د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

له امريکايي اسير سره مرکه

زبير ساپى
02.09.2009

[url]www.alsomod.org[/url]

[size=24:a823d9a6e9]په افغانستان کښي له نيول شوي امريکايي اسير سره مرکه[/size:a823d9a6e9]
پوښتنه :- نن کوم تاريخ دی؟.

ځواب :- د۲۰۰۹ م کال دجون ۱۴ .

پوښتنه :- نن کومه ځانګړې پېښه شوې ده؟.

ځواب :- له راډيومي واورېدل چي دهلمندولايت په سنګين ولسوالۍ کي يوه شينوک ډوله الوتکه لوېدلې اوويل کيږي چي په دې پېښه کي دناټو۳۷ پوځيان وژل شوي دي .

پوښتنه :- نوم دي څه دی؟.

ځواب :- نوم مي يوبريدګال دی .

پوښتنه :- دکوم ځای يې؟.

ځواب :- دامريکادمتحده ايالاتودايداهوولايت دکيتشوم اوسېدوونکی يم .

پوښتنه :- څوکلن يې؟.

ځواب :- ۲۳ کلن يم .

پوښتنه :- دين دي څه دی؟.

ځواب :- عېسايت .

پوښتنه :- عسکري هويت دي څه دی؟.

ځواب :- ...........

پوښتنه :- په دې اړه جزئيات راکړئ چي تادافغانستان په کومه سيمه کي دنده ترسره کوله؟.

ځواب :- مادپکتيکاپه ولايت کي دنده ترسره کوله اوهغه يونټ چي ماپکي خدمت کاوه د (بايبل فرسټ) يالومړني انجيل په نوم ياديږي .

پوښتنه :- په کوم ځای کي ونيول شوې؟.

ځواب :- زه دپکتيکاولايت ديوسف خېلوپه سيمه کي ملخ نومي ځای ته څېرمه ونيول شوم .

پوښتنه :- تادنيول کېدوپرمهال څه کول؟.

ځواب :- زه په يوه نظامي ليدنه بوخت وم .

پوښتنه :- افغانستان ته په څه موخه راغلی وې؟.

ځواب :- موږته ويل شوي ووچي دافغاني ځواکونوپه ملتيابه ځيني عمليات ترسره کوو.

پوښتنه :- کله چي ته افغانستان ته راتلې ستاسومشرانوڅه درته ويل چي له چاسره به جګړه کوئ؟.

ځواب :- دوئ موږته ويل چي له طالبانواوهغوسخت دريځوسره به جنګېږئ چي طالبانوپناه ورکړې ده .

پوښتنه :- تاوړاندي دطالبانوپه اړه څه اورېدلي وواوله دوئ دي څه هيله درلوده؟.

ځواب :- هو! دراډيو،ټلويزون اوانټرنيټ له لارې موددوئ په اړه اورېدلي وودوئ به موږته ويل چي دايوڅوترهګر ګروپونه دي اوهرڅوک چي په لاس ورشي هغه وژني .

پوښتنه :- دافغانستان دجګړې په اړه څه وايې ګرانه ده که اسانه؟.

ځواب :- زماپه انددافغانستان تاريخ به داثابته کړي چي داجګړه دهرچالپاره ګرانه اوسخته ده .

پوښتنه :- اياته فکرکوې چي يوخپلواک هيواداوازاداولس مواشغال کړی دی؟.

ځواب :- هو! کله چي زه دلې راغلم نوومي ليدل چي داخلک څرنګه ژوندکوي اوخپلې چارې څه ډول پرمخ بيايي دايوخپلواک هيواداوازاداولس دی .

پوښتنه :- په افغانستان کي امريکايانوډېربې ګناه وګړي وژلي حال داچي هغوئ غيرنظامي خلک دي،امريکايان ولي داسي کړنې ترسره کوي؟.

ځواب :- موږته ويل شوي ووچي دجګړې په اوږدوکي داولسي وګړووژنه حتمي ده خوداکارموږ قصداًنه کوو.

پوښتنه :- تاسوچي کله افغاني بنديان ونيول ډېرناوړه چلندموورسره وکړ،جنسي تېری پرې وشو اوزموږدمقدساتو اوديني ارزښتونولکه دقرآن کريم سپکاوی مووکړدداسي کارونوله ترسره کولومو هدف څه دی؟.

ځواب :- موددې کارله ترسره کېدوپرته په بل څه نه يوخبر.

پوښتنه :- دجنګي انډول په اړه څه وايې امريکايان وايي چي په افغانستان کي ددوئ څوزره عسکرمېشت دي ايادارښتياده که حقيقت بل څه دی؟.

ځواب :- زماپه اندزموږحکومت چي څه وايي ددوئ دعسکروشمېرترهغه څوچنده ډېردی .

