د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ظاهرشاهي ښه وه او که داودخاني؟

و.افغان
05.08.2009

درنو وروڼو !
سلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
په راتلونکې باندې دښه ترا پوهاوي لپاره په تېر او حال باندې پوهاوې ډېر اړين بريښي.
که په حقیقت سترګې پټې نه کړو، نو ويلای شو، چې افغانستان کې حالات دظاهر
شاهۍ په وروستیو کلونو کې مخ په خرابېدو وو، سياسي امن ته، کلتوري امن ته، او
اجتماعي امن ته خطرونه ورځ تر بله ډیرېدل، خو دداود خان سپينې کودتاه حالات نور
ترینګلې کړل، شاهي نظام یې له منځه یوړ، نوې جمهورې نظام يې رامنځ ته کړ، او په دی سره يې وطن له هغه سره سېلاب لارې ته برابر کړل، کوم ته چې دظاهرشاهي
حکومت ځینې هوښيار کدرونه لکه ډاکټر موسی شفيق پامځیر شوي وو، خو
دشفيق په وينا چې له دغه سره سيلاب څخه دوطن دبچولو لپاره دوي کافې وخت نه لرلو.

پنځه کاله نه وو تېر، چې په داود خان باندې دهغه خپلو ملګرو خونړۍ کودتاه وکړه، چې
په ترځ کې يې هغه دخپلې کورنۍ له 29 غړو سره په شهادت ورساوه.

مونږ په شهید سردار داود خان باندې بد ګمان نه کوو، بل فکر کوو چې هغه به له خپل
انقلاب څخه دافغانستان او افغانانو لپاره دخير اراده لرله.

خو پوښتنه دا ده، چې آیا داودخان په خپل انقلاب سره يو نیک ګام پورته کړ، چې مونږ
یې لمانځنه وکړو، او که په هغه وخت کې دافغانستان او افغان ولس حال په کتلو سره
ویلای شو، چې سردار داود يو لویه تیروتنه وکړه، ډیره عجله یې وکړه، هغه وخت
دشاهي نظام دختمولو لپاره مناسب نه وو.

ولې؟

۱ - ځکه چې په هغه وخت کې دافغانستان دولس له 90٪ څخه زياته سلنه له جهل او
ناپوهۍ سره لاس او ګريوان وه، او ولسواکي غوړیدل، پخیدل، او ترقي کول دجهل څخه پاکې آب وهوا ډیره اړتيا لري، خو دجهالت فضا يې په ځانګو کې له منځه وړي.

۲- ولسواکي یوه پراخ اقتصادي بنیاد ته اړتيا لري، البته دغه شرط شتون نه لرلو.

۳- ولسواکي يوه بين الأفغاني نزديکت ډير اړتيا لرله، ځکه دولسواکۍ معنا هم داده،
چې دمتقابل نظرونو احترام وشي، يو مشترک تفاهم رامنځ ته شي، البته په هغه وخت
کې حالات داسې نه وو، دترقۍ په نوم اسلام او مسلمانان ځپل کيدل، علما بنديان کيدل، په شهادت رسول کیدل، دافغانانو په پاک دين دارتجاع، او تخلف تهمتونه
لګول کېدل.

۴- ولسواکي يوه ځواکمن کلتوري بنياد ته اړتيا لري، ددې لپاره هيڅ يو ولسې وګړۍ
خپل وطن دپرديو له ګټو څخه قرباني نه کړي، دغه ولسي وګړۍ که هر څوک وي، دټولنې دهر قشر چې وي، ملا وي،ډاکټر وي، اينجينر وي، او که دهقان، بايد دغه کلتوري تربيه ولري.
متأسفانه چې ځمونږ دټولنې اعظمې قشر کې ددغه کلتوري بنياد څرک نه لګيده.

۵ - ولسواکي دهر هيواد بايد دهغه هيواد ايمانې ارزښتونه، سپيڅلې اقدار، او عنعنات په نظر کې
کلک ونيسې، په اسلامي افغانستان کې اسلامي افغانۍ تجربې ته اړتيا ليدل کيده،
نه شوروۍ او اروپایۍ تجربې ته، البته تاسو به ووینۍ چې ددغه ټکې به نظر کې نيولو
سره ويلای شو، چې په افغانستان کې اوسنۍ دیمکراسۍ تجربه 100٪ ناکامه ده.
په هغه وخت کې دالحادي مفکورې سره دترقۍ او پرمختګ تړل، دين او دولت جدا
کول نور هم حالات خراب کړل او ولسواکي خلکو ته داسې وښودل شوه
چې معنا یې ، کفر، انحلال، او بدکاريو ته مخه کول دي، او په دې سره یې افغانان
دتباهۍ کندو ته برابر کړل،

۶ - ځمونږ ټولنې تر ډیره برېده ديني اصلاح ته اړتيا لرله، په دې مانا چې دټولنې لوي
غوڅ اکثريت له مسلمانۍ سره سره داسلام دمبارک دين له ډیرو حقیقتونو څخه نا خبره
وو، متأسفانه چې نه تېرو دولتونو په دې باره کې مطلوب رول لوبولې، او نه افغاني
علماوو خپل مسؤولیت سرته رسولې دی، بلکه ډیر علم ته منتسب خلک هم په
رنګارنګ جهلونو ککړ وو.
زمونږ ټولنه په داسې حال کې هيڅ صورت ولسواکۍ ته تياره نه وه.

۷- ولسواکي هغه کامیابه وي،چې دولس له منځ څخه نشوء او نمو وکړي، خو دښاغلي
داود خان انقلاب ولسي نه وو، بلکه دروسانو په لارښوونې اوتکتیک سره تر سره
شو، هغوی تر دې انقلاب وروسته ديوه بل انقلاب لار ويستله.

۸- افغانستان دغه وخت له ډير حساس پړاو څخه تیرېده، په دغه پړاو کې له هر څه
زيات بين الأفغاني يووالي ته ډیره اړتيا وه، نه دجمهوريت او ولسواکۍ انقلابونو
ته، دظاهرشاهۍ په وروستيو کلونو دهغه له خوا کمونستانو په بې اندازۍ آزادۍ
ورکولو سره په افغانۍ ټولنه کې دپرديو دمداخلې ډیرې لارې ګودرې پرانيستل شوې،
البته دداود خان په کودتا سره ددغو مداخلو لارې ګودرې ډیرې پسې پراخه شوې،
او دا طبيعي خبره ده، چې ولسواکي له ځواکمنې بنيادې امني قاعدې پرته دګډوډۍ،
اړودوړ، او بې امنۍ معنا لري.

زما له خوا همدومره بس دي، دنور څه اضافه کولو تاسو لوستونکي مټې راونغاړۍ.

په درنښت


ډاکټر څپاند
06.08.2009

ښاغلی وهاج صيب سلامونه،

که دبشريت تاريخ ته ځير شو،دابه جوته شي،چه خدای (ج)بشر ته داسې امکانت مساعد کړی،چه هميشه دتغير او تحول او هم د تکامل
وخواته درومي٠
اقتصادي،سياسي اواجتماعي نظامونه تبديليږي،مګر ظاهري اسباب او عوامل
ئی سره توپير لري٠
نه شاهي او نه جمهوري دايمي نظامونه دي٠

زموږ په هيواد کی مرحوم ظاهرشاه بابا،دوره يوه نوساني دوره وه٠دهغې
په پيل کي دکټاتوري،بيا نيمه بنده دموکراسي او په پايله کي ئی نسبتا
ازاده دموکراسي رامنځ ته شوه٠دداخلي او خاصتا نړيوالو عواملو په سبب
مختلف سياسي جريانات رامنځ ته شوه٠له يوي خوا کمونست پلوه ګوندونه
او له بلي خوا اسلامي افراطي ګندونه ايجاد شوه٠متاسفانه دمنځلارو يا
معتدلو ګندونو درشد لپاره لازمه زمينه مساعده نشوه٠ددموکراسۍ دلسيزي
نومياليو اشخاصو چه دهغي جملي نه تاسو دمرحوم محمد موسی شفيق نوم
راياد کړی،ونشوکولاي چه عصر دمقتضياتو سره سم يوه نيرومنده حلقه دځان
په خوا وشا جوړه کړي،اوياوکړای شي چه يو اجتماعيی -سياسي سازمان
جوړ کړي چه دهغو همفکران ورسره متشکل او ورنه دفاع وکړي٠
شفيق صيب او ددوي همفکران پدي عقیده ول چه شاه به نظام ساتي،مګرشاه
څه اندونه لرل،پر هغي يواځې خدای (ج)خبر٠

