د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دکمکي شهيدافغان په مينه

خان جان
08.09.2009

دکمکي شهيدافغان په مينه

دتوره بوړه ويب پاڼه
www.toorabora.com

وحشي امريکايان بايد وپوښتل شي، چې : زه طالب او القاعده...زما د هېواد د ماشومانو او کوچنيانو څه ګناه ده...؟ تا درې کلن او پينځه کلن ماشومان په کومو جنګي جرايمو ووژل؟
تا په هسکه مېنه، کندوز ، شينډنډ، خوست او کابل کې ګلالي ماشومان په څه ووژل ؟... ستا کوچني دې د ښوونکي څپېړه نه خوري، خو زمونږ کوچنيان دې ستا د بمونو په لمبو کې سوځي...؟ په خوب ويده تنکيو ماشومانو ستا د کبر کومه ماڼۍ رانړولې وه...؟
تا په کومو اصولو او دلايلو زمونږ په خوب ويده کوچنيان  په سرو وينو کې ولمبول...؟ تا د بشريت او انسانيت د کوموحقوقو پر بناء زما کوچني هېوادوال تر خاورو لاندې کړل...؟ تا د کومې عاطفې او انسانيت پر بناء زما د هېواد کلي او ولسونه بمبارد کړل...؟
د بشر د حقوقو او کوچنيانو د دفاع ټولنې دې ووايي؟!؟!؟!
تاسې د امريکايانو د دغه وحشت او تېري په اړه کوم جدي عکس العمل وښود؟ تاسې تر اوسه د عامه ولسي بمباريو په مخنيوي کې کوم ګام واخيست؟
د مزدور رژيم واکمن، پارلمان، پوليس او اداره دې وايي
تاسې ددغه تېريو او وحشت په مقابل کې تراوسه کومه کرکه ښکاره کړه؟ تاسې د افغانيت پر بناء  تراوسه د خپلو افغانانو په وينو کوم غيرت وکړ؟ که د امريکايانو همدا وحشت او ظلم وي، نه ځواب لري نه دلايل، محکمې او قاضيان يې هم تړلي. د نړېوالو ټولنو همدا بې حسي او په پټو سترګو د امريکا ملاتړ او تاييد وي...
د کرزي د غلامې ادارې د وزيرانو، وکيلانو او د پوليسو همدا افغان دښمنه او بې غيرته پاليسي وي؛ نو زما د کوچني افغان  په وينو لړلي  بې وسه  لاسونه  زما ګرېوان ته راگرځي، زما د بې وزله او بې کسه سپين سرې مور ژړغونې سترګې زما لوري ته راکږېږي، زماد بېچاره اوکړېدلي ولس د مظلوميت چيغې زما د زړه دروازې ټکوي، نو بيا دې ټول وپوهېږي چې:
زما دکوچني هېوادوال سپېڅلې او مظلومې وينې، د بې وزله او بې اسرې سپين سرې مور تړمې اوښکې او د بې دفاع او بېچاره ولس ساړه اسويلي، د ظالمو يرغلګرو پر تيري او وحشت خاموشو ټولنو، دولتونو او له دوى سره د همغږو ملي خاينانو څخه انتقام غواړي...
نو دا چې زه ضمير لرم، احساس لرم، د خپلواکۍ جذبه لرم، ايمان او د قربانۍ ماده او قوه لرم؛ نو ځکه زما د توپک ګرمه شپېلۍ، د ريموټ ربړينې توکمې او بارودي واسکټ دي چې:
امريکايانو ته قناعت، ځواب، انصاف او عبرت ورکولاى شي. نړۍ او نړېوالو ته د زور او ظالم پر خلاف د حق ويلو جرات وربخښلاى شي. د بې وزله افغان ولس په زخمي بدن  پټۍ او مرهم کېښوداى شي.
بايد ووايم، چې :
هيڅ بهرني يرغلګر، د دوى په تېري خاموش او ورسره نړېوال ملګري او د امريکايانو په چوپړ کې ځغلېدونکي افغانان دې زما د انتقام له بريد څخه نه په امن کېږي او نه دې په دې خوش باورۍ کې مبتلاء کېږي چې ماڅوک څه کوي؟
زمونږ جهاد د خپلې دفاع  په خاطر دى او دفاع زمونږ اصولي او شرعي حق دى او د هغه ورکوټي افغان ټوټې، ټوټې اندامونو زمونږ په زړه کې يوه لويه نړۍ نېولې، چې د يرغلګرو په بمونو کې د اور خوراک شوي.[size=9:bcd9d88dc6][/size:bcd9d88dc6][size=12:bcd9d88dc6][/size:bcd9d88dc6]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more