د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ملا او دموراء خاله خېرات


ع کريم حليمي
08.02.2004

ملا نصحت کاوه چه د٢٧ مي د روژې په خېرات انسان بيله پوښتني جنت ته ځي ٠ دا خبر مورا واورېده ٠ ډېره خوشحاله سوه چه دخېره سبا ٢٧ مه ده خېرات به وکم ٠ چه سبا سو د روژه مات پر وخت ئې خيرات مسجد ته ورواستاوه ٠
ملاچه خيرات وليدی ٠ په دوعاوو ئې شروع وکړه چه خلګو هر څوک چه په دغه خيرات روژه ماته کي ٠ خدای دهر يوه د روژی سوابونه دخيرات خاوندته هم ور کوي ٠ د ماښام اذان چه طالب وکړ ٠ خيرات په تقسم ئې شروع وکړه
چه د خيرات غاب خالي سو دملا وضع خرابه سوه ولي چه غاب ئې وپيژندئ چه دده دکورغاب دئ ٠ لمونځ ئې په سرعت خلاص کئ کورته وﻻړئ ٠
مورا ! (دملاښځه)
ها ! داخيرات تا کړی وو ؟
هو ماکړی وو ٠
خيرات دي ولي وکئ؟
تاسو پرون په نصحت کی وويل چه ډير سواب لري !
ما تاته ندي ويلي ٠ مقتديانو ته می ويل ٠ ها ښځي که دي بله ورځ خيرات کړی وو په والله ځان خو مړکم ٠
والله که ئې پريږدم چه دا اؤس مړ سې ٠
ملا اوږد وغزيدئ وويل ئې چه زه مړ سوم٠ مورا په ځغاسته د کوره راوه وتله چه هلي طالبانو ملاصاحب مړ سؤ ٠
طالبان ورله ملا اوږد پروت دئ نو طالبانو پر تخته راواخستئ وغسل خانې ته غسل ئې ور کئ ٠
پر چهارپايي ئې راواخستئ مخ د هديرې پر خوا ٠ ډير خلګ په پسې دي ٠ هديرې ته چه راورسيدل ٠ دملا کټ ئې دقبر پر غاړه کښيښاوه ٠ مورا نارې کړې چه هاخلګو ما پرېږدئ چه يو اخيري ديدن خو ئې وکم ٠
ها نو طالبانو دوپټې شاوخوا و نيولې چه د مورا حجاب پر ځای وي ٠ په ليدو او کتو کي مورا خاله وملا ته وويل چه راکښېنه
ملا ورته وويل چه خيرات کوې
مورا ويل هو ٠
ملاوويل نه درکښېنم ٠
هانو مورا ځني رارهي سوه ٠
خلګو ته ئې مخ ور واړاوه ٠ ها خلګو ! ملا صاحب چه مړ کيدئ ماته ئې وويل ٠ چه زماکتابونه دی طالبان يوسي
او غوا دي مقتديان بوځي ٠ ملا جست راوه غورځيدئ٠ لاس ئې پر ځګر ونيوی ويل ئې د چابه څه وڅه تر دغه ځايه چشي کم چه شي ته مي ﻻس ور وړي ٠ :lol: :lol:


نقاد
15.02.2004

[color=blue:878c8737ce]ګرانو لوستونکو، له سلام نه وروسته په درناوي غوښتنه کوم ، چې يو ټوکې او بل شعرونه د نوې موضوع په شکل مه ليکئ، بلکې د جواب په توګه يې يو دبل پسې ليکئ اود بيل عنوان ﻻندې يې نشر ته مه سپارئ . دا به ډېر ه سود منه وي . [/color:878c8737ce]
وايي ديو ملا چړي چې به د ماښام وظيفې ( ډوډۍ) له بيلابيلو کورونو څخه راټولې کړې ، نو د شتمن کورونو وظيفې چې غوښه، پولاو او يا ښوروا به يې لرله ، هغه ټوله به ملا اخيستله او چړي ته به يې د بيوځلو کورونو بې تبي سابه ، کړي يا پيتي ورکوله ،دې کار ډير دوام وکړ او دچړي زړه تنګ شو ، نو بله ورځ يې ملا څخه و غوښتل چې استاذه ، ماته هم لږه د موړ کور له وظيفې څخه برخه راکه ، خو ملا ورته وويل ، زه خير دی چې ما وخوړه هم لکه تا چې وخوړه !، څو ورځې ملا دده د غوښتنې په مقابل کې دغه ځواب ووايه . بله ورځ چې تودوخه ډيره وه ، ملا او چړي د سيند غاړې ته ﻻړل ، ملا غوښتل و ﻻمبي نو سيند ته ورګډ شو ، لږ څه چې ور منځته شو ملا اوبو پسې واخيست او چړي ته يې په چغو پيل وکړ چې هله لاس راکه او ما وباسه . چړي ترې پوښتنه وکړه چې استاذه ولې ؟ ملا ورته وويل اوبه مې درڅخه وړي . چړي په جواب کې ورته وويل چې زه خير دی استاذه ،چې تاوړي هم لکه ماچې وړي ! :lol:



