د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د هيواد شېرزاد شعرونه


هيواد شېرزاد
09.02.2004

محترمو دوستانو، لومړی مې سلامونه ومنئ. خداي پاک دې وکړي چې روغ او جوړ اوسئ.
دغه شعر ما ډېر مخکې ليکلی دی او ډېرې نيمګړتياوی به لري، او کيدای شي چې يو څه يې د شاعرۍ د چوکاټ څخه پښې هم غځولې وي.
د ټولو څخه په بخښنه :

::::::::::::::::::::::::::::::::::::: [size=24:0b036508e0]د خيالونو دُنياګۍ[/size:0b036508e0] ::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
...... د خـــپل يار پـــــه سينه پروت وای ــ سره لبان مـــــې ښکلولای
.................... د خـــــــوږې مــــينې دُنيــا وای ــ تور زلفان مـــــــــې لـــــوبــولای
...... د ښايسته ګلو بـــــاغچه وای ــ چــــــــې جـــانان مې راسره وای
.................... زه مــــــاليار ددغـــــه باغ وای ــ ســــــــــره ګُلان مـــــــې بويوﻻی
...... د دلبر په ﻻس کــــــې جـــــــام وای ــ زه مې يار ته په سلام وای
.................... جام منګُل کـــــې د جـــــانان وای ــ په ورو ورو مــــې غړپولای
...... د يار سترګې ميخانې وای ــ دواړه شونډې سرې پيالې وای
.................... پکــــــې پروت نــــشه،نـــشه زه ــ ســــــــره شراب يې راکــــولای
...... د خـــــيالو يوه زانګـــو وای ــ چـــې خـپل يـــار ته په کتـو وای
.................... د يو بـــــــــل په تمــــــاشــــــه وای ــ تــــر سهـــــاره زنـــګېــــدﻻی
...... د ګُلـــــرخ زلفــــو کې باغ وای ــ پکـــې بل د عشق څـــراغ وای
.................... مـــــــا [color=darkblue:0b036508e0]هېواد شېرزاد [/color:0b036508e0]ژړﻻی ــ خـــــــو چـــــــــې يار راته خندﻻی

............................................................ جلال اباد ١٣٧٦ / ٩ / ٥


م ن غروال
11.02.2004

راته ګرانه او د زړه سر خوشحال او خندان هېواده وروره سلامونه مې ومنه
ماشاالله٠ ممکن ته باور ونکړې چه څومره به مې دغه شعر خوښ شوۍ وي٠ يعنی ډېر زيات٠ ښکلا يې د بيت دفردو په روانتوب کي دي او ډير زيات پکي د ميني هغه بهترين وخت او ښايست ته ځای ورکړل شوۍ دی چه هر فرد دشعر کيدای شي د ميني ارمان وي٠ يعنی که د مين ارمان ، دشعر يو فرد قياس کړو نور نو مين له خدايه څه غواړي؟٠
او که په مينو دې شعر واوخت ، نو پوه شه چه د ،آه ، نارې به يې سويډن کی واورې ٠ ستا دنورو ښکلو او خوږو شعرو په تمه٠ بريالۍ او د خدای په امان کي اووسې٠ په مينه


HOTAK-amin
12.02.2004

ګرانه وروره (هيواد)
پر سوچ دي برکت
د خيالونو اند دي ﻻ نور هم اوچت او دوعا ته دي په قبليدلو کي زما لپي هم وشميره ٠
د نورو ښکلو او زړه تخنونکو خيالونو په هيله ٠
چي مي ځای ديار پر څنګ وای ،،،، ناست پر څنګ يي د پالنګ وای
نا ز و لې يي بی درنګ وای ،،،، د خولګۍ يي جام د بنګ وای
ما به ستا کړی عزت وای
ياد په نيکو هر ساعت وای
أی تقديره زما تقديره
زما قسمته بې تدبيره



هيواد شېرزاد
12.02.2004

محترمو او قدرمنو مشرانو، هر يو غروال صيب او هوتک صيب، لومړی مې د زړه له کومې سلامونه ومنئ. خدای پاک دې وکړي چې روغ صحت او هوسا ژوند ولرئ.
ستاسې د څرګندونو او نېکو خبرو څخه، چې زما د کرښو په باره کې مو ليکلي دي، يوه نړۍ مننه.
ماته هغه هره ورځ اختر وي کله چې دوستان زما کرښې خوښې کړي او ما همدې ﻻر ته وهڅوي.
خدای پاک دې تاسې زمونږ له سرونو څخه نه کموي. امــــين.
يوه لنډه غزل به دلته درته وليکم،

