نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دصلیب ډولونه
jamila
26.07.2009
زموږ عام وګړی فکر کوی چی همدا سور رنګی چلیپا د صلیب
نښان دی اوبس خو خبره داسی نده صلیب ډیرډولونه لری چی څو یی
زه دلته را اخلم
دصلیب والو سره دمسلمانانو میرڅمنی ښکاره خبره ده دوی هڅی کوی
له مختلفی لارو څه خپرل سپیڅلی نښان په مسلمانانو کی خپور کړی او
په لاشعوری توګه یی پر هغوی وکاروی نو مسلمان ته لازمه ده چی له دی
نښان نه ځانونه وژغوری
دامشهور صلیب دی
[img:404da9fc07]http://www.lakii.com/img/all/Jun05/hdapD006191535.jpg[/img:404da9fc07]
دقدیس جورج صلیب
[img:404da9fc07]http://www.lakii.com/img/all/Jun05/WFk4N206191602.jpg[/img:404da9fc07]
دقدیس اندرو صلیب
[img:404da9fc07]http://www.lakii.com/img/all/Jun05/R6yiwp06191613.jpg[/img:404da9fc07]
دقدیس لورین صلیب
[img:404da9fc07]http://www.lakii.com/img/all/Jun05/563hwK06191614.jpg[/img:404da9fc07]
دمالطا صلیب
[img:404da9fc07]http://www.lakii.com/img/all/Jun05/cbDmBt06191614.jpg[/img:404da9fc07]
دکاتولیک کلیسا صلیب
[img:404da9fc07]http://www.lakii.com/img/all/Jun05/YXZwHw06191615.jpg[/img:404da9fc07]
داهم دکاتولیک کلیسا صلیب
[img:404da9fc07]http://www.lakii.com/img/all/Jun05/zU1pO706191617.jpg[/img:404da9fc07]
څو یی لاپاتی دی ........
Re: دصلیب ډولونه
pattang
26.07.2009
خورې لکه د پنځلسم سپوږمۍ داسې سر را ښکاره کړې ، په ډېر تاسف سره وايم
چې زمونږ په پاڼه کې خوندې هيځ برخه نه اخلي !
که مونږ بې لا رې خبرې ليکو خو تاسو نصيحت راته وکړۍ .
[quote:8e55b5932c="jamila"]زموږ عام وګړی فکر کوی چی همدا سور رنګی چلیپا د صلیب
نښان دی اوبس خو خبره داسی نده صلیب ډیرډولونه لری چی څو یی
زه دلته را اخلم
دصلیب والو سره دمسلمانانو میرڅمنی ښکاره خبره ده دوی هڅی کوی
له مختلفی لارو څه خپرل سپیڅلی نښان په مسلمانانو کی خپور کړی او
په لاشعوری توګه یی پر هغوی وکاروی نو مسلمان ته لازمه ده چی له دی
نښان نه ځانونه وژغوری
دامشهور صلیب دی
[img:8e55b5932c]http://www.lakii.com/img/all/Jun05/hdapD006191535.jpg[/img:8e55b5932c]
دقدیس جورج صلیب
[img:8e55b5932c]http://www.lakii.com/img/all/Jun05/WFk4N206191602.jpg[/img:8e55b5932c]
دقدیس اندرو صلیب
[img:8e55b5932c]http://www.lakii.com/img/all/Jun05/R6yiwp06191613.jpg[/img:8e55b5932c]
دقدیس لورین صلیب
[img:8e55b5932c]http://www.lakii.com/img/all/Jun05/563hwK06191614.jpg[/img:8e55b5932c]
دمالطا صلیب
[img:8e55b5932c]http://www.lakii.com/img/all/Jun05/cbDmBt06191614.jpg[/img:8e55b5932c]
دکاتولیک کلیسا صلیب
[img:8e55b5932c]http://www.lakii.com/img/all/Jun05/YXZwHw06191615.jpg[/img:8e55b5932c]
داهم دکاتولیک کلیسا صلیب
[img:8e55b5932c]http://www.lakii.com/img/all/Jun05/zU1pO706191617.jpg[/img:8e55b5932c]
څو یی لاپاتی دی ........[/quote:8e55b5932c]
jamila
