د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

حکيمانه که احمقانه دعوت؟ خپل نظر راسره شريک کړئ

ميرويس اتل
08.08.2009

مسلمانو وروڼو او خويندو
السلام عليکم ورحمة‌الله وبرکاته
نن هسې ناڅاپي دې فورم ته راپېښ شوم او وار له واره مې د يو نوي اسلامي سايټ پر خبر سترګې ولګېدې چې د افغاني سلفي علماوو تبليغ پکې کېږي. په بښنه چې زه يو همېشنی غړی نه يم، خو د ويلو څه لرم.
زموږ د افغاني سلفيانو او هم پاکستانيانو لويه بدبختي داده چې نور ټول قرآن به ومني، خو د د عوت په اړه چې خدای په کوم آيت کې د طريقه کار لارښوونه کړې، هغه به والله که ومني: ادع الی سبیل ربک بالحکمة والموعظة الحسنة.. له دوی څخه د حکمت، عقلانيت، تعقل او نرمۍ او کرارۍ توقع نه شي کيدای. بس همدا دوی دې او همدا يې د شرک او تکفير لکڼه ده چې هر څوک پرې وهي. ها وروره، پېغمبر خو داسې دعوت نه کاوه. سمه ده چې بهترينه او سوچه عقيده چې هم يې خپلول او هم يې خپرول پر هر مسلمان واجب دي همدغه پاکه سلفي عقيده ده چې امام محمد بن عبد الوهاب رحمه الله ورته زيات کار کړی، خو افغانانو ته دې خدای د هېڅ مکتب او فکر مخه نه کوي. په شرمو به يې درته وشرموي.
مړه دا نو څه طريقه او حکمت او دعوت شو چې لهجه له خشونته ډکه، تکبر، غرور او حسد پکې له ورايه ښکاره وي. په دې طريقه به خاورې خلک سمې عقيدې ته راشي.
دعوتګر د طبيب په څېر بايد وي چې د خواخوږۍ له مخې او په خواخوږې او نرمه لهجه خلک پوه کړي او دعوت ورته وکړي.
زه د دغو مولاناګانو اخلاص، همت، علميت او ماشاء الله فصاحت او عالميت ته احترام کوم، خو د دعوت طريقه يې رباني نه ده، حکيمانه نه ده، بلکې احمقانه ده. که ګستاخي يې هم بولئ خو بايد ويې وايم چې يو تريخ حقيقت دی.
همدا وجه ده چې د دوی دعوت په خلکو کې نه خپرېږي او نه يې مينه وال زياتېږي. يو مولوي صاحب جميل الرحمن شهيد رحمه الله و، چې له شهادت نه وروسته يې تاسې راوښيئ چې د ده پلويانو څومره پرمختګ کړی څومره يې عقيده د خلکو جوړه کړې او څومره يې ټولنه جوړه کړې ده؟
بس الله دې توفيق ورکړي چې خپل مسار او مسير دعوتي او رباني کړي او الله دې د دوی جهود قبول کړي.
په دعوتي مکتبونو کې ماته په ټوله نړۍ کې د اخوان المسلمين دعوت او د دعوت طريقه خورا مناسبه او ربانيت ته نژدې ښکاري. الله دې دوی ته هم توفيق ورکړي. خو غم دا دی چې په افغانستان کې دا مکتب هم بدنامه شوی دی، د سياف او رباني په څېر رهبرانو له وجهې چې ناحقه د اخوانيت دعوه يې وکړه، خو نه شاباس.
په اوس مهال کې په افغانستان ماته د جمعيت اصلاح دعوت همدې مکتب ته تر ټولو نژدې ښکاري، نور والله اعلم. خو سايټ (www.eslahonline.net) او فعاليتونو ته يې په کتو سره، د دوی حکيمانه دعوت دی چې سور هم نيسي.
تاسې په افغانستان کې د اسلامي دعوتګرانو راتلونکی څنګه وينئ او څنګه بايد وي؟
مننننه.
هيله ده خپل نظر راسره په زغم او عمليت شريک کړئ.


و.افغان
08.08.2009

میرویس اتل صاحبه !
خپل کار مخته بیایه، ددين لپاره کار کوه، دعوت کوه، البته تخریب مه کوه.
ټول الحمد لله دخير کارونه کوي، ټول به څه کمۍ هم لري، پکار ده چې په موضوعي
طريقې سره مطرح شي، او دحل لاره يې ولټول شي، ستاسو په مطرح شویو
عمومیاتو څه نه حل کیږي، خو البته جړ کيدای شي، نفرت او کينه رامنځ ته کولای
شي، کيدای شي دغه پورته یاد شوي خلک يو بل سره تکاملي بڼه غوره کړي، او ټول
زمونږ په خیر تمام شي.
نو ځکه خو تخریب ښه کار نه دی.

