د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کرزی، احمدزی او که عبدالله ؟

باتور
08.08.2009

کرزی، احمد زی او که عبدالله ؟

له ډېره موده را په دېخوا زموږ روښان اندي هوښياران د ورځپاڼو، راډيوګانو، ټلوېژيون او انترنتي ويبپاڼو له لاري د راتلونکو ټولټاکنود کانديدانو په اړه خپل اندونه څرګندوي او د کانديدانو مثبت او منفي اړخونه بيانوي . څوک يې د يو څو ډالرو په بدل کي، څوک يې د احساساتو له کبله او ډېر شمېر يې د دې لپاره چي خپله وزګاره شپه پرې سهار کړي .

يو وايي کرزی مناسب شخص دی، پخوا بې تجربه وو، اوس يې ډېره تجربه پيدا کړي او د تېري دورې غلطيوي به دا وار نه تکراروي او . . . . .

ــــــ د کرزي تجربه په کوم کار کي زياته سوي؟
اشغالګرو ته په چوپړ وهلو کي؟ د پښتنو په عام وژنه کي؟ شورای نظار ته په غوړه مالۍ کي؟ د ترياکو په قاچاق کي؟ . . . . . . . . . . . . .
که په دې پورتنيو خدمتونو کي کوم څه ترې پاته وي، او يا يې سم سر ته نه وي رسولي، هغه به که خير وو د راتلونکي دورې له ګټلو نه وروسته ترسره کړي، خدای دې مور پرې بوره نه کړي.

بل وايي اشرف غني ښه سړی دی، علم او پوهه لري، غلاوي او قتلونه يې نه دي کړي، ښه )برنامه ( لري. . . . .
ـــــ اشرف غني خلګو لا سم نه دی پېژندلی، علم او پوهه به لري ) د ړندو په ښار کي يو سترګی پاچا وي(، غلاوي او قتلونه به يې نه وي کړي )موقع به په لاس نه وي ورغلي، چي ورسي دی به هم ډډه ونه کړي(، برنامه به يې ښه وي )برنامه د تطبيقېدا زور غواړي، زور د ده نه، د اشغالګرو په لاس کي دی، که هغو غوښتل، غوښتنو ته به يې لبيک ووايي او که نه له برنامې څخه به يې د خپلو اجيرو عسکرو لپاره د کناراب کاغذ جوړ کړي( .

بل بيا وايي عبدالله ښه دی، پلار يې پښتون، مور يې تاجکه ده، ملي وحدت به پرې ټينګ سي. . . .
ــــ ملي وحدت که په دې حساب ټينګېږي، نو بيا بايد داسي يو څوک را مخ ته سي چي دری يا څلور پلرونه ولري او يا يې پلار نامعلوم وي، په دې حساب به د ټولو قومونو لپاره د تائيد وړ سي، پښتنو ته به وايي چي زه پښتون يم، تاجک ته به وايي چي تاجک يم، هزاره او ازبک ته به وايي چي زه ستاسويم، آن دا چي نورستاني، پشه اي او حتی هندو ته به وايي چي زما پلار ستاسو له کلي څخه وو. . نو په دې شان به هرو مرو ملي وحدت ټينګ سي.
عبدالله په کوچنيتوب کي په خپله مور د پلارظلمونه ليدلي او هغلته يې لا قسم خوړلی چي د مورغچ به يو وخت له پلارګنۍ څخه اخلم، نيم وطن يې په تېرو دورو کي د مورګنۍ کره يووړ، دا پاته نيمايي به هم که خدای کول د خپل رياست په دوره کي وروړي.

نور کانديدان هم ماشاالله ډېردي، په بحث نه ارزي . . . د امريکې ډالر،د اروپا يورو، د روس روبل، د چين ين، د هند او پاکستان کلداره، د ايران تومن چي وي نو کانديدان به ولي نه وي. . هر يو له يوې خوا را غورځي ، خپله )پردۍ( برنامه ورسره راوړي او د خوار ولس په غاړه کې امېلول غواړي. .

