د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ډاکټر عبدالله د خليلزاد چوکړه او د لنډه غرو پنجشيرانو استازی دی !

بابړ
03.08.2009

نن سباچي دبېنا سترګو ډاکټر، ړوند ډاکټر عبدالله د هاليووډ د فلم سټار غوندي د افغانستان د جمهوري رياست و کمپاين ته را ايستل شوی او په نا افغانه او نا ملي ټلوېزوني چينلړ کي ځان ښکاره کوي ، نو دغه ملي خاين او شيک پوشه مشهور زنکه بازه داسي اکټونه کوي چي ته به وايي د افغان ملت ولس بالا مړ شوی او بس همدغه لنډه غر پاتې دي چي د لوی افغانستان په استازيتوب به د نا افغانه خلیل زاد په ډيکټه را مخته کيږي تر څو زموږ په هيواد کي د صهيونيستي انسان دښمنه يهودانو پاليسي په دې سرکښه او پردي دښمنه هيواد کي پلي او د دوبی د کنفرانس استعماري توکي پلي کړي .
ډبل عبدالله اوس ګواښونه کوي چي که داسي و نه شوه نو هغه به هم د خپل امير صاحب مسعود لعنت الله عليهم په څير هاغسي کردار کوي او که بيا ناکامه شو نو هله به بيا د خپل دمور د مړو و کولاب ته پناه وړي .

افغانانو او ټولو افغانانو پام کوی چي دغه لوی غدار او وطن فروشه ته رايه ورنکړی ، سید اسحق ګيلاني که د همدغه لنډغر و په  ځانګټه تېروي او تير شوی دی نو دغه ګيلانيان خو د پلار او نيکه نه د انګرېزانو چونګوټيان وه، دوی خو د پلار او نيکه نه لوی غداران او ملي خائنين او د پردو نوکران وه تاسو د انګرېزانو لار مه وهۍ ٠
عبداله عبداله ملي خاېن او جنګي جنايت کار دی  ملت  مخکي تر هغه چي هغه ته  رايه ورکړي، د هغه سره حساب و کتاب لري!
 هغه بايد ملت ته د خپلو جناياتو په هکله ځواب ووايي 


Sangar Watan
04.08.2009

په وضاحت سره ليدل کيږي چه غربي نړۍ په ټينګه دعبدالله اوکرزي ملاتړ
دي٠داځکه چه امريکه لاهم پدې عقيده ده چه پخواني مجاهدين ،ددوی ښه
دوستان اوترټولوسالم قوتونه دي٠

سره ددی چه دافغان ملت سياسي شعور وده کړي مګرقومي،مذهبي،منطقوي
اونورعوامل ددې سبب ګرزي چه خلک دملي ګټوپه خاطرنه بلکه دشخصي
ګټولپاره رايه ورکړي٠له بلې خواتيروتجربوښکاره کړه چه په انتخاباتوکې
به بياهم دکرزي اوياداځل دعبدالله په ګټه تقلب کاري وشي.

رابه شوواقعيتونو ته:

که په اول دورکي هيڅ کانديد په سلو کی ٥٠جمع يوه رايه پوره نکړی
که په دويم دور کی کرزی يا عبدالله دبشردوست يا حبيب منګل په مقابل
کی ولاړوي تاسو چاته رايه ورکوئ؟؟؟


بابړ
04.08.2009

بې سنګر،سنګره !
تاسو اشرف غني احمدزی ولي د پامه ليري کړی دی ؟!
تاسوزموږ رايه څه کړی،
خو آيا پروني پرچمي حبيب منګل او دهغه «فراګيره» ډلي ته لوی شرم ندی چي د دوی په اصطلاح « د امپرياليزم جهانخوار و در رآس آن امپرياليزم امريکا» تر اشغالي او نظامي چتر لاندي زموږ د هيواد جمور رئيس شي ، او د هغوی په ډالرو، د هغوی په عسکرو او دهغوی په ډالري ملاتړ د هغوی سيمه ائزه نقشې پلي کړي ؟
آيا دا جالبه نده ؟
خو زموږ ولس به يو ځل بیا داسي بد ونکړي چي پرون د شورويان او نن به بيا د امريکايانو د ګټو د پاره ځانونه د هغوی د نوکرانو د پاره قربانکړي !


