نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
هلمندپه لندن کښي
عبدالله صابر
20.07.2009
السلام عليکم
په نړيوالورسنيوکښ به مودمصنوعي هلمند نوم اوريدلئ وي ،پوهيږئ چي مصنو
عي هلمند چيرته دی ؟هوداپه لندن کښي دی ،انګريزان اصلي هلمند دومره ويره ولي
چي دانګريزقومندان په وينامونږبه چي دلندن په مصنوعي هلمندکښ خپلوعسکرو
ته ټريلنګ ورکاوه نوعسکربه دومره ويره ترهه کښ وولکه په اصلي هلمند کښ چي
دطالبانوځپونکوګذارونولاندي وي ،
نوره تفصيل به له شهامت څخه راواخلو
[color=blue:78e2c2d65b]هلمند په لندن کښي [/color:78e2c2d65b]
د برتانيې حکومت په دغه هېواد کې د خپلو ځواکونو لپاره يو داسې ځای جوړ کړی ، چې د افغانستان له ژوند سره پوره ورته والی لري او په دغه سيمه کې چې سړی ګرځي نو داسې فکر کوي ، لکه په هلمند او يا قندهار کې چې وي.
برتانوي حکومت د خپل ځواکونو لپاره يو ستر بازار جوړ کړی دی ، چې نژدې ۲۳ مليونه ډالر يې پرې لګولي دي ، په دې بازار او خوا شا سيمو کې داسې چاودنې کېږي لکه د ځانمرګيو بريدونو ، همدارنګه له چاودنو وروسته د زګيرويو او چغو اوازونه او همدا ډول لکه په جنګ کې ښکېل او يا راګېروارخطا برتانوي عسکر ليدل کېږي
په دغه سيمه کې په پښتو چغې وهل کېږي ، مېوې او سبزي خرڅونکي په پښتو چغې وهي ، برتانوي پوځونه لکه جنګ ځپلې داسې ستړي ستړي دېخوا او هاخوا منډې رامنډې وهي ، ځينو په کې
ځانونه داسې جوړ کړي وي ، لکه ژوبل چې وي او له ورنونو يې وينې بهېږي ، همدارنګه د خټو کورونه او د چرګانو شور ماشور هرې خوا ته خپور وي .
مګر دا همرنګ احساس چې برتانوي پوځونو ته ورکول کېږي ، د هغوي په جذبه کې او په جنګ کې په مقاومت کولو کوم اثر نه کوي ، ځکه د هلمند جنګ د برتانيه په شنه او ښکلې سيمه کې تمرين کېږي او ځواکونه هېڅکله دا فکر نه کوي چې ګوندې دوی په هلمند کې جنګېږي .
په سيمه کې د برتانوي ځواکونو يو روزونکي وویل چې دلته هر څه لکه د رښتيني هلمند په شان دي ، ددې سيمې موسيقي لکه د هلمند د موسيقۍ، د خټو جومات همدارنګه خواو شا چرګان ، چې سړی هېڅکله داسې نه احساس کوي چې ګوندې زه د سنګين یا ګرېشک په کوم بازار کې نه يم او دا هغه څه دي چې مونږ يې غواړو.
يو سړی چې توره پګړۍ يې وهلې وه ، کالي يې اغوستي و او موټر سايکل یې را کش کاوه ، جنرال ماته وويل چې ته هغه ته وګوره ! کله چې ما هغه ته وکتل نو رښتيا هم لکه يو هلمندي افغان ، هغه ماته وويل چې دا شخص د نوتينګهم اوسېدونکی دی ، مګر هغه مجبور دې چې په دې روزنيز کيمب کې ځان ژوبل وښايي او يا په رښتیا سره ژوبل شي.
همدارنګه هلته ليدل کېده چې خلک سره راټول و او د ځان لپاره يې چای را ایشاوه ، لکه د هلمند په شان په تنورونو کې ډوډۍ پخېدې او د تنورونو له تورو پايپونو څخه لوګي پورته کېدل ، چې د روزنې له کلا څخه بهر تېرېدونکی کس خامخا دا فکر کولو چې دا هلمند او يا افغانستان دی .
