د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دملت او وطن دوستان او دښمنان څوک دي؟؟

ډاکټر څپاند
04.09.2009

دملت او وطن دوستان او دښمنان څوک دي؟؟

نن سباهريودانارې وهي چه وطنپرست يم٠که کمونستان(خلقي،پرچمي،شعلۀ)
يا دموکراتان اوياهم دشيطان بچي (اخوانيان،طالبان،حزب اسلامي،جمعيت
اونور په اسطلاح اسلامي يامجاهد ګوندونه ) اوځينی نور٠
رابشو دوطنپرستۍ،ملتپالنې،اسلام اوولسپالنې معياروته٠
اسلام دبشرداصلاح دين دی٠داسې دين چه تر ټولو خپلواک،مترقي،بشردوست
او دسمې لارې لارښود٠مګر متاسفانه له هغه وخته چه سياست او مذهب
سره ګډوډ شوی،سياسي حلقو،مذهب دخپلو اهدافو يوه وسيله ګرزولی٠
نن کرزی،عبدالله،ملاعمر،ګلب الدين او هم احمدي نژاد،پاکستاني اوسعودي
واکداران ،ځان داسلام ټيکه داران بولي٠
په کمونستانو هم داحالت راغی٠روس،چين اوکيوبا هر يوه يل چه موږ تر ټولو
ښه کمونستان يو٠
امريکا اوانګليس پخپل هيواد کی ديوه سړي د عقيدي په هکله داستانونه
جوړوي،مګر په افغانستان کی دانتخاباتو دجعلي پروسې نه سترګي پټوي٠

نو اوس تاسو وواياست چه څوک شريف او څوک کثيف دی؟؟؟


هیښ
06.09.2009

سلامونه

دملت او وطن ددوستانو او دښمنانو پیژندنه یوه اساسي ،اړینه او حیاتي پوښتنه ده چې کره ځواب ئې دافغانانو دسیاسي ،ټولنیز ،اقتصادي ،امنیتي او کلتوري ژوند په برخه کې برخلیکټاکونکی رول لوبوي .
دافغانستان په اوسنی بحراني وضعیت کې چې وطن دغربي نویو استعمارګرانو له لوري اشغال شوئ دئ د ملت او وطن ددوستانو او دښمنانو پیژندنه څه سخته او مشکله خبره نه ده .دغربي تاړاکګرو له وحشیانه یرغل سره په افغانستان کې دوې جبهې ،دوه دریځونه او دوې تګلارې منځ ته راغلې چې یوه ئې دوولس او بله دیرغلګرو ده .
افغان وولس دخپل ذاتي او فطري خاصیت له کبله چې د غلامی او بلواکۍ تر ژوند مرګ بهتره بولي داشغالګرانو او یرغلګرانو سره دهغوئ دتجاوز او اشغال دختمولو له پاره دمبارزې او مقاومت لاره ونیوله او دیرغلګرو دشړلو او خپل وطن دازادولو غږ ئې پورته کړ.
دافغانستان دټولنې ټول قشرونه او طبقات دخپل وجدان ،احساس ،غیرت ،عقیدې ،تربیې او تفکر په اساس په دې دواړو جبهو کې وویشل شول .
هغه څوک چې ازادي او خپلواکي ئې دژوند لوی ترین نعمت باله ،دملت دردونه ،غوښتنې ،ارمانونه،ګټې او وولسي ارزښتونه او هیلې ئې خپل ګڼل او دسیاسي قدرت او تصمیم نیولو اصلي او اخري منشاء او چینه ئې ملت بللو اونه کومه مزدوره ډله او یا خارجي یرغلګران ،دوولس لوري ته ورغلل او دخپل وولس دازادۍ غوښتنې دغورځنګ دعوت ته ئې لبیک ووایه او دخپل وطن دازادۍ او خپلواکۍ دلاسته راوړلو له پاره ئې دځان او مال قربانولو ته امادګي وښودله او عملاًئې دخپل وولس سره دمبارزې او مقاومت جبهه فعاله کړه.
بالعکس هغه څوک چې ذاتاً او طبیعتاً غلام صفته وو نفسي او شیطاني غوښتنې او ګټې ئې دوولس ترګټو لوړې بللې او ددې غوښتنو اوګټو دلاسته راوړلو له پاره هرې پستۍ او بې همتۍ ته حاضروو او په عقلاني ماهیت کې ئې دازادۍ او خپلواکۍ احساس لا
نه وزیږیدلئ داشغالګرانو دغلامئ او بردګئ کړۍ ئې په بې شرمئ سره په غاړو کې واچولې او دافغان وولس دسپکولو ،عام وژلو او غلام کولودپاره ئې په ننګینو او غیر انساني اعمالو شروع وکړه او داسې کارونه ئې وکړل چې دازاد بشریت وجدانونه ئې ولړزول او دتیرو تاریخي جانیانو او بربریانو مخونه ئې سپين کړل .
دپورتنیو خبرو په بنا هغه اشخاص ،ډلې او سازمانونه که په هره نظریه او مفکوره دي چې دوولس ګټې او ارمانونه ورته محترم وي او ددې ګټو اولویت او برتریت ته قائیل وی ټول دافغان ملت او زموږ دوطن دوستان دي او هغه اشخاص ،ګروپونه او تحریکونه چې دوولس ګټې او غوښتنو ته وفاداره نه وي او په سر ئې معاملې او سوداګري کوي دملت او وطن دښمنان دي.

