د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دافغانستان دخپلواکۍ او مقاومت په جبهه باندې بې ثبوته تورونه لګول داشغالګرانو او یرغلګرو دوحشت تائیدول دي

هیښ
31.08.2009

سلامونه

نږدې اته کاله پخوا په افغانستان دغربي امپریالستانو له لوري وحشیانه او جنایتکارانه تجاوزوشو او زموږ ګران هیواد ئې دټولو انساني ،اخلاقي ،بین المللي او منل شویو اصولو او قوانینو خلاف اشغال کړ، په ډیر بربریت او وحشت سره ئې دیوه ازاد ،سرلوړي اوخپلواک وولس په عام وژلو ،سپکولو ،شکنجه کولو او له منځه وړلو سره لاس پورې کړ، دهیڅ ډول غیر انساني اعمالو داجرا کولو څخه ئې دافغان وولس په مقابل کې ډډه ونه کړه او خپل ټول مالي ،تخنیکي ،نظامي او تبلیغاتي قوت ئې دیوه خوار ،بې غرضه ،خو غیرتي او میړني وولس دمستعمره کولو او غلام کولو دپاره په کار واچولو.

ددې وحشیانه یرغل او اشغال په مقابل کې دافغانستان په ازادۍ او خپلواکۍ مین او مؤمن وولس داولې ورځې نه خپله کرکه او نفرت ښکاره کړ او په مقابل کې ئې خپله برحقه مبارزه او مجادله په تش لاس او ډیرو لږو امکاناتو سره په ډیر شور ،ځووږ او میړانې سره شروع کړه او دخپلو ځانونو په شهیدولو او قربانولو سره ئې د۲۱ پیړئ دطاغوتیانو او فرعونانو دظلم ،تجاوز او وحشیتوب ماڼۍ دنړیدو او نابودیدو سره مخامخ کړه .

په ازادۍ او خپلواکۍ مین او خپل دین او کلتورته مؤمن او متعهد اشخاص که په هر سیاسی او فلسفی فکراو نظروو او دهر سیاسي او اجتماعي سازمان او تحریک سره ئې اړیکي درلودل دازاد وجدان په حکم دغربیانو دتجاوز او اشغال په ضد دوولس صفونو او څنګ ته ودریدل او په دې مقدسه مبارزه کې برخه اخستنه ئې خپل دیني ،ملي ،افغاني او انساني فرض وګنلو او ددې لوئ فرض او تاریخي مسؤلیت او رسالت د ادا کولو له پاره ئې دخپل قدرت او امکاناتو په اندازه دمقاومت او مبارزې سنګرونه په نظامي ،سیاسي ،کلتوري او تربیتي ساحو کې ګرم وساتل .

متقابلاً هغه اشخاص ،ډلې او تنظیمونه چې لاسونه ئې دخلکو په وینو رنګ وو ،دوولس له لوري رټل شوي وو او خلک ئې دمحاکمې او مجازاتو په هیله وو دتجاوزګرانو او اشغالګرانو راتګ ئې دځانونو او خپلو جنایتکاره بانډونو دخلاصون او نجات له پاره او دخپل چټل ژوند داوږدوالی له پاره طلائي چانس وګاڼه او خپل ځان او روح ئې دتجاوزګرانو په خدمت کې دافغان وولس سره په دښمنۍ او خیانت کې واچاوه او دابدي ذلت او پستۍ خائینانه رول ئې ولوباوه .

هروولس د خپل مقاومت ، مبارزې او مجادلې دښه تنظیم ، مؤثریت ،ګړندیتوب او خپل هدف ته درسیدو دپاره یوه سازمان او رهبرئ ته اړتیا لري او هغه سازمان یا تحریک ددې عظیمې وظیفې داجراکولو له عهدې وتلئ شي چې وولسي ریښې او رابطې ولري او دعمل په ډګرکې ئې خپل صداقت ،لیاقت،وفاداري او وړتیا دخپل وولس په مقابل کې ثابت کړي وي ،دخپل سیاسي او ټولنیز ژوند په اوږدو کې ئې دوولس دارزښتونو او ګټو په سر نا مشروع معاملې او سوداګرئ نه وي کړې او په ملي مسائیلو کې دسازش او ناروا جوړجاړیو په ځائ په قاطعیت او نه پخلاکیدونکي دریځ سره ئې عمل کړئ وي .

مبارزه او مقاومت هغه هم دداسي یوه وحشي ،مغرور ،دانساني خصلتونو نه خالي او تر غاښو پورې په مهلکو او مخربو اتومی ،کمیاوي او بیولوژیکي اسلحو باندې مجهز او مسلح دښمن سره دهر چا په وس او قدرت کې نه ده او نه د اماتورانو او شوقیانو کار دئ چې دچلم په سر او یا دکمپیوتر په سکرین باندې لافې اوباټې ووهې.دلته ایمان ،شهامت ،سرښندنه ،دځان او مال تاوان ،دټولو مشقتونو او عذابونو تحمل کول او باالاخره دیوه لوئ او مقدس ارمان دپوره کولو له پاره دمبارزې لوړترین او عالی ترین مقام او درجې یعنی شهادت ته ځان رسول دي.

دمقاومت اومبارزې دلویې فریضې دادارې ،انسجام او رهبرئ دسرته رسوولو له پاره یوازینئ تحریک چې عملاً ئې دتنظیمې ـستمي شر ، فساد او جنګي جنایت په ختمولو کې خپله کاري وړتیا ښودلې وه،دوولس تللې ابرو او عزت ئې بیا په ځائ کړې وه او په هیڅ بیه حاضر نه وو چې دافغانستان خپلواکي ، ازادي ،ملي مقدسات ،ملی ګټې اوملي ارزښتونه دمعاملو او سازشونو قربان کړي اویا ئې دقدرت ،زرو او شهرت په مقابل کې بدل کړي او دوولس دپوره باور او ملاتړ نه برخورداره وهغه دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک وو،چې ماشاءالله په خپله فداکارئ او سرښندنه ئې دټول بشریت په مړژواندي کالبود کې دازادئ او خودارادیت روح ور پوف کړاو دوولسونو په زړونو کې ئې دظلم او استبداد دختمیدو او دازاد او خپلواک ژوند دکولو هیلې راژوندئ کړې .

