اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
آن لاين اسلامې لاښود پر ليکه شو
شاکری
02.09.2009
آن لاين اسلامې لاښود پر ليکه شو
د رمضان المبارک په مناسبت ان لاين اسلامې لارښود د ننه او بيرون افغانانو لپاره د لوی او متعال خدای ج په فضل او بشپړ نصرت د دينی ښوونی خپرونی پيل کړي .
په دغه ويب پاڼه کې هغه څه را ټول شوي دی چې زده کړه يې د هر مسلمان لپاره فرض ده .
ټول مطالب يې د ډير وخت له ژورو او دقيقو پلټنو د اسلام د اساسی منابعو په رڼا کې کې ترتيب شوي دي .
دغه ويب پاڼه به په لنډ وخت کې ان شآء الله وکولای شي چې د دين ټولی هغه ضروري زده کړي چې زده کړه يې پر هر مسلمان فرض ده چمتو کړي ، تر څو په ډیر اسانه ټوګه هر ورور وکولای شي په اسانی خپل مشکل حل کړي .
داچې هر انسان په خپل وس مکلف شوي دي زمونږ دغه خدمت په وس پوره تر سره مو کړ
آن لاين اسلامې لارښود
http://dawat.katib.org
و.افغان
03.09.2009
محترم، او معزز ګران ورور مې شاکري صاحب:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
ډیر خوښ شوم، چې ډیره موده وروسته مې ستاسو په دې ښکلې ليکنې، ښکلي
پيغام، ښکلي خبر، او ښکلې ویبپاڼې سترګې ولګيدې.
الله جل جلاله مو په اندي او بدني دواړو ځواکونو کې برکت واچوه.
ډیر ښه اقدام مو کړی، ان شاء الله چې ټول به ترې مستفيد شو.
الله مو خوشاله، سوکاله، او په ټولو شرعي او مباحو کارونو کې موفق لره.
ستاسې ورور:
په درنښت