څوک امنيت راولي، څوک اسلام درنوي، څوک اشغالګرو ته د وتلو لپاره تګــــــټايم جوړوي، څوک وطن ابادوي، څوک د وږي نس ور مړوي، څوک بې کوره ته سرپناه ورکوي، څوک بېکاري له منځه وړي، څوک د کارګرانو تنخواوي لوړوي او . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . څوک څه کا چي نه کا.

لېکن د چا په زور او د چا په پيسو؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

له کرزي او فاسدي ادارې سره يې د څلوېښتو دولتونو زور او پيسې وي او لا سته، يو کار يې هم د وطن او خلګو د ګټي لپاره نه وکړ. . ولــــــــې ؟؟ ) بېچاره بېتجربې وو(

د چور بازار دی، هر څوک خپل خورجينونه ډکوي. ټول کانديدان د نورو مزدوران او اجنټان دي، زموږ وطن د غوړي شوروا بې صاحبه دېګ دی، هر څوک غواړي چي چمچه پکې خښه کړي.

دا ټولټاکني او په هغو کي برخه اخيستل، صرف د اشغال منل او تائيدول دي او بس . د جنګځپليو وږيو تږيو خوارانو غمه له هيڅچا سره هم نه سته، پخوا د امپرياليزم دښمنانو غولول، اوس يې د امپرياليزم پلويان غولوي.

[color=white:2986a917d2]هر څوک چي د انسانيت يوه وړه خاشه يې په ضمير او وجدان کي وجود ولري، دې ټولټاکنو او دې کانديدانو ته به په مثبته سترګه ونه ګوري.[/color:2986a917d2]

په درنښت


Ghairat
08.08.2009

باتور صيب  له يوې خوا ليکي :
[quote:705e327a48]هر څوک چي د انسانيت يوه وړه خاشه يې په ضمير او وجدان کي وجود ولري، دې ټولټاکنو او دې
کانديدانو ته به په مثبته سترګه ونه ګوري. [/quote:705e327a48]
او په دې توګه  دبل نظر  ورکولو چانس چاته نه ورکوي، که نه  بيا به څنګه [quote:705e327a48] د انسانيت يوه وړه خاشه يې په ضمير او وجدان کي وجود ولري؟ [/quote:705e327a48]

خو له بلې خوابيا وايي چې د دغه ټاکنو په اړه څۀ نظر لرئ ؟
:lol: :lol: :lol:
ولې که له دې ضد و نقيض  نه  تير شو او د موضوع سرليک ته ځواب ووايو چې نوبيا هم   [color=white:705e327a48]کرزی ، اشرف غني او که عبدلله عبدالله ؟[/color:705e327a48]

نو  په دې چوکاټ کې  ــــ د ټاکنو بل چوکاټ خو اوس نشته ـــ بيانو  د ډاکتر اشرف غني بلا هم په کرزي اوعبدالله عبدالله  ښه ده:

دده علميت ، دده تجربې ، دده پلان او برنامې ، دده عملي ځواک ،د ده ثبات ، دده قاطعيت ، دده هدفټاکنو ، دده  کار لارې
اود طريقوغوراوي ته په هېڅ يوه برخه کې هم  نه سيند لاهو کرزی او نه   ميلوخان  عبدالله مربع رسيدای شي !
  متل وايي په بدمرغۍ کې نيکمرغي ده ، اوس  د افغانانو له پاره  همدغه 
 د اشرف غني ټاکنه په ملي بدمرغۍ کې
د نېکمرغۍ يو چانس دی اوغني پریږدئ چې خپلې کوټلې علمي، ملي او خیر غوښتونکې سیاسي مفکورې اواندیالونه پلي کړي!