دغربي تجاوز او اشغال سره دمسلحانه جنګ تر څنګ تبلیغاتي جنګ هم شروع شو او ددښمن ټول صوتي ،تصویري ،چاپیزه او بریښنائې وسائیل دپریمانه مادي او مالي امکاناتو په لرلو سره دافغانستان دبرحقه مقاومت او مبارزې دتحریف کولو او د خپلو وولسونو داذهانو دمغشوشولو او دحقایقو دپټولو له پاره په کار ولویدل .ددروغو ،باطلو او دحقیقت نه لیرې نشراتو لړئ پیل شوه او دتروریزم ، مذهبي دیکتاتورئ، مذهبي فونډامینتالیزم ،دهشتګرئ او دبشر دحقوقوددفاع ،دیموکراسئ نارې او کوکارې دهر لوري نه شروع شوې.
ددې وحشي دښمن او دهغه دزرخریده نوکرانو ښکرور او بې بنیاده درواغ اوتورونه چې دافغانستان دمقاومت او مبارزې په هکله ئې کوي څه دتعجب خبره نه ده ،ځکه هغه څوک چې دوولسونو عام وژنه ، په ناموسونو تیري ،جنسي تجاوزونه،دشخصیتونو تروراو تښتونه، په یوه ازاد او خپلواک هیواد باندې په زور او توطئو سره دیو شمیر جنایت کارانو او خائینانو دپوشالي حکومت تپل او تحمیلول ،دملتونو دطبیعي زیرمو او ثروتونو چور او تالان ئې د ژوند تګلاره او ستراتیژي وي او هیڅ ډول اخلاقي ،دیني ،انساني او نړیوالو اصولو او قوانینو ته پابندی او تعهد ونه لري او دخپلو چټلو ګټو او هدفونو دلاسته راوستلو له پاره دهر راز جنایت او بربریت دسرته رسولو نه باک نه لري ،نو ددرواغو او بې بنسټه تبلیغاتو او پروپاګند کول ورته څه دشرم اوعار خبره نه ده او نه څوک باید ګیله ورڅخه وکړي او نه انتقاد پرې وکړي ،ځکه دا بې بندوباره دښمن نه دچا دګیلې اونه دنیوکې پروا لری او نه اهمیت ورته ورکوی ، له دې کبله دښمن به خپل کارکوی او افغان وولس خپل،موضع ګانې او موقفونه ښکاره او واضح دي .یوې خواته متجاوزین ،اشغالګران او دهغوئ افغاني تالي څټي او مزدوران دی او بل لوري ته افغان وولس او دهغې اصیل اوباایمانه زامن دي چې دخپلې ازادۍ ،استقلال او دیرغلګرو دشړلو په مبارزه لګیا دي.

خوله بده مرغه چې ځنې اشخاص او ډلې دیوطرف نه ځانونه داشغالګرانو ضد معرفي کوی او دبل لوری نه دهغه چا په ضد چې داشغالګرانو داشغال دختمولو سره عملاًپه مبارزه لګیادی نا ځوانمردانه تبلیغات کوي ،یا دافغانستا ن ددې حقایقو او ښکاره موقفونو او شاته ئې دپرتو قوتونو دلیدلو او درک کولو نه عاجزدی او یا قصداًاوحسوداًددې حقایقو په موجودیت سترګې پټوي او دمقاومت جبهې ته،خصوصاً دافغانستان دطالبانوداسلامي تحریک ته چې دجنګیالیو ونډه او ځواک ئې دمقاومت په جبهه کې تر نورو ډیر او اغیزمن دئ په بې بنیاده ،بې ثبوته او خیالي توګه دپردیو جاسوسي سازمانونو دلاس دالې په سترګه ګوري او ددوئ فکري اوفعلي استقلال تر پوښتنې لاندې راولي او په دې روش سره داشغالګرانو او متجاوزینو سره دسلحشور ملت مبارزه ،مجادله اومقاومت ته په سپکه سترګه ګوري او دخپلواکۍ دشهیدانود قربانۍ او فداکارۍ شاهکارونه او کارنامې په خپلو فضوله او بازاري تبصرو او لیکنو سره غواړي خدشه دار کړي،خو حقیقت او واقعیت په داسې پروپاګندو او چټیاتو نه پټیږي او دافغان وولس دبرحقه مبارزې او مقاومت سمندر دڅو تنو په خوله نه ناولئ کیږي.

اوس دا پوښتنه ددې اماتوري ،سولیدلیو او ښوئیدلیو تش په نامه روڼ اندو ،تحلیل ګرانو او دنظر خاوندانو څخه ددوئ دعملي او پراکتیکي فعالیت په هکله راپورته کیږی او هغه داچې :
دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک که هر څوک دي او ستاسو د پوچې ادعا په اساس که دهرچاسره روابط لري اوسمهال داشغالګرانو ،متجاوزینو او دهغوئ دمزدورانو په مقابل کې ئې دافغانستان دازادۍ او خپلواکۍدپاره دمبارزې اوجهاد غږ پورته کړئ او په ډیره میړانه عملاًپه دې لاره کې لګیادي،
طالبانو دملي مقدساتو ،ملی کلتور او خپل وطن نه ددفاع بیرغ جګ کړئ،
طالبانو دافغان وولس دپت او ناموس دساتنې دپاره خپل سرونه قربانئ ته ایښي دي،
طالبانو دهغو شریرو ،فاسدو ،جنایتکاره او خائینو ډلو او بانډونو دظلم ،ناروا،دخلکوپه مال او ناموس دتیري کوونکو او نورو جنګې فجایعو دریښو دویستلو له پاره میدان ته راوتلي دي چې دتمدن او دین تر ماسک لاندې ئې دافغان مظلوم وولس سره دخپل شیطاني قدرت په وخت کې وکړل او نن ورځ ددموکراسۍ ترنامه لاندې همغه وحشیانه اعمال او جفاوې دخدائ(ج) او دهغه دمخلوق سره په مخ بیایي
او باالاخره طالبان په افغانستان کې دسیاسی،اجتماعی ،فرهنګي،اخلاقي او اقتصادي فساد ،شرارت اورذالت دمنځه وړلو له پاره دژوند دټولو مادي او معاشیتي شوقونو او خوندونو نه تیرشوي او دمبارزې ټولې ستونزې ،کړاوونه او ناخوالې ئې دشهادت تر درجې پورې په ځان قبول کړي دي او په ډیر متانت ،حوصله او صبر سره ددې هدفونو دلاسته راوستلو له پاره خپل تګ ته دوام ورکوي ،
نو ایا تاسو جنابانو په افغانستان باندې دغربي استعمارګرانو دتجاوز او اشغال نه راپه دیخوا ددې وحشت دختمولو او له منځه وړلو له پاره کوم دپام وړ کار ،فعالیت او اقدام کړئ دئ؟
تراوسه مو د افغانستان دازادۍ او خپلواکۍ دحاصلولو له پاره کوم سازمان ،تحریک ،بنیاد او یا ټولنه تاسیس کړې ده ؟
هغه جنایتونه چې هره ورځ دافغانستان په مظلوم وولس باندې دبشر دحقوقو د په اصطلاح مدافعینو له لوري کیږی ستاسو محترمینو له لوري داعتصاب ،مظاهرې ،میټېنک ،جلسې ،مطبوعاتي کانفراس او یا بلې طریقې سره غندل شوي او عام خلک او نورو غیر دولتي سازمانونه او نړیوال مو د هغه جنوساید نه خبرکړي چې په افغانستان کې جریان لری؟
ایا هغه جنګې جنایت کاران چې د روسواکۍ او تنظیم واکۍ په دورو کې ئې په سلهاوزره معصوم او مظلوم افغانان ترتیغ تیرکړل ،دافغانی خویندو په عزت او پت ئې ددین او تمدن تر نامه لاندې تجاوزونه سرته ورسول اونن ورځ دامریکایانو سره مشترکاً همغه پلید کارونه تکراروي ،ستاسو له لوري دهغوئ دجرمونو داثبات له پاره شواهد ،اسناد او معلوماتونه راټول شول؟ او دافغان وولس سره مو دهغوئ په راګیرولو ،محاکمه کولو او مجازات کولو کې کومه مرسته او اقدام په فردی او یا ډله ایزه توګه کړئ دئ ؟