26.07.2009
محترم ورو پتنګ صیب مننه اوکورمو ودان
بس نو دزوند شرایط داسی دی او انسان
ډیرداسی مسئولیتونه او بوختیاوی لری
سی دخپل له مینی وړ کارونو ځخه یی لیری ساتی
په تیره بیا افغانان او بیا افغانی میرمنی
خو لا ډیری بدمرغۍ لری
او موږخوستاسو نصیحتو نو ته سر راښکاره کووپه خپله
خو ړندی کڼی یوړانده خو خپلی لکړی ته هم اتیاج وی نورو ته
به سه وښیی !!؟
ستاسو خور جمیله
سلام
Ibrahim-Radmanish
23.10.2009
هموطن عزیزجمیله جان سلام؛
در باره این نشان های صلیب کدام شکی نیست،
سوال این است
که شما ذکر کرددید که عسیوی ها یا Catolic ها کوشا اند تا به اشکالی مختلف این علامه
ها را اضافه
در کلتور و عنعنات ما افغانان یا همه مسلمانان
کنند،به نظری من ایا لباس سفیدی عروس ،دامنی
کوتا پوشیدن ، عروسی های که مرد زن در ان یکجا
میرقصن و افکاری اورپای یا غربی ،شنیدن موزیک
pop or Rap اشکالی مختلفی مود
(ګوشواره و تاپه رنګین)(Tatto)
این همه اش امروز یکی از حصه مهمی کلتوری
فیصدی افغانان و دیګر ممالکی اسلامی شده است یا نی؟
شما در باره
اشکال صلیب که اشاره کرده اید درست است، ولی اګر
نظر به اجتماعی فعلی کنید باید از ابتدا به انتها رویم
نه از انتها به ابتدا ،این افکاری شما در باره اش ذکر
کرده اید در زمانی رومی ها IRF میباشد که از ان زمان سال ها نی بلکه قرن ها ګذشته
و در این دور حتا خود عسیوی ها به چنین باور نیستند ٠ امید که موافق نظر باشیم،روزی خوش
Re: سلام
pattang
23.10.2009
ځوانمرده صيب ! کالي خو مخکې هم رواج وو څوک به چې مکتبي شه دې کارو
ته به يې لاس وا چاوو٠ خود صليبي مذ هب هدف سپين کالي اونور مطلب ندي
هغوی غواړي چې اسلام په ګونډو کړي څکه چې اسلام ددوی داخلاقي فجايا وو
کلک په ضد او په کلکو سرحدونونو کې تړلې بله ټولنيزه تربيه لري چې ددوی
د اقتصادي سيستم سره کلکه سيالي کوي اودوی سخت په هراس او ډار کې دي٠
[quote:3561340c8c="Ibrahim-Radmanish"] هموطن
عزیزجمیله جان سلام؛
در باره این نشان های صلیب کدام شکی نیست،
سوال این است که شما ذکر کرددید که
عسیوی ها یا Catolic ها کوشا اند تا به
اشکالی مختلف این
علامه ها را اضافه در کلتور و عنعنات ما
افغانان یا همه مسلمانان کنند، به نظری من
ایا لباس سفیدی عروس ،دامنی کوتا پوشیدن ،
عروسی های که مرد زن در ان یکجا میرقصن
و افکاری اورپای یا غربی ،شنیدن
موزیک pop or Rap اشکالی مختلفی
مود (ګوشواره و تاپه رنګین)(Tatto) این همه
اش امروز یکی از حصه مهمی
کلتوری فیصدی افغانان و دیګر ممالکی اسلامی
شده است یا نی؟ شما
در باره اشکال صلیب که اشاره کرده اید درست است،
ولی اګر نظر به اجتماعی فعلی کنید باید از ابتدا
به انتها رویم نه از انتها به ابتدا ،این افکاری شما
در باره اش ذکر کرده اید در زمانی رومی ها IRF میباشد که از ان زمان سال ها نی بلکه قرن ها
ګذشته و در این دور حتا خود عسیوی ها
به چنین باور نیستند ٠ امید که موافق نظر
باشیم،روزی خوش[/quote:3561340c8c]
حمید هڅــاند
24.10.2009
مشري خور،جمېلې اوټولوګډونوالوته!
