د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

تاريخ غلط دى كه د نن ارزښتونه؟

مختار
01.09.2009

ويسا پاڼه ليکي :

http://www.weesa.net/?p=11960

تاريخ غلط دى كه د نن ارزښتونه؟

زه چې خپل چاپيريال، خپلې ټولنې او شاو خوا ته ګورم، د تاريخ حماسي بابونه راته هسې بې ځايه لاپې، دروغ او د پيښوريانو خبره بكواس ښكاره شي.
دا څه خبره ده، تاريخ غلط دى، پروني روايات دروغ دي، كه ارزښتونه بدل شوي دي؟
زه خو نن په خپله ټولنه كې پرونى غازي اكبر خان، محمد جان خان ميرمسجدي خان څۀ چې شاه شجاع په ګرانه موندلى شم چې له بالاحصار نه يې غازيانو ته د جهاد دوام مشورې ور استولې او پردې يې اعتراف كاوه چې (زه يرغمل يم تاسو جهاد ته دوام وركړئ!)
ايا وزير محمد اكبر خان، جنرال محمد جان خان، او نور غازيان ليونيان او يا هسې ، كه نه د نن موسم بدل دى، ارزښتونه بدل دي، د ژوند معيارونه بدل دي، او كه نه بدل نه دي هر څۀ پر خپل ځاى دي، خو نن موږ خپلو بې همتيو، خپلو ذلتونو او خپلو غلامانه ذهنيتونو ته د مصلحت، تدبير، هوښيارۍ او سياست جامه ور اغوندو؟

زه خو نه پوهيږم په والله چې تاريخ مو يو څه وايي او موږ پر بله لار روان يو، تاريخ مو د پرديو سيورى په خپله خاوره نه منلو، موږ هالبروك او كرستال ته جينګې خولې ناست يو او پر خپل وطن د بادارۍ او واكمنۍ تمه ترې كوو.
زه چې نن خپل ياران وينم چې څنګه د يوه بهرني سفير مخې ته غونج غونج او خجالت خجالت غوندې كيږي .
زه چې نن وينم چې څنګه يو بهرنۍ خپل سياستونه اومردارۍ پر موږ را تپلاۍ شي، په يوه اشاره زموږ د ولس د رايې او نظر درناوى پخپله د افغان توكمه پر خولو د باد وړۍ كولاى شي، نو دتاريخ له حماسو او حماسه جوړوونكيو څه چې له هغه شاه شجاع نه و شرميږم چې موږ به د تاريخ ننګ باله .
زه چې دا اوس د يوه بې مفهومه امتياز او مقام لپاره دا ياران ګورم چې د هېواد د ټوټه كولو ګواښونه كوي، په زړه كې را تيره شي چې بايد د شاه شجاع له اروانه بخښنه و غواړو، نه پوهيږم تاريخ غلط، لاپې او خيالي افسانې دي او كه نن زموږ ارزښتونه دومره را لويدلي دي چې د پرديو تر سيورى لاندې د واك پر سر رسوايۍ راته وياړ ښكاري؟!
په ريښتيا اكبر، محمد جان او مسجدي ساده ګان وو چې پر خپل كور او ټاټوبي يې د پرديو د واكمنۍ سيورى نشو زغملاى، كه نه نن موسم، ارزښتونه او معيارونه بدل او را لويدلي دي چې د كوم بهرني د يوه تيلفوني هېلو! سره خلك ايمان پريښودو ته هم چمتو شي؟!!

نه پوهيږم دغه د بدلون شمال له كوم لوري او كله را والوت او د غازي اكبر خان پر بچو څه وشول چې نن د كوم شاه شجاع موندل هم پكې ګران دي؟!

يوازې د واك او ځواك ليوال پريږده چې پر ولس د واكمنۍ خوبونه د پرديو په درشل كې ګوري، زموږ هغه روڼ اندي نن ولې د ذلت، بې پتۍ، غلامۍ او هوښيارۍ او تدبير بريدونه سره بيلولاى نشي؟
په خداى چې زه پردې و شرميږم چې هغه اشډاون چې بابا يې په افغانستان كې سرخوړلى ؤ نن د افغان ولس، په حق كې خبره كولاى شي خو زموږ روڼ اندي، زموږ د واك دعوه داران او آن عام وګړي د ولس پر حق، غرور او وقار خاورې ور اړوي، آيا د نن د لوړتيا او عروج كچه ډالر دى؟
او آيا په ريښتيا نور د نن په ژوندانه كې د حماسې، غرور، ملي هويت او خودۍ ځاى نشته؟
آيا انسان همدومره را لويدلى چې پردې راضي وي چې سپى دې وم، خوژوندى دې وم؟!
ځواب به يې لنډه راتلونكې وركوي خو خداى دې وكړي چې (نه!) وي .


