د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دنجيب اعدام ؟!٠

سيدغفور
03.09.2009

دنجيب اعدام !
آیا دنجیب اعدام پرځای نه و که د هغه شکل ؟


Re: ؟!٠

pattang
03.09.2009

سيد غفر جانه هيڅو حق نلرې چې له چا څخه خدای ورکړی ژوند واخي!
خو که څوک يې له نورو څخه واخلي نو دی پخپله هم دحق ژوند نلري .
نور قضاوت ستا پر لاس ٠

]


احمدبلال
03.09.2009

غاښ چی رنځور شی علاج یی انبور شی.


سيدغفور
03.09.2009

هرعمل عكس العمل لري
او
چې څه كرې هغه به رېبې
او
مه كوه په چا چې وبه شي په تا


Re: ؟!٠

و.افغان
03.09.2009

[quote="pattang"]سيد غفر جانه هيڅو حق نلرې چې له چا څخه خدای ورکړی ژوند واخي!
خو که څوک يې له نورو څخه واخلي نو دی پخپله هم دحق ژوند نلري .
نور قضاوت ستا پر لاس ٠

خبره مو بالکل صحي ده پتنګ صاحب، عکس کې راته ښکاري چې ډاکټر نجيب او
ورور يې دی.
که ستاسو دقاعدې سره دمرګ مستحقين ګرځيدلي وو، نو بايد محاکمه شوي وای
او په محکمه دمرګ فيصله وراورول شوي وای.
دغسې وژل خو غير اسلامي کار دی، زه تر اوسه نه پوهيږم چې ورور يې په څه ګناه
وژل شوې دی؟؟

او بيا ددوی ځوړندول بل جرم دی، آخر دوی به هم کورنۍ، خور، مور، او لور لرله،
هغوی څه ګناه کړېوه چې په داسې ځړولو او انځورونو يې ځوروي.

دا رنګه بې پرتوګه کار کول په ټولنه کې ويره او وحشت خپروي، يو کس چې د
حکومت له خوا وژل کیږي، بايد عام ولس ته يې له محکمې له لارې دمرګ ټول
لاملونه او اسباب په واضح طور سره وړاندې شي، تر څو نور خلک له دقتل يا
اعدام له موجباتو ځان وساتي.

په درنښت


ابو جرير
03.09.2009

[quote:efac03ee04]بايد عام ولس ته يې له محکمې له لارې دمرګ ټول
لاملونه او اسباب په واضح طور سره وړاندې شي، تر څو نور خلک له دقتل يا
اعدام له موجباتو ځان وساتي.[/quote:efac03ee04]

ستا خبره ديوعادي مجرم په هكله سمه ده خو دنجيب غوندې ډاګيز او بيرغي مجرمين چې خيانت او جرم يې ټولې دنيا ته په ډاګه وي كوم خاص ضرورت نشته چې دمحكمې له لارې په سزا ورسول شي، دنجيب دمرګ ټول لاملونه او اسباب په واضح طور سره همدا تاسو ته هم معلوم دي خو داچې ولې ورباندې دلته سترګې پټوې اسباب او لامل يې دپلټلو دي.
خو كه له تانه هير شوي وي زمونږ دملت له بورو، کونډو، يتيمانو، معلولينو، او دهيواد داصيلو بچيانو څخه به په قبر كې هم له ياده ونه ووځي.


و.افغان
03.09.2009

[quote:0fd38b4804="ابو جرير"][quote:0fd38b4804]بايد عام ولس ته يې له محکمې له لارې دمرګ ټول
لاملونه او اسباب په واضح طور سره وړاندې شي، تر څو نور خلک له دقتل يا
اعدام له موجباتو ځان وساتي.[/quote:0fd38b4804]

ستا خبره ديوعادي مجرم په هكله سمه ده خو دنجيب غوندې ډاګيز او بيرغي مجرمين چې خيانت او جرم يې ټولې دنيا ته په ډاګه وي كوم خاص ضرورت نشته چې دمحكمې له لارې په سزا ورسول شي، دنجيب دمرګ ټول لاملونه او اسباب په واضح طور سره همدا تاسو ته هم معلوم دي خو داچې ولې ورباندې دلته سترګې پټوې اسباب او لامل يې دپلټلو دي.
خو كه له تانه هير شوي وي زمونږ دملت له بورو، کونډو، يتيمانو، معلولينو، او دهيواد داصيلو بچيانو څخه به په قبر كې هم له ياده ونه ووځي.[/quote:0fd38b4804]