پوښتنه :- امريکايان ولي دخپلوعسکرودمړينې حقيقي شمېرپټوي؟.

ځواب :- ددې لپاره چي دامريکايي پوځ کوورنۍ په دې خبرې نه شي چي په افغانستان کي ددوئ زامن دومره ډېرتلفات ورکوي ځکه که دوئ دزيانونوپه حقيقي کچه خبرشي نوهرومروبه له دې جګړې سره مخالفت وکړي .

پوښتنه :- په افغانستان کي دامريکايي پوځ دمورال په اړه څه وايې لوړدی که ټيټ؟.

ځواب :- امريکايي پوځ ډېرسخت وېرېدلی دی،دوئ نه غواړي چي په چاودنوکي ووژل شي، دوئ غواړي چي خپل ټاټوبي اوکوورنيوته ستانه شي .

پوښتنه :- ياني دوئ په ډارکي دي؟.

ځواب :- هو! دوئ ويريږي چي خپلې کوورنۍ به دويم ځل ونه ويني اوامريکاته به بياستانه نه شي .

پوښتنه :- موږته داسي خبرونه رسېدلي چي ځينوامريکايي پوځيانوپه ځان وژنه لاس پوري کړی، ايادارښتياده؟.

ځواب :- هو! ځيني امريکايي پوځيان په ځان وژنه لاس پوري کوي ځکه دوئ نه غواړي چي دلته ډېروخت پاتي شي اودوئ په دې پوهيږي چي دلته ژوندډېرسخت دی،دوئ يوازي داغواړي چي خپل وطن اوکوورنيوته ستانه شي .

پوښتنه :- امريکايان دعوه کوي چي دوئ پرطالبانوبرلاسي دي،ته څه فکرکوې ايادوئ بريالي دي اوولي؟.

ځواب :- امريکايي پوځ پوهيږي چي دوئ په ډېره پرمخ تللې ټيکنالوژۍ سنبال دي،خوموږيې صرف ددې لپاره کارووچي ځان پرې وساتومګرطالبان اوهغه خلک چي دامريکاپرضدجګړه کوي له ارپي جي او۴۷ K ۸ پرته بل څه نه لري خودوئ دهغوشوبلوپه وړاندي جنګيږي چي ارزښت يې ميلونونوډالروته رسيږي نوطبعاًدوئ ځواکمن دي .

پوښتنه :- اياته افغانستان ته په خپله خوښه راغلې که دي مشرانوپه زورراتلوته مجبورکړې؟.

ځواب :- امريکايي پوځ يوځای ته دتلوپه اړه خپل اختيارنه لري،حکومت ورته وايي چي فلاني ځای ته به ځئ په دې کي موږواک نه لرو.

پوښتنه :- اوس خوته داسلامي امارت دمجاهدينوله لووري نيول شوی يې،څه احساس کوې؟.

ځواب :- زه ډېروېرېږم چي بيابه خپل ټاټوبي ته ستون نه شم دااحساس مي تربندډېرزوروي .

پوښتنه :- مجاهدين څه ډول چلنددرسره کوي؟.

ځواب :- ديومېلمه په حيث مي ساتي داچلندترهغه څه ډېرلوړدی چي موږته دامريکاپه پوځي بارکونوکي ويل شوي وو.

پوښتنه :- وروسته تردې چي ته په پکتيکاکي بندي اوبياکندهارته ولېږدول شوې،څه فکرکوې پردې ۳۰۰ کيلوميتره خاوره دچاواک دی؟.

ځواب :- په دې دومره اوږده فاصله کي دامريکايانواودهغوئ دافغاني ملاتړودواک هيڅ څرک نه ليدل کيږي ځکه دوئ زه په ډېره اسانۍ له هغه ځايه دې ځای ته راولېږدولم اوله هيڅ خنډسره مخ نه شول .

پوښتنه :- تاله طالبانوسره ډيري ورځې تېري کړې،ددوئ په اړه څه وايې چي څرنګه خلک دي؟.

ځواب :- دوئ ډېرسم خلک دي،دخپلومعتقداتواوټاټوبي لپاره جنګيږي،په دوئ کي کوم ځانګړی شی نه شته عادي خلک دي دوئ له خپلوښارونودفاع کوي لکه امريکايان .

پوښتنه :- امريکايان ولي له حکومت سره مرسته کوي چي ډېری کسانويې پرانساني حقوقوتېری کړی،دانساني حدودوپه ماتولو تورن دي،په منظموجرمونوکي ښکېل دي،تر۲۸ زيات يې داوسني پارلمان اونووروحکومتي مؤسسوغړي دي ولي امريکاله داسي حکومت سره مرسته کوي؟.