نوي برتانوي عسکر بايد په هغه کليواله پښتنه سيمه کې چې د برتانيې په ختيځه برخه کې پرته ده دوه مياشتې تېري کړي .
د ځواکونو په دې روزنيز کيمپ کې سپين ږيري کسان ناست وي او په خپل منځ کې بحثونه کوي ، ځوان هلکان يو خوا او بل خوا په بایسکلونو ګرځي ، همدارنګه بقالان يا په شا سودا ګرځوونکي کسان خپلې سودا ګانې کلي په کلي او کور په کور ګرځوي يوه ډله نور کسان يا په کورونو کې ناست وي او يا له کورونو څخه بهر يوې ډډې ته .
د فضل بيريا په نوم يوه نوي عسکر چې د لندن و
وویل چې دا سيمه بيخي د افغانستان په شان ده ، ځکه تر ټولو مهمه دا ده ، چې دلته چې کوم برتانوي عسکر و روزل شي ، هغه به د افغانانو د ژوند ، کولتور او دين په اړه پوره پوه شي.
په يوه سيمه کې يو ځوان جنرال د سيمې د شورا له خلکو سره چې عمر يې تقریباً د ده د عمر دوه چنده وي په يوه قالينه ناست وي او د ترجمان په واسطه له هغوی سره خبرې کوي ، د سيمې خلک جنرال ته خپل شکايتونه اوروي او جنرال هغوی ته وايي چې دی نشي کولي چې د ورانو شويو ځایونو د رغونې لپاره دوی ته ۵۰۰ ډالر ورکړي ، ځکه لومړی بايد له دې کلي څخه طالبان ووځي .
د افغانستان په اړه یوه تجربه لرونکي پوځي راته وویل چې دلته ژوند د هلمند د سيمه ایز ژوند په ډول دی ، ځکه د سيمی قومي رواجونه او کولتور دلته پلی شوی چې دې سيمې ته يې د واقعيت رنګ ورکړی دی ، دپښتنو يو بازار چې په زوه په کې چغې وهل کېدې هم هلته موجود و.
دلته اوسېدونکو پوځونو خپل ځان ته خپل خوراکونه پخول ، نو ځکه هلته د افغاني خوراکونو بوی په فضا کې خپور ، ، اورونه بل و او خلک مصروف خپل ځانونه ته يې ډوډۍ پخولې ، خواو شا خلک په موټر سايکلونو په افغاني جامه کې ګرځېدل چې سړی يې نور هم واقعيت ته نزدې کاوه .
په دغه مرکز کې يوه قوماندان ، سيمون لويډ راته وويل چې ، مونږ د پيسو يو ستر تاوان برداشت کړ او دا ډول واقعي ژوند مو خپلو ځواکونو ته دلته په لندن کې جوړ کړ . تر څو خپل ځواکونه داسې وروزو لکه په هلمند کې مو چې روزلي وي.
نوموړي زياته کړه ، چې مونږ کوښښ کوو چې خپل ځواکونه داسې وروزو ، چې کله دوی هلمند ته لاړ شي دوی هېڅکله داسې فکر ونه کړي چې مونږ له دې ماحول او يا له دې خلکو سره نوي يو ، ځکه هغوی به د هغې ماحول تجربه لري او په رښتيا سره هم چې کله دوی هلته لاړ شي نو بيا ددې روزنيز کيمپ اهميت ورته معلومېږي.
فدايي بريدونو به بازار بالکل ګډوډ کړو ، او ژوبل افغانان به هرې خوا ته پراته و او په رښتيا سره به داسې معلومېدل لکه د بدن ځينې برخې يې چې نه وي .
جنرال زياته کړه ، چې مونږ يواځې ددې لپاره نه جنګېږو ، چې سيمه ونيسو او نور ترې لاړ شو ، بلکې مونږ بايد دې ته هم فکر وکړو ، چې مونږ اخر د څه لپاره جنګېږو.
