د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

له قلابي عمل ، ترډلییزقتل عام پورې ؟

صديق اکرمان
01.09.2009

[url]http://www.alemarah1.info/tabsai-31-08-2009.html[/url]

په افغانستان کې داشغالګروپه لاس اوددوی دمخامخ بدماشی اواستبدادپه نتیجه کې ورستیوقلابي ټاکنواوپه وړاندې يي دافغان مجاهدولس سرتاسري پریکون اونفرت په ډاګه کړه چې ،افغان ولس اومتدینو پرګنویې نورداشغالګرو امریکایانواوددوی دګوډاګیانودهرډول غوښتنو، موخواوپروژو دتکمیل په وړاندې دکلکې مقابلې اومخالفت هوډاوتصمیم نیولی اوندي تیارچې یوه لحظه هم داستعمارترحلقې اودام لاندې ژوندتیرکړي !

امریکایان ددې په خاطرچې په قلابي انتخاباتي عمل کې د افغان زړورولس په نه ګډون ، دخپلې مایوسی اوناامیدی اظهاراوعکس العمل په وینا، خبري غونډې ، تبصرې اویاکوم بل معقول اوانسانیت منونکې هڅې کې څرګنداوحقایقومنلوته غاړه کیږدي ،اوښکاره کړی چې دوی له افغانانوډیرخفه اوسخته ګیله ځکه لري چې داتوکلونوپه اوږدوکې دملیاردونو ډالرودلګولوباوجود، دغولګښتونواوپریمانه ډالرو، دومره هم ونکړای شول چې افغانان دیوڅوشیبولپاره له کورونوراوباسي اوپه یوه امریکایی عمل کې په ګډون اوونډې سره نړۍ اوامریکايي ولس ته په ډاګه کړي چې افغانان په افغانستان کې دامریکایانودتوپ اوټانګ په زورله واکمنې دیمکراسۍ نه دومره خوښ اوخوشاله دي چې پخپله خوښه په ټاکنوکې برخه اخلي ؟!

ولې څوورځې وړاندې دکندهارپه ښارکې دڅودرنو اوزورورچاودنوپه ترسره کیدااودلسګونوکندهارښاریانوروژه په خوله شهادت جوته کړه چې وحشي امریکایان ،دکابل انتخاباتي مایوسیودومره په جنون اووحشت راوستی چې غچ اوانتقام يي دروژي د مبارکې میاشتې په شپواوورځوکې هم نه ایساریده اودمسلمانانوپه همدغومقدسوورځوکې يې وغوښتل ترڅو دهغوی دوینوویالې وبهوې !

اشغالګراودوکه مارامریکایان که دافکرکوي چې دروژې په سپیڅلې میاشت کې ددغه ډول چاودنواوعامه وژنوپه توسط به افغانان تیرباسی اوداذهنیت به ورکړي چې داکارونه داسلامي امارت دي چې ترسره کوي يي ،خودوحشت اوقتل داطراحان دې پوه وي چې اوس هغه وخت ندی چې ستاسې جنایتونه پټ اولکه دعراق دډلییزوسلګونودغسې پیښواوپلان شده مرګونو په څیردلته هم دتفرقې اوخپل منځي نفرت دامونه اولومې وځغلوی اوپه خړواوبوکې ماهیان ونیسی!

افغانان پوهیږي ، چې تل ددغسې چاودنوترشادچالاس وي ، ځکه اسلامي امارت دعاموخلکوپه مرګ اوژوبلې کې دځان لپاره دبري اوپرمختګ هیڅ کوم چانس نه ویني ، بلکې دعام ولس ددرنې مرګ ژوبلې دبچ کیدوپه خاطرننګیالي ، مجاهدین مخامخ په اشغالګرواوددوی په ګوډاګیانوورخیږي، بریدونه پرې کوي اودتیښتې لارترې ورکوي

دافغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې دکندهارښارپه ورستیومرګ اوژوبلو خواشیني څرګندوي ، د قربانیانوله کورنیوسره دزړه له تله همدردي په ډاګه کوي ، له متعال خدای (ج) نه تمه اوامیدلري چې نوریې دابیچاره ولس د ابد دپاره له داډول غمجنو پیښو په امن شي (امین)


shokoor
01.09.2009

سلام علیکم
دومره دروغ، دومره بې ایمانی ؟
لومړﺉ خلکو ته ګواښنه کوي چې په ټاکنو کې برخه وانخلي او بیا د ګډونکونکو رنګ شوي ګوتې غوڅوی او چاوندنې کوي او کله چې خلک په غوسه شي او رسوایی زیاته شي، بیا منکرېږي. د کابل کندهار په لویه لار کې د الجزیرې د خبریال رپوټ ډېرو خلکو ولید، نو منکریدل څه مانا لري خدای به یم انشاءلله وشرموي.
دې ویدیو ته ځیر شئ چۍ دا ناولي دغو بیګناهو خلکو ته وایي چې یهودان دي.

http://www.youtube.com/watch?v=L7a0mBkXcsQ


زبير ساپى
02.09.2009

شکور جانه وروره!
ته که چيرته هلته له حاضرو کسانو پوښتنه وکړي بيا به حقيقت درته معلوم شي.دالته نيږدي خلګ په چمن کښي ناست وو هغو ټولو په يوه خوله دا ويل چي يو تور شي راغلي.هغه ولګيده سمدسي چاودنه وشوه او پراخ اور بل شو.ته فکر وکړه طالبانو به ولي دغه ځاى په نښه کاوه ځکه دالته نه کوم دولتي مرکز وو او نه هم کوم د بهرنيانو ټانګونه.که ليږ له حقيقته ځان خبر کړي ښه به وي.وروره ستا به په ياد وي په عراق کښي هم ددي لپاره چي مقاومت کونکى بدنام کړي په اخري ورځو کښي په ودونو او او د عامو خلګو په منځ کښي چاودني زياتي شوي.اوس معلومه شوه چي هغه ټولي امريکايانو کولي ددي لپاره چي عراقيان د د مقاومت کوونکو ملاتړ ونکړي د چاودنو حربه يي استعمالوله.اوس په افغانستان کښي هم دوي د طالبانو مقاومت نشي ختمولي ددي لپاره چي اولس له طالبانو لري کړي دغه حربه استعمالوي.خو رښتني افغانانو په حقيقت پوهيږي چي ددي چاودنو شاته د چا لاس دي او د چا د بدنامولو لپاره دا کار کيږي.


shokoor
02.09.2009

مګر دا د دروغو ثبوت ندﺉ؟
http://www.youtube.com/watch?v=L7a0mBkXcsQ


زبير ساپى
02.09.2009

محترمه!
طالبانو په وار وار خلګو ته خبر دارى ورکړى وو چي انتخاباتو کښي ګډون مه کوي ته خپله سوچ وکړه د اشغالګرو په شتون کښي انتخابات څه معنى؟ته فکره وکړه که د افغانستان ٩٨% خلګ کوم کانديد ته رايه ورکړي چي د امريکا خوښه نه وي هغه به ولسمشر شي؟زه خپله نه طالب يم او نه له طالبانو سره اړيکې لرم.خو وجدان لرم.په دي حقيقت سترګي نه پټوم چي وطن مو اشغال دي.څوک چي له اشغالګرو سره مقاومت کوي هغه په حق دي هغه که طالبان وي که د حزب اسلامي کسان او که نور څوک.زما په خيال دا ويډيو له موضوع سره کومه تړاو نلري. موضوع د کندهار خونړۍ چاودنه ده چي تر شا يي د چا لاسونه دي او چا کړې؟ ولي يي کړي؟د چا د بدنامولو لپاره؟ او ويډيو کښي خو کوم داسي خاص څه نشته صرف ورته ويلي يي چي تاسوپه انتخاباتو کښي ګډون کړى د يهودو صف مو قوي کړي.او داسي هم نه ده چي دوي تش په تور کښته کړي.بلکه په ويډيو کښي تاسو ګوتې وينې چي د انتخاباتو په رنګ ککړې دي.حال دا چي طالبانو په وار وار ويلې وو چي انتخاباتو کښي ګډون مه کوي کنه وي ګوتي مو در پرې کوو.اوس دي هم طالبانو خير يوسې ګوتې يي نه دي ور پرې کړې.صرف خبري يي ورته کړي.چي ستاسو ګډون په انتخاباتو کښي دا معنى لري لکه د يهودو صف کښي چي ولاړ ياست.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more