست ، که يې اولسواکي غوښته ، که يې ديکتاتوري او که اسلامي امارت زه ور پسې روان يم٠ [/quote:16816381e6]
که قام غواړې نو د قام له پاره به ګټور سیاست هم غواړې،نه هغه لار اوهغه سیاست چې قام پرې دیوه فرد، ډلې ، حکومت یا بهرني لاس له خوا غرقیږي !
داسې افراد اوډلې ډیرې منخته راعلې چې د قام له په برخلیک يې لوبې کولې اوددې لوبو له پاره يې د ًام په نامه يې ساده پښتانه رابلل :
لومړی خلقی مشران وو چې دشخٌصي ګټو له پآره يې د شوروي په ګټه د قام په سرنوشت لوبې کولې ، هغوی ستا خبره د اولسواکي ، ديکتاتورۍ او که اسلامي
حکومت له منځه کمونستي ديکتاتوري غوښتله ،نو هرڅومره پښتانه چې ورسره
د قام دخدمت په نامه ور سرهودرېدل همغومره یې ډیر پښتانه اونور افغانان
ووژل ، بې کوره يې کړل او مهاجرت ته یې اړویستل !
دوهم ځل په عین شکل ډیر پښتانه د قام له پآره د مجاهدینو له مشرانو سره ودرېدل ،بیا يې قام تباه کړ، نوآیا ددې د پاسه بیا د یوې ډلې سره که هغه حکومتي ګوډاګیان وي اوکه هغوی طالبان ، چې لاره ،هدف، میتود، وسایل،ورسره بهرني
ملګري يې ونه څیړو او یوځل بیا ورته ځانونه وغولوو او د قام ،وطن اوملت تباهۍ ته ورسره مټې رابډوهو (؟) اوکه له ملت سره ودریږواودواړو خواوته خپل شرایط
وړاندې کړوچې دملت ژغورنه ،خیر او سوله، آزادي او پرمختګ تضمین کړي اودواړه افغاني خواوې دغې لارې ته په راګرځېدلو اړباسي!
که داسې ونکړونو معنی يې دا شوه چې دکمونستي اوجهادي مشرانو لهترځې تجربېحخه موهېڅ درس وا نخیست اوخدای مکړه یوځل بیا يې تکرارولوته ملا تړو؟؟؟؟؟
آیا کولیشودې ۲ پوښتنوته مثبت ځواب ورکړو:

۱ ـــ پښتنوله بري سره سره له کومې جګړې څخه د زیان پر ځای ګټه پورته کړې ده ؟

۲ ـــ او پښتانه ولې هېڅکله جګړې ته بدیل اوالټر ناټیف نه لري ؟؟؟؟؟


باتور
14.09.2009

غيرت خان پوښتلي :

١ ـــ پښتنوله بري سره سره له کومې جګړې څخه د زیان پر ځای ګټه پورته کړې ده ؟

[color=violet:70d5da3c1f]هو ډېري يې په خپله ګټه اړولي، لېکن بعضي يې بايللي ، ځکه چي د پښتنو ملي دښمنانو هيڅکله هم په سخت وخت کي لاس نه دی ورکړی .[/color:70d5da3c1f]

[color=#444444:70d5da3c1f]۲ ـــ او پښتانه ولې هېڅکله جګړې ته بدیل اوالټر ناټیف نه لري ؟؟؟؟؟[/color:70d5da3c1f]

[color=white:70d5da3c1f]ځکه چي نه يې بهرني دښمنان روغي ورځي ته پرېږدي او نه يې خپل کورني ستمي دښمنان .[/color:70d5da3c1f]

په درنښت


..Ahmadzai
14.09.2009

[quote:6937a28224]اوکه له ملت سره ودریږواودواړو خواوته خپل شرایط
وړاندې کړوچې دملت ژغورنه ،خیر او سوله، آزادي او پرمختګ تضمین کړي اودواړه افغاني خواوې دغې لارې ته په راګرځېدلو اړباسي!
[/quote:6937a28224]

غيرت صاحب هسې یو خوب وینې، نه ټول او نه نیم ملت تا سره دریږی، والله که ۱٪ هم درسره ودریږي، او کوم څوک چې غواړي درسره ودریږي، هغه بیچارهګان د دریدلو زور نلري، او نه ته نه زه او نه یو لک افغانان دا زور لري چې خپل افکار په جنګیدونکو اړخو تحمیل کړي.
دلته مختلف قوتونه سره اخته دي، څوک جهاد کوي، څوک ترورستان وژني، چا پښتنو پسې راخیستې ده، چا ناټو پسې ، چا چوکۍ او چا پیسو پسې راخیستې، دلته پرته له شین زو څخه بل هیڅ شیء نه سي کامیابیدی، نه دې څوک زارۍ او نه عقل مني، عقل خو ستا په نظر ډاکټر آشرف غني وو ، خو افغانستان کې څوک اشرف غني هم نه مني، نه یې څوک په قدر پوهیږي، دلته پرته له عقله نور څه هم ښه په ډیر زور مطرح دي.