Sangar Watan
04.08.2009

بابړه ځما خيال دا وو چه ته به په نيمه پوهيږې,مګرمتاسفانه داسې نه وه!

تاته ئی ډانګ پيلی ليکم چه که محترم ډاکتراشرف غني رامخته شي هيڅ يو
کاندید به په واحد ډول دهغه په مقابل کی تاب رانوړی٠

مګرستاځواب داسی معنی لری چه ته به د بشردوست يامنګل په مقابل کی
عبدالله يا کرزي ته ترجيح ورکړی٠مګرداسی نده؟؟


بابړ
04.08.2009

ګوره سنګره چالاکي کوې!
نن خوزياتره پښتانه که چا ته رايه ورکوي نو هغه به ضرور و اشرف غني احمدزي ته وي ، د حبيب منګل کيسه خو بلکل مفته ده بس همدا تاسو يو څو تنه هغه پورته او کښته کوی کنه نو تا سو پخپل يادښت کي ولي لوستونکو ته يوازي همدا دوه انتخابه را مخته کړي وه؟
د پرچميانو د چمبازيو چمونه خو به دي نه وي را اخيستي که څنګه ؟


Sangar Watan
04.08.2009

--------------------------------------------------------------------------------

[quote:ee0fd03d62]ګوره سنګره چالاکي کوې!
نن خوزياتره پښتانه که چا ته رايه ورکوي نو هغه به ضرور و اشرف غني احمدزي ته وي ، د حبيب منګل کيسه خو بلکل مفته ده بس همدا تاسو يو څو تنه هغه پورته او کښته کوی کنه نو تا سو پخپل يادښت کي ولي لوستونکو ته يوازي همدا دوه انتخابه را مخته کړي وه؟
د پرچميانو د چمبازيو چمونه خو به دي نه وي را اخيستي که څنګه ؟ [/quote:ee0fd03d62]

ګوره بابړه،دا دچالاکۍ او چوتارۍ مسله نه يو فرضي مګر سپينه پوښتنه ده
که فرضا،دانتخاباتو په پايله کی کرزی دبشردوست،يا عبداله دمنګل سره 
مخامخ شي نو موږ تاسو به چاته رای ورکوو؟؟
مهرباني وکړه دسوال ځواب ورکړه،دبيځايه تبصرو نه څه ګټه؟؟٠


Lotfollah
05.08.2009

دوستانو سلامونه
که دپښتنو په ډېرو سیمو کې د نا امنۍ له کبله خلک ونشی کولای خپلې رایې ورکړي ښایی ډاکټر عبدالله عبدالله د ټولټاکنو ګټونکئ شی!


و.افغان
06.08.2009

[quote:cd804b09cf="Subat Sabit"]

دلته می دښاغلي سنګر وطن مثال راياد شو،چه که خدای مکړه په انتخاباتو
کی اشرف غني روسته پاته شي او موږ دکرزي (پښتون)يا بشر دوست (هزاره) تر منځ يو انتخاب کړو،يا عبداله شوری نظار او منګل
کمونست،تاسو وهاج صيب او نور دوستان به چاته رايه ورکړي؟؟
او دارايه به اسلامي،سياسي يا قومي جهت ولري؟؟؟

په درناوي،[/quote:cd804b09cf]

له بين الأفغاني سولې پرته دښکيلاګ په موجوديت کې هيڅ ډول معامله او کار قانوني
مشروعيت نه لري ، نه دکرزي حکومت مشروعيت لري، او نه به يې بل راتلونکی په
دروغو منتخب رئيس جمهور.

دا په داسې حال کې چې هيواد کې امنيتي حالت خراب دي، ډیر خلک نشي کولای چې
خپل رایې واچوي، په دې سربيره طالب ځواکونه چې دوطن يو قشر جوړوي، او لويه
سلنه ولسي وګړي ورسره مله دي،هغوی له انتخاباتو څخه پريکون اعلان کړې، نو
داسې هيڅ راز انتخابات قانوني مشروعيت نه لري،نو په دې نه ارزي چې څوک دی
خپله رایه پرې وشرموي.