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
جمیلې خورښه مالوماتې لیکنه کړېده. زه دوې پوښتني لرم، خوهیله لرم چې له سکالونه بهرنه وي.
لمړۍ: دنیکټایې په اړه ویل کېږي چې داهم دصلیب نښه ده. تاسویې په اړوندڅه وایاست؟
دوهم: صلیب خودصلیبیانونښه ده، خوپروړاندي چې یې مسلمانان جنګېدل دهلال نښه یې دبیرغ په توګه کاروله. ان نن هم دهند دډېری مسجدونوپرسردهلال نښه لېدله کېږي خوزه یې په اړوندډېرنه پوهېږم چې ولې یې مسلمانان دنښې په توګه کاروي. یوورځ یوه هندي هم همداپوښتنه رانه وکړه چې تاسوولي دمسجدونوپرسردهلال نښه لګوۍ؟ ماورته مات اوګوډځواب ورکړخوله هغې شیبې ترننه راسره داپوښتنه پیداشوېده. ستاسودځواب په هیله.
په بېساري درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند
watanmal
24.10.2009
jamila خورى او لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
jamila خورى ښه موضوع مو راسپړلى ده ، د مذهب پورى د تړاو له امله
ځما نظر دادى چى دا موضوع د اسلام فورم ته نقل كړى شى،
jamila خورى د هڅاند د پوښتنو تر څنګ كه د ليكنى په دوهمه برخه كى
د صليب تاريخ يعنى د صليب نښه د چا لخوا او ولى عيسويانو ته وركړى شوه؟
همدارنګه ددى نښى مطلب څه شى دى؟ وضاحت وشى نو فايده به يى ډيره وى.
او لوستونكى به پوه شى چى صليبيان پر صليب څه عقيده لرى؟
په مينه
وطنمل
حمید هڅــاند
24.10.2009
ډاکترصیب وطنمل اودبحث ټولوګډونوالوته سلامونه.
ډاکترصیب ډېرښه وړاندیزکړی دی. زه خووایم چې داوړاندیزبایدټولوګډونوالو
ته وشي، نه یواځي جمیلې خورته.زماپوښتني هم دجمېلې خورپه ګډون ټولوګډونوالو
ته راجع وې.
په درنښت
حمیدهڅاند/هند
باتور
24.10.2009
ټولو ته سلامونه،
هڅانده وروره،
[color=white:0786a28285]نکټايي necktie [/color:0786a28285] د انګرېزي له دوو کلموڅخه جوړه سوي :
neck = غاړه
او
tie = غوټه
پښتو نوم به يې زما په فکرغاړغوټۍ يا غاړغوټه سم وي.
پخوا به اروپايانو په غاړه کي وړ وړ دستمالونه يا شالونه تړل چي مختلف ډولونه، رنګونه اواندازې يې درلودې .
په اولسمه پېړی کي د لومړي ځل لپاره د کرواتيې د شاهي ګارډ د سرتېرو په يونيفورم کي شال تړل رسمي سو. .
د هغوی شال او د تړلو طرز د فرانسې د هغه وخت د پاچا ډېرخوښ سو او له هغه وروسته يې په فرانسه اونوره اروپا کي په پراخه توګه رواج کړ.
ډير اروپايان يې کراوات يا cravate بولي چي مصدر يې هماغه کروات يا croate ده.
په ١٩مه پېړی کي چي ورو ورو د اروپايانو کليوال کالي په دريشي بدل سول نو هماغه پخوانی شال هم په مډرنه نکټايي بدل سو.
په صليب پوري هيڅ ربط نه لري، لېکن دا چي د عيسويانو د کالو رسم و رواج دی، نو بعضي خلګ وايي چي حتما به دا هم د صليب په شان د عيسايت يوه نمونه وي.