دافغان وولس دبخت ستورئ هلته په ډوبیدو شو چې په خپله لمن کې ئې داسې نااهله ،بې عقله ،بې فرهنګه ،وطنفروشه او بې بندو باره اشخاص لکه کمونستان راپیدا شول .ددې شوموسیاسي لنډغرو په راتګ سره زموږ دټولنې دزرهاوو کلونو ټولنیزـ کلتوري اړیکي دشر اوفساد په لومو کې راګیرشول او دیوه لوئ مصیبت او ناورین درامنځ ته کیدو له پاره ئې زمینه مساعده کړه.
دملت او وطن سره د علني ،شرمیدلې او دخیانت نه ډکې دښمنۍ کلتور دکمونستانو په وسیله زموږ په هیواد کې رواج شو او زما په نظر زموږ دنن ورځې دټولو بدمرغیو او ناخوالو اصلي مسببین دافغانستان دخلق ددموکراتیک ګوند لوړرتبه او درهبرئ کدر غړي دي چې باید محاکمې ته راکش شي او دافغان وولس سره دخپل لوئ جنایت او خیانت له امله مجازات شي .
کمونستانو چې د تمدن ،د پرولتاریاد دکتاتورۍ اودیوه انسان په واسطه دبل انسان داستثمار له منځه وړلو ترنامه لاندې دوطن او ملي ګټو،ملې ارزښتونو او ملي مقدساتو په سر دروسانو سره معاملې شروع کړې ، په خپل وولس دتکیې په ځائ ئې دپردیو غلامئ ته هرکلئ ووایه ، دوولس سره دښمني او دروسانو سره دوستي د کمونستانو تګلاره وګرزیدله او
په خپل دې وطنفروشانه عمل سره ئې دنورو وطنفروشانو دپاره چې ددین تر جامو لاندې ئې ځانونه نغښتي وودپردیو دنوکرئ اومزدورئ او دهغوئ دمداخلې زمینه برابره کړه او دوولس سره دښمني او وطن خرڅونه دورځې مود او شعار وګرزیدل ، تکړه او دکار سړئ یا تنظیم هغه ووچې دبهرنیو پټو سازمانانونو سره اړیکي ولری او دهغو ئ دمشورتي او مادي لورینو نه برخورداره شي . ځینو ددین په نامه او ځینو دتمدن په نامه ددې نامقدسه عمل اجرا کولو ته ملا وتړله، او دافغانستان په خوار او مظلوم خو باشهامته او باایمانه وولس ئې داسې ورځې راوستلې چې نه ئې سر په امان کې پاته شو او نه ئې ناموس دتجاوز نه مصئون وساتل شو .افغانستان دپردیو دتاخت وتاز او لوبو ډګر وګرزید .