دغه چانس باید د کرزي يا عبدالله له پاره له لاسه ورنکړواو داسې ووايو:

[color=blue:705e327a48]هغه څوک چې په ټاکنو کې ونډه اخلي او حتما رايه ورکوي ، بيا دې نو  لږ تر لږه د ډاکتر اشرف غني
غوندې يو کارپوه اومجرب سياسي شخصيت ته رایه ورکړي چې په غالب ګومان سره پرې سبا ورځ بیا پښېمانه نشي!
و من الله التوفيق ! [/color:705e327a48]


باتور
08.08.2009

غيرت خانه محترمه !

زما د ليکني له کوم اړخ نه تاته دا احساس درغی چي داسي دي ليکلي :

اقتباس:
خو له بلې خوابيا وايي چې [color=red:29a7f56275]د دغه ټاکنو په اړه څۀ نظر لرئ ؟[/color:29a7f56275]

ـــــ ته يې را په ګوته که !

په درنښت


Ghairat
08.08.2009

باتور خان ځلمیه ښې چارې!

[quote:8022bcf49d]خو له بلې خوابيا وايي چې د دغه ټاکنو په اړه څۀ نظر لرئ ؟
ـــــ ته يې را په ګوته که ! [/quote:8022bcf49d]
ورورجانه د بحث اود لومړی مخ د مقالو تر منځ همدا توپیر دی چې په بحثفورم کې موضوع د بحث له پاره وړاندې کیږي،پدې معنی : چې لوستونکی پرې څه نظر وړاندې کوي، یعنې که لیکونکی ووايي اوکه نه، د لوستونکو په وړاندې په کې لومړی همدا پوښتنه اوغوښتنه پرته ده چې :
تاسو په کې څه نظر لرئ؟
که د نورود نظر څرګندونه هدف نه وي، نو بحث به هدف نه وي،ځکه بحث خو نظر څرکندولوته وايي، نوبحثفورم ته به یې وړاندې کول هم مطرح نه وي، په تیره بیا د سیاسي اواجتماعي سکالوګانو!
هغه څوک چې ستا د نظر په تایید يوڅه ورزیاتوي هم یو بل نظر دی،لوله دې پرته به لږتر لږه غواړې خپل نظر امتحان کړې چې تاییدونکي او یا ردونکي لري که نه ،نود بل نظر څرګندونه په هرصورت کې لازموي !
وګورئ تاسو په پای کې په ناحقه یومطلق حکم په دغسې یوه مطلقه جمله کې صادر کړی :
[color=white:8022bcf49d]((هر څوک چي د انسانيت يوه وړه خاشه يې په ضمير او وجدان کي وجود ولري، دې ټولټاکنو او دې کانديدانو ته به په مثبته سترګه ونه ګوري.)) [/color:8022bcf49d]
دا خودا معنی لري چې تش په مثبت نظر ورته کتل دومره بویین کار وي نوګډون خو به په کې تر غولخوراک هم بدتر او له انسانیت څخه وتلی کار وي. آیا ډیر زیاتی اودولس ښکنځل نه دی چې د میلیونونو افغانانوګډون په انتخاباتوکې له انسانیت ، ضمیر اووجدان لرلو څخه لیرې یو عمل وانګیرل شي؟
ددې له پاسه به ناشونې اوبیخي له تصور څخه لیرې نه وي چې له مخالف نظر له لرلو او څرګندولو پرته دې دغسې یونظربیا سم هم وبلل شي ؟؟؟؟؟
هغه څه چې ستاسو په دغه نتيجه ګیرۍ کې راته د قدروړ دي هغه پاک احساسات دي چې دهیواد دازادۍ اولویت ته مو ډالۍ کړي، نه دجملو حقیقت او سموالي !