ځواب :- زماپه انددامريکان مشران اوسياست پوهان دخپلوشخصي ګټوپه لټه کي دي نه دهيواد.

پوښتنه :- دملګروملتونودبشري حقوقويوې څانګې په خپل يوه رپوټ کي ويلي دي چي په افغانستان کي ائتلافيآن له ځينوهغو جنايتکارانوسره مرسته کوي چي په سيمه کي يې تل جنايتونه کړي لکه عبدالرشيددوستم،اياتاسوته خپل حکومت ويلي چي تاسوبه په افغانستان کي له جنايتکارانوسره مرسته کوئ اووينې به موعبث ځي؟.

ځواب :- نه! زموږحکومت موږته په دې اړه څه نه دي ويلي .

پوښتنه :- افغانانوته ستاسوډيموکراسۍ څه ګټه رسولې ده اوددوئ په ژوندکي يې څه تغيرات راوستلي دي؟.

ځواب :- په دې کي هيڅ مثبت بدلون نه شته يوازي زموږځانونه پکي خاوري شوي دي .

پوښتنه :- ټايمزپه يوه راپورکي ويلي دي چي دامريکاددفاع وزارت اوکابل نوی ځواک چمتوکړی خودمقاومت دځواکونوپه وړاندي دمقابلې توان نه لري ان په سيمه کي يې خپل واک هم نه دی ټينګ کړی،نني بريدهمداثابته کړه پوښتنه داده چي اياداادعاسمه ده اواياامريکايان بايدداومني؟.

ځواب :- هو! افغان ځواکونه هيڅ کله ددې وړتيانه لري اوامريکايان بايدحتماًداحقيقت ومني .

پوښتنه :- مشهورليکوال جون په خيل ليکنه کي ليکلي : امريکااوائتلافيان چي بنديانوته کومې شکنجې ورکړې ترهغوډيري بدې اوناوړه دي چي هيټلربه بنديان پرې کړول،ولي امريکايان دې کړنو ته لاس اچوي؟.

ځواب :- امريکايان دافغانستان دسيي وضع په اړه تېرايستل شوي دي .

پوښتنه :- امريکاناټواوملاتړي يې په افغانستان کي په دې نه دي توانېدلي چي وضعه کنټرول کړي دسي ای اې يوه نوي راپورويلي چي دکابل اداره دافغان پر۳۰ فيصده خاوره واک لري،په داسي حال کي تاسوڅه فکورکوئ اياائتلافيان بايددلته پاتي شي که افغانستان خوشي کړي،که دوئ دلته خپل شتون ته دوام ورکړي نوامريکايي اولس بايدڅه وکړي؟.

ځواب :- حقائق څرګنددي،موږاوس وخت له يوبدحالت سره مخ يو،دوئ بايدله دې ځايه پروتو ټينګاروکړي،که دوئ دلته خپل شتون ته دوام ورکوي نوامريکايي اولس بايددخپلومشرانوپرضد ودريږي اودوئ ته ووايي چي له افغانستان څخه دي ژرترژره خپل عسکرراوباسي .

پوښتنه :- داجګړه دزيانونوله پلوه دويټنام جګړې ته ورته ده،ته څه فکرکوې اياامريکايي اولس بايدداوګالي؟.

ځواب :- داددوئ مسئوليت دی چي دوئ دجګړې دمخنیوي لپاره هلې ځلې وکړي،څرګنده ده چي موږدلته دځانونواومالونوله ضائع کولوپرته بله لاس ته راوړنه نه لرو،دازموږدنده ده چي له خپل حکومت سره حساب وکړواودوئ ته ووايوچي بس نوورزموږځوانان مه وژنئ .

پوښتنه :- وروسته تردې چي تاله افغان اولس سره جګړه وکړه اوس څه احساس کوې؟.

ځواب :- ځان دهغوزيانونوله وجې چي دواړولوورورامنځته کؤي ډېرملامت راته ښکاري جګړه يو داسي شی دی چي بايدپه بشپړډول ختمه شي .

پوښتنه :- ستاپه ياددي چي په ۲۰۰۳ م کال کي دامريکادهغه وخت دفاع وزيرويلي ووچي پرطالبانويې برلاسي ترلاسه کړې ده خوهمدااوس فقط څوورځې وړاندي امريکااودهغوئ ملاتړو وويل چي په هلمندکي دطالبانوپرضدپراخ پوځي عمليات پيلوي ځيني پوځي وياندويان وايي چي دا دوممره درانه عمليات دي چي تردويمې نړيوالې جګړې اوويټنام ترجنګ وروسته يې ساری نه دی ليدلی شوی،امريکايي اولس ولي ددې دروغوپه وړاندي چوپ دی؟.