برتانيه اوس مهال په افغانستان ۸۳۰۰ عسکر لري
ددې پوځيانو يو روزونکي کلونډ ويسټلي وويل چې زمونږ دا ټوله پروژه يواځې ددې لپاره ده چې څنګ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د مړينې کچه راټيټه کړو ځکه چې انسان زمونږ سره ډېر ستر ارزښت لري.
نوموړي زياته کړه ، چې که پوځيان يو نوی تاکتیک او يا يو نوی وسله او سامان وکاروي او زه پرې په يوه دقيقه کې خبر نه شم نوګڼ شمېر خلک به ووژل شي
http://www.shahamat.org/index.php?option=com_content&view=article&id=588:2009-07-20-09-09-19&catid=7:2009-03-12-06-25-58&Itemid=4
والسلام
larghonay laraway
25.07.2009
سلامونه!
صاحبر صيب خداى دې ما او تاته نور صبر هم راكړي چې دا ټولې نادودې وزغمو!
ګرانه باور وكړه لكه څنګه چې په لندن كې هلمند مصنوعي دى، په همدې ترتيب په هلمندكې طالب مصنوعي دى، په هلمند كې د كرزي حكومت مصنوعي دى، په هملند كې جګړه او نا امني مصنوعي ده، په هلمند كې د خنجر، بل او بل جنګ له لارې امن راوستل مصنوعي دي او بالاخره ما او تاته چل دى نور په هلمند كې هرڅه مصنوعي دي. انګليس له يوې خوا پاكستان ته وايي چې د چوټو او بارامچې له لارې د كوټې مصنوعي طالبان ورواستوه چې په هلمند كې جګړه جوړه كړي او له بلې خوا په خپله په هلمند كې انګليسي پوځيان دي چې كله ورسره په موسى كلا كې معاهدې كوي او كله يې د چاڼيزو عملياتو په نامه د قحطۍ د ملخانو په څېر جارو كوي.
د كرزي حكومت په هلمند كې د يوې مافيا بڼه لري او هيڅكله هم نه غواړي چې هلته جګړه ودرېږي او هلمندي بچيان په سوله كې ژوند وكړي، درس ووايي او خپله راتلونكې جوړه كړي. بلكې هغوى غواړي چې هلمنديان بې وزله خلك د تارياكو په اور كې وسوزي او ګټه يې دوى وكړي.
مونږ او تاسو بايد لږ تر لږه دومره شعور ولرو چې د خپلو سيمو ستونزې ښې درك كړو او سم تحليل پرې وكړو.
مونږ او تاسو كه د يو او بل د خوښۍ لپاره د سيمې غلط تصوير وركړو نو دا زمونږ او تاسو يو بل مصنوعي عمل دى چې تاوان يې تر ټولو زيات هلمنديانو ته رسېږي.
كه چېرته بهرني ځواكونه په رښتيا وغواړي نو اوس خو يوازې هلمند دى هغه وخت چې په ټول افغانستان د دوى واكمني وه نو د مچانو غوندې يې جارو كړل ايا اوس يې نه شي ختمولى.
كه بهرني ځواكونه او د كرزي اداره وغواړي چې په هلمند كې امن راشي نو په هلمند كې عملياتو ته هيڅ اړتيا نشته بلكې د چوټو او بارامچې د پوډرو كارخانې دې بندې كړي او دغه لاره دې د پاكستاني لاسپوڅو پر مخ وتړي ته ګوره چې په هلمند كې بيا جګړه پېښېږي او كنه؟
خو دا هر څه مصنوعي دي او كوښښ وكړه چې ماوتا مصنوعي تصوير خپور نه كړو بلكې رښتيا رښتيا ووايو!
په همدې هيله
لرغونى لاروى
عبدالله صابر
25.07.2009
السلام عليکم
ښاغلئ لار روئ صاحب
[quote:5489751908]صاحبر صيب خداى دې ما او تاته نور صبر هم راكړي چې دا ټولې نادودې وزغمو!