Sangar Watan
09.08.2009

محترم غيرت صيب او محترم باتور صيب سلامونه ډالې کيږي،

پدي کی خو هيڅ شک نشته چه داشغال په شرايطو کی،دانتخاباتو دايرول
دخلکو په سترګو کی دخاورو دوړول دي٠
مګر دافغان ولس چه نني نسل ئی ولسواکي هيڅکله هم نده ليدلې،اقلا 
دانتخاباتو ددود دستور سره اشنائی پيدا کوي٠دخاورو لاندی به بياهم يو شمير
خلک ددی فرصت ومومي چه په انتخاباتو کی تقلب پخپلو سترګو وګوري٠
که خلک انتخاباتو ته هيڅ ورنشي،غربيان به دخپلو وسيع امکاناتو سره 
اعلان کړي،چه "دبی امني له کبله يو شميرخلک ونه توانيدل چه په صندوخونو
 کی رايه واچوي،مګر بيا هم کرزي اکثريت تر لاسه کړ٠"

اوس چه انتخاباتي مباري په ډز او غرب سره روانې دي،او داسی ښکاري
چه دملت اکثريت به پکی برخه واخلي،نو بهتره به داوی چه موږتاسو خپل 
تاريخي رسالت ته پام وکړو او هغه دا چه په هر ه ممکنه وسيله هيواد والو ته
دا پيغام ورسو چه دکرزي دفاسدي ادارې نه ځانونه خلاص کړي٠عبدالله هم دکرزي پشان يو بل ممثل دی چه دواړه ئی د ډاکوګانو،غلو اوملت
دښمنه قوتونو باندی متکي دي٠
ددوی خلاف محترم ډاکټر اشرف غني احمدزی،دپوهی څښتن او دډيرو تجربو
لرونکی شخصيت دی٠هغه په هند،چين،روسيه او نورو هيوادو کی د ملګرو
ملتونولخوا،بريالي اقتصادي ماموريتونه تر سره کړي دي٠

که چيری ډاکتر احمدزی يا ډاکټر بشردوست دانتخاباتو وړنکي شي،حتي که
دوی دجمهوري رياست دچوکی په نشه کی خپل خلک هير هم کړي،بياهم اقلا
دوه مثبتې سياسي پايلي لرلي شي٠اول داچه خلک به په دی پوه شي چه تغير
او بدلون،دولسواکی په وجه ممکن شوی دی او دويم داچه دکرزي او عبداله
دمافيائی او مسلحو باڼډونو نه دخلاصون دروازی پرانستل کيږي٠
په پای کي زه يو ځل بيا غواړم ددی سايټ دمحترمو اومعظمو دوستانو حضور
ته يوه فرضي قضيه مخکښ کړم:
که خدای مکړه دانتخاباتو په اول دور کی ډاکتر صيب احمدزی بريالی نشي
او په دويم دور کی فرضا کرزی د بشر دوست،اويا عبداله دمنګل سره مخامخ
شي،نوموږ به چاته رايه ورکوو؟؟


هيواد دوست
09.08.2009

[quote:a791e25889="sangar watan"]
په پای کي زه يو ځل بيا غواړم ددی سايټ دمحترمو اومعظمو دوستانو حضور
ته يوه فرضي قضيه مخکښ کړم:
که خدای مکړه دانتخاباتو په اول دور کی ډاکتر صيب احمدی بريالی نشي
او په دويم دور کی فرضا کرزی د بشر دوست،اويا عبداله دمنګل سره مخامخ
شي،نوموږ به چاته رايه ورکوو؟؟[/quote:a791e25889]

ناهیلی کيږه مه سنګر وطن جانه !
تر اوسه چا ځواب درنکړ ، خیر دی زه به ځواب درکړم
دغه بشر دوست کشې بشریت او سړيتوب سته دی ، خو دغه کرزی او منګل دې ديوه
خره دوه غوژونه دي
نو اوس ستا خوشه ، چې ديوه خره دوه غوژونه رانيسې، او که هغه کس ته چی
بشریت او سړیتوب په کشی دی رایه ورکوې ؟