ظلم ،تجاوز،وژل ،بېعزتي ، وولس دښمني ،وطنفروشي ،خیانت او جنایت دشهرت ،قدرت ،اعتبار،مقام او ثروت دلاسته
راوړلو دپاره معیارونه وګرزیدل .دکمونستي او تنظیمي جنایت کارانو دظلم او وحشت دختمولو اوپه هیواد کې دنظم او امن دراوستلو له پاره دتنظیمي او کمونستي بانډونوپه مقابل کې دافغانستان دطالبانو یونوئ تحریک دوولس دبطن نه دوولس په مرسته او ابتکار رامنځته شو چې په ډیر کم وخت کې ئې دشر ،فساد او اختناق عاملین دافغانستان دسیاسي صحنې نه ورک کړل او وطن ئې دادانسان په جامه کې شیطانانو نه پاک کړ .په ټول افغانستان کې امن ،سوله او ارامي حاکمه شوه او دافغانانو مال او ناموس دتجاوزونو او پایمالولونه نجات پیدا کړ.
دافغانستان په سیاسي ډلو ټپلو کې دطالبانو اسلامي تحریک یوازینئ وولسي سازمان ووچې دفکري استقلال خاوند وو،دوولس نه رازیږیدلي وو ، دوولس او وطن واقعي دوستان وو او دوولس دملي منافعو نه ئې په قاطعیت سره دفاع کوله او دملي ارزښتونو په سر دهیڅ چاسره معامله ګري او سوداګري ته حاضرنه وو.له دې کبله چې دطالبانو داقاطع دریځ دافغانستان د داخلي او خارجي دښمنانودشیطاني طبیعت سره په ټکر کې وو اودیوه ازاد او خپلواک افغانستان وجود چې خپل مقدرات په خپل حاکمیت کې ولري او په خپله د خپل ملک امور او چارې اداره او سوق کړي د بهرنیانو او ددوئ دتالي څټو دپاره دزغملو او منلو نه وو ،ځکه چې ددوئ شیطاني او غیرانساني اهداف دداسې یوه مستقل نظام په موجودیت کې نه پیاده کیدل نو په ګده سره دیوې نویې دسیسې په کاراچولو سره چې دغربيانو مستقیم تجاوز او دافغانستان اشغال و دټولو انساني ،اخلاقي ،بین المللی مروجه او منل شویو نورمونو خلاف عمل ته ئې اقدام وکړاو هغه ناوولي ، منحوسه ، رټل شوې او وحشتناکه څیرې چې افغانانو ئې دمحاکمې اومجازاتو ارمان لرلودامریکائې کاوبایانو ترسیوري او سلاح لاندې بیا دافغانستان په سیاسي صحنه کې راظاهره او دوولس قاتلان او جنایت کاران بیا په قدرت راوستل شول .

