د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

حامد کرزي د مخکښو کانديدانو سره مناظرې ته حاضر شوی

Sangar Watan
31.07.2009

حامد کرزي د مخکښو کانديدانو سره مناظرې ته حاضر شوی،

ډيروګرانودوستانو،سلامونه ومنۍ٠
دټول افغان په لمړي مخ کې مې دی سرليک ته ورته،يوه ليکنه ولوسته٠
پدي وخت کې را پياد شوه چه ښاغلی لرغونی لاروی خوارکی هيڅ ملامت ندی٠
موږ چه داټوم ،کمپيوټر او انټرنټ په زمانه ی پدی نه پوهيږو چه دامريکې او
انګريز تر اشغال لاندی شرايطو کی،څوک دجمهوري رياست د لاس ته راوړو
چانس لري،نو هغه کسان چه يو عمر ئی په پاکستان کی د افغانيت ضد تعليم
او تربيه تر لاسه کړی،څنګه به پوه شي چه احمد شاه بابا څوک وه او څه ئی کړي؟
دډيرو دوستانو دتصور خلاف دا يراني اخوندان نه ،بلکه پاکستاني جرنيلان
ا و ISI دی چه هميش داحمدشاه بابا خلاف تبليغات کوئ٠

رابه شو دجمهوري رياست انتخاباتو ته،
په افغانستان کی دغربي جامعي خلاف،دې کلچر لا وده نده کړی چه دعامو
 خلکو عقايد او نظريات دراډيو،ټلويزيون يا دانټرنټ له لارې سنجش کړی شي٠

که BBC,CNNاوAljazeera ته غوږ شو نو کرزی او عبدالله تر ټولو دمخه دي٠
چه شمشاد ګوری نو ميرويس ياسيني او کرزی په صدر کی دي٠
چه طلوع تلويزيون ته ګورې نو عبدالله در ته نيغ نيغ کوی٠
چه دانټرنټ سايټونو ته نظرکړی نو حبيب منګل،اشرف غني،رمضان بشردوست
او عبدالله يو دبل پسي قطار دي٠

نتيجه؟؟
انګريز او امريکا له کرزي نا راضي ښکاري!؟پر عبدالله او دهغه په شوری نظار
هم اعتماد نشي کولی،بشردوست ډير احساساتي دی،حبيب منګل کمونست
او ميرويس ياسيني اخوانی دی٠يواځينی سړی چه هم پوهه لري اوهم په خلکو
کی له نسبي محبوبيت نه برخوردار دی،هغه ډاکټر اشرف غني دی٠


روان
31.07.2009

وهاج ساپي صیب خو په ډېر ادب سره تا لرغوني لاروي ته وويل چي ستاسو دغه طرحه چي د احمدشاه بابا د وږي يا لنګوټې پسې مو را اخيستې ده او دهغه شجره لغوړنه ښياست دا زموږ په دغسي پرېشانه ورځ کي چي د امريکا تر مشری لاندي ټوله غربي نړۍ د ايران او پاکستاني په ګډون په افغانانو او پښتنو پسې را اخيستې ته لرغونيه په داسي حساس وخت کي د احمد شا بابا د افتخاراتو په هکله شکونه را پورته کوې ، آخر ته څه غواړې؟ پښتون خو دا سي نه وي لکه ته چي ګړېږې، موږ پشتنو ته خو همدغه د بابا تاريخي افتخارات را پاته دي ، ته نه شرمېږې چې دغه هم له پښتنو څخه اخلې؟
په درناوي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ-
له لیکنې څخه شخصي تیری او سپکاوی ړنګ شو!
وطنمل


روان
31.07.2009

او وطنمله، صاحبه، عزيزه !
دا خو شخصي تېری ندی !
دا خو شخصي سپکاوی ندی ،
دغه لرغوني خو زموږ د پښتنو و بابا ته سپکاوی وکړ ،
هغه بايد پښتنو ځواب ورکړي ، او له پښتنو بخښنه وغواړي.
لرغونې لاروې! تاسو چي داسې خبرې کوئ ، په حقيقت کې خپلې پښې په تبر وهئ
، په دی خبرو دپښتنو هيڅ خدمت نشئ کولی.
دا کار بې له دغه شاني خبرو په بل څه برأت نشي موندلای!