[img:0786a28285]http://www.ente.at/images/head/mozart_concerto.jpg[/img:0786a28285]
[img:0786a28285]http://www.hemdenhaus.de/images/krawattenbinden.gif[/img:0786a28285]
په درنښت
و.افغان
24.10.2009
باتور خانه وروره!
له توضيح مو يو نړۍ مننه.
همداسې ده لکه څنګه چې تاسو تحليل کړې، د عربانو اوسني سره او سپين ټيکري
چې زه يې هم کله نا کله په سر کوم، په اصل کې پګړۍ (پټکی، لونګۍ) وه، د وخت
په تېرېدو سره، د اقتصاد په ښه کېدو سره او د دوی د مډرن کېدو سره، هغه لونګۍ په دغه
ټيکري بدله شوه، او دوی يې تر اوسه هم عمامه بولي.
د دوی په منځ کې يو متل مشهور ده، چې وايي: العمائم تيجان العرب، پګړۍ
دعربو تاجونه دي، نو زه کله د دوی خبره ور رد کړم، او ورته وايم:
العمائم تيجان الأفغان.
په دوی کې هغه خلک چې تر اوسه پورې خپل اصلي رواج پسې کلک نښتي، نو هغوی
اوس هم پګړۍ استعمالوي، ما خپله ليدلي دي.
په درنښت
باتور
25.10.2009
هڅانده وروره، ستا دوهمه پوښتنه د هلال په اړه ده،
د رسول (ص) په وخت کي به د مسلمانانو د قافلو او لښکرو تر مخ تور، سپين او شنه بيرغونه رپېدل، په دې بيرغونو هيڅ کوم نښان ، سمبول يا خط نه وو ليکل سوی .
دا لړی په همدې شان را روانه وه، تر څو چي د عثماني امپراطورۍ دوره را ورسېده .
ويل کېږي چي عثمان پاچا خوب ليدلی وو چي هلال تر نړی را تاو دی، يا يې نړی په غېږ کي پرته ده. . د خوب تعبير يې دا سو چي اسلامي امپراطورۍ به د هلال په شان تر ټوله نړی را تاو سي .
نو له هغه وروسته د ده په امر هلال اسلامي بيرغونو ته ور اضافه سو او هر ځای د مسلمانانو د رسمي نښان په توګه کارول کېده، اوس هم د ترکيې په شمول د ډيرو اسلامي دولتونو په بيرغ کي د هلال او ستوري نښان موجود دی .
د هلال تر څنګ ستوری د دين د پنځو رکنونو) کلمه، لمونځ، روژه، زکات او حج( معنی لري.
[img:f4b7ebc922]http://www.taiwandna.com/TurkOttomanMap.png[/img:f4b7ebc922]
[img:f4b7ebc922]http://www.isdbforum.org/images/flags-1.jpg[/img:f4b7ebc922]
په درنښت
حمید هڅــاند
25.10.2009
دروندورورباتور،لوستونکواوګډونوالوته؛
اسلام علیکم ورحة الله وبرکاته
ښاغلی باتورورورجانه ستاله ځوابونونه ډېره مننه. دهلال په اړه ستاځواب ډېروپوهولم. زه مخکې په دې اندوم چې دهلال نښې لګول په مسجدونواوزیارتونوباندي سم کارنه دی. په تېره داسې یوه ټولنه کې چې شرک په کې زیات وې. تاسویې په اړوندڅه وایاست؟
دنیکټایې اړوندمالومات په زړه پوري ؤ.دغاړغوټۍ نوم خوان دومره راته په زړه پوري ؤ چې ورته ومې خندل. باتوروروجانه ،مسلمانانوته خومالومه خبره ده چې نه ښایې دبل کلتورخپل کړي، یانې دنوروپېښې کول سم کارنه دی ځکه موږخپلي اسلامي لارښووني بایدپه نظرکې ونېسو. خودغاړغوټۍ په اړه ډېرټینګ حساسیت دې ته هڅولم ترڅوپه اړه یې له خلکونه پوښتنې وکړم چې نیکټایې(غاړغوټۍ) څنګه رامینځته شوه. ستاسوله ځوابونونه یوځل بیامننه.
