نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
آيادابه امکان ولري ؟؟؟
شبيراحمد
31.07.2009
آيادابه امکان ولري ؟
لکه څرنګه چې تاسوښه خبرياست په هيوادکي دتش په نامه اتخاباتودتيارۍ هڅي ښې په درب رواني دي هريونوماندپه دې هڅه کي دی چې ترنوروپه درواغجنوژمنوکي وروسته پاتي نشي اوهريويې داکوشش کوي چې داولس حساس رګ پيداکړي ترڅودهغه رګ په نيولوسره اولس اوددوئ رايي دځان په لورورماتي کړي خولاتراوسه يې يوهم ندی بريالی شوی دوئ انګېري چې داولس دزړونوستني به ددرواغجنوژمنوپه مټ دځان په لورکږې کړي خودغه فارموله يې هم ناکامه برېښي اوحکيم اوتجربه کاراولس نه غواړي له دې سوړي ددوهم ځل له پاره وچيچل شي .
څوک وايي دبيارغوني په دا اتوکلونوکي دمېږي په مزل روان وخوزه به يې دبادپه قدم پرمخ بوځم ، ځيني وايي دکرزي په حکومت کي طالبان دکابل تردروازوراورسېدل خوکه زه رئيس شوم نوبيرته به يې په خپل مقام کړم ، اويونيم بياوايي چې بهرني ځواکونه به شمال اوسهيل ته واستوم .
دا په داسي حال کي چې له دواړولوريويې ددغوبهادروځواکونوزړونوتورشوي دي .
اوځيني بيانوري ډول ډول ژمني کوي اوداولس خپلول پکي لټوي .
کرزی لالاله دې وېري چې درياستي چوکۍ له هسکه راونه پرځي دمارله لکۍ نه درسۍ کاراخلي هغه دخپل رياست بقاء دجنايت کاره دوستم په دوستي کي ويني داپه داسي حال کي ده چې اوباماغواړي دغه جنايت کاران ددې له پاره محاکمه کړي چې خپل جنايتونه دنړۍ له سترګوپټ کړي اوداخونوټولي نړۍ ته په اصطلاح اظهرمن الشمس ده چې په ټول وژنوکي غربي ښکېلاک اوټلواله يې له پيله ترپايه سره همڅنګي اودواړه پکي په مستقيمه توګه ښه پوره لاس لري .
بهرحال قلم مي داولسي غوښتني دموضوع ليکلوته رااخستی وخوخبره رانه په بله شوه ماداخبره کوله چې داکانديدان خوبې شمېره وعدې له اولس سره کوي لکه څوبېلګي يې چې تاسوولوستې اوله راډيوګانوبه موهم اورېدلي وي .
هغه بله ورځ ماهم راډيوخلاصه کړه دبي بي سي خپرونه شروع وه له خبرونووروسته يې له کانديدانوسره دايمل پسرلي دمرکوپه لړکي يوکانديدمېلمه ودهغه هم لکه دنوروپه څېرپه ژمنوخوله ستړي شوه اوهغه دچاخبره سلېمان غريې له پاميرسره ويشت راويشت اوښې بې درېغه باټي يې وويشتلې .
له مرکې وروسته يو خبريال دکابل له ښاروالاووسره غږېده اوله ټولونه يې يواځي داپوښتنه کوله چې رايه به چاته ورکوي اوپه نوماندوکي ورته څوک درايي مستحق ښکاري ؟؟
خبريال ته دده يواځينۍ پوښتني ته ورته يواځينی ځواب داورکېده چې کانديدان دي له تش په خوله وعدوڅخه لاس واخلي دوئ په دې کارسره نوراولس نشي تېرايستلای دوئ بايدخپلي خبري دعمل په پساله وپسولي .
خبريال له يوې خورکۍ څخه هم هغه زړه پوښتنه وکړه تاسوبه چاته رايه ورکوئ لاتراوسه موکوم نوماندانتخاب کړی ؟
هغې بې له ځنډه ورته کړه چې نه په موجودوکانديدانوکي مي هيڅ فکرندی کړی البته زه به هغه چاته رايه ورکوم چې له روانوتېريودنجات راکولوښه کلکه ژمنه راسره وکړي اوپه هيوادکي سولييزنظام حاکم کړي .
اوس داپوښتنه راپيداکېږي چې آيا دابه امکان ولري چې په ډالروپسې لېوني اوغلام کانديدانوکي به يوداولس پورتنۍ غوښتني پرځای کړي اوخپل زورېدلی ټکول شوی اولس به دخپل شين سترګي بادارله تېريواومظالموڅخه خلاص کړي ؟
آيادابه امکان ولري چې دادبل له خولې غږېدونکي کانديدان به داولس له غوښتنوسره سم په دې مغروره خاوره دديمکراسي په ځای يوجامع اومانع سولييزاسلامي نظام پلی کړي اوکه به دخواراولس په سپېڅلواومظلومووينودخپلي نارواسوداګرۍ بازارګرم وساتي ؟
اوآيادابه امکان ولري چې داولس په نامه راټولي شوي پيسې به دبيارغوني په کارونوخرچي کړي اوکه به خپل جېبونه اونائيټ کلبونه پرې تاوده وساتي اوداخواراوشوکي پوکي اولس به يوځل بيادخپلوکرغېړنواهدافوقرباني کړي ؟
پای