لنډه داچې دوولس او وطن سره ددښمنۍ او په ملی ګټو او ارزښتونود سوداګرئ لړۍ دکمونستانو په راتګ سره شروع ،په تنظیم واکۍ کې ئې رشد وکړ او په تحمیلي دموکراسۍ کې خپل اوج ته ورسیدله او اوس هم دوولس او وطن قسم خوړلی دښمنان دامریکائیانو تر قومانده او لارښوونې لاندې دوولس او وطن سره په دښمنئ کې خپل شیطانت او رذالت ته دوام ورکوي او په مقابل کې ئې وولس او دوولس دوستان او مینه وال په ډیره میړانه او جسارت سره خپلې مبارزې او مقاومت جاري ساتلئ دئ .

په اوسني حالت کې دافغان وولس له پاره تر ټولو مهمه او حیاتي مسئله دافغانستان دخپلواکۍ او دیرغلګرو او اشغالګرو دشړلو موضوع ده او هرڅوک چې دوولس ددې غوښتنې دپوره کولو له پاره په هره وسیله او طریقه دوولس سره دخپل تاریخ په دې حساسه دوره کې مرسته او همکاري کوي دوولس دوستان دي . هیڅ سیاسي،عقیدتي ،ژبنئ،قومي،فکري او نظري اختلافونه چې دیوې ټولنې طبیعي توپیرونه دي باید دخپلواکۍ دمقدس هدف دلاسته راوستلو په لاره کې خنډ واقع نه شي اوافغانان ددښمنانو په هغه دسیسو اوتوطئو چې ددې توپیرونو په بنسټ طرح کیږي ونه غولیږي ،په ډیره هوښیارئ،زیرکئ ، اخلاص او قاطعیت سره ددښمنانو دا ډول کړنو او تبلیغاتو ته دردځواب ورکړي او ددښمنانو ناپاکه هیلي په خاورو بدلې کړي.

په اوږدمهاله ژوند کې دوولس او وطن لوئ دښمن جهالت او ستم دئ او دوستان ئې هغه اشخاص او سازمانونه دي چې دملت سره ددې دښمن په له منځه وړلو کې دزړه له کومي او اخلاص سره مبارزه وکړي.په کومه ټولنه کې چې ناپوهي،بېخبری او نااګاهي خپل څادر غوړولئ وي ،هلته حتمی ستم حاکم دئ او چیرته چې ستم حاکم دئ دوولس حقوق دوولس ددښمنانو په وسیله تر پښو لاندې دي .وولس دړندو په شان په تیارو کې ساتل شوئ دئ او ددې دپاره شرایط اماده دی چې دوولس درهبرئ او خدمت تر نامه لاندې دوولس داحساساتو اوعواطفو نه ناوړه ګټه پورته شي او وولس داشخاصو ،ډلو اوسازمانونودهدفونو دلاسته راوړلو له پاره دیوې وسیلې په توګه استعمال شي .دجهالت او ستم په موجودیت کې وولس وسیله ده نه هدف ،چې داډول کړنې او اعمال دافغانستان په ټول تاریخ کې دوولس سره سرته رسیدلي دي .
افغان وولس دخپلواکئ دلاسته راوستلو او ساتلو له پاره هر ډول قربانۍ ، فداکارۍ ،رنجونه او عذابونه په ځان منلي دي او په ډیره میړانه او سرښندنه ئې دپردیو دیرغل او تجاوز مخه نیولې ده او یرغلګروته ئې غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي دي ،مګر دبده مرغه دداخلي ستم په له منځه وړلو او دیوه ازاد او په وولسي اقتدار ولاړ نظام دلاسته راوستلو په برخه کې پاته راغلي دي او دداخلي ستمګرانو دظلم ،فشار،اختناق اوجنایت جرړې ئې نه دي ایستلې ،همدا وجه ده چې هغه خپلواکي چې دخپلو وینو په بیه ئې په لاس راوړې ده ،وولس ورڅخه هیڅ ګټه نه ده پورته کړې او دکلونوکلونو دمشقت او عذاب نه ډک ژوند ئې په ارامه او سوکاله ژوند نه دئ بدل شوئ.
په افغانستان کې دیوه ارامه ،باامنه ،سوکاله اوعادلانه ټولنې دجوړیدو له پاره دخپلواکۍ دموجودیت ترڅنګ دجهالت او ستم له منځه وړنه اساسي شرطونه دی او ترڅو چې افغان وولس داشرطونه پوره نه کړي دجنجالونو او کشمکشونو لړئ به دوام لري او داخلي او خارجي ستمګران به دوولس په سر خپلې چټلې او غیر انساني سوداګرئ اوناکردې جاري ساتي او وولس به ددردونو ، رنجونو او عذابونو په هغه اورکې چې ستمګرانو بل کړئ دئ په بې رحمانه توګه سوځیږي .

مننه


Ghairat
06.09.2009

په دغومره عام اومجرد شکل چې ښاغلي اومنلي هیښ صیب دغه لیکنه کړې هر چاته دمنلووړ ده اوهیڅوک یې نشي ردولای ،لومړی
يې زه منم او پلوی يې کوم بیا یې په باور سره نور ټول تاییدوي او پلوی يې کوي!