په ډرناوي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:479fa21451]دروان صاحب په ليکنه کی سمون راوستل شو، او اداره ترې هيله کوي
چی له داسې ناوړه الفاظو له کارولو خپل قلم لرې وساتي.
غوسه يا خفګان په مؤدبانه الفاظو هم څرګندېدلای شي.

په درنښت
وهاج ساپی[/color:479fa21451]


روان
31.07.2009

وهاج صیبه، سلام !
په ادب او ميني سره ستاسو پرېکړه مي قبوله ده ،
خو دغه لاروی لرغوني ته وواياست چي تاسو چي په داسي نازک وخت کي داسي نامعقوله خبره را پورته کوی، دا څه معنی ورکوي او دا خبره بايد د چا لخوا نه وي ؟؟!
په درناوي


ډوکتر څپاند
06.08.2009

ډاکتراشرف غني احمدزی څوک دی،او څه غواړي؟

[color=red:6771fcdf1c]
اشرف غني: "زه غواړم په راتلونکيو 5 کالونو کې يو داسې بنسټ کښېږدم، چې له 100 تر 400 کالونو پورې زما ولس هوسا او عصري ژوند تېر کړي، او راتلونکي نسلونه زما پر دغه تهداب نورې ودانۍ ودانې کړي ..." [/color:6771fcdf1c]
کوچنيوالی/ځواني او کورنۍ:
اشرف غني احمدزی پر 1328 هـ ش) کال په لوګر کې زيږېدلی او د ماشومتوب ژوند يې په همدې ولايت، ننګرهار او کابل کې تېر کړی او ژوند يې په درېيو، کوچياني، ديشين او ښاري، مراحلو کې تېر کړی دی.

د اشرف غني احمدزي پلار شاجهان احمدزی، په شاهي دوره کې په لوړو دولتي پوستونو دنده ترسره کړې ده. او دا چې پلار يې له دولت او سياست سره سروكار درلود، نو له همدې امله اشرف غني له سياست سره بلدتيا او مينه پيدا کړه.

اشرف غني د خپل شخصي جايداد له درکه د کابل په دارالامان کې يو کور لري، چې په آزاد بازار کې يې وپيروده خو وروسته، چې ځمکه دعوه يي وختله دويم ځل مجبور شو له هغې لازياتې پيسې ورکړي، چې خپله مځکه بېرته راخپله کړي.

هغه پر 1381 کال د افغانستان د ولسمشر د لوی سلاکار په توګه دنده تر سره کړه او بيا د بېړنۍ لويې جرګې لخوا له جون 2002 تر ډسمبر 2004 پورې د افغانستان د انتقالي حکومت د ماليې وزير په توګه وټاکل شو.

تحصيلات او اکاډميک شاليد:

اشرف غني احمدزي د سياست، نړيوالو روابطو، انسان پېژندنې، اقتصادي انکشاف او ودې، مديريت، د دولتي او خصوصی سکتورنو مديريت (منجمنټ) په برخو کې زده کړې کړي دي.

دی پر کال 1346 د کابل له حبيبيې لېسې څخه فارغ شو، د ځوانۍ په لومړيو کې يې لبنان کی د بيروت په امريکايي پوهنتون کې شامل شو. په 1352 هـ ش کال کې يې په دغه پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړلې.

په 1353 هـ ش کال کې افغانستان ته راستون او په کابل پوهنتون کې د ټولنيزوعلومو په څانګه كې نږدې 4 کالونه د انسان پوهنې استاد شو.

په 1356 هـ ش کال کې د يو تحصيلي بورس په تر لاسه کولو د لوړو تحصيلاتو د ادامې په موخه امريکا ته لاړ او په کولمبيا پوهنتون کې شامل شو.

د شوروي اتحاد د تېري پرمهال يې د کورنۍ ډېر غړي زندانيان شول او له همدې امله اشرف غني په امريکا کې د پاتې کېدلو تصميم ونيوه، خو د دوکتورا تحصيلاتو ته يې دوام ورکړ. اشرف غني د خپلې دکتورا رساله (تيزس) پر د افغانستان معاصر تاريخ (1126 هـ ش – 1280 هـ ش) وليکله.

