د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دغه انسان وژنه چې ځینې ورته مقاومت وایی د چا په ګټه ده

monir
19.08.2009

درنو لوستونکو! په افغانستان کې دغه انسان وژنه چې له هرې خوا نه روانه ده د چا په ګټه ده. آیا دغو ډلو او کړیو چې ځانته مقاوت وایی کله دا هم ارزولې ده چې دوی پرته د ځان او نورو بیګناه پښتنو له تباهۍ څخه په تېرو اتو کلونو کې کومه بله لاس ته راوڼه هم درلودله چې د دوی د کړنو د دوام انګیزه وي؟ دوی زړونه پدې خوښوي چې د څه مودې لپاره کله یوه او کله بله ولسولۍ د دوی تر ولکې لاندې راځي او هغه هم یواځې د پښتنو په سیمو کې . پوښتنه دا ده چې په هغو سیمو کې چې حکومت ونشو حاکمیت ټینک کړي زیان یې چاته ورسید؟ آیا د هغو سیمو خلک ډېر زیانمن نشول؟
زه خو پدې باور یم چې د پښتنو د تباهۍ لپاره یوه نړیواله دسیسه روانه ده. د ډېر خواشیني ځای دا دی چې پدې دسیسې کې خپله پښتانه ، ځینې د ناپوهۍ له کبله او ځینې د شیطنت له لارې ، تر ټولو ستر رول لوبوی.
پاک الله دې پښتنو ته د خپلو ګټو تشخیص کولو توان ور په برخه کړي .


کريم
19.08.2009

البته د بې ګناهو انسانانو وژنه لوی مصیبت دی چي پاک الله دي رحم وکړي،
خو ددې سره سره پاک خدای دي تا مونير ته عقل او بصويرت هم درکړي !!
:!:


Re: دغه انسان وژنه چې ځینې ورته مقاومت وایی د چا په ګټه ده

Lotfollah
20.08.2009

[quote:e8cdb371e3="monir"]دغه انسان وژنه چې ځینې ورته مقاومت وایی د چا په ګټه ده[/quote:e8cdb371e3]
نور به پرېږدوو زمونږ ګاونډﺉ هېواد پاکستان چې هېڅکله هم د افغانستان آرامۍ نه غوښتله لدې انسان وژنې څخه اعظمی ګټه پورته کوی. تاریخ شاهد دﺉ چې پاکستان د افغانستان د بې ثباتۍ په پلمه په پراخه پیمانه نړیوالې مرستې جذیوي پدې معنی چې د افغانستان بې ثباتي د پاکستان لنګه غوا ده!


باتور
23.08.2009

منيرخانه محترمه !

دغه انسان وژنه او انسان ژوبلونه چي له هري خوا را روانه ده، صرف د امريکايانو په ګټه ده!
آيا هغو چي ځانونه د عقل خاوندان، د ديموکراسۍ مخترعان او د بشر د حقوق پلويان بولي، کله يې دا فکر هم کړی چي د نورو ملکونو وګړي هم د دوی په شان انسانان دي؟ . . ولو که يې مخان يو څه سپېره او کالي يې يو څه خړ او په خاورو ککړ دي .

دا د انګرېز زامن له لسېزو را په دې خوا د نړی په هر ګوډ کي د پيسو او چل په زورخپله لمن خپروي او د نړی د نورو وګړو طبيعي، انساني، فکري او حقوقي ارمانونه او حقونه تر پښو او بمو لاندي کوي.

ګناه نه د پښتنو د بې اتفاقۍ او نه هم د طالبانو د بې لارۍ ده. .

اوبه له پاسه خړي سوي او لا هم پسې خړېږي . .

په درنښت


مسلم جان
24.08.2009

روژه مو مباركه شه.

دقدر وړ مونېر سيب كه خاطر نه درنوئ ستاسو ليكنه له يولړ ډيرو املايي نيمګړتياوو ډكه وه دا ده تصحيح شوي بڼه يې ستاسو حضور ته ږدم:
----------------------------

درنو لوستونکو! په افغانستان [color=red:f46f752463]او نوره اسلامي نړۍ[/color:f46f752463] کې دغه انسان وژنه چې له هرې خوا نه [color=red:f46f752463]پرمسلمانانو[/color:f46f752463] روانه ده د چا په ګټه ده. آیا دغو ډلو او کړیو [color=red:f46f752463]او هيوادونو[/color:f46f752463] چې ځانته [color=red:f46f752463]له تروريزم سره[/color:f46f752463] مقاومت وایی کله دا هم ارزولې ده چې دوی پرته د ځان او نورو بیګناه [color=red:f46f752463]مسلمانانو[/color:f46f752463] له تباهۍ څخه په تېرو اتو کلونو کې کومه بله لاس ته راوڼه هم درلودله چې د دوی د کړنو د دوام انګیزه وي؟ دوی زړونه پدې خوښوي چې د څه مودې لپاره کله [color=red:f46f752463]یو[/color:f46f752463] او کله [color=red:f46f752463]بل هيواد[/color:f46f752463] د دوی تر ولکې لاندې راځي او هغه هم یواځې د [color=red:f46f752463]مسلمانانو[/color:f46f752463] په سیمو کې . پوښتنه دا ده چې په هغو [color=red:f46f752463]هيوادونو[/color:f46f752463] کې چې [color=red:f46f752463]اسلامي[/color:f46f752463] حکومت [color=red:f46f752463]ونشو كولى[/color:f46f752463] خپل حاکمیت ټینک کړي زیان یې چاته ورسید؟ آیا د هغو سیمو [color=red:f46f752463]عام[/color:f46f752463] خلک ډېر زیانمن نشول؟
زه خو پدې باور یم چې د [color=red:f46f752463]مسلمانانو[/color:f46f752463] د تباهۍ لپاره یوه نړیواله دسیسه روانه ده. د ډېر خواشیني ځای دا دی چې پدې دسیسې کې خپله [color=red:f46f752463]مسلمانان[/color:f46f752463]، ځینې د ناپوهۍ له کبله او ځینې د شیط[color=red:f46f752463]ا[/color:f46f752463]نت له لارې ، تر ټولو ستر رول لوبوی.
پاک الله دې [color=red:f46f752463]مسلمانانو[/color:f46f752463] ته د خپلو ګټو تشخیص کولو توان ور په برخه کړي . [color=red:f46f752463]آمين[/color:f46f752463]


Lotfollah
26.08.2009

داسې ښکاري چې طالبانو له کندهاریو څخه په ټولټاکنو کې د دوی د ګډون غچ واخیست :

ویل کېږي چې په کندهار کې په يوه ځانمرګي بريد کې تر 40 زيات کسان وژل شوي او تر سلو ډېر نور يې ټپيان شوي دي .
دا چاودنه تېر ماښام د روژه ماتي په وخت کې د کندهار په نوي ښار کې سپورټي سټیډیم ته څیرمه شوې او د پیښې په شاوخوا سیمو کې يې کورونه او مارکيټونه هم ویجاړ کړی دي.

لکه چې دا دنر بچي د وردګو د ټولټاکنو ګډونکونکو غوڅې شوې ګوتې یې هم روژه ماتي ته له ځانه سره راوړې وې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more