د داود خان مرحوم،کودتا څه ناڅاپي کار نه وو٠که دشاه مصاحبي مو اوريدلي
وي،شاه پدی پوهيده چه داودخان په قدرت مين او دهغه دترلاسه کولو په
فکر کی دی٠
دادودخان دخپل صدارت په وخت دشوري په مرسته هيواد ته خدمتونه کړي ول
چه څوک تری انکار نشي کولی٠
دده دکودتا او حتی د حفيظ الله امين د ٧ ثور دکودتا په هکله،دپخواني شوري
مستقيم لاس لرل مطلقا اوازی دي او بس٠ترنن ورځی پوري چه حتي دترکی
مناسباب دامريکې دسفارت سره افشا کړی شول،داسي سند نشته چه هغه
دی دسرطان ٢٦ يا ثور ٧ کودتا ګانو کی د روس لاس لرل ثابت کړي٠
البته دا ليکنه نه دروس او نه دکودتاګانو دتايد په هدف کيږي،بلکه هدف دادی 
چه اوازه فقط اوازه وي اوبس٠مګر روسانو په سپينو سترګو دجدي د٦ نيټی
تعرض وکړ چه اظهر من الشمس دی٠دغه راز دروسانو سره په مجادله کي هم
دپخوانيومجاهدينو ،او CIA,ISI,MI5 کلک تړاو او کنترل يوه واضح خبره ده
چه څوک تری انکار نشي کولې٠

نن ورځ چه هيواد دغرب لخوا په مستقيم ډول اداره کيږي،داسي بريښي چه
اقلا دطالبانو ځيني ګروپونه د ISI او دهغې لاری نه د CIA سره تړاو لري٠

نن سبا چه په اسطلاح دجمهوري رياست انتخابات روان دي،اکثر خلک لا ندي
پوه چه ددی ډرامې بله صحنه به څه وي؟٠

اکثر په وطن مين خلک پدی عقيده دي دی چه ډاکتر اشرف غني به ددي مات
ګود موټر اشترنګ ته کينول شي،مګر څرنګه چه غربي نشرات تبليغوي،داسی
بريښي چه امريکه او انګريز اوس هم پخواني مجاهدين تر هرچا بهتره 
خدمتګاران بولي نو ځکه،کرزي يا عبداله دهغو دخوښي سړی دي٠

له بلي خوا موږ افغانان هم تر اوسه پدی نه پوهيږو چه موږ يو مذهبي حکومت
غواړه او که په اسطلاح دموکاراتيک٠د مذهبي دولت مذايا دادي چه ټول ملت
مسلمان دي،او په مينه سره مذهبي امرو نهي مني٠مګرکله چه مذهب دسياست
والو لاس ته ورشي هغوي ترينه نادرسته استفاده کولی شي٠نوداځکه يو شمیر
خلک پدی عقيده دي چه مذهب اوسياست بايد سره واضح سرحدونه ولري٠
دمثال په ډول،دمجددي صيب استخاره،دکرزي په ګټه،دمذهب نه يوه واضحه
سو استفاده ده(يا دعادل صيب په قول د وهاج صيب استخاره د هغه چا په ګټه
چه احمدشاه بابا ته يی سپکې سپورې ويلي دي،""يوه ټوکه"")٠

دلته می دښاغلي سنګر وطن مثال راياد شو،چه که خدای مکړه په انتخاباتو
کی اشرف غني روسته پاته شي او موږ دکرزي (پښتون)يا بشر دوست (هزاره) تر منځ يو انتخاب کړو،يا عبداله شوری نظار او منګل
کمونست،تاسو وهاج صيب او نور دوستان به چاته رايه ورکړي؟؟
او دارايه به اسلامي،سياسي يا قومي جهت ولري؟؟؟

په درناوي،


و.افغان
06.08.2009

.
.
سکالو به نه ګډوډوو
دانتخاباتو په اړه به ځواب په بل مناسب ځای کې درکړم.
ظاهر شاه او داود خان ددې په ځای چې ددیموکراسۍ په نوم کمونستانو ته د سياسي
او ايديولوژيکي پراخ فعالیت اجازه ورکړي، دواړو ته پکار وو، چې په مختلفو
مجالاتو کې دافغان ولس دترقۍ لپاره غیر سياسي مدني آزادې ټولنې رامنځ ته کړي،
او واک یې خپله دولس لاس کې ورکړي، ورته پکار وو، چې افغان ولس دجهل له پنجو
څخه راخلاص کړي.

تر څو ولس دومره پوهه،مدنيت، او علم لاس ته راوړی وای چې ددیموکراسۍ دشربت
په څکلو سره نور هم ځواکمند شي، خو متأسفانه ولس له ډیرې اړتیا سره سره نه پوهې ته لاسرسۍ لرلو، او نه مدنیت ته، او په دې سربیره دهغه پاک دين جذبې چې
ددوي په زړونو کې بليدلې، دبهرنیو دولتونو غلامانو او جاسوسانو په ډیرې بیرحمۍ
سره ددغو جذبو دوژلو لپاره هم تالاش پيل کړل، او موجوده حکومتونو ورسره هم په دې
کې ښه مرسته وکړه، نو نتيجه يې دا شوه،

چې ولس ته ددیموکراسۍ شربت يو زهريله وژونکی شربت تمام شو، په مليونهاوو
خلک په دغه شربت دمرګ کومي ته وروغورځېدل، سلسله روانه ده، نه پوهيږم چې
څومره نور خلک به ددغه وژونکي غړوپ ښکار شي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يادونه:
دولسواکۍ په اړه دې لوستونکي وروڼه زما عقيده په دقت سره نظر کې ونيسي :
هغه ديموکراسي چې ديوې مستقلې ايډيالوژۍ په توګه وړاندې کيږي، يعنې په
علمانيت او ليبراليت پوښل کیږي، نو پرته له شکه چې ډاګيزه کفر دی، ځکه چې په
دې طور سره يې يو مستقل دين بللې شو، لکه غربي ديموکراسي.
او الله جل جلاله فرمايي:
ومن یبتغ غیر الاسلام دينا فلن یقبل منه.
ژباړه: او هر هغه څوک چې له اسلام څخه پرته بل دين وغواړي، نو له هغه څخه به قبول
نشي. (یعنې عند الله دې په حقه نه دې، او نه یې دين قابل قبول دې).

البته هغه ولسواکي چې يواځې ديوه سياسي نظام يا سياسي آلې په توګه ترې استفاده
کيږي، نو اسلام ورسره زما په نظر کوم تضاد نه لري، يو سياسي نظام دی، که چيرته
کومې ټولنې سره مناسب وي، نو حق لري چې ځان لپاره يې اختيار کړي، دغه نظام داسې
معنا لري، چې قوه تنفيذيه به دولس وي، او شرعه دالله جل جلاله به تحکيم کیږي،
هغه څوک حق لري چې قوه تنفيذيه په لاس کې واخلي، کوم چې ولس انتخاب کړې وي،
لنډ مثال یې په ايرانې جمهوريت دې، البته مونږ داسلام په اړه دهغوي له تفسير سره
مخالف يو، خو بده به نه وي، چې دهغوي له سياسي نظام څخه استفاده وکړو.

په درنښت


ډاکټر څپاند
07.08.2009

وهاج صيب تاسي داسي فرايلي :[color=red:ea5b285ac0]
لنډ مثال یې په ايرانې جمهوريت دې، البته مونږ داسلام په اړه دهغوي له تفسير سره
مخالف يو، خو بده به نه وي، چې دهغوي له سياسي نظام څخه استفاده وکړو. [/color:ea5b285ac0]
عفوه غواړم،وهاج صيب چه ته به څو کلن ئی؟
خوزمادپرون پشان راياد شي چه دپه ايران کی په اسطلاح داسلامي انقلاب 
بريا دغرب يوه بله توطۀ وه٠
معلومه خبره ده چه ته ځما دا نظر نه منې،ځکه چه تا پدی هکله نه څه اوريدلي
او نه دی لوستي٠مګر زمادسترګوليدلی حال دي٠
په ايران کي يوی فاسدې ،ملي ضد او غير ولسواکې شاهي کورنۍ حکومت کاوه
چه ننی مثال ئی دسعودي حکومت دی(پوهيږم چه د سعودي غېبت هم ستا په
طبعيت برابر ندی)٠
دايران خلک چه په کلتوري لحاظ تر اعرابو سترې تاريخي
او ضد استبدادي وياړنې لري،دايران دشاهي نظام پر ضد را وپاريدل٠مګر
امريکې او انګريز وکولی شوه چه ددی جنبش رهبري،دايران ملايانو ته په لاس
ورکړي٠داچه غربيانو ولي ملايانو ته ترجيح ورکړه،زيات دلايل لري،مګر اصلي
عمده اواساسي دليل ئی دا وو چه غربيانو غوښتل تر څو وکولی شي چه
پخوانی شوروي،چه په هغه وخت کي دافغانستان په جګړه کی اخته شوی وو
لاهم ترفشار لاندی راولي٠
کله چه ايراني ملايانو قدرت تر لاسه کړ،دافغاني خلقيانو په شان ئی دخپل ملت
په قتل عام پيل وکړ٠په لسګونو زره مخالفين ئی په دسته جمعي ډول دمحاکمې
نه بغير اعدام کړل٠اکثره معدومين دچپي ګندونو غړي او دهغو هواخواهان ول٠

