د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دکندزدپیښې دشهیدانونومونه اولنډشهرت

ابو جرير
07.09.2009

دکندزدپیښې دشهیدانونومونه اولنډشهرت
دوشنبه, 07 September 2009 11:53 اداره
داسلامي امارت دټاکلی کمیسیون له لوری دکندزدپیښې دتحقیقاتوراپوراودیوشمیرقربانیانونومونه

لکه څنګه چې مطبوعاتوهم راپورونه وکړل دتیرې جمعې په شپه دافغانستان شمالي ولایت کندز دیوې سترې انساني فاجعې شاهدوه دناټویرغلګر هوائي ځواک دولسي خلکوپه هغه ګڼه ګوڼه درانه زهري بمونه وغورځول چې دکندزدعلي ابادپه مربوطاتوکې یې دیرغلګرو له پاته شویو ټانکرونو څخه تیل وړل .

په دې پیښه کې دکندزدعلی اباداوچاردرې ولسوالیو دڅوکلیوترسلوزیات ولسي وګړي په شهادت ورسیدل . سره له دې چې دسیمې خلکو اودپیښې محل ته ورغلي ځینې خبرنګاران وژل شوي ټول ملکیان بولی مګربیاهم دناټو په شمول دکابل درژیم ویاندویان اونورمقامات په پوره جسارت دعوه کوي چې په دې بریدکې یې لسګونه طالبان وژلي .

دافغانستان اسلامی امارت دواقعیت دلاښه سپیناوي لپاره دحادثې په سبایوتحقیقاتی ټیم مقررکړترڅو دپیښې دقربانیانوپه اړه په سیمه کې شته حقایق اوشواهدرایوځای اودیوه لنډ راپورپه شکل یې ترتیب کړي ترڅودمطبوعاتوله لارې دهیوادوالواونړیوالوقضاوت ته وړاندې کړای شي داراپورچې یوازې ددیني اوافغاني مسولیت داداکولو په روحیه ترتیب شوی هیڅ کومه سیاسی اوتبلیغاتی جنبه نلري لاندیني معلومات اودقربانیانولست یوازې دسیمیزوخلکو اودپیښې دمتاثرینوپه ورکړل شویو توضیحاتوبنادي نوځکه یې دکره توب تضمین کیدلای شي .

لومړی :پیښه څنګه رامنځته شوه :دتیرې پنجشنبې په ماښام دسپتمبردریمه دکندزدعلي ابادولسوالۍ په عام سرک مجاهدینودناټوپه هغو اکمالاتی ټانکرونوبریدوکړچې دمنځنۍ اسیالخواڅخه یې دکابل په لوري دنظامي وسایطو تیل وړل داډول حملې تردې پخواهم کیدلې خوداځل دناټوځواکونو دوه په تیلو بارټانکرونه دجګړې په میدان پریښودل سیمیزو مجاهدینوداټانکرونودچاردرې ولسوالۍ په خواروان کړل چې ماخستن مهال دعلي اباداوچاردرې ترمابین په سیندکې یوټانګر بندشو تردې چې مجاهدین مجبورشول چې همدلته یې خالي کړي دشاوخواکورونواوکلیوخلک چې اکثرا په روژه کې ترډیرو ویښ وي دموټروپه لیدوسیمې ته راځي اوله مجاهدینودبهیدونکوتیلو دوړلو غوښتنه کوي مجاهدین ورته لومړی اجازه ورکوي خووروسته چې ددښمن دکشفي طیارو پروازونه په سیمه پیلیږي مجاهدین خلک له تیلو منع کوي اوله سیمې دتللوورته وايي خوپه دې مهال دخلکوشمیرترسلګونورسیدلی اوهریوهڅه کوي چې تیل یوسي نوځکه یې مجاهدین هم په تیتولو کې پاته راځي دسیمې یومجاهدوایي چې دشپې ترناوخته مونږ په همدې جنجال اخته وه اوډیری خلک موله سیمې وایستل خوځینې نور دوهم ځل لپاره دټانکرونوپه خواورغلي ول تردې دچې دشپې دقیقا په یوه بجه اونهه څلویښت دقیقو ترهوايی بریدلاندې راغلل .

