اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د پښتو ژبوورڼو له پاره نوې اسلامي وېبپاڼه
ډاکتر وطنمل
27.07.2009
درنوورونو اوخویندو السلام علیکم!
د ټول افغان د بحثفورمونونوی غړی محترم ورور افغان ننګیال تاسې ته په لاندې ډول یوه نوې اسلامي وېبپاڼه درپیژني :
http://www.ameenullah.com/en
په داسې حال کې چې مونږ ټول افغان ته د ښاغلي افغان ننګیال راتلو ته ښه راغلاست اوهرکلی وایو ددغسې یوه آرزښتمن لینک له خپرولوڅخه ترې ډیره مننه کوو۰
خو بخښنه غواړم چې د اسلام فورم ته د دغه لینک رالیږدولوپه ترڅ کې د لینک د پاتې شوي سیوري د ړنګیدوسره د لیکونکي نوم هم ړنګ شوی دی ۰
هیله ده افغان ننګیال په خپلوعلمي اوارزښتمنو لیکنوسره په رالتلونکې کې د زمونږ د لا زیات ویاړ اړیزی (سبب) وګرځي!
مولوي قانت
27.07.2009
ننګیاله وروره !
سلام علیکم
ستاسو په ښکلې خبر مې سترګې ولګېدې ، ډیرې پرې خوږې شوې
دډیرو تکړه مولويصیبانو تقریرونه مو په دغه پاڼه کی ايښې دي ، ديوټیوب له لارې
ستاسو ځینې ويديو ګانې هم کله کله ګورم
مولوي امين الله ډیر تکړه عالم دی ، خو کاش چې ټول وخت يې علم ته وربخښلی وې
دخپلو شاګردانو زده کړې او سمې تربيې ته يي ډیر پام اړولی واي ، نو ډیر به ښه
وو.
هغه يوه ستونځه لري ، چې علم يي له علماوو لږ او له کتابونو ډیر اخیستې دی،
چې علما داسې يو شخص ته صحفي وايې.
ده غریب اوس ځان داسی خلکو سره ښکيل کړې دې، چې په هيڅ ديني او اخلاقي
ارزښتونو ايمان نه لري ، مولوي صاحب نن صبا داستخباراتي شبکې ، دحافظ
سعيد دلنډغرو ملیشو
او دپاکستان دتکفیریانو ښکار ګرځیدلې دی ، دجهاد په اړه دده دځینو ګډو وډو
فتواګانو له لاسه دډیرو ځوانانو ځوانۍ داملوکانو په تول کې لاړې ، يو مثال یې
دمهمند ایجنسۍ زړه دردونکې پيښه وه .
مولوي امین الله خپله په پيښور کی ناست دې ، مزې چړچې کوي ، پاخه پاخه
کورونه اخلي ، خو خپلو ځوانو شاګردانو ته له افراط ډکه تربيه ورکوي ، دمسلمانانو
په تکفیرولو ورته جرأت ورکوي ، هغوي ته يواځې په افغانستان کې دجهاد فتواګانې ورکوي ،
هغه هم دهغه چا په مرسته چې حرامزادګي يې هيڅ حدود نه لري .