په درنښت


ډاکټر څپاند
07.08.2009

ګوره وهاج صيب چه په ځوانه ځونۍ کی دې حافظه ښه کار نه کوي٠
دا هم دانتخاباتو په هکله ستا نظر دی،او که څنګه؟؟؟

[quote:cab11f68d9]هو که بيا هم دی خپل کمپاين او کانديدا ته دوام ورکوي، نو اوسمهال خو داشرف غني تله په نورو ډیره درنه ښکاري، نو دغه دکاميابيدو په صورت کی به دهغه او
دکرزي هغه وخت توپیر رامنځ ته کيداي شي، چې دی خپل زړورتوب ښکاره کړي،
زړه ورتوب به يي دا وي، چې دمنتخب کيدو وروسته فورا دافغان ځوريدلې ولس مطالب
په غوڅه توګه ټولې نړۍ ته دټولو ميډياوو له لارې واوروي، چې افغان ولس په دی
پاکه خاوره هيڅکله اشغالګر نشي منلې، او اشغالګر له هر څه مخکې خپل ځانونه
فورا بلا قيد او شرط وتلو ته چمتو کړي، او ددی مطالبو دنه متحقق کيدو په صورت
کی به نوموړی فورا سره له ټولی کابيني له خپلو چوکيو څخه تيريږي، او له ولس
سره يو ځاي به په يوه انقلابي، سياسي، او سولییز مقاومت لاس پوری کوي.

که چیرته ښاغلی اشرف غني احمدزی دا کار ونه کړي، نو دهغه او دکرزي به
هيڅ توپیر سره نه وي.
،

او دښاغلې لاروي دا خبره به بيخي پر ځاي وي چې وايي:
وروڼو ما مخكې هم ويلي وو چې اشرف غني د امريكا يو لاس دى او كرزى يې بل
او دا نور جلالي، عبدالله، احمدي او نور يې هم د پښو او لاسو ګوتې دي. اشرف غني كه رښتيا هم دې ملت ته ژمن واى نو د افغانستان د همغه وخت اساسي قانون كې راغلي چې وزيران بايد د نورو هيوادونو تابعيت ونه لري خو اشرف غني صيب چې څنګه له پوهنتونه ليرې شو نو بېرته امريكا ته لاړو. په داسې حال كې چې د پوهنتون تر رياست دمخه د ماليې وزير ؤ او ده بايد په همغه وخت كې خپل تابعيت وركړى وى او د افغانستان په تابعيت يې فخر كړى واى. خو له بده مرغه. دا ټوله د امريكې ډرامه ده . كرزى له پخوا نه انتخاب شوى دى او دا نور لكه اشرف غني، عبدالله او پاتې ځينې كانديدانو ته له پخوا نه دندې وركړل شوې دي چې جلالي به په امنيتي چارو كې ارشد وزير وي، اشرف غني به په مالي چارو كې، احدي به د بهرنيو چارو وزير وي، خليل زاد به د ټولو سرپرست وي او كرزى لالا به په ټيټ سر خپله پاچاهي كوي.

نو ګورو چی غني صاحب څه له ځان سره راوړي، څه لږ دی ورته وکتل شي، اوبه خو
هسی هم له ورخه تيری دي، او شرمونه هم له شرمونو شرميدلي دي،البته دکرزي بيا
منځ ته راتلل دډیر شرم او عار خبره ده.

په درنښت.
_________________
له خپل نفس سره جهاد کول رښتيا هم چی ډیر سخت کار دی، خو که انعام يي جنت وي، نو آيا بيا هم سخت دی!؟
http://www.aqeedeh.com/ebook/index.php


[/quote:cab11f68d9]


و.افغان
07.08.2009

ثبات ثابت صاحبه !
دوروستۍ لیکنې په وخت مې مخکینۍ لیکنه ښه په ذهن کې وه، حافظه مې راسره
ياري کوي، خو حالات ياري نه کوي، زما په مخکینۍ لیکنه کې په شروطو او قيودو
سوچ وکړه، او بيا دننې حالاتو جاج واخله، البته په هغې لیکنه کې هم حکومت
ته په مشروعيت يا قانونيت نه يم قایل شوې، دومره مې ويلې دي، چې يو څه هڅه
کول امکان لري، لکه څنګه چې مې ورته اشاره کړې، هغه زما دزړه يوه آرزو ده، خو
کيدای شي له حقیقت څخه ډیره فاصله ونيسي، آینده ورځې به دا خبرې رابرسيره کړي.

