د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

امريکا او دوستم د طالبانو پر ضد ګليم جم ملېشه ګمارل غواړي

نقاد
10.02.2004

درنو لوستونکو ، خبري رسنيو راپور ورکړی چې امريکا د دوستم په مرسته د ګليم جم يوه پنځه زره کسيزه مليشه د پښتنو سيمو ته د امريکايې تجهيزاتو، اکمالاتو ، تمويل او معاشاتو سره د آلقاعده او طالبانو په بهانه استول غواړي دا پښتنو ته هغه ناوړه ګواښ دی چې د ډاکتر نجيب الله په وخت هم موجود و، ولې هغه يې مخه ونيوله ، خو اوس يې کرزی مخه نه نيسي . تاسو دغه ګواښ د پښتنې سيمو له پاره څومره خطرناکې بولئ ، او څنګه کيدای شي چې مخه يې ونيول شي ؟.


said
11.02.2004

وروڼو سلام عليکم [color=red:d08838fc0f][/color:d08838fc0f]
ډير مهم اودردناک مسله دی وړاندی کړيده،
ددي پوښتنی په ځواب کی بايد وليکم چه ،تر هغه وخته پوری،چه پښتانه يو مو ټې نشي او خپل منځي اختلافونه له مينځه شاته وا نچوي او تر څو چه د ټوپک او زور خيالونه هير نکړي ،له خپل منطق او شعور نه کار وانخلي او اوسنۍ شرايط مطالعه نکړی،همداسي نوۍ پديده به په صحنه کی پيدا کيږي او رښتيا هم چه دګيلی ځای نشته ،که په نړۍ کی د ځنګل قانون چليږي -په افغانستان کښې به بر عکس وې،موږکان به پيشو او پړانګ په موجوديت کښي به ا ټنونه کوې٠مونږ د ښاغلۍ کرزی /دا لمبر بدل افغان او پښتون/څخه غواړو چه د زمونږ غيرتي او پياوړی پاچا خان ځدراڼ سره يو مفکوره شي او دشمالي ټلوالو چاپلوسې پريږدي، او لږ دمظلوم پښتنوپه اوﻻدو او ټاټوبې باندی رحم وکړې٠دا خو ښکاره خبره د دنيا زور په پښتانه نرسيږې او نغواړي چه د دوي عسکر ژوبل شې،يو وار بيا د پخوانۍ کمونستانو سياست چه د ګيلم جمانو څخه ناوړي ګټه اخستل کېده ،اوس بيا هم هغه دوران تکراريږې ، او د ملي وحدت پر ځای به وينو ويالی راوان وي٠يه درناوي ٠ سيد ، پښور٠٠٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more