اشرف غني د دکتورا تر اخيستلو وروسته له 1362 تر 1370 په برکلي او جانس هاپکينز پوهنتونونو کې د استادۍ دنده ترسره کړه.

همغه مهال د اشرف غني مرکې د سياسي شنونکي په توګه د بي بي سي راډيو په پښتو او دري خپرونو کې خپرېدلې.

کار او تجربه

اشرف غني احمدزی د افغانستان د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره يو د ولسمشر کرزي له سترو سيالانو ګڼل کېږي.

اشرف غني د ماليې د وزير په توګه

هغه پر 1381 کال د افغانستان د ولسمشر د لوی سلاکار په توګه دنده تر سره کړه او بيا د بېړنۍ لويې جرګې لخوا له جوزا 1382 تر قوس 1383 پورې د افغانستان د انتقالي حکومت د ماليې وزير په توګه وټاکل شو.

اشرف غني احمدزي له افغانستانه بهر په ځينو نورو پوستونو هم کار کړی . دی پر 1370 کال د نړيوال بانک د کارمند په توګه وګمارل شو، چې نژدې 10 کلونه يې ورسره کار وکړ.

د 1383 ش کال تر ټاکنو وروسته له اشرف غني احمدزي څخه ولسمشر کرزي وغوښتل، چې د انتخابي حکومت په کابينه کې کار وکړي، خو ده دغه وړانديز د ځينو معاذيرو له امله ونه مانه .

ده په کابينه کې د کار پر ځای د کابل پوهنتون رياست غوره وباله، هماغه وو چې د کابل پوهنتون ريس شو.

ده د خپل عمر 14 کلونه د افغانستان د 400 کلونو پخواني تاريخ، ټولنيزو تشکيلاتو، اقتصادي جوړښت او سياسي او فکري نظرياتو په تحليل تېر کړي دي .

د اشرف غني راتلونکی پلان او تګلاره

دولتداري له ستراتيژۍ او پلانه پرته ناشونې ده، بيا د يو موثر دولت جوړونې لپاره قوي ستراتيژېست او پلان جوړوونکي ته اړتيا ده.

اشرف غني احمدزی د راتلونکي افغانستان لپاره 10 کلن او 20 کلن پلان لري چې په اړه يې وايي:

"زه غواړم په راتلونکيو 5 کالونو کې يو داسې بنسټ کښېږدم، چې له 100 تر 400 کالونو پورې زما ولس هوسا او عصري ژوند تېر کړي، او راتلونکي نسلونه زما پر دغه تهداب نورې ودانۍ ودانې کړي ..."

د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزى ځانگړې تگلاره لري. هغه د افغانستان د ناامنۍ ستونزې کورنۍ بولي او باور لري چې د خپلې تگلارې له مخې په څوکلونو کې د سولې خبرې پيل کولى شي :

د پوځ اعلاسرقوماندان

((د امنيت په برخه کې زما تگلاره داده چې اول به زه د پوځ د اعلا سر قومندان په توگه يو دفتر جوړ کړم چې په هرو اتو ساعتونو کې ماته د هېواد امنيتي رپوټ راکړي . هر شى د خبرو اترو په گډون په يوه ورځ نه کېږي . زه غواړم د خبرو اترو لپاره روښانه پړاوونه وټاکم دا درې تر ٧ کاله وخت غواړي . زه غواړم سملاسي وينه تويول بند کړم . د دې لپاره به د دوه اړخيزه باور فضا رامنځ ته کړم . بې له قيده او شرطه به له بل افغان سره خبرې وکړم . له اساسي قانونه نه، بلکې د بنديانو له خلاصونه به د اوربند لپاره چاره پيل کړم . د بهرنيو ځواکونو د وتلو تاريخ نن نه خو په درېيو کلونو کې يې ټاکلى شم .))

