د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ډاکتر اشرف غني احمدځی

ډاکتر وطنمل
08.08.2009

دتیرې پنځشنبې په ماښام( 6.8.09) ډاکتر اشرف غني د بي بي سي په پښتو پروګرام کې له داود جنبش سره میلمه و اود اوریدونکو پوښتنوته یې ځوابونه ویل ۰
د ټول افغان درنولوستونکوبه هم دغه پروګرام اوریدلی وي .
دده مناظرې برخه له ډاکتر عبدالله عبدالله سره یوځای دلته کتلی شئ :
http://www.youtube.com/watch?v=ZGJ3jdZsqvg&feature=related

دډاکتر اشرف غني درې اوڅار ټکو څرګند ترکیب موندلی چې علمیت ،قاطعیت اوتوانايي ده!
دده د ژوند لیک یوه برخه بی .بي .سي داسې راخیستې وه :

د اسرف غني تحصيلات او اکاډميک شاليد:

اشرف غني احمدزي د سياست، نړيوالو روابطو، انسان پېژندنې، اقتصادي انکشاف او ودې، مديريت، د دولتي او خصوصی سکتورنو مديريت (منجمنټ) په برخو کې زده کړې کړي دي.

دی پر کال 1346 د کابل له حبيبيې لېسې څخه فارغ شو، د ځوانۍ په لومړيو کې يې لبنان ته سفر وکړ او د بيروت په امريکايي پوهنتون کې شامل شو. په 1352 هـ ش کال کې يې په دغه پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړلې.

په 1353 هـ ش کال کې افغانستان ته راستون او په کابل پوهنتون کې د ټولنيزوعلومو په څانګه كې نږدې 4 کالونه د انسان پوهنې استاذ شو.

په 1356 هـ ش کال کې د يو تحصيلي بورس په تر لاسه کولو د لوړو تحصيلاتو د ادامې په موخه امريکا ته لاړ او په کولمبيا پوهنتون کې شامل شو.

د شوروي اتحاد د تېري پرمهال يې د کورنۍ ډېر غړي زندانيان شول او له همدې امله اشرف غني په امريکا کې د پاتې کېدلو تصميم ونيوه، خو د دوکتورا تحصيلاتو ته يې دوام ورکړ. اشرف غني د خپلې دکتورا رساله (تيزس) پر د افغانستان معاصر تاريخ (1126 هـ ش – 1280 هـ ش) وليکله.

اشرف غني د دکتورا تر اخيستلو وروسته له 1362 تر 1370 په برکلي او جانس هاپکينز پوهنتونونو کې د استاذۍ دنده ترسره کړه.

همغه مهال د اشرف غني مرکې د سياسي شنونکي په توګه د بي بي سي راډيو په پښتو او دري خپرونو کې خپرېدلې.

ملي اجماع

نوموړي د بن له کنفرانس وروسته افغانستان ته راغی، تېرکال يې د ملي اجماع موضوع مطرح کړه .

کار او تجربه

اشرف غني احمدزی د افغانستان د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره يو د ولسمشر کرزي له سترو سيالانو ګڼل کېږي.

اشرف غني د ماليې د وزير په توګه

هغه پر 1381 کال د افغانستان د ولسمشر د لوی سلاکار په توګه دنده تر سره کړه او بيا د بېړنۍ لويې جرګې لخوا له جوزا 1382 تر قوس 1383 پورې د افغانستان د انتقالي حکومت د ماليې وزير په توګه وټاکل شو.

اشرف غني احمدزي له افغانستانه بهر په ځينو نورو پوستونو هم کار کړی . دی پر 1370 کال د نړيوال بانک د کارمند په توګه وګمارل شو، چې نژدې 10 کلونه يې ورسره کار وکړ.

د 1383 ش کال تر ټاکنو وروسته له اشرف غني احمدزي څخه ولسمشر کرزي وغوښتل، چې د انتخابي حکومت په کابينه کې کار وکړي، خو ده دغه وړانديز د ځينو معاذيرو له امله ونه مانه .

ده په کابينه کې د کار پر ځای د کابل پوهنتون رياست غوره وباله، هماغه وو چې د کابل پوهنتون ريس شو.

ده د خپل عمر 14 کلونه د افغانستان د 400 کلونو پخواني تاريخ، ټولنيزو تشکيلاتو، اقتصادي جوړښت او سياسي او فکري نظرياتو په تحليل تېر کړي دي .

د اشرف غني راتلونکی پلان او تګلاره

دولتداري له ستراتيژۍ او پلانه پرته ناشونې ده، بيا د يو موثر دولت جوړونې لپاره قوي ستراتيژېست او پلان جوړوونکي ته اړتيا ده.