دوهم :شهیدان ټول ملکي خلک دي :بمبارهغه مهال وشو چې مجاهدین اویوه ډله ولسي خلک له سیمې نه وتلي وه خویوه لویه ډله خلک لاهم په سیمه کې وه دسیمې ګیرچاپيره دعلي اباددحاجي عبدالرحمن دکلي اودچاردرې دحاجي عیسی خان دکلي دحاجي ا مان دکلي دحاجي رستم دکلي دعیسي خیلو دیعقوب بای دکلي اوځینونوروکلیوخلک په یوه خوله وايي چې وژل شوي ټول ددوی زامن وروڼه اوعام ملکي کلیوال دي چې زیاتره یې غریبکاره ځوانان اودښونځیومتعلمین وه دوی دامریکایانو دکابل درژیم اودځینو غرضي خبري ادارو هغه راپورونه په کلکه ردکړل چې په دي بریدکې په ګڼ شمیرکې مسلح مجاهدین هم شهیدان شویدي دغه رازټپیان هم چې شمیریې لسګونوته رسیږي ټول کلیوال ولسي وګړي دي .

دریم :په بمبارکې سپین فاسفورس کاریدلي :دهغو آوازو برخلاف چې ډیری قربانیان دټانکرونودلګیدنې اوچاودنوله وجې وژل شوي اوسوزیدلي له پیښې پاته ژوندي کسان وايي چې شهیدان ټول دبمونولمبو اوبارودو سوزولي دي دپیښي یوعیني شاهدوویل چې دبمبارپه وخت یې له پورته خوانه راکوزیدونکی پراخ اور لیدلي چې دوه ځایه یې نژدې سل مربع متره ساحه وسوزوله نوموړي وویل چې بمونه په ټانکرونونه دې لګیدلی بلکې دهمدې اورپه لمبوکې ټانکرونوهم وسوزیدل ظاهرا دپیښې سیمه ټوله اورسوزولې اوپه ځمکه باندې دبم دلګیدو کوم داغ نشته دپیښې ټپیان وايی چې په بدن یې یوه داسې بدبویه ماده سریښ شوي چې ترهډوکي پورې یې ټوله غوښه ورسوزولې دغه رازدکلي یوسپین ږیري چې دوه زامنویې له ټپې کیدو وروسته ساه ورکړې وویل چې ترمرګ وړاندې په ټپي زامنوکې دلیونتوب اودحواسو دبایللونښي لیدلي دي داټولې کټ مټ هغه نښې دي چې څومیاشتې وړاندې دفراه دبالابلوک دپیښې په قربانیانوکې لیدل شوې وې چې وروسته له څیړنو یې ډاکټرانو لامل په بمونوکې دسپینو فاسفورسواستعمال په ګوته کړ.

داحقیقت په خپله له یوه بل ستراونه بښونکی جنایت څخه پرده پورته کوي چې دلته ترسره شوی سپین فاسفورس هغه زهري اووژونکی ماده ده چې دنړۍ ټول جنګي اصول او قوانین یې دنه استعمال لارښوونه کوي مګر صلیبی یرغلګر دادی په مکرره توګه داجنایت سرته رسوي چې دملګروملتونواودبشري حقوقودسازمانونوپه شمول ټولې نړۍ اومطبوعاتوپرې ځانونه کاڼه اوړانده اچولي داچې دکندزحکومتي چارواکوکابل ته دزخمیانودلیږد مخه نیوله دهمدې جنایت دپټولو یوه هڅه یې بللی شو.

څلورم :دقربانیانوکره شمیره لاهم نامعلومه ده :په دې فاجعه کې شهیدان شوي دبیلابیلواولرې پرتو کلیو اوکورنیو وګړي دي چې له ټولو دکره شمیرې راټولول نوروخت ته اړتیالري دغه رازاکثره جسدونه له مخې ایره شوي او ډیری نور له پیژندووتلي دي دځينوقربانیانومړي سیندوړي دي اوځینونوربیابیلابیلوروغتونونوته وړل شوي ځینې داسې کورنۍ لاهم شته چې تراوسه لا نه پوهیږي چې ورک خپلوان یې شهیدان شوي اوکه ټپيان دي دسیمې خلک اوعیني شاهدان اټکل کوي چې دشهیدانو شمیربه تریوسل اوشلو زیات وي خودقیقه شمیره لاهم په لاس کې نشته دلته په لاندې جدول کې دهغو کسانو نومونه اولنډشهرت درته وړاندې کوو چې شهادت یې یقیني دی اوخپلوکورنیو خاوروته سپارلي دي خوداشمیره وروستۍ نه شي بلل کیدای .

