نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
امریکایان دافغانوژنې لپاره ديوې بلې جبهې په تکل کې
و.افغان
26.08.2009
امریکایان دافغانوژنې لپاره ديوې بلې جبهې په تکل کې
درنو وروڼو !
سلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
څو ورځې وړاندې د امريکا د وسله والو ځواکونو مشر اميرالبحر مايک مولن د افغانستان حالات بحراني او مخ پر خرابېدو په ګوته کړل.
نوموړي وويل چې امريکا تر اوسه افغانستان ته د نورو اضافي سرتېرو د لېږلو کومه پرېکړه نه ده کړې .
مايک مولن وويل د امريکايي ځواکونو تمرکز پر دې دی، چې په افغانستان کې امنيت ټينګ کړي :
((همدا ماموريت دی، چې پوځ ورته مخ اړولی او جنرال مک کريسټل همدا اوس پرې کار کوي، تمرکز افغانانو ته د امنيت پر ټينګولو او خلکو دی . دا يو مهم بدلون دی، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې موږ ورته پام اړولی دی . دا هغه څه دي، چې موږ دواړه ښه پرې پوهېږو چې افغانان د خپل امنيت په اړه څه احساس کوي ، هغه امنيت چې دمګړۍ ډېر خراب دی او ورځ تر بلې ډېر خرابېږي .))
درنو وروڼو!
په افغانستان کې اوس هم کافي عدد امريکايي عسکر پراته دي، په هر قسمه وسلو
سمبال دي، چې دوی دامنيت په راوستو کې پاتې راغلل، نو که ددغه شمير دوه چنده
نور هم راشي، امنيت به ټيڼګ نه کړي.
ددغه امريکايي جنرال له څرګندونو وروسته دومره وخت تير نه وو، چې په کندهار
کې خونړۍ چاودنه رامنځ ته شوه، او له څلويښتو زيات يې ووژل، دا چاودنه په دې
ډک بازار کې چا وکړه؟
طالبانو خو يې پړه په غاړه وانخيسته، بلکه ويې غندله، او طبيعي خبره ده چې
دمقاومت ځواکونو له خوا هيڅکله دداسې چاودنې تصور ممکن نه دی.
په کانګرس کې ډیر سناتوران افغانستان ته دنورو ځواکونو لیږدولو ته اړتيا نه ويني،
دامريکا دفاع وزير څه وخت مخکې وويل: چې دوی دنورو اضافي سرتيرو دليږلو
په اړه هيڅ سوچ نه لري.
خو څنګه چې دافغانستان دجګړې اصلي طراحان او پاليسیيان ضرورت ويني
چې افغانستان ته نور اضافي سرتيري وليږل شي، تر څو دغه جګړه په سوچه امريکايۍ
جګړې بدله کړي، دنورو دولتونو او ملل متحد رول په کې بيخي له منځه يوسي، او
افغانستان دامريکا په يوه ولايت بدل کړي.
دهمدې لپاره پرون دکندهار چاودنه امريکايانو وکړه، دا يې پيل دی، او نورې داسې
ډیرې چاودنې به هم رامنځ ته کيږي، او مظلوم بیګناه افغان ولس به دظالمو سياستونو
قرباني کیږي.
خو لعنت او زر ځله لعنت په هغو خبيثو خرڅ شوو افغانانو چې په دې هر څه خبر دي،
خو بيا هم په خولې لاس راکشوي، او خپل جیب له ډالرو ډکوي، او دعام ولس ډلييزه
وژنه يې زړه نه ترهوي.
په درنښت
Re: امریکایان دافغانوژنې لپاره ديوې بلې جبهې په تکل کې
pattang
26.08.2009
ساپی صيب سلا مونه !
دا کارونه او داسې نوريې هم په تېرو کې ، ډېر په غرب کې پراته روڼ اندي لکه
د ادم خان د هجرې لټان يې پر طالب ورتپي.
د ا عمل دمفعول کرزي ، CIA او دهغه د پنجشيري بانډ او ملګرو کار دی چې پښتانه وژني ٠ دوی پر دې ستراتېږي پښتانه وژني ، ډبل ډبل دالر اخلي نو لدې
بل کوم ښه تجارت شته ?. يو سړی چې شرافت ونلري نو هغه په داسې کارو څه شر ميږي? اسلامي عقيده او انسانيت هيڅ مانا نه ورته لري٠
خدای پاک د طالبان موفق او له پخوا څخه سياسي هوښيار کړي٠
[quote:73df6637bb="وهاج ساپی"]امریکایان دافغانوژنې لپاره ديوې بلې جبهې په تکل کې
درنو وروڼو !
سلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
څو ورځې وړاندې د امريکا د وسله والو ځواکونو مشر اميرالبحر مايک مولن د افغانستان حالات بحراني او مخ پر خرابېدو په ګوته کړل.
نوموړي وويل چې امريکا تر اوسه افغانستان ته د نورو اضافي سرتېرو د لېږلو کومه پرېکړه نه ده کړې .
مايک مولن وويل د امريکايي ځواکونو تمرکز پر دې دی، چې په افغانستان کې امنيت ټينګ کړي :
((همدا ماموريت دی، چې پوځ ورته مخ اړولی او جنرال مک کريسټل همدا اوس پرې کار کوي، تمرکز افغانانو ته د امنيت پر ټينګولو او خلکو دی . دا يو مهم بدلون دی، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې موږ ورته پام اړولی دی . دا هغه څه دي، چې موږ دواړه ښه پرې پوهېږو چې افغانان د خپل امنيت په اړه څه احساس کوي ، هغه امنيت چې دمګړۍ ډېر خراب دی او ورځ تر بلې ډېر خرابېږي .))
درنو وروڼو!
په افغانستان کې اوس هم کافي عدد امريکايي عسکر پراته دي، په هر قسمه وسلو
سمبال دي، چې دوی دامنيت په راوستو کې پاتې راغلل، نو که ددغه شمير دوه چنده
نور هم راشي، امنيت به ټيڼګ نه کړي.
ددغه امريکايي جنرال له څرګندونو وروسته دومره وخت تير نه وو، چې په کندهار
کې خونړۍ چاودنه رامنځ ته شوه، او له څلويښتو زيات يې ووژل، دا چاودنه په دې
ډک بازار کې چا وکړه؟
طالبانو خو يې پړه په غاړه وانخيسته، بلکه ويې غندله، او طبيعي خبره ده چې
دمقاومت ځواکونو له خوا هيڅکله دداسې چاودنې تصور ممکن نه دی.
په کانګرس کې ډیر سناتوران افغانستان ته دنورو ځواکونو لیږدولو ته اړتيا نه ويني،
دامريکا دفاع وزير څه وخت مخکې وويل: چې دوی دنورو اضافي سرتيرو دليږلو
په اړه هيڅ سوچ نه لري.
خو څنګه چې دافغانستان دجګړې اصلي طراحان او پاليسیيان ضرورت ويني
چې افغانستان ته نور اضافي سرتيري وليږل شي، تر څو دغه جګړه په سوچه امريکايۍ
جګړې بدله کړي، دنورو دولتونو او ملل متحد رول په کې بيخي له منځه يوسي، او
افغانستان دامريکا په يوه ولايت بدل کړي.
دهمدې لپاره پرون دکندهار چاودنه امريکايانو وکړه، دا يې پيل دی، او نورې داسې
ډیرې چاودنې به هم رامنځ ته کيږي، او مظلوم بیګناه افغان ولس به دظالمو سياستونو
قرباني کیږي.
خو لعنت او زر ځله لعنت په هغو خبيثو خرڅ شوو افغانانو چې په دې هر څه خبر دي،
خو بيا هم په خولې لاس راکشوي، او خپل جیب له ډالرو ډکوي، او دعام ولس ډلييزه
وژنه يې زړه نه ترهوي.
په درنښت[/quote:73df6637bb]
Ghairat
26.08.2009
وهاج صیب ویل کیږي چې اصل اواصیل افغاني طالبان دا کار نه کوي، خودوه ډلې نورې هم شته چې چاودنې دوی کوي ،خود جنایت یا قهرمانۍ نوم یې پر طالبانو
لوروي :
یوه ډله د افغانستان دولتي مافیا ده او بله د ISI تر کنترول لاندې ارزل طالبان دي ،چې د ISI په مستقیمه مشرۍ او سازماندهي ځان وژونکي بریدونه اوچاودنې تر سره کوي !
دا د افغاني طالب د رهبرۍ لاندې کار نه کوي ،خوهغوی یې مخه نشي نیولای
او پر ضد یې راپاڅېدلای هم نشي ۰
که اصیل طالبان تل ددغسې بریدونو پړه رد کاندي ددولتي مافیا اود ISI مزدوران
بّه دواړه اوددوی تر منځ تړاوونه به هم رسوا شي!