اوس اوس اوريدل کيږي چه احمدينژاد په انتخاباتو کی جعلکاري کړی،دايرا
اداري،سياسي،تجارتي ،معارف او نورسيستمونه د ١٨ پيړۍ په سويه هم پر مخ نه ځي٠

نوستاسي پدې وړانديز:

[color=white:ea5b285ac0] خو بده به نه وي، چې دهغوي له سياسي نظام څخه استفاده وکړو٠[/color:ea5b285ac0]
ستا خپل قضاوت غواړم،


و.افغان
07.08.2009

[quote:1bdfbf0e66]عفوه غواړم،وهاج صيب چه ته به څو کلن ئی؟
خوزمادپرون پشان راياد شي چه دپه ايران کی په اسطلاح داسلامي انقلاب
بريا دغرب يوه بله توطۀ وه٠
معلومه خبره ده چه ته ځما دا نظر نه منې،ځکه چه تا پدی هکله نه څه اوريدلي
او نه دی لوستي٠مګر زمادسترګوليدلی حال دي٠[/quote:1bdfbf0e66]

هيڅکله هم داسې نه وه، شاه دلويديځ او په ځانګړې توګه دامريکې خاص سړې وو،
امریکې هغه ته دخليج يا ګلف امن سپارلې وو، ځکه چې خليج کې دلويديځوالو ډير
مصالح وو، همدا وجه وه، چې امريکا شاه په هر قسم مهماتو، درنو، سپکو، او
پرمختللو وسلو سمبال کړ.

دروسانو سره خو آخوندانو غاړه وړله، دوه مخې سياست يې دافغانستان سره هم
هم تعقيباوه، خو شاه امریکې په دې مکلف کړې وو، چې دخليج امنيت به له ګواښونو
ساتي، البته په هغه وخت کې ګواښونه دشوروي له خوا څخه ډیر وو، دعراق يا له کوم بل هيواد څخه له اړخه هم کومه خاصه ستونځه نه وه.

دا چې ولس له شاه څخه تر سپوږمو رسېدلې وو، نو دشاه په ضد یې پاڅون وکړ، دا پاڅون ولسي وو، نه دغرب توطئه، دا چې دغرب دوستي او دښمني په ايديولوژۍ نه
بلکه په مصالحوولاړه ده، نو مهمه نه ده، چې په هر مناسب حالت کې له خپل دښمن
څخه دوست، يا له دوست دښمن جوړ کړي، تر څو په هر حالت کې خپل رول له لاسه
ورنکړي.

[quote:1bdfbf0e66]په ايران کي يوی فاسدې ،ملي ضد او غير ولسواکې شاهي کورنۍ حکومت کاوه
چه ننی مثال ئی دسعودي حکومت دی(پوهيږم چه د سعودي غېبت هم ستا په
طبعيت برابر ندی)٠[/quote:1bdfbf0e66]

له حقیقت څخه لرې هره خبره ځما په طبيعت برابره نه وي، په ايراني شاهي حکومت
باندې دسعودي شاهي حکومت قیاسول قياس مع الفارق دی،دسعودي حکومت دخپل
ولس لپاره عدل راوستې، قضا يې شرعي ده، قاضيان يې مسلمانان علما دي، دخلکو
ژوند یې ښه آسوده دی، دافرادو ورځنۍ دخل او خرچه يې له خليج پرته له نورو عربي هيوادونو څخه نږدې (له 25 -30) چنده اوچت دی.
دهر راز اوچتو زده کړو لپاره يې خپل ولس ته په هيواد دننه او بهر کې زمينه برابره
کړېده، ولس له خپل حکومت څخه ډير خوښ دې، دا څو ورځې مخکې مې واوریدل چې
له 7000 څخه زياتو انجونو چې عالي زده کړې یې ترسره کړيدي، په يوه وخت دموظف
کيدو لپاره دروازې وټکولې، دلته که څوک دخپل هيواد په ضد يو احمقانه تصرف کوي
نو سبب به یې دا وي، چې دې به له نعمتونو ډک ژوند څخه په تنګ راغلې وي، کله کله
چې انسان 24 ساعته په نعمتونو کې ژوند کوي، نو ستړتيا احساسوي، غواړي چې
تغيير راولي، او حالت بدل کړي.

[quote:1bdfbf0e66]دايران خلک چه په کلتوري لحاظ تر اعرابو سترې تاريخي
او ضد استبدادي وياړنې لري،دايران دشاهي نظام پر ضد را وپاريدل٠مګر
امريکې او انګريز وکولی شوه چه ددی جنبش رهبري،دايران ملايانو ته په لاس
ورکړي٠داچه غربيانو ولي ملايانو ته ترجيح ورکړه،زيات دلايل لري،مګر اصلي
عمده اواساسي دليل ئی دا وو چه غربيانو غوښتل تر څو وکولی شي چه
پخوانی شوروي،چه په هغه وخت کي دافغانستان په جګړه کی اخته شوی وو
لاهم ترفشار لاندی راولي٠[/quote:1bdfbf0e66]

دفشار خبره مو بيخي غلطه ده، دغه فشار دشاه حکومت راوستې شو، چې په سيمه
کې دامریکې وکیل وو، دآخوندانو حکومت خو له پيل څخه تر اوسه پورې له روسیې
سره خوږې اړيکې لرلې دي، ددې دا معنا هم نه ده، چې دايرانيانو آخوندان خوښ وو،
دشاه له خوا په هغوي ډير زیاتې او ظلمونه کيدل، او دوي دنجات فرشتې همدا آخوندان
وليدل، نو په ساحه کې څوک نه وو، چې په هغو پسې تللي وای، هلته کمونستي
فعاليت هم ښه په درز کې روان وو، خو ايرانې هوښيار سياستپوه ولس هغوی ته
دنجات بخښوونکې په سترګه نه کتل، که ایرانې ولس په کمونستانو پسې تللې وای،
نو داسې کانې به يې پرې کړي وای، چې شاه ته به یې سلګزه سلام کولای، او دهغه متل
کیسه به پرې ښه تطبيقیده:
له بارانه تښتيدم، له ناوې لاندې مې شپه شوه.

[quote:1bdfbf0e66]
کله چه ايراني ملايانو قدرت تر لاسه کړ،دافغاني خلقيانو په شان ئی دخپل ملت
په قتل عام پيل وکړ٠په لسګونو زره مخالفين ئی په دسته جمعي ډول دمحاکمې
نه بغير اعدام کړل٠اکثره معدومين دچپي ګندونو غړي او دهغو هواخواهان ول٠[/quote:1bdfbf0e66]

خامخا به داسې کيدل، که بالمقابل چپيانو ته حکومت په لاس ورغلی وای، نو هغوی
به په دې آخوندانو او عامه مسلمانانو چپه میچنې چلولې وای، لکه افغانستان کې
یې چې پر افغان مسلمانانو وچلولې، دا خبره دايران خپله داخلي خبره وه، اور او اوبه
هيڅکله نه سره یوځاي کیږي.