ګرانه ابو جریر جانه!
که رښتيا هم دجرير پلار يې نو خدای جل جلاله دی نيک عمله صالح درته لوی کړي،
او خدای دی ستا غوندې سرزوری کوي نه.
زمونږ ستونځه دلته ده، چې دعواقبو خيال نه ساتو، هغه وخت مو سرته عقل راځي،
کله چې په سر ولګيږو.
ګوره ابو جریر ګله:
اسلامي قضايي عدلي سيستم څه دطالبانو او کليوالو آشر نه دی، او نه حکومتونه
په آشر ترسره کیږي.
تاسو بايد لږ له ځان په سړو دماغو سوچ وکړئ، دجنګي حالت او غير جنګي حالت
تر منځ توپير وکړئ.
ما دا نه دي ويلي چې نجيب دا او هغه نه دي کړي، زه په زړه کې عقيده لرم چې دغه
سړي ډیر جنايتونه کړي، او په خپلو ډیرو ليکنو کې مې ورته اشاره هم کړیده،
نو نجيب په جګړه کې نه دی وژل شوی، نجيب څو کاله اسير وو، پرته له محاکمې
صبرا ووژل شو.
يو کس چې صبرا وژل کیږي، بايد محاکمه شي، دوسيه ورته جوړه شي، اسناد ورته
برابر شي، دحکم له پلې کيدو وروسته دعدليې وزارت او ټاکلې محکمه کې يې
اسناد محفوظ شي، تر څو که صبا داعدام شوي شخص کومه ورثه مخکينۍ قضيه
دمحکمې له لارې راسپړي، نو اسناد پوره موجود وي.

مثلا همدا تا دنجيب قاتل فرض کړو، ته دعوا لري، چې نجيب دا او هغه کړي دي،
او مونږ یې درسره په ټول افغان کې منو، خو دېته دی فکر وي، چې ځمونږ خبرې يوه
دعوی ده سند نه ده.
که چېرته سبا ته دنجيب لور يا لمسۍ يا کړوسۍ تا محکمې ته راکش کړي، نو په
تشو دعواګانو نه خلاصيږي، اسناد به وړاندې کوې، اسناد به ته هله وړاندې کړې
چې تا نجيب داسنادو له مخې وژلې وای، زه دا نه وايم چې اسناد به بيخي نه وو،
خو ولې دنجیب دمرګ لپاره اسناد نه راټوليږي، ولې دمحکمې له لارې پرې دمرګ
فيصله نه کیږي.

له محکمې پرته وژل يواځې ځمونږ دنبي کريم صلی الله علیه وسلم حق وو، ځکه چې
هغه ته وحيې راتله، او له دې سره سره هغه ټول مجرمين محاکمه کړيدي، بيا يې
وژلي دي، خو څوک يې چې پرته له محاکمې وژلي دي، نو هغه دوحيې په اساس.

يهود چې اسناد لري، او څه يې ورسره دورغ اسناد هم ملګري کړيدي، ددويم نړیوال
جنګ څخه تر اوسه پورې دهر مړي په سر له آلمانيا فديه اخلي.
دا ټوکې نه دي.

الله جل جلاله دې ځمونږ سرزورو له سرزورۍ سره لازم عقل هم ور په برخه کړي.

په درنښت


..Ahmadzai
03.09.2009

السلام عليكم
نجیب چې هر رنګه قتل سو خو قتل څو، هغه خلک چې دی یې قتل کړی مجرم نه دي، د ده قتل امر سوی وو، او چې ونیول سو نو اعدام سو هغه هم تعزیري اعدام وو،
او دا چې ولې محاکمه نسو، نو زما په نظر محاکمې ته څه خاص ضرورت نه وو، ځکه چې شواهد په ډاګه وو، او دمدعینو شمار په لکاوو وو، د ټولو محضرونو ثبتولو او شاهدانو راغښتلو ، او شواهدو وړاندې کول، او د دغه غوي ځانه دفاع به ډیر کلونه نیولي وو، او بیا به هم دی اخرقتلیده، نو حالات هم نا معلوم وو، نو قتل کې یې څه مشکل نه بریښي، بلکې دغه مجرم په خپله سزا ورسیده.
او نورو ته ګوته نیول بې معنا خبره ده، وخت شروع وو ، جنګ ګرم وو، او خلک په منډه وو.
په درنښت


ډوکتر څپاند
08.09.2009

http://www.payamewatan.com/Article-4/kh.roman270709.htm


عادل عادل
08.09.2009

سلامونه

د یونیم ملیون شهیدانو او کړیدلي افغان ولس د زرهاوو هیلو نه یوه هم د لاسپوڅي او مجرم نجیب په دار ځړول وو.

پاتې شوې د اوس خبرې نو دا خو د هر چا کوښښ دئ چې خپل مړي ته نیک نوم ورکړي.

د نجیب وژل هم د دده د پیروانو له خوا اوس په ای-اس-آی تپل کیژي تر څو ورته یو ډول افتخار او نیک یادبود وګټي.