خو نوموړې بيا دپاکستان په اړه بل نظر لري ، پاکستان کې دانګريزي حکومت په
وړاندې جهاد حرام او ناورا بولې ، درحالیکه پاکستان هغه نظام وو چې امریکې
سره دپیل نه تر اوسه پورې ولاړ دی ، دپاکستان سرکونه ، هوايي ډګرونه ، فوج ،
او ترانسپورټې سټيشنې ټولې دامریکایانو په خدمت کې دي ، دڅو ډالرو په بدله
کې يي ټول مسلمان پښتون قوم تباه او برباد کړو ، خو مولوي امین الله يوه خبره
قدرې نه ورپسې کوي ، او دا سبب دی چې دمولوي امین الله ځينې نږدې ملګري چی
په زړه مخلص دي ، او په سياسیاتو نه پوهیږي ، دامین الله سره دهغوی ډير
مخالفتونه رامنځ ته کیږي ، آن تر دی چی کله امین الله هم داسلام ددائرې پسې
وباسي ، ځکه چې دهغه دپاکستانې طاغوت په مقابل کې دجهاد فتوا نه ورکوي ،
دپاکستان او افغانستان تر منځ توپیر کوی
مولوي صاحب امین الله دشبکې له خوا ډیر کلک راګیر دی ، ما او زما په شانتې
ډیرو نورو سلفي علماوو هغه ته په دی اړه ډیر نصيحتونه کړي دي ، خو هغه خپل
علم او کاذب تصور دومره غرور کې کړی دی ، چی دهیچا خبره نه اورې ، ددې په
ځاي چی قران او سنت ته مراجعه وکړي ، دربانې علماوو ارشاداتو ته مراجعه
وکړي ، دڅو تکفيري مصريانو کتابونه يې پيدا کړي دي ، او ټوله تکيا يې په هغه
ده ، دلنډ غر مفسد فی الارض حافظ سعيد چڼې ترینه شپه او ورځ تاویږي راتاويږي
، او دهغه په سوچ او فکر ډیره آغیزه کوي .
دهغه لپاره زما مشوره داده ، چې یا خو په سيمييزو مشکلاتو ښه ځان پوه کړي ،
او بيا له هوا او هوس څخه لرې خپله علمي منطقي، قرآنی رباني فتوا ورکړي ، او
دهيچا نه دی نه ويريږي ،
او که داسې نه شي کولاي نو دالله جل جلاله څخه دی وویريږي ، يواځې او يواځې
دی خپلو شاګردانو ته قرآن او سنت وښودي ، او دې نورو ګنده لوبو نه دی لاس
واخلي ، په کومو چې يا پوهیږي نه ، او يا په کی دخپل هوی او هوس قربانيکیږي .
هيله کوم چی زما نه خفه نه شی
عادل عادل
28.07.2009
سلامونه
قانت صیب
تر ټولو د مخه خو د افسوس ځای دادی چې تاسو عالیجناب دا دومره وخت د الله د رضا لپاره د خپل خدای درکړي علم په رڼا کې، مونږ د دین وږو او تږو لوستونکو ته یوه لیکنه هم نه ده وړاندې کړې. او چې نن یو بل مسلمان ورور په دغه لاره کې پیش قدمي وکړه او د قران کریم او احادیثو ارزښتناکه پښتو پانګه یې د لوستونکو د زده کړې لپاره راوړاندې کړه، تاسو سر را پورته کړ، اوخپله لومړئ لیکنه مو د هغوی سره په اختلاف او نفاق کې ولیکله، تاسو چې مولوي صیب امین الله ته د نصیحتونو دعوی هم کوئ، ستاسو کوم رباني ظرفیت او درایت دا اجازه درکوي چې د خپل منځ صلیقه یي او یا هم خدای نخواسته بنیادي اختلاف د عامه لوستونکو مخې ته وړاندې کوئ؟
مطلب مو څه دئ ؟ غواړئ چې دده تقاریرو ته څوک غوږ نه شي
او که تاسو دې ته ورته زحمت په خپله ایستلئ وي نو مهرباني وکړئ مونږ ته یې ادرس یا پته وړاندې کړئ.
محترم قانت صیب !
زما د ناستې پاستې سم نیمايي خلک تاسو علماء كرام تشكيلوي، نو تر کومه چې ماته مالومه ده علما کرام هیڅکله هم د چا غیبت نه کوي او نه هم حتی د یو بد شخص په اړه داسې الفاظ په ژبه راوړي کوم چې تاسو په خپله ارزښتناکه لیکنه کې د یوه عالم په اړه د خپل کلام تکیه ګرزولي دي.
زه د خپل اخلاص او ارادت له مخې چې علماکرامو ته یې لرم، پر تاسو مې د ورته الفاظو کارونه و نه لوریده.