ګرانه باور وكړه لكه څنګه چې په لندن كې هلمند مصنوعي دى، په همدې ترتيب په هلمندكې طالب مصنوعي دى[/quote:5489751908]
په لندن کښ به مصنوعي هلمند وي خودابه درسره ونه منم چي طالب دهم مصنوعي
وي ، داځکه چي طالب دبهرني اشغال په مقابل کښ لومړنئ دفاعي ديوال دی اوبي
له شکه چي ښايی ستانظرځکه مصنوعي وي چي مقاومت مصنوعي ګڼي اودمقا
ومت مصنوعي ښودو لپاره داشغالګرانوتبليغاتي جنګ پرمخ وړي ،که مونږاوسنئ
مقاومت مصنوعي وګڼونوبيادروسانوپه وړاندي مقاومت هم مصنوعي ووچي دا
هرڅه مصنوعي شول نوبياهيواداشغالګرانوته ورپاته شويواځي اشغالګران به اصلي وي نورهرڅه مصنوعي شول چي بياهم ستانظرله عقل نه ډيرلري ده يواځي
داشغالګرانوتبليغاتي جنګ يوه برخه يی ګڼلئ شو٠
والسلام
Helmand.M
26.07.2009
موسى کلا، يوه افسانوي سيمه
Saturday, 07.18.2009, 06:43am (GMT)
د هلمند موسى کلا ولسوالي چې شا و خوا يې اوس هم ګڼ وسلوال طالبان فعال دي، د هلمند هغه سيمه ده چې ډېرې جګړې په کې شوي دي، دوې بهرنۍ خبريالانې دې ولسوالۍ ته ورغلي له اوسني ولسوال سره يې کتلي، ولسوال څه ورته ويلي؟ دلته يې ولولئ چې د هغه برابر شوي راپور لنډيز رااخيستل شوى دى.
د سکاټس من ويبپاڼې The Scotsman له خبريالې (اېما کووينګ) سره يوه بله خبرياله هم ملګرې وه، دوى چې د هلمند ولايت موسى کلا ولسوالۍ ته يې سفر کړى دى، کووينګ ليکي:
تر هغو چې د ولسوالۍ ودانۍ ته رسېدو، دوو وسلوالو زموږ ساتنه کوله، دوى د ډکو کلاشينکوفونو پر ماشو تيارې ګوتې ايښې وې، يو څو سوه متره ليرې، تر يوې سپېرې او دوړنې غونډۍ پورې په پښو تګ موږ ته يو څه سخت و، دا د هلمند ولايت موسى کلا ولسوالي ده، موږ دلته غواړو له ولسوال سره وګورو.
ملا عبدالسلام پخوا د طالبانو قوماندان و، چې تېر کال يې له هغوى څخه خپله لار بېله کړه، دې کار بريتانوي او افغان چارواکي سخت حيران کړل، د تېر ميلادي کال د ډسمبر په مياشت کې دا ولسوالي د وسلوالو طالبانو له کنټرول څخه وايستل شوه.
خبرياله ليکي:
ملا سلام د يوه قبيلوي جنګسالار په توګه موسى کلا کنټرولوي، ويل کېږي نوموړى د ترياکو ماليه راټولوي او شخصي ملېشې لري. خو اوس هم د هغه ژوند له خطر سره مخ دى، لکه څنګه چې يوه افغان عسکر راته وويل، که دى د ولسوالۍ له ساحې څخه لږ ليرې شي، ښايي ووژل شي.
ملا سلام خپل ملي کالي په تن کړي وو، زياتې ګوتمۍ يې په ګوتو وې، ولسوال د سکاټمن خبريالې ته ويلي دي، چې هيله لري افغان ښځې زده کړه وکړي، ملا سلام ان د خپلې کورنۍ د ښځينه کسانو تعليم ته هم لېوالتيا وښوده.
هغه ويلي دي:
ښځو ته په اسلام کې هم د تعليم حق ورکړل شوى دى، دوى بايد د اسلام له اساساتو سره سم زده کړه وکړي، خو حجاب دې له پامه نه غورځوي.
