د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د دین په اړه ستونزمنې پوښتنې اود هغوی ځوابونه

Ghairat
23.07.2009

د ټول افغان پاڼه له ډیرې مودې راهیسې له اسلامي ضدو، دیني ضدو او خدايي ضدو لیکنوڅخه پاکه شوې اود خپلو مرامونو اوهدفونو سره سم یې خپله ملي ، اسلامي اوولسواکه بڼه خپله کړې ده !
په داسې حال کې چې دملي اوولسواکو ارزښتونودفاع په دلیل او برهان سره شوې ،د اسلام د سپېڅلي دین د دفاع له پاره له دلیل او برهان سربېره ددین د دښمنانو
په وړاندې له اخراج او سزایي کړو څخه هم کار اخیستل شوی۰
پوښتنه داده چې آیا د اسلام د فوروم لوستونکي اوس کولای شي د بی دینانو هر ډول سوالونو ته قناعت بښونکي ځوابونه ورکړي ؟
آ یا له داسې پوښتنو سره چې بی دینان یې یوځای او بل ځای مطرح کوي ، مخ کیږئ چې اسلام پوهانوورته ځواب نه وي موندلی او یا یې ځوابول مونږ اوستاسې له پاره لا تر اوسه ستونزمن بریښي ؟؟؟؟؟؟
که داسې پوښتنې وي ، نو باید دلته یې مطرح کړئ ، دوروستي ځواب هیله به یې له خپلو قدرمنو او مکرمو اسلام پوهانو څخه ولرو۰


رښتینی
23.07.2009

هسي نه مخکینی طراحان بیرته راستانه شی
که عنوان یو څه برابر شوی وی ښه به نه و ؟؟؟

که تاسو فکر کړی وی دابی دینه توری په افغانانو کی
بیخی بدنام ده ان چی دکافر له توری نه هم زیات بد خوند
لری ځکه کله کله یوه تکړه سړی ته وایی ډیر کاپر سړۍ دی
خو بی دینه توری له یوی خوا هم ښه اړخ نلری

په مینه


Ghairat
26.07.2009

حامد صیب
هو، بی دین له کافر بدتر دی، ځکه کافر عیسویانو،یهودیانواو هندوانو اوبتلمانځونکوته هم ویل کیږي،خوهغوی یوهم بی دینه نه دي ۰
خوزماپوښتنه بالکل بله ده اوهغه داده چې :
بی دینه څنګه او له کومه په دې فکر راځي چې له خدایه منکر شي؟؟؟


pattang
26.07.2009

چار پېريال اوروزنه !

[quote:826a03d3d6="Ghairat"]حامد صیب
هو، بی دین له کافر بدتر دی، ځکه کافر عیسویانو،یهودیانواو هندوانو اوبتلمانځونکوته هم ویل کیږي،خوهغوی یوهم بی دینه نه دي ۰
خوزماپوښتنه بالکل بله ده اوهغه داده چې :
بی دینه څنګه او له کومه په دې فکر راځي چې له خدایه منکر شي؟؟؟[/quote:826a03d3d6]


رښتینی
26.07.2009

غيرت صيب مننه

لكه پتنګ صيب چی ويلي انسان خو له چاپریال نه ډیر څه زده کوی
او اصلا خو لکه قران کریم چی وایی : یضل من یشاء ویهدی من یشاء
یعنی هدایت اوبیلاری د الله له لوری څخه ده
په هرصورت ستاسو موخی ته راځم یو انسان که ددین په اړه هرډول پوښتنه
لری باید دځواب ورکولو هڅه یی وکړل شی اوځواب باید معقول اومناسب
او مودبانه وی ځکه لوی څښتن وایی :
ادعو الی سبیل ربک بالحکمه والموعظه الحسنه
ښکلی وعظ او په پوهه او حکمت سره د الله دین ته
دخلکو رابلل هغه اصل ده چی قرانکریم امر پری کړی دی
اوس که څوک د ښکلی وعظ او حکمت سیکه نلری نو دالله ددین
غلطه نمایندګی خو دی نکوی او دملاان باشد که چوپ نشد په اساس
دی نه له ځانه څه وایی اونه دی غصه کوی که یو واعظ دپوښتونکی په
پوښتنه غصه شی یا دهغه له پوښتنی سره سم ځواب ونه وایی نو دپورتنی
اصل په خلاف یی ګام پورته کړ او دی ته باید وویل شی چی ته یوځل په
خپله دین زده کړه ددعوت اسلوب او دوخت غوښتنی وپیژنه بیا
نو کارکوه او که نه د کیډی په زور څه نه کیږی

دعقیدی او ګروهی مسائل ډیر باریک او ډیری ځیرکتیا ته اړتیا لری
او دننی انسانی ذهن تخیلات او پوښتنی ډیری پیچلی او سختی دی
بناء اتیات او خورا زیاتی پوهی ته اړتیا لیدل کیږی