نو یوه فورموله چې د عملي تطبیق وړ نه وي، او ته یې پورته پورته کوې چې ما دا فورموله پیداکړې، چې ډیره کامیابه ده ، خو خلک پرې نه پوهیږي، نو ګرانه خلک به د عصبي رواني تکلیف ګومان درباندې وکړي، او چې سایکالوجیست ته دې بوځي، نو حتماٌ تشخیص به دې،سکیزوفرینیا وي ، افغانان ورته (شیزوفرینیا) وایي .
هسې لیونی لیونی مه کیږه، هر څه همت او تکلیف ګالل او قرباني غواړي، په چیټي خبرو هیڅ نه کیږي، نن سبا دین له قومیت څخه مقدم ده ، که یې نه منې میدان وپوښته چې اکثر خلک د څه لپاره جنګیږي، د خدای لپاره که د ملت لپاره، هو ملت هم مطرح ده، خوپه قبر کې انسان نه د ملت پوښتنه نه کیږي.
ملت ملت خو افغان ملتانو چیغې وهلی ، اوس ډمې ګډوي او کابل کې د پاړسیوانو د لوڼو د شونډو په شراب نیشه سول ، اوس پښتو پښتو نارې نه وهي، اوس پیسې پیسې نارې وهي.
اتمر وګوره یو هیراتۍ سکرتیره یې وه چې هر رنګه جینۍ به یې غوښته د اتمر صاحب امر لاندې به وه( د سترګو لیدلی حال)، انوار الحق احادي بړوا ته وګوره د شهرستاني لور له کاره وویسته.
او داسې زمونږ په سلهاوو تعلیمیافته پښتانه ځوانان ډالرو او جینکو داسې نرم کړل،چې نور نه پښتو یادوي او نه یې غم لري،


shokoor
14.09.2009

دوستانوسلامونه او ښې چارې!

[quote:8ff166ccec="Ghairat"]
۲ ـــ او پښتانه ولې هېڅکله جګړې ته بدیل اوالټر ناټیف نه لري ؟؟؟؟؟[/quote:8ff166ccec]
محترم غیرت صاحب د دې پوښتنې ځواب ژور سوچ تا اړتیا لری . زما په نظر هر لامل چې لري واقعیت دا دﺉ چې پښتانه د ټولنیزې بشپړتیا په بهیر کې ډېر وروسته پاتې دي. د پښتنو یو نیم تحصیل کړي هم د ستونزو د حل لپاره تر ټولو د مخه د جګړې لار غوره بولي.
زما ښه په یاد دﺉ چې په همدې فاروم کې د ښونځیو د بیا رغاونې د خبر په غبرګون کې زمونږ ګران ورور ښاغلئ پتنګ چې الحمد لله تحصیل یې هم کړﺉ دﺉ تقریبا داسې وویل چۍ تحصیل څه په کار چې فارغ تحصیلان پردیو هېوادونو ته د کار موندلو لپاره لاړ شي. دلته زمونږ د ټولنیز بشپړتیا کچه ښه روښانه کېږي. زما دا مثال هسې را په یاد شو هیله ده چې محترم پتنګ صاحب خوا بدﺉ نشي!
يو بل مهم لامل یې په پښتنو سیمو کې د لسیزو راهیسې پرله پسې روانه جګړه ده چې د خلکو پر ذهنیت ډېره اغېزه لري. مونږ څه موده د مخه په سهیلو سیمو کې د دوو قامونو ترمنځ د جګړې شاهدان وو چې دومره ناتوانه وو چې ونشو کړای د خپلمنځي شخړې د خبرو له لارې حل کړي.
نتیجه دا چې د پښتنو حال به همداسې دوام وکړي دوی به د تعلیم پر ځای پر جګړې وویاړي او په لومړي سرکې د خپلو پښتنو د تباهۍ لپاره د تورې پر لاس الله اکبر غږونه پورته کړي !