ستاسو د مثبتو او ارزښتناکه لیکنو په هیله
محترم ننګیال وروره
الله پاک دې تاسو ته بې نهایته اجرونه درکړي چې د نوې اسلامي پاڼې په وړاندې کولو سره مو مونږ ټولو لوستونکو ته لوی خدمت وکړ، الله پاک دې ستاسو خدمت په خپل دربار کې قبول او منظور وګرزوي، الله پاک دې دغه لویه پانګه دتاسو ، مولوي صیب امین الله او د مولوي صیب قانت په شمول د ټولو علماکرامو لپاره صدقه جاریه وګرزوي. آمین ثم آمین
و.افغان
28.07.2009
محترم افغان ننګیال صاحب !
په سلامونو مو لمانځم
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ټول افغان ته ښه راغلاست، په خیر راغلئ، حللت أهلا ونزلت سهلا.
ډیر په زړه پورې لینک موتیر کړې، چې دتثبیت يا سريښولو وړ دی.
ستاسو راتګ ټول افغان ته یو ښه پال ګڼم.
ستاسو علمي په زړه پورو بحثونو او څيړنو ته سترګې په لار.
په درنښت
ننګیال افغان
28.07.2009
محترم او عزتمند ورور ډاکتر وطن مل او محترم او عزتمند ورور وهاج ساپي:
وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته. حیاکم الله ، و بارک الله فیکم .
الله تعلی مو اباد لره.
ننګیال افغان
28.07.2009
محترم قانت،
و علیکم السلام و رحمة الله و برکاته.
خفه خو شوم، دې کي شک نشته؛ په دې خاطر نه چي تاسو خپل نظر ویلی دی مګر په دې خاطر چي دا یې ځای نه و او دا موضوع به مو زما سره شخصي پیغام کي مطرح کړې وای که څه هم زه تاسي نه پيژنم او دا سوال راته پیدا دی چي ولي ستاسو د فارم سره د ملګرتیا نېټه زما د ملګرتیا د نېټې سره یو شی ده؟
په هر حال محترمه!
مخکي تر دې چي ځینو ټکو ته اشاره وکړم یوه مهمه یادونه:
کیدای شي تاسو ته بېهتره څرګنده وي چي د «عالمانوغوښي زهرجني دي» («لحوم العلماء مسمومة»). په هغو پسې خبري کول د زمري همت غواړي ځکه جرح او تعدیل د هر چا کار ندی...
بله خبره دا د چي علماء د نورو مسلمانانو په څېر خپلو مسلمانانو باندي حق لري چي غیبت یې ونشی او دا چي څوک د عالم سپکاوی کوي نو د انبیاء علیهم السلام د وارثانو سپکاوی کوی. یقیناً د دې تذکر هم پکار دی چي د کوم عالم سپکاوی کېږي نو احتمال لري چي هغه عالم د الله سبحانه و تعلی د دوستانو څخه وي. الله تر ټولوغیرتي ذات دی او د خپلو دوستانو دفاع کوي. نو ویلٌ و داسي چا ته چي د علماء مقام نه پيژني او هغو پسي بېبنسټه خبري کوي.
محترمه! تا چي د شیخ امین الله په اړه نقد او یا جرح کړې ده موږ ته مقبوله نده ځکه ډېرو سترو عالمانو د شیخ امین الله توصف او تزکیه کړې ده.
د بېلګي په توګه علامة شیخ القران عبد السلام رستمي او یا الشیخ المحدث زبیرعليزئ یادولی شم چي یو په نړيواله کچه شهرت لرونکی پښتون محدث دی. ما خپله څه وخت مخکي د شیخ زبیرعلیزي څخه دا سوال کړی و چي پښتنو کي کبار العلماء څوک دي؟ په جواب کي یې د شیخ امین الله یادونه هم وکړه او ډېره ښکلې تزکیه یې د هغه وکړه.
د دې کبار العلماء سره په مقایسه کي خو ته مشکوک یې.
زه یقین لرم چي نور هم ډېر علماء شته چي د شیخ ابو محمد امین الله حفظه الله توصف او تزکیه کوي ځکه د شیخ امین الله علم، ادب او زهد معلوم دي.
