نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
' افغانستان ته ٤٥ زره نور پوځيان '
و.افغان
11.08.2009
' افغانستان ته ٤٥ زره نور پوځيان '
د مک کريسټل يوه جګپوړي سلاکار انتوني کورډزمن له برتانوۍ لندن ټايمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي که واشنګټن په ريښتيا د طالبانو ځپل غواړي، نو افغانستان ته بايد لږ ترلږه ٤٥ زره نور پوځيان هم ولېږي .
نوموړی وايي چې د دې ترڅنګ امريکا بايد د افغان ځواکونو پر ډېرولو هم کار وکړي .
له امريکا د نويو سرتېرو د استولو غوښتنه داسې مهال کېږي، چې د دغه هېواد د ملي امنيت سلاکار جيمز جونز ويلي د دفاع وزارت (پنتاګان) يوه کال ته اړتيا لري، چې په افغانستان کې يې اوسنۍ تګلاره بريالۍ خېږي او که څنګه .
کارپوهان په دې اند دي چې په افغانستان کې د امريکا ماموريت تر عراقه څو برابره پېچلی او ستونزمن دی، په ځانګړې توګه هره مياشت د افغانستان پر روانه جګړه ميلياردونه ډالره لګښت راځي .
http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/08/090811_hh-chrystal-taliban-afg.shtml
______________________
دامريکايي جنرال پورتنۍ څرګندونې ستاسو په اند څه معنا لري؟
په درنښت
ډاکټر څپاند
11.08.2009
افغانستان منځنی اسيا،هند اوچين ته هغه دهليزدی چه دبشريت په تاريخ
کی هرنړيخوار ځواک دهغې نه په تیريدو بغير خپلوناوړه اوغير انساني اهدافو
ته درسيدونه عاجز پاته دي٠
په روان حال احوال کی غربيان ،له يوی خوا وطنپاله قوتونه په ډيره بيرحمۍ
سره ځپي مګرله بلې خوا دISI په مرسته ځينې زرخريده ډلې د طالبانوتر
نامه لاندي تقويه او پدی ډول زموږ په هيوادکی دخپلو نظامي قوتونودزياتوالي
لپاره بهانې جوړوي٠
ځينی خلک لکه کرزی او عبداله ئی پيژندل شوي غلامان دي،ځيني نور دغرب
ددښمن ترنامه لاندی ،په پټه خدمتګاران اوځينی نور دارتجاع ضد،فونده مينتاليزم ضد اوکمونيزم ضد تراحساساتي شعارو لاندی په غيرمستقيم
ډول دهغو داهدافودتحقق لپاره په فعاليت بوخت دي٠
stanizy
14.08.2009
تولو يارانو ته خوازه سلامونه دالي كوم
سوبت خانه به لندو تورو كي به دي د ليك جواب داسي دركم <كه خبه كيزي نه> جي تاخو د خيالي وهمونو يو لوي جوال به خبلو وكو باركري .
ياره كه داسي ووي نو بيا ته هم دادي لكيايي ليكل كوي نو ته هم ستا د دي وهم لاندي رازي , جي ته به دجالباره كار كوي.؟؟؟
ليك مي بشتو توري نه لري بخشنه خوارم
و.افغان
14.08.2009
ستانیزی صاحب:
په خیر راغلئ.
ستاسو دخبرې په تأييد:
ځېني خلک دغلطو وهمونو په نړۍ کې دومره ډوب شي، چې ځمکه ورته اسمان
ښکاري، او آسمان ځمکه، رڼا ورته تياره ښکاري، او تياره رڼا ...... او داسې پسې ورځه:
لږ بايد دتعقل څخه کار واخيستل شي:
دمقاومت سنګر به کمۍ ضرور لري، خو غلام ذهنه نه دي، او نه به شي:
دجانب مقابل سرکوزو سره دهغوی دپرتله کولو مجال نشته:
ولې؟؟
ځکه چې:
دمقاومت شاه زلمي له پيله دښکيلاګرو خبرو او شرطونو ته تسليم نشول، او اوس
هم په خپله خبره ولاړ دي، خپل دولت يې له لاسه ورکړ، خو له مبادئو تير نشو:
دمقاومت شاه زلمي دښکيلاګرو په وړاندې په ميړانه جنګيږي، له سره تير دي، او
هر وخت يې افراد دشهادت جامونه څښي:
دمقاومت شاه زلمي في سبيل الله جهاد کوي، دوطن آزادي غواړي، له وطن څخه
دښکيلاګرو وتل غواړي:
دمقاومت دشاه زلمو دجګړې او مقاومت له برکته نن سرکوزي نا اهله خلک په
اوچتو خو بيواکو چوکيو ناست دي، له ډالرو جيبونو ډکوي، دسويسرا اکاونټونه ډکوي، دا هغه خلک دي چې دجګړې په پیل کې يې ښکيلاګرو ته دټلويزونونو له
لارې چيغې وهلې، تاسو چې کوم بمونه په طالبانو غورځوئ، ډېر واړه دي، بمونه
غټ کړئ، او بمبار تېز کړئ.
دغه سرکوزي اوس
ښکيلاګرو ته شپه او ورځ ځارۍ کوي، چې ګورئ لاړ نشئ، او که تاسو لاړ شئ، نو
ځمونږ به څه کيږي؟؟؟!!
دملت ناموس، خاوره، او پت پلوري.
نو نتيجه دا شوه، چې هر هغه څوک چې دغه سرکوزي دښکيلاګرو ايجنټان نه بولي،
او بالمقابل دمقاومت په ځواکونو داینجنټوب ټاپې وهي، نو دی له عقل سره دښمني
کوي، ژر ژر دې داعصابو يا نفسي ناروغيو کوم متخصص ته رجوع وکړي:
په درنښت