نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په هملند كې جګړه او نا امني مصنوعي ده
Helmand.M
28.07.2009
Tuesday, 07.28.2009, 09:05am (GMT)
تاند(سې شنبه/جولای ۲۸) په هلمند کې قومي مشران او سپین ږیري وايي چې په دې ولایت کې د نړیوالو ځواکونو له وروستیو عملیاتو وروسته د وسله والوطالبانومشران او د هغوی یوشمېربهرني پلویان پاکستان ته تښتېدلي دي .
څوتنوهلنمندي قومي مشرانو ،چې په امنیتي ملحوظاتو یې نه غوښتل نومونه یې واخیستل شي ، تاند ته وویل چې عام طالبان دوی ته مراجعه کوي او ورڅخه غوښتنې کوي چې نوربه توپک غاړې ته نه کړي خو له بهرنیو اوکورنیوځواکونو څخه دې یې وساتي .
هغوی وايي چې بهرني ځواکونه هڅه کوي چې پاکستان ته د طالبانو د اوښتو مخه ونیسي او له همدې کبله یې خپل عملیات ټکني کړي دي .
په همدې حال کې په هلمند کې بریتانوي ځواکونو پرون اعلان وکړ چې په دې ولایت کې د دوی پنځه اوونیزعملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل .
بریتانیا وروسته له دې په هلمند کې د خپلو ځواکونو دعملیاتو پای اعلان کړ چې لوېدیځو مطبوعاتو وویل چې پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې په هلمند کې دې پر وسله والوطالبانو فشار کم کړای شي .
بریتانیا په هلمند کې نهه زره سرتېري لري خو یوشمېرافغانان په هلمند کې د دوی د تېرو درو کلونو اقداماتو ته د شک په سترګه ګوري .
د هغوی شک وروسته له دې لا قوي شوی چې یوازې څلور زره امریکايی عسکرو په څه کم یوه میاشت کې طالبان له پراخو سیمو په شا وتمبول خود بریتانیايي ځواکونوحضور نه یوازې طالبان په شا ونه تمبول بلکې د لشګرګاه لمنې هم د وسله والوطالبانو لاس ته ولوېدلې .
Re: په هملند كې جګړه او نا امني مصنوعي ده
pattang
28.07.2009
انډيواله دا پروپاګنده يې په درد نخوري ، افغانستان دې پرېږدي ترڅو چې ملت خپل کارونه په خپله وکړي او د افغانستان کتله خپل مرکزيت پيدا کړي ٠
نن که طالبان لاړ شي بله ورځ بيا راځي ما تېره ورځ د المان په تلويزوني مجله
کې (وېلت شپيګل) کې وليدل چې دکلي خلک په طالبانو کلک ولاړ وو
اودوی په ډګر دطالبانو پلوي کوله ٠
[quote:c152da2ee9="Helmand.M"]Tuesday, 07.28.2009, 09:05am (GMT)
تاند(سې شنبه/جولای ۲۸) په هلمند کې قومي مشران او سپین ږیري وايي چې په دې ولایت کې د نړیوالو ځواکونو له وروستیو عملیاتو وروسته د وسله والوطالبانومشران او د هغوی یوشمېربهرني پلویان پاکستان ته تښتېدلي دي .
څوتنوهلنمندي قومي مشرانو ،چې په امنیتي ملحوظاتو یې نه غوښتل نومونه یې واخیستل شي ، تاند ته وویل چې عام طالبان دوی ته مراجعه کوي او ورڅخه غوښتنې کوي چې نوربه توپک غاړې ته نه کړي خو له بهرنیو اوکورنیوځواکونو څخه دې یې وساتي .
هغوی وايي چې بهرني ځواکونه هڅه کوي چې پاکستان ته د طالبانو د اوښتو مخه ونیسي او له همدې کبله یې خپل عملیات ټکني کړي دي .
په همدې حال کې په هلمند کې بریتانوي ځواکونو پرون اعلان وکړ چې په دې ولایت کې د دوی پنځه اوونیزعملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل .
بریتانیا وروسته له دې په هلمند کې د خپلو ځواکونو دعملیاتو پای اعلان کړ چې لوېدیځو مطبوعاتو وویل چې پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې په هلمند کې دې پر وسله والوطالبانو فشار کم کړای شي .
بریتانیا په هلمند کې نهه زره سرتېري لري خو یوشمېرافغانان په هلمند کې د دوی د تېرو درو کلونو اقداماتو ته د شک په سترګه ګوري .
د هغوی شک وروسته له دې لا قوي شوی چې یوازې څلور زره امریکايی عسکرو په څه کم یوه میاشت کې طالبان له پراخو سیمو په شا وتمبول خود بریتانیايي ځواکونوحضور نه یوازې طالبان په شا ونه تمبول بلکې د لشګرګاه لمنې هم د وسله والوطالبانو لاس ته ولوېدلې .[/quote:c152da2ee9]