په بېساري درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند
watanmal
26.10.2009
ټولو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
محترم باتور صيب وهاج ساپى صيب او هڅاند صيب ، د نيكټايى په اړه
ستاسى له نظرونو سره موافق يم، ځما د يو دوست له نيكټايى سره
ډير مخالف وه يوه ورځ يى راته وويل چى نيكټايى د صليبيانو شعار دى
او د صليب نښه ده ، ما ورته وويل چى روره د دين شعائر د نبى په موجوديت
كى ټاكل كيږى او نيكټايى 17 يا 18 قرن كى رواج شوى نو ته څنګه وايى
چى د صليبيانو له شعائرو څخه ده؟ ده وويل چى انجيل د وخت سره بدلون مومى ،
زه يى په مقصد پوه شوم په ځواب كى مى ورته وويل چى ښه نو داسى وكړه
چى د عيسويانو د كوم ملا كتاب راښكاره كړه يا يى حواله راكړه چى ويلى
يى وى نيكټايى د صليبيانو له شعائرو څخه ده ، دوست مى بى ځوابه سو ،
سمدلاسه يى دوهمى خبرى ته ټوپ كړو چى دا د صليب نښه ده او دوى عقيده لرى
چى مونږ عيسى عليه السلام زندۍ كړى نو د هغه د قربانۍ د يادولو لپاره
دوى هم په غاړو كى پړى ګرځوى،
دوست ته مى په خندا وويل چى ګوره صليبيان د عيسى عليه السلام
په زندۍ كولو هيڅ عقيده نلرى ، هغوى عقيده لرى چى عيسى عليه السلام
صليب كړى شوى د صليب كيدو او زندۍ كولو طريقى جدا دى ، په صليب وژل
دا ډول دى چى د صليب په نښان انسان پري باسى په ښى او چپ لاس ورته
ميخونه ټكوهى همدا ډول ښى پښه يى په چپه واړوى او د پاسه پرى
ميخ ټكوهى او پر سر يى ازغن شى كيږدى چى زخمى شى او وينه ترينه
روانه شى ، بيا دغه صليب وه دروى همداسى يى درى ورځى پريدى،
او زندۍ كول انسان ته په غاړه كى پړى واچوى او رازوړند يى كړى تر څو يى چى ساه ووځى.
الله په قران كى فرمايى : وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ ،
او زندۍ ته په عربۍ كى شنق واى چى په ايات كى نه دى ذكر شوى،
نو څنګه وايى چى عيسى عليه السلام زندۍ شوى؟ دوست مى په پاى كى
راسره ومنله چى په حق نه وه ، په خبرو كى مى ورته وويل كه د عربانو
توب قميس واغوندى او لاسونه ازاد كړى نو پوره د صليب نښه جوړوى ،
دوست مى د اوسنى عربانو ښه نه راځى ويل يى چى عربان دوه ډوله دى
يو ماقبل البطرول يو مابعد البطرول ، ماقبل البطرول كى درسره څه نه وايم
خو په مابعدالبطرول كى ډير لږ عربان ښه خلك دى، په عالم اسلام صليبيان
او يهود د همدوى ځمكه او فضا او تيل د مسلمانانو د بمبار ، استعمار او
تخريب لپاره استعمالوى او دوى پر سرونو د ټيكريو څخه كوډلى جوړى
كړى او ګرځى تر څو چى دغه ټيكرى له سر څخه ايسته نه كړى د نر والى
طمعه ترينه مه كوه ، په مجلس كى ناست يو بل ځوان هم پكى يوه ټپه
وويشتله چى دوى د صفر عدد ايجاد كړى نو چا په سر ايښى او څوك
پرى ناست دى او چا پرى ملا تړلى نو د هغه خلكو چى عقلونه د صفر
لاندى وى يعنى تحت الصفر وى د نوښت څه طمعه به ترينه وكړو، پدى خبره ټول په خندا شوو.