په مینه



ع کريم حليمي
27.07.2009

درنو او مکرمو وړونو ، سلام او رحمت دي وي پر مونږ او تاسو !
ګران حامد صاحب ، تاسو لیکلي چه : (او اصلا خو لکه قران کریم چی وایی : یضل من یشاء ویهدی من یشاء یعنی هدایت اوبیلاری د الله له لوری نه ده )

ښـــــــــــــــــــه داسي ده ، زه نو بآید خپل ټول لمنځونه را وګرځوم

رب العزت فرمایي چه : يُضِلُّ مَنْ يَشاءُ وَ يَهْدِي مَنْ يَشاءُ

د دغه نص معنی داسی ده ؟؟، چه د رب اراده او هدایت هیڅ تړاو نه سره لري ؟؟

[quote:13829048ae] دالله ددین غلطه نمایندګی [/quote:13829048ae]
د دغي خبري په معنی نه پوهیږم


باتور
28.07.2009

ښاغلي حليمي ته د سلامونو او احترامونو تر څنګ . .

[size=9:2f50dc2ce1]اقتباس [/size:2f50dc2ce1]

رب العزت فرمایي چه : [color=white:2f50dc2ce1]يُضِلُّ مَنْ يَشاءُ وَ يَهْدِي مَنْ يَشاءُ [/color:2f50dc2ce1]

د دغه نص معنی داسی ده ؟؟، چه [color=darkred:2f50dc2ce1]د رب اراده او هدایت هیڅ تړاو نه سره لري [/color:2f50dc2ce1]؟؟

محترمه، قدرمنه !

دا ترجمه لږ څه واضح که ، او د ښاغلي حامد له ترجمې سره يې توپير روښانه که .

ښاغلي حامد ليکلي چي :

هدایت اوبیلاری د الله له لوری نه ده

په درنښت



ع کريم حليمي
29.07.2009

مکرم او ښاغلې باتور صاحب ،سلامونه مي ومنه
وروره ! د دغه مبارک ایة( يُضِلُّ مَنْ يَشاءُ وَ يَهْدِي مَنْ يَشاءُ ) ترجمه اسانه اد ساده کار دی
اما په پوهېدل ډېره سخته ده ، ولي چه د دغه آیات شریف مفهوم ،موضع ، مطلب و قضا او قدر
او هم جبر او اختیار ته دریږي !

دا بحث ډېر باریک او نازک او حساس دی ، او په دین کښي ستونزمن
قرآن مجید یو طبعی اخلاقي د پوهي کتاب دی او انسان تر نن ورځي پر طبیعي علومو برلاسئ نه لري

جبر او اختیار یا قضا او قدر دینی اړخ لري که ئې وځېړو ګټه نه لري اما ممکن ده چه په تاوان
به يې هغه وخت خبر سو ، اوبه به تر پوله اوښتي وي

داسي نده چه موږ په قرآن پوره پوهه نه لرو ، بلکي په فزیک هم نه پوهیږو !!!!
یو ساده مثال درته راوړم
یوه ټوته یخئ راواخله او د اوبو ډک ګلاس ته دا یخئ ورواچوه ، یخئ به د اوبو پر سر ګرځي
چه دا ولي او څرنګه داسي پیښیږي چه اوبه یخئ پر سر رااخلي ؟؟ په دغه نه پوهيږو اما سپیس ته
بیا ختلی سو (مریخ)

داچه مکرم حامد صاحب لیکي چه:
قران کریم چی وایی :یضل من یشاء ویهدی من یشاء
یعنی هدایت اوبیلاری د الله له لوری نه ده
دا چي حامد جان و عربي نص ته (زېر ، زور ،پیښونه ) ندي ورکړي نو نه وایم چه ترجمه غلطه
او داچه لیکلي ئې دي قران کریم وایی هم څه نسم ویلی
عربي ژبي ته لسان سمعا ویل کیږي - د قران او قرآن دوه جلا مفهومه دي ، چه واوريدل سي
نو بیا مطلب ترې اخستل کیږي

درج شوې ترجمه داسې ده
إِنَّ اللهَ ګمراه کوي هغه څوک چه اراده وفرمائی او هدایت کوي