اشرف غني احمدزى د افغانانو د ژوند د ښه کولو لپاره د مشخصو اقتصادي پلانونو د لرولو يادونه کوي :

يو ميليون ځوانانو ته کارموندل

((زه غواړم چې په ٥ کلونو کې يو ميليون ځوانانو ته کارونه پيدا کړم . ٦ مشخص سکتورونه دي لکه کرنه ، دا دې شيه غواړي ، اوبه ، برق او پوهه ،په دې برخه کې به توليداتو ته داخلي ، سيمه ييز او نړيوال بازار پيدا کړم . دوهم مالداري ،موږ اوس په لسگونو ميليون ډالره هگۍ ،چرگان او غوښه له بهره راوړو زه غواړم دا خپله توليدکړواو هيواد د غوښو توليدونکي هېواد شي او مالداري به عصري کړم .زه غواړم ٤٠٠ بندونه ، يو ميليون کورونه او ٣٠ زره کيلومتره سړک جوړ کړم ، مرکزي افغانستان افغانستان به په پاخه سړک وصلوم او پيسې به يې د حلقوي سړم له ماليې څخه تر لاسه کوم چې په هرو٦٠ کيلومترو ټکس ولگوم چې په کال کې به تر ٦ سوه ميليون ډالره عايد له دې لارې تر لاسه کړم .))

اشرف غني احمدزى د کارونو موندل د امنيت د ښه کېدو او د اداري فساد د له منځه تلو په مانا بولي او ژمنه کوي چې د دغه کار لپاره به مناسب حکومتي اداري سيستم رامنځ ته کړ ي .


دبی بی سی نه کاپي


shokoor
06.08.2009

دوستانو ښې چارې

[quote:64f4fbcd30="BBC"]ډاکتراشرف غني احمدزی څوک دی،او څه غواړي؟

د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزى ځانگړې تگلاره لري. [color=blue:64f4fbcd30]هغه د افغانستان د ناامنۍ ستونزې کورنۍ بولي[/color:64f4fbcd30] او باور لري چې د خپلې تگلارې له مخې په څوکلونو کې د سولې خبرې پيل کولى شي :

د پوځ اعلاسرقوماندان

((د امنيت په برخه کې زما تگلاره داده چې اول به زه د پوځ د اعلا سر قومندان په توگه يو دفتر جوړ کړم چې په هرو اتو ساعتونو کې ماته د هېواد امنيتي رپوټ راکړي . هر شى د خبرو اترو په گډون په يوه ورځ نه کېږي . زه غواړم د خبرو اترو لپاره روښانه پړاوونه وټاکم دا درې تر ٧ کاله وخت غواړي . زه غواړم سملاسي وينه تويول بند کړم . د دې لپاره به د دوه اړخيزه باور فضا رامنځ ته کړم . بې له قيده او شرطه به له بل افغان سره خبرې وکړم . [color=blue:64f4fbcd30]له اساسي قانونه نه، بلکې د بنديانو له خلاصونه به د اوربند لپاره چاره پيل کړم [/color:64f4fbcd30]. د بهرنيو ځواکونو د وتلو تاريخ نن نه خو په درېيو کلونو کې يې ټاکلى شم .))
[/quote:64f4fbcd30]

ښاغلي ډاکټر اشرف غنی احمدزي د هغو ستونځو باندې چې ولسمشر کرزئ په ځانګړي توګه د پښتنو له خوا تر سختې نیکې لاندې دﺉ هېڅ هم ندي ویلي او هغه دا چې که دی ولسمشر شی په جنګي جنایاتو تورنو کسانو سره څه چلند کوي؟ آیا دﺉ حاضر دﺉ چې په جنګي جنایتونو تورن کسان محاکمه کړي؟

بل دا چې دﺉ لیکي:
" د بنديانو له خلاصونه به د اوربند لپاره چاره پيل کړم "
ښایی دا خبره د سیاسی بندیانو په هکله صدق وکړي خو کله چې د دغو بندیانو په کړنو کې بیګناهو خلکو ته مرګ ژوبله او یا مالی تاوان اوښتئ وي نو ډاکټر اشرف غنی احمدزي به حقوق العبد څنګه وبښي؟

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more