د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

وای خوارمي وليدمرګ مي پرې پېرزوشو

احمد،محمود
08.09.2009

په کندوزکي کي چي صليبي وحشيانوداولسي وګړوپرضدکوم له انسانيته لرې،حيواني اوچنګېزي عمليات ترسره کړل نودپيښې له هماغه پيله دځايي ګوډاګيانوويناداوه چي په دې واقعه کي وژل شوي کسان ټول ددولت ضدوسلوال دي خوکله چي دوخت په تېرېدوله سيمې تازه مالومات راغلل اوڅرګنده شوه چي په دې پېښه کي يوازي اويوازي بې ګناه ملکي وګړي شهيدان شوي نوبيا ناټو،ګوډاګۍ ادارې،ملګروملتونواوځينونووروادارودپلټنې غږوکړاوپه دې اړه يې دتش په نامه تحقيقاتولپاره سمبوليک ټيمونه هم وګومارل خودکندوزوالي انجنيرعمردپيښې په دويم ماښام له بي بي سي راډيوسره په مرکه کي وويل چي  په دې پېښه کي يوملکي کس هم نه دی وژل شوی،کله چي دبي بي سي راډيوویاندداؤدجنبش يوڅه په ټينګارداپوښتنه ترې وکړه چي ته په باورسره ويلای شې چي په پېښه کي يوازي اويوازي  وسلوال وژل شوي؟. نوموړي په خورابې شرمۍ اوسپين سترګۍ ورته وويل چي هو! په دې بمبارۍ کي يوازي هغه کسان وژل شوي چي ياطالبان اويادهغوئ خواخوږي وو،ښه ده چي داکسان وژل شوي ولي يې طالبانوته ځای ورکړی وو؟ که يې داسي کړنوته دوام وکړبيا هم له داسي حالت سره مخ کېدای شي . دده داڅرګندونې روهي ويبپاڼې هم په يوه راپورکي رااخيستې وې راپوردادی :
((د کندز والي محمد عمرپه چاردره ولسوالۍ کې د ناټودهوايي بمبارۍ په اړه وايي چي په دې بمبارۍ کې ټول 77 تنه وژل شوي،چې اکثره يې طالبان وو. د ده په وينا هغه ملکي خلک چې وژل شوي دي هغوئ هم ټول دطالبانو خپلوان وواودطالبانوپه جنايت کي شريکان وو. د ده په وينا ملکي خلک ځکه د طالبانو په جنايت کې شريکان وو، چې دوی ولې د تېلو له ټانکره تېل وړل او له دې امله دوئ دوژنو مستحق وو.
 د يادولو وړ ده ، چې د کندز ډېری پښتانه شکايت کوي،چي په دغه ولايت کې دوضعيت په خرابولو کې په خپله د کندز والي لوی لاس لري،خو تر اوسه يې چا پلټنه ده کړې . ))
زماپه ژوندکي ماداسي يوشخصيت نه ووليدلی چي دبل په غلامۍ،وجدان پلورنه،دزړه په تور والي،ولس خرڅونه اوملي جرم کي دومره وړاندي تللی وي . انجنيرعمريوه داسي څېره ده چي زړه يې دومره دبل مرېيتوب تورکړی چي داولسي وګړوپه مرګ ژوبله خوشاليږي،وياړپرې کوي اوپه وازکومي په رسينوکي نارې وهي . نه پوهېږم په نوموړي کي دافغانيت اوانسانيت کوم څرک شته که نه؟ ترده خوکرزی لالاهم ښه دی دخلکودغولولولپاره خووخت ناوخته دفاحشې ميرمنې په څېرديو ماشوم پرمړينه اوښکې تويوي،يووخت ناوخته خودامني چي خپلودوستانوته مي څوڅوځله داويلي چي دملکي وګړوله مرګ ژوبلي ډډه وکړئ خوتراوسه يې راسره نه ده منلې . کرزي خوداده په خپلو خبروکي دامني چي دی غلام دی بايداوس داتمه ورڅخه ونه کړئ چي ناخوالې به يې ورته لږکړم ماهر څه خپلونازوليودوستانوته سپارلي دي يوازي دومره کولای شم چي پردردوونکي حالت يې يوڅود غولونې اوښکې توی کړم،دکوورنۍ دتباه کېدوپه صورت کي ورسره لږنقدي مرسته وکړم اوځيني حج ته واستوم . خوانجنيرعمربياددې هرڅه برخلاف نه يوازي داچي دملکي وګړودشهادت په اړه خواشيني نه ښيي بلکه په وازه خوله له رسنيوسره په خپلوڅرګندونوکي دهغوئ په شهادت فخرکوي، ديرغلګروددې وحشيانه کړنودفاع کوي اوګواښنه کوي چي په راتلوونکي کي به هم داسي ډالۍ ورته راوړي .

کېدای شي انجنيرعمربه ځکه دومره خواشينی ووچي څوورځې وړاندي يې مجاهدينوپه يوه بريد کي  وروروژلی وو،هغه هم ددده په څېردخپل دين،ملي احساس اووجدان پرخلاف له يرغلګروسره په اوسنۍ ورسته اداره کي ديومامورپه توګه کارکاوی،نوڅرنګه چي هغه په همدې سيمه کي وژل شوی وونوله همدې  وجې به والي صيب دسيمې ټول اولس ته په غوسه ووچي دادی کسات يې ترې واخيست اوپه رسينوکي يې خوښي هم پرې څرګنده کړه په پښتوکي يومتل دی وايي چي په اس يې  وس نه رسېدی پرترپاله يې وچرخولې . انجنيرعمرخوددې توان نه لري چي دلسګونوهيوادوله مختورنې غلامۍ سره سره دهغوګوتوپه شمارمجاهدينومخ ته ورووزي چي  دکندوزپه لروبرکي يې دده په څېردسلګونوګوډاګيانواوزرګونويرغلګروخوبونه تښتولي اوهره ورځ پرې شاهيني ګوزارونه کوي ده په خپله وليدل چي همدغوزمريانودده له دفتره څوګامه هاخوادعدلیې رئیس قاري بهاؤالدین هم وواژه وروريې خپل ناوړه برخليک ته ورساوه په لسګونوجرمنيان يې ووژل اودالړۍ لاهم روانه ده نوځکه دداسي له شرم، تاريخي خجالت اوسپکاوي ډکې څرګندونې کوي خوان شاء الله يوه ورځ به دی هم دخپل وروراونووروغلاموملګروپه شان دملت دعدالت پريکړې ته ودرول شي اوهغه اصول به ورباندي تطبيق شي چي تل دملي خائنانو،ضميرپلورونواوپردي پالواعمالوپکي تلل شوي دي اوان شاء الله هغه ورځ لرې نه ده چي ده ته دخپلودغوناځوانمردانه څرګندونوسزاورکول شي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more