د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ایا امریکا به د افغانستان نه ووځی؟

احمدبلال
01.09.2009

ټولو افغانانو او مسلمانانو ورونو ته السلام علیکم!

ابله ورځ ما د واشنګټن پوسټ ویب پاڼی کښی یوه مقاله لوسته چی یو امریکایی سناتور Sen Rus Feingold په دي نوم Opinion peace:The road Home from Afghanistan لیکلی وه.
د وویل: مونږ په افغانستان کښی د نظامی عملیاتو تاریخ نه لږهم عبرت وانغسته، د روس ازمیښت، د برطانیی په خوږمنه توګه یوه غولوونکی نظامی بری. او دا باید مونږ ته یوازی پر مفیده وی چی باید مونږ په خپله پالیسی نظر ثانی وکړو چی ایا زمونږ موجودیت هلته ګټور دی او که نه؟ او یا که نور فوځی امداد نور هم ور ولیږو؟
هغه وویل ددی پر ځای چی مونږ افغانستان ته نور فوځی امداد ولیږو باید مونږ هلته داسی د خبرو پیل شروع کو چی ددی وجهی زمونږ هلته تعداد کم شی.

.په یاد دی وی چی په ابتداء کښی هم دا سناتور دی جنګ ته ډیر ګرم ګرم تاویده دا مقاله په ۳۰ اغسط خپره شوی ده.

نو سوال دا را پیدا کیږی چی
۱: ایا امریکا به افغانستان پریږدی او کنه؟ سوال که نفی وی او که مثبت باید څه وکړی شی؟

۲: که فرض وکړو امریکا افغانستان پریږدی نو ایا ددی نه پس به بیا مونږ هغه جنګونو ته ځو کوم چی د جهاد وروستو وشو. دا خبره زه مخکښی نه کوم ځکه د طالبانو او د حکمتیار صیب اوس نه په اساسی قانون جګړه روانه ده چی ددی ثبوت د طالبانو رساله او د حکمتیار صیب کتاب.

۳: ده امریکا د وتو نه پس ایا کوم امن فوځ ته ضرورت شته او که نه؟ که هو نو پدی کښی کوم ممالک شامل پکار دی ځکه د ګاونډیانو او د طاقتونو تجربه مونږ ته معلومه ده.

زه دا پورتنی خبری ددی په وجه کوم اول خو به امریکا نه غواړی چی دا جنګ وږود کړی ځکه هغه په خپل کور کښی شاید د Great deppression 1929-31 نه هم غټ اقتصادی بحران کښی راګیره ده.

او دویم په ټول افغان کښی دا خبرچی نعمت الله خالد ورکړی ده.

په امريکا کې يوه شوې تازه سروې ښيي چې ٥١ سلمه امريکايان په افغانستان کې دجګړې د دوام ملاتړ نه کوي او يواځي ۴٧ فيصده نور امريکايان بيا لدې پروسې ملاتړ کوي. دغه سروې چې د امريکا د آې.بي.سي نيوز او واشنگټن پوسټ ورځپاڼې په گډه کړې روښانه کوی چې امريکايان نور په افغانستان کی له جګړې ستړي شوي او دغه جنګ د امريکايانو تر منځ خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. دا پداسی حال کی ده چې همدې کال تر پايه پورې به په افغانستان کې د امريکايي عسکرو شمير ٦٨ زرو ته ورسيږي. د دوی ماموریت د طالبانو د تشدد پر خلاف جگړه ده.
د سياسی چارو څيړونکی قادر ودان وايې د افغانستان د جګړی په اړه يواځی د امريکا دولس ملاتړ ندې کم شوی دده په وينا چې د افغانستان له جګړې نه د امريکا د ملاتړو هيوادونو د ولسونو ملاتړ هم د کميدو پر لور روان دی.
د يادونی ده چی له يو باندی دوه زرم ميلادی کال راهيسې د امريکا په مشری نړيوال ايتلاف د طالبانو د حکومت د را پرځيدو په موخه افغانستان ته را ودانګل خو دا چې لدې مودې راهيسې ‌طالبانو نه يواځي چې ماتی ونه خوړه اوس لا پیياوړي شوی او خپله چريکې جګړه پر مخ وړی چې له پوځي اړخه چريکی جګړه تر مخامخ جګړې سخته ده.

