ادبي ټوکې ټکالې
دپنجشير زمریان!
ډوکتر څپاند
08.09.2009
دپنجشير زمریان!
ګيدړلۍ پداسې حال کې چه دسترګو نه ئی اوښکې څڅيدې او دخپل بدن زخمونه او پرهارونه ئی ښودل،داسی ئی حکايت کاوه:
زه دځنګله باچا،زمري (شير جنګل) پدې حال کړم،ګيدړه چه دخپلو اوښکو په
پاکولو بوخته وه،علاوه کړه چه دځنګله باچا ځکه وټکولم چه ګواکی ما د
زمريانو کورني رازونه ،تلويزيوني شبکې ته رسوا کړي دي٠
وی چه تيره شپه دتلويزون ١٣ کانال دزمريانو دکورنۍ او دهغو دښځو اونارينوو
داړيکو په هکله مستند فلم نشر کړ٠پدې فلم کی ښودل شوی وه چه ښځينه
زمرۍ ،دباردارۍاودنسل دادامې لپاره،دسپيانوپشان دڅوو تنو نارينوو زمريانو
سره معاشقه کوي٠ددي فلم دښوولو په شپه،ليوانو،چه پدی فلم کی ئی دناموسدارۍ ستاينه شوی
وه،دځنګله په ټولو څلور لارو کی غټ،غټ رنګه تلويزيونونه نسب کړي ول٠
سپيانو،چه دهغو دبيناموسي کيسې هر چاته څرګندې وې،دفلم دنشر په شپه
دټول ځنګله اوسيدونکي خبر کړي ول چه دنوموړي فلم ليدو ته ورشي او دا ځکه
چه سپيانو غوښتل ترڅو پدي توګه دباچا دکورنۍ پشان متمدن او عصري
معرفي شي٠
دغه راز ،دځنګله ځينو نورو اوسيدونکو،انداز کړی او يو مقدار پېسي ئی
راټولې کړې وې چه دنوموړی فلم دنشر په شپه،دبريښنا دبرج نوکريوال ته
تحايف واخلي،تر څو چی پدی شپه ،دبريښنا جريان پريک نشي٠
ګيدړې،علاه کړه چه زمری ډير په غوسه وو او غړمبيده،چه تر دی دمخه،موږ
دټولنې افتخار وو،هر چا به خپل ماشوم زموږ دکورنۍ په نوم وياړه،دزمري،
زمرۍ،شير،پړانګ او نور نومونه به یئ ټاکل،موږ روسان له هېواده بهر کړه،
دطالب،ISI،او نورې نړۍ سره وجنګېدو،مګر ددی فلم تر ښوونې روسته خدای
خبر چه څه رسوائی مو په برخه ده!
دپښتوژبې او خاصتا دټول افغان دپياوړو ليکوالو،ښاغلی غېرت،پتنګ،لاروی
ثبات،وطن،څپاند،عادل اونورو نه هيله کوم چه خپل نظر څرګند کړي٠