تاسو ويلي دي:

[quote:52b5abfb12]
خو افغانانو ته دې خدای د هېڅ مکتب او فکر مخه نه کوي. په شرمو به يې درته وشرموي.
[/quote:52b5abfb12]

ګرانه وروره ! ستاسو له دې زرينې قاعدې څخه اخوانيان هم مستثنی نه دي،
افغانانو اخوانيت داسې وشرماوه، چې په نړۍ کې به تر افغانانو مخکې چا نه وو
شرمولی، او نه به یې وروسته وشرموي.
زه دپاکې عقیدې ټولو مدارسو ته احترام لرم، البته داخواني مدرسې مسلک باندې
ډیرې نیوکې لرم:
چې يو څه به لنډ تاسو ته واضح کړم:

۱ - لومړۍ خو دا چې داخوان ددومره بدناميدو سره سره دوی اوس هم ځان اخوانيان
بولي، او دمصر په اخوان المسلمين پورې ځان تړي، عقلا او شرعا دغه تړلو ته
هيڅ اړتيا نشته، پکار ده چې دیوې اسلامي افغانې ټولنې لاندې دين لپاره کار
وشي، دمصر اخوانيانو پورې ځان تړل کولای شي ډیرې ستونځې وځیږوي، چې
نحن في غنی عنها

۲- رأس الأمر التوحيد، توحيد هغه څه دي، چې ټولو پيغمبرانو پرې خپل دعوت
افتتاح کړی دی، خو اخوانيان توحيد ته هيڅ اهميت هم نه ورکوي، يواځې آخوا
او ديخوا سياسي، اجتماعي، او ثقافې لیکنو باندې يې ځان مشغول کړې وي،
زه نه وايم، چې دا کار دی نه کوي، زه وایم چې ټول دې وکړي، خو که دا کار ددوی
له لاس څخه نه کیږي، او دبل چا صحيح عقیدې والا له لاسه کیږي، نو په هغوی
ولې تهمتونه او بهتانونه لګوي, زه اوس هم ګورم چې ددوی په لیکو کې دډيرو غلطو
عقيدو والا خلک دي، خو دهغوی دعقیدې هيڅ اصلاح نه کوي، زه نه وايم، چې
هغوی دې وشړي، بلکه وايم چې دخپلو افرادو دعقیدو اصلاح دی وکړي، او سالم
تربيت دی ورکړي.

۳ - داخوانیانو منهج دادی، چې حاطبو لیل دي، حاطبو لیل هغه چا ته ويل کیږي،
چې په توره شپه کې وځي، او لرګي راټولوي، چې په دغه ټولولو کې ډیر کله مضر
څیزونه لکه ماران هم راټولوي، داخوانیانو دقربانۍ نتیجې چې ناکامې راووځي،
نو سبب یې همدغه دې، چې دوي په خپل منهج کې په صحيح توګه تصفيې او تربيه
ته ځای نه ورکوي، دافغانستان جهاد دناکامۍ وجه همدا وه، هلته تصفيه او تربیه
نه وه، همدغه خبره کيده، لکه ځينې خلک چې اوس وايې، په دې خبرو پسې مه
ګرځئ، مهمه داده چې امریکایان وباسو، صحي ده، امريکایان به وباسي، خو چې
تصفيه او تربیه ونلري، نو سبا به دی په څټ پنجابي، چينیان او دبل ځل لپاره
روسان ناست وي.
ظلم ظلم و ي، که دمسلمان له لاسه وي، او که دکافر، خو دمسلمان ياقریب ظلم په زړه
ډير سخت پريوځي.
شاعر وايي:
وظلم ذوې القربی أشد مضاضة
علی النفس من وقع الحسام المهند
ژباړه: دقریبو خپلوانو ظلم دانسان په نفس باندې له هندي تورې (چې ډیرې مشهورې وې) هم ډير سخت لګیږي.
او هغه پښتون شاعر څه ښه ويلي دي:
چې نشه داستکبار لري په سر کی
ما ته یو دى که مغل دى که افغـــــــان