خو هسې ستاسو وفادارۍ ته ګوته په غاښ پاتې یم، مسکو له کمونستۍ بیزاره دې،
دیوې ځواکمنې لغتې په ورکولو سره یې کمونستي دتاريخ جهنم ته وغورځوله، خو
تاسو اوس حتا له ایراني کمونستانو سره زړې دوستانې پالئ، تعجب :roll: :roll:

[quote:1bdfbf0e66]اوس اوس اوريدل کيږي چه احمدينژاد په انتخاباتو کی جعلکاري کړی،دايرا
اداري،سياسي،تجارتي ،معارف او نورسيستمونه د ١٨ پيړۍ په سويه هم پر مخ نه ځي٠[/quote:1bdfbf0e66]

زما لپاره دواړه خواوې دښمنان دي، زما ددين، وطن، او ولس دریواړو دښمنان دي،
دواړه خواوې آخوندان دي، زه په دې خوښيږم، چې خپل منځ کې سره يو بل مات کړي،
او يو بل سره لکه وږي ليونې ليوان وخوري،
خو حق حق وي،
دانتخاباتو دجعلکارۍ خبره سراسر دروغ ده، موسوي چې څومره دآزادۍ دښمن دی،
هومره احمدي نژاد نه دی، احمدې نژاد ديوه آهنګر ځوی دی، په یوې فقيرې کورنئ
کې يې سترګې پرانيستلي، هر چيرته يې چې وظيفه ادا کړې، ټول ولس يې خوښ
ساتلې دی، له رياست جمهوري څخه مخکې دتهران ښاروال په توګه دنده ترسره کړې،
او په دغه دنده کې يې هم ښه نوم وکړ، شهرت يې پيدا کړ، او ددې لايق شو چې خپل
ولس یې درئيس جمهور په توګه وټاکي، احمدي نژاد په خپل لمړنۍ دوره کې دکلو
او بانډو ډیر هر اړخیزه خدمت وکړ، په ایران کې دکلو او دبانډو دخلکو نفوس تر ښاري
ایرانيانو زيات دی، دا وو چې هغوی ټولو احمدي نژاد ته رایه ورکړه.

په دی سربیره دایران سنیان چې له 30 مليونو څخه يې نفوس زيات دي، له رفسنجاني
او موسوي څخه ډیرې بدې خاطرې لرلې، ماته ډیرو ايراني سنيانو وويل ، چې موسوي
چې کله رئيس الوزرا وو، نو دسنيانو په ضد يې ستر جنايتونه او جرمونه ترسره کړي
دي، ډير شمير سنيان دهغه او درفسنجاني په دوره کې ووژل شول، جوماتونه يې
وران شول، او علما یې شهيدان شول، هغوی ويل، چې نسبت رفسنجاني او موسوي
ته احمدي نجاد دوي ته ښه تماميده، نو دايران سنيانو هغه ته رایه ورکړه.

رفسنجاني، موسوي، کروبي، او دا نور ټول هغه سرسخته آخوندان دي، چې په خميني
انقلاب کې يې کليدې رول لوبولې وو، دوی درياست جمهوري چوکۍ داحمدي نژاد
غوندې کس باندې نه پيرزو کیږي، نو په ځانونو يې داصلاحيينو نوم کيښود، ددې
لپاره چې په ايران کې آزاد خواهان هم تر شاه ودروي، او يو انقلاب رامنځ ته کړي، نو
لرې نه ده، چې همدا اصلاحي آخوندانو بېرته دهمدې آزاد خواهانو په ستونو خپلې
مجرمې ګوتې خښې کړي.

په درنښت


ډاکټر څپاند
09.08.2009

وهاج صيب،نه پوهيږم چه تاسې تيروتلي ياست يا په عمدي ډول مو زما دليکنې
له منځه ،ديوه مفهوم په ځای يوه جمله راقطع او بيامو تنقيد پری کړی٠
دمثال په ډول زماليکنه داسی وه:

[color=white:3414273e21]وهاج صيب تاسي داسي فرايلي :
لنډ مثال یې په ايرانې جمهوريت دې، البته مونږ داسلام په اړه دهغوي له تفسير سره
مخالف يو، خو بده به نه وي، چې دهغوي له سياسي نظام څخه استفاده وکړو.
عفوه غواړم،وهاج صيب چه ته به څو کلن ئی؟
خوزمادپرون پشان راياد شي چه دپه ايران کی په اسطلاح داسلامي انقلاب
بريا دغرب يوه بله توطۀ وه٠
معلومه خبره ده چه ته ځما دا نظر نه منې،ځکه چه تا پدی هکله نه څه اوريدلي
او نه دی لوستي٠مګر زمادسترګوليدلی حال دي٠
په ايران کي يوی فاسدې ،ملي ضد او غير ولسواکې شاهي کورنۍ حکومت کاوه
چه ننی مثال ئی دسعودي حکومت دی(پوهيږم چه د سعودي غېبت هم ستا په
طبعيت برابر ندی)٠ [color=red]
دايران خلک چه په کلتوري لحاظ تر اعرابو سترې تاريخي
او ضد استبدادي وياړنې لري،دايران دشاهي نظام پر ضد را وپاريدل٠مګر
امريکې او انګريز وکولی شوه چه ددی جنبش رهبري،دايران ملايانو ته په لاس
ورکړي٠داچه غربيانو ولي ملايانو ته ترجيح ورکړه،زيات دلايل لري،مګر اصلي
عمده اواساسي دليل ئی دا وو چه غربيانو غوښتل تر څو وکولی شي چه
پخوانی شوروي،چه په هغه وخت کي دافغانستان په جګړه کی اخته شوی وو
لاهم ترفشار لاندی راولي٠ [/color:3414273e21]

مګر ستا ځواب:
[/color][quote:3414273e21]هيڅکله هم داسې نه وه، شاه دلويديځ او په ځانګړې توګه دامريکې خاص سړې وو،
امریکې هغه ته دخليج يا ګلف امن سپارلې وو، ځکه چې خليج کې دلويديځوالو ډير
مصالح وو، همدا وجه وه، چې امريکا شاه په هر قسم مهماتو، درنو، سپکو، او
پرمختللو وسلو سمبال کړ.

دروسانو سره خو آخوندانو غاړه وړله، دوه مخې سياست يې دافغانستان سره هم
هم تعقيباوه، خو شاه امریکې په دې مکلف کړې وو، چې دخليج امنيت به له ګواښونو
ساتي، البته په هغه وخت کې ګواښونه دشوروي له خوا څخه ډیر وو، دعراق يا له کوم بل هيواد څخه له اړخه هم کومه خاصه ستونځه نه وه.

دا چې ولس له شاه څخه تر سپوږمو رسېدلې وو، نو دشاه په ضد یې پاڅون وکړ، دا پاڅون ولسي وو، نه دغرب توطئه، دا چې دغرب دوستي او دښمني په ايديولوژۍ نه
بلکه په مصالحوولاړه ده، نو مهمه نه ده، چې په هر مناسب حالت کې له خپل دښمن
څخه دوست، يا له دوست دښمن جوړ کړي، تر څو په هر حالت کې خپل رول له لاسه
ورنکړي. [/quote:3414273e21]

اقتباس:
په ايران کي يوی فاسدې ،ملي ضد او غير ولسواکې شاهي کورنۍ حکومت کاوه
چه ننی مثال ئی دسعودي حکومت دی(پوهيږم چه د سعودي غېبت هم ستا په
طبعيت برابر ندی)٠

[quote:3414273e21]له حقیقت څخه لرې هره خبره ځما په طبيعت برابره نه وي، په ايراني شاهي حکومت
باندې دسعودي شاهي حکومت قیاسول قياس مع الفارق دی،دسعودي حکومت دخپل
ولس لپاره عدل راوستې، قضا يې شرعي ده، قاضيان يې مسلمانان علما دي، دخلکو
ژوند یې ښه آسوده دی، دافرادو ورځنۍ دخل او خرچه يې له خليج پرته له نورو عربي هيوادونو څخه نږدې (له 25 -30) چنده اوچت دی.
دهر راز اوچتو زده کړو لپاره يې خپل ولس ته په هيواد دننه او بهر کې زمينه برابره
کړېده، ولس له خپل حکومت څخه ډير خوښ دې، دا څو ورځې مخکې مې واوریدل چې
له 7000 څخه زياتو انجونو چې عالي زده کړې یې ترسره کړيدي، په يوه وخت دموظف
کيدو لپاره دروازې وټکولې، دلته که څوک دخپل هيواد په ضد يو احمقانه تصرف کوي
نو سبب به یې دا وي، چې دې به له نعمتونو ډک ژوند څخه په تنګ راغلې وي، کله کله
چې انسان 24 ساعته په نعمتونو کې ژوند کوي، نو ستړتيا احساسوي، غواړي چې
تغيير راولي، او حالت بدل کړي. [/quote:3414273e21]اقتباس:

وهاج صيب،
دومره عايد چه دسعودي هيواد لري،که دا د يوه نيمچه ملي حکومت په لاس کی
هم وی،نواوس به دسعودی هيواد د نړۍ تر ټولو پرمختللی هيواد وو٠
ته لګيا ئی دسعودي عرب دخلکو دژوند سطحه د هغو دفقیر ګاونډي سره
مقايسه کوی؟
ما تر اوسه داسي سی ندی ليدلی چه پری ليکلی وي Made in Saudi
دفاسدې،عياشې سعودي شاهي کورنۍ د بقا پخاطر شل زره امريکائی عسکر
ورته په مقدسه خاوره کی پراته دي٠ته نندسعودی نجونودتحصيل په هکله
مثالونه راوړې،مګر موږ افغانان د غازي اعليحضرت امان الله خان له زماني
نه داسي وياړونه لرو٠
دسعودي ټولنه له اجتماعي لحاظه يوه ډيره روسته پاته ټولنه ده،دخلکو دتعليم
سطحه ډيره ټيټه ده چه دپاکستان سره هم دمقايسې وړ نده٠خلک لا ولسواکي
اصلا نهپيژني،خبري ډيری دي،که څوک وخت لري يو ځل دی په google.com
کی د saudi king familyپه هکه يوه پلټه وکړی،هله به خبر شې چه تارو جبی
له ورشی٠

[quote:3414273e21]
خو هسې ستاسو وفادارۍ ته ګوته په غاښ پاتې یم، مسکو له کمونستۍ بیزاره دې،
دیوې ځواکمنې لغتې په ورکولو سره یې کمونستي دتاريخ جهنم ته وغورځوله، خو
تاسو اوس حتا له ایراني کمونستانو سره زړې دوستانې پالئ، تعجب [/quote:3414273e21]

وهاج صيب،ډير ښه چه پوه شوی چه يو متعهد افغان دچرګې دلکی پشان هره
ګړۍ دشمال يا باد په جهت نه ځي٠
دا د  ٠٠٠ ځينی کسان دي چه يوه ورځ طالب ته
بله ورځ کرزي او بله ورځ چا او چا ته په سلامي ولاړ وي٠
په درناوي،


Ghairat
09.08.2009

د تاریخي پیښوارزونه خورا سخت او پېچلی کار دی او په اړه یې اندکتنې یو له بل سره ډیر توپیر لري !
یر بیره په دې د یوهیواد پېښې د بل له پآره ځکهنشي نشي تعمیم کیدای چې تاریخي،ټولنیز ، سیاسي او اقتصادي مقدمات یې سره توپیرلري ، یو شی او یو شان نه وي !
په ایران کې د مصدق په مشرۍ د ملي حکومت یوه لنډه دوره تیره شوې او یوملي غورځنګ یې زیږولی و ۰ د ایران دشاه پلار د امریکا په مرسته بیرته د قدرت په ګدۍ کښینول شوی و او له هغه وروسته یې ځوی هم د امریکا نو په زور دیکتاتوري چلوله، ایران د له ترکیې سره د سنتو د پوځي تړون غړی اود امریکا ګوډاګی و، خو په پوځي،اقتصادي برخه یې دمنطقې یکه تاز طاقت و او په سیمه کې هم د شوروي او هم نورو بیطرفو ګاونډیانو له پآره یې یو خطرناک ځواک جوړ کړی و۰
سرمابداري په کې په چټکوګامونوسره مخ پهوړاندې روانه وه اود اروپا مسلکي کارګرانواوانجنیرانو به د المان اونوروهیوادونو په پرتله دلته زیات معاشونه اخیستل او د سپین انقلاب په نامه کروندګرې کورنۍ په زراعتي کارګرانو بدلیدلې
ملتګرايي ، آریاګري، دیکتاتوري او پر سیمه نفوذ غوښتنه د شاهنشاه ورځنی سیاست و!
له بله پلوه چپ حرکتونو د شاه پر ضد د خیاباني اپوزیسیون ډګر په داخل اوخارج کې نیولی و۰
د ملا او اخندانو پته په دوربین کې هم نه لګیده او د شاه سره همنواه وو!
خوکله چې په افغانستان کې کمونستي کودتا تر سره شوه په داخل اوخارج کې د
اخندانو سرهویره پیدا شوه چې په ایرانکې هم چپیان قدرت تر لاسه نکړي،نو په شدت سره ژر ژر تنظیم او په خمینی چې د خمیني چې چا یې نوم په خوله نه اخیسته او
عراق ته یې پناه وړې وه راټول شول۰
په دې کې شک نشته چې د شاه پر ځای د یوچپي رژیم له راتلو څخه لویدیځوالوته آن یواخندي رژیم هم ګټور بریښیده، ولې تر څو پورې یې چې د شاه دیکتاتور
ر ژیم ټینګولی شو تر اخري امکاناتو پورې یې د هغه ملاتړ او ساتنه وکړه !
خو دایران انقلاب په تمامه معنی ضد شاهي، ضد امریکایي اسلامي انقلاب و!
صدام ولیدل چې خميني لا ضفیف او د امریکا ملاتړهم ورسره نشته،نو له ایران سره یې جګړه اعلام کړه، خودایران اسلامي انقلاب له خپلو ملي ګټوڅخه کلکه دفاع وکړه او زمونږ د مجا هدینو او طالبانو په څیر د پردیو هیوادونو د استخباراتو لکه ISI اونورو څخه قربان نشول! د ایران ملایان هم ملتپال اوتر طالبانو شل چنده روڼ انده اومترقي ووړ سره ددې چې دغه انقلاب د شاه د وخت د چټک پرمختګ مخه ډب کړه اوایران یې څټ ته وغورځاوه، په عقیدوي لحاظ یې بدلون ته اسلامي اتقلاب ویلی شو!


هیښ
09.08.2009

سلامونه

هره ټولنه دخپل سیاسي ،ټولنیز ،کلتوري ژوند او ملي هویت او سولې او ثبات دپاره ځینې منل شوي اصول او ارزښتونه لري ،چې دهغې په مراعاتولو ،پام کې نیولو ،تقویه کولو او پراخه کولو سره د داخلي کش مکشونو او جنجالونو او دخارجي لاسوهنو او تیریو مخه نیول کیږي او ټولنه دترقئ او تکامل په لوري مطمئنه او استوارګامونه اخلي او خپل حرکت ته په ارامه توګه دوام ورکوي.که دغه ارزښتونه په هر دلیل او بانه له پامه وغورځول شي او واکداران ورسره په بې تفاوتئ او بې مسؤلیتئ چلند وکړي ،ټولنه دبحران او ناامنئ په لوري ځي او دهر ډول جنایت او وحشت دپاره زمینه برابریږي .
نیکمرغه او کامیابه هغه وولسونه دي چې دملک دسیاسي ،فرهنګي ،اقتصادي او اجتماعي ادارې په رهبرئ کې او سر کې داسې شخصیتونه ولري چې دټولنې دغه ارزښتونه وپیژني اوهغې ته صادق او وفاداره وي .
په افغاني ټولنه کې داسلام مقدس دین ،افغانیت او وولس ته دسیاسی قدرت داصلې منشې او چینې په سترګه کتل هغه ارزښتونه دي چې دافغانانو دیوه سوکاله او بې جنجاله ژوند تضمین کولائ شي او دهر داخلي او خارجي طوفان دتاوانونو او زیانونو څخه ئې مصؤنه ساتلائ شي.

نو که دیوه پاچا ،زعیم او مشر دکړنو او اجرااتو په هکله خبرې کوو نو باید دپورتنیو ارزښتونو په تله ئې وتلو او وئې ګورو چې څومره ئې دغه ارزښتونه دخپلې واکدارئ په دوره کې مراعات کړي او څومره ورته وفادار او صادق وو؟
همدارنګه باید ښکاره شي چې دواک ستنې ئې په کوم غولي ولاړې دي ؟
دواک او اقتدار بنسټ ئې وولسي دئ او که دبلې مرجع نه تشکیل شوئ دئ؟

دپورتنیو خبرو په نظرکې نیولو سره دظاهرخان پاچاهي او دداؤدخان جمهوریت یو هم داسې نه وو چې د افغاني ټولنې حیاتي ارزښتونه په کې مراعات شوي وي او دواک مشروعیت ئې تثبیت کړئ وي.
دظاهرخان دپاچاهئ او قدرت دوولس نه سرچینه نه وه اخستې او داسلامي او افغاني ارزښتونو سره ئې هیڅ تړاو نه درلود.خلک په یوه ستم کې راګیر وو اود رعیت په نامه یادیدل مانا داچې پاچا هرڅه وائې او کوي دوئ باید هغه مراعات کړي ، خلک دهر رنګه ازادئ او اظهار دعقیدې دحق نه محروم وو،یوازې باید دپاچا فرمان او حکم ته لبیک ووائې او دهغه په ولایت او اول لا مر ئ کې شک او شبهه ونه لري .
پاچا دهر نوع انتقاد او نیوکې نه مبراء واو اطاعت ئې ددرباري ملایانو په فتوا سره واجب ګرزیدلئ و.
یوازې حضرتانو،پیرانو ،درباري ملایانو ،خانانو او اربابانو دظاهر خان دسلطنت پایې جوړولې او وولس هیڅ رول اوونډه دملک په مسائیلو کې نه لرله او صرف دیوې وسیلې په توګه ورڅخه استفاده کیدله .
پاچا یوازې دخپلې پاچاهئ په غم کې وو او دوولس غوښتنې ،مشکلات ،هیلې او ارمانونه ورته مطرح نه وو.