ځواب :- بيابايدووايم چي دامريکاحکومت خپل اولس دافغانستان په اړه له حقائقونه خبروي او غولوي يې .

پوښتنه :- درومانياپه غونډه کي وپتېيل شوه چي ۸۰۰ نوورپوځيان به افغانستان ته لېږل کيږي چي داشمېرډېرکم دی اوس چي کله دامريکاائتلافيان شاته کيږي اياامريکابه له نوورسخت حالت سره مخ نه شي؟.

ځواب :- هو! .

پوښتنه :- ملګري ملتونه وايي چي اروپايانودافغانستان په جګړه کي خپل مسئوليټ نه دی ترسره کړی؟.

ځواب :- هو! زماپه اندداروپايانوشاتګ دامريکاپه پرتله وضعه ډېره خرابوي .

پوښتنه :- اياپه افغانستان کي به دپوځونوډېرښت ګټه ولري؟.

ځواب :- نه! بلکه وضعيت به نوورهم خراب شي زماپه فکرپه دې سره به تلفات هم ډېرشي اوکوم پرمختګ به هم رامنځته نه شي .

پوښتنه :- دافغانستان دامنيتي وضعې په اړه څه فکرکوې؟.

ځواب :- دلته امنيت بيخي نه شته . امريکايي قواوې له خپلومرکزونودباندي هيڅ واک نه لري، موږهره شېبه له خطراوناڅاپي بريدسره مخ کېدای شو.

پوښتنه :- ايااوبامادافغانستان په اړه دامريکاپه تګلاره کي کوم بدلون راووست؟.

ځواب :- هغه په افغانستان کي دپوځونوله زياتوالي پرته بل هيڅ بدلون نه دی راوستلی چي په دې سره يې داولسونوکرکه اوامريکايي پوځ تلفات نوورهم زيات کړل دايوازي زماتحليل نه بلکه زما ملګري اوانډيوالان هم په دې عقيده دي .

پوښتنه :- خپل حکومت ته څه پيغام لرې؟.

ځواب :- خپل حکومت ته مي پيغام دادی چي له افغانستان نه خپل پوځونه سمدستي وباسي ، موږامريکايان افغانان نه يو،امريکايي حکومت بايدخپل هيواداووګړوته پاملرنه وکړي داممکنه نه ده چي خپل ښارونه اوهيوادموله خطرسره مخ وي موږدنوورو په ساتنه اودفاع بوخت يو. دامريکا حکومت بايددخپلووګړوژونداوامريکايي پوځ ځانونوته پاملرنه وکړي پردوئ لازمه ده چي له دې سيمې يې نووروروغواړي .

پوښتنه :- دکوورنۍ غړوته کوم پيغام لرې؟.

ځواب :- هو! زه په کوورکي مور،پلار،وروڼه،دهغوئ ښځې،لوڼې،زامن اوخپله يوه ملګرې لرم چي له هغې سره مي دواده هيله درلوده زه نيکه اواناهم لرم زماکوورنۍ په امريکاکي اوسيږي زه دهغوئ په اړه ډېراندېښمن يم،مينه ورسره لرم اوپردې ويرېږم چي بيابه يې ونه وينم .

پوښتنه :- خپلوهيوادوالوته څه پيغام لرې؟.

ځواب :- خپل اولس ته مي پيغام دادی چي دلته ستاسودپوځ اوزامنووينې ضايع کيږي له تاسو سره دومره ځواک شته چي خپل حکومت دې ته اړباسئ چي هغوئ بيرته خپل هيوادته راوليږي هلته زموږوينې توييږي اوارزښتمن وخت موعبث ځي چي موږپه خپل هیوادکي ګټه ورڅخه پورته کولای شوهيله لرم چي موږخپل هيوادته ستانه شواوزموږاولس ددې توان لري .

پوښتنه :- داسلام په اړه کوم مالومات لرې؟.

ځواب :- داسلام په اړه ډېرلږپوهېږم .

پوښتنه :- اياپه راتلوونکي کي به داسلام په اړه څېړنه وکړې؟.

ځواب :- هو! تاسوته څرګنده ده وړاندي تردې چي ديوشي دمبادي اواخلاقوپه اړه قضاوت وکړې ته اړيې چي دهغه په اړه مالومات ترلاسه کړې اووړاندي تردې چي دهغه په اړه کوم دريځ ته ورسېږې بايدځان پرې پوه کړې هرشخصي اندبايدپردې ولاړوي چي داشی څرنګه اوڅه ډول دی؟ زه به په راتلوونکي کي هڅه وکړم چي داسلام په اړه ډېرمالومات ترلاسه کړم اوهيله لرم داکارترسره کړم .[url][/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more