نو معلومه شوه چی سیاستدانان او عوام ورو ورو ددی جنګ نه په تنګ راغللی او دوی خپل حکومت د ویتنام جنګ غوندی مجبورولی شی! چی خپل فوځ واپس وغواړی.

بله وجه یی دا ده چی په دی جنګ کښی مسلسل مذاحمت او د دوی مرګ ژوبله ز‌یاتیږی
ددی ثبوت په لاندی جدولونو کشی وګوری چی د iCasualities.org نه اخستل شوی ده.

Coalition Military Fatalities By Year

Year US Other Total
2009 177 124 301
2008 155 139 294
2007 117 115 232
2006 98 93 191
2005 99 32 131
2004 52 7 59
2003 48 9 57
2002 49 20 69
2001 12 0 12
Total 807 539 1346

Coalition Military Fatalities By Year and Month

Year Jan Feb Mar Apr May Jun Jul Aug Sep Oct Nov Dec Total
2001 0 0 0 0 0 0 0 0 0 3 5 4 12
2002 10 12 14 10 1 3 0 3 1 6 1 8 69
2003 4 7 12 2 2 7 2 4 2 6 8 1 57
2004 11 2 3 3 9 5 2 4 4 8 7 1 59
2005 2 3 6 19 4 29 2 33 12 10 7 4 131
2006 1 17 13 5 17 22 19 29 38 17 9 4 191
2007 2 18 10 20 25 24 29 34 24 15 22 9 232
2008 14 7 19 14 23 46 30 46 37 19 12 27 294
2009 25 24 28 14 27 38 76 69 0 0 0 0 301

Fatalities By Country

Click graph to view details

Country Total
Australia 11
Belgium 1
Canada 127
Czech 3
Denmark 24
Estonia 6
Finland 1
France 29
Germany 33
Hungary 2
Italy 15
Latvia 3
Lithuania 1
Netherlands 19
Norway 4
Poland 10
Portugal 2
Romania 11
South Korea 1
Spain 25
Sweden 2
Turkey 2
UK 207
US 807
Total 1346

تل دی وی ازاد،صلحه او خپلواک افغانستان.


The Road Home From Afghanista

umar gul askar
29.09.2009

ګرانه احمد بلال وروره ے
اسلام علېکم و رحمته اللله ے
ستاسي ليک مې ولوستئ ےد امريکايای سېناتورد ليک په حواله چې
تفصيلات و ما ته ندی معلوم ےزۀ خپل نظر داسې وړاندې کوم ے
امريکه د خپلې اقتصادی بدحالی باوجود د افغانستان اؤ عراق په
جنګ کښې اؤ ورسره د نورې نړئ په جنګی معاملاتو کښې د کال د
٦٠ سلمه ټريلينه ډالره څخه زياته خرچه کوی ے نو خودبه زياتې اقتصادی
اؤ سياسی ګټې په نظر کښې وی ے خو دا ګټې به کله تر لاسه کوی دا نده
معلومه ے او مونږ خدائ خبر چې تر کومه له دې بلا يا بلاګانو سره هم دغه
شان ډغرې وه لکه چې مو وهلی دی -
امريکه د خپل امريکائ اولس څخه ټول کړل سوی ټېکسونه په ډېرې
بېدردئ سره په دې نام نهاده جنګ کښې چې پخپله ئ شروع کړې
دې ے وسېزل ے ځکه چې هر کله د امريکې اولس په خپله سر پورته نه کړی
اؤ د امريکې د انتظاميې و غاړې ته لاس وروا نه چوی امريکه له
افغانستانه يا له نورو ملکونو نه نشي وتلائ
د دې دپاره څۀ هم دغسې شانته سټراټېجي پکار دۀ اؤ دا زمونږ د
واکمنو ےسياست مدارانو ےپوهانو ےاؤ رڼادو خلقو قامی اؤ دولتی وظيفه
ګرڅی چې په دې هکله خپله منظمه سټراټېجی جوړه کړي -
*عمرګل عسکر *
کوټه -جنوبی پښتونخوا
29 ستمبر 2009


