نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دایران، پاکستان، هندوستان، دګازو نللیکه
و.افغان
10.08.2009
سبا د سې شنبې په ورځ به په ايران كې د پاكستان او ايران تر منځ د ګازو په نل ليكه مذاكرات پيل شي، چې شپږ ورځې به دوام وكړي، د ايران د سرمايه كارۍ ډايركټر جنرال حجت الله به د درېمګړي په ډول په دې مزاكراتو كې ګډون كوي، په نړېواله كچه د روس پسې ايران د ګېس د ډېرو زخيرو درلودونكى دوهم لوى هېواد دى.
http://www.tolafghan.com/posts/14591
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
درنو وروڼو !
سلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ددغه پايپلاين پروژه راته ډيره خطرناکه بريښي، دغه پايپلاين لکه څنګه چې ايراني
دولت ته په داسې سختو شرايطو کې چې ورځ په ورځ پرې بندیزونه ډيريږي، ګټوره
تمامیږي، له دې څخه زيات پاکستان او هندوستان
ته ګټور دی.
دغه دګازو پايپلاين به دپاکستان دګازو کمۍ پوره کړي، او په دې سربيره به
پاکستان هندوستان ته ددغه ګاز په ليږدونه ښه اوچت ترانزيتي ټکسونه
واخلي، په دې سربېره به پاکستان له دغه ګاز سره سره له ایران ۱۱۰۰ میګاواټه
برق هم راتير کړي.
دهندوستان او امريکا دښو نږدې اړيکو سره سره هندوستان دامريکا هغه بلنه رد
کړه، په کومه چې کې ترې غوښتي وو، چې له ياغي ايران سره دهغه دځواک په تکړه
کيدو کې مرسته ونه کړي، هند ځکه دغه بلنه رد کړه، چې هندوستان کې پرمختګ ډیر
په چټکۍ سره مخ ته روان دی، هند تيلو، ګازو او نورو طاقتي موادو ته اړتيا لري، چې
خپلې فابريکې پرې ګرمې وساتي، او صناعت ته وده ورکړي.
افغانان ددغه اقتصادي پلان په اړه څه موقف نیولی شي؟
افغانانو ته ددې پايپلان له غزولو څخه ډیر ضرورنه را منځ ته کيدای شي:
۱ - په دې پايپلاين غزيدو سره دهند او پاکستان کولمه تړل کیږي، دهند او
دپاکستان نږدې والې پرې منځ ته راځي، چې دا دافغانانو په ضرر تمامیږي، افغانستان
دپاکستان لپاره په یوې آسانه مړۍ بدلیدای شي، ځکه چې هيڅکله به هند ونه
غواړي، چې دخپل اقتصادي پراختيا په تاوان له افغانستان څخه ملاتړ وکړي، هند
کوښښ کوي، چې دافغانستان په شمول له منځنۍ آسیا څخه دخپلو منتجاتو يو استهلاکي بازار جوړ کړي.
۲ - دا پايپلاين کولاي شي دهغه پايپلاين اهميت کمزورۍ کړي، کوم چې ديونيکال
او بريډاس شرکت غوښتل چې له ترکمنستان څخه يې په افغانستان راتير کړي،
البته طالبانو له يونيکال سره دغه عرض ونه مانه، او سبب یې فکر کوم چې دالقاعده
والا تأثیر وو.
دغه پايپلاين کولای شول، چې په زرګونو افغانانو ته کار روزګار پيدا کړي، او
په دافغانستان دامن راوستلو لپاره کليد رول ولوبوي، البته ايران هغه وخت هم
دا نه غوښتل چې دغه پايپلاين په افغانستان تير شي، او دافغانستان بې امني
يې دليل وړاندې کاوه، سره له دې چې دامريکا او ایران اړیکې خړې پړې وې،
بيا هم ايران له امريکا غوښتي وو، چې دغه پايپلاين دایرانې خاورې څه تير کړي،
څومره معلومات چې لرم نو امریکايانو ځکه ايرانې عرض ته غاړه نه کيښوده، په
دې چې يو خو يې له ايران سره اړيکې جوړې نه وي، او بله دا چې امريکا لپاره د
ایران له لارې پايپ غزول ډیر ستونځمن بريښيدل، او تقريبا نږدې دافغانستان
په پرتله دوه چنده خرچه پرې راتله.
۳ - دايران لپاره دغه پايپلاين له اقتصادي لحاظه سياسي ډيره ګټه لري، داسې
به پاکستان او ایران دواړه خپلمنځو کې سره ددواړو خواوو بلوچو بیلتون
غوښتونکو په وړاندې لاسونه سره ورکړي، تر څو ددواړو هيوادونو ځمکنۍ
بشپړتيا ته تهديد له منځه لاړ شي.