....................................... غزل ....................................
............ بيا دې کـــتاب کــــــــې د غـــــــزل راولــــم
.......................... يو څـــــــو مصرو کــــــې دې اوربـل راولم
............ پتنــــــګان ګــــــــــرځـــــــــي د رڼا په تـــــمه
.......................... ځــــــــم پانـــوسونه ورته بـــــــــــــــل راولــم
............ پوی [size=12:dbaedbc936](١)[/size:dbaedbc936] يم په دې چــــــې ګُنانګار [size=12:dbaedbc936](٢)[/size:dbaedbc936] به شـــــــمه
.......................... خو ميخانې ته دې په چــــــــــــــل راولــــــم
............ که ژوندون وو او ســـــــره ومــــــــــــو ليدل
.......................... بيــــــا دې يو ځــــــــــــل په دې محل راولم
............ چـــــــې غمازان يې له نظـــــره نه کـــــــــړي
.......................... د بڼو ســــيوری دې پر پــــــــل راولــــــــــــم
............ [color=darkred:dbaedbc936]هيواده[/color:dbaedbc936] ژوند خو مستي اوس واخيسته
.......................... ځـــــــمه اجــــــــل ته مـــــــــې اجل راولـــــم
--------------------------------------
[size=14:dbaedbc936](١)[/size:dbaedbc936] پوی = پوه
[size=14:dbaedbc936](٢)[/size:dbaedbc936] ګُنانګار = ګُناه کار



هيواد شېرزاد
16.02.2004

:::::::::::::::::::::::::::::[color=red:39b0473cd8] د زړونو کيسې[/color:39b0473cd8] :::::::::::::::....:::::::::::

.......... بس دې نور مه کړه د غــــمونو کيسې
.............................. راشه چې وکــــــــــړو د ګلونو کــــيسې
.......... د دوزخـــــــونو په کــــيسو ستړي شــو
.............................. نــــن به کـــــــوو د جنـــــتــــــونو کيسې

.......... ځه چې نن ﻻړ شو د ساقي خــونې ته
.............................. زمونږ په شان د لېونــــــــي خونې تــــه
.......... هغه هم مــــــــونږ غوندې په ميو مين
.............................. که ترېنه واورو د جامـــــــــونو کيسې

.......... دلـــته راځي څوک چې غمــــونه لري
.............................. په زړه زمــــــونږ غوندې دردونه لري
.......... مونږ به هم واړوو پـــــــه سر جامــونه
.............................. که شي مو هــــېرې د زخمونو کيسې

.......... جـــانانه راشــــــــه دا دنيا وګــــــــــوره
.............................. پخــــپلو سترګو دا ښـــــکلا وګــورو
.......... تر څو به ناست يې د زاهد خولګۍ ته
.............................. تر څو به اورې د خــــــــيالونو کيسې

.......... په مـــــــــــا او تا ده دا دنـــــيا ودانــــــه
.............................. مــــــــونږه چـــــې نه يو نو په چا ودانه
.......... ( [color=darkblue:39b0473cd8]هيواد[/color:39b0473cd8] ) به نه وي ارمانجن به ګرځې
.............................. هيـــڅوک به نه کوي د زړونو کيسې



هيواد شېرزاد
16.02.2004

::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::

::::::::::::::::::::::::::::: [color=brown:8b5e8f5464]د ژړېدو ورځې شوې[/color:8b5e8f5464] :::::::::::::::::::::::::::::

............ زړګـــيه ستا د ژړېـــدو ورځـــــې شـــوې
.................................. چـــــــــې د اشنا د بېلــــېدو ورځې شـوې
............ اشــــــــنا په تلو کې وېلې بــــېرته راځــم
.................................. څومره اوږدې يې د راتلو ورځې شـوې
............ اوښکې له سترګو رخـــــــصتونه اخلي
.................................. په ګــــــــــرېوانه د څڅېدو ورځې شوې
............ هسې نه ټو جــــــهان لمبه ــ لــمبه شــي
.................................. د ســــــــوي زړه د اوسېلو ورځــې شوې
............ وبه چــــــوي دا زړګــــی به هم لمبه شــي
.................................. چې په نصيب يې د لمبو ورځې شــوې
............ ([color=indigo:8b5e8f5464] هېواده [/color:8b5e8f5464]) واخله کنډ کچکول درســـره
.................................. په بيابان د ګـــــــرځېدو ورځـــــې شوې
.
.