ایاامریکابه له افغانستانه ووځي

حمید هڅــاند
29.09.2009

بلال ورورجانه نیکي هیلي اوسلامونه مې ومنه!
ترکومه ځایه چې دامریکادوتوخبره ده نوپه ډاډ درته ویلی شم چې دانېواکګررژیم به خپله لمن هرومرو له افغانستانه ټولوي خودیوې خبري یادول غواړم چې داوتل به ددوی په خوښه نه وي.زه باورلرم ،تر هغه مهاله به امریکا زموږهېوادخپل کورګڼي ترڅو وتلو ته مجبوره نشي .
ددې یادونه کول هم غواړم چې دامرېکاوتل به دستونزولپاره دپایټکي ماناونلري . که موږځانونه راوېښ نکړواوپه ګډه سره یوه سمه لارپیدانکړونو خدایمکړه داځل به پایلي ډېري دردؤنکې وي. تېرځل خوخپل منځي جګړې وي، خو، داځل خبره کېدای شي دګران هېواد په وېش اوټوټه ټوټه کېدوپای ته ورسېږي.
راځم دې خبري ته چې څه کول په کاردي؟
ورورجانه خبره ډېره ساده ده، که له ځانونونه سم مسلمانان جوړکړو زه باورلرم چې هرڅه به سم شي.
څنګه به ځانونه سم مسلمانان کړو؟
که داسلام له لارښوونوځانونه خبرکړونودابه ددریمي برخي دلاري وهلوپه مانا وي ، ځکه یواځي همدغه مهال شونې ده چې دجنګ سالارمخه ونېسو،همدغه مهال کولی شوچې دهغه خلکومخه ونیسو چې دطالب په نوم چې څه کول وغواړي کوي یې.دهغوبې لاروبه مخه ونیسوچې دډېموکراسۍ او..نوروپه نومونوغواړي موږله اسلامه پردي کړي. اوپه پای کې به دسم اوناسم په پوهېدووپوهېږو.
په اخرکې غواړم ووایم چې الله (ج)ترهغودیوه قوم حالت ته بدلون نه ورکوې ترڅوهغوی یې پخپله دبدلون غوښتونکي نشي.
راځۍ له اسلام نه سم ځانونه خبرکړو!!
راځۍ دبدلون غوښتونکې شو!!
راځۍ په دغه لارکې یواځي له الله(ج) نه مرسته وغواړو.
زه باورلرم چې سببونه اولاملونه به هرومرو راپیداشي.
په همدې هیله
حمید هڅاند/هند


shokoor
29.09.2009

ګرانو دوستانو سلام علیکم

داچې امریکایان په زوره د افغانستان نه ویېستل شي او که پخپله خوښه زمونږ هېواد پرېږدي دومره پېچلې خبره نده، ستونځه پر دې باندې ده کله چې امریکایان
او دا نور له افغانستان څخه ووځي زمونږ په هېواد کې بیا غوبل ګډېږي. هو عزیزانو همداسې دﺉ، ځکه مونږ افغانان یو بل نه زغمو او د حکومت کولو په چل هم نه پوهېږو.
دشورویانو په وړاندې هم خلکو جهاد وکړ او هغوی یې له هېواده وشړل، خو مونږ ولیدل چې خلکو باندې کوم آسماني تندر نازل شو او په نتیجه کې په غیر مستقیمه توګه پاکستانیان زمونږ پرهېواد واګمن شول.
د افغانستان د آرامۍ لپاره مونږ تل غیر عملی پلانونه وړاندې کوو.
ځینې تل دا وایي : که دافغانستان خلک سره یو شی او اتفاق ولري داسی ... داسې به وشي او بیا نور وایي: که خلک واقعی اسلام ته مخ واړوي داسی ... داسی به وشي.
خو زمونږ د ټولنې واقعیت دا دﺉ چې اتفاق نلروو او د اسلام سپېڅلئ دین هم تر ډېره حده زمونږ د ژوند سرمشق ندﺉ. څه نا روا کارونه ندي چې په پراخه پیمانه دبېلا بېلو ډلو له خوا د اسلام تر نامه لاندې نه کېږي؟

تاریخ دا ثابته کړې ده چې هغو ځایوته چې امریکایان د خپلو ګټو په چوکاټ کې تللي دي د هغو هېوادونو په آبادۍ کې یې مرسته کړې ده او هلته د تل دپاره ندي پاتې شوي. بې ځایه به نه وي چې د جاپان، کوریا او جرمنی څخه یادونه وشي. دغو هېوادونو هم هغه وخت د امریکایانو نیواک پر ضد د جګړې پر ځای د خپل هېوادونه جوړ کړل.
نو په کار ده چې افغانان هم د تعقل له لارې مخکې لدې چې بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي د دوی او نورو هېوادونو له شته والي څخه اعظمي ګټه پورته کړي او د خپل هېواد آباد کړي. جنګ جګړه پرته له تباهي کومه بله لاسته راوړنه نلري. اوس هم د افغان ملت ته د پراخوویجاړیو ترڅنګ بې حده انساني زیان اوښتئ دی، هېڅ ضرور ندﺉ چې دا بهیر دوام ومومي.