خبرياله اېما کووينګ ليکي:
له دې خبرې سره ملا سلام په خپله څوکۍ کې نور هم وغزېد او تکيه يې وکړه، بيا يې پر خپله اوږده ږيره لاس تېر کړ او زياته يې کړه:
وسلوال طالبان افغانان نه دي. دوى له پاکستان او ايران څخه ورته راځي. ماينونه ښخوي، بمونه عياروي او نور چاودېدونکي مواد چووي، چې د استخباراتي سرچينو په حواله، يوازې په موسى کلا کې د دوى تقريبا پنځه سوه تنه فعال دي.
ملا عبدالسلام خبريالې ته ويلي:
هغه څوک چې ځانمرګي بريدونه کوي، د ناروغانو غوندې دي، زموږ په مذهب کې د ځانمرګي بريد غوندې شى نه شته.
ملا سلام زياته کړې ده:
موږ فکر کوو چې اصلي ډيموکراسي تر بهرنۍ ډيموکراسي يوڅه فرق لري، موږ اسلامي قوانين او اسلامي ټولنه لرو، چې د ډيموکراسۍ په صورت کې بايد اسلامي او مذهبي قوانين هم مراعت شي.
خبرياله د ليکنې په دوام کې ليکي:
زه او يوه بله ښځينه خبرياله، لومړني بهرنۍ خبريالانې وو، چې د ده شخصي کور مو هم وکوت، يوه وړه اوسپنيزه دروازه مو ټېله کړه، بيا يوه خړ سراى ته ننوتو، وروسته يوې کوټې ته لاړو چې د ملا عبدالسلام مېرمنې په کې وې، د هغه د ٢٧ اولادونو له منځ څخه پنځلس تنه موږ ته په ښه راغلاست ويلو اخته وو. زموږ ورتګ ډېر خوشحاله کړي وو.
د خبريالې په وينا: کله چې موږ د هغه له کوره راووتو، ښځو د شا له خوا دروازه په بيړه پورې کړه او له هغې خوا يې قلفک تينګ کړ. خبرياله ايما کووينګ خپل رپوټ په دې جملې سره پايته رسوي:
که څه هم زه له ملا سلام سره څه مرسته نه شم کولاى، خو د هغه په وړاندې يو اوږد مزل پروت دى.
پاى
larghonay laraway
26.07.2009
صابرجانه پورتنى رپورټ په غور ولوله. رښتيا دا چې ته دا نشې منلى چې طالبان مصنوعي دي نو دا به هم نشې منلى چې شهيد روحاني او شهيد نقشبندي همدې طالبانو مړه كړل او ايټالوي عيسويان يې روغ رمټ خوشې كړل كنه؟
عبدالله صابر
27.07.2009
السلام عليکم
[quote:bf99c17f25]صابرجانه پورتنى رپورټ په غور ولوله. رښتيا دا چې ته دا نشې منلى چې طالبان مصنوعي دي نو دا به هم نشې منلى چې شهيد روحاني او شهيد نقشبندي همدې طالبانو مړه كړل او ايټالوي عيسويان يې روغ رمټ خوشې كړل كنه؟[/quote:bf99c17f25]
لاروئ صاحب
دروحاني وژونکي خودلمرغوندي ښکاره دي چي همداصليبي ګوډاګيان دي ،نه
پوهيږم تاسوولي دومره ناخبره ياست ؟؟ ؟ اودايټالوي په بدل کښ خوطالبانوپنځه
مهم کسان راخلاص کړل چي له وژلويی پريښودل ګټوروو دا ولي دومره بي
منطقه اوبي دليله ليکنې کوئ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
والسلام
larghonay laraway
29.07.2009
صابر صيب له ادبياتو سره دې لږ حوصله كوه. بې منطقه خو دې راته ووې ولې دوو پوښتنو ته به مې ځواب راكوې! يو دا چې كه د ايټاليوي په بدل كې يې مهم خلك خوشې كړل نو ايا نقشبندي يې همداسې نه شو خوشې كولى، بله دا چې د كوريايانو په بدل كې يې څوك خوشې كړل.