الله پاک دې د مجرمو کمونستانو، روسي لاسپوڅو او غربي قراردادیانو سره په دنیا او اخرت کې پوره پوره حساب او عدل وکړي. آمین


ډاکټر څپاند
09.09.2009

[quote:2fbcdf36dc]د یونیم ملیون شهیدانو او کړیدلي افغان ولس د زرهاوو هیلو نه یوه هم د لاسپوڅي او مجرم نجیب په دار ځړول وو. [/quote:2fbcdf36dc]
عادل صيب،هرهغه څه چه نن دلته په ليکه کيږي دتايخ پاڼې دي٠هيله مند يم
چه په سړه سينه ځواب وليکۍ٠
ديونيم ميليون شهيدانو شميره،دغربي ميډيا دروغجن تبليغات دي چه دافغانانو
تر منځ دنفاق دزياتوالی په خاطر ورته لمن وهي٠پدی کي شک نشته چه دجګړۍ په دواړه خواوو کی په زرږونو انسانان شهيدان
شوی،مګر دمليون خبره يوه مبالغه ده او بس٠که تاسو کوم مستند ماخذ لرۍ
مهرباني وکړې راښکاره يی کړې٠

[quote:2fbcdf36dc]
د نجیب وژل هم د دده د پیروانو له خوا اوس په ای-اس-آی تپل کیژي تر څو ورته یو ډول افتخار او نیک یادبود وګټي. [/quote:2fbcdf36dc]

نه ورورکه،ډاکتر نجيب پاکستانيانو وژلې،طالبان دومره احمق نه ول چه يو
شخص دمحاکمي نه بغېر اعدام کړي،که څنګه؟
اوبيا تاسو ولي دISI نه دفاع کوی؟؟؟
دنجيب په مرګ لااقل نيم افغان ولس سخت متاثر وو،ما په کابل کی دنږدی نه
حتی دطالبانو له خولې دنجيب صفت اوريدلی دی٠

[quote:2fbcdf36dc]الله پاک دې د مجرمو کمونستانو، روسي لاسپوڅو او غربي قراردادیانو سره په دنیا او اخرت کې پوره پوره حساب او عدل وکړي. آمین[/quote:2fbcdf36dc]

امين ياربالعلمين او ورسره دپاکستان او خاصتا د ISI اجڼټان هم،


عادل عادل
09.09.2009

سلامونه

ثبات صیب

خدای دې انصاف درکړي.

زما د کلي هدیره زما ماخذ دئ

زما په کلي کې د واده او جنازې مراسم په یو ډول سرته رسیدل

زما د کليوالو ژوند په سمڅو او باغونو کې تیریده

ثبات صیب خدای خبر چې تاسو به هغه وخت چیرته وئ ؟؟؟

په هغه ماخذ دې اور ولګي چې تا ته به د منلو وړ وي !!!

د ددغه شمیر په کمښت غواړې د نجیب د جنایاتو تله سپکه کړئ !!!!


..Ahmadzai
09.09.2009

السلام عليكم

[quote:f128da42aa]دی کي شک نشته چه دجګړۍ په دواړه خواوو کی په زرږونو انسانان شهيدان
شوی،مګر دمليون خبره يوه مبالغه ده[/quote:f128da42aa]

دواړه خواوشهيىدان سوي،،،، عجیبه خبره دې کړې؟
ته مونږ ته د شهید مفهوم تعریف کړه؟
ته شهید چاته وایې؟
ایا نجیب هم شهید نده؟
او دوهمه خبره د مړو او شهیدانو د تعدادکوې، ستا په نظر دغه جنګ کې به ۴۰۰۰۰ انسانان مړه سوي وي، او که له دغه څخه به کم وي؟
ګرانه ته مریخ نه راغلی یې؟ کله راغلې؟
او که ته هغه مقابل لوري کې وې؟
رښتیا ووایه .....
نه هغه وخت به ته ویده وې او یا به هم وړکی وې، یتیم به وې چا به کیسه نه وي درته کړې، او یا به هم له هغو ماشومانو او کوچنیانو څخه یې چې روسانو شوروي ته بوولي وو او هغلته کیمپو کې لوی سوي، او د افغانستان سره یې اړیکې وشلیدې.
ثبات او ثابت .
په درنښت


ډاکټر څپاند
09.09.2009

[quote:2d4bbf1d60]
خدای دې انصاف درکړي.

زما د کلي هدیره زما ماخذ دئ

زما په کلي کې د واده او جنازې مراسم په یو ډول سرته رسیدل

زما د کليوالو ژوند په سمڅو او باغونو کې تیریده

ثبات صیب خدای خبر چې تاسو به هغه وخت چیرته وئ ؟؟؟

په هغه ماخذ دې اور ولګي چې تا ته به د منلو وړ وي !!!