دکندزدپیښې دشهیدانونومونه اولنډشهرت

دشهيدنوم دشهیددپلارنوم كلي عمر وظيفه
1. عبدالرحیم حاجي بشیر قریه حاجی عبدالرحمن ولسوالي علي اباد 24 موتروان
2. ابراهیم حاجي بشیر = 20 دهقان
3. سمیع الله حاجي بشیر = 17 متعلم
4. ذاکرالله عبدالدیان = 13 متعلم
5. احمدګل ګل ریز = 15 متعلم
6. محمداګل ګل ریز = 13 متعلم
7. مولا نور عبدالروف = 16 متعلم
8. عارف خان عبدالرحمان = 12 متعلم
9. عبدالديان عبدالحنان = 14 متعلم
10. عبدالصمد عبدالحنان = 11 متعلم
11. محمدصديق ګلو بای = 35 دهقان
12. مومن عزيزخان = 32 موتروان
13. عبدالحميد عبدالله جان = 36 دهقان
14. قدرت الله امان الله = 40 دوكاندار
15. عبدالغيور سحرګل = 25 مزدوركار
16. نجم الدين ګلاب الدین = 30 دهقان
17. محمدولي تور قریه ناقل ولسوالی چاردره 35 دهقان
18. اياز محمدولي = 8 متعلم
19. ګل دوز عجب خان = 50 دهقان
20. محمد ګل دوز = 14 متعلم
21. حكم الدين حاجى موسى قریه حاجي عیسی خان ولسوالي چاردره 31 موتروان
22. الله نور حاجى موسى = 25 دهقان
23. ګل دین حاجي موسى = 27 دوكاندار
24. احمدنور لعل الدين = 15 دهقاني
25. عبدالخالق سليمان = 24 مزدوري
26. حسن محمدعمر قریه یعقوب بای ولسوالی چاردره 60 پهلوان
27. فضل پهلوان حسن = 15 مزدوركار
28. ملاقدم شا عبدالمنصور = 40 مزدوركار
29. محمدالدين عبدالله جان = 25 دهقان
30. نادرخان اخترمحمد = 35 دهقان
31. عارف نادرخان = 15 دهقان
32. الف دين اخترمحمد = 16 دهقان
33. داود ابراهيم = 15 متعلم
34. امان الله عبدالسلام = 30 دهقان
35. قدرت الله عبدالديان = 20 دهقان
36. خدايداد عبدالوهاب = 19 دهقان
37. حفيظ الله عبدالوهاب = 17 متعلم
38. جان محمد جمعه باى = 20 موتروان
39. نورالله جمعه باى = 9 متعلم
40. سلام عبدالودود = 14 متعلم
41. الف دين حاجی ګل دين = 25 دهقان
42. وزير حاجی ګل دين = 23 موتروان
43. بشير حاجی ګل دين = 17 دهقان
44. ذكرالله الف دين = 12 متعلم
45. اجمل عبدالحنان = 15 متعلم
46. محمدعلي نورمحمد = 35 موتروان
47. رحمت الله محمدعلي = 14 متعلم
48. ابراهيم نورمحمد = 20 دهقان
49. سيدمحمد حاجي جلات = 33 آسياوان
50. جمعه ګل حاجي جلات = 27 دهقان
51. اسدالله حاجي جلات = 22 دوكاندار
52. امان الله فيروز = 16 دوكاندار
53. حفيظ الله حاجى نوراحمد قریه حاجي امان الله ولسوالي چاردره 28 كشتيبان
54. مسجدي ميررحمان = 24 دهقان
55. شمس الدين مير رحمان = 17 متعلم
56. احسان الله سيدمحمد = 19 مزدور
57. نصرت الله محمدالله = 25 دهقان
58. ګل بدین جمال الدين = 22 غريبكار
59. دين محمد جمعه خان = 45 غريبكار
60. عبدالرحيم ميراكبر = 17 متعلم
61. اسدالله ولي جان = 19 هوټل ولا
62. فيض محمد جان محمد = 18 دوكاندار
63. احمدشاه محمدداود = 10 شاګردمستری
64. فضل رحمن ملاعبدالرحمان = 19 غريبكار
65. محمدموسى غيب الله = 33 دهقان
66. عبدالقيوم حاجی میده ګل قریه عیسی خیل ولسوالي چاردره 26 دهقان
67. علي محمد جان محمد = 30 دهقان
68. احمد دين سيد عليم = 14 متعلم
69. نورعلم سلامت خان = 25 دوكاندار
70. سيدرحيم سمندر = 28 دهقان
71. عزيزالله سيداحمد دين = 24 دهقان
72. بشيراحمد غمى = 32 دهقان
73. عبدالرحيم غلام = 22 دهقان
74. امیرګل كريم = 30 دخټکیوتجار
75. شاولي ملااختر قریه حاجی رستم چاردره 40 مالدار
76. جمعه خان حاجي شالو = 35 موتروان
77. عجب خان حاجي شالو = 32 دوكاندار
78. اكرام الدين ادم خان = 21 مزدوري
79. جمال الدين نعيم الدين = 21 دهقاني


