د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خنجر، كه داوباما د فوځي ستراتيږى په تابوت ورستى ميخ ؟!

watanmal
20.07.2009

[color=darkblue:1161e1b45a]خنجر، كه داوباماد فوځي ستراتيږى په تابوت ورستى ميخ ؟! [/color:1161e1b45a]

شاوخوادوه اونۍ كيږي چې دامريكا، ناټواودكابل ادارګۍ داجيرې اردوپه ګډون نيږدې دولس زرو تنواشغالګرولښكرودهلمندولايت په مربوطاتوكې ددغې غيرتمنې سيمې دميړني ولس په خلاف ستراوپراخ فوځي عمليات پيل كړي دي اوديرغلګرودغه عمليات ځكه دپام وړدي ، چې دوى خپله وايي چې دادامريكايانولپاره د(ويتنام )اوانګريزانولپاره د(فاكلند) له جګړوورسته مهم عمليات اومجهزه ستره جګړه ده
له بل پلوه ،ښايي دهلمندجګړه لدې امله هم يرغلګروته اهميت ولري چې دامريكاولسمشرى ته داوباما، له راتګ اوبيادهغه دفوځي ستراتيږى له اعلان ورسته دا، په افغانستان كې لوي فوځي عمليات دي چې ترسره كيږي
كه ددغوعملياتوڅرنګوالى اوتردې دمه يې پايلي په لنډه توګه وڅيړو، چې دويتنام اوفاكلند، له جګړې ستره اومجهزه جګړه ، دهلمندپه دښتوكې كوم سرحدته رسيدلي اوخنجرڅومره دخپل ځان په ګټه كارترسره كړى،نو له شك پرته جوتيږي چې لوى اوتواناخداى (ج) اشغالګرسره له ټول جنګي غرور، دبدبې ، مسلسلوتبليغاتواودټولې نوې فوځي ستراتيږى سره داسې رسوااووشرمول ، چې كوكي اوناري يې ان دامريكااولندن په ښارونواوكوڅوكې واوريدل شوي ، خپل ولسونه ورپسې راووتل چې دوى نه افغانستان غواړي ، نه يې جګړه اونه يې هم پټې اوښكاره ګټې ،بلكې خپل زامن اوفوځيان غواړي چې ژرترژره دې له افغانستانه راوويستل شي.
دامريكااولندن خلك به ولې په مظاهرولاس نه پورې كوي ، چې له يوې خوادمجاهدواوښكارزنوطالبانو مخامخ جګړې ، ناڅاپي بريدونو، كمينونواودسرك دغاړې كارنده ماينونوپه دوو اونيوكې لسګونه الوتكې ددوي دوژل شووځامنواوځوانانوله جسدنواوتابوتونوډكې وروليږلې اوله بلې خوادهلمنددلويواوپلنودښتوپه سوزنده ګرمي كي نيږدې ۱۰۰۰تنه ددوى نازولي ! فوځيان بې خوده اوجل ووهل !!

كه څه هم وړمه ورځ خپله اوبامااوله هغه وړاندې دبرتانياددفاع وزيرومنله چې دخنجرپه نوم عمليات يې په هغه طرزاومسيرپرمخ نه ولاړل لكه چې دوى يې توقع اوهيله لرله ،ځكه چې په وينايې طالبان له نوواوعجيبوتكتيكونوڅخه كاراخلي ، ثابت په يوځاى كې سنګرنه جوړوي اوپه يوشپه كې ځوځايه ځانونه تقسيموي اوبيابيا بريدونه كوي! ،خوبيابه هم امريكااوبرتانياحوصله اوزغم له لاسه نه وركوي
دكتونكوله نظره دهلمندپه روانه جګړه كې دامريكايانواوبرتانويانوفاحش اوڅرګندشكست ، درنوتلفاتو,بې كچې زيانونواوددوئ ترټولوقوي اومجهزي قوي ماتیدلو په ډاګه كړه چې ديرغل اوزورميچنوته هيڅكله هم افغانانونه سر ايښى اونه به يې هم كيږدي ، خودادوخت لوى طاغوت دى چې بياهم دافغانانوپه وړاندې له ناكامواودفن شووتكتيكونوڅخه كاراخلي اوفكركوي چې په وحشت اوبربريت به افغانان تسليم اومات كړي ، خودوى بايدپه يادولري چې ټول افغانان دكابل اجيرې ادارې دچلونكواوګوډاګيانوپه څيرضميرفروشه اوبې وجدانه ندي ، دلته اوس هم داسې ننګيالي افغانان شته چې دخپل ټول كوراوعيال قربانى ته له يوې مخي تياريږي خوداسلام ، دين ، پيغمبر، اورغنده ملي عنعناتوپه سريوه لحظه هم معاملې اوبې غيرتي منلوته نه دي چمتو!!
نوداوبامااودنوې فوځي ستراتيږى ، جوړونكي اوپلي كونكي دې ، دافغانانودغيرت اوشهامت لنډجاج په هلمندكې وګوري چې څنګه يې په تش لاس په امريكاسربيره د۴۶هيوادونولښكرواولوى ايتلاف ته دسرپه كاسه كې اوبه وركړي ،طالب ، مجاهد، بزګر، سپينږيري ،ښځي او ماشومان اوحتى موسم يې ټول په يومټ په اورميږووهي اوعبرتناك درس وركوي دافغانستان اسلامي امارت یوځل بیا دعالقدرامیرامؤمنین هغه خبر ه چي اته کاله وړاندی یې یرغلګروته له کابل نه دشریعت غږراډیوله لاري وکړه وریادوه چي تاسو په خپلو پر مخ تللیووسلومه مغروره کیږي ځکه وسلي مرګونه کولای سي خودمرګونومخه نسی نیولای اوس هم خپل دریځ ورته روښانه کووچي ستاسوپر مخ تللی وسلی ستاسودمرګ ژوبلی مخه نسی نیولای دقوتونو په ډیریدواودجنګ په پراخیدوهیڅ هم نشئ تر لاسه کولای اونه هم دمجاهدولس له قهره خوندي کیدای شی اوس هم وخت شته چي دسر ټمبګئ اونامعقولی ستراتژی دپلي کولوپر ځای دخپلوقوتوداستلوپه معقوله لار غوراوعمل وکړی
اوىاهم په خلاصوغوږونوواوورې چې دهلمندجګړه به ان شاالله تعالى ستاسې ورستى جګړه ، اوداوبامادپړسول شوي استراتيږى په تابوت ورستى ميخ وي چې مجاهدين به يې پرې ټك وهي !! ان شاالله تعالي

=========== = =
له الاماره ويب پاڼی څخه په مننه.

په مينه
وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more