شلمه پیړئ دنړئ په تاریخ کې دعلم ،تخنیک ،تکنالوجئ،اقتصاد ،تغیر ،تحول او ترقئ دوره وه او ډیر هیوادونه چې هوښیار ،زړه سواندي او خپلو خلکو ته وفاداراو غمخوار مشران لرل دلویو بریالیتوبونو اودیوه عادلانه او مرفه ژوند دجوړولو له پاره چټک ګامونه واخستل ،خو دظاهرخان او دهغه شاوخوا اشخاصو نه یوازې دملت دردونه تداوي نه کړل بلکه دخپلو کړنو له امله ئې دوولس مشکلات نور هم زیات کړل او د وروستیو بدمرغو او مصیبتباره حوادثو درامنځته کیدو باعث هم شول .که نن ورځ زموږ وولس دالحاد ،فاشیزم ،قوم ګرائئ،ژبني او مذهبی تعصب او خارجې مزدورانو دشرارت او شیطانت په اورکې سوځیږي یو علت ئې دظاهرخان غیر اسلامي ،غیر افغاني او غیر وولسي واکداري وه.
ټول افراطي او احساساتي حرکتونه چې په وروستیو کلونوکې رامنځته شول که مذهبي وو او که غیر مذهبي او دپوهې ،تعقل ،سنجش ،دقت او دټولنې دعیني او ذهني شرایطو سره په تضاد کې وو دپاچا او دهغه دملګرو دناپوهئ او بې تفاوتئ او افغان وولس سره دنه علاقې له امله منځ ته راغلل.
پاچا او دهغه په څنګ کې اربابان ،درباري ملایان ،حضرتان ،پیران او شیخ الحدیثان يوازې په خپل عیش ونوش کې ډوب وو او ټول هوش او فکر ئې دې ته متوجه کړئ وو چې دپاچا استبدادي او مطلقه قدرت ته څومره شرعي پرتوګ ورواغوندي او تداوم ئې واجب وګرزوي او وولس چې دبې علمئ ،بېسوادئ،بې درمانئ،لوږې او د ربدرئ ژوند کاوه ددوئ دپاره هیڅ ارزښت نه درلود.

کله چې په یوه ټولنه کې داستبداد او ظلم ناولئ سیورئ خور وي او دازادئ او حق غوښتنې غږ دخلکو په ستوني کې بند کړل شي اوخلک دخپلې عقیدې او نظر اظهار نه شي کولائ، نو ښکاره خبره ده چې دطبیعی رشد او ودې له پاره په علمی ،سیاسي،اقتصادی او کلتوري ساحو کې لازمه شرایط او امکانات وجود نه لري اوحتا داستبدادي قدرت له خوانه ددې طبیعې ودې په مقابل کې خنډونه جوړیږي ،نو ټولنه دخپل عادي او طبیعي مسیر نه اوړي او لکه څنګه چې لازمه ده او دوخت او زمان غوښتنه وي په هغه شکل سره رشد ،ترقی او حرکت نه شی کولائ نو ټول هغه استعدادونه چې دټولنې دمشکلاتو دحل دپاره باید کافي کدرونه او ظرفیتونه منځ ته راوړی دنابودئ او نیستئ سره مخامخ شی ،نتیجه داچې دسوال او درویزې کچکول به ئې په غاړه وی او دهمسایه نه نیولې تر شیطانه پورې به ئې خوله دخواست اوفقر له پاره خلاصه کړې وی زارئ به کوي او دګدائئ او ذلت ژوند به کوی او دنورو دلاسوهنې او یرغل دپاره به په خپله زمینه مساعدوي.

دظاهرخان په دوره کې دافغاني ټولنې دترقئ او تحول دپاره داستبدادي روابطو دموجودیت له کبله هغسې چې لازمه او ضروري وه ګام وانه اخستل شو او ټولنه په مطلق جهالت او بې خبرئ کې وساتل شوه او هغه ظرفیتونه او کدرونه چې دترقئ د کاروان سره جوخت يې باید حرکت کړئ وائ ونه روزل شول او یوازې دربارته نږدې چاپلوسانو او ابن الوختانو دملک ټولې چارې په مخ بولې .

داسلام دین چې په واقعیت کې په ټولنه کې دعدالت ،انصاف ،مساوات ،انساني کرامت ته داحترام او دخلکو دسوکالئ او نورو انساني ارزښتونو دپیاده کولو له پاره مطمئنترین لاره ده دارتجاع او استبداد په انحصارکې ولوید او هغه رول ئې چې په ټولنه کې دتحرک ،خلاقیت ،ابتکار او تحول منځ ته راوړنه وه او باید اجراکړئ ئې وائ او ټولنه ئې دبدبختیو او ناخوالو څخه ساتلې وائ دپاچا او دهغه ددرباري اخوندانو او پیرانو له لوري په شیطاني ډول سره تر ناوړې ګټې لاندې راغئ او یوازې داستبداد نه ددفاع له پاره ئې ورڅخه دډال په توګه کارځنې واخست .
دحقیقي او وولسي روحانیونو او طلبه وو تعلیم ،ژوند او روزګار دوولس په شان په نادارئ او ملاماتوونکي فقر کې وساتل شو او هغه لویه او عظیمه وظیفه چې دخلکو اګاهی او پوهه دخپلو او نورو دحقوقو نه او مسؤلیت ئې دالله(ج) او دهغه دمخلوق په مقابل کې دئ داختناق او حاکمه فشار له وجهې په درست شکل اجرا نه شوائ کولائ .
لنډه داچې دظاهرخان استبداد او مطلقیت دافراط ګرایئ،خشونت ګرایئ او دپردیو اډیولوژیګانو دواردولو او دخپل وولس په ځائ دپردیو سره ديارانې او مزدورئ کولو زمینه مساعده کړه .

داستبداد یو خصلت دادئ چې کوښښ کوي وولس په جهالت او بې خبرئ کې وساتي او پرې نه ږدي چې خلک دخپلو حقوقو او مسؤلیتونو نه اګاه شي،ځکه که خپل حقوق او مسؤلیتونه وپیژني ،بیانو دستمګرانو غیرانساني چلندونه نه شي زغملائ او په مقابل کې ئې قیام کوي او دعدالت دبرقرارولو دپاره په مبارزه لاس پورې کوي.
دیوه وولس دترقئ او په سیاسی،اجتماعي ،اقتصادی ،فرهنګي او امنیتي مشکلاتو باندي برئ هغه وخت ممکن دئ چې وولس ددین ،علم او پوهې ،فرهنګ او ثقافت،نویو فنونو اومسلکونو دزده کړي دپاره مساوي اومتوازن لاسرسئ او امکانات ولري او ددې علومو او فنونودزدکړې امتیاز دیوې ډلې ،طبقې او کورنئ دانحصار نه خلاص شي او وولسي شي او دولتونه او حکومتونه خپل تګلاره داسې وټاکې چې د خلکو دپوهې اومعلوماتو دکچې دلوړولو له پاره ټول امکانات او شرایط برابرکړي،چې متاءسفانه دظاهرخان په دوره کې دپاچا او دهغه په څنګ کې درباریانو د دا سې یوه اډیال او طرحې دلرلو کفایت ،لیاقت ،درایت او اهلیت نه درلود او دخپل استبدادي ماهیت په اساس ئې ددې حیاتي مسآلې اهمیت نه احساساوه.