داسې او دې ته ورته په سل هاوو نورې پوښتنې دوولس له لوري هغه چاته چې دپوهې ،روښانه فکر،تدبیرلرلو،هوښیارئ او بیداره عقل لرلو دعوا کوي متوجه دی چې بې له شکه ځواب ئې ددې جنابانو له لوري یوازې له نــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه بل څه نه شي کیدائ .
دې ښاغلیو چې تراوسه دخپل وطن ،دین ،ازادۍ ،خپلواکۍ او دخپل وولس دپاره په دې مصیبت باره او غمجن حالت کې هیڅ دخیر کار نه دئ کړئ اودافغان وولس دهیڅ درد دپاره درمان شوي نه دي یوازینۍ او لویه کړنه ئې دافغانستان دازادۍ او خپلواکۍ دمبارزې او مقاومت په جبهه خصوصاًپه طالبانو پسې ناحقه او زهرناکه تبلیغات دي او بس.

دمقاومت دجبهې په ادرس بې اساسه ، بې خونده او بې رنګه اپلتې او چرندیات دا فکر پیاوړئ کوي چې ددوئ دخپلواکۍ غوښتنې او ملت پالنې ادعا دصداقت او اخلاص په بنا نه ده استواره شوې او دکوم بل غرض په اساس دانارې وهي او په خپل دا ډول دریځ سره یوازې ددښمن تله درنوی او دهغې وحشت په غیر مستقیم توګه تائیدوي .

افغان وولس دخپل تاریخ په دې حساسه او سرنوشت سازه مرحله کې هغه روڼ اندو ،روحانیونو ،وطنپالونکواو ملت پالونکو ته اړتیا لري چې دعمل په ډګر کې دوولس سره اوږه په اوږه د غربي استعمارګرانو داشغال په ضد عملاًخپل رسالت او اصالت ادا او ثابت کړي ،نه هغه روڼ اندو ،روحانیونو،علماوو،متخصصینو او تحلیل ګرانو ته چې دمقاومت په ډګرکې ئې حضور او وجود په ذره بین کې نه لیدل کیږي ،مګرناکاره،مضر او بیکاره غږونه ئې دهرلوري نه اوریدل کیږي .

مننه


pattang
31.08.2009

هيښه افرين او سل افرينه ، ريښتيا چې دپښتنې مور پۍ دڅشلې دي ٠
خدای پاک دې نور هم قدرت ، اوږده حوصېله او غيرت درکړې ٠


ډاکټر څپاند
01.09.2009

هيښ صيب سلا مونه،
تاسو خپل پريکړه لا دمخه کړې،اوهر هغه څوک چه د طالب په هکله شک اوترديد لري هغه مو دملت او وطن دښمن اودښکنځلو وړ ګڼلی٠
خو توکل په خدای، داجرات کوم چه ستاسودليکنې په هکله تبصره وکړم٠
اول به دی ته راشو چه غربيانو ولي زموږ هيواد اشغال کړ او چا ورسره په اګاهانه يا نااګاهانه ډول مرسته کړی؟؟،دغربيانو اصلي هدف څه دی؟؟

تاريخ شاهد دی چه دروس په مقابل کی دافغان مقاومت سره مرسته نه د اسلام او نه د وطن له غمه سرته رسيدلی وه ،بلکه غرب غوښتل چه دکمونيزم او شوروي ټغر ور ټول کړي٠ دسلګونو زرو افغانانو د مرګ ژوبلي او دهيواد دتباهي په بيه ،غربيانو خپل هدف ترلاسه او افغانسان ئی شوری نظار او نورو غلو ته وسپاره ٠داځل غربيان يواځی په دی خاطر چه القايده نابوده کړي ،ندي راغلي،بلکه
اهداف  ئی خورا وسيع دي٠ دهغی جملی نه د منځنۍ اسيا سترو زيرمو ته لاس رسې،هند اوچين سرحداتو ته نږدی کيده اوددی دوو راتلونکو سترو اقتصادي قوتونو کنترل، دايران محارصره او شايد هم نور دلايل
چه زموږ پاتې عقل پری کار نکوي٠مګر بيا هم دا طالبانمايان ول چه غرب
ته يی دابهانه په لاس ورکړه څو وکړی شي چه زموږ هيواد اشغال کړي٠
پدی کي هيڅ شک نشته چه نن سبا ،زموږ افغاني شازلميان ،په تش لاس د غرب د کمپيوتري وسلو په مقابل کی په مړانه،زړه ورتيا او داسي شهامت جنګږي چه نړۍ ورته هک پک،په هيښ او حيرت سره ګوته په غاښ دي٠
مګر داسي شواهد او مدارک هم شته چه دددی غيرتي،په اسلام اووطن مينو طالبانو تر شاه، داسي طالب نما قوتونه پراته دي چه د ISI په قومنده ،زموږ هيواد پاله ،صادق مګر ساده هيوادوال استعمالوي،اوپه واقعيت کی ددوی نه دسونګ د موادو په صفت کار اخلي ،تر څو داجنګ تود وساتل شي،او غرب ته دا زمينه برابره کړي ترڅو خپل شتون زموږ په هيواد کی هميشنی کړي٠
هرهغه څوک چه دغرب داهدافو خلاف عمل وکړي،دبيت الله محسود پشان به د ISI په مرسته دامريکې دکمپيوتري وسلي په واسطه نابودکړی شي٠
نني جنګ ،يواځي د ستر عزم،مورال زړورتيا،ننګ او غيرت جنګ نه
بلکه دکمپيوتر د زمانی جنګ دی٠ غربيان، خپلی پرمخ تللی وسلي
زموږ په خلکو او هيواد کی ازمائی٠
جنګي طالبان لنډ مهالی او اوړد مهالې ستراتيژي نلري٠ ځکه چه دوی خپل سر،دديوال سره جنګوي٠سياست ئی نه زده،اوهرڅه چه طالبنما ورته وايی همغسی کوي٠ددي جګړي پايله داده چه دکرزي يا عبدالله پشان
ناوړه انسانان او دهغو فاسده ډلې په قدرت کی پاته،افغانان نور هم تباه شي٠

