ادبي ټوکې ټکالې
دمسخرو ځای دلته دئ ؟!؟ هو راځه !
اتل - یوسفزی
21.07.2009
ښه راغلاست !
ددې لپاره چي یو څه وخاندئ او خلک وخندوئ ، نوتاسو رابولم ودې پاڼي ته ، البته که تاسو هم کومه خندوره ټوکه لرئ، نو کېدای سي دهمدې پاڼي له لاري ئې خپلو ګرانو هیوادوالو ته ورسوئ .
زه به اوس لا دلته یوه خندا :lol: وکړم .
شیدې خیدک نسي .....
اتل - یوسفزی
21.07.2009
ښوونکی: څه وکړو، چې شودې خیدک نسي ؟
زده کوونکی : باید په غوا کي ئې پرېږدو.
خپل دپلارلاره تعقیبوي
اتل - یوسفزی
21.07.2009
احمد : چې غټ سم غواړم پولیس سم او د خپل پلارلاره تعقیب کړم .
محمود - ستاپلار پولیس دی؟
احمد - نه نه ، هغه غل دئ .
خر خو به مو نه وي ورک کړئ!
اتل - یوسفزی
21.07.2009
دیوه سړي څخه خر ورک سوی و او وروسته ئې په هغه سربېره چي خر ورک کړ، ډېر خوشحاله واو شکر ئې وباسه .
يو چا ورته وويل چي ولي شکر باسې ؟
ده ورته وویل : ښه دئ چي زه پري سپور نه وم که نه زه به هم دا څلورمه ورځ وای چي ورسره يو ځای به ورک وای .
خیریوسی
22.07.2009
یوه هلک داریانا و دفتر ته تلیفون وکړی ... ویل یې هغه کوتری چې تاسو نیولی هغه زما دی
د ارینا موظف ورته وویل دا داریانا دفتر دی
هلک ورته وویل ما په اخبار کې ستاسو اعلان ولیدی چې ارینا دوی نوي الوتکې رانیولی دی
خیریوسی
22.07.2009
یوسړی داریانا ټکټ پلونځی ته ورغی ویل دکابل ټکټ غواړم هغه ورته وویل یک طرفه ټکټ غواړی که رفت وامد
سړی ورته وویل رفت وامد
ټکټ یې واخسیت ددفتر څخه چې راووتی ویل یې موظف مې خطایستي
دي په ما نه دی خبر چې زه بیرته نه راځم
رښتینی
13.08.2009
واي يوه كوچي ته زوي وويل چي دډريوري دليسن وخت مي ختم شوي دي
كه راته نوي يي كړي ..؟؟
كوچي ماما ورته وويل چي ما نه درته ويل هسي بيځايه داموټر مه ځغلوه
ګوره اخر دي ليسن ورته ختم كړ !!