کله چې په یوه ټولنه کې ازادي وجود ولري او هر څوک دخپل فکر اونظر داظهارو لو له پاره امکانات ولري ،نو په ټولنه کې بدلون او تغیر په مسالمت امیزه او تفاهمي شکل صورت نیسي او دهر ډول خشونت او زور داستعمال مخه نیول کیږي .
داچې ټولنې بدلون غوښت او ظاهر او درباریان ئې دې بدلون ته نه حاضریدل او یا ئې ددې بدلون ضرورت او اهمیت نه شوائ درک کولائ او په خپل وخت ئې لازمه اقدامات ونه شوائ کولائ ،نو داودخان ددې بدلون دراوستلو ابتکار په لاس کې واخست او دظاهر خان 40کلنه عاطله،باطله،استبدادي اودخلکو نه پردئ مطلقه دورې ته ئې دپائ ټکئ کیښود .
دجمهوریت په راتګ سره دخلکو په زړونو کې دیوه روښانه ژوند دراتلو امیدونه او هیلي راپیدا شوې او داحرکت ئې تائید کړ،خو دداود خان لویه اشتباه چې په کمونستانو او دشوروي اتحاد په اجنتانو ئې تکیه په لومړی سر کې کړې وه او د کې،جي،بي په زهرو لړلي مارانوته ئې په لسټوني کې ځائ ورکړئ وددې باعث شوه چې دوولس ټول ارمانونه دیوه ازاد،خپلواک او په وولسي اقتدار ولاړ افغانستان دجوړیدو له پاره په خاورو بدل شول او دسیاسي حرامیانو په وسیله داسې مصیبت دخلکو په نصیب شو چې دپخواني کفن کَش په ارمان شول .
دشهید داودخان اقدام یو مناسب او په ځائ اقدام و،ځکه دظاهرخان رژیم او پالیسي دخلکو دپاره نوره دتحمل وړنه وه ،مګر داود خان هم ددومره تجربې او حکومت دارئ سره سره دافغانستان دخلکو ضروري غوښتنې چې په اسلامي او افغاني اصولو دجمهوري نظام سمبالول وسرته ونه شوائ رسولائ او دهغو عناصرو دفکر ښکارشو چې په سرونو کې ئې دقومي ،ژبني تعصب وجود درلود لکه دپرچم غړي اود خائین کارمل ملګري حسن شرق او نور ،بالمقابل ځنې ملي شخصیتونه لکه موسی شفیق،محمد هاشم میوندوال ،عبدالحی حبیبی او نورئې دکارنه ګوښه او ددوئ په ځائ ئې په مارکسستانوئې اعتباروکړ ،چې په نتیجه کې دهمدې خائینو عناصرو په ناولي او بې غیرته لاسونو شهید شو .

ددې ټولو خبرونه دانتیجه اخستئ شو چې استبداد او دیکتاتوری دټولو سیاسی،اجتماعی ،فرهنګي او اقتصادی پرابلمونو زیږونکې او منبع ده ،ترڅو چې دامنبع له منځه ولاړه نه شي په ټولنه کې دپرابلمونو اوستونزو حل ناممکن دئ نوله دې کبله هغه نظام او ددولت دارئ سیستم کامیابه ،ښه او دتائید وړدئ چې قدرت ئې دوولس نه راوتلئ وي،دوولس دملاتړ او تائید نه برخورداره وي ، دوولس په خدمت کې وي ، هغه ارزښتونو ته صادق ،وفاداره او متعهدوي چې دوولس له لوري منل شوي او قابل دقبول وي او په ټولو پریکړو او فیصلو کې ئې دوولس نظرونه،غوښتنې ، مشورې اوتائید ښکاره اوروڼ انعکاس پیدا کړئ وي .
ترڅو چې په افغانستان کې داسې نظام منخ ته رانه شي ،سوله،سوکالي،ترقي او ټولنیزه رفاه یو خوب دئ چې په حقیقت به بدل نه شي.

مننه


Ghairat
11.08.2009

د ښاغلي هیښ صیب ټوله لیکنه په زړه پورې او په یو لړ غښتلواصولو ختمه شوې ده، خو دا به یوه معجزه وای چې یوه تاریخي لیکنه بشپړتیا ته اړتیا ونه لري، نو پر همدې موخه دا لاندینۍ کرښه چې ډیره ښه او معتبره ده، تر اندځل لاندې نیسم :
[quote:f11784cef4]
دجمهوریت په راتګ سره دخلکو په زړونو کې دیوه روښانه ژوند دراتلو امیدونه او هیلي راپیدا شوې او داحرکت ئې تائید کړ،خو دداود خان لویه اشتباه چې په کمونستانو او دشوروي اتحاد په اجنتانو ئې تکیه په لومړی سر کې کړې وه او د کې،جي،بي په زهرو لړلي مارانوته ئې په لسټوني کې ځائ ورکړئ وددې باعث شوه چې دوولس ټول ارمانونه دیوه ازاد،خپلواک او په وولسي اقتدار ولاړ افغانستان دجوړیدو له پاره په خاورو بدل شول او دسیاسي حرامیانو په وسیله داسې مصیبت دخلکو په نصیب شو چې دپخواني کفن کَش په ارمان شول .[/quote:f11784cef4]

۱ ــ دا داودخان نه وچې دکودتا په غم کې یې پرچمیان او شورویان پر ځان راټول اوکودتا یې وکړه، بلکې بر عکس دا شورویان او پرچمیان ووچې د خپلې پوځي کودتا دمشرتابه له پآره یې دداود خان غوندې متنفذ شخصیت جذ‌ب کړ ،نوموړی خبر نه و چې له اول څخه د یوې پرچمي او مسکوي کودتا مشر شو ، نه د یوې ملي کودتا!
هو، نوموړي کوښښ کاوه چې کودتا او رژیم ورو ورو په ملي کودتا اوملی رژیم واړوي خو باداران یې تر ده چالاکه وو او دمسکو په امر یې دخلقیانو سره دده تر راپرځولو یوکال د مخه ګوندي وحدت جوړ اود یوکال په تېریدوسره یې دده پرضد د ثور ضدملي کودتا تر سره کړه!

۲ـــ په دې کې شک نشته چې داود خان یو ملی شخصیت و، خو ظاهر شاه رښتیا ویلي چې داود خان ‌هوښیار او ذهین مشر نه و، په جذباتو یې تکیه کوله ، ژر قهریده ، سخت قدرت غوښتونکی و او دیکتاتور انه برخوردیې د رلود!
د همدې ځانګڼو په پیژندنې سره روسانو دده له ملي شخصیت څخه د سیاسي سرطان په کودتا کې ګټه پورته کړه، دده ټوله لوښه او ظرفیت یې و چښه او په پای کې یې د یوه تش او بی مغزه کډو په توګه د قدرت او ژوند له ډګره وویست، ځکه نوموړی بیا له شوروي څخه د فاصلي نیولو په ملي سیاست کې د عدم پیګیرۍ او لازم سرعت د نشتوالي له امله د مصر د انوار السادات سیوري ته هم ونه رسیده!

۳ ــ د ګوندونو،مطبوعاتو، پارلماني او ریاست جمهوري ټولټاکنو آزادي په قانوني توګه رامنځته نشوه، د اند او بیان آزادي نه وه، د ساري په توګه یوې ورځپاڼې نشو کولای د ولسمشر یوکاریکاتور هم نشر ته وسپاري ۰
اپوزیسیون په ټوله دوره کې موجود نه و اومخالف ګوندونه يوهم رسمی شتون نه درلود،لنډه یې دا چې ولسواکي او داود خان له هماغه اول څخه سره شپاړس وواو داود خانو ورته نږدې لس کاله صرف کمین نیولی و او بس!

۴ــ د کمونیزم فساد همده افغانستان ته ډالۍ کړ، پرچم دده د درباري نفو‌ذ تر سیوري لاندې جوړ شو او همده وده ورکړه، دده له حمايې پرته نه د خلق دموکراتیک ګوند جوړیدای شو او نه ببرک ددومره جرئت خاوند کیدای شو!
څرګند مثال یې دادی کله چې د هیواد ملایان او راسخ دیني مشران کابل ته راټول اود ببرک لعنتي پر ضد یې شعارونه ورکول چې نوموړي ولی پر لعنتي لېنین درود ویلی او په پرچم ورځپاڼه کې یې نشر کړی، څوورځې وروسته داود خان په خپل امر پولیس ور ولیږل او دیني مشران یې لومړی ټول ونیول په زور یې په موټروکې واچول اوبیرته یې اړوندو ولایاتوته واستول!
دې ته وايي په دربار کې یکه تاز قدرت او دېته وايي د پرچم ساتنه او پالنه !