۴ - اخوانيان هم يو ډله نه ده، ډلې ډلې دي، چې اوس یې مشهورې ډلې بنائيان دي،
چې امام حسن البنا ته منسوبيږي، او بله ډله يې قطبيان دي، چې امام سيد قطب
ته منسوبیږي، دغه کومه ډله چې امام سيد قطب ته منسوبيږي، دوی افغانستان
ته دتکفیر عقیدې راواردې کړې، او افغانان يې په لوی غم ککړ کړ، نن سبا ځينو
افغان ځوانانو ته دمسلمان کافرول داوبو له غړپ څخه هم آسان بريښي، او ورپسې
دمتهم په غړۍ چاړه را کشوي.
البته دغه افکار سید قطب نه لرل، خو دسید قطب شهادت ، او ددغو خلکو زندانې
کیدنې دغه متشدد او افراطي افکار وځيږول، چې وروسته بیا افغانستان ته راوارد
شو، دافغانانو طبيعتونه خو هسې نه تيز وو، نو دغه مفکوره يې په آسانه خپلوله.
متل دی: چۍ سوی خو هسې تیزه وه، ده ورته لاپه غاړه کې ګونګړې واچول، نو نوره
هم تیزه شوه.

خبرې نورې ډیرې هم په زړه لرم، خو په زړه يې پريږدم.
مقصد مې له لیکنې دا وو، چې په ښه طريقه ديو بل داصلاحولو کوښښ کوئ،
تاسو ټول ددین لپاره کار کوئ، يو بل پسې تخریب مه کوئ، که تنقید کوئ نو
موضوعي تنقید وکړئ، داصلاح په نیت یې وکړئ.
سالم تربيت، تصفیې
او تربیې ته مخ واړوۍ، تحزب مه کوئ، یعنې داسلامي کارونو په ترسره کولو کې
ګونديتوب مه پالئ، بلکه دتنافس فضا رامنځ ته کړئ، نه دنفرت او تربګنۍ،
يو بل ته لاسونه ورکوئ، په اسلامي کارونو ترسره کولو کې
ځمونږ داخوانیانو غټه ستونځه هم داده چې ګونديتوب پالي، او دخپل ګوند خبره
واجب الاطاعة او مقدسه بولي، ولو غلطه وي، او اړست یې تعصب او بدبيني وي.

په درنښت


ميرويس اتل
08.08.2009

وهاج صاب
السلام عليکم ورحمة‌الله
ډېره مننه چې زما پام مو د خپلې لهجې بدلون ته واړاوه چې ګواکې تخريبي ده او تعميري نه. و الله اعلم بما في النفوس، لکن ستاسې خبره هم بالکل سمه ده چې بايد په هېڅ‌توګه د هغه چا د تخريب هڅه ونه شي چې اسلام ته کار کوي، بلکې که څوک مشکلات لري بايد د اصلاح کولو کوشش يې وشي. درسره موافق يم او له الله نه مغفرت غواړم که له تېرې ليکنې څخه مې داسې ښکاره شوې وي چې زه د سلفيانو د تخريب هڅه کوم. ما درته وويل چې د سلفيانو عقيده تر ټولو سوچه پاکه اسلامي عقيده ده چې بايد هر مسلمان يې د خپلولو او خپرولو هڅه وکړي.
او په دې کې شک نشته چې اسلامي کارونه له بېلابېلو مکتبونو سره سره د يو بل مکمل او بشپړوونکي کيدای شي، خو دا هغه مهال چې يو بل ومني. ستا خبره زموږ ځيني اسلام پال دي چې يعبدون الاحزاب و الجماعات... تحزب يوه لويه ستونزه ده، چې الله دې موږ ترې وساتي. خو دا مشکل هم ماته په سلفي وروڼو کې زيات ښکاري، نسبت بل چا ته. ما د مولوي جميل الرحمن د شهادت په اړه يو کتاب لوست،‌چې يو سلفي مشر پکې پوښتل شوی و چې ايا د مولوي صاحب په شهادت له دې وجهې ډېر خپه يې چې هغه يو مسلمان فرد و، که خصوصا چې سلفي و؟ د هغه ځواب دا و چې مسلمانان خو ډېر مري، زما خواشينۍ پر دې ده چې سلفي ولې ووژل شو.
او وروريه، زما هدف د اخوان المسلمين له يادونې څخه د هغوی فکر دی، هغه هم بنايي فکر، نه د سيد قطب. هدف مې دا نه دی چې په افغانستان کې دې موږ لومړی ځان له مصر سره وتړو او بيا دې کار وکړو، بلکې د هغوی د کار طريقه او اصول او د سلفيانو عقيده د راخيستلو وړ ده د افغاني داعيانو لپاره. نور بايد خپل استقلال وساتو. زه د اخوان مشکلات هم درسره منم. خو کاشکې موږ ټول داسې فکر وکړو چې له هر چا څخه ښه راواخلو او د ټولو تجاربو او ښېګڼو يوه ګډوله جوړه کړو او اسلام ته کار وکړو.
په ډېر احترام
و السلام عليکم ورحمة‌الله وبرکاته


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more