دلوی خدای (ج) په خاطر،يوه سمه انساني او شرافتمندانه لاره ولټوی
څو زموږ ميندي نوری بوری نشي،ميرمني مو کونډی نشي او هيواد وال مو د پرديو اهدافو لپاره قرباني ورنکړي٠


عادل عادل
01.09.2009

سلامونه

ثابت صیب

دا چې طالبانو ستاسو په قول یرغلګرو ته د اشغال بهانه په لاس کې ورکړه، نو ستا، ستا د حلقې او همفکرو، او لاسپوڅو بهانه هم جوړه شوه ! مطلب به دې ضرور همدا وي کنه !!! که داسې نه وي نو څه دئ ، بس موقع په لاس درغلې ، د ډیموکراسئ نه په عمل کې اعظمي مزې واخله !!

دا څنګه ثبات او ثابت یې چې خبرې مو د تذبذب او تزلزل نه ډکې دي، ثابت موقف خپل کړه ، د لباس او پردې په اړه دې هم ورته چټیات لیکلي وو.

عقل دې سرته دروله، حتمي نه ده چې د هرې موضوع مخالف وکړو.

د هیښ ورور لیکنه خو ټوله په حقایقو بنا ده، او هر چاته پکې خپله څیره ښکاري..


ډاکټر څپاند
01.09.2009

عادل عادل عادل او بيا هم عادل صيب،
ددی په ځای چه ځما ليکنې ته د چټياتو خطاب وکړی،تکړه شه زما د ليکنې په هکله
په منطقي ډول ځواب وليکه٠
دا خو يو ماشوم هم ويلي او ليکلی شي چه دا خلقي،پرچمي،اخواني،کمونست،
انقلابي ،چپ ياراست يا داسي نور،

هلته هيښ يو مضمون ليکلې او ما هم خپل نظر څر ګند کړی،که ته څه مالومات او
دلايل لرې  په ليکه ئی کړه ،او کنه نو دنورو تحقير او توهين، دادب نه لرې او
د سړي د بيسوادۍ ښونکی دی٠


Ghairat
01.09.2009

لکه څنګه چې د شوروي يرغل پرضد د افغان ولس پاڅون اړین او بر حق و دغسې د امریکا اواتلافیانوپر ضد يې د ټول ملت پاڅون آړین اوبرحق دی ،دا حقیقت له هر ډول شک اوتردید پرته منل دهر افغان اومومن مسلمان له پآره ضرورري دي!
خو لویدیځوال په تیره انګلیس اوامریکايان پر خدای نه ، پر خدايۍ باور لري او په نړیوال سیاست کې یې دغه رول ځانته ورکوي اوبس!
دامریکا بهرنی سیاست د څو لسیزو له پآره د هر هیواد د روانو او راتلونکو پروسو د تحلیل له مخې پلان او پلی کیږي !
هغوی په افغانستان کې د ۱۹۶۴ د افغاني دموکراسۍ له اعلامولووروسته د سیاسي ٍثبات د ګډوډېد لومنتظر وو اود بهر پلوه ډلو افراطیت یې د ځان له پآره غوره چانس باله !
د شوروي پلوه خلق او پرچم رامنځته کیدل له یوې خوا او د پاکستاني اخوانیت له بلې خوا د افغانانودملي ښېرازې ،ملي ثبات او ملي لرلید د له منځه وړلو له پاره یې ځواکمنې نطفې ګڼلې او د ثور کودتا چې دتره کي دګوند په مشرۍ د افغانستان د سهیل لويدیځ افراطیت د یوې نمونې په توګه دخپلې لاسوهنې له پآره ښه چانس
وباله او فورا يې پر وړاندې د پاکستان سره یوځای CIA او ISI په بڼه لاس پکار شول!
دوی پورتنی حقیقت چې افغان ولس د هر بهرني يرغل کونکي پرضد پاڅون آړین او برحق ګڼي او راپاڅيږي تر مونږهم د مخه درک کړی او هغه یې وځله ــ کاره کړ ،چې د Instrumentalesation په توګه د شوروي پر ضد ترې کار واخلي، نو په مهارت سره یې د شوروي فرسوده مشرتابه دې ته اړویست چې پر افغانستان باندې پوځي تیري ته لاس وغورځوي .
دوی د روسانوله موزي او افغانانوله غیور خاصیت دواړه څخه کار واخیست او په بشپړ پلان سره یې د پاکستان په همکارۍ اوګټه زمونږ په هیوادکې د افغان ــ شوروي جګړه رامنځته کړه ،څو هم د ویتنام دماتې غچ ترې د افغانانو د سر په په قربانۍ سره واخلي اوهم افغانستان نور د پاکستان پواسطه کنترول کاندي ،کوم چې پاکستان پر اسمان غوښته اوامریکا یانوپر ځمکه ورکړ . زمونږپه خاوره دامریکا ددغه غیر مستقیم پاکستاني کنترول لړۍ د شوروي پر وتلو او دمجاهدینو په حکومت سره پیل شوه اود طالب حکومت تر پایه وغزېدله!
د سپتمبر ۱۱ نه وروسته دطالبانودحکومت په راپرځولو سره چې هغه هم له امریکا سره د پاکستان اونورو هیوادونوپه همکارۍ تر سره شو ،دغه غیر مستقیم کنترول د امریکا په مستقیم کنترول واوښت، چې د امریکا له وتلووروسته به ددغه هیواد کنترول بيرته پاکستان ته سپارل کیږي ،ځکه پاکستان نه پر طالب مین دي ،نه یې د هیواد آزادي غواړي اونه يې اسلام ، صرف زمونږ پر هیواد باندې دخپل کنترول غزولو، ساتلواو تجدیدولو غم وړی دی !
تر هغه پورې به جګړه توده ساتل کیږي څو له یوې خوا د امریکايي ځواکونو شتون او ډیوالی ته دوام ورکړل شي اوهم له دې سره جوخت او موازي پاکستانپلوه ځواکونه په روانه شخړه کې د یواځني پوځي او سیاسي بدیل په توګه فعال وساتل شي!
دطالبانو جګړه ییز فعالیت لکه څنګه چې د مجاهدینو یوه جګړه هم دد ISI له پلان، مستقیم څار ،کنترول او رهبرۍ پرته نه تر سره کیدله دغسې ددوی جګړې او بریدونه هم د هغوی له څار، کنترول او آن له مخفي رهبرۍ پرته دتصور وړنه دي!
په دې حقیقت خو د ISI مشرانو یو د بل پسې اعترافونه هم کړي دي چې له طالبانو سره یې همکاري لرله!