نوکه خلق او پرچم په افغانستان کې د فساد اوناورینونو عامل وو، داود هم ددغه ګوند د بیدریغه حمایې له کبله ددې ټولو سیاسي بدبختیو سرچینه وه !
نو نتیجه یواځې دا خیستلای شو اوبس چې :
[color=blue:f11784cef4]یواځې اخلاص ،احساسات او ښه زړه لرل په سیاست کې کفایت نه کوي، بلکې سیاسي سر اوماغزه ، سیاسي عقل او تحلیل هم بایدولري، ولې زمونږ نجیب او شهید محمدداود خان متاسفانه دا یوهم نه لرل![/color:f11784cef4]


ډاکټر څپاند
12.08.2009

محترم غيرت صيب،
ستاسو دليکنې په پای کی يوه جمله زياتول غواړم،اوهغه داچه نوموړې ليکنه
ستاسو دشخصي نظر څرګندونکې ده،اوتاسو هيڅ سندنلرۍ چه ستاسو د ادعاوو تايدوړي٠


Ghairat
12.08.2009

ثبات صیب ښې چارې!
[quote:25d215da73]ستاسو... ليکنه ستاسو دشخصي نظر څرګندونکې ده،اوتاسو هيڅ سندنلرۍ چه ستاسو د ادعاوو تايدوړي٠[/quote:25d215da73]
نو د بحث له پآره مهرباني وکړئ لږتر لږه یوه جمله په ګوته کړئ چې تاسې یې په هیڅ شان نشئ منلای او پر ضد یې دلایل ولرئ
تاسو خو آن د کوشان ویستل هم دموکراتیک عمل نه دی بللی،
[quote:25d215da73]غيرت صيب،هغه وخت چه کوشان له دی سايټ نه وشړل شو،کشکی ستاسو
دموکرات ضمير بېداروی! [/quote:25d215da73]
حال داچې د کوشان ساتل نور په حقه د وطنمل صیب زغم هم نه بلکې د هغه
دیکتاتوري انګیرل کیدله!

[color=red:25d215da73]د داود ملي احساس کې هېڅ شک نه و
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ سیاست یې د ملت په زیان تمام شو[/color:25d215da73]


ډاکټر څپاند
13.08.2009

[quote:691a3e98eb]۱ ــ دا داودخان نه وچې دکودتا په غم کې یې پرچمیان او شورویان پر ځان راټول اوکودتا یې وکړه، بلکې بر عکس دا شورویان او پرچمیان ووچې د خپلې پوځي کودتا دمشرتابه له پآره یې دداود خان غوندې متنفذ شخصیت جذ‌ب کړ ،نوموړی خبر نه و چې له اول څخه د یوې پرچمي او مسکوي کودتا مشر شو ، نه د یوې ملي کودتا! [/quote:691a3e98eb]

ستاسو ددی ادعا ثبوت ،يوقياس دی،چه نن ورځ زيت شميرمبصرين او ليکوال،
دداود خان کودتا دثور دکودتا لپاره يو "پيش شرط" ګڼي٠مګر تردې محاله،
چه د KGB،اوافغاني استخباراتو قريب ټول اسناد افشا شوي،داسي يوه ليکنه
يا عېني شاهد پېدانشو چه ددی ادعا دحقانيت لپاره يو بنسټ وي٠
دداود خان په کودتا کی اخته افسران،ټول خلقي-پرچمي نه ول،يوشمير بيطرف
خلک هم شامل ول٠چيری دی دا خلک،ولی ګنګه پاته دي؟؟

معلومداره خبره ده چه ددويم نړېوال جنګ نه بيا تر ثور کودتا پوري،په فقير او ناداره
هيوادونو کی د سوسياليزم تيورۍ ډيره مترقي تيوري بريښيده او هر هغه
چا چه به ديوه شاهي نظام،يا غرب پرست نظام پرضد يو پاڅون يا کودتا کوله
داسی انګيرل کيده چه پدی کې دمسکو لاس دي٠
پياد راولۍ دعراق،ليبيا،سودان دبنګله ديش تاسيس،يمن او لسګوني نور مثالونه٠ 
  

! [quote:691a3e98eb]هو، نوموړي کوښښ کاوه چې کودتا او رژیم ورو ورو په ملي کودتا اوملی رژیم واړوي خو باداران یې تر ده چالاکه وو او دمسکو په امر یې دخلقیانو سره دده تر راپرځولو یوکال د مخه ګوندي وحدت جوړ اود یوکال په تېریدوسره یې دده پرضد د ثور ضدملي کودتا تر سره کړه[/quote:691a3e98eb]

کيدې شي،دخلق او پرچم يوالی دمسکو په مرسته تر سره شوی وي،دابه هم
در سره ومنم چه داوحدت دداود خان په مقابل کی رامنځ ته اوهدف به ئی
دقدرت لاسته راوړل ول٠مګر ټول شواهداو مدارک ددی ښونکي دي چه دثور
کودتا دحفيظ اله امين شخصي ابتکار وو٠

[quote:691a3e98eb]۴ــ د کمونیزم فساد همده افغانستان ته ډالۍ کړ، پرچم دده د درباري نفو‌ذ تر سیوري لاندې جوړ شو او همده وده ورکړه، دده له حمايې پرته نه د خلق دموکراتیک ګوند جوړیدای شو او نه ببرک ددومره جرئت خاوند کیدای شو!
څرګند مثال یې دادی کله چې د هیواد ملایان او راسخ دیني مشران کابل ته راټول اود ببرک لعنتي پر ضد یې شعارونه ورکول چې نوموړي ولی پر لعنتي لېنین درود ویلی او په پرچم ورځپاڼه کې یې نشر کړی، څوورځې وروسته داود خان په خپل امر پولیس ور ولیږل او دیني مشران یې لومړی ټول ونیول په زور یې په موټروکې واچول اوبیرته یې اړوندو ولایاتوته واستول!
دې ته وايي په دربار کې یکه تاز قدرت او دېته وايي د پرچم ساتنه او پالنه ![/quote:691a3e98eb]

نه غيرت صيب،دپرچم جريده ددموکراسۍ په لسيزه کی خپريده،عمدتا دمرحوم
نوراحمد اعتمادي په دوره کی٠هغه مهال دادود خان بيکاره په کور کی ناست
وو او چائی په خولی دپياز پوټکی هم نه لری کاوه٠

دکمونيزم ايديولوژي لکه بريښنا او باران په هره سيمه کی دخپريدو په حال کی
وه،ملتپالو دغرب نه دازادۍ لپاره يواځني لار کمونيزم باله٠ په حقيقت کی
کمونيزم ديوه جعلي مذهب پشان خپله لاره په فقيره او نا اميده ټولنو کی طی
کاوه٠مرحوم مير غلام محمد غبار پخپله دمارکسيزم-ليننيزم دتيوری د ترويجولو ستر مبلغ وه٠عبدالرحمن محمودي،انجنير عثمان
لنډی،طاير بدخشي،نورمحمد ترکی او داسی نور ټول کمونست پلوه مبلغين او
فعالان ول٠کارمل د دادود خان دصدارت په دوره کی ٤ کاله زنداني وو،اوهلته
ئی مارکسيزم له مرحوم مير اکبر خېبر نه زده کړ٠
که کارمل دداودخان سره مناسبات نه وی پيداکړي،که امين کودتا نه وی کړې،
نور قوتونه لکه ماويستان او اخوانيان دقدرت د لاسته راوړو لپاره ،دخپلو
بريتونو په غوړولو بوخت ول٠

[quote:691a3e98eb]یواځې اخلاص ،احساسات او ښه زړه لرل په سیاست کې کفایت نه کوي، بلکې سیاسي سر اوماغزه ، سیاسي عقل او تحلیل هم بایدولري، ولې زمونږ نجیب او شهید محمدداود خان متاسفانه دا یوهم نه لرل!
[/quote:691a3e98eb] دا روستي نظر سره مو موفق يم٠


[quote:691a3e98eb]
اقتباس:
غيرت صيب،هغه وخت چه کوشان له دی سايټ نه وشړل شو،کشکی ستاسو
دموکرات ضمير بېداروی!

حال داچې د کوشان ساتل نور په حقه د وطنمل صیب زغم هم نه بلکې د هغه
دیکتاتوري انګیرل کیدله! [/quote:691a3e98eb]

غيرت صيب،دکوشان مثال د لاروي په اړ ذکر شوی وو٠ځکه چه تاسو دلاروي
ددفاع تکل کړی وو،مګر دکوشان داخراج په وخت کی بيتفاوته واست٠
ما درته ليکلي ول،سره دی چه دموکرات ياست مګر عدالت مو رعايت 
کړی ندي٠

په درناوي،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more