۴ - ددغه پروژې اتفاق تقريبا دبشپړ کيدو بهير ته نږدې شوې، البته تر اوسه دهند
او پاکستان تر منځ دترانزيټ په ټکسونو څه مخالفتونه شته دي.
پاتې دې نه وي، چې دغه ګاز هندوستان ته دترکمنستان له ګازو ډير آرزانه پريوځي،
همدارنګه دايران پاکستان او هندوستان پروژه نسبت دترکمنستان افغانستان پاکستان هندوستان پروژې ته په لږ مصرف رامنځ ته کيدلی شي.
دافغانستان ټول افغانان دځان څخه ددفاع دمجوز له مخې حق لري، چې په هر طریقه
کولای شي، دا پروژه له منځه يوسي، او ناکامه يې کړي.
ستاسو څه نظر دی ؟؟
په درنښت
http://www.al-akhbar.com/ar/node/71957
..Ahmadzai
11.08.2009
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
وهاج صاحب ډیر غټ خوبونه وینې ، آفغانستان آو آفغانان په څه حالاتو کې دي آو ته څومره لویی تمې لرې، اوس مهال مونږه خپله ازادۍ نه لرو مونږ ښکیلاک سره مشت ګریوان یو ، مونږ له خپل هیواد څخه پردي لنډغر نسو اِیستلی، که غوښتنه مو له مقاومت څخه وي چې دغه پروسه ناکامه کړي، نو مجاهدین خو نور ډیر سخت مصروفیت لري، او دا به د عقل نه لرې خبرې وي چې دوي به وکړی سي چې دغه پروسه ناکامه کړي، او که غوښتنه مو له دولت څخه وي نوبیا باید خپل افکار د سپینې ماڼۍ سره شریک کړې، او هغوۍ ته دې اندېښنه څرګنده کړې او کومک ترې وغواړې ترڅو درته دغه پروسه ناکامه کړي.
مونږ هیڅ نسو کولی، موږ نه خپه نسې.
په درنښت
احمدزی
و.افغان
11.08.2009
محترم احمدزی صاحب:
افغانان چې په اوس مرحله کې يواځې خپلې اقتصادي ګټې وپيژني، نو دا هم ډیره
لويه خبره ده، دفاع خو لا پر ځای پريږده، افغان خواوس دخپلې بقا په جګړه بوخت
دي.
احمدزی صاحب: که چيرته دامريکايانو لپاره اقتصادي ګټې پرته له جګړې په منطقه
کې تأمين شوي وای، امريکايانو په افغانستان باندې حملې ته اړتيا کیدای شوه
نه وای ليدلې، بلکه دافغانستان دامن ساتل به دامريکايي بهرني سياست
داستراتيژۍ يوه برخه وه.
لکه څنګه چې دخليج امنيت ساتل دامريکا دبهرني سياست داستراتيژۍ يوه برخه
ده.
دافغانستان امن امريکا پاکستان ته سپارلی
وو، يونيکال دپاکستان له لارې په طالبانو ډيره خرچه وکړه، دهمدې په خاطر چې
طالبان په افغانستان کې امنيت ټينګ کړي، او دوی دترکمنستان دقزوين څخه
دافغانستان له لارې دګازو دپايپلاين دا راتيرولو پروژه خپله کړي. په دغه پروژه کې کرزي ديونيکال
ديوه مستشار په توګه دنده ترسره کوله، البته له زلمي خليل زاد څخه ډير ټيټ وو.
طالبانو په پيل کې ددغې پروژې دپلې کولو لپاره څه نا څه موافقه ښودله، خو
وروسته په څټ شول، داسې ويل کیږي، چې دا دالقاعدې تأثیر وو، دلته يوه بله نيمه
خليجۍ او ارجينټینۍ شرکه وه چې بريداس نوميده، او دالقاعده دمشرانو زړه وو
چې دغه پروژه يونيکال نه بلکه بريډاس واخلي، ځکه چې عربو تاجرانو هم په دغه
شرکه کې اسهم لرل.
دطالبانو دقاطع رد څخه وروسته ورته ديونيکال استازي وويل:
اما ان تقبلوا بعرضنا علی بساط من ذهب او نقوم بدفنکم تحت بساط من القنابل:
يا به زمونږ غوښتنه دسرو زرو توشک له پاسه قبلوئ، او يا به مو دبمونو دتوشک
لاندې خښ کړو.
پاتې دې نه وي، چې دايراني امريکايي مخالفت سره سره ایران دغې پروژې ته ډیر
تږۍ وو، او وار په وار يې غوښتنه کوله، چې دغه پايپلاين له ايران له خوا تير شي،
فکر کوم چې دغه پروژه دافغانستان له يونيکال ته ۹۰۰ کيلومټره تماميده، او دايران
له لارې ۱۷۰۰ کيلومټره تماميده.