د ددغه شمیر په کمښت غواړې د نجیب د جنایاتو تله سپکه کړئ !!!!
_________________
په دریابونو کې اوسیژه
وړو ویالو کې دې زوال وینم نهنگه
[/quote:2d4bbf1d60]
محترم عادل صيب،
زه تاسو سره کاملا موافق يم،
مګر تاسو په اوازو او BBC،CNN يادجرمن،ايران،پاکستان اويا هم چين د
اخبار له مخې د ميليونونو دمرګ ژوبلې خبرې منعکس کوی٠هيچا يو دقيق رقم
ندی ورکړی٠دا ارقام دکرزي دانتخاباتو پشان هسي هوائی خبرې دي اوبس٠

[quote:2d4bbf1d60]
دواړه خواوشهيىدان سوي،،،، عجیبه خبره دې کړې؟
ته مونږ ته د شهید مفهوم تعریف کړه؟
ته شهید چاته وایې؟
ایا نجیب هم شهید نده؟ [/quote:2d4bbf1d60]

هره هغه څوک چه دخپل وطن او عقيدي په خاطر وژل شوی وي هغه بيګناه دی
هربيګناه چه وژل کيږي هغه شهيد دی٠که واقعا ډاکتر اوتحصيل کړی اوسئ
پدی هکله بايد سوال ونلري٠شهيد ډاکټر نجيب الله د ISI په لاس شهادت ته
رسيدلي،دی د شهيدانو شهيد او اکبرالشهدا دی٠

[quote:2d4bbf1d60]او دوهمه خبره د مړو او شهیدانو د تعدادکوې، ستا په نظر دغه جنګ کې به ۴۰۰۰۰ انسانان مړه سوي وي، او که له دغه څخه به کم وي؟ [/quote:2d4bbf1d60]

که دومره نه وي نو ميليون هم ندي،دادروغ دBBC اوچلټستان پروپاګنده ده٠

[quote:2d4bbf1d60]ګرانه ته مریخ نه راغلی یې؟ کله راغلې؟
او که ته هغه مقابل لوري کې وې؟
رښتیا ووایه ..... [/quote:2d4bbf1d60]
تا به لا چوشک په خوله وه چه ما په طبابت کی تخصص درلود،پوه شوی٠

[quote:2d4bbf1d60]
نه هغه وخت به ته ویده وې او یا به هم وړکی وې، یتیم به وې چا به کیسه نه وي درته کړې، او یا به هم له هغو ماشومانو او کوچنیانو څخه یې چې روسانو شوروي ته بوولي وو او هغلته کیمپو کې لوی سوي، او د افغانستان سره یې اړیکې وشلیدې.
[/quote:2d4bbf1d60]
نه داکتر صيب،زما دکورنۍ اول شهيد دروسانو دبمباريو له امله وو،زما
 دکورنۍ ٥ تنه نور غړي،ستا دملي قهرمان،مګر زما په اند دملي خاين،
احمدشاه مسعود په ذريعه شهيدان شوی دي٠زما ماما،په لمانځه ولاړ وو چه د
پنجشريانوپه لاس په ١٣٦٢ کی شهيد شو!
هغه دپروان ولايت د ساختماني پروژي کامند او پرچمی وو !
اوس ته ووايه چه شهيد څوک دی!

ډاکټر صيب نجيب زموږ دهيواد اوتاريخ هغه پياوړی او بيميساله شخصيت
وو چه روسان ئی له هيواده بهر کړه اوبياهم وتوانيد چه ISI او دهغه نوکرانو
يعني اخوان الشيطين ته په جلال اباد کی ماته ورکړي ٠خو افسوس چه 
شوری نظار او دهغو خاينو متحدينو دشا له خوا په خنجر زخمي او بيا ISI
شهيدکړ،مګر ساده پياده طالبان ئی دهغه په مرګ متهم کړل٠ 

په درنښت


..Ahmadzai
09.09.2009

السلام عليكم

[quote:684ca170ca]
هره هغه څوک چه دخپل وطن او عقيدي په خاطر وژل شوی وي هغه بيګناه دی
هربيګناه چه وژل کيږي هغه شهيد دی٠که واقعا ډاکتر اوتحصيل کړی اوسئ
پدی هکله بايد سوال ونلري٠شهيد ډاکټر نجيب الله د ISI په لاس شهادت ته
رسيدلي،دی د شهيدانو شهيد او اکبرالشهدا دی٠ [/quote:684ca170ca]
ثبات صاحب
يو بل سوال پاتې ده هیله ده چې جواب یې راکړې.
رښتیا ووایه ته خو به پرچمي یا هم خلقي نه یې؟
په درنښت