والسلام


Ghairat
14.09.2009

احمد ځی خان لیکلي :
[quote:688e04e340]غيرت صاحب هسې یو خوب وینې، نه ټول او نه نیم ملت تا سره دریږی، والله که ۱٪ هم درسره ودریږي، او کوم څوک چې غواړي درسره ودریږي، هغه بیچارهګان د دریدلو زور نلري، او نه ته نه زه او نه یو لک افغانان دا زور لري چې خپل افکار په جنګیدونکو اړخو تحمیل کړي[/quote:688e04e340].
ما نوکله دا ادعا کړې چې ټول اویا نیم ملت ما سره دریږی، والله ۱٪ دې هم له مونږ سره نه دریږي، ما خوبرعکس خبره کړې چې [color=red:688e04e340]مونږ[/color:688e04e340] باید له ملت سره ودریږو،نه ملت له مونږ سره، ملت باید له هیچا سره ونه دریږي، ځکه دملت کومه برخه چې له کمنستانو سره ودرېدله هغوي له خپلې خېټې او شوروي له سره زار کړه ،کومه بربخه يې چې د جهادي تنظیمونو پسې لاړل هغوي د توپونو، بمونو او راکټونو خوراک وګرځول اونور ارزښت يې ورنکړ، اودملت هغه برخې چې د ګوډاګي حکومت یا مخالفینو سره بی قیدوشرطه دریږي، ګیله دې نه کوي که نن حکومت او سبا يې مخالفین له خپلودوستو بهرنیانو سره د ملت په برخلیک معامله او سودا ګري وکړي!
که ملت نه وي اوټول ټوټه ټوټه شوی وي ، نو بیا خو مونږ باید د ملت د پیوند او یوموټی کولو طرحه وړاندې کړو،نه یوله بل سره د هغوی دجنګولو!
[color=blue:688e04e340]دا خوبه هم هېڅ منطق نه وي چې د بهرنيوځواکونو پر ضد ځکه ټول باید په ګډه وجنګيږو،څو په خپلومنځوکې د جنګ جګړې له پآره میدان وزګار شي! [/color:688e04e340]
که داسې نه وي نوهغه طرحه له جګړې نه مخکې اعلامیږي چې له جګړې وروسته هم پرې په خپلو منځوکې بیا روغه کیږي! که د روغې جوړې دغسې یوه طرحه یا تضمین موجود نه وي، څوک څه کوي چې دیوې پرځای دوه جګړې پر ځان تحمیلوي ؟؟؟
لومړی د خارجيانوپه وړاندې جنګېدل خواړین دي ولې د هغې دپاسه بیا داخلي جګړې ته مجبورېدل ،داسې لارې ته به څوک لار او داسې حل ته به څوک حل ووايي ؟؟؟؟؟؟؟


Ghairat
15.09.2009

ثبات خانه ددې پوښتنې ځواب مې درته ليکلی و خو تير نشو:
[quote:67a60a7f91]غيرت صيب،
مهرباني وکړۍ او دليبرال دموکراسۍ او ملي دموکراسي توپير په ساده
الفاظو وليکي،او هم ووياست چه ملالۍ ته ولی ليبرال دموکرات ويل کیږي؟
دملي دموکرات مثال؟
ډيره مننه،[/quote:67a60a7f91]
تر دويم فرصت پورې دځنډ بخښنه غواړم ٠ 


شفق
15.09.2009

پدى البم كى د ډيموكراسۍ له دغه ډنډوره غږونكو سره يى ښى ټپى يوځاى كړى

[img:00e74a13e2]http://yadawfaryad.com/adil_watanmal/anzorona_filmona/anzorona/anzoriz_elbam/anzoriz_elbem_jpg/anzoriz_elbam_17.jpg[/img:00e74a13e2]

[img:00e74a13e2]http://yadawfaryad.com/adil_watanmal/anzorona_filmona/anzorona/anzoriz_elbam/anzoriz_elbem_jpg/anzoriz_elbam_18.jpg[/img:00e74a13e2]

له ټولو زياته ملالۍ جويا ډيره خوشحاله معلوميږى د انځور په ليدو په ذهن كى
دا خبره راوګرځيده چى انځور جعلى نه وى د البم په 28 پاڼه كى د همدى انځور سره دا څه ليكلى دى

[img:00e74a13e2]http://yadawfaryad.com/adil_watanmal/anzorona_filmona/anzorona/anzoriz_elbam/anzoriz_elbem_jpg/anzoriz_elbam_28.jpg[/img:00e74a13e2]

عجيبه ډيموكراسى ده د پيرګيلانى ځوى د لورابوش پر لاسو ورپريوتى سره ددى چى
جاهل خلك د پيرانو په لاسو ورپريوځى


Ghairat
15.09.2009

[quote:0bc6263caa]عجيبه ډيموكراسى ده د پيرګيلانى ځوى د لورابوش پر لاسو ورپريوتى سره ددى چى جاهل خلك د پيرانو په لاسو ورپريوځى[/quote:0bc6263caa]
دې ته عجیبه نه،بلکې لیبراله = لویدیزواله دموکراسي وايي، په ملي = افغاني دموکراسۍ کې داشی نشته!
خو د جهل تړاوخو له هرې دموکراسۍ سره منفي دی، نور يې ته راولټوه چې د پیرانود لاس مچونې نوموړی جهالت د څشي سره تړاولري؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more