هيواد شېرزاد
16.02.2004

----------------===[[ سجدې ]]===----------------

:::::::::::::::::چې درته سوال د سپينې خولې کومه
::::::::::::::::::::::::::::::::::: ياره خو نوم ته دې سجدې کومه
:::::::::::::::::څه دې ښايست، څه دې د سترګو اثر
::::::::::::::::::::::::::::::: چې په سپېرو کوڅو دې شپې کومه
:::::::::::::::::ستا د ښايسته بشر ديدن لپاره
::::::::::::::::::::::::::::::::: سوځم پانوس غوندې لمبې کومه
:::::::::::::::::خلک خپل رب ته په سجدو پراته دي
:::::::::::::::::::::::::::::::::::::: زه عبادت ستا د کوڅې کومه
:::::::::::::::::ژبه مې ګونګه شه چې ستا په حق کې
:::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::که زه به بل چاته ګيلې کومه
:::::::::::::::::په زړه دې څه دي هغه هم ووايه
:::::::::::::::::::::::::::::::::::: نورې سلګۍ وړې ، وړې کومه
::::::::::::::::: ( [color=darkred:239f7a0cf5]هېواده[/color:239f7a0cf5] ) ناست يم د ديدن په تمه
:::::::::::::::::::::::::::::::::: په تورو شپو کې شو ګيرې کومه



هيواد شېرزاد
16.02.2004

:::::::::::::...:::::::: [color=darkblue:d4660953f1]د سوګندونو ماتېدل[/color:d4660953f1] :::::::::::::::::::::::

:::::::::::::په تورو زلفو زنګېدل زده کوو
::::::::::::::::::::::::::::::: ډکو پيالو کــــــې لمبېدل زده کـوو
:::::::::::::مــونږه د ښکلو له نظره ورک يو
::::::::::::::::::::::::::::::: ځکه يې زړو کې اوسېدل زده کوو
:::::::::::::دا ازلي ژړا مــــــو ډېره وکـــــــړه
::::::::::::::::::::::::::::::: راځـــــئ ملګرو خندېدل زده کـــــوو
:::::::::::::چې يې الزام د مينې راکړلو نو
:::::::::::::::::::::::::::::: خـود به په دار باندې ختل زده کوو
:::::::::::::نه ځو د نورو په رڼا پسې نور
:::::::::::::::::::::::::::::: پخــــپله شمعه ســــــوځېدل زده کوو
:::::::::::::خير دی که لمر زمونږ نه کډه شولو
:::::::::::::::::::::::::::::: اوس په رڼــا د ستورو تلل زده کوو
:::::::::::::نور مو د صبر بېړۍ ډوبه شوله
:::::::::::::::::::::::::::::: د ســــــــوګندونو ماتېدل زده کـــــوو
::::::::::::: ( [color=brown:d4660953f1]هېواده[/color:d4660953f1] ) مسته ميکده راښيه
:::::::::::::::::::::::::::::: د زړه د للــــــمو اوبېدل زده کــــــــــوو

..................................................... مالمو ــ سويډن



هيواد شېرزاد
16.02.2004

:
::::::::::::::::::::::::::::::::::جانانه ولې...:::::::::::::::::::::::::

::::::::::: جانانه ولـــــــې رانه ته خپه شوې
::::::::::::::::::::::::::::::::::دومره خو ووايه په څه خپه شوې
::::::::::: کاشکې چې زه په سترګو نه واى بينا
::::::::::::::::::::::::::::::::: ته چې زما په تش کاته خپه شوې
::::::::::: ګلـــــې د شمعې په ژړا ژړېږې
:::::::::::::::::::::::::::::::::که د پتنګ په سوځېده خپه شوې
::::::::::: يا خــــو رقيب درته ويلي دي څه
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::يا خو زما په بېلتانه خپه شوې
::::::::::: ما ويل چې ژوند به خندا تېروو
::::::::::::::::::::::::::::::::::ته خو په يو ځل مسيده خپه شوې
::::::::::: که زه خبر واى مـــــا به نه څيراوه
:::::::::::::::::::::::::::::::::چې په شلېدلي ګرېوانه خپه شوې
::::::::::: ( [color=darkblue:8d0bea3443]هېــــواد[/color:8d0bea3443] ) دې تمه د بقــــا لــــرله
:::::::::::::::::::::::::::::: ته لا ترې اوس په ژوندانه خپه شوې