هیله کوم چې ستا دزړه ځواب مې درکړې اوسي ، او دزړه غوټه دې پرې خلاصه سوي وي

په مينه


Ghairat
09.08.2009

هیواد دوست صیب تاسو څومره ښه خبره کړې چې :
[quote:03553441cb]دغه بشر دوست کشې بشریت او سړيتوب سته دی ، خو دغه کرزی او منګل دې ديوه خره دوه غوژونه دي نو اوس ستا خوشه ، چې ديوه خره دوه غوژونه رانيسې، او که هغه کس ته چی بشریت او سړیتوب په کشی دی رایه ورکوې ؟ [/quote:03553441cb]
خود سنګروطن د زړه غوټه دې نه ده ور حل کړې :
نوموړی یې ښکاره نشي ویلی ، خو هغه کرزی او عبد الله د یو خر دوه غوږونه بولي اوپه زړه کې منګل د ځنګل په تیاروکې روغ تیرول غواړی اودا فال یې نیولی چې د عبد الله په وړاندې دې د کمونستانو ټول تاریخي جنایات هیر او نعوذ بالله پر منګل دې اعتمادو شي!
نوهیواد دوست صیب که ځواب یې لرې دې غوښتنې ته یې اوس تاسې ځواب ورکړئ!
په سلامونو!


Sangar Watan
09.08.2009

محترم غيرت صيب،يوه دنيا مننه،واقعا چه ښه فالبين ياست٠

خبره همدلته ده چه کرزي او عبدله دواړه ديوی جنايکارې،فا سدي او پاکستان
انګيس نوکره بانډ غړي دي٠موږ بايد پدی  چه څوک پښتون يا څوک تاجک يا
هزاره دی ځان تير نباسو٠
که خدای مکړه اشرف غني صيب پاتي راشي،تر کرزي او عبداله دا نور ټول
کانديدان شرف لري٠بشردوست صيب تر ټولو بهتر ښکاري٠
داچه زه مو دمنګل طرفدار ګڼلی او هيواد دوست صيب مو تشويق کړی چه
هغه څه په ليکه کړي،چه دغيرت قلم ئی دپه ليکه کولو توان نلريي،مننه ٠


Lotfollah
20.10.2009

[color=darkred:a16c543fa1]دجمهوري رياست د انتخاباتو د وروستيونتيجو داعلامولوپه اړوند دانتخاباتو د خپلواک کميسيون مطبوعاتي اعلاميه[/color:a16c543fa1]

دانتخاباتو خپلواک کميسيون په ټول هيواد کې په بيلابيلو سيمو پورې داړوندورايو د باطلولو اودنتيجو د جمع بندي په باب د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون دلار ښوونو له ترلاسه کولو وروسته دې نتيجې ته رسيدلى دى چې محترم حامد کرزي دټولو رايو په سلو کې [color=blue:a16c543fa1]دنهه څلويښت اعشاريه اوه شپيتو [/color:a16c543fa1]په ترلاسه کولو سره مخکښ کانديد بلل شوي دي خود١٣٨٨ کال د جمهوري رياست د انتخاباتو هيڅ يو محترم کانديد په دى نه دى بريالى شوي چې د اساسي قانون اود افغانستان دانتخاباتو د قانون په پام کې نيولو سره درايو ورکونکو دقانوني رايو په سلو کې د څه دپاسه پنځوس اکثريت ترلاسه کړي. سره له دي چې دانتخاباتو خپلواک کميسيون د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون دلارښوونوپه باب يولړ ملاحظات لري خو د زمانې محدوديتونو اودژمې دفصل درارسيدو اوپه هيوادکې دموجودو ستونزو دشتون په پام کې نيولو سره په دې وسيله اعلاموي چې دافغا نستان په اساسي قانون کې داټکل شويوحکمونو په پام کې نيولو سره د جمهوري رياست د انتخاباتو دويم پړاو دروان کال دلړم د مياشتې په ١٦ نيټه په ټول هيوادکې ترسره کيږي دجمهوري رياست د انتخاباتو په لومړي پړاو پورې اړوندې نتيجې او د موضوع د جزياتو په اړه زيات تفصيل به دروان کال دتلې د مياشتې په ٢٩ مه نيټه په يو مطبوعاتي کنفرانس کې د کميسيون له خوا اعلام شي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more