ځكه چې طالبان خو يو دي كه د هلمند دي او كه د غزني.
زه خو چې څومره خبر يم روحاني د طالبانو له خوا وژل شوى خو ټينګار ځكه نه پرې كوم چې كوم مؤثق دليل نه لرم. او كه تاسو مؤثق دليل لرئ چې صليبيانو وژلى نو ولې يې نه رالوڅوئ؟
..Ahmadzai
29.07.2009
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
لاروى صاحب منطق دې ډير كمزورى ده
[quote:31a81cbf99] نو ايا نقشبندي يې همداسې نه شو خوشې كولى، بله دا چې د كوريايانو په بدل كې يې څوك خوشې كړل[/quote:31a81cbf99]
د إيټاليانو خوشې كول تبادله وه يعني په مقابل كې لوى لوى طالبان أو مجاهدين خوشې كړى سول چې بې شكه طالبانو ته دغه تبادله ډيره ګټوره تمامه سوه.
د كوريايانو په سر طالبانوپه مليونو ډالر ترلاسه كړل أو هم څه سياسي إمتيازات يي لاس ته راوړل، چې دې ته وايي فدية.
خو نقشبندي كوم چې د خر خرم صاحب سره خيښي لري أو د خرم د ښځې خپل ده ، نو طالبانو د ده په سر د تبادلې غوښتنه وكړه خو چا پرې سر ونه خوږاوو أو حكومت بې پروا پاتې سو ، بيا طالبانو د فديې غوښتنه وكړه خو بيا هم كرزي لا لا د خرم صاحب د ډيرو زاريو سره سره هم ونه منله، نو طالبانو هم خپل كړى تهديد سرته ورساوو، أو نقشبندي ته هغه حكومت چې دی يې پلوي وو د يو ناڅيزه أو بې قيمته شي په سترګه وكتل ، د ده د ژوند أو مرګ مسلې ترمنځ بې تفاوته پاتې سو.
سوال دلته ده چې ولې كرزي د إيټاليانو د أزادولو په خاطر سودا أو دومره غټه سودا وكړه
أو د نقشبندي د أزادولو په خاطر له سودا كولو تير سو أو نقشبندي يې د مرګ كومې ته ورټيل واهه؟
دغه لاسپوڅي حكومت ته نقشبندي ، ته، زه أو هر بل أفغان هيڅ أرزښت نه لري، أو كه مونږ يې ملا تړ كوو نو بايد په دې هم پوهه اوسو چې كه کله ګير سو نو پايله به مو د نقشبندي غوندي وي، هيڅوك به مو پوښتنه ونكړي.
په درنښت
أحمدزى
larghonay laraway
30.07.2009
احمدزى صيب لكه چې ملا خو يې خو وروره دومره وكړه چې لومړى راته دا فديه لږ تعريف كړه ځكه چې عربي ده او زه پرې پوه نه شوم. بله دا چې په اسلام كې له بندي سره بايد څنګه سلوك وشي؟
كه په اسلام كې د بندي سره سلوك او فديه راونه پېژنې نو زه خو ملا نه يم ماته بيا د طالبانو جهاد يو ډېر قوي ډالري تجارت ښكاري. ځكه چې ته په خپله وايې چې په كوريايانو يې پيسې واخيستې!؟
و.افغان
30.07.2009
دروند لاروی صاحب:
محلل ښه تکړه يې، خو کله کله درڅخه بې انصافي کیږي.
محترما:
دمقاومت مجاهد شازلمی جنګيالی چې خپل سر په خپل لاس کې نيسي، او له خپل
خوږ ژوند څخه تيريږي، هغه ددنيا دهيڅ څیز تمه له ځان سره نه لري، يواځينۍ هدف يې
دالله جل جلاله درضامندۍ لپاره في سبيل الله جهاد، له ښکيلاګرو څخه دوطن آزادي،
دشهادت مرګ، او جنت ګټل وي.
دا چې ځینې طالب مشران دهغوی په سر ځينې ناځوانې معاملې ترسره کوي، یا به يې
تر سره کړي، بيله خبره ده.