په درنښت


Ghairat
09.08.2009

محترمو وهاج صافي صیب او وثبات ثابت صیب ته سلامونه!
[color=white:a89aa466f1]خیرالا مور اوسطها[/color:a89aa466f1]
نه به فورا د بهرنیوځواکونوویستل ممکن وي اونه هم د هغوی پاتې کیدل د منلو دی، بلکې فورا د هغو شرایطو په راجوړولو لاس پورې کول اړین دي چې پر تلسټ یې بهرنی ځواکونوته رخصت ورکول کیږي اود همدي ریالستي پلان ژمنه اشرف غني کړې ده چې وايي :
ددې هدف له پآره په لومړیودرې کالوکې دوه کوټلي ګامونه پورته کوم .
اول ــــ
ملي پوځ په پښو دروم ،داسې ملي پوځ چې د هیواد اوامنیت دفاع پخپله وکړای شي او بهرنیوځواکونوته هډو اړتیا پاتې نشي! نوموړي ددې له پآره یو ریالستي او باوري پلان هم وړاندې کړی دی!
دویم ــــ
د طالبانو سره د قومي ، دیني او روحاني مشرانو له لارې دجرګوپه توګه خبرې اترې پیلوم ، بهرنیولاسوهنوته په کې مجال نه ورکوم ، لومړی ورسره پر اصولو توافق رامنځته کوم او بیا به نو د عمل یوه ګډه برنامه په ګډه پلي کوو!
په دې ډول ۳ کاله وروسته کولی شم بهرنیانوته د [color=blue:a89aa466f1]وتلو پلان [/color:a89aa466f1]ورکړم اود هیوادآزادي بشپړتیا ته ورسوم!
دغه لار هم اړینه ، هم ریالستي اوممکنه اوهم یوه سوله ییزه ملي لار ده چې په بین المللي کچه دمنلووړ ده !
[color=yellow:a89aa466f1]ومن الله التوفیق[/color:a89aa466f1]


باتور
13.08.2009

غيرت خانه محترمه !

امريکايان غواړي چي څلوېښت زره نور اجير عسکر زموږ خاوري ته را ولېږي.

د انګرېزانو يو لوړ رتبه چارواکی وايي چي انګرېزي عسکر به څلوېښت کاله په افغانستان کي پاته سي.

د آلمان د دفاع وزير وايي چي آلماني عسکر به د لسو کالو لپاره په افغانستان کي پاته وي.

اشرف غني وايي :

[color=white:c136e07a0e]ملي پوځ په پښو دروم[/color:c136e07a0e] ،داسې ملي پوځ چې د هیواد اوامنیت دفاع پخپله وکړای شي او بهرنیوځواکونوته هډو اړتیا پاتې نشي!

د طالبانو سره د قومي ، دیني او روحاني مشرانو له لارې دجرګوپه توګه خبرې اترې پیلوم ، بهرنیولاسوهنوته په کې مجال نه ورکوم ، لومړی ورسره پر اصولو توافق رامنځته کوم او بیا به نو د عمل یوه ګډه برنامه په ګډه پلي کوو!
[color=green:c136e07a0e]په دې ډول ۳ کاله وروسته کولی شم بهرنیانوته د وتلو پلان ورکړم [/color:c136e07a0e]اود هیوادآزادي بشپړتیا ته ورسوم!

آيا اشرف غني د خپل پلان په اړه د امريکې، انګرېز او آلمان له سفيرانو سره خبري کړي؟؟
او که د بشردوست غوندي په خپله لګيا ده، برنامې جوړوي او ووټونه پرې رانيسي !

[color=white:c136e07a0e]هغه دي غلطوي چي له ده پيدا وي ![/color:c136e07a0e]