pattang
09.09.2009

[quote="Subat Sabit"][quote:db9397b36e]
ډاکټر صيب نجيب زموږ دهيواد اوتاريخ هغه پياوړی او بيميساله شخصيت
وو چه روسان ئی له هيواده بهر کړه اوبياهم وتوانيد چه ISI او دهغه نوکرانو
يعني اخوان الشيطين ته په جلال اباد کی ماته ورکړي ٠خو افسوس چه 
شوری نظار او دهغو خاينو متحدينو دشا له خوا په خنجر زخمي او بيا ISI
شهيدکړ،مګر ساده پياده طالبان ئی دهغه په مرګ متهم کړل٠ 
[/quote:db9397b36e]
وروره داټولې خبرې چه تا د نجيب په هکله ليکلې يو بې مانا حکايت دی :
زه له نورو مکتب يانو سره يو وخت په يوه ډکه لارۍ کې سپور وم په دښته کې لارۍ
په سرک روانه وه اومونږ ټولو له هرې خوا بې مانا دربې غپې اېستلې چې ګورو په
دښته کې په سرک باندې يو طالب روان دی خپل نيلي ځادر يې په اوږو پروت ، تور
پټکی او سپينې جامې يې اغوستې دي ، موټروان لارۍ ودروله اوورته وې وېل
طالبه چېرته ځې وخېځه ? طالب ورته ووېل کور دې ودان استاذه خدای پاک دې
اباد لره٠ نو تلو،تلو او لګياوو ، دلمانځه وخت راغی يو څو نفرو لمونځ وکړ او نور
ټول اېخوا دېخواته ځانونه سره غلط کړل ،ورو سته بيا لارۍ حرکت وکړ او يوه
سخت مشهور پېچومي ته راورسېدو ، نو دالارۍ پورته خېځي يوې خوا او بلې
خواته کږه شي نو دلته ځينو بېباکو ناوليو له ډاره په کلمو او او دپيرانو په يادولو
شروع وکړې , طالب کراره ډډه اچولې او ورته ويې وېلې :
ګورۍ تاسې نه لمونځ وکړ نه ادس نه مو خدای ياد که نه مو کلمه ، خو اوس چه
د ډار او دمرګ ځای راغی هم طوبې باسۍ او هم کليمې ،ګورۍ تاسو خدای
پاک نشۍ غلطولی٠

نجيب په قوم پتلا خېل احمدزی په اصل کې د مېلن دې ( دواوې کلي ) دی ، پلار يې اختر محمد نومېده چې د ظاهرخان دکورنۍ داستخباراتو مخبر وو ، نجيب په ځواني کې لو چک بې ادبه چاقو کش او فاسده اخلاق يې لرل چې د انايتا
لور چې بيا محمود بر يالي وکړه د پوهنتون دفاکولتې د يوه صنف په کنج کې تېری
وکړ او خرابه يې کړه .
لکه يو تعداد نور مفعولان ( ستمديده )ډانګايان نجيب هم پرچم ته لاړ ٠
نجيب به شراب وخوړل انسانان به يې په لغتووژل ، دخاد مشر د ک ج ب مخبر
اوهمکاره په سلګونو او په زرګونو مسلمانان وطنداران تربرونه قوميان له تېغه
تېر کړل ٠ که نجيب ناموس لرلی نو دروسانو دګوډاګي دولت غړی او دروس
مذدور به نوو٠ څوک چې هېواد خرڅوي نالت پر هغه٠!
نجيب روسان ندي اېستلي روسانو نوره دانه نلرله، روسان مجاهدينوپه جنګ
دځينونورو هېوادو نو داقتصادي مرستو له کبله وئېستل ، داچې دانه يې
خلاصه شوې وه هغه ټول اتحادشوروي هم له منځه لاړ ٠ وروره دروغ دايمان زوال
دی . د نجيب دمحکمې لپاره شاهدانو ته حاجت نه لاره٠
هغه مخکې دطالب قصه :
نجيب هلته اسلام او پښتنو ته نږدېوالی غوښت چې بار لارۍ يې په چپه کېدو
شوه نو خدای پاک خو څوک نشي غلطولی ( خپل عمل دلارې مل )

نوره مې خوله مه خلا صه وه !


و.افغان
09.09.2009

[quote:c5e3dc164b]
ډاکټر صيب نجيب زموږ دهيواد اوتاريخ هغه پياوړی او بيميساله شخصيت
وو چه روسان ئی له هيواده بهر کړه

[/quote:c5e3dc164b]

:) :)
ما شاء الله ، دتاريخ پاڼې په داسې زرينو کرښو رنګينوې.
که له افغانستان څخه نجيب روسان وويستل، نو ولې روسان له آمو سره تم نه شو؟
ولې يې تر قوقازه ټغر ټول شو؟
نجيب د خپلې چوکۍ سره د خدای په امانۍ وخت کې هم ستر خيانت وکړ، هغه
دا چې کابل يې مسعود ته وسپاره، مسعود کابل ته په جنګ نه دی راغلی، بلکه
ده ورپسې څو ځله هيأت ولېږه، چې کابل ورته تسليم کړي، لومړی خو يې له مسعود
نه وغوښتل، چې په کابل کې ورسره ايتلافي اداره رامنځته کړي، نو کله چې مسعود
هغه هم ورسره ونه منله، وړيا يې کابل په لاس کې ورکړ، په هغه وخت کې ده ويل:
چې په والله کې را څخه حکمتيار کابل ته راشي، ددې لپاره چې نور ټول راولي، او
حکمتيار ورسره وجنګوي، ، نو دداخلي جنګونو په جنايتونو کې هم نجيب شرېک
دی.
روسۍ جنرال محمود غارېف کوم چې له نجيب سره تر وروستۍ نېټې په افغانستان
کې پاتې وويل يې: چې نجيب به افغانان په خپلو کې سره جنګول، دډېرو علاقو
خلکو ته يې د کوکنارو اجازه کړېوه چې د مجاهدينو مخه ونيسي، د پښتنو قبايل
به يې يو له بله سره جنګول.
د نجيب د مسلمانيت په هکله نه غږېږم، ځکه چې دا دده او درب تر منځ يې پټ راز
دی، البته د دغو لويو خيانتونو په بدله کې بايد ده درنه سزا ليدلې وی، خو که
دمحاکمې له لارې وژل شوی وی، نو نن به ستا غوندې شخص د هغه تقديس
ته زړه نه وو ښه کړی.