زه هسې يوه پوښتنه لرم، چې عرب اوروپا، امريکا، چين، او جاپان ته تيل ورکولې
شي،نو که دافغانستان له لارې ديوه امريکايي شرکت دګازو پايپلاين تېر شوې
وای، نو دې کې به کومه بده خبره وه؟؟
چې دالقاعدې والاوو په افغانستان دغه پروژه پيرزو نشوه، ددغه پروژې په وجه
افغانستان امريکې ته نه، بلکه امريکا افغانستان ته محتاج کيده.
په هر حال چې دايران په څير ددښمنانو په افغانستان باندې داسې پروژه ونه لورېده،
نو افغانان هم حق لري، چې دهغوی اقتصادي پروژې ناکامې کړي.
دا دهر افغان مسؤوليت دی، که دطالب وسعه پرې رسيږي، او که په حکومت کې د
ځینې افغانانو وسعه پرې رسيږي، افغانان د يادې شوې پروژې دناکامۍ لپاره
کولای شي،
چې په يوه تار لوبه پيل کړي، هغه تار اوس شته دی، البته ځواکمنیدل غواړي.
په درنښت
Ghairat
20.08.2009
سلامونه اودرناوی!
[quote:1ee7292ce8]دلته يوه بله نيمه خليجۍ او ارجينټینۍ شریکه وه چې بريداس نوميده، او دالقاعده دمشرانو زړه وو چې دغه پروژه يونيکال نه بلکه بريډاس واخلي، ځکه چې عربو تاجرانو هم په دغه شرکه کې اسهم لرل. [/quote:1ee7292ce8]
د روښانتیا له پآره آړینه ده چې دخلیج او عربي تت اوعام نومونو پر ځای د سعودي مشخص نوم وضع کړو، ځکه په نوموړې شرکه (شرکت) کې سعودي شریک دی او د القاعدې مشر اسامه بن لادن هم یو سعودئ دی، نو دلته هم د هغه د اسلامي چغو پر ځای له ناسیونالستي افغاندوښمنه ګټو څخه پرده پورته کیږي اوهم د طالبانو بیسده ، پښتوندوښمنه ، پردی، ملي ضد سیاست پرې رسوا کیږي !
و.افغان
20.08.2009
غیرت صاحب:
بن لادن له اصله یمنی دی، دسعودي جنسيت یې پلار ته ورکړل شوی وو، په کال 1996
کې ترې سعودي جنسيت يا تابعيت بېرته واخيستل شو، نو ځکه خو ورته سعودی نشو
ويلی، که تاسو سره څه معلومات وي، چې په دبريډاس په شرکت کې سعوديان وو،
نو له مونږ سره يې شريک کړئ، زه تر اوسه داسې څه معلومات نه لرم.
بله خبره داده، چې طالبانو ويل: چې ديونيکال دعرض يا معاملې په پرتله
دبريډاس شرکت عرض يا معامله دافغانانو لپاره ګټوره ښکارېده، نو ځکه یې بريډاس
شرکت سره موافقه وکړه، او يونيکال يې ځواب کړ، داسې هم ويل کیږي، چې طالبانو
له يونيکال څخه ډېر لوړ ګمرک يا ترانزیت غوښتی وو، چې ورکولو ته یې يونيکال
تياره نه وه، په هر حال طالبانو ته پکار وو، چې دسيمې امنيت چې تر ټولو لویه
ګټه ده، باید په نظر کې يې نيولی وای، کوښښ یې کړی وای چې يوه لنډ مهاله
قابل للتجديد يو عقد یې سره لیکلی و ای، تر څو دغه نلليکي له افغانستان څخه
تېرې شوي وای، بيا امريکا خپله تړل کیده، لکه اوکرانيا چې نن سبا روسیه کلکه
تړلې ده.
متأسفانه چې داسې ونشول، له طالبانو له رد څخه وروسته دبوش ادارې دحملې
پروګرام نیولی وو، خو د ۱۱ سبتمبر حادثې دحملې وخت رامخکې کړ.
په هر حال دا خبرې اوس کومه ګټه نه لري، يواځې يوه ګټه لري، چې ځمونږ ځوانان
له خپلو ملي ګټو باخبره شي، او دخپلې وسعی په اندازه ترې دفاع وکړي.
دیوه هيواد اقتصادي بنیاد دهغه دسياسي آزادۍ لپاره يو اړين شرط بلکه رکن دی،
او تر څو چې مونږ قوي ځواکمن اقتصادي بنیاد ونه لرو، نو دسياسي آزادۍ لاپې
شاپې مو هيڅ معنا نه لري.
په درنښت