په درنښت


Ghairat
13.08.2009

[color=white:63028a46e8]امريکايان غواړي چي څلوېښت زره نور اجير عسکر زموږ خاوري ته را ولېږي[/color:63028a46e8],
[color=blue:63028a46e8]څو په سیمه کې د روسیې، چین اوایران په وړاندې امریکا هم دسیمییز سوپر قدرت په توګه احضارات ولري[/color:63028a46e8]
[color=white:63028a46e8]د انګرېزانو يو لوړ رتبه چارواکی وايي چي انګرېزي عسکر به څلوېښت کاله په افغانستان کي پاته سي [/color:63028a46e8]
[color=blue:63028a46e8]،څو په دې طالبان وپوهوي چې په څلویښتوکالوکې نه تاسې ماتوواونه موماتولای شو، صرف جګړه درباندې توده ساتو چې بی حوصلې نشئ![/color:63028a46e8]
[color=white:63028a46e8]د آلمان د دفاع وزير وايي چي آلماني عسکر به د لسو کالو لپاره په افغانستان کي پاته وي [/color:63028a46e8]، څو امریکا یانوته ډاډ ورکړي چې له نړیوال اتلاف
څخه دومره ژر هم نه وځي لکه څومره یې چې انګلیس اوامریکا اندېښنه څرګندوي۰
[color=yellow:63028a46e8]اشرف غني وايي :
ملي پوځ په پښو دروم ،داسې ملي پوځ چې د هیواد اوامنیت دفاع پخپله وکړای شي او بهرنیوځواکونوته هډو اړتیا پاتې نشي!

د طالبانو سره د قومي ، دیني او روحاني مشرانو له لارې دجرګوپه توګه خبرې اترې پیلوم ، بهرنیولاسوهنوته په کې مجال نه ورکوم ، لومړی ورسره پر اصولو توافق رامنځته کوم او بیا به نو د عمل یوه ګډه برنامه په ګډه پلي کوو!
په دې ډول ۳ کاله وروسته کولی شم بهرنیانوته د وتلو پلان ورکړم اود هیوادآزادي بشپړتیا ته ورسوم! [/color:63028a46e8]
دا ځکه چې نه بله لار شته اونه افغانستان اشغال دی، بلکې د خپلواکۍ توان اولوښه یې کمونستانو، مجاهدینواو طالبانو له منځه وړې وه او ددغه توان د بیا رغولواوملي ټولنې د جوړولو له پاره نړیوال اتلاف د ملګروملتونو په مأموریت سره راغلي، چې عربي اوټولې اسلامي نړۍ یې آن د پاکستان په شمول پلوی اوملاتړکړی، نوکه هر څومره ژر مونږ د خپلې دفاع او بیا جوړونې په بشپړولو بریالي شو هومره ژر بهرني پوځونه هم رخصتولی شو!
[/color]
[quote:63028a46e8]نوپه دې کې دا سوال هم په هو سره ځوابیږي اوهم په نه ،چې
آيا اشرف غني د خپل پلان په اړه د امريکې، انګرېز او آلمان له سفيرانو سره خبري کړي؟؟
او که د بشردوست غوندي په خپله لګيا ده، برنامې جوړوي او ووټونه پرې رانيسي ![/quote:63028a46e8]،
ځکه دا اساسي خبره ده، ملګروملتونواوبیا د بن کنفرانس هم تایید کړې نو بیا بیا یې د سفارتونو سره مطرح کولوته اړتیا هم نشته او بی له دې هم سفارتونومنلې ده!


ډاکټر څپاند
14.08.2009

[quote:ba70e88a8a]اقتباس:
نوپه دې کې دا سوال هم په هو ځوابیږي اوهم په نه ،چې
آيا اشرف غني د خپل پلان په اړه د امريکې، انګرېز او آلمان له سفيرانو سره خبري کړي؟؟
او که د بشردوست غوندي په خپله لګيا ده، برنامې جوړوي او ووټونه پرې رانيسي !
،
ځکه دا اساسي خبره ده، ملګروملتونواوبیا د بن کنفرانس هم تایید کړې نو بیا بیا یې د سفارتونو سره مطرح کولوته اړتیا هم نشته او بی له دې هم سفارتونومنلې ده![/quote:ba70e88a8a]
[color=red:ba70e88a8a]
نه غيرت صيب،[/color:ba70e88a8a]

افغانستان اول امريکايانو اشغال او بيائی دامنيت شوری نه د ISAF تر نامه
لاندی ناټو راوغوښتله چه داشغال ددوام لپاره ورسره مرستندوی شي٠ :shock: :shock:

اوس هم امريکائی نظاميان،دISAF دنظامي قومندانۍ نه بهر،په مستقل ډول
نظامي عمليات کوی٠ :evil:

دبن کنفرانس ته امريکې او يارانو ئی يو څو تنه افغانان ،په خپله خوښه را وبلل
او پر هغو ئی خپل تصاميم،دکرزي دواکمنۍپه شمول ومنل٠ :D