شیخ امین الله د سترو عالمانو سره درس ویلی دی او د شیخ عبد السلام رستمي چي یو ډېر تکړه عالم او ستر مفسر دی شاګرد و. پدې خاطر زه ستاسو دا خبره چي شیخ امین الله یو (صحفي) دی تجاوز، غیبت او دروغ بولم. شیخ امین الله خپله مشهور پېژندل شوی عالم دی. د ستر کتابونه لیکلي او لیکي إن شاء الله. دې سایټ کي د هغه د بعضو کتابونو یاد شوی:
http://ameenullah.blogspot.com
ایا ته د جرح او تعدیل کولو اصول پېژنې؟ د جرح او تعدیل کولو لیاقت لرې؟
ستا د حقیقت سره سمون نلرونکې دروغجڼ بل نظر دا دی چي ګویا شیخ امین الله د پاکستان د حکومت مدافع دی. دا نظر یو دروغ، عظیم بوهتان او چټل تهمت دی! شیخ امین الله د پاکستان د حکومت سخت مخالف او دښمن دی او د پاکستان رژیم طاغوتي بولي ځکه د الله د شریعت پرځای یې کفري قوانین راوستلي او خپل کړي دي. که غواړې د شیخ امین الله نظر د پاکستان د رژیم په اړه واورې، زه به إن شاء الله یو فایل جوړ کړم او سایټ ته به یې اپلوډ کړم چي پخپله د شیخ بعضي نظریات واورې!
ستا د لیکني څخه داسي معلومیږي چي ته شیخ امین لله یو تکفیري ګڼي. دا د انصاف څخه لري خبره ده! الله المستعان.
ایا داسي عالم شته چي شیخ امین الله ته دي یې د تکفیري نسبت کړی وي؟ ایا ته شروط التبدیع پېژنې؟
که نور تهمتونه ستا لیکنه کي وي د هغو رد بخي نه غواړم وکړم ځکه لمر په ۲ ګتو نه پټيږي او د هغه چا پر سترګو چي د تعصب پرده پرته وي هغه حق په اسانی نه ویني. علاوه دې باندي د شیخ امین الله شخصیت، علم، ادب، سلوک، زهد او جهاد معلوم دي او دا ضرور نده چي د هر امر او زید یوې بېځایه د بهتان او تهمت، دروغ او تجاوز ډکي لیکني ته دي څوک جواب ورکړي اوخپل قیمتي وخت دي پر تېر کړي. هم دومره معلومات چي ما مخکي ورکړي دي إن شاء الله کافي دی.
ننګیال افغان
یادوني:
څوک چي د شیخ امین الله او د هغه د منهج په اړه معلومات غواړي د اهل سنة عالمانو چي شیخ امین الله پېژني لکه د شیخ امین الله استاذ شیخ القران عبد السلام، شیخ محدث غلام الله رحمتي، شیخ عبد العزیز نورستاني او نورو سره دي تماس ونیسي او که دا نشي کولای نو لږ تر لږ دي د شیخ
امین الله په اړه د بطلان څخه ډکو خبرو کولو څخه ځان وژغوري.
په اخر کي غواړم یوه مهمه یادونه وکړم: امین الله ډات کام د شیخ امین الله سایټ ندی او نه یې شیخ امین الله مسعول دی.
که چا ته دا سوال پیدا وي چي نو بیا ولي د سایټ نوم امین الله دی نو د دې سوال جواب اسانه او دا دی چي موږ اول سر کي غوښتل د شیخ امین الله په اړه سایټ جوړ کړو خو بیرته مو تصمیم اړولی. امین الله ډات کام د شیخ امین الله په اړه خاص سایټ ندی بلکي موږ دا سایټ د اهل سنت د عالمانو د پرمعلوماتو تقاریرو یوه پرلیکه خزانه ګرځول غواړو.
هو، سایټ کي د شیخ امین الله حفظه الله تقاریر ډېر دي او نوم یې امین الله ډات کام دی خو د دې معنا دا نده چي دا سایټ د شیخ امین الله رسمي سایټ دی. که دا حقیقت په نظر کي ونیسو نو د محترم قانت لیکنه نه یوازي دا چي د شیخ امین الله په مقابل کي د درنښت او ښکلي اسلوب څخه په واټن کي او د بهتان څخه ډکه ده بلکي بېځایه هم ده.