پاکستاني طالبان چې د پاکستان له کنترول څخه سرغړونه کوي د بیت الله مسید په څیر د پاکستان له خوا د امریکا له بی پیلوټه الوتکې څخه ويشتل کیږي ، خو د طالب اوالقاعدې رهبران چې د امریکا په نقشه کار کوي، په کویټه اونوروځایونوکې مصون ګرځي خو په افغانستان کې  دغسې کارنامې تر سره کوي ، چې د هيښ صيب وجدان  په دې کې څه وايي :
http://www.pajhwok.com/img2.asp?sz=600&file=/cms/photos/img_2009827154546.jpg


عادل عادل
01.09.2009

سلامونه

تر ټولو د مخه غواړم چې یو مهم سوال مطرح کړم هغه دا چې د پاکستان سره په سالم او متقابل احترام ولاړې دوستانه اړیکو کې افغانان څه ستونزه لري ؟ ایا د ورته اړیکو لپاره د پاکستان په نسبت بهتره بدیل ګاونډی لرو؟

مخکې لدې چې پورتنی سوال ځواب کړی، غواړم واضح کړم چې اړیکې د کوم پاکستان سره ؟؟

منظور مې د اوسني پاکستان غلام نظام نه دی، بلکې هغه پاکستان دی چې د افغانانو د دا ځل قربانیو د اثر په غزیدو کې به منځ ته راځي، د تیر جهاد له برکته د شوروي اتحاد لاندې محکوم په لسهاوو جمهوریتونه خپلې ازادی ته ورسیدل، د کومو چې مونږ ته هیڅ ګټه و نه رسیده، خو دا ځل به زمونږ د ولس د قربانیو د ثمرې داخلي او خارجي اثر یوازې او یوازی زمونږ په ګټو متمرکز وي.

د یرغلګرو د حتمي ماتې تر ټولو لومړی قرباني هیواد به ان شاالله همدغه زمونږ ګاونډی پاکستان وي، ځکه چې نن دغه ملک د تیر خلاف د یرغلګرو په جبهه کې ولاړ دی، او دا چې یرغلګرو د پولو دواړه خواوې ولسونه کړولي، نو دا به څنګه امکان ولري چې نننی پنجابي غلامه واکداري دې د مقاومت د بري په صورت کې په خپل حال پاته شي؟

د پاکستان شیطاني اداره اوس په داسې ګرداب کې راګیر ده چې نه یې په منطقه کې د غرب تسلط ته ټینګولی شي او نه هم ددوی په ماته کې خپل خیر ویني، نو خامخا به خپل ټول شیطاني استعداد په کار اچوي، تر څو له یوې خوا د پاکستان د ننه بل شوی اور مړ کړي او د بلې خوا د یرغلګرو حضور او مقاومت دواړه د پولې دې خوا ته د یرغلګرو سره په زړه نازړه همکاری سره جاري وساتي، چې ددې خوب رښتیاکیدل هم که خدای کول ناشوني دي هغه ځکه چې د پولې د دواړو خواوو د ناارامۍ عامل یو دی، او د بلې خوا د پولې د دواړو خواوو د ولسونو غوښتنې د واحدې عقیدې او ازادیخواهی په برحقه محور راڅرخي.

هو ! یوه خبره ډیره اړینه ده چې که اشغالګر واقعا د افغانستان نه د ابرومندانه وتلو نیت لري او غواړي چې افغانان په هوساینه او سوله کې ژوند وکړي، نو د افغان ولس د برحقه مقاومت سره دې مخامخ خبرو ته زړه ښه کړي، که نه زمونږ ګاونډیو او ددوی حشرګړو نورو هیوادونو په عمل کې افغانانو ته خپل پلیت او مغرضانه نیتونه د ډیره وخته برملا کړي دي او ددوی په وساطت کې نه یوازې چې روان تحمیل شوی ناورین پای نه مومي بلکه دواړو افغان او اشغالګرو اطرافو ته د لا سرخوږی سبب جوړیژي.

زه منم چې د استعمار شیطاني سیاست او دسیسې ډیرې ژورې او دقیقې دي، چې ددفعې لپاره یې مونږ دوه لارې لرو، اول دا چې سیاست زده کړو او بشپړ سیاسي شو، او یا خو د تش په نامه نیم او نیمکله سیاست )خرڅلاو ته عرضه کولو( نه په کلکه ډډه وکړو، چې فکر کوم تر اوسه پورې مونږ او تاسو د لومړي حالت جوګه نه یاستو نو ځکه خو سیاسي جهل ته په سازش او معامله ګری ترجیح پکار ده.