په لويه جرګه کي ئی هم دخپلي خوښې خلک راوبلل او پخواني پاچا مرحوم
محمد ظاهرشاه ته ئی د ګل اغا شيرزي په خوله اخطار ورکړ چه ددولت درهبرۍ
خيال دی له سره وباسي،کنه نو دملت دباباپه عوض به دملي خاين لقب وګټي٠ :evil:

دحل لاره؟؟
که ټولټاکنې واقعاعادلانه،دموکراتيک او راڼه وي،يو منتخب حکومت،قضا
او پارلمان کولی شي چه دملت حضور ته داجنبي قوتونو دشتون په هکله يو
  وړانديز طرح او دملت رايګيري(ټول پوښتنه يا ريفرانډم) ته يی تقديم کړي٠

نه پاکستان ،نه عربان او بل هيڅوک داحق نلري چه دغربي نظامي قوتونو
شتون تايد کړي٠
که په اسلام،ولسپالنې او ملتپالنې اتکا او ارادت لرۍ،نو په دی هکله د
تصميم حق يوازي دافغانستان خلک لري،نه طالب،نه کمونست،نه اخوانی،
نه کرزی،نه اشرف غني ،نه لويه جرګه او نه بهرنيان٠ 


pattang
14.08.2009

لېونۍ لاړه شه جام راوړه که دلته نوي د تاجۍ کره ور واوړه !
وروڼو ! پردې خبرو وخت مه ضايع کوۍ ٠ څوک که ځان کانديدوي او يا د امريکې
له ادارې سره کار کوي هغه له افغان اولس سره خيانت کوي او خائنين دي٠
په افغان اولس ظلم کيږي انساني کرامت يې توهين شوی او توهين کېږي٠
خارجي قواوې بېله شرط او قيده بايد افغانستان پرېږدي او زمونږ (?) دا وظيفه
ده چې دملي مقاومت تر څنګه سره  ودريږو٠
دبن کنفرانس دغلو رابلنه وه ، دوی دملت استازي نه وو او ندي (دغه کر شعوري
شویدی ) همدغسې د ملګرو ملتو فيصله په يوه جعلي غلطه عکاسي شوې ده چې
دافغان او پښتون کړنې او احساسات نه پکشې مالومېږي ، د cia دفشار او ميديايې  پروپاګندي  دپټو سترګو يوه پرېکړه ده٠ عراق څرنګ وو او دی ?
دپښتون تبايې پلان شوې څکه چې غلامي نه مني٠


Ghairat
15.08.2009

د لرې پښتونخوا د طالبانو د مشر بیت الله محسود په وژلو بر طالب خوا هم بده نکړه پیوستون اوملاتړ خو څکی څکی ، مشرتابه یې د ISI له پاره څوځله شهید بیت الله محسود ته ګوتڅنډنه کړې وه او س به یې ISI ته د CIA او ISI ددغې ګډې کامیابۍ مبارکی ورکړي وي!

دا جنګ ټول د امریکا ، پاکستان او القاعدې ګډ ناتار دی چې په لر او بر پښتون یې راګډ کړی او یومقاومت چې ددې دریواړو پر ضد یو شان نه جنګیږي، هغه ضرور د امریکا او پاکستان په ګډه لیکه روان دی ، هغه ملي بلل خوکفر ، ولې هغه ته اسلامي ویل هم منافقت دی !

دغلام په غلامۍ کې د بادار په بادار ګواښ دی
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ دا روڼی د ISI دی دا سوزنی د هغه واښ دی!

استعمار چې دې دوښمن شو،نو بچی یې څنګه ښه دی؟
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ د انګلیس په ضد پاڅون کې پاکستان استثنا نه دی

د طالب لار د حل نه ده،د حل لار دې د طالب شي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰یوطالب نه به څه جوړ شي(؟) افغانان دې ټول غالب شي !