والسلام


و.افغان
29.09.2009

وروڼو سلام عليکم
امريکا خو به اول او آخر ووځي، پاتې کېدی نشي.
خو خبره داده چې افغانان به تر څو دنورو فوځيان وي، او د بل چا جګړې به په غاړه
اخلي، خپل ځان به تباه کوي، خو د بل چا حقوق به ساتي.

ايله بيله ځان په دې پړسوي، چې فلانۍ امپراطوري مې دړې وړې او بېستانۍ
امپراطوري مې دړې وړې کړه، نو آيا دومره نر يې چې خپله امپراطورې جوړه کړې؟

فخر په جوړولو پکار وي، نه په جګړو باندې، داسې جګړې چې تا پخپله خپل
دښمن ته هيواد ته دداخلېدو لارې چارې برابرې کړي وي، هو فخر په هغه جګړه وکړه
چې ته دومره ځان مړنی کړې چې نورې امپراطورۍ دعدل او انصاف د تأمين لپاره لاندې کړې.

ولې افغانان په شريکه نړۍ کې د يوه عزتمند او آسوده ژوند حق نلري؟
که افغانان سره متفق نشي، نو دا جګړه هم د نن نه ويلی شو، چې دا جګړه د بل چا لپاره
روانه ده، خو افغانان په کې تش د مأمورو عسکرو رول ادا کوي، قرباني د مال، او
سر به افغانان ورکوي، او بالآخره به د نورو د ګټو لپاره تور بازار جوړيږي.

که نن امريکا ووځي، او دا هيواد د عقلمندو لاس ته ونه لويږي، نو صبا به يې
چينيان افغانستان ته را روان کړي وي، د امريکا او روسانو خو د يوه لک او دوه
لکه عسکرو خبره وه، خو خوند به هله وکړي چې چينيان په افغانستان کې داسې
استيطان شي، لکه يهود چې په فلسطين کې استيطان شو، هسې هم ډېر دي، څومره
چې کميږي، حکومت به يې پرې خوشاليږي.

لنډه دا چې افغانان عموما اوس او بيا هم د لويې تباهۍ سره مخ دي، يواځينۍ
لاره بين الأفغاني صلحه ده، او همدا اوس يې وخت دی، خو البته رښتينې قدمونو
اخيستلو ته اړتيا ليدل کيږي، چې د بهرنيو د ويستلو مهالوېش يې يوه مهمه
برخه وي.