اشرف غني احمدزی د راتلونکي افغانستان لپاره 10 کلن او 20 کلن پلان لري چې په اړه يې وايي:

"زه غواړم په راتلونکيو 5 کالونو کې يو داسې بنسټ کښېږدم، چې له 100 تر 400 کالونو پورې زما ولس هوسا او عصري ژوند تېر کړي، او راتلونکي نسلونه زما پر دغه تهداب نورې ودانۍ ودانې کړي ..."

د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزى ځانگړې تگلاره لري. هغه د افغانستان د ناامنۍ ستونزې کورنۍ بولي او باور لري چې د خپلې تگلارې له مخې په څوکلونو کې د سولې خبرې پيل کولى شي :

د پوځ اعلاسرقوماندان

((د امنيت په برخه کې زما تگلاره داده چې اول به زه د پوځ د اعلا سر قومندان په توگه يو دفتر جوړ کړم چې په هرو اتو ساعتونو کې ماته د هېواد امنيتي رپوټ راکړي . هر شى د خبرو اترو په گډون په يوه ورځ نه کېږي . زه غواړم د خبرو اترو لپاره روښانه پړاوونه وټاکم دا درې تر ٧ کاله وخت غواړي . زه غواړم سملاسي وينه تويول بند کړم . د دې لپاره به د دوه اړخيزه باور فضا رامنځ ته کړم . بې له قيده او شرطه به له بل افغان سره خبرې وکړم . له اساسي قانونه نه، بلکې د بنديانو له خلاصونه به د اوربند لپاره چاره پيل کړم . د بهرنيو ځواکونو د وتلو تاريخ نن نه خو په درېيو کلونو کې يې ټاکلى شم .))

اشرف غني احمدزى د افغانانو د ژوند د ښه کولو لپاره د مشخصو اقتصادي پلانونو د لرولو يادونه کوي :

يو ميليون ځوانانو ته کارموندل

((زه غواړم چې په ٥ کلونو کې يو ميليون ځوانانو ته کارونه پيدا کړم . ٦ مشخص سکتورونه دي لکه کرنه ، دا دې شيه غواړي ، اوبه ، برق او پوهه ،په دې برخه کې به توليداتو ته داخلي ، سيمه ييز او نړيوال بازار پيدا کړم . دوهم مالداري ،موږ اوس په لسگونو ميليون ډالره هگۍ ،چرگان او غوښه له بهره راوړو زه غواړم دا خپله توليدکړواو هيواد د غوښو توليدونکي هېواد شي او مالداري به عصري کړم .زه غواړم ٤٠٠ بندونه ، يو ميليون کورونه او ٣٠ زره کيلومتره سړک جوړ کړم ، مرکزي افغانستان افغانستان به په پاخه سړک وصلوم او پيسې به يې د حلقوي سړم له ماليې څخه تر لاسه کوم چې په هرو٦٠ کيلومترو ټکس ولگوم چې په کال کې به تر ٦ سوه ميليون ډالره عايد له دې لارې تر لاسه کړم .))

اشرف غني احمدزى د کارونو موندل د امنيت د ښه کېدو او د اداري فساد د له منځه تلو په مانا بولي او ژمنه کوي چې د دغه کار لپاره به مناسب حکومتي اداري سيستم رامنځ ته کړ ي .

مرستيالان يې محمد ايوب رفيقي او محمد علي نبي زاده دي .

درنولوستونکو ، دا هم نور تاسې اودا مو د اشرف غني په اړه نظرونه اواندځلونه :


shokoor
08.08.2009

دوستانو ښې چارې

[quote:2d8b519a22]

د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزى ځانگړې تگلاره لري. [color=blue:2d8b519a22]هغه د افغانستان د ناامنۍ ستونزې کورنۍ بولي[/color:2d8b519a22] او باور لري چې د خپلې تگلارې له مخې په څوکلونو کې د سولې خبرې پيل کولى شي :

د پوځ اعلاسرقوماندان

((د امنيت په برخه کې زما تگلاره داده چې اول به زه د پوځ د اعلا سر قومندان په توگه يو دفتر جوړ کړم چې په هرو اتو ساعتونو کې ماته د هېواد امنيتي رپوټ راکړي . هر شى د خبرو اترو په گډون په يوه ورځ نه کېږي . زه غواړم د خبرو اترو لپاره روښانه پړاوونه وټاکم دا درې تر ٧ کاله وخت غواړي . زه غواړم سملاسي وينه تويول بند کړم . د دې لپاره به د دوه اړخيزه باور فضا رامنځ ته کړم . بې له قيده او شرطه به له بل افغان سره خبرې وکړم .[color=blue:2d8b519a22] له اساسي قانونه نه، بلکې د بنديانو له خلاصونه به د اوربند لپاره چاره پيل کړم .[/color:2d8b519a22] د بهرنيو ځواکونو د وتلو تاريخ نن نه خو په درېيو کلونو کې يې ټاکلى شم .)) [/quote:2d8b519a22]

