د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغان انتخابات د ملنډو ډرامه !

باتور
20.08.2009

دا انتخابات به وسی ، خو دا چي خورا ډیر افغانان کرزﺉ نه خوښوی، نو ممکن خبره بلی خوا ته ولاړه سی . ښایی واشنګتن د سی آی اې لخوا تصویب سوﺉ د نړیوال بانک « مدیر» د بیچاره کرزي پر ځای وترپی ، او دوه اړخیزه په نوم مشر ترې جوړ کړی . خو هر څوک که یې وګټی ، د افغانستان اصلی مشر به دولسمشر بارک اوباما لخوا کښېنول کیږی .

وران ویجاړ افغانستان په نهیلۍ سره داسی واقعی او صادقانه انتخاباتو او صبرناکی ملی پخلاینی ته اړتیا لری چی د بهرنۍ لاسوهنی او جوړونی څخه آزاد وی . هو، سولی ته اصلی او رښتیانۍ لاره همدغه ده .

خو اوباما سره له دې چي نسی کولای چي موده یې په دقت سره وټاکی ، بیا هم په نامیندۍ سره د یو څه بریالیتوب په تمه دی . لوی امریکایی جنرالان اخطار ورکوی چي که امریکایی پوځیان دوه چنده زیات نسی، نو ښایی په افغانستان کي د ماتې سره مخامخ سو . امریکایان او کاناډایان دې ته چمتوینه نیسی چي دا جنګ « دافغان دیموکراسۍ د دفاع په خاطر » نور هم پراخ کړی .

کاناډا ، برتانه او د ناټو نور غړی ځکه وارخطا او بیریدلي دي چي تلفات یې په چټکۍ سره زیاتیږی ، او هغوی خپلو رایی ورکونکو ته د افغانستان د استعمار ددې بدبختۍ څخه د وروړاندی کولو بل هیڅ شی هم نلری بېله دې چي د مړو تابوتونه وروړی او د منځنۍ آسیا د تخیلی تیلو او ګازو د خیال پلو پوچ امیدونه ورمخته کړی . پای

ژباړن : نثار احمد «صمد» ) د لر او بر ويبپاڼه(

په درنښت


pattang
20.08.2009

وروڼو په اشغال شوي ملک کې انتخابات يانې څه ? هسې د CIA او صليبي
اشغالګرو يوه ډرامه ده ! هر څوک چې انتخاب شي اجنټ به وي٠
پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more