او هدایت بیا اقسام لري ! تاسو ته ښه معلومه ده

درنښت


اور- بل
31.07.2009

مکرمو اوقدرمنو دینپوهانو او دنیا پوهانو خویندواوورونوالسلام علیکم !
ددې پوښتنې په ځواب کې چې
[quote:afe3d24301]بی دینه څنګه او له کومه په دې فکر راځي چې له خدایه منکر شي؟؟؟[/quote:afe3d24301]
د ډاډ وړ مالومات نه لرم، خوددغو بی دینه کسانوڅخه مې کټ مټ همدغه پورته پوښتنه داسې اورېدلې ده چې :
ایمانداران څنګه اوله کومه په دې فکر راځي چې خدای شته یعنې وجود لري۰
که ورته ځواب ورکړل شي چې د پیغمبرانو په وسیله ،نو بیا همدغه پوښتنه د هغوی په اړه هم تکراروي چې :
ایمانداران څنګه اوله کومه په دې فکر راځي چې ځینې انسانان پیغمبران دی؟
که ورته ووایې چې د الله تعالی د وحې په نزول سره چې دملایکې (جبراییل ع) پواسطه ورته راوړل کیږي اړونده پیغمبر په رسالت مبعوث کیږي،نو بیا هم وايي چې مومنان څنګه اوله کومه په دې فکر راځي چې ملایکې هم شته اووجود لري؟
له معجزو څخه هم انکار کوي اوتاریخي یا آرښیولوژیک شواهد یې پوښتي ،
لنډه یې داچې په غیبو ایمان نه راوړي او ثبوت یې غواړي۰
نوتر څوچې دوی په دې شواهدو او ثبوتونو ټیګار کوي، له ایمان څخه بی برخې او تر هغه پورې ورته الله هدایت نه دی کړی، اوکله یې چې په غیبو سره په الله،ملایکو، رسولانو، اسماني کتابونو، دقیامت په ورځ او په دې چې قضا او قدر د الله له لوري دي ، ایمان راوړ، نو د ایمان په برخه کې دالله تعالی له هدایت څخه برخمن شول !
خو په قضا او قدر کې هم منکران وايي چې ښه داسې هم ده ، نو بیا زمونږ ګناه څشی شوه اوانسان ته دڅه له پاره  دعذاب ګواښ  کيږي ؟
[color=yellow:afe3d24301]البته د ادیانودنزول په زمانوکې دا ډول پوښتنې نه وې، هغه وخت کفاروهم یو دین درلود ، دا په ۱۹ او شلمې پیړۍ کې را پورته شوې پوښتنې دي چې بی دینه کسان او له خدای څخه منکران ېې مطرح کوي ، نو که مکرم دیني عالمان وکړای شي کلک اوغښتلي عقلي ځوابونه بايد  دې پوښتنو ورکړي  [/color:afe3d24301]۰


Ghairat
18.08.2009

ًِغوټۍ وربل اونوروخویندو ورونوته سلامونه !
زما په اند:

هیڅوک د خپل روح له شتون څخه انکار نشي کولی اوکله چې وايي : زۀ ، تۀ او هغه،نوله زۀ څخه خپل تن او بدن ، له ته څخه یې ستا او له هغه څخه یې دهغه تن او بدن مقصد نه وي،بلکې مطلب یې خپل روح، ستا روح او دهغه روح وي۰ او ویونکی هم کوم تن او بدن نه وي، بلکې یو روح دی چې ِخپل ، ستا اویا د هغه روح ته خبرې کوي، صرف ددوی خبرې دي، کار ، کواندتیا او اراده یې ده چې په تن او بدن، غړو اومادي وسیلو سره ترسره کیږي ، خو روح پخپله کوم مادي وجود نه لري!
له همدې کبله چې روح مادي وجود نه لري ،نو ددومره بلدیت او اشنایۍ سره سره چې انسان یې دخپل روح سره لري انسان یې له شتون سر بیره نور هېڅ نه پیژني چې روح څشی دی اوڅه ته وايي!
نو دنورو لوړو روحاني موجواتو لکه ملایک، روح القدس ..... پېژندل خود انسان له پآره ناممکنه دي، ولې څنګه چې د خپل روح له موجودیت څخه انکار نشي کولی، نود لوړ پوړه ارواحانو ملایکو او روح القدس له موجودیت څخه به څنګه او ولې انکار کوی ؟
روح پخپله نه خو د خپل روح شتون پېژندل،منل او قبلول انسان ته د الله تعالی، روح القدس او ملایکو د شتونپېژندنې او معرفت کړکۍ پرانیزي!
څنګه چط دخپل روح لهموجودیت څخه اتکار نشوکولی، نو له خالق څخهبع یط څنګه انکار وکړو؟
که څه هم په پنځه حواسو او تجربوي توګې سره دا یوهم دمادې په ډول نشو پېژندلی!
نودخدای (ج)، ملایکو او روح د موجودیت پیژندل یواځې د عقل کار دی ،کوم عقل چې هیڅکله د انسان د خپل روح [color=blue:8f13d8ab9c]له شتون [/color:8f13d8ab9c]څخه انکار نشي کولای ، نود مافوق انساني روح ارواحانو ،ملایکو او روح القدس اود هغوی د رب الله تعالی د موجودیت پېژندنه همکولایشي!
د یوې فلسفئ جملې سره سم چې وايي :
داچې فکر کوم ،نو یم
ویلی شو:
[color=red:8f13d8ab9c]داچې روح لرم، نوهغه شته، اوهمدغسې نور ارواح،ملایک،روح القدس اود هغوی رب العزت الله تعالی شته ،اوچې شته پیغمبران یې هم برحق دي!! [/color:8f13d8ab9c]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more