الله دي موږ ټولو ته بصیرت او د دین فهم راکړي او زموږ زړونو کي دي د علماء اهل حق محبت واچوي.
ننګیال افغان
28.07.2009
ګران او محترم عادل ورور:
مننه. الله دي اباد لره. خوشحاله یم چي سایټ مو ښه شو. بارک الله فیکم.
مولوي قانت
30.07.2009
ننګیال خانه وروره
یو وار بيا می سلامونه درواخلئ
ګرانه
ما داسی نه دې ويلي، چی مولوی امین الله دپاکستان حکومت ته طاغوتي نظام نه وايي، زما مخکینۍ لیکنې ته رجوع وکه ، او لږ سوچ پری بیا اوکه .
دمولوی امین الله نه می دجمعی په خطبه کی اوريدلي دي ، چی دطاغوت باره کی شرحه کوله ، هغه پاکستانی نظام طاغوتي نظام وبللو ، چی زه هم ورسره په کی ملګرې یم، خو زما پوښتنه دهغه نه دا ده ، چی ولی بيا دطاغوتي نظام داستخباراتي شبکې او فوځی ادارې تر څارنې لاندې خپل طالبان ټريننګ کوي ، او افغانستان ته يې لیږي ، دافغانستان دحکومت په ټولو خلکو دکفر فتوا لګوي ، او ځوانان دآي اس آي
دسورې لاندې ټريننګ کوي ، چی دداسی خبیثو خلکو له لاسه داسی پيښې هم کله رامنځ ته کیږي ، لکه دمهمند ایجنسۍ پيښه ، څومره ځوانان په کی بيځایه شهيدان شول ، دڅومره ځوانانو سرونه په کی پریکړ شول ، څومره زلمي بنديان شول ، او دځینو پښې او لاسونه په وهلو ټکولو مات کړاي شو ، ددی مسؤلیت اوس دچا په غاړه دی ، آیا دهمدی مولوی صاحب امین الله په غاړه دی او که نه ؟ ځکه چی هغوی
دده په هدایت باندی دټريننګ کمپونو ته تللي وو، او دهمده فتوی ورسره وه
آیا داسی نه ده ؟
بیا کله چی مولوی امین الله پاکستاني نظام ته طاغوتي نظام وايی، دجمعی ورځی په خطبه کی می تری خپله واوریدل ، چی دغه نظام کی کار غوښتل کفر دی ، په دی سربیره له پیل نه تر ننه پوری دامریکی سره دمجاهدینو په ضد کلک حلیف ملاتړی دی ، نو ولی مولوی امین الله یو څه پاکستاني طالبان اسلام آباد او لاهور ته نه لیږي ، ولی هغوی ته فتوا نه ورکوي ، چی داستخباراتی اداری او فوځی اداری دشيطاني مشرانو ژوندونو ته دپاي ټکی کیږدي.
امین الله صاحب ددی فتوا جرأت ځکه نه لري ، چی خپله په پاکستان کی اوسيږي ، پاخه پاخه کورونه رانيسي ، افغان دی ځان لپاره یی پاکستان کی زندګی برابره
کړیده ، زه پی اعتراض نه کوم
خو دومره خو ورته پکار دي چی دخپل آبايي وطن افغانستان دخلکو خیال هم وساتي ، دا تنکي طالبان ، دا تنکي زلمي په دومره آسانه دآي اس آی دشومو موخو قرباني نه کړي .