HOTAK-amin
16.02.2004

ګرانه هيواده:
د عمرونو خماريانو ته د درياب پيمانه کول ښه کار دۍ ٠ پر سوچ او اند دي برکتونه ٠ زه دي په هر بيت کي ټاليږم ، ځانګم او خمار په ماتوم ٠

چا زمانه کړه ماته
چا خزانه کړه ماته
چا يارانه کړه ماته
چا قول،وعده کړه ماته

زما په وس کي بل څه نه وه
ما توبه کړه ماته



هيواد شېرزاد
26.02.2004

:
::::::::::::::::::::::::::::::::::::: [size=24:ee7c5b46f5]نصيبونه[/size:ee7c5b46f5] :::::::::::::::::::::::::::::

......... تاته اغـــــــــــزو نه هــــــم ګُلونه جوړ شول
............................ مــــــاته ښاديو نه غــــمونه جــــــــوړ شول
......... زه چــــــې ګُل واخلمه اغــــــــزي شي راته
............................ تاته له کاڼو نه لالـــــــــونه جــــوړ شــــــول
......... ستا په خولګۍ کې خو خندا ښکارېده
............................ زما زړګـــــي ته ترې داغونه جــــوړ شول
......... تاته د هجر شپې يو څـــــو شېبې شــــوې
............................ مـــــاته له هــــرې شپې کلونه جوړ شـــول
......... ته بــــې خــــــبره له غـــــمـونو ګــــــرځـــــــې
............................ زمـــا له اوښکـــو سېلابونه جـــــوړ شول
......... تانـــــــه به هـــېرې وي دا ســــتا خـــــــبرې
............................ ماته دې هر لفظ نه زخمونه جـــــوړ شول
......... زمـــــــا د ټولــــــــې زنده ګــــۍ نه اشـــــــنا
............................ اوس د [color=blue:ee7c5b46f5]هيواد[/color:ee7c5b46f5] يو څـــــو بيتونه جوړ شول

................................................... مالمو ـ سويډن ٢٠٠١=٩=١٩
:



هيواد شېرزاد
16.05.2004

درنو او خوږو دوستانو، د نارنج د ګلونو ګېډۍ ــ ګېډۍ سلامونه مې بيا هم ومنئ. ستاسې د ټولو د ښه صحت او هوسا ژوند په هيله.
لاندې غزل مې د محترم امان الله سېلاب ساپي صيب ددې غزل په اقتفا ليکلې چې وايي:
[color=darkred:25fddf793b]ستا د سترګو بلا واخلم ــ بيا دې سترګې ولې سرې دي
پام چې وار دې خطا نه شي ــ ما منلې غرغرې دي[/color:25fddf793b]
زه پوهيږم چې زما کرښې به ډېرې نيمګړتياوې ولرې او د خوند او مانا له پلوه به هم د سېلاب ساپي صيب له غزلې ډېر ډېر کمښت ولري، خو زړه مې طاقت نه کوي........ نو يې وګورئ :)

.......................................... [color=darkblue:25fddf793b][size=24:25fddf793b]غـــــــزل[/size:25fddf793b] ......................

............ بېلتانه يم ژړولــــــی ــ په ژړا مـې ســترګـــې ســــرې دي
.................... په زړګي باندې مــــې بلـــــې د هـــجران د اور لــمبې دي
............ څه ګيله به له اغيار کړم، پدې حال چې اوس زما دی؟
.................... چـــې خپل رب راته ليکلــي د ازل کــــرښې سپېرې دي
............ چې په خوب کې راپه ياد شـــي، ناکرار شم په ژړا شـــم
.................... هېرېدل يې ماته ګران شول د اشنا سترګې خــــوږې دي
............ چې مې زړه پکې بايللی، اوس نو چېرته ترېنه ﻻړ شم؟
.................... لــــه جنته مـــــاته ګــــــرانې د جــــــانان خړې کــوڅـې دي
............ د کـنــعــــــان سپـينې کــــوتــرې، د يوســـف لاره راښـــيه
.................... ما په خوب بېګا ليدلي د اسمان سترګـــــې کـــــږې دي
............ دا خندا به دې په غم کړم، ائ غمازه که درخلاص شوم
.................... خو افسوس چې له ازله مـــې پــــه پښو کـــې زولنې دي
............ د هېـــواد جــــانـــانـــه راشــــه، روح د تــنه پـــه وتـــــو دی
.................... زکندن راحضور شوی د ژونــدون وروســتۍ شـېبې دي[/color:25fddf793b]
.
......................................................... مالمو ــ سويډن ٢٠٠١- ١٠- ٢٥