په تېره بیا دغه برخه د زیات پام وړ بولم :

[quote:7a437d75a6]دافغانستان په سیاسي ډلو ټپلو کې [color=yellow:7a437d75a6]دطالبانو اسلامي تحریک [/color:7a437d75a6]یوازینئ وولسي سازمان ووچې دفکري استقلال خاوند وو،دوولس نه رازیږیدلي وو ، دوولس او وطن واقعي دوستان وو [color=red:7a437d75a6]او دوولس دملي منافعو نه ئې په قاطعیت سره دفاع کوله او دملي ارزښتونو په سر دهیڅ چاسره معامله ګري او سوداګري ته حاضرنه وو[/color:7a437d75a6].له دې کبله چې دطالبانو داقاطع دریځ دافغانستان د داخلي او خارجي دښمنانودشیطاني طبیعت سره په ټکر کې وو [color=yellow:7a437d75a6]اودیوه ازاد او خپلواک افغانستان وجود چې خپل مقدرات په خپل حاکمیت کې ولري او په خپله د خپل ملک امور او چارې اداره او سوق کړي د بهرنیانو او ددوئ دتالي څټو دپاره دزغملو او منلو نه وو [/color:7a437d75a6]،ځکه چې ددوئ شیطاني او غیرانساني اهداف دداسې یوه مستقل نظام په موجودیت کې نه پیاده کیدل نو په ګده سره دیوې نویې دسیسې په کاراچولو سره چې دغربيانو مستقیم تجاوز او دافغانستان اشغال و دټولو انساني ،اخلاقي ،بین المللی مروجه او منل شویو نورمونو خلاف عمل ته ئې اقدام وکړ.... [/quote:7a437d75a6]

هیښ صیب په دې ادعا سره مو د حق او باطل، دروغ او رښتیا ، خیانت او صداقت تر منځ د روښانه توپیر محک وړاندې کړ ، نو راځۍ چې دا لانجمن ګیدړ پرې له غاره راوباسو:
که دغه څه حقیقت وي، نو نه یواځې به زما ، ستاسې بل او بل له پآره دویاړونو وړوي، بلکې تر هر چا د مخه به پخپله د طالبانو له پآره یوه بی سارې وياړنه وي ، نو په دې صورت کې به طالب مشران په دې کې هیڅ ستونزه ونه لري چې خپل دغه ویاړ لږتر لږه د یوه دوامدار شعار په ډول د ملت غوښتنونکوځواکونو د قناعت له پآره په دې بڼه په خپل اخبار الا مارات کې نشر ته وسپآري چې :

[color=blue:7a437d75a6]
د افغانستان د طالبانواسلامي غورځنګ به هیڅکله په ملي ګټونه له دوست اونه دوښمن سره معامله وکړي![/color:7a437d75a6]

خو که چیرې ددغې ډیرې وړې غوښتنې په پوره کولوکې هم پاتې راشي ، نو بیا دې دنر غوندې سم اعتراف وکړي چې دا یو ملت دوښمنه خوځښت دی
چې د بهرني بادار له ډاره دملي ګټوهډو نوم ته هم په شعار کې ځای نشي ورکولای!
او په دې صورت کې به شرط دا وي چې بیا به نور هيښ صیب اونور طالب پلوه
لیکونکي هم خپل قلم د دغسې یو ضدملي غورځنګ په ضد راګرځوي!
بر عکس که دغه شعار یې دخپلې ورځپاڼې په جبین لکه د ناوې ټيکه وځړاوه ،
نونه یواځې زه بلکې نور ټول ملتپال لیکونکي به د طالبانو نوموړی ملي شعارد هر طالب ضد لیکونکي ته
د پوزې پیزوان کړي ، او د طالب له دغسې ملي غورځنګ به کلک ملاتړکوي،سمه ده ؟

ومن الله التوفیق


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more