pattang
02.09.2009

غيرت صيب !
خبرې ښې کوې خو چې طالب ته را ورسېږې درځخه کږې شي :
پردې کې شک نشته چې پاکستان له طالبانو سره مرسته کوله او شايد چې اوس
به يې هم کوي ? زه مالومات نلرم ، خو په پاکستان کې محکوم پښتانه له طالبانو
سره مرسته کوي همدغسې چې ته دکوزو پښتنو په غم کې يې هغسي د کوزې خوا
پښتانه (%?) دبرو پښتنو په غم کې دي او کلک ورسره ولاړدي ٠ زه داهم نشم وېلی
چې ISi به په طالبانو کې لاس نلري ،ددې خبرې مطلق ردول به هوښا ري نوي٠
خو سوال دلته دی چې تر کومه حده او له کومو شيانو څخه به طالب ISI
ته ور تېرېږي ? که يواځې دوستي وي ا و تجارتي مسائل وي ولې نه ?
دا خو دلرو اوبرو پښتنو خوارا په ګټه تماميږي او که په افغانستان باندې
خېټه اچول وي دا خو ولاکه سالم فکر ومني ، نه يې طالبان مني او نه افغانان
د اخو زه درته قول درکوم چې دا کار امکان نلري .
په طالبانو کې ډېر پاک پښتانه شته او دغه پاڅون ددوی حق دی٠
- نه يواځې بيت الله مسيد اشغالګرو ترور که ، شهيد ملي قهرمان خدای بخښلي
غيرتي ملا دادالله دهېر شه ? څنګه امريکايانو خودوی د واړه ترور کړل دلته خو
ستاله تيوري سره يوڅه تضاد راځي٠
- وروره انتخابت داولس په کټه نه تماميږي هغه خر هغه يې کته ، انتخابات
يواځې د اشغالګرو او لاسپوڅيو لپاره امېج او يواځې داشغالګرو په ګټه
تماميږي ، هو په ازاد ملک کې بيا بله ٠
طالبانو خو ټولوته په ورقو کې ليکلي وو چې انتخابات مځۍ اومکوۍ ، که يې
وکړۍ سزا وينۍ نو څوک چې په جنګ کې خبرې اته وي جزا به يې څه شی وي ?
دلوګر دڅرخ، خروار، برکي برک په اولسواليوکې هيڅوک انتخاباتو ته ندي
تليي څکه طالبانو پرې غږ کړی وو او همداسې په ازره ، خوښۍ ....کې ٠
بيا هم زه د پوزې او غوږو دپرېکېدلو پلوي نکوم خو تر څو پورې چې اشغالګر
وي ترهغه پورې به ملت هم ورسره ځوريږي .
===> دافغانستاننی حالت د خارجي قواوو محصول دی اوبس که اشغالګر
وشړل شي بيا خبره ژر حل کيږي او بياکولی شي چې له لس منه طلا سره ،سرې
سترګې دافغانستان په هره دښته کې مزل وکړې٠

[quote:df02439172="Ghairat"]لکه څنګه چې د شوروي يرغل پرضد د افغان ولس پاڅون اړین او بر حق و دغسې د امریکا اواتلافیانوپر ضد يې د ټول ملت پاڅون آړین اوبرحق دی ،دا حقیقت له هر ډول شک اوتردید پرته منل دهر افغان اومومن مسلمان له پآره ضرورري دي!
خو لویدیځوال په تیره انګلیس اوامریکايان پر خدای نه ، پر خدايۍ باور لري او په نړیوال سیاست کې یې دغه رول ځانته ورکوي اوبس!
دامریکا بهرنی سیاست د څو لسیزو له پآره د هر هیواد د روانو او راتلونکو پروسو د تحلیل له مخې پلان او پلی کیږي !
هغوی په افغانستان کې د ۱۹۶۴ د افغاني دموکراسۍ له اعلامولووروسته د سیاسي ٍثبات د ګډوډېد لومنتظر وو اود بهر پلوه ډلو افراطیت یې د ځان له پآره غوره چانس باله !
د شوروي پلوه خلق او پرچم رامنځته کیدل له یوې خوا او د پاکستاني اخوانیت له بلې خوا د افغانانودملي ښېرازې ،ملي ثبات او ملي لرلید د له منځه وړلو له پاره یې ځواکمنې نطفې ګڼلې او د ثور کودتا چې دتره کي دګوند په مشرۍ د افغانستان د سهیل لويدیځ افراطیت د یوې نمونې په توګه دخپلې لاسوهنې له پآره ښه چانس
وباله او فورا يې پر وړاندې د پاکستان سره یوځای CIA او ISI په بڼه لاس پکار شول!
دوی پورتنی حقیقت چې افغان ولس د هر بهرني يرغل کونکي پرضد پاڅون آړین او برحق ګڼي او راپاڅيږي تر مونږهم د مخه درک کړی او هغه یې وځله ــ کاره کړ ،چې د Instrumentalesation په توګه د شوروي پر ضد ترې کار واخلي، نو په مهارت سره یې د شوروي فرسوده مشرتابه دې ته اړویست چې پر افغانستان باندې پوځي تیري ته لاس وغورځوي .
دوی د روسانوله موزي او افغانانوله غیور خاصیت دواړه څخه کار واخیست او په بشپړ پلان سره یې د پاکستان په همکارۍ اوګټه زمونږ په هیوادکې د افغان ــ شوروي جګړه رامنځته کړه ،څو هم د ویتنام دماتې غچ ترې د افغانانو د سر په په قربانۍ سره واخلي اوهم افغانستان نور د پاکستان پواسطه کنترول کاندي ،کوم چې پاکستان پر اسمان غوښته اوامریکا یانوپر ځمکه ورکړ . زمونږپه خاوره دامریکا ددغه غیر مستقیم پاکستاني کنترول لړۍ د شوروي پر وتلو او دمجاهدینو په حکومت سره پیل شوه اود طالب حکومت تر پایه وغزېدله!
د سپتمبر ۱۱ نه وروسته دطالبانودحکومت په راپرځولو سره چې هغه هم له امریکا سره د پاکستان اونورو هیوادونوپه همکارۍ تر سره شو ،دغه غیر مستقیم کنترول د امریکا په مستقیم کنترول واوښت، چې د امریکا له وتلووروسته به ددغه هیواد کنترول بيرته پاکستان ته سپارل کیږي ،ځکه پاکستان نه پر طالب مین دي ،نه یې د هیواد آزادي غواړي اونه يې اسلام ، صرف زمونږ پر هیواد باندې دخپل کنترول غزولو، ساتلواو تجدیدولو غم وړی دی !
تر هغه پورې به جګړه توده ساتل کیږي څو له یوې خوا د امریکايي ځواکونو شتون او ډیوالی ته دوام ورکړل شي اوهم له دې سره جوخت او موازي پاکستانپلوه ځواکونه په روانه شخړه کې د یواځني پوځي او سیاسي بدیل په توګه فعال وساتل شي!
دطالبانو جګړه ییز فعالیت لکه څنګه چې د مجاهدینو یوه جګړه هم دد ISI له پلان، مستقیم څار ،کنترول او رهبرۍ پرته نه تر سره کیدله دغسې ددوی جګړې او بریدونه هم د هغوی له څار، کنترول او آن له مخفي رهبرۍ پرته دتصور وړنه دي!
په دې حقیقت خو د ISI مشرانو یو د بل پسې اعترافونه هم کړي دي چې له طالبانو سره یې همکاري لرله!

پاکستاني طالبان چې د پاکستان له کنترول څخه سرغړونه کوي د بیت الله مسید په څیر د پاکستان له خوا د امریکا له بی پیلوټه الوتکې څخه ويشتل کیږي ، خو د طالب اوالقاعدې رهبران چې د امریکا په نقشه کار کوي، په کویټه اونوروځایونوکې مصون ګرځي خو په افغانستان کې  دغسې کارنامې تر سره کوي ، چې د هيښ صيب وجدان  په دې کې څه وايي :
http://www.pajhwok.com/img2.asp?sz=600&file=/cms/photos/img_2009827154546.jpg[/quote:df02439172]


باتور
02.09.2009

که له isi سره لاس لري او که يې نه لري، دا بېتفاوته ده !