په درنښت


عادل عادل
10.09.2009

سلامونه

هر بحث او اختلاف د نظر بالاخره یوې نتیجه ګیرئ ته رسي.

د نجیب ګاو په اړه بحث هسې د وخت ضیاع او د کړیدلو افغانانو په زخمونو مالګئ دوړول دي.

کمونستان غواړي په ورته بحثونو سره وخت په وخت خپلې منهوسې څیرې د ولس په حافظه کې وګوري.

خبره نه اوږدوم، زما لپاره د پورتني بحث نتیجه د ښاغلي ثبات صیب د اصلي څیرې پیژندنه ده.

سپي دې وي ژوندي دې وي، کمونستان که تر دې پورته خبره کوي نو بیا خو ددوی کړه وړه د چا ندي هیر شوي او ضرور ده چې جدي غبرګون سره به مخ کیژي.

روان ناورین او مظالم هیڅوخت د کمونستانو کړه وړه نشي محو کولای.


ډاکټر څپاند
10.09.2009

وی يو هزاره ويل چه:
ازره که ازره یه،اوغو که اوغويه،همي تاجيک ګويي کيه؟

نو زه بايد وليکم چه:ماته مو دکمونست خطاب وکړ،عادل خومعلومدار طالب 
دی چه حکومت ورله مریکايانو نسکور کړ او پر نجيب په غسه دی،پتنګ صيب خو دشمې نه زار دی،نو دا وهاج لا څوک شه؟
نه طالب منې،نه کمونست او نه امپرياليست،داخوان الشطين نه دی هم ښه
نه يسي،مګر يوازي دسعودي خاين حکومت ته غوړه مالي کوی چه هغه بيا
دانګريز اوامريکې لاس تړلی غلام او چپه ورته پروت دي :lol: :lol:


..Ahmadzai
10.09.2009

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

[quote:8b98319a77]چه:ماته مو دکمونست خطاب وکړ[/quote:8b98319a77]
داسې معلوميږي چې ثبات صاحب كمونست نه ده , خو نجيب ېې خو ښ ده.
سمه ده ثبات صاحب ښه په زغرده ووايه چې كمونست نه يم، او د نجيب بحث به مخكې درسره بوځو, داسې ډير خلك ما ليدلي چې كمونستان نه دي خو نجيب پرې ګران ده او دفاع يې كوي, زمونږ كورنۍ كې هم بعضې محض قومي تعصب په بنا ددغه سړي دفاع كوي, سره له دې چې مونږ ته ېې شخصي ضرر په پيژندلو سترګو كې رارسولى, خو بيا هم حق ته بايد حق وويل سي, مونږ دغه كورنۍ سره يو څه شونګه خيښۍ هم لرو مطلب مې د جانداد خان احمدزي كورنۍ, او اكثر يې پيژنو خو والله كه ستا غوندې مدافع وي , او نه نا حقه ته حق وايي, يا خو يي بيخي يادوي نه پرې شرميږي, او يا هم على الاقل دفاع يې نه كوي, پرته له يو څو محدودو كسانو څخه چې د ګوتو په شمار هم نه دي, اونور اكثر يې مقابل طرف كې وو, يعنې مجاهدين وو.
ثبات صاحب ما مخكې درنه پوښتي وو چې رښتيا ووايه چې كمونست يې كه نه, يعني عقيدةَ, بيا نور بحث سره كوو, او هر څه چې يې خو د اسلامي مقدساتو خيال ساتل نور زمونږ ورور يې؟
په درنښت