وروستۍ خبره :

پورتني راپوراوشمیرنوپه ډاګه کړه چې بې له شکه دکندز په ولایت کې یوستر بشری جنایت اوانساني فاجعه ترسره شویده چې له مخې په کې ملکی افغانان په نښه شویدي نړیوال قوانین دملګروملتونومنشوراودژنیوکنوانسیون دداډول جنګي جنایاتواوټولوژنوپه اړه پوره صراحت لري که چیرې رښتیاهم ملګري ملتونه دعفوې اوبشري حقوقوادارې اسلامي کنفرانس اوپه اصطلاح دمتمدنې نړۍ نورې ټولنې دبشرحق اودانسانې وینې عظمت په رسمیت پيژني یاورته اهمیت قائل دي نوپه دې موضوع کې به یې رښتیااودروغ معلوم شي دهاګ نړیوال قاضیان چې په دارپورکې داحتمالي وژنوپه اړه دجلب اواحضارفرمانونه ورکوي که دکندزپه پيښه کې جنګي جنایت کاران ونه پوښتي یالږترلږه یې په اړه غبرګون ونه ښيي نوبیاورته ښایي چې دنړیوال عدالت دنغاروپه غږولو دشرم احساس وکړي .

زمونږله انده دکندزپیښه ددې لپاره کافي ده ترڅومعلومه کړي چي دبشري حقوقوددفاع په اړه نړیوالې دعوې حقیقت دې اوکه هسې تیرایستل ...

په پای کې له ټولو هیوادوالو په تیره دکندزله ولس سره ددې پیښې اړونددتسلیت مراتب شریکوو اوسترکفري ښکیلاک دنارواووپه اړه ورته دااسماني پیغام دډاډلپاره کافي بولي ( وَلاَ تَحْسَبَنَّ اللّهَ غَافِلاً عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الأَبْصَارُ )صدق الله العظیم .

په ګران هیوادکې دخپلواک اسلامي نظام په هیله

دافغانستان اسلامي امارت دکندز دپیښي پلټونکی کمیسیون


ابو جرير
07.09.2009

له www.shahamat.org څخه په مننه


محمد احمد حمي
07.09.2009

لوى خداى جل جلاله دي ددې پېښي ټولو مظلومو قربانيانو ته جنت فردوس ورپه برخه كړي ، الله جل جلاله دي ارواحان ښاد او خوشحاله ولري، وكورنيو ته دي يې متعال ذات عزَّ وجل صبر جميل او نيكه بدله په دواړو جهانونو كي وركړي،
دپېښي مجرمانو ته دي الله جل جلاله شرموونكي ماتي وركړي چي نسلونه پر نسلونه يې ياد وساتي، او يو په لس غچ دي الله جل جلاله ورڅخه واخلي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more