م ن غروال
21.05.2004

راته خوږ محترم هېواده وروره ګېډې ګېډې سلامونه عرض کوم
يره چه سپينه راباندی وايي نو شاعر نه، بلکه مين يي مين!!! او که مين نه يي نو مين وی٠ عجب ښايسته د ميني شعرونه دې ليکلي دي٠ خيال می دا دي چه بې مينه سړۍ داسي د ميني ډک اشعار، يره وبه نکړای شي چه ويي ليکي٠ هغه ځکه چه ٠٠٠٠٠٠
ما کره کله کله يو آشنا راځي نو تل ستا شعرونه لولي او د هوتک ورور هم د خندا ډکې ليکنې نو کله چه تماس سره ونيسو نوپوښتنه کوي چه هېواد کوم شعر معر ندې ليکلۍ؟ نو کله وي او کله نه، خو ډير يي خوښيږي لږ نه٠ دا نوۍ شعر مې چه ولوست نو زنګ مې ورتېر کړ چه هېواد ( مين ) دې بيا د عاشقانو بهار کي نوې غوټۍ سپړلي دي ٠٠٠٠٠٠ شين شو په خندا او وايي :
ـــ کنه ؟ !!! او بس سبا ته درغلم٠
نو راغلو له لوستو يي زيات خوښ شو او همداسي ورته ناست وو، نو ورته ومې ويل چه بابا دومره اوږد خو نه وو څنګه ورپکي ورک شوې؟
ـــ بس يره دا نور يي بيا لږ لولم چه د زړه مينه مې پرې ماته شي٠ او په ريښتيا چه ولا مين وو٠
ـــ چه يره خپله مينه کي به هم کامياب شوۍ وي او که نه؟
ـــ يره غرواله کله کله داسي بې عقله غوندې خبره وکړې٠٠٠٠٠
ـــ ولې صېبه؟
ـــ نو چه کامياب شوۍ وای بيا څه خدای غږولۍ وو چه دا د زخمي زړه شعرونه يي ليکل٠٠٠٠٠٠
خير هېواده وروره الله تعالی دي توفيق درکړي چه نور ه هم د خپلو خوږو شعرو سره د مينه والو د ميني تندې ماتې کړي٠
ليکنه کي البته هره شوخي به راته معاف کوئ٠
په درناوې
ورور دې غروال



هيواد شېرزاد
21.05.2004

دروند مشر غروال صيب، تاسې ته او ستاسې اشنا ته دې زما درانده سلامونه او نېکې هيلې ورسيږي. د ځواب څخه مو يوه نړۍ مننه، او ستاسې د اشناڅخه ډېره مننه ځکه چې د بل ځاي نه د ټول افغان د ليدلو او لوستلو لپاره راځي.
خبره دې د مينتوب را اخيستې وه. مين خو يم، ښه غټ مين. مګر زه په وطن مين يم. په وطن کې سوکالي او ارامښت مې د ژوند ستر ارمان دی. زما دا ګوډه ماته شاعري هم د وطن له مينې سرچينه اخلي.
د نن څخه تقريباَ ٦ کاله دمخه مې خپل لومړنی شعر داسې ليکلی:

............... د وطن وير ...................
د وطن غمونه ډېر دي، دا غمونه نه خلاصيږي
يم حيران پروردګاره، چې اخر به څه چل کيږي
د وطن هر څه برباد شول
ګاونډيان مو پرې اباد شول
دا وطن د بل چا نه دی، زمونږ خپل وطن ورانيږي
ليډران مو ګُمراهان شول
د پرديو غلامان شول
خپل ښايسته وطن يې وران کړ، دوی په دې کله شرميږي
ځان ځاني ده هر انسان کې
خودخواهي ده هر افغان کې
د افغان پت او ناموس نن، بازارونو کې خرڅيږي
که پښتون يې که تاجک
هزاره يې که ازبک
دا جنګونه کړئ نور ختم، يتيمان راته ژړيږي
افغانانو جوړ وحدت کړئ
پر ځان ټول دا خپل ملت کړئ
د [color=darkblue:03e82563e7]هېواد[/color:03e82563e7] زړګی غمجن دی، په وحدت باندې خوښيږي
.................................. جلال اباد، ١٣٧٦=٩=٦
------------------------------
خبره خو په وطن پيل شوې وه، اوس نو خدای شته کله عشقي شي او کله ..... :) ځکه شعر درياب دی، او په درياب کې په يوه لوري تلل به لږ څه ګران کار وي :)
ستاسې د تشويق څخه يو ځل بيا ډېره مننه. اباد، سرلوړی او بريالی اوسې!



هيواد شېرزاد
26.05.2004

لاندې غزل زما يو دوست چې کبير اميري نوميږي او د موسيقۍ سره ډېره مينه لري، البته ښه سندغاړی هم دی، هغه په يو ډېر ښکلي موزيک کې ويلې ده چې زه ورڅخه يو جهان مننه کوم.
تاسې کولای شئ چې دغه شعر د موسيقۍ سره د کبير اميري په اواز دلته واورئ.
www.hewad.com/kabir/KabirAmiri-ta_ba_kala_razee.mp3

.................................. غزل

...... اوښکې مې تا پسې بهيږي، ته به کله راځې؟
...... ستا ښکلی سترګې مې ياديږي، ته به کله راځې؟
...... ته د څو شپو په وعده لاړلې چې بېرته راځې
...... مياشتې کلونه دې تېريږي، ته به کله راځې؟
...... په شپه کې ناست يمه سپوږمۍ ته دې صفت کومه
...... دا د غم شپې نه سباکيږي، ته به کله راځې؟
...... زما د سترګو نه د وينو سره ډنډونه جوړ شول
...... هر وختې تاپسې ژړيږي، ته به کله راځې؟
...... زړه ته مې وايمه چې صبر شه نور مه ژړېږه
...... د زنې خال دې نه هېريږي، ته به کله راځې؟
...... د خدای لپاره ګلې راشه نور دې خپل کلي ته
...... زړه د [color=darkblue:71bb347457]هېواد شېرزاد [/color:71bb347457]خوږيږي، ته به کله راځې؟
:


mahboob
02.09.2005

ټولو دوستانو ته سلامونه .
ياره هيواد صاحب افرين شه او په تا شه . داسي شعرونه مو ويلي دي چي ولا ويي ژړولم او دتېير شوخ ژوند ټولي خاطري يي راته مخي ته كړې ,عجبه خبره خو داده چي ستا ټول شعرونه لكه چي زما په تير ژوند ليكل شوي هسي نه چا درته زما كيسي كړي وي او تا شعري بڼه وركړي وي .په هر حال ستا له شعرونو نه موژ خوند اخلوشعري قريحه مو ژوندۍ او مينوال فكر مو سالم اوسه .
ستا (محبوب)


مننه


هيواد شېرزاد
06.09.2005

محبوبه وروره، سلامونه او مننه ستاسې له پېرزوينو څخه!
يو نوی غزل چې څو موده وړاندې مې ليکلی درته ډالۍ کوم، هيله ده هنري تنده مو پرې يو څه ماته شي.

[size=24:d5d3283dcc]::::::::::::::::::::: غزل ::::::::::::::::::::::::::[/size:d5d3283dcc]

داسې ګل شوې چې ګلزار درپسې ګوري
د بلبلو يو کتار درپسې ګوري

ته چې هسکه غاړه تېره په ګودر شې
جګ نښتر او لوړ چنار درپسې ګوري

د سرو شونډو لال دې پټ ګرځوه ياره
پرې وېرېږمه ښامار درپسې ګوري

خدايږو ستا زړه به په چا پسې درزيږي
زما سترګې په دې لار درپسې ګوري

د قاف غره کې مې پيدا نه کړې جانانه
[color=red:d5d3283dcc]هيواد [/color:d5d3283dcc] ځکه ننګرهار درپسې ګوري


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more