ښاغلي ډاکټر اشرف غنی احمدزي پر هغو ستونځو باندې چې ولسمشر کرزئ په ځانګړي توګه د پښتنو له خوا تر سختې نیوکې لاندې دﺉ هېڅ هم ندي ویلي او هغه دا چې که دی ولسمشر شی په جنګي جنایاتو تورنو کسانو سره څه چلند کوي؟ آیا دﺉ حاضر دﺉ چې په جنګي جنایتونو تورن کسان محاکمه کړي؟

بل دا چې دﺉ لیکي:
" د بنديانو له خلاصونه به د اوربند لپاره چاره پيل کړم "
ښایی دا خبره د سیاسی بندیانو په هکله صدق وکړي خو کله چې د دغو بندیانو په کړنو کې بیګناهو خلکو ته مرګ ژوبله او یا مالی تاوان اوښتئ وي نو ډاکټر اشرف غنی احمدزي به حقوق العبد څنګه وبښي؟

والسلام


اور- بل
08.08.2009

محترم ورورشکور صاحب،
د حق العباد په اړه بل ځای ډاکتر اشرف غني ویلي چې زه یې نشم بښلی اومحاکم په داسې غښتلي کوم چې حق العبد ته ټيک ټاک رسیدګي وکړي اوحقوق العباد خوندي کړي!
خو داپوښتنه مو چې
[quote:20b3d9b5a5]ښاغلي ډاکټر اشرف غنی احمدزي پر هغو ستونځو باندې چې ولسمشر کرزئ په ځانګړي توګه د پښتنو له خوا تر سختې نیوکې لاندې دﺉ هېڅ هم ندي ویلي او هغه دا چې که دی ولسمشر شی په جنګي جنایاتو تورنو کسانو سره څه چلند کوي؟ آیا دﺉ حاضر دﺉ چې په جنګي جنایتونو تورن کسان محاکمه کړي؟ [/quote:20b3d9b5a5]
هم ځواب شوې چې فاسد اوجنابتکار به لومړی له دولتې ادارې څخه رخصتوي،او بیا به د هغوتلفاتو ځواب په محکمه کې ورکوي چې حقوق العباد یې تلف کړي دي!
عدالت د اشرف غني لومړی هدف دی، اوددې لومړي هدف په خوندي کولوکې به د کرزي ، عبدالله عبدالله او حبیب منګل غوندې طبعأ جنګي جنایتکارانوته هم له محکمو اومحاکمو څخه د ژغورلو چانس ورنکړي! خکه له اقتصادي عدالت څخه هم حقوقي عدالت دده په اند مهم دی!


باتور
08.08.2009

محترمه اوربل خور ليکي :

محترم ورورشکور صاحب،
د حق العباد په اړه [color=white:ef18a977b9]بل ځای[/color:ef18a977b9] ډاکتر اشرف غني [color=red:ef18a977b9]ویلي[/color:ef18a977b9] چې زه یې نشم بښلی اومحاکم په داسې غښتلي کوم چې حق العبد ته[color=green:ef18a977b9] ټيک ټاک[/color:ef18a977b9] رسیدګي وکړي اوحقوق العباد [color=blue:ef18a977b9]خوندي[/color:ef18a977b9] کړي!
خو داپوښتنه مو چې

عدالت د اشرف غني [color=green:ef18a977b9]لومړی هدف[/color:ef18a977b9] دی، اوددې لومړي هدف په خوندي کولوکې به د کرزي ، عبدالله عبدالله او حبیب منګل غوندې طبعأ جنګي جنایتکارانوته هم له محکمو اومحاکمو څخه [color=white:ef18a977b9]د ژغورلو چانس ورنکړي[/color:ef18a977b9]! خکه له اقتصادي عدالت څخه هم حقوقي عدالت[color=red:ef18a977b9] دده په اند [/color:ef18a977b9]مهم دی!

[color=white:ef18a977b9]بل ځای ويلي
ټيک ټاک رسيدګي
حقوق العباد خوندي کول
هدفونه
د جنايتکارانو محاکمه کول
حقوقي عدالت[/color:ef18a977b9]

او محترمې اوربل خورې !
ولي [color=white:ef18a977b9]خپل ځان [/color:ef18a977b9]او ولي خپل خوار ولس په دې ناکارو بېځايو خبرو غولوې ؟
تاته ښه معلومه ده چي کرزی، احمدزی او او دا نور امريکې[color=green:ef18a977b9] زی[/color:ef18a977b9] ان د يوې شېبې لپاره هم ځانونه د هغوی له اوامرو نه نه سي خوځولی .

د دوی مرګ او ژوند د هغو په لاس کي دی . . نو مرګ او ژوند چي يې هغوی اداره کوي، بيا به څنګه داسي شهنامي تر سره کړي لکه څنګه چي تا ورته اشاره کړي ده ؟

په بېځايو ناوليو مسخرو خپل ځان او خپل ولس مه غولوی . د خوار افغانستان نوی ولسمشر دوی لا په خوا ټاکلی . .

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more