د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ښاغلي اشرف غني او د هغه پلویانو ته وړاندیز

Helmand.M
26.08.2009

ډاکتر مرادزئ

ښاغلي اشرف غني او د هغه پلویانو ته وړاندیز

د ۱۳۸۸ کال په ټولټاکنو کې د هېواد په کچه ، د زیاتو سیمو اوسېدونکو او مشرانو ، د افغاني ټولنې مخکښه استازو ، د ښوونځیو او پوهنتنونو استادانو او زده کوونکو ، پوهانو ، لیکوالانو ، شاعرانو ، یو شمېر سیاسي ګوندونو او کړیو او خپلواکو سیاسي شخصیتونو خپل ملاتړ د ښاغلي اشرف غني په ګټه څرګند کړ او د هغه په پلوۍ ودرېدل .
په ۴۱ نوماندانو کې بل هیڅ نوماند د کرزي په ګډون د اشرف غني پشان زموږ د ټولنې د پوهه او اګا قشر له ملاتړ څخه نه و برخمن !
که په ټاکنو کې پر کرزي ، عبدالله او زیات شمیر نورو نوماندانو جګړه مار ، لوټمار ، قاچاق وړونکي او ډاکوان راټول شوي وو ، ډاکټر غني بیا د هېواد د پتمنو ، هېوادپالو ، د پرمختګ او بدلون د ځواکونو د ټولېدو تکیه ځای و .
د غني د پلویانو او د نورو ترمنځ د لیکې روڼتیا او څرګندتیا د روانو ټاکنو یوه روښانه ځانګړتیا وه .
د ډاکترغني د پلویانو په لښکر کې زما په ګډون ډېر داسې کسان وو چې هغوی اشرف غني له نږدي بېخي کتلئ نه و او نه يي پخوانۍ اړیکې سره درلودئ .
د جرمني د فرانکفورت ، هامبورګ له ښارونو ، اوطریش او له نورو ځایونو څخه ، د هېواد ډېر روڼ اندې د غني په ګټه د کمپاین لپاره هېواد ته ستانه شول . همدارنګه په لندن ، ډنمارک ، جرمني نورو هېوادونو او ښارونو کې په ټاکنو کې د غني په پلوۍ ډېرې غونډې وشوې .
د غني په ټاکنیزه مبارزه کې ډېر داسې کسان سره یوځای شول چې پخوايي په یوې لارې د تګ هیڅ تصور نه شو کېدلئ . د ځواکونو او شخصیتونو دا شپول دومره پراخ و چې زموږ د ټولنې ټولې برخې يي په ځان کې راونغښتلې .
پوښتنه کېدئ شي په تېر مهال کې د دومره بېلا بېلو اندیښنو او تګلارو پلویان ولې او څنګه په یوه لیکه پر اشرف غني راټولېدلئ شي ؟
دوی ډېرو چې حتي ځینو يي اشرف غني لېدلئ هم نه دئ ، پر کوم بنسټ له غني سره یوځای تللئ شي ؟
د اشرف غني پر شاوخوا ، د راغونډېدو راز په څه کې پروت دئ ؟
داسې پوښتنې ډېرې نورې هم رامخته کېدلای شي .
د ټاکنو هلو ځلو او منډو ترړو يو څه په ډاګه کړل او هغه دا ، که یوخوا پر یوه مرکز د ټولنې زاړه پال او جګړه مار ځواکونه راټولېدلئ شي نو بلخوا هېوادپال او بدلونپال ځواکونه هم پر پخوانیو ستونځو ورختلئ شي او د ملي ګټو په موخه پر یوه چرګۍ راغونډېدلئ شي . د اشرف غني پرشاوخوا د کمپاین برخوالو دا وښوده چې د خپلو پخوانيو توپېرونو هغه برخه چې د هېواد د ملي ګټو سره اړخ نه لګوي نور نه پالي او د پرمختګ لپاره هر نوي ګام اخیستلو ته چمتو دي . د اشرف غني په تګلار کې هغه راز او ځواک پروت دئ چې زموږ د ټولنې د اګا قشر بېلا بېل هېوادپال ځواکونه ځانته راښکلئ شي . په حقیقت کې د ډاکټر غني نوي کړنلار ده چې د دومره بېلا بېلو ځواکونو تر منځ د یوستون او پيوستون لامل شوې ده .
که په ټاکنو کې اشرف غني هر دریځ وګټي ، موخه او تګلار تغیر نه خوري . اوس زموږ د ټولو موخه یوه او تګلار مو څرګنده ده .
په ټولنیزه مبارزه کې لویه ستونځه د ټولنې علمي تحلیل او د هغه پر بنسټ د یوې عملي او کارنده تګلارې تدوین دئ ، چې دا کار د هر چا او هرې سیاسي ډلې په وس کې نه دئ . اوس موږ د یوه علمي تحلیل پر بنسټ د اشرف غني په پروګرام کې داسې یوه کړنلار افغاني ټولنې ته نغده لرو .
دې کړنلارې د خپلې ریښتینولي او صحت ازموینه په ټاکنیز کمپاین کې ورکړه او له ازموینې بریالۍ راووته او هغه دا چې اشرف غني تر دې مخکې ډېرو نه پېژاند ، خو د هغه پر کړنلاره زیات خلک راټول شول .
اوس باید دوهم او نور ګامونه اوچت کړو او لاس ته راغلې بریا خوشې نکړو هغه غښتلې کړو چې د شاتګ خطر يي ورک شي .
هره کړنلار که په علمي تحلیل ولاړه وي ، کارنده او عملي هم وبریښي ، تر څو چې د یوه غښتلي او ژوندي سیاسي سازمان لخوا عملي نه شي ، ټولنې ته يي خیر نه رسیږي . که په ټاکنو کې ډاکټر غني او د هغه پلویان ښې نومرې ونه ګټې دلیل به يي دا وي چې غني د ټاکنو او نورو ملي موخو لپاره یو وړ او کاري ، ملي تشکل نه لري .
اوس ددې وخت رارسېدلئ ، ټول هغه کسان چې ټاکنیز کمپاین کې يي د اشرف غني د تګلارې ملاتړ کړئ او هغه ته يي ووټونه ورکړي ، په یوه سیاسي ملي تشکل کې چې توپیر نلري د سازمان او یا غورځنګ بڼه ولري ، راټول شي . داسې سازمان به د هېواد سیاسي منځتشه هم ډکه کړي چې همدا اوس شتون لري . بلخوا که د ټاکنو پایلې د غني په ګټه هم ونه خیژي ، موږ به د سبا لپاره یو غښتلئ او پیاوړئ اپوزیشن ولرو .
یو ملي اپوزیشن ته چې د ملي ګټو پرچورلیز جوړ شوئ وي، مبرمه اړتیا لېدل کیږي . په تېرو څو کلونو کې چا چې د اپوزیشن پېښې کولې هغوی هم ښه په مړه خېټه له دولته خوړله او هم يي په درواغو د اپوزیشن دعوه کوله . همدا اپوزیشن چې نظارشورا او جمعیت پرمخ بیوه د هېواد پر ملي ګټو نه ، بلکې د خپلو ځانګړو قومي ، ژبنیو او سمتي ګټو پر بنسټ ولاړ و . دغې اپوزیشن د کرزي پر دولت د سمون لپاره نېوکه نه کوله بلکې د دولت پر وړاندې يي هر ډول سبوتاژ پرمخ بيوه .
خو کله چې موږ دلته د اپوزیشن خبره کوو ، هغه به د دولت پر وړاندې د سمون په موخه وي او په ملي ګټو به ډډه لګوي .
موږ ته پکار ده همدا نن د ملي تشکل د بنسټ ډبره کېدو ، که د ټاکنو د وخت زوږ او لیوالتیا تېره شي بیا به ناوخته وي . موږ باید خپل امکانات په دې لارکې یوله بله ونه سپموو او په هېوادنۍ مینه ددغسې ګټور کار لپاره مټې رابډ وهو .
د علمي تګلارو پلي کول ، ملي موخو ته رسېدل او هېواد د دیموکراسۍ په بهیر ورسمول ، د یوه غښتلي او پیاوړي ملي سازمان څخه پرته ناشوني دي .