د وطن له دريو څخه دوه برخي اداره کوي او که نه. ؟؟؟؟؟
ديرغلګرو مشر)دبوش تور مخی ورور( استازي رالېږي او هغوی وايي چي موږ ورسره خبرو ته تيار يو!
د ېرغلګرو لاسپوځی مشر وايي: کاشکي طالبان زما عسکر وای!

نوري به پرېږدو وروستو ته .

په درنښت


Ghairat
03.09.2009

درنو اوقدرمنووروڼو پتنګ صیب اوباتور صیب !

[quote:3ab04f041d]که له isi سره لاس لري او که يې نه لري، دا بېتفاوته ده ![/quote:3ab04f041d]
نه دا بې تفاوته نه ده، ځکه په دې صورت کې بیا هم د isi په ګډون اولاسلرنې سره همغه
[quote:3ab04f041d]د وطن له دريو څخه دوه برخي اداره کوي او که نه. ؟؟؟؟؟ [/quote:3ab04f041d]
حنګه چې به شورویانو هم ویل چې کاشکې پرچمیان هم لکه خلقیان له سره تیر انقلابیان واي، په کټ مټ شکل
[quote:3ab04f041d]د ېرغلګرو لاسپوځی مشر وايي: کاشکي طالبان زما عسکر وای! [/quote:3ab04f041d]نن چې ستاسې په شمول ټول ملت په خلق اوپرچم نفرین وايي، سبا به يي
په طالب نه وايي چې پوځي اواداري مشاورین دې ټول isi وي، روڼ اندي دې په یوه دفتر کې هم وجود ونه لري، ملي شعور دې د اسلام په پلمه ځپل اوله منځه وړل کیږي، د ډیورن کرښه درباندې سمدلاسه تپل کیږي، اردو ژبه او پنجابي کلتور درته لکه په سوبه سرحدکې تقدیس کیږي او له پاکستان سره اسلامي کنفدراسیون درباندې منل کیږي،دISI دغه ټولې ګندګۍ همدغسې د طالب په پَـینڅه کې تړلې دي لکه څنګه چې د شوروي ګندګۍ د خلق او پرچم په کونه کې پرتې وې،خوخلقیان پرې نه پوهیدل کټ مټ لکه اوس چې طالبان پرې نه پوهیږي، نو وروره داسې بریښي چې دوی داواړه د یوې مور ځامن وو، صرف یوۀ دمور چپ او بل یې ښي تئ رودلی و، دواړه شعورأ قهرمانان دي، خو غیر شعوري وطنفروشان!
ددوی شعور سیاسي نه دی چې هیواد پرې آزاد اوخپلواک وساتي، ددوی شعور پوځي ،جذباتي اود استعالیدو وړ شعور دی ،دوی به لکه مغرور ځمریان تل د هوښبار ګیدړ په جال کې ښکېل پا تې وي !
[color=blue:3ab04f041d]ورونو پښتون له شوروي وروسته هم دخپلې زور چلونې له امله د پاکستان ، ایران، القاعدې ،انګلیس او امریکا په سیاسي جالونوکې راګیرپاتې شو، له دې ټولوڅخه د خلاصي لار یواځې د متحد افغان په
سوله ییز ملي سیاسي ځواک کې پرته ده ، نه د جنګي ډلو په ښنګروکې !
نوځکه خو پاکستان اواشغالګر دواړه افغانان د جګړې ډګر ته ورغورځوې او ورته وايي : پلاره نیسه يې!
دجګړې دوام د اشغال دوام دی اوبس! په سوله کې افغانستان اشغال نشي پاتې کېدای !

نن د آزادۍلنډه اومستقیمه لار ملي سوله ده اود ښکیلاک د اوږدولو لار جنګ اوجګړه !
نو راځۍچې په حکومت اوښکیلاکګرو ملي سوله تحمیل کړو !
[/color:3ab04f041d]
[color=red:3ab04f041d]آیا طالبان به ملي سوله ومني او په پراخ بنسټه حکومت کې به ونډې
اخیستلوته حاضر شي اوکه نه په جنګ جګړه میم زر ما ټوله زما غواړي؟[/color:3ab04f041d]


ابو جرير
07.09.2009

[quote:2affac1b88]دجګړې دوام د اشغال دوام دی اوبس! په سوله کې افغانستان اشغال نشي پاتې کېدای ![/quote:2affac1b88]

او
[quote:2affac1b88]د ښکیلاک د اوږدولو لار جنګ اوجګړه !
نو راځۍچې په حکومت اوښکیلاکګرو ملي سوله تحمیل کړو ![/quote:2affac1b88]

لوستونكي دې دغيرت صيب په دې لاجك او منطق ښه سوچ وكړي!!!!


عادل عادل
08.09.2009

سلامونه

غیرت صیب متاسفانه چې تر اوسه پورې په ډیرو ساده ټکو یا خو پوهیژي نه او یا هم تجاهل ترې کوي:

-جګړه د یرغلګرو لخوا تحمیل شوې ده

-پای یې هم ددوی په لاس کې دی

-دوی بایده چې سولې ته غاړه کیږدي

-افغان ولس مجبور دی چې مقاومت وکړي، تر څو چې دښمن وتلو، د حقایقو تسلیمولو او سولې ته اړ وزي. همدغه یوه د نجات لاره مو مخکې پرته ده، که هر څو سخته او ستونزمنه ده

-که چیرته مو یو څوک د کلا په دیوال د کور د ننه په زور را واوړي نو د کور د څښتن په توګه څرنګه معامله ورسره کولی شو؟ که ممکنه وي چې سوله او تفاهم ورسره وکړو او یا یې تر اوسه مثال موجود وي نو غیرت صیب دې یې لطفا عملي پروسه تشریح کړي؟

د ښاغلي غیرت صیب خبرې که خدای کول ټولې د سمیدو په حال کې دي، یوازې هغه یې د حقایقو او عمل په چوکاټ کې سمون غواړي چې رنګه یې لیکي :wink:


Ghairat
09.09.2009

ښاغلی اومنلی عادل صیب سلامونه !
سوله نه، بلکې ملي سوله د بحث مطرح ده، ملي سوله د بهرنیانو سره نه کیږي ، بلکې دا یوه بین الافغاني ،کورنۍ ملي سوله ده!
په دې کې افغان د افغان سره له زور زیاتي اوجنګ جګړې څخه تیریږي او په ګډ ه
یو پراخ تلسټه ملي حکومت جوړوي!
[color=blue:4cc0fdcebd]هو،شرط یې دا وي چې د پردیوهیوادونو ځواکونه به وځي [/color:4cc0fdcebd]، په دې به لومړی خبرې توافق ته رسیږي ، صرف د ملل متحد د سولې سرتیري د ګډ حکومت تر جوړېدوپورې پاتې وي ،څود دواړوخواو ډزبند وڅاري اود ډزبند څخه د سرغړونې مخه ونیسي او ګډ حکومت ته د وسلوپه تسلیمولوکې هم مرسته وکړي ۰
دملي سولې معنی همدا ده چې دواړه خواوې ومني چې یوه خوا به هم په یو اړخیز ه توګه یواځې حکومت نه کوي ،دجګړې دواړه لوري به په ګډ په ملي حکومت کې ونډه اخلي!
داچې هره خوا ملي سوله نه غواړي باید ورته اړویستل شي، که حکومت یې نه غواړي نوهم بایدورته مجبور کړی شي، که لهرنیان یې مخالفت کوي هم باید پر ضد يې سوله ییز اوجګړییز مقاومت تر هغه دوام وکړي چې ملي سولې ته تن کیږدي!
دلته د هویت منلو ته هم لکه پتنګ صیب يې چې غوښتنه کوي په داخلي خبروکې اړتیا نشته !
د بهرنیانووتل بو شرط اوبل یې دا دی چې په اساسي قانون کې ولسواکي دولس د واک په انتخاباتي ارګانونو، داند او بیان مطبوعاتي آزادي ، د ښځو اونارینه و د فردي حقونو پر برابرۍ اود حجاب په تعمیمولو محدودیږي یعنې نامحدوده ولسواکي به ملي اسلامي ولسواکۍ ته رامحدودیږي او بس!
له ګډې موقتي انتقالي دورې وروسته به رڼې ټولټاکنې کیږي !


pattang
09.09.2009

څرنګه به کوې?
د پښتنو دقاتلانو سره او له هغوی سره چې په خپل ټبر تجارت کوې
يو ځای به کښېنې او ملي سوله به غواړې ? ملي سولې ته ضرورت نشته
يوه پاخه زورور ،مرکزي دولت ، قانون او دهغه عملې کول په هر انسان
او په هر ګوټ کې اړين اوفرض د ي ٠ که دايتنيک تجاران ، جنګي جنايتکاران
جلا او محاکمه شي نو بيا به يو افغاني هويت جوړېږي او دا کار يواځې يواځې طالب کولی شي ځکه بېله طالبه اولس د فاسدانو ير غمل دی او ځان نشي ښوروی٠
اوس دجنايت ونې ته اشغالګر اوبه ورکوي ٠ خو که اشغالګر وباسو
ددوی ريښې به په يوه اونۍ کې ورستېږي ٠

[quote:0a6ffc6fb0="Ghairat"]ښاغلی اومنلی عادل صیب سلامونه !
سوله نه، بلکې ملي سوله د بحث مطرح ده، ملي سوله د بهرنیانو سره نه کیږي ، بلکې دا یوه بین الافغاني ،کورنۍ ملي سوله ده!
په دې کې افغان د افغان سره له زور زیاتي اوجنګ جګړې څخه تیریږي او په ګډ ه
یو پراخ تلسټه ملي حکومت جوړوي!
[color=blue:0a6ffc6fb0]هو،شرط یې دا وي چې د پردیوهیوادونو ځواکونه به وځي [/color:0a6ffc6fb0]، په دې به لومړی خبرې تدافق ته رسیږي ، صرف د ملل متحد د سولې سرتیري د ګډ حکومت تر جوړېدوپورې پاتې وي ،څود دواړوخواو ډزبند وڅاري اود ډزبند څخه د سرغړونې مخه ونیسي او ګډ حکومت ته د وسلوپه تسلیمولوکې هم مرسته وکړي ۰
دملي سولې معنی همدا ده چې دواړه خواوې ومني چې یوه خوا به هم په یو اړخیز ه توګه یواځې حکومت نه کوي ،دجګړې دواړه لوري به په ګډ په ملي حکومت کې ونډه اخلي!
داچې هره خوا ملي سوله نه غواړي باید ورته اړویستل شي، که حکومت یې نه غواړي نوهم بایدورته مجبور کړی شي، که لهرنیان یې مخالفت کوي هم باید پر ضد يې سوله ییز اوجګړییز مقاومت تر هغه دوام وکړي چې ملي سولې ته تن کیږدي!
دلته د هویت منلو ته هم لکه پتنګ صیب يې چې غوښتنه کوي په داخلي خبروکې اړتیا نشته !
د بهرنیانووتل بو شرط اوبل یې دا دی چې په اساسي قانون کې ولسواکي دولس د واک په انتخاباتي ارګانونو، داند او بیان مطبوعاتي آزادي ، د ښځو اونارینه و د فردي حقونو پر برابرۍ اود حجاب په تعمیمولو محدودیږي یعنې نامحدوده ولسواکي به ملي اسلامي ولسواکۍ ته رامحدودیږي او بس!
له ګډې موقتي انتقالي دورې وروسته به رڼې ټولټاکنې کیږي ![/quote:0a6ffc6fb0]


Ghairat
09.09.2009

[quote:a82b2c5737]څرنګه به کوې?
د پښتنو دقاتلانو سره او له هغوی سره چې په خپل ټبر تجارت کوې
يو ځای به کښېنې او ملي سوله به غواړې ? ملي سولې ته ضرورت نشته
يوه پاخه زورور ،مرکزي دولت ، قانون او دهغه عملې کول په هر انسان
او په هر ګوټ کې اړين اوفرض د ي [/quote:a82b2c5737]
بدله او روانشیزم خوبه ته هم ردوې که نه ؟، که ته یې نه ردوې نوپه سیاست کې یې اسلام ردوي ، نو طالبان هم انتقامجويي نشي کولای!
نوکه د غچ په تمه دطالب قدرت ته سترګې په لاره یې نو لاسونه ترې ووینځه !
[color=red:a82b2c5737] هو، قانوني سزا به جنايتکاروافرادوته ورکول کيږي او له قانون څخه تیرېدل به نه وي ، خو قانون غچ نه دی، غچ په هېڅ صورت نه اخیستل کیږي![/color:a82b2c5737]
[color=blue:a82b2c5737]د ملي سولې ګډملي حکومت به خپلواک او څواکمن وي اوقانون به روڼ پلی کوي
دغه حکومت به نه د ګوډاګیو بڼه ولري اونه د طالبانود خودسرۍ او ديکتاتورۍ بڼه ![/color:a82b2c5737]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more