د پښتون پښتونستان یې د اسلام په نوم قبضه کۀ
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰کټ مټ دغه سیاست یې په طالب هم تجربه کۀ

لکه څنګه لر پښتون چې له پنجاب نۀ آزادیږي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ نن طالب او ISI هم یو سېمبیوز دی نه بیلیږي

په جذباتوکې یې ناست نن لوی شیطان د ISI دی
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰په دې پوه چې CIA هم ISI له پاره خـُدی دی

پښتانه په طالبانو، طالبان په خپلو سپو خوري
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ له کابل ، اسلام آباد نه پښتانه په جنګ جګړوخوري
[color=red:23594b5dd1]څوک به وهڅۍ طالب نن یوملي مقاوت ته؟؟؟؟؟
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ په انګلیس او امریکا اوISI باندې قیامت ته ! [/color:23594b5dd1]


Ghairat
15.08.2009

ثبات صیب د لاندې وړاندیز خبره مو په ګل بدله چې لیکې :
[quote:5765052fd6]دحل لاره؟؟
که ټولټاکنې واقعاعادلانه،دموکراتيک او راڼه وي،يو منتخب حکومت،قضا
او پارلمان کولی شي چه دملت حضور ته داجنبي قوتونو دشتون په هکله يو
وړانديز طرح او دملت رايګيري(ټول پوښتنه يا ريفرانډم) ته يی تقديم کړي٠
نه پاکستان ،نه عربان او بل هيڅوک داحق نلري چه دغربي نظامي قوتونو
شتون تايد کړي٠
که په اسلام،ولسپالنې او ملتپالنې اتکا او ارادت لرۍ،نو په دی هکله د
تصميم حق يوازي دافغانستان خلک لري،نه طالب،نه کمونست،نه اخوانی،
نه کرزی،نه اشرف غني ،نه لويه جرګه او نه بهرنيان٠ [/quote:5765052fd6]
دا خو باید هر څوک درسره ومني، که ملت ټول (د طالبانو په شمول ؟) د ټولپوښتنې څخه وروسته له حکومت سره کلک دریږي اودامنیت تامینول په غاړه اخلي نو حګومت به هم وکړای شي د ریفرنډم د فیصلې د پلي کولو له پاره بهرنیانوته ځواب ورکړي!
خو دا څوک تضمینوي چې خلک د بهرنیانو وتل وغواړي ـــ اوښکاره خبرم ده چې د طالبانو خطر ورک شي هر څوک د بهرنیانو وتل غواړي ـــ طالبان قدرت ته د رسیدو له پآره له زور زیاتي له لارې دهغه دولت پر ضد نه جنګیږي اووسله ږدي ، کوم چې بهرنیانو ته د وتلو پروګرام سپاري څو له هیواده ووځي؟
ددې تضمین هم اشرف غني وړاندې کوي چې هم به بهرنیانوته رخصت ورکوي اوهم به له طالبانو سره دملي روغې جوړې اوملي پیوستون پروګرام پلی کوي، [color=red:5765052fd6]دا دواړه سره لازم اوملزوم دي او منې یې که نه، چې دا یو له بل پرته نشي پلی کیدای![/color:5765052fd6]
طالبان دې د قدرت له یواړخیز ې غوښتنې څخه تیر شي، ملي سوله دې ومني، د عدلیې او اسلامي شئونو نوی وزارت به د مسجدونو د امامت پورې غني دوی ته ورکړي، په مدرسوکې که دوی درس نشي ورکولی اونه یې شي ورکولی، هغسې خو
بشپړ بی سواده اوجاهلان دي، نو د زدکړې چانس به ورکړي او ایله به طالبان شي اومولویتوب ته به ځانونه ورسوي ،نوپه راتلونکې دوره کې به په ټولټاکنوکې بیا خپل مستقل کاندیدان وړاندې کړي!
هو،اشرف غني له اسلامپالوڅخه زیات اسلامپال، له ملت پالوڅخه ډیر ملتپال او له ولسواکانوڅخه لا ولسواک پروګرام لري، ښه داده چې نه یې کرزی اونه یې طالبان اخلال کړي اوکه څوک ځانته ملتپال ،ولسواک اواسلامپال وايي نو په اشرف غني دې ټول سره راټول شي!
ومن الله التـوفیق !


Sangar Watan
16.08.2009

یکشنبه 25 اسد مطابق 16 اگست ، ساعت 5:30 ماښام د کابل په وخت
کرزی د مناظرې لپاره په "ملي تلويزيون کې!


بابړ
18.08.2009

د افغان - جرمن پاڼه کي لطفاً دغه ويډيو کلیب وګورئ !

http://www.afghan-german.de/pd/Maqalat_Tahlilha/start.htm

اعتراف عبدالله عبدالله در قبال اخذ ده ملیون دالر رشوه
و انزجار شدید زنان ازوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more