که له یوې خوا طالبانو ته دجهاد فتوا ورکوی ، دبلی خوا نه دی هغوی داستخباراتی لعینی آي اس آی شبکی او فوځی اداری څخه تحذیر کړی، چی په هغو کی غیر فوځی مسلحی ملیشی دلنډغر حافظ سعید هم شاملې دي ، کومی چی شپه او ورځ دده
نه تاويږي راتاويږي، او دې يي ښه پيژني، خو يوه خبره ورپسی نه کوي ، ستاسو
دمعلوماتو لپاره په پاکستان کی دعرب او افغان مجاهدينو لويه برخه ددی لشکر
طيبي دجاسوسانو په شيطاني حرکت دڅو ډالرو په بدله کی په امریکی خرڅ کړل
شو، بثمن بخس دراهم معدودة
بله دتکفیر خبره ، لکه مخکی چی می وویل ، مولوی امین الله په دغه اړه دځینی
مصری لیکوالانو له لیکنو ډیر متأثر شوی دی، او هم دهغوی اصطلاحاګانی په خپلو تقریرونو او جمعو خطبو کی استعمالوي ، زمونږ مشکل دادی چی زمونږ مولایان دایمان او حکومتي مسئلو باره کی ډیرې کمزوری معلومات لري، بلکه په یوه مدرسه کی هم نه لوستل کیږي ، په ايمان مسئلو کی ځینی مسائل ډیر خطري دي، چی یوه له هغو الحکم بغیر ما انزل الله مسئله ده ، دانګریزي قانون حکومت سره دکار کولو مسئله ده، مختلفو تکړه او برجسته علماوو په کی لیکنې کړی دي ، حق
په کی بیان کړی دی ، عربو مصري تکفيریانو هم په کی لیکل کړي دي،
مولوی امین الله په دغه باب کی له مصری عربو تکفیریانو ډیر متأثر دی ، ځکه چی
له پیله یی په دغو مسائلو کی دهغوی په کتابونو سترګی لګیدلې دي ، کوم چی
ورته غالبا زما په ګمان دپاکستان عربي تکفيریانو يا جماعة المسلمین والا ورکړی
دي
دمثال په توګه :
مولوی امین الله دطاغوت په تقریر کی دآمریت یا مشرۍ غوښتنه ناروا بللی ده، په دی اړه یې ډیر احادیث راوړی دي ، زه هم ورسره متفق یم ، خو مولوی صاحب امین الله بیا اضافه کوی ، چی داوسني نظامونو نه کار غوښتل یا مشري غوښتل ځان کافرول دي، دا کیسټ له ما سره شته دی ، که زما په خبره دی یقین نه راځي ، نو کيسټ به نټ ته وخیږوم ، یا ته خپله دطاغوت په اړه دجمعی تقریر ځان له پیدا کړه ، بیا ووایه چی ځما خبره رښتيا ده او که نه ؟
وروره ! دغه وروستۍ خبره دتکفیریانو له خبرو څخه ده ، چی دعربو تکفیرې ډلې ، دجماعة المسلمين ډله ، او دهغوی څخه نور متأثرین يې خپلو خلکو ته شرحه کوي .
دی مسئله کی نوری خبری ډیرې دي ، دطاغوتي نظام سره کار کول حراميدلې شي ، خو څوک پری نه کافر کیږي ، بله دا چی کله مصلحت غالب وي ، نو داسلامي نړۍ ډیر علما بیا دکار کولو جواز هم ورکوي ، او بله خبره هم ده چی په طاغوتي نظام چوکۍ تر چوکۍ فرق لري ، منصب تر منصب فرق لري ، په حليت او حرمت کی ، نه په کفر او مسلمانۍ کی
دا چی مولوی امین الله دپاکستان نظام طاغوتي واي ، کافر يې هم بولې ، کار ورسره
حرام بولي، دمشرۍ، چيرمینۍ ، ناظمۍ او نورې چوکۍ غوښتنه په کی کفر بولي ، بیا ددی له پاسه دغه طاغوتي حکومت دنړۍ تر ټولو مستکبر او جبار استعماري ځواک امریکی سره هم ملګرې دی ، او مولوی صاحب دفتنو په وخت کی خلک دګډواو بزو ژوند ته هم ترغيبوی ، نو ورته پکار ده ، څنګه چی دافغانستان حکومت مقابل ته جنګکوونکی تیاروي ، همدارنګه يي اسلام آباد (اسلام برباد) او لاهور ته هم تيار کړي ، او کوښښ به کوي چی دافغانستان لپاره چی کوم ځوانان تياروي ، هغوي ددی پاکستاني طاغوتي نظام په کرهی تربيه کړي ، او دآي آس آی ، او فوجي اداری له سترګو نه لرې دی ټريننګ
ورکړي ، چی دبيا لپاره دهغوی دشومو حرکتونو قرباني نه شي
نوری له خیره سره بیا که زندګی باقی وه
ع کريم حليمي
04.08.2009
درندو او مکرمو وړنو ، ننګیال افغان صاحب ، اسلام علیکم و رحمة الله!