Re: تاريخ غلط دى كه د نن ارزښتونه؟

pattang
01.09.2009

انډيواله ځواب ليکنه دې ډېر وخت غواړي خو لنډ :
- دافغانستان دبدبختي سبب تېر حکومتونه دي چې ملي روحيه يې ند ه روزلې ٠
- مجاهدين د دالر خواره اموخته شوه د جهاد يا جنګ لومه يې بل چا په لاس کې
اخيسته وه او تر اوسه پورې غلطي کوي٠ کوم چې واقعي مجاهدين وو هغه نا امېده
په کور کې ناست په نس وږي دي٠
- خلقيانو او پر چميانود سياسي څپېړه خوړلې له خپله عمله داسې شرميږي چې
بيخي يې ميدان يې پرېښود٠
- غرب ته راتښتېدلي اکسريت خلقيان ،پر چميان او زاړه رشوتخوار دي چې
په خوله هو هو وايې خو په زړه کې په خپل عيش او نوش لګيادي٠
- اولس دې اول موسسه يې مفت خور اموخته شه اواوس د نس پخوږو ککړ دی
چه سر پورته کړې کولمې يې خوږيږي .

** ټولنه په تاريخي دوره کې ژوند کوي او تاريخي دورې ، خوږې ، تريخې ،
تورزنې او يا په سپېګانې پورې تړلې وي٠

په افغانستان کې اوس ددغې تاريخي دورې منحني مينيموم ده چې کله به
پورته دمکسيموم خواته ته ځي هغه تردې پورې اړه لري چې دا احساساتي
ليکونکي څه وخت عملي ګامونه اخلي ، ايا دوی يوازي ليکنې کوي او که
د جوړشت ، خوځښت عملې ګامونو اهليت هم لري ? ٠
طالبان هغه دي لګيا دي خو په هغوی پسې هم ځيني عناصر بدې خبرې کوي٠
زما نصيحت دادی چې دليکنو له څنګ سره ورشه له چا سه کشېنه او خپله
د ازادي کړۍ لويه کړه٠

[quote:5050e66dab="مختار"]ويسا پاڼه ليکي :

http://www.weesa.net/?p=11960

تاريخ غلط دى كه د نن ارزښتونه؟

زه چې خپل چاپيريال، خپلې ټولنې او شاو خوا ته ګورم، د تاريخ حماسي بابونه راته هسې بې ځايه لاپې، دروغ او د پيښوريانو خبره بكواس ښكاره شي.
دا څه خبره ده، تاريخ غلط دى، پروني روايات دروغ دي، كه ارزښتونه بدل شوي دي؟
زه خو نن په خپله ټولنه كې پرونى غازي اكبر خان، محمد جان خان ميرمسجدي خان څۀ چې شاه شجاع په ګرانه موندلى شم چې له بالاحصار نه يې غازيانو ته د جهاد دوام مشورې ور استولې او پردې يې اعتراف كاوه چې (زه يرغمل يم تاسو جهاد ته دوام وركړئ!)
ايا وزير محمد اكبر خان، جنرال محمد جان خان، او نور غازيان ليونيان او يا هسې ، كه نه د نن موسم بدل دى، ارزښتونه بدل دي، د ژوند معيارونه بدل دي، او كه نه بدل نه دي هر څۀ پر خپل ځاى دي، خو نن موږ خپلو بې همتيو، خپلو ذلتونو او خپلو غلامانه ذهنيتونو ته د مصلحت، تدبير، هوښيارۍ او سياست جامه ور اغوندو؟

زه خو نه پوهيږم په والله چې تاريخ مو يو څه وايي او موږ پر بله لار روان يو، تاريخ مو د پرديو سيورى په خپله خاوره نه منلو، موږ هالبروك او كرستال ته جينګې خولې ناست يو او پر خپل وطن د بادارۍ او واكمنۍ تمه ترې كوو.
زه چې نن خپل ياران وينم چې څنګه د يوه بهرني سفير مخې ته غونج غونج او خجالت خجالت غوندې كيږي .
زه چې نن وينم چې څنګه يو بهرنۍ خپل سياستونه اومردارۍ پر موږ را تپلاۍ شي، په يوه اشاره زموږ د ولس د رايې او نظر درناوى پخپله د افغان توكمه پر خولو د باد وړۍ كولاى شي، نو دتاريخ له حماسو او حماسه جوړوونكيو څه چې له هغه شاه شجاع نه و شرميږم چې موږ به د تاريخ ننګ باله .
زه چې دا اوس د يوه بې مفهومه امتياز او مقام لپاره دا ياران ګورم چې د هېواد د ټوټه كولو ګواښونه كوي، په زړه كې را تيره شي چې بايد د شاه شجاع له اروانه بخښنه و غواړو، نه پوهيږم تاريخ غلط، لاپې او خيالي افسانې دي او كه نن زموږ ارزښتونه دومره را لويدلي دي چې د پرديو تر سيورى لاندې د واك پر سر رسوايۍ راته وياړ ښكاري؟!
په ريښتيا اكبر، محمد جان او مسجدي ساده ګان وو چې پر خپل كور او ټاټوبي يې د پرديو د واكمنۍ سيورى نشو زغملاى، كه نه نن موسم، ارزښتونه او معيارونه بدل او را لويدلي دي چې د كوم بهرني د يوه تيلفوني هېلو! سره خلك ايمان پريښودو ته هم چمتو شي؟!!