که چيرته ګوډاګۍ حکومت ته دا معلومه وي، چې ښکيلاګر دلوبې دوه اړخونه ګرم
ساتي، نو ولې دا خبره له رسمي منبر څخه ولس ته نه اعلانوي؟
ولی يې دښکيلاګرو لکۍ ټينګه نيولې ده؟
ولې وخت نا وخت دښکيلاګرو په پاتې کيدو ټينګار کوي؟
تر دې چې کرزی صاحب ديته هم تيار نه دی، چی دبهرني ځواکونو دويستلو په اړه خبره
قدرې پورته شي؟
ولی دښکيلاګرو ددی عمل په ضد جدي اقدام نه کوي؟
پاتې شوه دجنګي بنديانو سره دسلوک خبره، نو پرته له شکه چې ځمونږ هيواد ته هر داخل شوې ښکيلاګر مجرم، او دهر ډوله ښکيلاګر داخليدل يو لوي قانوني جرم دی.
دا دمقاومت دجنګيالیو خوښه ده، چی دښکيلاګرو سره او دهغوی دمظاهرينو سره
څرنګه چلندغوره کوي.
طالبانو دژنيوا په معاهده نه امضاء کړې، او نه يې تر اوسه امريکا او مخالفین ديوه
سياسي مخالف، يا دملګرو ملتونو ديوه عضو په توګه مني.
دطالبانو څخه دژنيوا دمعاهدو دتطبيقولو غوښتنه يوه نا معقوله ليونۍ غوښتنه ده،
خو راشئ، سوچ وکړئ، امريکا چې په دغه تړون امضا کړيده، ځان ورته ژمن بولي،
همدارنګه دافغانستان اوسنئ ګوډاګۍ حکومت چی ځان بين المللي قوانينو، او دغه
تړون ته ژمن بولي، دوي له بنديانو څه څه ونه وکړل؟ اوڅه څه ورسره نه کوي؟
څومره ډیر بیګناه خلک يې دشک شبهې په وجه (په حقیقت کی دامريکايي طغيان او سرکشۍ په وجه) په کلونه کلونه زنداني کړل، او
دمحاکمې هيڅ څرک يې نه لګيږي، څومره ډير يې په بندیخانو کې تر تيغه تیر کړل،
په څومره نورو يې جنسي تيرۍ وکړ، دابو غریب، ګوانتنامو، او بګرام قيصي له هيچا پټې نه دي.
ګوډاګي حکومت څومره اسيران پرته له محاکمې اعدام کړل، څه وخت وړاندې چې
په څرخي پله زندان کې مظاهرې او هرتالونه پيل شوي وو، سبب يې همدا وو، چی
دشپې له خوا دهغوي ملګري پرته له محاکمې اعدام کيدل.
ځينې يې دظالمې محاکمې په نتيجه کې اعدام کړل،
چيرته دي دبندي حقوق، چيرته دي دژنيوا دمعاهدې تطبيق چی دغه ګوډاګي يي دعوی
لري؟
چيرته انساني حقوق چی امريکا يې دعوا کوي؟
په اسلام کې داسير حالت ته په کتلو سره، دهغه په اړه فيصله کیږي، که چیرته يي جرم
غټ وبلل شي، او ويره وي چی بندي آینده کی هم اسلامي دولت ته خطر جوړوي، نو يا به عمري زنداني کیږي،
او يا به له منځه وړل کیږي، که چيرته اسلامي دولت وويني، چی فديه يې په سر
واخيستل شي، نو هم جايزه ده، فديه دغه بندي دخپل جرم په مقابل کې ورکوي، دفديې
يا جريمې ورکونه تر اوسه په ډيرو غربي هيوادونو کې هم پری عمل کیږي.
اسلامي دولت حق لري، چی دمصلحت په وجه دبندي په سر خپل نور بنديان راخلاص
کړي، همدارنګه حق لري چې پرته له کوم قيد او شرط څخه يې پریږدي.
په درنښت