پای


Ghairat
27.08.2009

ډاکتر صیب مرادزی ښې چارې!
تاسو ته ښه معلومه ده چې د ټاکنیزپلوي له پاره د غوښتنو پراخ بنسټه اتلاف هم بسانده وي، اوکه اتلاف هم وجود ونه لري هر سړی د بیلابیلو علایقو له پاره له یوه
اوعین کاندید څخه ملاتړ کولی شي،خو په غورځنګ او سازمان کې بیا د علایقو ،اهدافو، لارط اومیتود وحدت او د شتراتیژي اوټاکټیک یووالي مطرح وي چې د یوه انتخاباتي یووالی سره ډیر توپیر لري ،ولې بیا هم ستاسې وړاندیز پر ځای دی اوخپل معقولیت لري ،ځکه نوموړی توپیر دا معنی نه لري چې ګنې یو انتخاباتي یووالی په یوه غورځنګیز یا سازمانیز یووالي نشي اوښتلی!
زما په اند خو اشرف غني په انتخاباتي پروګرام کې ډیر فشار په ملي،اسلامي بنسټونواوکاري پوهې غورځاوه، چې د غورځنګ یا سیاسي ګوند له پاره ښايي
د دریم ټکي پر ځای ولسواکي د بشپړونکي بنسټ په توګه ورزیاته شي څو ددریواړو بنسټونو ارګانیک وحدت وکولای شي د افغانانو دسیاسي يوموټيوالي له پاره یو پراخه غورځنګ یا لوی افغانشموله سیاسي سازمان رامنځته کړي ،خو دا ستر بری به له مشرتابه څخه ژور تیوریکي او مدبرانه عملي نوښتګري وغواړي، چې تمه یې له ډاکتر اشرف غني څخه بالکل په حقه سره کېدلی شي!
پوښتنه داده چې د غورځنګ یا سازمان له دغه ملي اسلامي ولسواک وحدت څخه به ځیني سیاسي تنګنظري په شا هم ونه تښتي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more