رښتینی
10.09.2009

[quote="pattang"][quote:c7e5d7f781="Subat Sabit"][quote:c7e5d7f781]
ډاکټر صيب نجيب زموږ دهيواد اوتاريخ هغه پياوړی او بيميساله شخصيت
وو چه روسان ئی له هيواده بهر کړه اوبياهم وتوانيد چه ISI او دهغه نوکرانو
يعني اخوان الشيطين ته په جلال اباد کی ماته ورکړي ٠خو افسوس چه 
شوری نظار او دهغو خاينو متحدينو دشا له خوا په خنجر زخمي او بيا ISI
شهيدکړ،مګر ساده پياده طالبان ئی دهغه په مرګ متهم کړل٠ 
[/quote:c7e5d7f781]
وروره داټولې خبرې چه تا د نجيب په هکله ليکلې يو بې مانا حکايت دی :
زه له نورو مکتب يانو سره يو وخت په يوه ډکه لارۍ کې سپور وم په دښته کې لارۍ
په سرک روانه وه اومونږ ټولو له هرې خوا بې مانا دربې غپې اېستلې چې ګورو په
دښته کې په سرک باندې يو طالب روان دی خپل نيلي ځادر يې په اوږو پروت ، تور
پټکی او سپينې جامې يې اغوستې دي ، موټروان لارۍ ودروله اوورته وې وېل
طالبه چېرته ځې وخېځه ? طالب ورته ووېل کور دې ودان استاذه خدای پاک دې
اباد لره٠ نو تلو،تلو او لګياوو ، دلمانځه وخت راغی يو څو نفرو لمونځ وکړ او نور
ټول اېخوا دېخواته ځانونه سره غلط کړل ،ورو سته بيا لارۍ حرکت وکړ او يوه
سخت مشهور پېچومي ته راورسېدو ، نو دالارۍ پورته خېځي يوې خوا او بلې
خواته کږه شي نو دلته ځينو بېباکو ناوليو له ډاره په کلمو او او دپيرانو په يادولو
شروع وکړې , طالب کراره ډډه اچولې او ورته ويې وېلې :
ګورۍ تاسې نه لمونځ وکړ نه ادس نه مو خدای ياد که نه مو کلمه ، خو اوس چه
د ډار او دمرګ ځای راغی هم طوبې باسۍ او هم کليمې ،ګورۍ تاسو خدای
پاک نشۍ غلطولی٠

نجيب په قوم پتلا خېل احمدزی په اصل کې د مېلن دې ( دواوې کلي ) دی ، پلار يې اختر محمد نومېده چې د ظاهرخان دکورنۍ داستخباراتو مخبر وو ، نجيب په ځواني کې لو چک بې ادبه چاقو کش او فاسده اخلاق يې لرل چې د انايتا
لور چې بيا محمود بر يالي وکړه د پوهنتون دفاکولتې د يوه صنف په کنج کې تېری
وکړ او خرابه يې کړه .
لکه يو تعداد نور مفعولان ( ستمديده )ډانګايان نجيب هم پرچم ته لاړ ٠
نجيب به شراب وخوړل انسانان به يې په لغتووژل ، دخاد مشر د ک ج ب مخبر
اوهمکاره په سلګونو او په زرګونو مسلمانان وطنداران تربرونه قوميان له تېغه
تېر کړل ٠ که نجيب ناموس لرلی نو دروسانو دګوډاګي دولت غړی او دروس
مذدور به نوو٠ څوک چې هېواد خرڅوي نالت پر هغه٠!
نجيب روسان ندي اېستلي روسانو نوره دانه نلرله، روسان مجاهدينوپه جنګ
دځينونورو هېوادو نو داقتصادي مرستو له کبله وئېستل ، داچې دانه يې
خلاصه شوې وه هغه ټول اتحادشوروي هم له منځه لاړ ٠ وروره دروغ دايمان زوال
دی . د نجيب دمحکمې لپاره شاهدانو ته حاجت نه لاره٠
هغه مخکې دطالب قصه :
نجيب هلته اسلام او پښتنو ته نږدېوالی غوښت چې بار لارۍ يې په چپه کېدو
شوه نو خدای پاک خو څوک نشي غلطولی ( خپل عمل دلارې مل )

[color=darkred:c7e5d7f781]نوره مې خوله مه خلا صه وه [/color:c7e5d7f781]![/quote:c7e5d7f781]

زه وایم که په دی موضوع نوری هیڅ خبری هم ونشی دمحترم ورور
پتنګ صیب خبری کفایت کوی پتنګ صیب خبره دی بیخی سربوټه
خلاصه کړی ده خو زه پوهیږم چی ثابت صیب به موضوع پری نږدی
خو که پری یی ښودله ډیره به ښه وی ځکه ستاد وروستی جملی له
عقاب او عتاب نه به هم بچ شی اوباوروکړه دی وروستی جملی دی
ښه ډیر وخندولم الله دی خوشاله لره او روژی او نیک اعمال دی
الله پاک قبول کړه


عادل عادل
10.09.2009

سلامونه

ثبات صیب په ما خو دې زما د شان نه لوړه ډیره غټه پیرزوینه کړې ده. ډیره مننه

ستاسو په حق کې زمونږ پیژندنه او څرګندونې د لاندې دوو حالاتو څخه په کومه یوه بڼه تسلیمولای او یا هم ردولای شئ؟؟

پیرزوینه
که
تهمت

هیله ده چې د ځواب نه به تیښته ونکړئ


ډاکټر څپاند
12.09.2009

سلامونه،

خامد صيب،
ټول پدې پوهيږي چه ښاغلی پتنګ داحساساتو له مخي کله ناکله ترخې خبرې
په ليکه کوي،مګر زړه ئی پاک دی او هرڅه چه ئی زړه کی تيريږي هغه ليکي،
منافقت ئی ندي زده٠

مګر ستا ليکنې دتفتين شکل لري !