نه پوهيږم دغه د بدلون شمال له كوم لوري او كله را والوت او د غازي اكبر خان پر بچو څه وشول چې نن د كوم شاه شجاع موندل هم پكې ګران دي؟!

يوازې د واك او ځواك ليوال پريږده چې پر ولس د واكمنۍ خوبونه د پرديو په درشل كې ګوري، زموږ هغه روڼ اندي نن ولې د ذلت، بې پتۍ، غلامۍ او هوښيارۍ او تدبير بريدونه سره بيلولاى نشي؟
په خداى چې زه پردې و شرميږم چې هغه اشډاون چې بابا يې په افغانستان كې سرخوړلى ؤ نن د افغان ولس، په حق كې خبره كولاى شي خو زموږ روڼ اندي، زموږ د واك دعوه داران او آن عام وګړي د ولس پر حق، غرور او وقار خاورې ور اړوي، آيا د نن د لوړتيا او عروج كچه ډالر دى؟
او آيا په ريښتيا نور د نن په ژوندانه كې د حماسې، غرور، ملي هويت او خودۍ ځاى نشته؟
آيا انسان همدومره را لويدلى چې پردې راضي وي چې سپى دې وم، خوژوندى دې وم؟!
ځواب به يې لنډه راتلونكې وركوي خو خداى دې وكړي چې (نه!) وي .[/quote:5050e66dab]


larghonay laraway
02.09.2009

تر شاشجاع بدتر كزي په خدمت كې دولتي ورځپاڼه ويسا، نه توبه خدايه د ورځپاڼه مې ورته ووې ورچارې خپرونه او د كرزي ستاينپاڼه چې داسې خبرې ليكي نو كه شاشجاع هم ژوندى وى نو ځان به يې سپين باز ښودلى واى.
ويسا ورځچارې خپرونه چې د ارزښتونو خبرې كوي داسې ښكاري لكه هغه يو بد اخلاقه هلك چې به له ځان سره تمانچه ګرځوله او ويل به يې كه چا راسره بد وكړل پرې ولم يې!


pattang
21.10.2009

هغه وروه مفعول د شويه ښځې څخه پيدا ټوله کورنۍ يې خاينه ده٠
نو مفعول انسان کله اخلاقي جرعت لري ٠ کوم شی چې زه درته ليکم واقعت دی
اونه سپکې پرو پا ګندې٠

[quote:c69e58a282="larghonay laraway"]تر شاشجاع بدتر كزي په خدمت كې دولتي ورځپاڼه ويسا، نه توبه خدايه د ورځپاڼه مې ورته ووې ورچارې خپرونه او د كرزي ستاينپاڼه چې داسې خبرې ليكي نو كه شاشجاع هم ژوندى وى نو ځان به يې سپين باز ښودلى واى.
ويسا ورځچارې خپرونه چې د ارزښتونو خبرې كوي داسې ښكاري لكه هغه يو بد اخلاقه هلك چې به له ځان سره تمانچه ګرځوله او ويل به يې كه چا راسره بد وكړل پرې ولم يې![/quote:c69e58a282]


z.shaheen
21.10.2009

[quote:791834b20d="pattang"]هغه وروه مفعول د شويه ښځې څخه پيدا ټوله کورنۍ يې خاينه ده٠
[/quote:791834b20d]
هر زن دیگر خواه شیعه باشد یا سنی از ادی تو که ترا چنین بی ادب تربیه کرده است بهتر است!


pattang
21.10.2009

که زه داسې هېواد پلرونکی ګوډاګی وی لکه ستا د راپوزۍ زوی او دانور د شمال
لنډغر، نوبيا به ستا خبره روغه وه ٠ زما ادې خوډېر وخت کېږي چې مړه ده او هغه
وخت داسې خبرې هم نوې خو که بيا دې دادې نوم واخيست ډېر به دې سپک کړم ٠
زه اوته خو په اډو ښه سره پېژ نو که څرنګه ? مخ کښې له نوره جنجاله انډيواله
هغې خواته يې پيايه ، زمااوستا سپي نه سره غاپي!

[quote:4cd854a4e0="z.shaheen"][quote:4cd854a4e0="pattang"]هغه وروه مفعول د شويه ښځې څخه پيدا ټوله کورنۍ يې خاينه ده٠
[/quote:4cd854a4e0]
هر زن دیگر خواه شیعه باشد یا سنی از ادی تو که ترا چنین بی ادب تربیه کرده است بهتر است![/quote:4cd854a4e0]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more