په مينه
وطنمل
عادل عادل
28.10.2009
سلامونه
د صلیب په تاریخچه پوهیدل ښه کار دئ، ځکه چې متعصب عیسویان یې تر خپله وسه هر چیرته په مختلفو بڼو نښلوي، تاسو که د امبولانسونو چت د لوړې ارتفاع څخه وګورئ نو وبه وینئ چې د صلیب نښه پکې جوړه ده، همدارنګه په دوبئ کې برج عرب د سمندر لخوا کټ مټ د صلیب نښه ده.
د صلیب نښه چې د یوه افقي او عمودي خطونو قایمه تقاطع ده، هغه څه دي چې ډیرو څیزونو سره مشابهت لري، پدې اساس که چیرته ددغې نښې د مختلفو بڼو سره حساس شو، نو ډیر ځله به یې حتی د لمانځه د ادا کولو پر وحت په ځنو ځاینمازونو کې هم ومومو، همدارنګه د زینت او ډیکور په ټولو منظمو هندسي اشکالو کې د صلیب مشابه نښه موندلای شو. زه خپله په لاندې ډول ددغه حساسیت ښکار شوی یم:
زمونږ د کلي د جومات د بیارغونې کار وو، هر چا پکې د ښه وړاندیز او برخې اخیستنې هڅه کوله، ما د پیزارې په پاسنئ برخه کې په معینو فاصلو کې د جومات د منارې د ترسیم وړاندیز وکړ، کله چې د نمونې په ډول رنګ کړل شوه نو د ټولو خوښه شوه، او تر ننه وجود لري، خو کلونه وروسته د یو ډیر جید عالم سره په یو ګڼ مجلس کې ناست وم چې خبره یې زما پر کورنئ ودروله او ویې ویل چې د جومات په پیزاره یې د صلیب نښې ترسیم کړې دي، خدای شته چې ډیر ترې خفه شوم، خو د څو نورو کلونو په تیریدو سره مې د کلي جومات یو ځل بیا ولید، دا هغه وخت و چې زه هم د صلیب د نښې سره د مولوی صیب په اندازه حساس شوئ وم، د جومات مناره داسې ده چې د کوچني ګنبد لاندې یوه وتلې برنډه هم لري، له بده مرغه دغه د برنډې برخې یې د صلیب سره مشابهت درلود، خو دغه مشابهت ته د بې کچې حساسیت په سبب یوازې مولوی صیب او ورپسې هم زه متوجه شوی وم.
یو بل ځای کې مې د سروې ټولې هغه نښې بدلې کړې چې د سروې د یو غیرمسلمان انجنیر له خوا د + په بڼه نښه شوې وې، او سپارښتنه مې ورته وکړه چې د دې نه وروسته به دغه نښانې د X په بڼه رنګ کوي، کیدای شي هغې سره دا سوال تر ننه هم نه وي حل چې د + او x فرق په څه کې ول.
زما په نظر نیکتایي هم د ورته حساسیتونو ښکار شوې ده،خو په اوس وخت کې د نیکتایي سره حساسیت او نه حساسیت زما په نظر یو شان دي، هغه ځکه چې نه حساسیت یې د غربیانو یا په خاص ډول د عیسویانو د لباس تقلید دی، خو حساسیت یې هم د ایراني شیعه ګانو مذهبي او سیاسي تقلید دی، چې لومړئ حالت یې زما په نظر د ترجیح وړ دی. والله اعلم
jamila
30.03.2010
له ټولو وروڼو او محترم باتور صاحب څخه دزړه
له کومی مننه کوم چی دا موضوع پرمخبیولی
اوښی دخیر اوګټی خبری یی علاوه کړی دی
الله مو تل سرلوړی لره
ستاسو خور جمیله
رښتینی
04.05.2010
جمیلی خوری هرکله راشی هغه دماشومانو په
فورم کی مو یوه لیکنه نیمګړی پاته ده ستاسو
دبیا راتګ لاری څاری ...