په درنښت


Ghairat
30.09.2009

درنو ورونو محترم وهاج صيب  ښه نظر ورکړی ، له بين الافغاني سولې پرته  نورې ټولې لارې ترکستان ته تلي دي ٠
[quote:31aef2b875]
لنډه دا چې افغانان عموما اوس او بيا هم د لويې تباهۍ سره مخ دي، يواځينۍ
لاره بين الأفغاني صلحه ده، او همدا اوس يې وخت دی، خو البته رښتينې قدمونو
اخيستلو ته اړتيا ليدل کيږي، چې د بهرنيو د ويستلو مهالوېش يې يوه مهمه
برخه وي. [/quote:31aef2b875]
 که مونږ په خپلو کې سره سلا شو امريکايان  به ووځي او که نه بيا يې مونږ هم 
ويسلی شو٠ خو زمونږ د سلا کيدو او  يو موټی کېدو  شرط  نه يو دی  اونه دوه ،
 بلکې درې شرايط دي ، چې په  ۲ يې  هم کار نه کيږي نو په يو شرط به څه کار وشي ٠ 
نو هغه شرايط چې نيمګړي وي او څوک يې  کافي بولي د تطبيق له پاره يې ديکتاتورۍ  زور او زياتي ته مخه کوي ،
 خود زور زياتي لار  افغانان هېڅکله هم نشي منلای ٠
مونږ د ملي وحدت او کړکېچونو د حل له پاره نه يواځې اسلام ته، بلکې  ملت پالنې ته  هم اونه يواځې دې دواړو ته  ،بلکې ملي دموکراسۍ ته هم سخته اړتيا لرو ٠ 
ملاتپالنه د ولس له دین ،اوپه دې
توګه له اسلام څخه نشي تېرېدای، خو اسلام له ملتپالنې څخه تیرېدای شي، ولې په سیاست کې له ملتپالنې څخه تیرېدل پخپله
له سیاست څخه تیریدل دي، ځکه سیاست ددولت په کچه د ملي موخو او ملي رسالتونوپلي کول دي، ځکه خو غیر ملي
اسلامي غورځنګ ضد ملي او پردو ټاکلی غورڅنګ ګڼل کیږي !
ملتپالنه نه یواځې اونه د اسلام په ګډون د ټولنې پرمختګ تضمینولای شي ، یعنې پرمختګ غواړي خوتآمین اوتْضمین يې نشي کولای،
اسلام یواځې د پرمحتګمخه نه نیسي خو غوښتونکی يې هم نه دی، نوکه اسلامي قدرت د مخافظه کاروپه لاس کې وي له شک
پرته د اسلام په پلمو د هر پرمختګ مخه ډب کوي! نوهغه څه چې سیاسي قدرت د اسلام اوملتپالنې په پلمه ارتجاعیت ته نه پریږدي ،
بلکې لا برعکس د اسلام اوملتپالنې له مترقي ابعادو څخه د پرمختګ له پآره ګټه پورته کولی شي هغه غیر لیبراله یاملي ولسواکي ده!
 نو راځۍ چې د  همدې درې ټکو او زرينو اصولو  په  ارګانيک تړاوخپل ملي وحدت ،ملي  سوله او ملي پيستون رامنځته کړو 
او  د ملي اسلامي ولسواک غورځنګ په مټ  د هيواد دوښمنان رخصت کړو ٠  ومن الله التوفيق ٠


باتور
18.10.2009

وروڼو له موږ سره نه پخوا چا ملي سولي ته غاړه ښوودله او نه يې اوس ورته ږدي . . ازبک او ترکمنو همېش غوښتل له شمالي ګاونډيانواو ترکيې سره اړيکي ولري، هزاره او تاجکو ايران او هند ته ترجيح ورکوله او پښتنو مجبورا پاکستان ته . .

تر څو چي همدا قومونه په هماغه پخوانيو فکرونو په افغانستان کي له موږ سره ګډ ژوند کوي او تر څو چي همدا ګاونډيان تر موږ را تاو وي، نه به ملي سوله زموږ په نصيب سي او استقلال څه چي ښه ورځ به ونه وينو.

د همدې خپلمنځي اختلافاتو له کبله، امريکايايي او اروپايايي اشغالګرو ته زموږ خاوره وړيا په لاس ورغله او اوس يې د خپل ابا او نيکه په پچه ختلي حسابوي.

http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/n_samad_Afg_the_ground_of_buzkashi.pdf

وزه د ځنکدن په حالت کي او قصاب د وازګي په چرت کي .

په درنښت


..Ahmadzai
18.10.2009

[/quote]وروڼو له موږ سره نه پخوا چا ملي سولي ته غاړه ښوودله او نه يې اوس ورته ږدي . . ازبک او ترکمنو همېش غوښتل له شمالي ګاونډيانواو ترکيې سره اړيکي ولري، هزاره او تاجکو ايران او هند ته ترجيح ورکوله او پښتنو مجبورا پاکستان ته . .

تر څو چي همدا قومونه په هماغه پخوانيو فکرونو په افغانستان کي له موږ سره ګډ ژوند کوي او تر څو چي همدا ګاونډيان تر موږ را تاو وي، نه به ملي سوله زموږ په نصيب سي او استقلال څه چي ښه ورځ به ونه وينو.

د همدې خپلمنځي اختلافاتو له کبله، امريکايايي او اروپايايي اشغالګرو ته زموږ خاوره وړيا په لاس ورغله او اوس يې د خپل ابا او نيکه په پچه ختلي حسابوي.

http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/n_samad_Afg_the_ground_of_buzkashi.pdf

[quote:c9f69ed9c8]
وزه د ځنکدن په حالت کي او قصاب د وازګي په چرت کي . [/quote:c9f69ed9c8]

د باتور نظر کې ډیر مصداقیت سته.
ملي سوله چا سره کوې؟ ایا ملي خاینانو سره هم ملي سوله کیدای سي؟
ایا دوۍ به مونږ پښتنو سره ملي سوله وکړي؟

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more