ډیره مننه چه : مولوي صاحب امین الله مو مونږ ته را وپیږانده ، د مولوي صاحب امین الله د
« الجهاد »Al Jihad بیان ته ئې غوږ غوږ سوم
http://www.ameenullah.com/en/modules/mod_mp3player/files/mp3/Sheikh%20Ameenullah/Al%20Jihad.mp3
که تاسو دا بیا اوریدلئ وي ، مولوي صاحب یو حدیث اوروي چه وایي : (( د ټرېننګ په باره کي به یو حدیث درته ووایم - بعثت بين يدي الساعة بالسيف حتى يعبد الله وحده وجعل رزقي تحت ظل رمحي وجعل الذل والصغار على من خالف امري ))
د حدیث تر قوي او د ضعیفه تر بحث ئې تېر یم
مهمه داده چه:
دا مولوي صاحب امین الله خو رشتیا هم چه ځوانان روزي او تربیه کوي د قتل او قتال (جنګ )
له پاره ، پوښتنه مي داده چه د مولوي صاحب ساتنه څوک کوي ؟ او دئ وایي چه تومانچه هم ګرځوی
او لایسنس هم نه لري ، دغه « آی اس آی »او «خاد» ته څه ورپېښه ده !!
په درنښت
و.افغان
04.08.2009
[quote:5330271ab0="ع کريم حليمي"]درندو او مکرمو وړنو ، ننګیال افغان صاحب ، اسلام علیکم و رحمة الله!
ډیره مننه چه : مولوي صاحب امین الله مو مونږ ته را وپیږانده ، د مولوي صاحب امین الله د
« الجهاد »Al Jihad بیان ته ئې غوږ غوږ سوم
http://www.ameenullah.com/en/modules/mod_mp3player/files/mp3/Sheikh%20Ameenullah/Al%20Jihad.mp3
که تاسو دا بیا اوریدلئ وي ، مولوي صاحب یو حدیث اوروي چه وایي : (( د ټرېننګ په باره کي به یو حدیث درته ووایم - بعثت بين يدي الساعة بالسيف حتى يعبد الله وحده وجعل رزقي تحت ظل رمحي وجعل الذل والصغار على من خالف امري ))
د حدیث تر قوي او د ضعیفه تر بحث ئې تېر یم
مهمه داده چه:
دا مولوي صاحب امین الله خو رشتیا هم چه ځوانان روزي او تربیه کوي د قتل او قتال (جنګ )
له پاره ، پوښتنه مي داده چه د مولوي صاحب ساتنه څوک کوي ؟ او دئ وایي چه تومانچه هم ګرځوی
او لایسنس هم نه لري ، دغه « آی اس آی »او «خاد» ته څه ورپېښه ده !!
په درنښت[/quote:5330271ab0]
مولانا حليمي صاحب:
دپورته ورکړل شوي لينک تقریر مې واورېد، شيخ أمین الله صاحب په کې ډیرې ښې
مزیدارې مسئلې کړي دي، ډیر خوند يې راکړ، الله جل جلاله دې ورته ددين دخدمت
لا نور توفیق ورکړي،
خو نه پوهیږم چې ستاسو په طبيعت ولې دشيخ امین الله خبرې ولې دومره
بدې لګېدلې دي؟
هسې په تقرير کې به دشيخ امین الله حفظه الله په يوې خبرې يوه وړوکې تبصره وکړم:
شيخ صاحب فرمايي:
(دپنجابو نه دا بعضې اخلاق زده کړئ، دې پنجابیانو ملګرو کې لږه عاجزي ده، او
تعصب په کې نشته، غالبا، او دارنګه دا صفت په کې دی، دتوجه صفت په کی دی،
او ځمونږ دې پښتنو ملګرو کې دا شۍ نه يې، ښه اخلاق دهر چا زده کوئ).
