نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبانو دكندز دپېښې دشهيدانو غچ واخيست!!!
ابو جرير
08.09.2009
هيوادوال به ښه خبر وي چې صليبي ښكيلاکګرو څو ورځې وړاندې دخپل وحشت او بربريت يو بل ثبوت دكندز په ولايت كې نړيوالو ته وړاندې كړ او دنوموړي ولايت په اوسيدونكو يې ناروا قتل عام ګډ کړ چې په سلګونو مظلوم هيوادوال يې شهيدان او ټپيان كړل، چې په دې ډله کې په لسګونو ماشومان هم وو، او داسې کورنۍ هم شته چې په يو وخت كې يې دوه او درې غړي له لاسه وركړي.
اګر كه له تيرو اتو كالو راهيسې چې له كله نه صليبي لښكرو زمونږ په ګران هيواد نظامي يرغل راوړی دا لومړۍ پيښه نه ده، دافغانستان مظلوم ولس هره ورځ دهيواد په هرګوټ كې دوژلو، نيولو، ربړولو، زمونږ دعفيفو خويندو ميندو تالاشۍ چې دسوله؟ ساتو؟ عسكرو په لاس ترسره كيږي، او دې ته ورته نورو ناخوالو شاهد دى، او په لسګونو ځلې يې ورته عام وژنې په مختلفو ولاياتو كې ترسترګو تيرې شوي،
خو له كومې ورځې چې دصليبي يرغلګرو الوتلو زمونږ عام ولس په كندز كې يوځل بيا تر ړانده بمبارد لاندې ونيو دهر بااحساسه افغان زړه يوځل بيا ويرجن، او پکې ددغو ظالمانو په وړاندې دانتقام او غچ جذبه يوځل راوپاريده، خو له نيكه بخته په دې وخت كې موداسې خوشالوونكى خبر واوريد چې ترډېره به پرې دكندز دپېښې دکونډو او يتيمانو زړه يخ شوي او سكون به ورته پيدا شوى وي.
دكابل دخواجه رواش هوايي ډګر يوې درنې چاودنې ولړزاوه، چاودنه چې دهوايي ډګر دمركزي دروازې په خوله كې رامينځ ته شوې ددښمن شاوخوا نږدې مركزونه يې په څو ثانيو كې شنه لوخړه ګرځولي، دا استشهادي حمله چې د محمدالله په نامه يوقهرمان مجاهد له لورې ترسره شوې لږترلږه پنځه ويشت اشغالګر يې ځاى په ځاى دمرګ ميلمانه كړي او په زيات شمير كې يې سخت ټپيان كړي، خو داشميره وروستۍ نه ده، ځکه تمه ده چې دټپيانو ګڼ، شمير به دمردار شويو عسكرو تعداد لاپسې زيات كړي.
زه په داسې حال كې ټولو افغانانو ته او په خاصه توګه دكندز دشهيدانو كورنيو ته چې دوه ورځې وړاندې همدغو ظالمانو دوير په ټغر کينولې ددې پېښې په مناسبت دزړه له کومې مباركي وايم، قاتلينو ته يې دغه خونړۍ حمله دشهيدانو دشهادت كامياب انتقام او بريالى غچ بولم. دوى دې په خلاصو غوږو واورې چې دغه عاموژنې هيڅکله دروان مقاومت په وړاندې نه شي ډب كېدلې بلكې برعكس دولس په زړونو كې دغچ او انتقام جذبه راپاروي. دكابل پېښې ډير ژر اشغالګرو ته دا درس ورتلقين كړ ددوى ناروا وژنې،او بمبارۍ دهمدوى په زيان تماميږي او لاهم په دې ولس كې داسې څوک شته چې دخپلو شهيدانو، كونډو، او يتيمانو پوښتنه وكړي.
په ګران هيواد افغانستان كې ديو سوچه اسلامي نظام دبيا راتلو په هيله.