نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ای،اس،ای د مشر خبری، ویدیو
W.Wardak
22.07.2009
http://www.bbc.co.uk/urdu/multimedia/2009/07/090721_haroon_isi_interview_one.shtml
و.افغان
22.07.2009
.
.
وردګ صاحب:
ډیر دی وخندولم، خوله يي وچه وچه کیږي، او په ډیرې سختۍ له خولې دورغ راباسي،
بيا خبريال ته دځان تزکيه هم کوي، چې دې دروغ نه وايي.
.
توبه توبه له داسې بۍ شرمۍ او رسوايۍ څخه.
په درنښت
www.taand.com
W.Wardak
23.07.2009
سخت دریځو یوه مکلینیک ته اور ورته کړ
Thursday, 07.23.2009, 02:03pm (GMT)
تاند(پنجشنبه/جولای ۲۳) د خوست ولايت د منګلو د قلندر ولسوالۍ روغتيايي كلنيك تيره شپه سوځول شوى دى .
د خوست ولايت د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاكټر مجيد منګل وویل چې دغه كلنيك دوه كاله وړاندې د يوې خيريه موسسې له خوا د څلويښت زرو امريكايي ډالرو په لګښت جوړ شوى و چې تيره شپه د ناپيژندل شويو كسانو له خوا وسوځول شو .
د نومړي په وينا په همدې شپه د ګاونډ ولسوالۍ موسى خيلو له روغتيايي كلنيك څخه يو امبولانس موټر هم تښتول شوى دى .
تراوسه پورې د دې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو دې ته ورته کارونه د وسله والو طالبانو هغه عناصرکوي چې ګاونډیو هیوادونو ته د اجیرانوپه توګه کار کوي او افغانستان ته د هرګوزار په بدل کې پیسې ترلاسه کوي