17.02.2004

دوه ليونيان په يوه دارلمجانين په باغچه کې سره په خبرو بخت وو، او هر يو به ځان تر بل لوړ باله . يوه ادعا وکړه چې زه داريوش د زمانې يم او تر ما لوړ څوک نشته . دويم ورته وويل : زه سلطان سکندر يم او تر ما هيڅوک لوړ نه دی . ددواړو په دې جګړه شوه چې څوک نو غټ دی؟ اخر يې په دې سلا راغله چې زه دواړه به له خدای تعالی څخه پوښتنه وکړو چې زمونږ تر منځ څوک لوړ دی ؟ په دې وخت کې يو دريم ليونی چې دوه ګامه وړاندې يې دونې ډډ ته تکيه لګولې وه او ددوی خبرو ته يې غوږ ايښی و، ور باندې غږ وکړ او وې ويل : د بد بخت زامنو ، ماته مه راځئ ، زه وخت نه لرم ! :D :lol:



ع کريم حليمي
10.06.2004

استاد ماښام مطلعه کوله ٠ دسبا د درس لپاره ٠ ناول لولي ٠ يوه چاپټر کي ليکلي چه ډيره اوږده ږيره دبعقلۍ علامه ده ٠ داستاد ږيره هم ډيره اوږده وه ٠ کتاب کوري ٠ لاېټر ئی د ږيري و څوکي ته و لګاوه ٠ چه دا څوله ئی لږ
لنډه کړي ٠ ټوله ږيره ئی وسوځل ٠ خير سهار چه درس ته ولاړی نو شاګردانو ته ئی پر فيکشن ناول باندي درس
ورکاوه ٠ پر هغه چاپټر چه راغلۍ چه ډيره اوږده ږيره دبعقلۍ علامه ده ٠ نو شاګردانو ته ئی وويل ٠ چه داتجربه
سوئ ده ٠


ملا او د مورا خاله خيرات

زرکه
17.06.2004

[color=green:1212b442b1] ملا او دوه چړيان [/color:1212b442b1]
ملا په جومات کې ددوه چړيانو سره خبرې کولې .
ملا _ دا څو مره موده وشوه چې څوک خيرات نه کۍ .
لمړی چړي _ ملا صيب ريښتيا دې وويل .
دويم چړي _ خدا ی (ج) دې پاچا مړکړي چې په خيرات مزې وکوو .
ملا _ په خوله دې برکت شه خو مونږ او دومره طالع .
دجومات په خواکې څوک تيريده چې ددوۍ خبرې يې واوريدې او ټکي په ټکي يې
دربارته ورسولې . په سبا پاچا دري واړه دربارته وغوښتل او د هريوه دپاره يې بيل
لوي ديګ خواړه پاخه کړي ؤ . لمړی چړي يې خپل ديګ ته ودراوه او امر يې وکړ چې
خوره . چړي د خپلې وسې ډيرخوراک وکړ چې کله يې بس کړ د پاچا جلاد يې سر ورپرې
کړ . دويم چړي چې خپل ديګ ته ودريده نو د ويرې نه يې بس کولې نشو همداسې يې
خوراک کاوه تر څو چې د ډير خوراک د لاسه مړشو .
وارملا ته ورسيد ملا چې موړ شو نو يې په ژړا پيل وکړ .
پاچا _ ملا صيب د مرګه ډاريږې چې ژاړې ؟
ملا _ نه پاچا صيب مرګ ته نه ژاړم ژاړم پدې چې زه به مړ شم او دادومره خواړه به رانه پاتې شي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more