پاته شوه دعادل صيب او جلالزي صيب تشويش،زه ځان مسلمان ګڼم او عقيده
مې کلکه او نه ماتيدونکی ده٠مګر ددی معنی دا نشوه چه دکفارو ټول اعمال
بد او دمسلمانانو ټول کړه ښه دي٠

که کمونست زما دمسلمانۍ سره غرض ونکړي،نو دهغو دسياسي پروګرامو
سره زه ډير مشکل نلرم٠
هر هغه مسلمان چی داسلام دمقدس دين دخپلو شخصي اهدافو او اغراضو
دتطبيق وسيله ګرزوي،زما لپاره ډيره سخته ده چه دهغه دلارې مل شم٠

ديوی لحظې لپاره خپل احساسات کنترول او توجه وکړې چه:

دکافر کمونست،روس نوکر" ترکي،امين،کارمل او نجيب نه هيڅ ميراث ندی پاته"
پداسی حال کی چه دښاغلو رباني،مجددي،حکمتيار،سياف اوورته نورو
رهبرانو دپيسو او دارئی حساب سلهاوو ميايونو ته رسيدلی٠

که يو شخص دقيامت په ورځ ايمان ولري،څنګه کولي شي چه په ناروا ډول
مال اوشته راټول کړي؟

دلته دی چه زه ګنس اوګيچ يم چه څوک ښه او څوک بد شول؟

دداکټر نجيب صفت مي دډيرو افغانانو له خولې او ليکنو نه اوريدلي او لوستي
دي،صف په ښکنځلو کولو سره دهغه شخصيت تغير کولاي نشي٠
زه لا اوس هم پدی عقيده يم چه نوموړی زموږ په تاريخ کی يو ځلانده ستوری
وه او اينده نسلونه به دهغه يادښت په قدر سره وکړي٠

داحمدزي صيب تشويش لری کول غواړم،اوهغه داچه دهيڅ ډول حزب،سازمان
يا تنظيم،اجتماع،سياسي يا اجتماعي سازمان غړي نه يم٠څه چه وايم يا ليکم
هغه مي دخپل قضاوت او برداشت منعکس دی٠
په درناوي٠


..Ahmadzai
12.09.2009

السلام عليكم

[quote:9f694e1591]داحمدزي صيب تشويش لری کول غواړم،اوهغه داچه دهيڅ ډول حزب،سازمان
يا تنظيم،اجتماع،سياسي يا اجتماعي سازمان غړي نه يم٠څه چه وايم يا ليکم
هغه مي دخپل قضاوت او برداشت منعکس دی٠[/quote:9f694e1591]

زمونږ ورور یې،او چون چې مشر یې نو د سن لیاږ به دې هم کووو.
ما مخکې هم ویلی وو، چې زمونږ کورنۍ کې هم داسې خلک سته چې د دغه نجیب ننګه کوي، نو ما هم دوۍ ایسته ندي اچولي، یا خدای د نکوي هره ورځ ورسره په شور وشر یم.
ته چې مسلمان یې زمونږ معتقداتو مقدساتو احترام ساتې، مونږ ستا احترام او درناوی کوو، او بحث به سره کوو، او په دې پوه سه چې اکثریت دلته د نجیب مخالفان دي تر ما پورې ، نو خپه کیږې به نه.
په درنښت


bazgar
02.10.2009

احمدزي صيب ليکلي:دلته ډير خلګ دنجيب مخالف دي،!!
وروره هرمسلمان افغان دنجيب مخالف دى،دنجيب،کارمل،امين اوترکي په غلامي او بلواکي کي څه فرق،؟؟
خوهمدا دکمونستانومشران دروس روزلي غلامان،اودهيواد او اسلام دښمنان وو،ددوي او ددوي دبادار روس څه فرق وو؟
دپښتانه لپاره ترټولو غټ شي شرافت او حيا ده،دنجيب دبداخلاقي اوبي ناموسي کيسې عامو کابيليانوته معلومي دي،دجنرال عمرزي په (شب هاى کابل )نومي کتاب کې يې دشاهي کورنۍ دبندي ميرمنوپه عفت دتيري کيسي ولوله!اويايې دروسي جنرال مايوروف په کتاب کې دهغي بي ناموسي کيسه ولوله!:چې پرافغاني پيغلودتيري کونکو څوروسي عسکرو دبرائت پلوي و،په داسي حال کې چې روسي قومندان ددې عسکرو دمجازات غوښتونکى و،
دنجيب په تاريخ کې به همدا بې ناموسي اوبې حيايي ليکل کيږي،وبس


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more