زه هم پښتنو لپاره دعالي اخلاقو دزده کولو هيله لرم، چې دچا دوژلو په وخت کې هم
باید لکه دپنجابو غوندې له خندا ډکه خوله ولري، پنجابي ډير اخلاقي خلک
دي، په تيره چړه به دې حلالوي، خو په خندا خندا به دې حلالوي.
په درنښت
كابل جان
04.08.2009
د الله تعالى وليانو نور يي څه كوي ديني زده كړي ترينه وكړي،
أو مولانا حليمي صاحب تا وايم چه زرهاو فائدو ته يي نه ګوري خو كه يوه كمزوري خبره يي كلي وي نو بيايي خورولو ته تيار ناست يي، فريګده چه خلك صحيح دين زده كړي، تاسو خو يي نه بيانوي.
ع کريم حليمي
05.08.2009
استاد قاري صاحب ، کابل جان صاب تر دعا او سلام ورسته
له مشرانو څخه مي اورېدلي چه ، د زمانې چه آخیره سي ، علم به پورته سي
ولې داسي کوئ ، ووېرېږئ د الله څخه ، زه په کالو کي نه ځایېږم ۲۴/۷ مولوي صاحب امین اللهحفظه الله ته غوږ غوږ یم ، د مولوي صاحب غم دي الله نه راکوي - واورئ تلاوة قرآن الکریم او بیان ئې
خوند پر واخلئ
دئ وایي چه :( ماقدمت لغدا۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ )
بسم تعالی : ياأيها الذين آمنوا اتقوا الله ولتنظر نفس ماقدمت - لغدٍ - واتقوا الله إن الله خبير بما تعملون
http://www.ameenullah.com/en/modules/mod_mp3player/files/mp3/Sheikh%20Ameenullah/ALLAH%20%20NA%20%20GHAFLAT.mp3
الله دي د علماوو غم نه راکوي
رښتینی
05.08.2009
ددي ويب سايټ نه می څو تقریرونه واوریدل چی ځینی یی ډیر
خوندور و او ملګروته می هم ولیږل خویو ه موضوع می واوریدله
چی باوروکړئ طبعیت می له کراهیته ډک شو او زړه یی راتک شین
کړ چی هغه یوه مناظره وه ....!!!!
یاشیخ عبدالقادر شیئا لله !!!
په دی جمله باندی نواوس جنجال دی اودامناظری په دی سیموکی
دخپلو ډلو دبرلاسی کولو له پاره کیږی غالبا نه د حق د ښکاره کولو
له پاره
حسبی الله علیهم ........
و.افغان
07.08.2009
.
.
دټول افغان خوږو درنو مسلمانانو وروڼو !
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دروژې مبارکه میاشت رانږدې شوې ده، روژه دبرکتونو، فضيلتونو، او ثوابونه
میاشت ده، دروژې میاشت ته شهر القرآن هم ويل کیږي ،
په سلفو صالحینو به چې کله روژه راغله، نو هغوي به نور هر څه پريښودل، حتی
چې دپيغمبري أحاديثو تحديث به يې هم پريښود، او خپل ځان به يې دالله جل جلاله
عظيم الشأن کتاب ته وقف کړ.
زمونږ په وطن کې په ټولو مدرسو کې دروژې مياشت درسي رخصتي له ډیره وخته
راهيسې رواج ده، او په دغه مبارکه مياشت کې طالبان ځانونه دقرآن حفظ، تلاوت،
او ترجمو ته وقف کوي.
خبره نور نه اوږدوم، تاسو ټولو وروڼو ته دشيخ القرآن والحديث مولانا عبد السلام رستمي حفظه الله دمختصرې تحت
لفظې ترجمې لينک ډالۍ کوم، دغه ترجمه دښاغلي ننګيال افغان په مټ پورته ياد
شوي ویبپاڼې ته خیږولې ده، الله جل جلاله دې ورته ددې زيار او کوښښ بدلې او
اجرونه په دنيا او آخرت ورکړي،
ان شاء الله چې ضرور به ډیره ګټه پورته کړئ.
الله مو موفق لره.
نو دا تاسې او دا دشيخ القرآن والحديث قيمتي ترجمه:
http://www.ameenullah.com/en/index.php?option=com_content&view=section&id=8&Itemid=77
په درنښت